سه شنبه, ۰۳ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۸/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
په آلاسکا کې د پوتین او ټرمپ لیدنه

 

 

(ژباړه)

پوښتنه:

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۵م د اګست پر ۱۶مه په آلاسکا ایالت کې سره ولیدل. ایا د دواړو ترمنځ د اساسي مسایلو په تړاو کوم توافق رامنځته شو؟ دا غونډه به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو څه اغېز ولري؟ د اوکراین د مسئلې لپاره به کومې پایلې ولري؟ او په نړیواله کچه به پر اروپا او چین څه اغېز وکړي؟

ځواب:

د ځوابونو د روښانه کېدو لپاره لاندې ټکي څېړو:

۱. په تېرو درېیو لسیزو کې د امریکا او روسیې اړیکو ډېرې هسکې ټیټې لرلې. دغو اړیکو چې یو وخت د دوو ستر قدرتونو په توګه د نړۍ برخلیک ټاکه، په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته تر هغه پړاو پورې ورسېدې چې روسیه له نړیوال ډګر څخه شاته او پر خپل ځان بوخته شوه. په دې موده کې امریکا د روسیې ژور سقوط په پوره دقت څاره او هڅه یې کوله د پخواني شوروي د نفوذ سیمې تر لاسه کړي.

وروسته د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، هڅه وکړه چې روسیه بیا د یوه ستر ځواک او نړیوال مقام لرونکي هېواد په توګه راپورته کړي؛ خو دغه هڅه د امریکا له مخالفت سره مخ شوه. د دواړو هېوادونو د اهدافو د ژور ټکر څرګنده نښه په ۲۰۲۲م کال کې د اوکراین د جګړې پیل و. روسیې غوښتل د همدې جګړې له لارې د نظامي ځواک په مټ خپل نړیوال مقام لوړ کړي، په داسې حال کې چې امریکا د اوکراین په ملاتړ کولو هڅه کوله چې روسیه د سترو قدرتونو له لېسته وباسي. دغه وضعیت د بایډن د ولسمشرۍ تر پای پورې دوام وکړ.

کله چې ټرمپ بیا د امریکا ولسمشر شو، د امریکا په سیاست کې بدلون څرګند شو. ټرمپ د امریکا سټراټېژیک سیاست له چین سره پر مقابلې متمرکز کړ او اعلان یې وکړ چې له روسیې سره د تاوتریخوالي کمولو نیت لري. هغه څو څو ځله څرګنده کړه چې کولای شي د اوکراین جګړه په ۲۴ ساعتونو کې ختمه کړي او دا جګړه یې خپله نه، بلکې «د بایډن جګړه» بلله. په دې توګه، امریکا د ټرمپ په دوره کې له روسیې سره د اړیکو په برخه کې یو نوی مسیر پیل کړ.

دغه بدلون په ځانګړي ډول د ټرمپ په مستقیمو چلندونو کې څرګند شو: هغه څو ځله د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي ته سپکاوی وکړ، په کلکه یې د امریکا پر پوځي مرستو نیوکې وکړې، او اروپایي هېوادونه یې راوبلل چې د اوکراین اړوند مالي او پوځي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.

۲. د اوکراین جګړې د روسیې نړیوال موقف کمزوری کړ. د دغه هېواد پوځ ونه توانېد چې په اوکراین کې ژر او د پام وړ اهداف تر لاسه کړي. تور سمندر ته نیږدې د روسیې کابو نیمايي سمندري بېړۍ له منځه ولاړې، په خپله خاوره کې یې سټراټېژیکې اډې تر برید لاندې راغلې او د ځمکنیو ځواکونو د مهمو تجهیزاتو ترڅنګ یې د نوموتو قوماندانانو یوه برخه هم له لاسه ورکړه. سره له دې، روسیې ماتې ونه خوړه او وتوانېده چې په اوکراین کې لږ او ورو پرمختګونه ـ چې «د مېږتون حرکت» ورته ویل کېږي ـ تر لاسه کړي.

خو روسیې چې ځان یې په عمل کې د ناټو له پوځي ځواک سره په جګړه کې باله، کله کله داسې نښې ښکاره کولې چې تر فشار او سخت حالت لاندې ده؛ لکه د هستوي مسایلو او چمتووالي په اړه څرګندونې. دا وضعیت ډېر خطرناک دی او داسې څه نه دي چې امریکا یې وغواړي. په بله وینا، د اوکراین جګړې د هستوي جګړې پر لور د ښویېدلو خطر نور هم راڅرګند کړ.

سربېره پر دې، د اوکراین جګړې ولادیمیر پوتین دې ته اړ کړ چې له چین سره خپل سټراټېژیک شراکت نور هم پیاوړی کړي. که څه هم امریکا دا بهیر مخکې اټکل کړی و، او چین هم د دې له امله چې له امریکا او اروپا سره یې مهمې سوداګریزې اړیکې زیانمنې نه شي، له بې‌قیده او تاوده هرکلي څخه ډډه وکړه، خو بیا هم پر دوو متقابلو قطبونو د نړۍ ویش هغه څه دي چې امریکا یې هېڅکله نه غواړي او دا یې وروستی انتخاب دی. امریکا هېڅ لېوالتیا نه لري چې د چین اقتصادي ځواک د روسیې له پوځي ځواک سره په یوه ګډ کمپ کې یوځای شي.

۳. له هغې سټراټېژیکې ماتې د روسیې وېره چې امریکا د اوکراین په ډګر کې ورته برابره کړې وه، مسکو دې ته اړ کړ چې د خپلو توغندیزو او هستوي وسلو د ځواک د پراختیا لپاره هڅې زیاتې کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ هستوي تړونونه په تر ټولو ټیټه کچه کې وو، په ځانګړې توګه له هغه وروسته چې امریکا په ۲۰۱۹م کال کې د «منځني واټن هستوي توغندیو د منع کېدو تړون» پرېښود. روسیې، سربېره پر دې چې د اوکراین په جګړه کې تر غږ چټک توغوندي وکارول، په ۲۰۲۴م کال کې یې د «اُریشنيک» په نوم یو نوی ویجاړوونکی توغندی هم معرفي کړ. بلاخره، د پوتین او ټرمپ تر ناستې لږ مخکې، روسیې د هغو هستوي توغندیو د ازمویلو اعلان وکړ چې په هستوي انجن سمبال دي او واټن او سرعت یې نامحدود دی؛ امریکا هم له دې خبره وه.

دغه موضوع، پرته له هغه خطره چې امریکا ته یې متوجه کوي او د هغې د توغندیو د دفاعي ډال – چې امریکا له کلونو راهیسې ویاړ پرې کاوه او ملیادونه ډالر یې پرې لګولي- بې‌اغېزې کوي؛ ښيي چې روسیه غواړي یوې نوې سټراټیژیکې سیالۍ ته داخله شي؛ که څه هم دا چاره د دوی د اقتصاد لپاره ډېره درنده پرېوځي. له همدې امله امریکا اړ ده چې د روسیې د لا نورو پرمختګونو د مخنیوي او سړې جګړه ته ورته سیالۍ څخه ځان ساتلو لپاره له مسکو سره د یوې هوکړې په اړه فکر وکړي.

۴. روسیه په اوکراین کې د یوې نظامي ماتې له احتمال سره مخ شوه؛ ځکه چې د روسي پوځ هغه تصور له منځه لاړ چې ګواکي دا به یو ډیر پیاوړی او ستر پوځ وي؛ خو ښکاره شوه چې د اوکراین پر پوځ یې برلاسی ونه شوای موندلی. جګړې د «ټوپ او تېښتې» بڼه خپله کړه؛ یعنې روسیې د «قاطع ځواک» وړتیا له لاسه ورکړه، او دې مسلې یې نړیوال مقام ته جدي زیان ورساوه.

په اوکراین کې پر ښکاره نظامي ضعف سربېره، روسیه د غرب لخوا د پراخو بندیزونو تر فشار لاندې راغله چې تر دې بریده یې ورسوله چې له نړیوال اقتصاد څخه د بشپړې وتنې پر درشل کې ودریږي او د پام وړ نړیواله انزوا یې پرې وتپله. ان تر دې چې د روسیې ولسمشر هم د جرمونو نړیوالو محکمې لخوا د نیولو حکم په سبب له هیواده بهر د تګ راتګ ازادي له لاسه ورکړه.

نو، روسیې خپل ټول اقتصادي او پوځي ظرفیتونه د دې لپاره بسیج کړل چې د اوکراین په جګړه کې د سټراټېژیکې ماتې خطر دفع کړي. د دغه هېواد اقتصاد د «جګړې اقتصاد» بڼه خپله کړه او کرملین د خپل نړیوال مقام برخلیک د اوکراین د جګړې له پایلو سره وتاړه. سره له دې، د ماتې سیوری تل پرې خپور و او د مسکو تر ټولو ستره ویره دا وه چې حالات به د ناټو د مستقیمې لاسوهنې او مستقیمې جګړې پر لور لاړ شي؛ په داسې جګړه کې بیا روسیې هستوي وسلو ته له لاس کولو پرته د مقابلې توان نه درلود. خو د دغو وسلو کارول خورا خطرناک او وژونکې دي.

له همدې امله، کله چې ډونالډ ټرمپ واک ته ورسېد او د روسیې او پوتین ستاینه یې پیل کړه، کرملین لږ څه د راحتۍ ساه واخیسته. ځکه د امریکا دا دریځ د روسیې د سټراټېژیکې ماتې د پلانونو له مسیر څخه د وتلو نښه ګڼل کېده. ښایي روسیه دې فکر ته رسېدلې وي چې د ټرمپ وړاندیزونه ـ هماغسې چې وړاندې شوي ـ ومني، چې ځان له لا ډېرو ستونزو او زیانونو وساتي. سره له دې، روسیه په دقت هغه دروازه څاري چې ټرمپ نړیوال ډګر ته د دوی د بېرته ستنېدو لپاره پرانیستې ده؛ خو اندېښنه لري چې هسې نه دغه دروازه بیا بنده شي، ځکه خو په بې صبرۍ غواړي ورننوځي.

۵. کله چې امریکا ولیدل چې روسیه نه غواړي جګړه ودروي او په غرب کې غږونه راپورته شول چې ګنې پوتین د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په اړه د ټرمپ له تمایل څخه ناوړه ګټه اخلي، د امریکا ولسمشر د اوکراین د جګړې د ختمېدو لپاره پنځوس ورځنی ضرب‌الاجل وټاکه. سره له دې چې روسیه له دغه ضرب‌الاجله ډېره ناخوښه وه او د لا زیاتو وضاحتونو غوښتنه یې وکړه، خو بیا یې هم په دې موده کې ځنډ ته دوام ورکړ او هڅه یې کوله چې تر وروستۍ ورځې یې په خپله ګټه وکاروي. دغه وضعیت د امریکا ولسمشر داسې ګواښ کولو ته اړ کړ چې ښایي په بشپړ ډول مسیر بدل کړي؛ یعنې پرانیستل شوې دروازه بنده کړي او د بایډن د حکومت دریځونو ته راوګرځي. له همدې امله، هغه اعلان وکړ چې دغه مهلت له پنځوسو ورځو لسو ورځو ته راکمېږي.

روسیې دا اقدام ـ د ملي امنیت د شورا د مرستیال او پخواني ولسمشر، دیمیتري مېدوېدوف په وینا ـ د جګړې پر لور یو ګام وباله. مېدوېدوف امریکا ته د روسیې د «مرګوني هستوي لاس» په اړه خبرداری ورکړ. په مقابل کې، د امریکا ولسمشر مېدوېدوف متوجه کړ چې په دې ډول څرګندونو سره ډېر «خطرناک ډګر» ته دننه کېږي. په دې توګه، د امریکا د دغه ګواښ له امله چې بېرته به د اوکراین ملاتړ ته راګرځي او پر روسیه به لا سخت بندیزونه ولګوي ـ هغه بندیزونه چې د روسیې ټول د نفتو پېرودونکي، په ځانګړې توګه چین، په نښه کوي ـ په مسکو کې د پرېکړې کولو زنګ ووهل شو او کرملین ځان د یوه برخلیک ټاکونکي انتخاب پر وړاندې وموند.

۶. له همدې امله، روسیه دې پایلې ته ورسېده چې باید ژر تر ژره امریکا ته د امتیاز ورکولو لار خپله کړي. مسکو نه غوښتل یو ځل بیا د اوکراین په ډګر کې د امریکا د پراخو پوځي مرستو له څپې سره مخ شي؛ هغه مرستې چې روسیې ته یې لا ډېرې ستونزې جوړولې او هغه فرصت یې ترې اخیست چې ټرمپ له نړیوالې انزوا څخه د وتلو لپاره ورته وړاندې کړی و. سربېره پر دې، روسیه د چین په اړه هم په شک کې وه؛ ځکه که چین اړ شي چې د ارزانه روسي نفتو او له امریکا سره د سوداګریزو اړیکو تر منځ یو انتخاب وکړي، بې شکه چې دوهم انتخاب به یې کړی وی، ځکه چې ګټه یې ډېره ورته رسېږي.

له بلې خوا، د ټرمپ د سولې وړاندیز روسیې ته دا موقع ورکوله چې له امریکا سره مستقیم توافق ته ورسېږي؛ لکه د ۱۹۴۵م کال د یالتا کنفرانس؛ چې مسکو نه غوښتل اروپایان یا اوکراینیان پکې وي، بلکې یوازې له امریکا سره توافق وکړي او بیا یې پر نورو د «یوه موجود حقیقت» په توګه وتپي. نو روسیې لومړی ګام واخیست او د ټرمپ له ځانګړي استازي «ویتکوف» سره یې د یوې ناستې غوښتنه وکړه، څو د روسیې لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل له منځه یووړل شي؛ د دې لپاره پرته له شکه اړتیا وه چې مسکو له خپلو ځینو غوښتنو تېر شي.

د مشرانو د ناستې پر سر د توافق ترلاسه کېدو په درشل او دغې ناستې ته د چمتووالي لنډه موه کې، دواړو لورو په دې ناسته کې د ګډون لپاره ښکاره نښې وښودې. ټرمپ د روسیې دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ چې خپل استازی، «ویتکوف» مسکو ته واستوي. نوموړي د «فرصتونو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د ځمکو او پولو د تبادلې» په اړه خبرې وکړې. په مقابل کې، روسیې هم د «امریکا پر صداقت» ټینګار وکړ. پوتین وویل: «مسکو د سولې د ټینګېدو لپاره د لازمو شرایطو پر برابرولو کار کوي او متحده ایالات هم د اوکراین د وضعیت د حل لپاره صادقانه هڅې کوي. زه همدارنګه له واشنګټن سره د سټراټېژیکو تهاجمي وسلو د محدودولو په برخه کې د توافقاتو ترلاسه کول خورا مهم ګڼم» (الجزیره نېټ، ۱۴ اګست ۲۰۲۵). روسیې همدارنګه د ټرمپ د رضایت خپلولو لپاره ومنله چې د مشرانو غونډه دې په آلاسکا، یعنې د امریکا په خاوره کې وشي. ټرمپ هم دا پرېکړه وستایله او ویې ویل: «د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین دا اقدام چې غواړي آلاسکا ته راشي او له ما سره وګوري، له درناوي ډک ګام دی.» (RT، ۱۲ اګست ۲۰۲۵).

۷. سره له دې، امریکا له بلې زاویې، او وروسته له هغه چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له ننوتو وروسته یې د روسیې ځنډ لیدلی و، هېڅکله نه غوښتل چې دا غونډه د مسکو لخوا امتیاز ورکولو پرته وشي. ټرمپ څرګنده کړه چې دا ناسته «اکتشافي» ده او زیاته یې کړه چې د غونډې له لومړیو شېبو به پوه شي چې پوتین د اوکراین د جګړې په ختمولو کې جدي دی که نه. هغه د ناستې د ناکامېدو په اړه هم خبرداری ورکړ او د ناکامۍ کچه یې ۲۵ سلنه وټاکله او روسیه یې په «سختو پایلو» وګواښله: «د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چهارشنبې خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ګواښ وکړ چې که د اوکراین د سولې د ټینګښت په لاره کې خنډ جوړ کړي، له سختو پایلو سره به مخ شي. نوموړي په دې شرط چې که په آلاسکا کې د دوی لیدنه ـ چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ ترسره شي ـ کومې عیني پایلې ونه لري، د اقتصادي بندیزونو د وضع کېدو احتمال هم یاد کړ. ټرمپ روښانه کړه چې له پوتین سره دا ناسته د یوې بلې لیدنې لپاره چې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په ګډون به ترسره شي، یوه «مقدمه» ده؛ د دې لیدنې ترسره کېدل د آلاسکا د ناستې په پایلو پورې تړلي دي.» (عرب ۴۸، ۱۴ اګست ۲۰۲۵).

ټرمپ همدارنګه له پوتین سره خپله لیدنه «له خطره ډکه» وبلله؛ دا خبره یې لږ مخکې له دې وکړه چې د آلاسکا «انکوریج» ته روان شي او هلته تر اوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له پوتین سره وګوري. نوموړي په عین وخت کې ټینګار وکړ چې غواړي اوربند «په خورا چټکۍ» وشي. (انډیپنډنټ عربي، ۱۵ اګست ۲۰۲۵)

هغه ان دا هم زیاته کړه چې که پوتین په دې ناسته کې جدي نه وي، نو سمدستي به له آلاسکا څخه واشنګټن ته ستنیږي: «د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، جمعه د آلاسکا انکوریج ښار د المندورف هوايي اډې ته د رسېدو پر مهال وویل چې که یې له ولادیمیر پوتین سره ناسته ښه پرمخ لاړه نه شي، نو ناسته به پرېږدي». (CNN عربي، ۱۵ اګست ۲۰۲۵)

د ټرمپ دا خبره چې ناسته به پرېږدي، په حقیقت کې د روسیې د ولسمشر یو ډول سپکاوی ګڼل کېږي؛ ځکه نوموړی د ټرمپ د لیدو لپاره شخصاً د امریکا خاورې ته راغلی و.

۸. د ټولو دغو څرګندونو مجموعه په حقیقت کې له روسیې څخه د امتیاز اخیستو لپاره یو ډول فشار راوړل دي؛ ځکه ټرمپ هم هغه ته د «سختو پایلو» ګواښ وکړ، هم یې د بندیزونو یادونه وکړه، او هم یې د ناستې پرېښودو احتمال مطرح کړ. دا په دې معنی ده چې د هغو تاریخي ناستو پرخلاف چې د شوروي او امریکا د مشرانو تر منځ به کېدې، د دواړو ولسمشرانو لیدنه هېڅ متوازنه نه وه. دغه ناسته ان د امریکا او چین ترمنځ ناستو په کچه هم نه وه، بلکې د امریکا د برلاسۍ غوښتنې او له روسیې د تسلیمۍ غوښتنې نښه وه. دا ناسته همداراز د روسیې د متزلزل او ټيټ شوي مقام انځور و؛ هغه روسیه چې ټول دغه شرایط، ضرب‌الاجلونه او امریکایي ګواښونه یې ومنل، او ان ولسمشر یې د دې پر ځای چې په یوه درېیم هیواد کې له ټرمپ سره وګوري، د هغه د لیدو لپاره د امریکا خاورې ته سفر وکړ.

د دغه وضعیت یوه بله بیلګه په هغه اقدام کې لیدل کېږي چې د پروتوکول او رسمي تشریفاتو خلاف و: پوتین ومنله چې د ټرمپ په بلنه د هغه په شخصي موټر کې کېني؛ په داسې حال کې چې رسمي موټر یې په ټولو نړیوالو ناستو کې ورسره وي. دا د روسیې دغه اړتیا څرګندوي چې له ټرمپ سره اړیکې ګرمې کړي او د خپلو سټراټېژیکو زیانونو د کمولو هڅه وکړي.

دغه واقعیت له دې ځایه هم تاییدېږي چې؛ سره له دې چې د بایډن په دوره کې د امریکا او روسیې اړیکې ژورې پرې شوې وې، پوتین هڅه وکړه ټرمپ د ژمنو او تعارفونو په وسیله تر اغېز لاندې راولي. د روسیې د ولسمشر سلاکار، یوري اوشاکوف وویل: «د روسیې او امریکا ترمنځ همکاري ستر ظرفیتونه لري چې تر اوسه ګټه نه ده ترې اخیستل شوې.» نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د روسیې پلاوی به له یوري اوشاکوف، د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د ماليې وزیر انتون سیلوانوف، او د روسیې د مستقیمو پانګونو د صندوق مشر، کیریل دیمیتریف، څخه جوړ وي. (RT، ۱۴ اګست ۲۰۲۵). دغه ترکیب په خپله د روسیې د ضعف نښه ده او دا نښه امریکا بې له شکه ښه درک کړې ده.

تر ناستې وروسته د پوتین خبرو هم د همدغه ضعف او د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د کړکیچ له دوام څخه د مسکو د ژورې اندېښنې څرګندونه کوله. هغه د خپلې خبري غونډې په پیل کې ومنله چې د امریکا او روسیې اړیکې په وروستیو کلونو کې سختې بې ثباته شوې دي: «ټولو ته معلومه ده چې په تېرو څلورو کلونو کې د روسیې او امریکا ترمنځ کومه غونډه نه ده شوې. دا موده د دوه اړخیزو اړیکو لپاره خورا سخته دوره وه. که رښتیا ووایم، زموږ اړیکې د سړې جګړې له وخته تر اوسه تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلې دي. دا حالت نه زموږ دواړو هېوادونو او نه هم د نړۍ په ګټه دی. له ډېرې مودې راهیسې د دواړو ولسمشرانو د یوې مستقیمې لیدنې تمه کېده.»

پوتین زیاته کړه: «خبرې اترې د درناوي، جوړښت او متقابل احترام په فضا کې ترسره شوې او دغه راز ډېرې هراړخیزې او ګټورې وې.» (CNN عربي، ۱۶ اګست ۲۰۲۵).

۹. پایله: د ټرمپ او پوتین د لیدنې د بهیر او د هغو مطالبو په رڼا کې چې رسنیو خپاره کړل؛ پایله داسې راټولی شو چې په ناسته کې شامل اصلي موضوعات دا وو:

الف ـ اوکراین: دا که څه هم د ناستې یوازینۍ موضوع نه وه، خو اساسي او ګرمه موضوع وه. سره له دې چې روسیه په خپلو امنیتي غوښتنو ټینګه وه ـ لکه دا چې اوکراین دې له ناټو لرې وساتل شي او په داسې پیاوړی پوځ دې نه بدلېږي چې روسیې ته ګواښ وي ـ خو دغې لیدنې د یوه توافق عمومي کرښې ترسیم کړې. د دې یوه برخه دا وه چې روسیه به په راتلونکې کې د اوکراین پر ضد د یرغل نه کولو ژمنه وکړي: «پوتین ټینګار وکړ چې د اوکراین د امنیت د تضمین له اړتیا سره توافق لري. هغه وویل: "زه له ولسمشر ټرمپ سره پر دې خبرې توافق لرم چې د اوکراین امنیت باید تضمین شي، او موږ طبعاً تیار یو چې په دې برخه کې اقدام وکړو". هغه زیاته کړه: "هیله لرم هغه توافق چې موږ دواړه ورته رسېدلي یو، د دغه هدف په تحقق کې مرسته وکړي او په اوکراین کې سولې ته لاره هواره کړي.» (CNN عربي، ۱۶ اګست ۲۰۲۵).

دغه ضمني توافق د ټرمپ له خبرو هم درک کېدای شي، هغه له پوتین سره خپلې لیدنې ته «له ۱۰ څخه ۱۰» نومرې ورکړې. (سکای نیوز، ۱۶ اګست ۲۰۲۵). له همدې امله، امریکا د اوکراین له پوځ سره د خپلو او خپلو غربي متحدینو د نظامي مرستو د تدریجي کمولو پر لور حرکت کوي او ورپسې به د اوربند د اعلان هڅه وکړي؛ دا اوربند ښایي د بلې ناستې په ترڅ کې د ټرمپ، پوتین او زلنسکي په ګډون اعلان شي. دغه بهیر په دې معنی دی چې د اوکراین د کړکېچ حل په یوه ورو او تدریجي سرعت پر مخ وړل کېږي، ښایي څو کاله ونیسي.

په دې توګه، امریکا وروستی حل ځنډوي؛ په داسې حال کې چې ژر د جګړې د درېدو غوښتونکې ده، خو غواړي وروستی حل د اوږدو کلونو په ترڅ کې عملي کړي. په دغه بهیر کې، واشنګټن هڅه کوي اوکراین دې ته اړ کړي چې د پولو او ځمکو په برخه کې ځینې امتیازونه ورکول ومني؛ په بدل کې به یې روسیه امریکا ته په نورو قضیو کې امتیاز ورکوي. داسې ښکاري چې امریکا د روسیې د یوې برخې د کنټرول «مشروط رسمیت» په ورکولو سره د مسکو اشتها تحریکوي، خو په بدل کې یې شرطونه ږدي چې روسیه یې باید ومني.

ب ـ د امریکا او روسیې د اړیکو عادي کول: دغه بهیر که څه هم د ۲۰۲۵م کال په اپریل کې د استانبول له لیدنې پیل شوی و، تمه کېږي چې لا ډېر ګړندی شي؛ په ځانګړې توګه له هغې وروسته چې د دواړو هېوادونو دویمه لیدنه وشي؛ دا لیدنه ښایي د اوکراین په ګډون او د اوربند د اعلان په هدف وشي. د امریکا لپاره، له روسیې سره د اړیکو بېرته عادي کول یوه بیړنۍ اړتیا ده څو وکولای شي په نورو سټراټېژیکو قضیو کې خبرې اترې له سره پیل کړي.

ج ـ د وسلو او سټراټېژیک ځواک سیالي: ډېر احتمال او د دواړو هېوادونو د اړتیا له مخې، ښايي د وسلو او سټراټېژیک ځواک ـ که هستوي وي او که توغندیز ـ اړوند خبرې به بې له ځنډه پرانیستل شي. اټکل کېږي چې روسیه اوس د امریکا هغه پخوانی شرط ومني، یعنې دا چې چین دې هم دغو خبرو ته ورګډ شي چې خبرې اترې درې‌اړخیزه شي. مخکې له دې، د مسکو او واشنګټن تر منځ تړونونه د هغو څو لسیزو تړونونو تسلسل و چې د دوو پوځي زبرځواکونو تر منځ شوي وو، خو امریکا هغه په دې سبب ودرول چې غوښتل یې چین هم په دغه چوکاټ کې شامل کړي.

اوس چین د هستوي وسلو هغه پروګرامونه پرمخ وړي چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې کولای شي شاوخوا زر (۱۰۰۰) هستوي یا اټومي خولۍ ولري. دې چارې چین د منځنۍ کچې اټومي قدرتونو لکه برتانیې او فرانسې څخه پورته کړی دی. په پایله کې، هغه دلیلونه چې روسیه یې له امریکا سره په ګډو خبرو کې د چین د رابللو په برخه کې شکمنه او زړه نا زړه کړې وه، نور له منځه تللې دي.

دا تحول د امریکا لپاره د روسیې او چین د اتحاد د تدریجي کمزوري کولو په لور یو ګام بلل کېږي. د دغه اتحاد د ماتولو لپاره د واشنګټن هیله ډېره لوړه؛ خو امریکا نه غواړي دا موضوع په ښکاره مطرح کړي، چې د مسکو حساسیت را ونه پاروي. پر ځای یې، روسیې په نیږدې کېدو هڅه کوي چې د روسیې او چین سټراټېژیک اتحاد په ورو او تدریجي ډول کمزوری کړي.

۱۰. په پای کې، د تاسف وړ خبره دا ده چې نن د نړۍ برخلیک د کفري دولتونو په لاس کې دی؛ د هغوی مشران له یو بل سره ګوري، سلا مشورې کوي او د راتلونکي لپاره پلانونه جوړوي؛ په داسې حال کې چې اسلامي امت ـ چې د بشر لپاره تر ټولو غوره امت دی ـ په نړیوالو تحولاتو کې هېڅ رول نه لري او ان د خپلو اړوندو مسایلو په اداره کې هم د خپلواکې پرېکړې وړتیا نه لري؛ بلکې چارې یې استعمارګر کفار اداره کوي.

اصلي ستونزه دا ده چې اسلامي امت، سره له دې چې نیږدې دوه میلیارده وګړي لري، د بې سره وجود په څېر دی؛ ځکه نه داسې خلافت شته چې مسلمانان سره یو موټی کړي، او نه داسې خلیفه چې د هغوی د چارو سرپرستي پر غاړه واخلي، دفاع یې وکړي او تر شا یې جهاد وشي. سره له دې، خلافت به د الله سبحانه وتعالی په اراده او وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زېری بېرته راګرځي.

خو د الله سبحانه وتعالی سنت داسې دی چې د امت د ټنبلۍ او کم‌کارۍ د جبران لپاره له اسمانه پریښتنې نه راکوزېږي؛ بلکې د الله نصرت او مرسته هغه وخت رانازلېږي چې امت د خلافت د تاسیس لپاره هڅې وکړي او په دې لاره کې ګامونه واخلي. په دې لار کې، حزب التحریر، هغه صادق مخکښ چې خپل اهل ته هېڅکله دروغ نه وایي، امت د خلافت د تاسیس لپاره کار او هڅې ته رابولي. هغه وخت به اسلام او مسلمانان عزیز او سرلوړي شي او کفر او کافران به خوار او ذلیل شي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]

ژباړه: «او په هغه ورځ به مؤمنان د الله سبحانه وتعالی په نصرت خوښ شي؛ او الله هر چا ته چې وغواړي نصرت ورکوي، او هغه نه ماتېدونکی او مهربان ذات دی

۱۴۴۷هـ.ق کال د صفر ۲۵مه

۲۰۲۵م کال د اګسټ ۱۹مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې