- مطابق
(ژباړه)
خبر:
د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۳۰مه «أرقام» وېبپاڼې یو راپور خپور کړ، چې له مخې یې د سعودي عربستان د مالیې وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۵م کال په لومړیو دریو میاشتو کې د دغه هېواد عواید ۲۶۹.۹ میلیارد ریالو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې عمومي لګښتونه ۳۵۸.۴ میلیارد ریالو ته لوړ شوي دي. دا په دې مانا ده چې د سعودي عربستان د بودیجې کسر په دې موده کې ۸۸.۵ میلیارد ریالو ته رسېدلی دی.
له دې وروسته د سعودي عربستان د مالیې وزارت اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۵م کال د لومړیو نهو میاشتو په ترڅ کې د دغه هېواد ټول عواید ۸۳۵.۱ میلیارد ریالو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې لګښتونه ۱۰۱۶.۸ میلیارد ریالو ته لوړ شوي دي، چې دا د ۱۸۱.۸ میلیاردو ریالو د بودیجې کسر څرګندونه کوي.
تبصره:
دلته خبره د سعودي په بودیجه کې د پرلهپسې زیاتېدونکي کسر ده؛ هغه مسئله چې په لومړي نظر کې ښايي عجیبه ښکاره شي؛ خو تریخ حقیقت دا دی چې سعودي له ډېرې مودې راهیسې د پردیو لپاره غنیمت ګرځېدلی دی. له یوې پېړۍ زیات وخت کېږي چې د امریکا د تېلو شرکتونه له هر ډول ملاحظې پرته د مسلمانانو تېل غلا کوي. خو همدا ټول داستان نه دی؛ د ۲۰۰۸م کال د اقتصادي ناورین پر مهال لندن او واشنګټن په بیړه ریاض ته راغلل، ترڅو د مسلمانانو مالي سرچینې نورې هم غلا کړي او ور پسې ټرمپ په ۲۰۱۷م کال کې دغه بهیر په سلګونو میلیاردو ډالرو سره وغځاوه. اوس په ۲۰۲۵م کال کې د غلا دغه بهیر هغې کچې ته رسېدلی، چې نږدې یو ټریلیون ډالر یې د مسلمانانو له شتمنیو څخه ترلاسه کړي دي.
ملک سلمان او د هغه زوی محمد څنګه پور ته مخه کړې؟ هغه خاوره چې هره ورځ ۱۶ میلیونه بوشکې تېل تولیدوي، ولې باید د بودیجې له دومره کسر او دومره عامه پور سره مخ شي؟
د سعودي عربستان عامه پور د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر تر پایه ۳۹۱.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. دا اندازه د ۲۰۲۲م کال له پیل سره په پرتله، چې هغه مهال پور ۲۵۰.۱ میلیارد ډالر و، ۱۴۱ میلیارد ډالر زیاتوالی ښيي؛ چې دا د سعودي د ناخالص کورني تولید ۲۹ سلنه جوړوي. دا پورونه د مسلمانانو د مالي سرچینو د ضایع کولو لپاره لګول کېږي، بې له دې چې دا سرچینې د مسلمانانو د دین او ژوند د ښهوالي لپاره وکارول شي.
دا مسئله یوازې په اسلامي خاورو کې د اسلامي حاکمیت د لېرېوالي او د کفري حاکمیت د ځای ناستيکېدو له امله ده؛ هغه نقشه چې له ډېرې مودې راهیسې د عراق او وروسته د یمن په هدف ټاکلو سره پیل شوې، ترڅو په اسانۍ سره نجد او حجاز هدف وګرځوي، ټوټې ټوټې یې کړي او نیوم (د سعودي په لویدیځ کې او سره سمندر ته نېږدې اقتصادي سیمه چې محمد بن سلمان جوړه کړې) د مکې مکرمې ځای ونیسي. دغه پلان له پیله د اسلامي مقدساتو د ویجاړولو او ګواښلو په لټه کې و، په ۱۸۰۴م کال د دومینگو فرانثیسکو بادیا، په ۱۸۱۴م کال د یوحان لودویگ بورکهارت، په ۱۸۵۵م کال د ریچارد فرانسیس برتون، په ۱۸۶۴م کال د ویلیام گیفورد بلگریف، په ۱۸۷۶م کال د چارلز داوتي او ان د لارنس العرب په څېر شخصیتونو په هڅو سره ورو ورو وړاندې شو، چې تر ۱۹۲۴م کال د اسلامي خلافت تر ویجاړولو پورې یې دوام وکړ. مسلمانان به یوازې هغه وخت خپل ویاړ بېرته ترلاسه کړي او هغه څه چې له لاسه یې ورکړي بېرته راونيسي، کله چې په نبوي منهج سره د دویم راشده خلافت دولت تاسیس کړي.
لیکوال: انجينير شفیق خمیس - ولایۀ یمن
۱۴۴۷هـ.ق د جمادي الاول ۱۴مه
۲۰۲۵م د نومبر ۵مه
ژباړن: صهیب منصور




