شنبه, ۱۱ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 جمادی الاول 1447

میلادی نېټه :     دوشنبه, 27 اکتوبر 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۱۳


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پاکستان حکام د ټرمپ مزدوران دي، د سپېڅلې خاورې د بشپړې تسلیمۍ د ډاډمنولو لپاره د حزب‌التحریر شباب برمته کوي!

(ژباړه)

د ټرمپ د خوښې قوماندان، عاصم منیر، د حزب‌التحریر – ولایه پاکستان هغه پیاوړي کمپاین ته په «ځپلو» ځواب ورکړ چې د فلسطین د ازادۍ لپاره د وسلوالو ځواکونو د سمدستي بسیج غوښتنه کوي. د عاصم منیر بدمرغه کسانو د لاهور، کراچۍ او پېښور له ښارونو پنځه تنه دعوتګر برمته کړي دي، او تر اوسه یې د بند ځای نه دی معلوم. د عاصم منیر ظلم او تیری د اټکل وړ و؛ ځکه هغه په عمل کې ناتوانه دی او د ټرمپ د امرونو له کرښو بهر فکر یا عمل نه شي کولی؛ هغه که د غزې مسله وي، که د کشمیر، افغانستان، او یا د پاکستان د سترو معدني زېرمو. د غزې په اړه د ټرمپ اوسنی امر «د زور له لارې سوله» دی؛ یعنې په زور د هر مقاومت ځپل، تر څو ټرمپ د پلان یا ابراهيمي تړونو له مخې، د فلسطین د سپېڅلې خاورې یوه ستره برخه د یهودي رژیم په ګټه پرېښودل شي. عاصم منیر، د اردن او لبنان په ګډون په اسلامي خاورو کې د استعمار د نورو لاسپوڅو او اجیرانو په څېر، په دې وروستیو ورځو کې د حزب‌التحریر پر ضد درېدلی دی.

اې د پاکستان مسلمانانو! موږ، د حزب‌التحریر شباب، تاسو ته ډاډ درکوو چې د الله سبحانه وتعالی په اذن به هېڅکله له دعوت څخه لاس وانخلو. په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې، له مشرف نیولې تر عاصم منیر پورې، له ډېرو طواغیتو سره مخ شوي یو؛ ډېر محدودیتونه، نیونې او بندونه، شکنجې او برمته‌کېدل مو تجربه کړي. موږ تل صبر کړی او د بدلون په لار کې مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم منهج خپل سرمشق نیولی؛ هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«قُولُوا: لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ تُفْلِحُوا»

ژباړه: ووایئ: «له الله پرته بل هیڅ معبود نشته»، تر څو بریالي شئ!

موږ د عمار بن یاسر رضی الله عنه د صبر اقتدا کوو؛ چې د خپل پلار او مور شهادت یې په خپلو سترګو ولید؛ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:

««صَبْراً آل ياسر فإن مَوْعِدَكُم الجنة»

ژباړه: ای د یاسر کورنۍ! صبر وکړئ، ځکه ستاسو موعد (وعده شوی ځای) جنت دی.

موږ په خالص نیت صبر کوو او پوره یقین لرو چې د ظلم او جبريه واکمنۍ تر دې دور وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راځي. له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت شوی چې فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: ... بیا به د زور او جبر واکمني راشي، او تر څو چې الله تعالی وغواړي، دوام به وکړي؛ بیا چې کله الله وغواړي، پورته (لرې) به یې کړي؛ او بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي. (رواه احمد)

هغه حالت چې موږ یې نن شاهد یو، د امت لپاره ابتلا او له نصرت ورکولو وړاندې د الله سبحانه وتعالی سنت دی. نو له موږ سره ودرېږئ، او د طواغیتو پر وړاندې د حق خبره وکړئ!

اې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو افسرانو! تاسو ښه پوهېږئ چې حزب‌التحریر وسله نه ده پورته کړې؛ خو بیا هم له تېرېو اوو لسیزو راهیسې د اسلامي خاورو په بېلابېلو برخو کې ګڼ ظلمونه پرې شوي دي. دا څرګندوي چې حزب دقیقاً د رسول الله صلی الله علیه وسلم له منهج څخه پیروي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې یوازې په دعوت بسنه وکړه او له هجرت مخکې یې هېڅ نظامي اقدام ونه کړ. کله چې د عقبې دوهم بیعت کوونکو له هغه صلی الله علیه وسلم څخه وغوښتل چې په «منا» کې د تورو «وسله‌والې» جګړې کولو اجازه ورکړي، ورته ویې فرمایل: «لَم نُؤمَر بِذلِک بَعد». یعنې: «موږ ته لا د دې کار امر نه دی شوی».

اوس، که څه هم موږ، حزب‌التحریر شباب وسلې نه لرو؛ خو له تاسو چې ځواک او وسله لرئ، غواړو چې د خلافت د قایمولو لپاره نظامي نصرت راکړئ. زموږ غوښتنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له منهج سره سمه ده؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله د ځواک او وسلې له خاوندانو سره لیدل، د دین د تمکین لپاره یې نصرت ترې غوښت او د هغوی د وړتیا، توان او دفاعي قوت په اړه یې ترې پوښتل: «فَهَلْ عِنْدَ قَوْمِكَ مِنْ مَنَعَةٍ؟» یعنی: «ایا ستاسو قوم کوم ځواک او د دفاع قوت لري؟». هغه صلی الله علیه وسلم د بنی کِلاب، بنی حنیفه، بنی عامر بن صعصعه، بنی کنده او بنی شیبان په ګډون له ډېرو قبیلو سره ولیدل. رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دغه منهج تر هغې صبر وکړ چې الله تعالی نصرت ورکړ، انصارو هم خپله د نصرت ژمنه پوره کړه او داسې په مدینه کې اسلامي دولت جوړ شو.

زموږ په مخ کې پر دغو ټولو طغیانونو سربېره، بیا هم د هغه دولت د تاسیس لپاره د نظامي نصرت غوښتنې ته دوام ورکوو چې پر ما‌انزل الله حکم کوي. نو زموږ دغه غوښتنه ژر ومنئ چې د قیامت پر ورځ ستاسو پر وړاندې شهادت ور نه کړو.

د حزب التحریر – ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق، د جمادی الاول ۵مه

۲۰۲۵م، د اکتوبر ۲۷مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۱۳

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې