- مطابق
(ژباړه)
پوښتنه:
«د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ دوشنبه اعلان وکړ چې د شمالي قبرس د ترکي جمهوریت منتخب ولسمشر، توفان ارهورمان به پنجشنبه، د ۲۰۲۵م کال د نومبر په ۱۳مه انقرې ته سفر وکړي... د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو د ریاست مشر، برهانالدین دوران، څرګنده کړه چې ارهورمان د ولسمشر اردوغان په رسمي بلنه انقرې ته ځي، او دا به د هغه لومړنی رسمي بهرنی سفر وي... د ترکي (شمالي) قبرس د ټاکنو کمېسیون د اکتوبر په ١٩مه د جمهوري ترک ګوند مشر، توفان ارهورمان، د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.» (انادولو خبري اژانس، ١٠/١١/٢٠٢٥). نو دې ته په کتو چې ارهورمان د خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مهال د قبرس ټاپو د یووالي غوښتنه کوله، خو اردوغان د دوو دولتونو د حل پر نظریه ټینګار درلود؛ د دغه نیږدېوالي دلیل څه کېدی شي؟ او ایا د دې تر شا د امریکا لاس شته؟ جزاکمالله خیراً
ځواب:
د ځواب روښانه کولو لپاره، پر لاندې موضوعاتو غور کوو:
لومړی: د شمالي قبرس د اپوزیسیون نوماند، توفان ارهورمان، په ټاکنو کې له لومړي پړاو څخه بریالی شو او له شپېته سلنه زیاتې رایې (٪٦٢) یې وګټلې؛ په داسې حال کې چې د اوسني ولسمشر، ارسین تاتار، رایې ۳۶ سلنه وې. (RT؛ ١٩/١٠/٢٠٢٥م). په دې ټاکنو کې نوې خبره دا وه چې هغه نوماند بریالی شو چې ټاکنیز کمپاین یې له یوناني قبرس سره د دغه ټاپو د یووالي پر شعار ولاړ و؛ له دغه شعار سره یې د ټاکنو له لومړي پړاوه بریا خپله کړه او اوسنی ولسمشر یې مات کړ چې د دوو دولتونو –چې ترکیه یې له لسیزو راهیسې تبلیغوي- د حل غوښتونکی و. پر سیمه او نړۍ د دغو پایلو د اغېز د درک کولو لپاره، لاندې ټکي څېړو:
١. په شمالي قبرس کې د ترکیې د حضور له زاویې: هغه مهال چې ترکیه د برتانیې له سیاستونو سره سمه وه؛ د یوناني قبرسیانو له لوري د ترکي مسلمانو قبرسیانو د څنډې ته کولو وضعیت یې د یوې وسیلې په توګه وکاراوه، او په ١٩٧٤م کال کې یې پوځي یرغل وکړ چې د امریکا د اجیرانو له لارې دغه ټاپو ته د امریکا نفوذ داخل نه شي؛ هغه وخت په دې کار کې بریالي هم شول. خو د اردوغان په دوره کې ترکیه له برتانوي محور څخه امریکايي محور ته لاړه؛ نو ځکه د دغه ټاپو په شمال کې د ترکي ځواکونو حضور د امریکا په لاسونو کې یوه وسله ده. خو د کورني وضعیت له مخې، سیکولران لا هم په شمالي قبرس کې پر واک پاتې شول او دولتي چارواکو ان ښوونځي کې د نجونو پر ټیکري (خِمار) اغوستلو هم بندیز ولګاوه. کله چې د ۲۰۲۵م کال په اپریل کې د لومړي وزیر د پرېکړې له مخې خِمار ته اجازه ورکړل شوه؛ د شمالي قبرس سترې محکمې په سپټمبر کې دا پرېکړه بېرته لغوه کړه (Haberler ورځپاڼه؛ ٢٥/٩/٢٠٢٥م). دا ښيي چې په شمالي قبرس کې سیکولریزم ډېرې ژورې ریښې کړې دي.
٢. او په دې سبب چې ترکیې د دغه ټاپو شمال ته هېڅ بریالۍ اقتصادي تجربه و نه لېږدوله، شمالي برخه له اقتصادي پلوه څنډې ته پاتې شوه؛ آن تر دې چې د تورو پیسو لپاره په یوه پټنځای بدله شوه او کسینوګانې یا د جوارۍ ځایونه پکې جوړ شول. بل لور ته بیا یوناني قبرس په ٢٠٠٤م کال کې د اروپایي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړ او په ٢٠٠٨م کال کې د یورو زون برخه شو. د شمال د داسې اقتصادي شاتګ او د یوناني قبرس د اقتصادي ادغام ترمنځ دغه لوی توپیر د هغو کسانو اشتها لا پسې زیاته کړه چې د دغه ټاپو د بیا یووالي غوښتونکي دي؛ په تېره بیا په داسې حال کې چې ترکیه له لسیزو راهیسې د اروپایي اتحادیې دروازه ټکوي، خو دغه دروازه لا هم نه ده ورته پرانیستل شوې!
دوهم: همدغه سیمهيیزه فضا، له ترکیې سره دا اړیکې، او د سیکولرانو بیړه د دې پایلې د رامنځته کېدو یو لامل شو، چې توفان ارهورمان له لومړي پړاوه په لوی توپیر بریا خپله کړي. خو سره له دې، دا سیمهيیز عوامل د دې بریا اساسي محرک نه وو؛ بلکې پر دغې موضوع د نړیوالې صحنې د بدلونونو او د ختیځې مدیترانې د طبیعي ګازو د موندنو سیوري هم خواره دي. تفصیل یې دا دی:
١. په اوکراین کې د روسیې جګړه: د دې لپاره چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د ممکنه پرمختګ ټولو سناریوګانو ته چمتووالی ونیسي، او دغه راز د روسیې لاس ته د تور سمندر د کنټرول لوېدو احتمال ته په کتو؛ امریکا په یونان کې د خپلو پوځي اډو شتون پیاوړی کوي، چې په دې کې د ځمکنیو پوځي تجهیزاتو لېږد هم شامل دی. د روسې لخوا خطرونو د مخنیوي لپاره د قبرس په اړه د امریکا لید یو ځل بیا تازه شوی، او قبرس په سیمه کې د یوې «ثابتې هوايي بېړۍ» په توګه ویني؛ له همدې امله امریکا خپل زاړه خوبونه بیا راژوندي کوي چې په دغه ټاپو کې پوځي اډې جوړې کړي. په اوکراین کې روانه جګړه دغو اډو لرلو ته د امریکا اړتیا نوره هم ډېروي. د منځني ختیځ د جګړو له زاویې، امریکا د قبرس پوځي شتون تر عربو خاورو ډېر باثباته ګڼي؛ ځکه په عربي سیمه کې د حالاتو بدلونونه او د اسلامي احساساتو لوړېدنه د امریکا له نظره له هغو خطرناکو عواملو دي چې کېدای شي په سیمه کې د امریکا نفوذ ختم کړي.
٢. د طبيعي ګازو موندنې: د ختیځې مدیترانې په سیمه کې په تېرو دوو لسیزو کې د ګازو د سرچینو د پراخو موندنو له امله د انرژۍ په برخه کې د امریکايي شرکتونو - چې لا له وړاندې د سیمې د ګازو په استخراج بوخت دي- اشتها لا زیاته شوه او امریکا یې وهڅوله چې خپل نفوذ لا پسې وغځوي. په دې لړ کې قبرس یوه مهمه کړۍ ګرځي؛ هغه که د تولید له اړخه وي او که د نللیکو د لارو له اړخه. له همدې امله، د امریکا سفیر له ٢٠١٨م کال راهیسې په پرلهپسې توګه د قبرس له ولسمشر سره د نفتو او ګازو د څېړنو او موندنو په اړه لیدنې کوي، او د امریکا د کانګرس پلاوي هم نیکوزیا ته سفرونه کوي. د همدغه ګاز له امله د سیمې د هېوادونو ترمنځ د بحري اقتصادي پولو په اړه نوې شخړې راولاړې شوې. او کله چې د ټرمپ اداره د همدې کال په پیل کې بیا واک ته راغله، د انرژۍ په برخه کې امریکایي شرکتونه لا خوځنده شول او د ټرمپ اداره د ختیځې مدیترانې د طبیعی ګازو پر تولید د تسلط موندلو سیالۍ یوه نوي پړاو ته ننوته، څو دا سرچینه هم د هغو وسیلو له ډلې کړي چې امریکا هڅه کوي اروپا –وروسته له هغې چې د روسیې له ګازه یې بې برخې کړه- د انرژۍ له اړخه په ځان پورې وتړي.
٣. تر بریګزیِټ وروسته د برتانیې ضعف: د بریګزیټ په پایله کې د بریتانیې تر کمزوري کېدو وروسته، د دغه هیواد پر وړاندې د امریکا لید بدل شو. سره له دې چې امریکا په ٢٠٢٠م کال کې، له اروپايي اتحادیې څخه د برتانیې د وتلو پر مهال، له یاد هیواد سره د لوی سوداګریز تړون ژمنې کولې؛ خو دغه ژمنې عملي نه شوې؛ بلکې د ټرمپ ادارې پر برتانوي توکو ګمرکي تعرفې ولګولې چې د برتانیې ګڼې فابریکې یې تر تړل کېدو ورسولې. له دې وروسته د امریکا نوی لید دا شو چې د برتانیې نفوذ په میراث واخلي او د هغې وسیلې – په ځانګړي ډول قبرس- د خپلو موخو لپاره وکاروي. د امریکا «نیشنل انټرسټ» مجلې - چې په ټرمپ پلوه محافظهکاره پالیسۍ مشهوره ده - په ٨/١١/٢٠٢٤ نېټه د امریکایي ښياړخه سیاستوال، مایکل روبن لیکنه خپره کړه چې له امریکا یې غوښتي وو چې برتانیه له قبرس څخه پر شا کړي او د هغې دوې پوځي اډې (Akrotiri او Dhekelia) خپلې کړي؛ دا اډې د یاد ټاپو د مساحت نږدې ٪٣ جوړوي.
٤. غالب ګومان دا دی چې همدغو نړیوالو بدلونونو او د ګازو موندنو امریکا دې نتیجې ته رسولې چې د قبرس د بیا یووالي په اړه نوی دریځ خپل کړي. د ټرمپ ادارې په خپله لومړۍ دوره کې هغه د وسلو بندیز لرې کړ چې له ١٩٨٧م کال راهیسې یې پر قبرس لګولی و: «متحده ایالاتو سهشنبه اعلان وکړ چې دا بندیز –چې تر شلو کلونو ډېر وخت و- یې په جزئي ډول او د یوه کال لپاره لرې کړ. دغه بندیز پر قبرس د پوځي تجهیزاتو د پلور مخه نیوله... د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې، مایک پومپیو د قبرس ولسمشر، نیکوس، ته خبر ورکړ چې د غیر وژونکو دفاعي موادو او دفاعي خدمتونو پر صادراتو، بیا صادرولو او لېږد باندې محدودیتونو لرې کولو پرېکړه یې کړې ده.» (سوېس اېنفو؛ ٢/٩/٢٠٢٠م). د بندیزونو دغه لرې کول هر کال بیا نوي کېږي. وروسته، د بایډن ادارې هم همدا مسیر تعقیب کړ او له قبرس سره یې یو مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ: «قبرس او متحده ایالاتو د دفاعي همکارۍ د تړون عمومي چوکاټ لاسلیک کړ چې پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمهيیزو بشري کړکېچونو او امنیتي اندېښنو پر وړاندې د ګډ غبرګون د پیاوړتیا لارې تعریف شوې دي.» (یوم۷، ١٠/٩/٢٠٢٤م).
درېیم: په یوه ډېره نادره پېښه کې – چې پخوا یوازې په ١٩٧٠م او ١٩٩٦م کلونو کې شوې وه- د امریکا ولسمشر، بایډن په واشنګټن کې د قبرس له ولسمشر سره ولیدل. دا لیدنه د بایډن د دورې په پای او د ټرمپ د بریا تر اعلان وروسته وشوه، او امریکا په ښکاره خپل دریځ څرګند کړ: «د امریکا ولسمشر، چې په سپینه ماڼۍ کې یې له ولسمشر نیکوس کریستودولیدیس سره وکتل، د لیدنې له پیل مخکې وویل: زه د دې امکان په اړه خوشبین یم چې قبرس د دوو زونونو او دوو ټولنو لرونکي فدراسیون پر بنسټ سره یو موټی شي. متحده ایالات چمتو دي چې د دغه هدف د پلي کېدو لپاره هر هغه ملاتړ وکړي چې کولی یې شو.» د قبرس ولسمشر يې هم په ځواب کې وویل چې د قبرس د مسئلې په اړه د امریکا د ملاتړ ته تمه لري... (د قبرس خبري اژانس؛ ٣٠/١٠/٢٠٢٤م) تر دې د مخه: «د قبرس د یوناني ادارې دفاع وزیر، پالمس، ویلي وو چې د لارناکا ښار ته څېرمه د هلیکوپټرو د اډې د جوړېدو چارې روانې دي، او د یوناني قبرس رسنیو راپور ورکړی و چې یاده اډه به د متحده ایالاتو لپاره ځانګړې شي.» (Turkey Today ورځپاڼه؛ ٢٩/٧/٢٠٢٤م)
څلورم: خو د ترکیې په اړه؛ ترکیې اعلان کړی و چې د یوناني قبرس او امریکا ترمنځ د دفاعي تړون مخالفه ده (د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت وېبپاڼه؛ ١١ سپتمبر ٢٠٢٤م). مګر ترکیه -چې د امریکا تابع دولت دی- د هغه څه د ردولو توان نه لري چې امریکا یې پرېکړه کړې وي. له همدې امله ترکیې له یوناني چارواکو سره په لوړه کچه اړیکې پیل کړې؛ بلکې د یوناني قبرس –چې ترکیه یې په رسمیت نه پېژني- له چارواکو سره یې هم اړیکې ونیولې:
١. «قبرسي چارواکو وویل چې د ترکیې او قبرس ولسمشرانو نن، پنجشنبه په هنګري کې د یوې ناستې په څنډه کې سره لیدلي دي؛ دا یوه نادره پېښه ده. د قبرس د حکومت د مطبوعاتي دفتر مرستیال ویاند، یانیس، په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم حاضر و.» (الاتحاد نیوز، ٧/١١/٢٠٢٤م). دا کار یوازې د امریکا په غوښتنه کېدای شي، څو ترکیه د امریکایي حل د منلو لپاره چمتو کړي.
٢. کله چې ترکیې له یونان سره کړکېچ ته لمن ووهله، دا کار یې د ټرمپ د لومړۍ ادارې د غوښتنو پر اساس وکړ. خو بایډن چې واک ته ورسېد او د خپلو اروپایي متحدانو د مشرتابه رول ته بیا راوګرځېد، ترکیې - یعنې اردوغان - هم د مخکینۍ ادارې خلاف، له همدغه امریکایي دریځ سره ځان همغږی کړ.
٣. په ٢٠٢٤ کال کې له یوناني قبرس سره د امریکا د دفاعي همکارۍ پر وړاندې د ترکیې مخالفت هېڅ واقعي اثر ونه کړ؛ ځکه ډېر ژر تر همدغه مخالفت وروسته اردوغان د یوناني قبرس له ولسمشر سره ولیدل! دا ښکاره ثبوت دی چې د اردوغان ترکیه د امریکا له لوري ټاکل شوې تګلارې سره ځان برابروي.
پنځم: د شمالي قبرس د نوي ټاکل شوي ولسمشر وینا:
«ارهورمان خپل بریالیتوب د ټولو ترکي قبرسیانو بریا وبلله، او ټینګار یې وکړ چې بهرنی سیاست به یې له ترکیې سره په نږدې همغږۍ مخته وړي؛ څو د دریځ او صف وحدت وساتل شي.» (الجزیره نېټ، ٢٠/١٠/٢٠٢٥م). دا بیان په حقیقت کې د دواړو لوریو ترمنځ د نیږدېوالي د فضا د برابرولو لپاره دی، څو د قبرس د فدراسیون په اړه د امریکا طرحه اسانه تطبیق شي. همدا سبب دی چې د اردوغان متحد او د ترک ملتپالو مشر، دولت باغچېلي، سخت غصه شو او د پایلو مخالفت یې وکړ، آن تر دې چې د شمالي قبرس له پارلمان څخه يې غوښتنه وکړه، چې پایلې رد کړي، او د ترکیې له جمهوریت سره د یوځای کېدو اعلان وکړي. (RT؛ ١٩/١٠/٢٠٢٥م). خو خپله اردوغان داسې دریځ ونیو: «د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یکشنبه د شمالي قبرس د ترکي جمهوریت د جمهوري ترک ګوند له مشر، توفان ارهورمان ته د ولسمشر کېدو مبارکي ورکړه.» (انادولو خبري اژانس؛ ١٩/١٠/٢٠٢٥م) او ان تر دې چې په شمالي قبرس کې د «ډیموکراسۍ د پوخوالي» دعوه یې وکړه! سختې او جدي خبرې یوازې د هغو ترکي کړیو له لوري اورېدل کېږي چې له واکه لرې دي؛ خو د اردوغان شاوخوا کړۍ چې د امریکا په مدار کې ده، تل خپل دریځ د امریکا له غوښتنو سره سم عیاروي. په امریکا پورې همدغه تړاو اردوغان اړ کړ چې د قبرس د ورګډولو یا د دوو دولتونو حللاره پرېږدي او د دغه فدراسیون په اړه د امریکايي حل پر لور مایل شي.
شپږم: له همدې کبله، احتمالاً راتلونکې سناریو دا ده چې د قبرس د ټاپو د یووالي خبرې به د امریکا د حللارې مطابق چټکې شي؛ دا حللاره «د دوو زونونو او دوو ټولنو پر بنسټ فدرالي جوړښت» باندې ولاړه ده چې یوناني قبرسیانو ته به ډېر واک پکې ورکړل شي؛ په داسې حال کې چې ترکي مسلمانو قبرسیانو ته به محدود او کمزوري سیاسي صلاحیتونه پاتې کېږي. دا ټول د اسلام پر وړاندې د امریکا له جګړې او هغه لیدلوري سره سمون لري چې غواړي یوناني-هویت لرونکی قبرس د خپل نفوذ د لوري په توګه لا پیاوړی کړي. ترکیه چې ځان یې د امریکا په مدار کې اچولی، د مخالفت توان نه لري. که د سیمې، ترکیې او نړۍ وضعیت همداسې روان وي؛ نو د دې لپاره به لاره پرانیستې وي چې د امریکا د لید مطابق په فدرالي چوکاټ کې خبرې اترې بریالۍ شي. او دا هم ناشوني نه ده چې په ١٣/١١/٢٠٢٥ نېټه ترکیې ته د توفان ارهورمان سفر د امریکا د هغه پلان د پلي کېدو لومړی ګام وي چې غواړي په قبرس کې د دوو زونونو او دوو ټولنو لرونکی فدرالي جوړښت حاکم کړي؛ یو داسې جوړښت چې په هغې کې د هر زون داخلي چارې بېلې ادارې سمبالوي، خو د دفاع او بهرنیو چارو واک به د فدرالي حکومت –یعنی یوناني قبرسیانو- په لاس کې وي. او که چارې د امریکا له غوښتنو سره سمې پر مخ لاړې شي، نو د هغې پلان به دا هم وي چې ټول بهرني ځواکونه – د بریتانیې او ترکیې پوځي اډې- وباسي او یوازې امریکا به د قبرس په شمال کې اډې ولري!
اووم: ریښتیا هم ډېر دردوونکی حقیقت دی چې د مسلمانانو د حکامو د سترګو پر وړاندې د مسلمانانو پر خاورو د استعماري کفارو واکمني په پرلهپسې ډول خپرېږي؛ د مسلمانانو حکام یې نه غندي، نه یې ردوي، او نه هغه همت او جرأت لري چې دا سلطه شاته وتمبوي؛ بلکې داسې ورپسې ورشي او تعقیب یې کړي لکه د راشده خلافت په دوره کې به چې کېدل او همداسې اسلام خپل عدل پر ټوله نړۍ خپور کړ... خو دا حکام به څنګه دا کار وکړي، په داسې حال کې چې پخپله د استعماري کفارو ملګري او وفاداران دي!؟ قبرس یو شاهد دی: امریکا پکې هر هغه څه کوي چې غواړي یې؛ سره له دې چې دا یو اسلامي ټاپو دی، چې مسلمانانو د امیرالمؤمنین، عثمان رضي الله عنه، د راشده خلافت په مهال، په کال ٢٨ هـ کې فتح کړی و. دا فتح د مسلمانانو له لومړیو سمندري فتحو څخه وه، او ګڼ شمېر سترو صحابه کرامو پکې ګډون درلود؛ له هغوی څخه ابوذر الغفاري، عباده بن صامت له خپلې مېرمنې ام حرام رضي الله عنها، ابوالدرداء، او شداد بن اوس رضي الله عنهم دي. د ام حرام رضي الله عنها مزار تر ننه په قبرس کې د اسلام یوه پېژندل شوې تاریخي نښه ده. قبرس په اسلامي تاریخ کې ځانګړی مقام لري؛ کله چې اروپايي صلیبیانو د خپلو لومړیو صلیبي یرغلونو پر مهال دا ټاپو اشغال کړ، مسلمانان تر هغې ارام نه شول چې دا ټاپو یې بېرته ازاد او له اسلامي خاورو سره یو ځای کړ. وروسته قبرس د خلافت تر حاکمیت لاندې د نورو اسلامي خاورو پشان د عثماني خلافت برخه شو. کله چې خلافت ړنګ شو، برتانیې دا ټاپو له خپلو مستعمرو سره یوځای کړ. خو لکه څنګه چې مسلمانانو دا ټاپو د صلیبیانو له منګولو ازاد کړ؛ همداسې به یې د ځواکمن ذات، الله تعالی په اذن سره بیا د اسلامي حاکمیت غېږې ته راګرځوي. د قبرس د مسئلې ریښتینی حل همدا دی: چې قبرس خپل اصلي حالت ته را وګرځي؛ یعنې داسې اسلامي خاوره شي لکه د عثماني خلافت په زمانه کې چې وه. دا باید بېرته د ترکیې برخه شي؛ تر هغې چې خلافت بیا حاکمېږي او د دغو دواړو خاورو په ګډون پر ټولو اسلامي خاورو د اسلام رایه (بیرغ) رپېږي. او دا کار به که ان شاء الله خامخا کېږي؛ او همدا ستر بری دی! همدا حللاره ده او همدا حق دی:
﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ﴾
ژباړه: «نو له حق وروسته بل څه شته؟ خو یوازې ګمراهي ده! نو څنګه (له حق څخه) ګرځول کېږئ!؟» [یونس: ٣٢]
او دا هغه حل نه دی چې امریکا یې ټاکي، او نه هم هغه چې له وړاندې برتانیې ټاکلی و. په بل عبارت؛ د قبرس د مسئلې حل دا نه دی چې دا ټاپو دوه دولتونه شي؛ هغه که یو د ترکیې تابع شي او بل د یونان یا د یوه هم نه! نه دا چې قبرس د رومیانو تر واکمنۍ (یوناني واکمنۍ) لاندې فدرالي دولت شي، او نه دا چې یو موټی دولت وي خو واک یې د رومیانو په لاس کې وي! ځکه هېڅ اسلامي خاوره باید د کفارو تر واک لاندې پرې نه ښودل شي!
﴿وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا﴾
ژباړه: «او الله هېڅکله د کافرانو لپاره پر مسلمانانو (د تسلط) لار نه ده ګرځولې» [النساء: ١٤١]
قبرس به، د الله تعالی په اذن، بېرته لکه څنګه چې و، هماغسې یوه اسلامي خاوره شي. وخت تېرېږي او قبرس ډېرو لاسونو ته ولوېد؛ خو پای تل د حق د لارویانو دی!
﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾
ژباړه: «او الله پر خپل کار پوره غالب دی؛ خو ډېری خلک نه پوهېږي.» [یوسف: ٢١]
١٤٤٧هـ.ق؛ د جمادى الاول ۲۱مه
۲۰۲۵م؛ د نومبر ۱۲مه




