سه شنبه, ۱۹ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
چین او له محدود سیمه‌ییز لیدلوري څخه یې خلاصون

 

 

پوښتنه:

په ۱۲/۰۴/۲۰۱۴ نېټه د یوې پوښتنې په ځواب کې راغلي وو: «چین اوس د ځواک او سیالۍ کولو ته د تیاري احساس لري؛ خو دغه ځواک تر هغه بریده څرګندیږي چې خپل قلمرو خوندي وساتي، او له امریکا سره مخامخ کېدل یوازې د هغو تحرکاتو تر کچې محدود کړي چې امریکا یې د چین د سیمې شاوخوا کوي... سربېره پردې، چین په ډېرو –په ځانګړي ډول اقتصادي- برخو کې، پانګوالۍ ته مخه کړې ده. که دغه موضوعات نه وای، د چین غږ به په نړیواله کچه ډېر پیاوړی وای او د امریکا پر ګټو به یې اغېز ډېر روښانه ښکاره کېده… سره له دې، چین ځان قوي احساسوي او هڅه کوي خپل شتون په خپلواک ډول او یوازې په خپلو مټو فعال وساتي؛ ان که دا هڅې د سیمه‌ییز چوکاټ دننه هم وي.»

اوس پوښتنه دا ده چې: ایا د چین له لوري امریکا ته د نادرو معدني توکو د صادراتو محدودول؛ د امریکا د خزانې د پورپاڼو یوه برخه پلورل؛ د خپل پوځ نوي کول او د بیجینګ په سوېل لویدیځ کې د نړۍ د تر ټولو لوی پوځي کمپليکس جوړول... دا معنی نه لري چې چین له خپل هغه محدود سیاسي لیدلوري څخه چې یوازې یې په خپل قلمرو پورې تړلی و، راوځي او دغه لیدلوری له امریکا سره د نړیوالې سیالۍ تر کچې غځوي؟

الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته د خیر بدله درکړي!

ځواب:
د ځواب د روښانه کولو لپاره باید لاندې ټکي وڅېړل شي:

۱. د چین د خلق جمهوریت بنسټ په ۱۹۴۹م کال کې د مائو تر بریا وروسته کېښودل شو. دغه بریا د مائو تر مشرۍ لاندې د کمونیست ګوند او د چانګ کای‌شیک تر مشرۍ لاندې د ملي‌پال ګوند –چې امریکا یې په ښکاره ملاتړ کاوه- ترمنځ د کورنۍ جګړې په پایله کې رامنځته شوه. تر ماتې وروسته، د چانګ کای‌شیک په مشرۍ ملي‌پال ګوند تایوان ته وتښتېد او هلته یې «د چین جمهوریت» اعلان وکړ. خو کله چې په ۱۹۷۸م کال کې دینګ شیاوپینګ د چین د کمونیست ګوند مشر شو؛ نو د مائو پرخلاف یې ایډیالوژي (مبدأ) پرېښوده او اقتصاد ته یې لومړیتوب ورکړ. هماغه وو چې په ټیټو مزدونو او لوړو صادراتو ولاړ اقتصادي ماډل یې جوړ کړ او د بهرنیو پانګوالو پر مخ یې د هېواد دروازې پرانیستې. بیا یې په ۱۹۷۹م کال کې د چین په ختیځو ښارونو کې د ځانګړو اقتصادي سیمو (SEZs) بنسټ کېښود څو دغه اقتصادي تګلاره ټینګه او بنسټیزه کړي.

۲. د دینګ له راتګ سره، چین عملاً په اقتصاد، بهرنۍ پالیسۍ او نورو برخو کې له کمونېستي ایډیالوژۍ څخه لاس واخیست، او د پانګوالۍ او کمونیزم ګډول یې پیل کړل. له ۱۹۸۰م کال څخه تر نن پورې، په یوه پنځه څلوېښت کلن مزل کې، چین خورا چټکه او پرله‌پسې اقتصادي وده تجربه کړې او دا لړۍ لا هم روانه ده. له ۲۰۱۰م کال وروسته، چین د امریکا تر څنګ د نړۍ دوهم لوی اقتصاد شو او لا هم پر همدغه مسیر مخته روان دی. «د Bank of America د وینا له مخې: چین به تر ۲۰۳۵م کال پورې وتوانېږي چې خپل ناخالص کورنی تولید دوه برابره کړي او په همدې مسیر کې به د نړۍ د ستر اقتصاد په توګه له امریکا مخکې شي...» (سی بی سي عربي، ۲۷/۰۲/۲۰۲۱). دا وضعیت له اقتصادي اړخه دی.

۳. خو له نظامي پلوه، چین اوس په دې لاره روان دی چې خپل اقتصادي ځواک په پوځي ځواک بدل کړي؛ دوی هر کال خپل دفاعي بودیجه لوړوي. «چین نن (چارشنبه) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵م کال ملي دفاعي بودجه به ۷.۲٪ زیاته کړي. دا له پرله‌پسې لسو کلونو راهیسې لومړی ځل نه دی، بلکې لسم کال دی چې دفاعي بودجه یې په لوړه یو رقمي کچه زیاتېږي. د روان کال لپاره د چین پلان شوې دفاعي بودجه ۱.۷۸۴۶۶۵ ټریلیون یوان ته رسېږي چې شاوخوا ۲۴۹ میلیارده ډالرکېږي...» (العربي نیوز، ۰۵/۰۳/۲۰۲۵).

سربېره پر دې، د چین د پوځ دودیزې او اټومي وړتیاوې هم په چټکۍ پراختیا مومي. «د امریکا د دفاع وزارت هغه راپور چې نن چهارشنبه کانګرېس ته وسپارل شو، څرګندوي چې د ۲۰۲۴م کال تر نیمایي پورې چین له ۶۰۰ زیات اټومي خولۍ لرلې او تر ۲۰۳۰م کال پورې به دغه شمېر له زرو واوړي...» (آر.ټي، ۱۸/۱۲/۲۰۲۴). همدارنګه، د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر په ۳مه په هغه لوی پوځي پرېډ کې چې په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان پر وړاندې د بریا د اتیایمې کلیزې په مناسبت جوړ شوی و، چین خپلې پرمختللې وسلې او پوځي سیستمونه په ښکاره ډول نندارې ته وړاندې کړل او د پوځي پرمختګ کچه یې ښه څرګنده شوه.

۴. له سیاسي پلوه، چین د سیمې په کچه یو زبرځواک او خپلواک دولت دی چې د جاپان او جنوبي کوریا پرخلاف، د امریکا په مدار کې نه څرخي. چین په سیمه کې سیاسي نفوذ لرلو ته لېواله دی؛ دا لېوالتیا یې د قومي انګېزو او اقتصادي ګټو له امله ده او ایډیالوژي یې اساس نه جوړوي.

د سوېلي چین د سمندر سیمه (South China Sea) د دغه هېواد لپاره خورا مهم ارزښت لري؛ ځکه چې هلته مهمې سمندري لارې، د کب نیولو پراخې سیمې، او د تېلو او ګازو مهمې او لویې سمندري زیرمې شته؛ دا زیرمې د چین د صنعتي سکتور او چټکو مخ پر ودې اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بنسټیزې دي. د امریکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې د ۲۰۱۳م کال د راپور له مخې: «په دغه سمندر کې شاوخوا ۱۱ میلیارد بېرله تېل او شاوخوا ۱۹۰ ټریلیون فوټ مکعبه طبیعي ګاز زیرمه دی...» (د امریکا د انرژۍ معلوماتو اداره؛ ۱۳/۰۴/۲۰۱۳)

سربېره پر دې، تر ۸۰٪ زیاته نړیواله سوداګري د سوېلي چین د سمندر له لارې تېرېږي چې ارزښت یې نږدې ۵.۳ ټریلیون ډالرو ته رسېږي (China Power، ۲۰۱۶). له همدې امله، چین د دې جیوپولیټیکي او جیواسټراټیژیکي سیمې په اړه خورا جدي لېوالتیا لري او د مالکیت ادعا یې هم کوي.

۵. امریکا، چې ځان ته یې «د ټولې نړۍ د پولیس رول» ورکړی او د خپلې آسیایي ستراتېژۍ پر بنسټ حرکت کوي؛ له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د چین د پورته کېدو مخه ونیسي او د مهار په دایره کې یې وساتي. ځکه خو کله خپل نظامي ځواکونه او تجهیزات له اروپا څخه د آرام سمندر سیمې ته لېږدوي، کله د تایوان بحران تود ساتي، کله له هند څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، او کله بیا د سیمې له هېوادونو سره پوځي ائتلافونه جوړوي؛ لکه «آکوس/AUKUS» (استرالیا، بریتانیا او امریکا) او «کواد/QUAD» (امریکا، استرالیا، هند او جاپان). همدارنګه، په نورو مواردو کې د هوواوې (Huawei) پشان چینايي شرکتونو پر وړاندې د سوداګریزې جګړې په پیلولو سره هڅه کوي چې د چین د راڅرګندېدو او پورته کېدو مخه ونیسي او مهار یې کړي.

دا اقدامات د دې لپاره کېږي چې امریکا د شوروي اتحاد له سقوط وروسته، اسلام د خپل ایډیالوژيک دښمن او چین د دولتي دښمن په توګه د خپلو دښمنانو د لېست په سر کې ځای پر ځای کړي دي. که څه هم د عراق او افغانستان جګړو د امریکا او چین ترمنځ مخامخ ټکر یو څه وخت ځنډولی و، خو کله چې دغه جګړې پای ته ورسېدې، امریکا خپل ټول تمرکز –په ځانګړي ډول د سوداګریزې جګړې په ډګر کې- بېرته پر چین ورټول کړ.

۶. له دغو توضیحاتو وروسته؛ اوس پورتنۍ پوښتنه ځوابوو:

الف. د نادرو معدني عناصرو د صادراتو په اړه: چین د دغو عناصرو پر ارزښت - په ځانګړي ډول د معاصرې او پرمختللې ټکنالوژۍ په صنعتونو کې- ښه پوهېږي. دغه معدني عناصر چې شاوخوا ۱۷ ډولونه دي، په نړۍ کې تر ۲۰۰ ډېرو عصري صنایعو کې کارول کېږي. دا مواد په پوځي تجهیزاتو؛ لکه الوتکو، اوبتلونو، فضایي وسایلو او بې‌پیلوټه الوتکو کې خورا مهم دي، او لویه برخه یې پخپله په چین کې استخراجېږي. چین له همدغو معدني موادو څخه د امریکا پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه کار واخیست چې په سوداګریزه جګړه کې امتیاز تر لاسه کړي، او همداسې وشول هم. دغه بهیر په ښکاره ډول روان پاتې شو؛ کله چې ټرمپ د ۲۰۲۵م کال د اپرېل پر ۸مه د چین پر وړاندې د ګمرکي تعرفو تدریجي لوړول تر ۱۰۴٪ پورې ورسول، چین په غبرګون کې د اکتوبر پر ۹مه امریکا ته د نادرو معدني توکو او عناصرو د صادراتو محدودول اعلان کړل. چین د نړۍ په کچه تر ځمکې لاندې نادرو عناصرو ۴۹٪ زیرمې لري او د نړۍ د کلني تولید ۶۹٪ برخه برابروي. نو، دې موضوع د عمل او عکس‌العمل په بڼه دوام وکړ او ټرمپ تعرفې شاوخوا ۴۷٪ ته راکمې کړې. وروسته، ټرمپ د ۲۰۲۵م د اکتوبر پر ۳۰مه د سوېلي کوریا په بوسان ښار کې د آسیا-پسیفیک (ASEAN–Pacific) اقتصادي اړیکو د ۳۲مې ناستې په څنډه کې له خپل چینایي سیال سره تر لیدو وروسته، الوتکې ته د پورته کېدو پر مهال وویل: «هغه ګمرکي تعرفې چې امریکا پر چین لګولې وې، ۴۷٪ ته راکمېږي... د نادرو معدني توکو اړوند ټول موارد حل شوي دي؛ دا توافق به یو کال دوام وکړي او بیا به د غځېدو وړ وي.» (الشرق الأوسط – العربي الجدید، ۳۰/۱۰/۲۰۲۵)

نو، د چین له لوري د نادرو معدني توکو د صادراتو محدودول په هېڅ صورت دا معنی نه لري چې چین له خپل محدود سیمه‌ییز لیدلوري وتلی دی؛ بلکې دا اقدام د یوه «غبرګون» په بڼه و چې د ګمرکي تعرفو په اړه د امریکا د پریکړې په مقابل کې وشو. یعنې چین دغه موضوع د سوداګریزې جګړې په ترڅ کې د چنې وهلو د وسیلې په توګه وکاروله. واقعیت هم همدا ثابتوي؛ کله چې ګمرکي تعرفې راکمې شوې، د نادرو معدني توکو پر صادراتو محدودیت د یوه کال لپاره وغځېد.

ب. دچین لخوا د امریکا د خزانې د پورپاڼو د یوې برخې د پلورلو په اړه: چین د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر کې د امریکا د خزانې د شاوخوا یو تریلیون او ۱۸۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت پورپاڼې (Bonds) لرلې؛ خو اوس «د امریکا په خزانه کې د چین دغه اسناد له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي... د امریکا د خزانې وزارت هغه معلومات چې پرون سه‌شنبه خپاره شول، ښيي چې د ۲۰۲۴م کال په ترڅ کې د امریکا هغه دولتي پورونه چې د چینايي پانګوالو په لاس کې دي، په ۲۰۲۴م کال کې ۵۷ میلیارده را کم شوي چې اوس ټولټال ۷۵۹ میلیاردو ډالرو ته رسېږي. په دغو شمېرو کې هغه اسناد نه شاملېږي چې چینایان یې د نورو هیوادونو په اکونټونو کې ساتي.» (الجزیره نېټ، ۱۹/۰۲/۲۰۲۵)

دغه اقدام د چین له لوري تر ډېره د خطرونو د کمولو لپاره یو دفاعي تدبیر و او له کوم مبدئي او ایډیالوژيک دريځ څخه یې سرچینه نه وه اخیستې. ځکه له هغې وروسته چې په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې او اوکراین جګړه پیل شوه، امریکا او اروپا د روسیې شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړه او د سویفټ (SWIFT) نړیوال بانکي سیستم یې د فشار د یوې وسیلې په توګه وکاراوه. چین پر دې ښه پوهېږي. له همدې امله، ډېر احتمال شته چې چین د امریکا د خزانې د دغو پورپاڼو لویه برخه په سرو زرو بدله کړې وي، څو که امریکا وغواړي چې پر تایوان د چین د احتمالي برید په پلمه یا یوازې د سوداګریزې جګړې په ترڅ کې د چین شتمنۍ کنګل کړي؛ د روسیې له برخلیک سره مخ نه شي. یوازې د تېر کال په اوږدو کې چین د ۵۵۰ ملیاردو ډالرو په ارزښت څو ټنه سره زر خپلو زېرمو ته ورزیات کړل. روانه میاشت د چین په رسمي زېرمو کې د سرو زرو ونډه په خپل تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې (۴.۹٪) ته ورسېده. (Artigercek.com؛ ۱۸/۰۵/۲۰۲۵)

خو د ځینو کارپوهانو دا ادعا چې وایي د چین شتمنۍ په دې سبب کمې شوې دي چې د دغو پاڼو یوه برخه یې د ارزښت‌لرونکو پاڼو ساتونکو بنسټونو؛ لکه په بلجیم کې یوروکلیر (Euroclear) او په لوکزامبورګ کې کلیرسټریم (Clearstream) ته لېږدولې دي؛ یوه کمزورې ادعا ده او احتمال یې کم دی. ځکه چې په دې صورت کې هم امریکا کولای شي د سیاسي فشار له لارې دا شتمنۍ په اروپا کې هم کنګل کړي. نو سره زر تر ټولو ښه انتخاب دی او د چین ترجیح هم همداسې ښيي.

پر همدې اساس، دغه اقدام هم د چین د محدود او احتیاطي ذهنیت د بدلون نښه نه ده؛ بلکې یوازې د امریکا د ګواښونو پر وړاندې یو احتیاطي تدبیر دی. نو د چین دواړه ګامونه - د نادرو عناصرو پر صادراتو محدودیت او د امریکا په خزانه کې یې د پورپاڼو پلور- اصلاً د امریکا د اقداماتو پر وړاندې غبرګون و؛ لکه د پوښتنې په ځواب کې چې راغلي: «چین له امریکا سره مقابله یوازې د امریکا د تحرکاتو پر وړاندې د عکس العمل په کچه محدوده ساتي.»

ج. د چین د پوځ د نوي کولو او د بیجینګ په سوېل لویدیځ کې د نړۍ د تر ټولو ستر نظامي کمپلکس د جوړولو په اړه:
د چین پوځ یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې «د خلق د ازادۍ پوځ (PLA) د سلمې کلیزې» د موخو پوره کولو لپاره به تر ۲۰۲۷م کال پورې خپلې هڅې چټکې کړي او پر نظامي نوي کولو او د جګړې لپاره چمتووالي باندې به لا ډېر تمرکز وکړي. د چین د خلق د ازادۍ پوځ او د پولیسو وسله‌وال ځواک ویاند، «وو چیان»، څرګنده کړه: «د سلمې کلیزې د موخو تحقق او د پوځ د وړتیاوو لوړول، د چین د ملي دفاع د پراخو نوي کولو په چوکاټ کې یو سټراټیژیک لومړیتوب دی.» هغه زیاتوي: «موږ باید له دې څخه ډاډ ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړو چې خپلو موخو ته پر ټاکلي وخت او له پیاوړې کارکردګۍ سره ورسېږو.» (Defense-arabic.com؛ ۱۳/۰۳/۲۰۲۵)

له بلې خوا، فایننشل ټایمز ورځپاڼې د امریکاي د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په حواله راپور ورکړی: «د چین پوځ د بیجینګ په لویدیځ کې یو ستر نظامي کمپلکس جوړوي؛ د امریکا د استخباراتو اداره باور لري چې په راتلونکې کې به دا ځای د جګړې د قوماندې د مرکز په توګه کار کوي، او د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) په پرتله څو برابره لوی دی.» ورځپاڼه زیاتوي چې دوی ته رسېدلي د سپوږمکۍ انځورونه یوه ساختماني سیمه ښیي چې مساحت یې له ۴۰۰۰ متر مربع زیات دی او د بیجینګ له سوېل لویدیځه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې ده. په دغو انځورونو کې ژورې کندې ښکاري چې پوځي کارپوهان اټکل کوي دلته به لوی پناه‌ځایونه وي چې د احتمالي اټومي جګړو په ګډون، د هر ډول جګړو پر مهال به د چین نظامي مشران پکې خوندي ساتل کېږي...» (الجزیره؛ ۳۱/۰۱/۲۰۲۵)

نو، د نظامي ځواک نوي کول؛ د بیجینګ په ۳۰ کیلومترۍ کې تر ځمکې لاندې د قوماندې مرکز جوړل؛ د سوېلي چین سمندر کې د مصنوعي ټاپوګانو جوړول؛ یا د چین د سمندري بېړیو چټکه پراختیا؛ دا ټول یوازې د امریکا د اقداماتو پر وړاندې د یوه «دفاعي غبرګون» لپاره دي. په ځانګړې توګه دا چې امریکا خپل ۶۰ سلنه سمندري نظامي ځواک همدلته ځای پر ځای کړی دی. په بله وینا، د دغه نظامي کمپلکس له جوړولو موخه دا نه ده چې چین له امریکا سره نړیوال تقابل ته داخل شي یا د امریکا پر مستعمرو ولکه ټینګه کړي او د هغې ځای ونیسي؛ لکه امریکا چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بریتانیې د مستعمرو د نیولو لپاره رامخکې شوه. چین اوس نه داسې کومه موخه لري او نه یې نظامي نوي کول د دې لپاره دي چې امریکا یې له مستعمرو وباسي او نفوذ یې له منځه یوسي. بلکې دا ټول اقدامات یوازې د دې لپاره دي چې امریکا د چین د نفوذ په سیمه کې د برلاسۍ له هڅو منع کړي؛ یعنې چین یوازې د خپل قلمرو په ساتنه اکتفا کوي. په بل تعبیر؛ دا اقدامات په سیمه کې د امریکا د شتون او نظامي تحرکاتو پر وړاندې د غبرګون لپاره دي.

۷. لنډیز: چین نن هغه مادي وسایل او ظرفیتونه تر لاسه کړي چې د یوه نړیوال ستر قدرت کېدو لپاره اړین دي؛ خو تر اوسه یې د امریکا پر وړاندې د هغې تر نفوذ لاندې سیمو یا د نړۍ په نورو برخو کې د مستقم تقابل جرات نه دی ښودلی. ځکه خو یې –سره له دې چې له کلونو راهیسې د دې کار ګواښ کاوه- لا له نظامي لارې د تایوان د ادغام او ضمیمه کولو هڅه نه ده کړې. دا ځکه چې په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته یې د دغه هیواد پر وړاندې د امریکا او غرب پراخ بندیزونه ښه لیدلي.

دغه راز، چین تر اوسه په اسیا، افریقا او د نړۍ نورو سیمو کې چې د غرب او امریکا تر نفوذ لاندې دي، د امریکا له ننګولو ډډه کړې ده. چین ان له خپلو پخوانیو پلانونو هم پر شا شوی چې غوښتل یې د ارام سمندر له سواحلو د هند تر سمندر او بیا افریقا پورې پراخې نظامي اډې جوړې کړي؛ یوازې په جیبوتي کې یوه نظامي اډه لري. سربېره پر دې، چین په پاناما کې د خپلو ګټو پر وړاندې د امریکا ګواښونو ته قاطع دریځ نه دی ښودلی چې په پایله کې یې پاناما د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ پر ۶مه «د ورېښمو نوې لار» له تړون څخه –چې پر پاناما کانال د چین څار هم پکې شاملېده- پر شا او بهر شوه.

په دې توګه؛ چین یوازې خپل قلمرو ته نیږدې د امریکا د تحرکاتو پر وړاندې غبرګون ښودلو باندې بسنه کوي او پخپله کوم جدي اقدام نه پیلوي. نو د پخوانۍ پوښتنې په ځواب کې مو چې څه ویلي؛ لا هم هماغسې ده: د سیمې په کچه د چین را پورته کېدل او څرګندېدل واضح دي او په همدغه چوکاټ کې سیالي کوي؛ خو دا د نړۍ په کچه ظهور او څرګندېدل نه دي چې په نړیواله کچه له امریکا سره ځان ښکېل کړي.

البته دا اوسنی وضعیت دی او تمه کېدی شي چې چین په راتلونکی کې داسې فکري او سیاسي بدلونونه تجربه کړي چې دا هیواد د نړیوالې سیالۍ په کچه د جدي سیاسي اقداماتو خواته یوسي؛ په ځانګړي ډول دا چې که د دوی چټکو نظامي او اقتصادي پرمختګونو ته وکتل شي.

۸. په پای کې باید ووایو چې: دا دولتونه؛ که امریکا وي، که چین، او که دواړه؛ په دې دنیا کې د ځواک او نفوذ پر سر شخړه او سیالۍ کې بوخت دي؛ د دې سیالۍ پایله نه خیر دی او نه صلاح، بلکې شر دی چې هم د دوی او هم یې د پیروانو لمنې ته رسېږي. دا یو پوچ او غولوونکی تمدن دی چې خاوندان به یې هیڅکله بریالي نه شي. هغه مادي برتري چې نن د ځمکې پر سر ښيي، د دوی د واقعي ځواک له امله نه؛ بلکې د هغه دولت د نه شتون له امله ده چې باید په نړۍ کې خیر خپور کړي، د دوی شر له منځه یوسي، باطل جوړښت یې ونړوي او دا سست او وراسته بنسټونه یې له بېخه وباسي.

بې‌شکه چې دا دولت (راشده خلافت) به د الله سبحانه وتعالی په اذن بېرته راګرځي؛ هماغه خلافت چې د دې په څېر جابران یې له منځه یوړل؛ د روم او فارس امپراتورۍ یې راوپرځولې او تاریخ یې بدل کړ. اسلامي امت یو ژوندي او ځواکمن امت دی، او په چټکۍ خپل لومړني مسیر ته راګرځي؛ هغه مسیر چې الله سبحانه وتعالی دا امت ورته خلق کړی دی:

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ﴾ [آل عمران: ۱۱۰]

ژباړه: «تاسو غوره امت یاست، چې د خلکو لپاره راویستل شوي یاست؛ پر معروف امر او له منکر څخه منعه کوئ او پر الله ټينګ ایمان لرئ.»

د دغه امت په زړه کې الله سبحانه و تعالی ته مخلص او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره صادق او ریښتینی حزب شته چې پرله‌پسې هڅې کوي، شپه او ورځ یې یوه کړې او په ټینګ عزم او ثبات مخ پر وړاندې روان دي چې د الله سبحانه وتعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری پوره شي. دا جماعت د هېڅ ملامتوونکي له ملامتۍ څخه نه وېرېږي؛ نه یې اراده کمزورې کېږي او نه له خپل مسیره کږېږي؛ تر هغې چې د الله سبحانه و تعالی په اذن راشده خلافت بیا قایم او لکه قسطنطنیه چې شوه، روم هم د مسلمانانو په لاسونو فتح شي. احمد په خپل مسند کې له عبدالله بن عمرو بن عاص رضي الله عنه څخه روایت کوي چې:

«بَيْنَمَا نَحْنُ حَوْلَ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ نَكْتُبُ إِذْ سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلاً قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَوْ رُومِيَّةُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: «مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلاً يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّةَ»

ژباړه: په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شاوخوا کې وو او لیکل مو کول. یو چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه: کوم یو ښار ژر فتح کېږي، قسطنطینه او که روم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د هِرَقل ښار، یعنې قسطنطنیه به لومړۍ فتحه کېږي.»

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]

ژباړه: «او په هغه ورځ به مومنان د الله د نصرت په سبب خوشحاله شي. الله هر چا ته چې وغواړي نصرت ورکوي، او هغه نه ماتېدونکی او رحیم ذات دی.»

د حزب‌التحریر امیر

شیخ عطاء بن خلیل ابوالرشته

۱۴۴۷هـ.ق؛ د جمادی الاخر ۱

۲۰۲۵م؛ د نومبر ۲۲مه

Last modified onسه شنبه, 09 ډسمبر 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې