سه شنبه, ۱۴ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
ای مسعود پزشکیانه، همدا تاسو د مسلمانانو د وږي ساتلو عاملین یئ!

ایران د خپل تر ټولو ستر خصوصي بانک، «آینده بانک» ورشکست کېدل (مالي ماته) اعلان کړه. دغه بانک په ټول ایران کې ۲۷۰ څانګې لري؛ خو له هغه وروسته چې تر پېنځه میلیارده ډالرو ډېر پوروړی شو، سقوط یې وکړ. د حیرانتیا خبره دا ده چې د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، پر اداري ناکامۍ نیوکې وکړې چې: «موږ نفت او ګاز لرو، خو بیا هم وږې یو!»

ایا معقوله ده چې دا ډول څرګندونې د داسې دولت ولسمشر وکړي چې د نفتو، ګاز، کیمیاوي موادو، معدنونو، کرنیزو محصولاتو او ... په ګډون خورا ډېرې شتمنۍ او داسې جغرافيه او نفوس لري چې کولای شي د نړۍ له لویو دولتونو څخه وي، او اوسېدونکي يې د نړۍ له بډایو خلکو څخه وشمېرل شي! نو که ولسمشر، چې د امر او نهي څښتن دی، دا خبره کوي، نو عام خلک به څه وایي!؟

پخپله د ایران حکومت دی چې د نورو اسلامي خاورو د نظامونو په څېر  يې امت وږی کړی دی. همدغه نظام د امت شتمنۍ او وسایل د لویو قدرتونو په واک کې ورکړي، د اسلام نظام یې له حاکمیت څخه لیرې کړی، د کفر نظامونه یې منلي، او په ایران کې یې سودي نظام قانوني کړی دی.

په ایران او ټولو اسلامي خاورو کې اساسي ستونزه اداري ناکامي نه ده؛ بلکې اصلي ستونزه په تطبيقېدونکي نظام کې ده. رويبضه (ناوړه او نالايقه) حکام پر مسلمانانو پانګوال نظام له خپلو ټولو بديو سره تپي، چې تر ټولو بد یې سودي نظام دی؛ هغه نظام چې د الله تعالی او د هغه د رسول ﷺ پر وړاندې د جګړې اعلان دی، مالونه له منځه وړي او د الله تعالی غضب راجلبوي.

د هغې اداري ناکامۍ مسؤل، چې د ایران ولسمشر یې یادونه کوي؛ پخپله ولسمشر دی. نو اې مسعود پزشکیانه! په داسې حال کې چې تاسو نفت، ګاز او نورې شتمنۍ او معدنونه لرئ؛ ولې د ایران ولس وږی دی؟ ایا دا ستاسو د ناسمو او احمقانه سیاستونو پایله نه ده؟ ایا دا له دې امله نه ده چې تاسې پر اسلام له حکم کولو څخه لرې شوي یاست؟

د نورو اسلامي خاورو ستونزه هم همدا ده؛ هلته هم نادان او ناوړه واکمنان د امت سترې شتمنۍ ضایع کوي، کفارو استعمارګرو ته یې واک او لاسرسی برابروي او امت له دغو شتمنیو محروموي؛ بیا يې ځينې راځي او د لوږې لامل په اداري ناکامۍ توجيه کوي!

اې مسلمانانو! هر د بصيرت خاوند ته پر تاسو د حاکمو حکامو بې‌عقلي او سفاهت څرګند شوي؛ دوی ستاسو د چارو د سمبالښت هېڅ وړتيا نه لري. تاسو ته پکار ده چې دوی محجور کړئ (محدودیت پرې ولګوئ)؛ ځکه همدا حجر - پر دوی محدوديت لګول او په مالونو کې له تصرف څخه يې منعه کول - د سفيه حکم دی. او له یوه واحد خلیفه سره بيعت وکړئ چې پر تاسې د الله سبحانه وتعالى په شریعت سره حكم وکړي او ستاسو په خاورو کې د سود نظام لغوه کړي، تر څو ستاسو رب سبحانه وتعالی او د هغه رسول ﷺ له تاسو راضي شي، لوټل شوې شتمنۍ مو بیرته راوګرځوي، او کرامت او عزت مو بېرته راولي. د همدې لپاره حزب‌التحریر ـ هغه قيادت چې خپلو خلکو ته دروغ نه وايي ـ تاسو ته بلنه درکوي چې د نبوت پر منهج دويم راشده خلافت د تاسيس لپاره کار ورسره وکړئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق، د جمادی الاول ۵مه

۲۰۲۵م، د اکتوبر ۲۷مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۰۲۳

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې