- مطابق
(ژباړه)
خبر:
د سوډان د ټولنیزو چارو وزیرې سلیمه اسحاق په ډاګه کړه، چې د چټک ملاتړ (الدعم السریع) ځواکونو د سوډان په لوېدیځ کې د دارفور شمالي ولایت مرکز «فاشر» ښار ته د ننوتلو په لومړیو دوو ورځو کې، شاوخوا ۳۰۰ ښځې وژلې دي. هغې زیاته کړه، یادې ښځې د جنسي تېري، تاوتریخوالي او بېلابېلو شکنجو ښکار شوې دي.
سلیمه اسحاق وایي چې د فاشر وضعیت ډېر خراب دی او هر څوک چې له ښاره وځي، د خطر له ګواښ سره مخامخ دي؛ ځکه د ښار په لوري تلونکی سړک د مرګ پر لاره بدل شوی دی. نوموړې زیاته کړه، لا هم ګڼ شمېر کورنۍ په فاشر کې محاصره دي او د وژل کېدو، شکنجې، سپکاوي او جنسي تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي. د سوډان د ټولنیزو چارو وزیرې دغه حالت ته «د منظمې قومي تصفیې او ستر جنایت» نوم ورکړ، چې پر وړاندې یې ټولو په ګډه چوپتیا غوره کړې ده. ( عربي ټي آر ټي)
تبصره:
دا حالت د هر انسان زړه دردوي او سترګې یې له اوښکو ډکوي، چې د سوډان د بېګناه خلکو وینه تویېږي، د ښځو حرمت تر پښو لاندې کېږي، زرګونه کسان له خپلو کورونو او سیمو بېځایه کېږي، لوږه او ناروغي یې په هېواد کې خپرېږي؛ په داسې حال کې چې امریکا له دې ټولو ناورینونو څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي، ځکه دغه هېواد د خپلو دوو مزدورانو (البرهان او حمیدتي) تر منځ د جګړې اور بل کړی، ترڅو په برېتانیا پورې تړلي ځواکونه له واکه لرې کړي، پر ځای یې خپلې موخې او ګټې خوندي کړي او د سوډان شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي. د امریکا وروستی هدف دا دی چې سوډان په کوچنیو او جلا جلا دولتونو ووېشي، چې پولې به یې په وینو رسم شوې وي؛ هغه څه چې د جنوبي سوډان د بېلتون پر مهال پېښ شول او اوس هم په دارفور، په ځانګړي ډول په فاشر او د سوډان په نورو سیمو کې ورته جنایتونه روان دي.
له دغو ټولو ناورینونو او جنایتونو سره سره چې په دې جګړه کې شوي او لا هم روان دي او په دې خاوره کې د لوی بشري ناورین سربېره، دغو پېښو هغه ډول انعکاس نه دی موندلی، لکه څنګه چې باید موندلی یې وای. له یوې خوا د جګړې د ډګر سخت شرایط لکه؛ د انټرنټ پرې کېدل، د امکاناتو کموالی او نور محدودیتونه، د واقعیتونو د لېږد خنډ ګرځېدلي دي او له بلې خوا د رسنیو قصدي سانسور او چوپتیا د خلکو کړاوونه او د دغو جنایتونو اصلي عاملین پټ کړي دي. ډېری خلک یوازې د ټولنیزو شبکو له لارې د دغو پېښو په اړه خبر شوي دي، هغه هم د هغو پوسټونو او انځورونو له لارې چې د وژنو مرتکبینو پخپله د وېرې خپرولو او ویاړ لپاره خپاره کړي دي. وروستی رسنیز پوښښ هم تر ډېره د هغو رسنیو له لوري شوی چې د اروپایي هېوادونو د اهدافو په چوکاټ کې کار کوي او راپورونه یې د سیمې پر سر د نفوذ د سیالۍ په ترڅ کې د امریکا او د هغې د مزدورانو د رسوا کولو او پر هغوی د فشار راوستو لپاره خپاره کړي دي؛ خو په پای کې د دوی موخه هم له دې پرته بله نه ده، چې له ګټو څخه یوازې یوه کوچنۍ برخه ترلاسه کړي.
کوم څه چې مسلمانان، په ځانګړي ډول د سوډان خلک یې باید ژور درک کړي، هغه د دې شخړې د ماهيت پېژندنه او له هغو طرحو او نقشو څخه خبرېدل دي چې حمیدتي، البرهان او د هغوی ملاتړي يې عملي کوي او هغه موخې پېژندل دي چې له دې جګړې څخه تعقیبېږي. يوازې په همدې پوهې سره کېدلی شي چې دغه نقشې شنډې شي او د دې خاورې برخلیک بېرته ترلاسه شي. د حزبالتحریر ځوانانو په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې کړې، څو ځله يې خبرداری ورکړی، پر سوډان او د هغه پر خلکو روانې دسیسې یې افشا کړې او د خلاصون لاره يې څرګنده کړه. د سوډان د خلکو د خلاصون لاره هغه وخت امکان لري، چې له حزبالتحریر سره همکاري وکړي او د دې خاورې په پوځ کې پر مخلصو ځوانانو فشار راوړي، ترڅو د امت له صف سره یو ځای شي او د استعمارګرو د نقشو پر وړاندې ودرېږي.
لیکوال: برائت مناصره
۱۴۴۷هـ.ق د جماديالاول ۱۴مه
۲۰۲۵م د نومبر ۵مه
ژباړن: صهیب منصور




