جمعه, ۱۷ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د عبدالعزیز عبدالجلیلوف د ناعادلانه نیونې په اړه د حزب‌التحریر –ولایه ازبیکستان مطبوعاتي دفتر اعلامیه

(ژباړه)

د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۳۰مه، د حزب‌التحریر غړی، عبدالعزیز عبدالجلیلوف –چې د ازبیکستان دی- د سویډن په پلازمېنه، سټاکهلم کې د کډوالو ادارې لخوا ونیول شو. زموږ د معلوماتو له مخې، د کډوالو ادارې پرېکړه کړې چې زموږ ورور، عبدالعزیز بېرته ازبیکستان ته ډیپورټ کړي. په دې اړه، موږ لاندې ټکو ته د سویډن د کډوالو ادارې پام را اړوو:

لومړی: حزب‌التحریر یو سیاسي اسلامي حزب دی چې فعالیت یې یوازې تر فکري او سیاسي حوزې منحصر دی او د تاوتریخوالي هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

دوهم: په ازبیکستان کې پر حزب‌التحریر بندیز او د هغه د غړو تعقیب د تاوتریخوالي په سبب نه دی، بلکې یوه سیاسي چاره ده؛ ډېری د بشري حقونو کارپوهان او مدافعین هم پر همدې خبره ټینګار کوي.

درېیم: په ازبیکستان کې د څو کلونو په اوږدو کې زموږ زرګونه شباب ونیول شول او سلګونه یې تر شکنجې لاندې شهیدان د شهادت اعلی مقام ته ورسېدل. اوس یې هم ډېر شمېر په زندانونو کې دي. روان کال هم هلته زموږ د شبابو لپاره ګڼې محکمې وشوې او یو ځل بیا په اوږدو کلونو زندان محکوم شول.

څلورم: ازبیکستان ته زموږ د ګران ورور، عبدالعزیز ډیپورټ کول په دې معنی دي چې هیڅ نه وي، له زندان او شکنجې سره مخ کېږي!

نو له تاسو غواړو چې زموږ د ورور، عبدالعزیز د ډیپورټ کولو پرېکړه بېرته واخلئ او ژر یې ازاد کړئ.

 

د حزب‌التحریر –ولایه ازبیکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق؛ د جمادی الاول ۱۲مه

۲۰۲۵م؛ د نومبر ۳مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۰۴

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې