شنبه, ۲۸ رجب ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۱/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت د سقوط په ۱۰۵مه کلیزه کې... ځمکه یو ځل بیا د هغه د بېرته راګرځېدو لپاره چمتو کېږي

(ژباړه)

ښايي انسان په نړۍ او اسلامي خاورو کې د وروستیو بدلونونو او پېښو په لیدو سره داسې وانګېري چې د اسلامي امت پر وړاندې واقعیت ورځ تر بلې تور او تیاره کېږي او د نهضت او عزت بېرته راګرځېدو هیلې په مړاوي کېدو او له منځه تلو دي؛ خو په همدې بدلونونو کې ژور فکر ښيي چې دغه پېښې په حقیقت کې د یوې نوې او ژورې هیلې زېری ورکوي او ورځ تر بلې د نهضت له نږدې کېدو پرده پورته کوي.

سره له دې چې پر اسلام او مسلمانانو د غرب او کفر بریدونه لا هم روان دي او په ټوله نړۍ کې یې د مسلمانانو پر ضد لاسونه سره یو کړي دي، خو اسلامي امت – که څه هم خپل سیاسي نظام او امام (خلافت دولت او خلیفه) له لاسه ورکړی- بیا هم توانېدلی چې متحد پاتې شي او دغو بریدونو ته په لا ډېر ثبات او مقاومت ځواب ووایي؛ دغه مقاومت استعمارګر او کافر غرب له پښو غورځولی، ان تر دې چې په ځینو پړاوونو کې یې په اسلامي خاورو کې استعماري هیلې د پاشل کېدو تر کچې رسولې دي.

سربېره پر دې، د امت همدې ثبات په ټول غرب کې دا احساس رامنځته کړی دی چې د اسلامي امت هویت له منځه تلونکی نه دی او هېڅکله به په غربي تمدن کې حل او جذب نه شي. غرب دا حقیقت درک کړی چې په اسلامي خاورو کې سیکولر ژوند او استعماري شرایط یوازې په جبر او زور دي. اسلامي امت به ډېر ژر دلته او هلته راپاڅېږي او هڅه به وکړي چې دا پردي او تپل شوي شرایط او حالتونه له خپل سره لیرې کړي. په مقابل کې، غرب هر ځل فشارونه لا سختوي او ان له خپلو مزدوارنو او لاسپوڅو کار اخلي؛ ښارونه په بمونو او بمباریو نړوي او د وینو ویالې بهوي؛ ناتوانه ماشومان او ښځې ووژني؛ ان ویلی شو چې استعمارګر کافر غرب نن په اسلامي خاورو کې «عامه افکار» بمباروي.

د اسلامي امت د دغه ثبات او پرله‌پسې پاڅونونو دوام په پای کې غرب خورا نهیلی کړی دی؛ داسې چې مفکرین او رسنۍ یې د خپلو هغو اصولو تر پښو لاندې کولو ته اړ شوي چې ادعا یې کوي او له خپلو ازادي غوښتونکو شعارونو شاتګ کوي. هغوی تر دې کچې مخکې تللي چې د نړۍ د ټولو خلکو په منځ کې یوازې مسلمانان د خپلو سیاسي نظریاتو له څرګندولو او ان د عفیف اسلامي ژوند له ښکاره کولو څخه د محرومیت مستحق بولي. په غرب کې داسې غږونه پورته شوي چې له ټول غرب څخه د مسلمانانو د ایستلو غوښتنه کوي او ان د هغو وژنو او جنایتونو پر وړاندې اعتراض کول جرم ګڼي چې د مسلمانانو پر وړاندې د هغوی په خپلو خاورو کې ترسره کېږي.

د اسلامي امت په اړه د غرب له دې عمومي نهیلۍ څخه، په دوی کې وېره او شکونه پیدا شوي چې پالیسۍ او سیاستونه به یې بې‌معنی وي؛ تر دې چې پخپله غرب د خپلو هېوادونو پر بهرني سیاست بدګمانه شوی او په اسلامي خاورو کې شتون یو ډول سیاسي عبث او بې ګټې کار بولي چې له زیان پرته بل څه نه ورته رسوي. له همدې اندېښنو څخه د «تر هر څه وړاندې امریکا» او «راځئ امریکا بیا لویه کړو» په څېر شعارونه پیدا شول. همدارنګه قوانین بدل شول او د پناه غوښتنې او مهاجرت بنسټونه چې مخکې د تش په نامه «بشري پانګې» د جذب لپاره جوړ شوي وو، اوس په داسې جوړښتونو بدل شوي چې له سیاسي پولیسو سره ورته والی لري، پر هر پردي فشار راوړي او د انسانانو پر مخ دروازې تړي.

دغه حالت د غرب د تمدني ماتې نښه ده؛ په دې معنی چې غرب نور ځان د داسې تمدني مرکز په توګه نه ویني چې په خپل کلتور کې د نورو ملتونو د جذبولو او حل کولو وړتیا ولري، بلکې اوس هڅه کوي خپل تمدن له نورو جلا او منزوي کړي. دغه ټول بدلونونه د خپل هویت او تمدن په ساتنه کې د اسلامي امت د ثبات او د خپل حاکمیت او واکمنۍ د بېرته راګرځولو د غوښتنې پایله ده.

له همدې امله او یوازې په دې نښه چې نړۍ په ټولیز ډول له دې نهیلې شوې چې اسلامي ژوند ته له بیرته ورتګ څخه د امت مخه ونیسي، وایو: د خلافت د سقوط په ۱۰۵مه کلیزه کې، ځمکه یو ځل بیا د هغه د بېرته راګرځېدو لپاره چمتو کېږي.

خو هغه څه چې اسلامي امت یې باید پخپله هم درک کړي، دا دي چې نن د خلافت رامنځته کول یوازې یوه پرېکړه ده چې په امت کې د ځواک او قدرت خاوندان -یعنې د امت پوځونه- یې کوي او دغه کار په څو ساعتونو کې ترسره کېدای شي. هو، یوازې په څو ساعتونو کې؛ ځکه د امت ټول بچیان دې ته لیواله دي چې ترمنځ یې پولې ړنګې شي، خاورې یې یو ځل بیا متحدې شي، د ځوانانو وړتیاوې یې تر یوه بیرغ لاندې راټولې شي، له خپلو دښمنانو سره مقابله وکړي، خپل مقدسات بېرته واخلي او خپلې شتمنۍ راوباسي. هغه څه چې د دې کار مخه نیسي، یوازې د کمزورۍ او بېوسۍ تبلیغات دي او دا یوازې وهمونه، درواغ او جوړې شوي افسانې دي. د دغو وهمونو تر ټولو ساده ځواب دا دی چې اسلامي امت مخکښ، چټک عمل کوونکی او متحد دی. هرکله چې پوه شي د یوه کار د ترسره کولو وړتیا لري، نو د سترګو په رپ کې یې ترسره کوي. موږ ولیدل چې همدغه امت څنګه تر ټولو ظالم طواغیت او ځپونکي نظامونه هک‌پک کړل او د تاریخ کندې ته یې وغورځول؛ په داسې حال کې چې وړاندې یې په اړه داسې تبلیغ کېده چې د هغوی واکمني خورا کلکه او نه ماتېدونکې ده!

په دې توګه، دغه درنه تیاره چې نن پر اسلامي خاورو خوره ده، که خدای کول، تر شا یې لویه هیله او نږدې بریا ده. دا د الله سبحانه و تعالی سنت دی، لکه څنګه چې فرمایي:

﴿إِن يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِّثْلُهُ وَتِلْكَ الأيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاء وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الظَّالِمِينَ﴾ [عمران: ۱۴۰]
ژباړه: «که تاسو ته کوم ټپ (او زیان) رسېدلی وي، نو هغه (دښمن) قوم ته هم ورته ټپ رسېدلی دی؛ او موږ دا ورځې د خلکو ترمنځ اړوو رااړوو، ترڅو الله هغه کسان چې ایمان یې راوړی معلوم کړي او له تاسو څخه شاهدان (او شهیدان) ونیسي؛ او الله ظالمان نه خوښوي.»

نو موږ د خلافت د سقوط ۱۰۵مه لمانځو؛ د دې لپاره نه چې پر خپل حال ویر وکړو یا پر خپل مصیبت وژاړو، بلکې د دې لپاره چې اسلامي امت ته هغه ویاړلی ماضي ور په یاد کړو چې د نوي کېدو وخت یې رارسېدلی او هغه له لاسه وتلی عزت ور په یاد کړو چې د بېرته ترلاسه کولو وخت یې دی. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ﴾ [قصص: ۵]
ژباړه: «او موږ غواړو پر هغو کسانو چې په ځمکه کې کمزوري ګڼل شوي دي، احسان وکړو او هغوی پیشوایان او سرلاري وګرځوو او وارثان یې کړو.»

موږ هم د حزب التحریر په مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د هغو فعالیتونو پوښښ په غاړه اخلو چې حزب یې په ټوله نړۍ کې د دې کلیزې د ژوندي کولو لپاره ترسره کوي؛ په دې هیله چې الله سبحانه و تعالی دغه مناسبت وروستی ځل وګرځوي چې د نبوت پر منهج خلافت پرته یې تېروو.

دا همدا راز د هر هغه چا لپاره پرانیستی دعوت او بلنه ده چې اورېدونکي غوږونه او ویښ زړونه لري؛ چې له موږ سره لاس یو کړي او د اسلام ودانۍ له سره بیا جوړه کړو؛ ترڅو هغه داسې راشده خلافت وګرځوو چې د اسمان او ځمکې اوسېدونکي ترې خوشاله وي.

انجنیر صلاح الدین عضاضه
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د رجب ۱۶مه

۲۰۲۵م کال، د جنوري ۵مه

د صدور ګڼه: ۰۴۲/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

Last modified onشنبه, 17 جنوری 2026

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې