شنبه, ۲۹ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۸/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د ارمنستان او آذربایجان پېښې

(ژباړه)

 

 

پوښتنه:
په جنوبي قفقاز کې د روسیې دریځ متزلزل شو؛ دا کار وروسته له هغه وشو چې ارمنستان او آذربایجان له امریکا سره په ګډه اعلامیه کې د شخړې د سوله‌ییز حل اعلان کړ او د سوداګرۍ او امنیت په برخو کې یې یو لړ تړونونه لاسلیک کړل؛ دا په داسې حال کې دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ له ۳۵ کلونو راهیسې شخړه روانه وه. (الجزیره، ۱۵ اګست ۲۰۲۵)

تر دې وړاندې، ارمنستان او آذربایجان د ۲۰۲۵م د اګست په ۱۱مه ګډه اعلامیه خپره کړې وه. دغه ګام د هغه تړون په تعقیب وشو چې د دواړو لوریو ترمنځ د ۲۰۲۵م د اګست په ۸مه په واشنګټن کې لاسلیک شوی و. په دې اعلامیه کې له نورو اړخونو غوښتل شوي وو چې د مینسک ګروپ ــ چې په ۱۹۹۲م کې د دواړو هېوادونو د شخړو د حل لپاره جوړ شوی و ــ منحل شي. همدارنګه پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کورني، دوه اړخیز او نړیوال ټرانزیټ لارې بېرته پرانستل شي.

اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چې: دا ډول تړون څنګه په داسې حالت کې وشو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا هم کړکیچنې دي او جګړو ـ په ځانګړې توګه د وروستیو کلونو جګړو ـ خپل سیوری پرې غوړولی؟ او د دغه تړون اصلي موخې څه دي؟ جزاکم الله خیراً!

ځواب:
د ځواب د روښانه کولو لپاره لاندې ټکي څېړل کېږي:

۱. د «آرمن پرس» عربي وېبپاڼې د ۲۰۲۵م د اګست په ۹مه د هغه تړون متن خپور کړ چې د ارمنستان د لومړي وزیر، نیکول پاشینیان، او د آذربایجان د ولسمشر، الهام علی‌اف، لخوا د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په حضور کې په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شوی و. په دې تړون کې ټینګار شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او نړیوالو اړیکو د ټینګښت لپاره مقدماتي تړون لاسلیک شي، د وروستي تړون تر لاسلیک پورې هڅې دوام ومومي او سوله ټینګه شي. همدارنګه ټینګار شوی چې دواړه لوري باید د خپل راتلونکي لپاره داسې لاره وکاږي چې د ملګرو ملتونو د منشور او د ۱۹۹۱م د آلماتا اعلامیې پر بنسټ د تېرو شخړو اغېز پرې نه وي. د یادونې وړ ده چې د آلماتا اعلامیه د شوروي اتحاد تر سقوط او د آذربایجان او ارمنستان تر بېلېدو وروسته د پولو ټاکلو تړون و، چې په هغه کې ویل شوي وو دواړه لوري باید یو بل په رسمیت وپېژني، د یو بل حاکمیت ته درناوی وکړي او د خپلو شخړو د حل لپاره له زور څخه کار وانخلي.

«همدارنګه، دواړو اړخونو یو ځل بیا د دولتونو حاکمیت، خاورې ساتنې او قضایي سیادت ته د درناوي پر بنسټ د سولې، ثبات او سوکالۍ د ټینګښت لپاره د اړیکو د پراخولو او د داخلي، دوه‌اړخیز او نړیوال ټرانزیټ د پرانیستلو پر ارزښت ټینګار وکړ. د مهمو موضوعاتو له ډلې یوه دا وه چې د آذربایجان د اصلي خاورې او د نخجوان خپلواکې سیمې ترمنځ د ارمنستان له خاورې مستقیمه لاره جوړه شي.» په دې توګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ په شوي تړون کې په کلکه ټینګار شوی چې اړیکې او نښلوونکې لارې باید پرانیستل شي، ځکه دا موضوع ډېره مهمه ده. د «نخجوان» سیمه چې د آذربایجان برخه ده، د آذربایجان له اصلي خاورې سره نښلول شوې نه ده، بلکې ارمنستان ترې جلا کړې ده. که آذریان وغواړي دې سیمې ته تګ راتګ وکړي، اړ دي د ایران له لارې سفر وکړي. نو له همدې امله په تړون کې غوښتل شوي چې د آذربایجان او ورپورې اړوند سیمې «نخجوان» ترمنځ لاره پرانیستل شي. همدارنګه غوښتنه شوې چې هغه لاره هم پرانیستل شي چې د آذربایجان او ترکیې ترمنځ د ارمنستان له امله تړل شوې ده؛ ځکه له آذربایجان څخه ترکیې ته او یا له ترکیې څخه آذربایجان ته تګ راتګ یوازې د ارمنستان له لارې شونی دی. په دې توګه، امریکا کولی شي په آذربایجان او ارمنستان کې خپل نفوذ پراخ کړي او د روسیې نفوذ کمزوری یا بشپړ له منځه یوسي.

۲. دغه راز د تړون په متن کې ـ لکه څنګه چې د ۲۰۲۵م د اګست په ۹مه «آرمن پرس» عربي پاڼې خپور کړی ـ راغلي دي: «ارمنستان به د امریکا او هغو درېیمو اړخونو په همکارۍ چې دواړه لوري پرې هوکړې ته رسېدلي، د اړیکو د پروګرام د تطبیق چوکاټ د "د سولې او نړیوالې سوکالۍ لپاره د ټرمپ لار (TRIP)" له لارې د ارمنستان په خاوره کې ټاکي.» امریکا له دې وړاندې د یوې امریکایي تجارتي کمپنۍ له لارې د دغه دهلېز د جوړولو او اجارې وړاندیز کړی و. په دې تړاو، د «مېډل ایست آی» وېبپاڼې د ۲۰۲۵م د جولای په ۱۴مه راپور ورکړی و چې: «امریکا وړاندیز کړی دی چې د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د پلان شوي دهلېز مدیریت په غاړه واخلي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندو خبرو اترو د پرمخ وړلو لپاره کار وکړي. دا وړاندیز په ترکیه کې د امریکا سفیر، توماس براک، د ۲۰۲۴م د جولای په ۱۱مه د یوې خبري غونډې پر مهال افشا کړ.» یادې سرچینې د براک خبرې هم نقل کړې دي چې د دغه دهلېز اوږدوالی ۳۲ کیلومتره دی. هغه وویل: «هغوی د ۳۲ کیلومتره سړک پر سر اختلاف لري، خو دا کوچنی کار نه دی، ځکه تر لسو کلونو زیات دوام یې کړی دی. بیا امریکا راځي او وايي: ښه، موږ دا اخلو. دغه ۳۲ کیلومتره سړک د ۱۰۰ کلونو اجارې تړون په بنسټ موږ ته راکړئ او تاسو ټول ګټه ترې اخیستی شئ.»

دغه اقدام د دې لامل کېږي چې په دواړو هېوادونو کې د امریکا نفوذ پیاوړی شي. همدا ټکی د رویټرز خبري آژانس هم د ۲۰۲۵م د اګست په ۸مه تایید کړ: «ارمنستان د ټرمپ له طرحې سره موافقه کړې چې د آذربایجان له جمهوریت سره یو ترانزیټي دهلېز د ۱۰۰ کلونو لپاره په اجاره ورکړي؛ دا چاره ښيي چې متحده ایالات هڅه کوي د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ روانه شخړه باندې خپله اراده وتپي. آذربایجان د ترکیې په ملاتړ د هغې لارې د پرانیستلو په هڅه کې دی چې د نخجوان سیمې ته –چې د دوی له خاورې جلا شوې- رسېږي. په مقابل کې، ارمنستان دغه تړون یو فرصت بولي چې د خپل ګاونډي، آذربایجان د احتمالي بریدونو پر وړاندې د امریکا ملاتړ تر لاسه کړي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې روسیې په وروستي جنګ کې له ارمنستان څخه ملاتړ ونه کړ.» په همدې جګړه کې ارمنستان ماتې وخوړه او په قره‌باغ سیمه کې هغه خپلسری جمهوریت یې ړنګ شو چې ۳۵ کاله وړاندې یې د روسیې په ملاتړ اعلان کړی و.

۳. «مېډل ایست آی» وېبپاڼې راپور ورکړی چې: «آذربایجان نه غواړي دغه دهلېز په بشپړه توګه د ارمنستان تر واک لاندې وي.» دا وېبپاڼه زیاتوي: «ترکیې پر آذربایجان پټ فشارونه وارد کړي چې د سولې تړون لاسلیک کړي. په اصل کې همدا ترکیه وه چې د لومړي ځل لپاره یې د دې دهلېز د مدیریت لپاره د دواړو هېوادونو په موافقه د یوې شخصي کمپنۍ د جوړېدو مفکوره وړاندې کړه.» د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د ۲۰۲۵م د جون په ۱۹مه د آذربایجان ولسمشر، الهام علی‌اف مېلمه کړ، او په سبا یې د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان ته هرکلی ووایه؛ دا لیدنه ترکیې ته د یوه تاریخي سفر په توګه یاده شوه.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې: «اردوغان د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې په خبرو کې د ترلاسه شوې هوکړې پر اهمیت ټینګار وکړ… او د هغو احتمالي ګامونو په اړه یې خبرې وکړې چې د ترکیې او ارمنستان د اړیکو د عادي کېدو په بهیر کې اخیستل کېدای شي.» (الجزیره، ۲۱ جون ۲۰۲۵)

په دې توګه وینو چې اردوغان د امریکا په ګټه د دې تړون د لاسلیک لپاره زمینه برابره کړه. هغه د امریکا د سیاست په مدار کې حرکت کوي او په سیمه کې د دغه هېواد د نفوذ د پراخېدو لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي؛ په بدل کې تمه لري چې واشنګټن به یې د قدرت په دوام او واکمنۍ کې ملاتړ وکړي. سربېره پر دې، ترکیه به له هغو سوداګریزو ګټو څخه هم برخمنه شي چې د ارمنستان له خاورې آذربایجان ته د ځمکنیو لارو د تېرېدو په پایله کې راځي.

۴. د تړون په متن کې راغلي دي چې دواړو لورو «د دې لپاره د امریکا له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ څخه ډېره مننه وکړه چې د دوی کوربه‌توب یې وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په بهیر کې یې ستر رول ولوباوه.» ټرمپ په دې منځ کې غوښتل د خپل هېواد رول، په ځانګړې توګه خپل شخصي رول، په خورا څرګنده توګه وښيي؛ ځکه هغه د شهرت او د لیدل کېدو شوق لري او هڅه کوي هره لاسته راوړنه په خپل نوم کړي؛ داسې دعوه کوي چې یوازې دی د سولې او سوکالۍ د ټینګښت توان لري. ځکه خو هغه سړک چې ټاکل شوې د ارمنستان له لارې آذربایجان او نخجوان سیمه سره ونښلوي، د ده په نوم «د ټرمپ لاره» ونومول شو.

ټرمپ د دې تړون په ترسره کولو سره همدارنګه هیله لري چې د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړي؛ هغه جایزه چې د پاکستان د پوځ قوماندان، عاصم منیر، او د یهودي رژیم لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، نوموړی ورته کاندید کړی دی.

البته هغه سوله او سوکالي چې ټرمپ یې د تحقق دعوه کوي، په حقیقت کې د امریکا د ګټو د خوندي کولو، د نفوذ او واکمنۍ د پراخولو او د دغه هېواد د «عظمت» له بېرته راګرځولو پرته بله معنا نه لري؛ لکه څنګه چې هغه د «تر هر څه وړاندې امریکا» او د «MAGA » شعار پورته کړی دی.

۵. په تړون کې راغلي دي: «د تړون لاسلیک کوونکي هېوادونه له هغو غړو څخه چې د اروپایي امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) برخه دي، او همدارنګه له هغو جوړښتونو څخه چې د مینسک له ډلې سره تړاو لري، وغوښتل چې دغه پرېکړه ومني.» دا په دې معنا ده چې ټرمپ د مینسک ډلې نور هېوادونه اړ باسي چې دغه امریکایي پرېکړه ومني؛ پرته له دې چې هغوی پکې شریک کړل شي او یا ورسره لږ تر لږه مشوره وشي، او پرته له دې چې هغوی ته لږ ارزښت ورکړل شي او پاملرنه ورته وشي. په ځانګړي ډول روسیه او فرانسه چې د امریکا ترڅنګ د مینسک د ډلې له مشرانو څخه وو؛ دغه ډله په ۱۹۹۲م کال کې د اروپایي امنیت او همکارۍ سازمان د پرېکړې پر بنسټ د آذربایجان-ارمنستان شخړې د حل لپاره جوړه شوې وه.

متحده ایالاتو، پرته له دې چې د روسیې دریځ په پام کې ونیسي، دغه تړون لاسلیک کړ او د هغه وخت ټاکنه یې د ټرمپ او د هغه د روسي سیال، پوتین، له لیدنې نه مخکې اعلان کړه، څو د روسیې د اعتراض مخه ونیسي؛ ځکه چې په اصل کې روسیه باید په دې موضوع کې په دې سبب دخيله وای چې که څه هم په آذربایجان کې یې نفوذ له لاسه ورکړی، خو په سیمه کې -په ځانګړې توګه په ارمنستان کې- دودیز نفوذ لري او د مینسک د ډلې له مشرانو ګڼل کېږي.

نو له روسیې څخه هم ـ لکه له نورو غړو څخه ـ غوښتنه وشوه چې دا تړون په رسمیت وپېژني او تایید یې کړي. خو روسیې -د دې پر ځای چې مداخله یا اعتراض وکړي- هېڅ اقدام ونه کړ. دا کار د روسیې د دریځ کمزورتیا او د هغې د نفوذ د زوال نښه ده، په ځانګړې توګه په ارمنستان کې چې نفوذ یې د بشپړې نابودۍ په درشل کې دی.

۶. داسې ښکاري چې روسیه په داسې موقف کې نه ده چې په زور مداخله او اعتراض وکړي او بیا پر ارمنستان اغېز واچوي چې له امریکا سره د دغه هېواد د اړیکو د لا زیاتې پراختیا مخه ونیسي. له همدې امله یې غوره ګڼلې چې له موجودو شرایطو سره ځان عیار کړي، داسې ښيي لکه له روان بهیر څخه چې راضي وي؛ سره له دې چې ارمنستان ته ځینې خبرداري هم استوي چې په بشپړه توګه یې له لاسه ور نه کړي. لکه څنګه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، ویلي دي: «د قفقاز په جنوبي سیمه کې د امریکایي اړخ په منځګړیتوب د دواړو جمهوریتونو ناسته د مثبتې ارزونې وړ ده. هیله ده چې دا ګام د سولې اجنډا پر مخ بوزي…» خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې: «له بهرنۍ مرستې پرته د مستقیمو خبرو اترو د پیل اړتیا ده» او خبرداری یې ورکړ چې: «له سیمې د بهر لوبغاړو ګډون باید د لا زیاتو ستونزو رامنځته کولو لپاره نه، بلکې د سولې د اجنډا د پیاوړتیا لپاره وي.» (الجزیره، ۹ اګست ۲۰۲۵) دغه څرګندونې په حقیقت کې د امریکا د زیاتېدونکي نفوذ پر وړاندې یو خبرداری دی.

روسیې له دې وړاندې هم ارمنستان ته له غرب سره د ایتلاف په اړه خبرداری ورکړی و. لکه څنګه چې د کریملین ویاند، دیمیتري پسکوف، د ۲۰۲۵م د جولای په ۲۴مه وویل: «که څه هم ارمنستان د خپل سیاسي مسیر د ټاکلو حق لري، خو مسکو هیله لري چې د اوکراین د وضعیت په څېر جیوپولیټیکي بدلون د تکرار مخه ونیول شي.» هغه ټینګار وکړ چې: «روسیه لا هم ارمنستان خپل متحد ګڼي او د ګډو همکاریو د دوام غوښتونکې ده.» (الجزیره، ۲۵ جولای ۲۰۲۵)

دغه خبرې په حقیقت کې یو ډول ګواښ دی چې ارمنستان ښايي د اوکراین له برخلیک سره مخ شي؛ په اوکراین کې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د خپل لاسپوڅي، ویکتور یانوکوویچ د حکومت تر نسکورېدو او د ده پر وړاندې د امریکا او اروپا له لوري د اوکراین د خلکو تر راپارولو وروسته خپل نفوذ په بشپړه توګه له لاسه ورکړ.

له بلې خوا، د ارمنستان لومړي وزیر، نیکول پاشینیان، تېر کال له «فرانس ۲۴» شبکې سره په یوه مرکه کې د ۲۰۲۳م د فبرورۍ په ۲۳مه اعلان وکړ: «د روسیې تر مشرۍ لاندې د ګډ امنیت تړون په سازمان کې د ارمنستان فعاله ګډون ځنډول شوی دی… ځکه دغه سازمان د ارمنستان په تړاو خپلو موخو ته نه دی رسېدلی.» د دې دریځ لامل دا و چې روسیې هغه مهال چې آذربایجان په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو کې پر ارمنستان بریدونه وکړل او د آذربایجان له نیول شوو سیمو یې پر شا کړ، د ارمنستان هېڅ ډول دفاع ونه کړه.

موږ هم د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۲۳م د اکتوبر په ۴مه خپور شوی و، یادونه کړې وه چې: « په ډېر احتمال روسیې درک کړې چې دا جګړه د دوی پر ضد طرحه شوې او اصلا د امریکا له لوري د ترکیې (اردوغان) او آذربایجان په وسیله -چې د امریکا تر نفوذ لاندې راغلی- پیل شوې ده. دا جګړه به روسیه بې‌ځایه مصروفه کړي او ځواک به یې وپاشي؛ په داسې حال کې چې د روسیې اساسي تمرکز اوس د اوکراین پر جګړه دی؛ روسیه نه غواړي دا برخلیک ټاکونکې جګړه وبایلي. ځکه پوهېږي که یې وبایلي، هر څه به له لاسه ورکړي، او که یې وګټي، نو په له لاسه تللو سیمو کې به خپل نفوذ بېرته راوګرځولی شي. په عین وخت کې، روسیه نه غواړي له ترکیې سره مخامخ شخړه ولري، ځکه د بندیزونو او فشارونو په اوسني حالت کې ترکیې ته اړتیا لري او ترکیه له غربي نړۍ سره د اړیکو یوه کړکۍ ده. همدارنګه، روسیه غواړي له آذربایجان سره اړیکې وساتي، ځکه هلته یې ـ په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې ـ د ۶ میلیاردو ډالرو په اندازه پانګونې کړي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۴ میلیاردو ډالرو اوښتي ده. خو ارمنستان له هر پلوه له روسیې نه شي بېلېدای... او لرې نه ده چې که روسیه د اوکراین په جګړه کې بریا خپله کړي، یو ځل بیا به ارمنستان د پخوا په څېر بشپړ تر خپل نفوذ لاندې راولي.»

۷. امریکا وکولی شو چې اروپا، په ځانګړي ډول فرانسه ـ چې د روسيې ترڅنګ یې د مینسک د ډلې مشري کوله ـ څنډې ته کړي. په دې توګه، ټرمپ، اروپا او په سر کې یې فرانسه، هم د روسیې په څېر له معادلې بهر کړه او په انحصاري ډول پر مسله واکمن شو. ان د آذربایجان او ارمنستان له لوري ګډ لیک هم د مینسک د ډلې د منحل کېدو لپاره ولېږل شو. د آذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې د ۲۰۲۵م د اګست په ۱۱مه خپره شوې، راغلي دي: «دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اروپایي امنیت او همکارۍ اوسني مشر ته ګډ لیک واستاوه او د مینسک ډلې د کار د ختمېدو غوښتنه یې وکړه.» همدارنګه په اعلامیه کې ویل شوي: «تر دې غوښتنې وروسته، د پرېکړې یوه مسوده د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ وویشل شوه چې د مینسک د بهیر او اړوندو جوړښتونو د ختمېدو پر اړتیا ټینګار کوي.» دغه راز: «آذربایجان او ارمنستان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د دې پرېکړې لپاره اړین اقدامات وکړي.» (د آذربایجان دولتي خبري آژانس، ۱۱ اګست ۲۰۲۵).

په دې توګه، امریکا په دې قضیه کې د اروپا هر ډول رول له منځه یووړ، څو په انحصاري ډول د مسلې مدیریت په خپل لاس کې واخلي او په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.

دواړو هېوادونو هم د تړون د تطبیق چارې په چټکۍ پیل کړې. له هغو اقداماتو څخه چې ترسره شول یو دا و: « لکه څنګه چې د تړون په متن کې ذکر شوي دي، په نړیواله کچه دې ټولې متقابلې دعوې او اختلافونه بېرته واخیستل شي.» (هماغه سرچینه).

په دغو شرایطو کې، فرانسه د دې اعلان کولو ته اړ شوه چې د مینسک ډلې له منحل کېدو سره موافقه ده. په داسې حال کې چې له ۲۰۲۰م کال راهیسې، وروسته له هغې چې آذربایجان پر ارمنستان برید وکړ او خپلې سیمې یې بېرته ونیولې، فرانسې په دې قضیه کې هېڅ رول نه درلود. ځکه مینسک ډله، د خپلو ادعاوو پر خلاف چې ګواکې په سوله‌ییزه توګه د دغو سیمو د بیرته راګرځولو هڅه کوي، هېڅکله ونه توانېده دغه هدف ته ورسېږي.

له هغې وروسته، فرانسې د دې لپاره چې ماتې یې ښکاره نه شي، د امریکا چاپلوسي پیل کړه او داسې یې وښوده چې د تړون ملاتړ کوي؛ په داسې حال کې چې له دې وړاندې یې په ښکاره د آذربایجان پر وړاندې د ارمنستان ملاتړ کاوه.

۸. همدارنګه، ټرمپ ترکیه هم له پامه وغورځوله؛ په داسې حال کې چې انقرې تمه لرله د خپل ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د هغو خدمتونو په بدل کې چې په دې برخه کې یې ټرمپ ته کړي وو، واشنګټن ته د ورتګ او د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون بلنه ترلاسه کړي. اردوغان د آذربایجان په ملاتړ او د امریکا د پلان له مخې آذربایجان ته د دې توان ورکولو کې مهم رول لوبولی و چې د ارمنستان پر وړاندې بریالی شي او خپلې نیول شوې سیمې آزادې کړي. خو ټرمپ آن دومره امتیاز هم ورنه کړ؛ داسې یې وښوده چې د دغه تړون د بشپړولو لپاره د اردغان شتون اړین نه دی. که اړین وای، نو هغه به یې واشنګټن ته غوښتی وای، یا به یې لږ تر لږه ېتر غوښتي وای چې د آذربایجان له ولسمشر، الهام علی‌اف، سره په ټلیفوني خبرو کې برخه واخلي؛ لکه څنګه چې یې له دې وړاندې د ۲۰۲۵م د مې په ۱۳مه په ریاض کې د سوریې له ولسمشر، احمد الشرع، سره د لیدو پر مهال له اردوغانه غوښتي وو چې ټلیفوني خبرې ورسره وکړي او د امریکا غوښتنې ورباندې وتپي. خو د ارمنستان او آذربایجان د تړون په قضیه کې، ټرمپ هغه په بشپړه توګه له پامه وغورځاوه.

په دې توګه، کافر استعمارګر تل مېوې ځان ته ټولوي، په داسې حال کې چې نور ـ هغه چې د دوی د نفوذ په مدار کې څرخي او یا یې مزدوران ـ یوازې د دومره مزد په بدل کې چې په واک کې پاتې شي، د دوی لپاره ځمکه جوړوي او خولې تویوي. ان دا مزد هم هر وخت تضمین شوی نه وي... نو ولې عبرت نه اخلي!؟

۹. ټرمپ هڅه کوي د امریکا «عظمت» او خپله شخصي لویي نندارې ته وړاندې کړي؛ داسې چې ګواکي په ټوله نړۍ کې یوازینی کس دی چې د سولې د ټینګښت او د سختو مأموریتونو د ترسره کولو توان لري. هغه په عین وخت کې د دښمنانو او ان خپلو دوستانو پر وړاندې اقتصادي جګړې پیلوي؛ او یا پخپله یا د یهودي رژیم په وسیله د وینې تویونکو جګړو اور بلوي؛ لکه په وروستیو کې یې چې په ایران کې وکړل.

ټرمپ په ښکاره د یهودي رژیم -چې د غزې د خلکو په وژنه، وږي ساتلو او بې‌کوره کولو بوخت دی- ملاتړ کوي؛ دا کار په ډېره سپین سترګۍ او پرته له دې چې لږ وېره وکړي، یوازې د دې لپاره کوي چې د خپل پلان له مخې دا سیمه په یوه تفریحي ځای بدله کړي. دا په داسې حال کې ده چې هېڅوک نه شي کولی د دې نسل‌وژنې مخه ونیسي؛ ان دومره هم نه شي کولی چې هلته یوه مړۍ ډوډۍ خوندي ورسوي! هغه هېر کړي ـ یا ځان داسې ښيي چې هېر کړي یې وي ـ چې الله سبحانه وتعالی له وړاندې داسې امتونه له منځه وړي چې تر ده، د ده تر هیواد امریکا او د هغې تر هډې یعنې یهودي رژیم ډير پیاوړي، شتمن او وینه‌تویوونکي وو.

ټرمپ نه غواړي درک کړي چې اسلامي امت، که څه هم د خپلو حکامو ـ چې د کافرو دوستان او ملګري دي ـ له لوري تر ظلم، زور او فشار لاندې دی، خو په پای کې به راپاڅي، قیام به وکړي او دا لاسپوڅي حکام به نسکور کړي، واکمني به هغه چا ته وسپاري چې اهل یې دی؛ هغه څوک چې امت به د ما أنزل الله له مخې رهبري کړي، او په دې توګه به تر دې جبري واکمنۍ وروسته چې موږ پکې ژوند کوو، بېرته راشده خلافت راولي. دا هماغه زېری دی چې رسول الله ﷺ په هغه حدیث کې ورکړی چې احمد له حذیفه رضی الله عنه روایت کړی دی، چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

«... ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: ... بیا به جبریه واکمني راشي او تر هغې به دوام وکړي چې الله وغواړي؛ بیا چې کله وغواړي هغه لرې کوي؛ ورپسې به د نبوت پر منهج خلافت وي. بیا چوپ شو.

هغه وخت به اسلامي امت خپل رسات نړۍ ته ورسوي او په ټوله نړۍ کې به یې خور کړي؛ لکه څنګه چې په دغه حدیث شریف کې راغلي چې احمد له تمیم داری څخه روایت کړی:

«لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَلَا يَتْرُكُ اللَّهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ هَذَا الدِّينَ، بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ؛ عِزّاً يُعِزُّ اللَّهُ بِهِ الْإِسْلَامَ، وَذُلّاً يُذِلُّ اللَّهُ بِهِ الْكُفْر»

ژباړه: دا امر (اسلام) به بې شکه هر هغه ځای ته ورسېږي چې شپه او ورځ رسېږي؛ او الله به د خښتو او خټو هیڅ کور او د اوښ د وړیو هیڅ خیمه پرې نه ږدي، مګر دا چې هلته به دین دننه کړي؛ یا د هغه عزتمند په عزت چې الله د هغه په وسیله اسلام عزیز کوي؛ یا د هغه ذلیل او خوار په ذلت چې الله د هغه په وسیله کفر خوار او ذلیل کوي.

او دا کار به بېشکه د الله سبحانه و تعالی په اراده کېږي. لکه څنګه چې فرمايي:

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً﴾

ژباړه: «ریښتیا چې الله (سبحانه و تعالی) خپل امر ترسره کوي؛ بېشکه چې الله د هر څه لپاره اندازه او مقدار ټاکلی دی.»

 

۱۴۴۷هـ.ق کال د صفر ۲۲مه

۲۰۲۵م کال د اګسټ ۱۶مه

Last modified onشنبه, 23 آګست 2025
اړوند مطلبونه:   « د سویداء پېښې

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې