دوشنبه, ۱۶ رجب ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۱/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 رجب 1447

میلادی نېټه :     جمعه, 02 جنوری 2026 م

شمیره:      ۱۴۴۷/۰۴

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت د سقوط د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت، د امت ټولو ځواکونو ته د بلنې تجديد؛ خپلې ټولې وړتياوې د راشده خلافت د تاسیس لپاره سره یو کړئ!

د ۱۳۴۲ هجري کال د رجب پر ۲۸مه چې د ۱۹۲۴ میلادي کال د مارچ له درېیمې سره برابره وه، د هغه څه په نامه چې «لوی ملي مجلس» بلل کېده، یو برمرغه فرمان صادر شو چې د خلافت رسمي لغوه کېدل پکې اعلان شول. د خلافت په ړنګېدو سره شرعي احکام له تطبيق څخه پاتې شول، بیعت وځنډېد، د مسلمانانو خاورې د قومیت او ملت‌پالنې پر بنسټ ټوټه ټوټه شوې او کمزوري، تابع او کاغذي دولتونه پکې جوړ شول. پر اسلامي خاورو د کفارو مزدوران واکمنان شول او د وحدت مفکوره ووژل شوه. د خلافت په سقوط سره بیت‌المقدس او مبارکه خاوره سقوط شول او د یهودو سرطاني رژیم د اسلامي خاورو په زړه کې راوټوکېد.

اسلامي امت له هماغې تورې ورځې راهيسې او د خلافت د نړېدو په ۱۰۵ کلیزه کې، لا هم د هماغه دردناک حالت تر اغېز لاندې ژوند کوي او د دې وچو او سختو کلونو په اوږدو کې یې هماغه تریخ ژوند ادامه لري. په فلسطين کې روان حضاري (فرهنګي) ټکر ـ چې يو لوری يې کافر او استعمارګر غرب دی، چې هڅه کوي يهودي کيان له نړېدو وژغوري او بل لوری يې د اسلامي امت هغه اراده ده چې له مبارکې خاورې څخه لاس اخيستل ردوي ـ لا هم نږدې او لرې ټولو ته څرګند دی. نه وحشي عام وژنې درېدلې دي او نه استعماري جګړې سړې شوې دي؛ بلکې اسلامي امت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مصيبتونو او فتنو راګير کړی دی. هندوان پر مسلمانانو مرګوني بريدونه کوي او وژني يې، په چين کې يو بشپړ ولس يوازې له دې امله بندي کېږي چې مسلمانان دي، خو پر اسلامي خاورو واکمن رژيمونه په بې‌هدفه جګړو کې ډوب دي چې لا نور يې ټوټه ټوټه کوي.

د نړۍ ټول کفري ملتونه سره یو شوي، څو د اسلام او د خلافت د بیا تاسیس مخه ونیسي؛ ځکه اوس د خلافت یاد د ولسونو، عوامو او حتا د اسلام د دښمنانو ژبو ته هم رسېدلی دی؛ هغه دښمنان چې ذلت او مسکنت پرې مسلط شوی دی. ټول پوهېږي چې خلافت د راتلونکي بدلون پروژه ده ـ ان‌شاءالله ـ او که دا دولت بېرته راشي، نو د امت پټ ځواکونه به رابرسېره شي او د دې جوګه به شي چې په نړۍ کې خپل رول ترسره کړي او بشريت به له روانو ناخوالو وژغوري. کافر غرب دا حقیقت ښه درک کړی، چې هېڅکله نه شي کولی چې یو واحد، ژوندی او پر راسخې عقيدې ولاړ امت له منځه يوسي.

د کفر مشران د خلافت له بېرته راتګ څخه وېره لري؛ نو موږ ته پکار ده چې دا درک کړو چې له خپل دولت سره د امت یوځای کېدل به د بشر په تاريخ کې د هستوي چاودنې په څېر یو ځواکمن بدلون وي. ځکه دولت هغه اجرايوي ځواک دی چې له امت څخه یو فعاله ځواک جوړوي، د امت پاشلي امکانات تنظیموي، او له هغه څخه یو توليدي قوت جوړوي. خو که دولت نه وي، امت کمزوری کېږي او شتمنۍ يې لوټېږي.

له همدې امله، موږ د اسلامي امت ولسونه، علما، پوځونه او د ځواک او قدرت خاوندان دې ته رابولو چې د نبوت پر منهج راشده خلافت د بيا اقامې لپاره له حزب‌التحرير سره د کار لپاره بيړه وکړي، تر څو د الله تعالی رضايت تر لاسه کړو؛ ځکه دا د فرضونو تاج او هغه نصرت دی چې وعده يې راکړل شوې ده.

موږ مجدداً د امت ټولو ځواکونو ته بلنه ورکوو، چې خپلې ټولې وړتياوې د هغه ستر عزت او عظمت د بیا احیاء لپاره سره يو کړي چې د خلافت تر سیورې لاندې د اسلام د واکمنۍ پر مهال يې شتون درلود.

حزب‌التحریر د دې ستر خیر د بیا راستنېدو لاره واضح کړې ده، او لا هم له امت سره کار کوي؛ څو دا امت د کفر له هغو وضعي نظامونو خلاص کړي، چې استعمارګر غرب پرې تپلي دي او بېرته يې نهضت ته ورسوي؛ تر څو خپل عزت بېرته ترلاسه کړي، خپل مقدسات آزاد کړي، او بشریت د پانګوال ظلم له تیارو څخه د اسلام د عدالت او رحمت لور ته بوځي.

عن أُبَيّ بن كعبٍ رضي الله عنه قال: قال رسولُ الله ﷺ: «بَشِّرْ هذهِ الأُمَّةَ بِالسَّنَاءِ والدِّينِ والرِّفْعَةِ والنَّصْرِ والتَّمْكِينِ فِي الأَرضِ، فمَن عملَ منهُم عَمَلَ الآخرةِ للدُّنيا لم يَكُن لَهُ فِي الآخرةِ مِن نَصيبٍ»

ژباړه: له ابَيّ بن کعب رضي الله عنه څخه روايت دی، هغه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چې: «دې امت ته د عزت، دین، لوړتیا، نصرت، او په ځمکه کې د تمکین زېری ورکړه؛ که څوک د آخرت عمل د دنیا لپاره وکړي، نو هغه ته به په آخرت کې هېڅ برخه نه وي مسند امام احمد

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۷هـ.ق د رجب ۱۲مه

۲۰۲۶م د جنوري لومړۍ

۴/۱۴۴۷

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې