چهارشنبه, ۲۳ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې او سولې جوړولو کې د امریکا رول

 

پوښتنه:

ټرمپ پرون (شنبه) ناڅاپي په خپل پلټفورم "تروث سوشیال" کې اعلان وکړ: «د امریکا په منځګړیتوب تر یوې اوږدې شپې خبرو اترو وروسته، د دې په اعلانولو خوښ یم چې هند او پاکستان د بشپړ او فوري اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي دي». نوموړي ورپسې د دواړو هېوادونو د «عقلانيت او هوښيارۍ» ستاینه وکړه. (سرچینه: الجزیره، ۱۱ مې ۲۰۲۵م)

د هند او پاکستان ترمنځ شخړه هغه مهال شدیده شوه چې د ۲۰۲۵م کال د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې د جمو او کشمير د پاهلګام سیمې په "بایساران" دره کې پر ګرځندویانو برید وشو. په دې برید کې ۲۵ هنديان او یو نیپالی وژل شوي وو.

د ۲۰۲۵م کال د اپرېل په ۲۳مه، هند د یاد برید په غبرګون کې د ۱۹۶۰م کال د «سند د اوبو هوکړه‌لیک» پلي کول د پاکستان پر ضد د یو لړ تنبیهي اقداماتو په توګه وځنډول. پاکستان هم، د غبرګون په توګه، د ۱۹۷۲م کال «شيملا هوکړه‌لیک» چې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو چوکاټ ټاکي، وځنډاوه. وروسته، هند د مې په ۷مه اعلان وکړ چې د «سیندور» په نوم پوځي عملیات یې پیل کړي. پاکستان هم پر وخت غبرګون وښود. اوس، لکه څنګه چې ټرمپ اعلان کړی، د امریکا منځګړیتوب دا جګړه درولې.

اوس اصلي پوښتنه دا ده: د دغو شخړو او جګړې حقیقت څه دی؟ هغه «د سند د اوبو هوکړه‌لیک» چې هند یې موقتي تطبیق وځنډاوه، دقیقاً څه دی؟ او آیا امریکا د دې جګړې په پیل کې هم – د پای ته رسولو په څېر- کوم رول درلود؟

ځواب:

د دې پوښتنو د روښانه ځواب لپاره، باید لومړی پر لاندې پېښو غور وشي:

۱. د «بهارتیا جانتا ګوند» چې لومړی ځل له ۱۹۹۸م تر ۲۰۰۴م کلونو پورې د اټل بیهاري واچپايي په مشرۍ واک ته ورسېد، او بیا د کانګرس ګوند (چې برتانوي تمایلات یې لرل) تر لس کلن حاکمیت وروسته، په ۲۰۱۴م کال کې د نریندرا مودي په مشرۍ یو ځل بیا بهارتيا جانتا ګوند واکمن شو. دا د امریکا تر نفوذ لاندې ګوند دی او د امریکا د اورآسیايي ستراتېژۍ په چوکاټ کې عمل کوي؛ یعنې د چین د محاصرې او مهار لپاره. څرګنده ده چې په ۲۰۱۴م کال کې په ختیځه آسیا کې د امریکا عاجلې ګټې د دغه افراطي هندو، نریندرا مودي د بریا شاته وې، او امریکا يې تر اوسه ملاتړ کوي.

مودي تل د امریکا د ګټو لپاره ګامونه اخیستي؛ که هغه په ۲۰۱۹م کال کې د کشمير د الحاق موضوع ده، که له چين سره د ۲۰۱۴، ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰م کلونو سرحدي شخړې، که د افغانستان موضوع، او که د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د شنډولو هڅې.

۲. له هغه راهیسې چې مودي په ۲۰۱۴م کال کې په هند کې واک ته ورسېد، امریکا په فعاله توګه له هند څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړه چې پر چین فشار زیات کړي، محاصره يې کړي او پر شاوخوا سیمو د لاسبري کېدو مخه یې ونیسي. امریکا هڅه وکړه چې چین د خپلو پولو دننه محدود وساتي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې امریکا په رسمي توګه د چین پر وړاندې اقتصادي جګړه اعلان کړې وه. ټرمپ پر چینایي توکو درنې ګمرکي تعرفې ولګولې، او د دغو تعرفو د لوړولو هدف دا و چې د چین اقتصاد کمزوری کړي.

د دغو تعرفو له امله ډیر راپورونه خپاره شول چې ښيي لویې تخنیکي کمپنۍ، لکه آیفون، غواړي خپلې فابریکې هند ته ولېږدوي چې له دغو لوړو تعرفو څخه ځان خلاص کړي. د "فایننشل ټایمز" ورځپاڼې د راپور له مخې، اپل کمپنۍ څرګنده کړې چې غواړي د هغو ټولو آیفون موبایلونو د اسمبلۍ یا مونتاژ چاره هند ته ولېږدوي چې په امریکا کې پلورل کېږي. (سرچینه: یورونیوز، ۲۶ اپرېل ۲۰۲۵م)

په پایله کې، امریکا د خپلې چین‌ضد ستراتېژۍ په چوکاټ کې هڅه کوي چې هند د سیمې یو ځواکمن اقتصادي او پوځي قدرت وګرځوي.

۳. د دې هدف لپاره اړینه وه چې له یوې خوا هند له پوځي او اقتصادي پلوه پیاوړی کړل شي، او له بلې خوا د هند او پاکستان ترمنځ شته ستونزې هوارې شي؛ ځکه چې دواړه رژیمونه د امریکا تابع او ورپورې تړلي دي. موخه دا وه چې هند وکولای شي خپل پام ټول د چین پر جبهه متمرکز کړي.

د دې هدف د لومړي اړخ په تړاو باید وویل شي: امریکا له ټولو ممکنه لارو د هند او د هغه د پوځ ملاتړ وکړ؛ مثلاً امریکایي اتومي ټکنالوژي یې هند ته ولېږدوله. له چین سره د مقابلې موضوع هم په شدت د ټرمپ او د هند د لومړي وزیر ترمنځ د واشنګټن په لیدنه کې یاده شوې وه. دواړو مشرانو د آسیا–پاسیفیک سیمه کې د امنیتي «څلور اړخیز ایتلاف» د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې؛ هغه ایتلاف چې جاپان او اسټرالیا هم پکې شامل دي. ټاکل شوې چې هند سږ کال د دې ډلې - چې د چین د پراخېدونکو پوځي فعالیتونو پر وړاندې د یوه توازن په توګه پېژندل کېږي- د مشرانو کوربه وي. (سرچینه: رویټرز، ۱۴ فبروري ۲۰۲۵م))

۴. خو د دویم اړخ په اړه، تر ټولو څرګندې ستونزې چې باید حل شوې وای، دا وې:

الف) د هند پر پوله د پاکستاني ځواکونو استقرار د دې مانع شوی و چې هند خپل ځواکونه د چین لور ته ولېږدوي. له همدې امله، امریکا پاکستان دې ته اړ کړ چې خپل ځواکونه د هند له پولې راوباسي او د وزیرستان قبایلو ته یې واستوي، تر څو هلته د تحریک طالبان پاکستان پر ضد جګړه وکړي؛ همداراز‌ یې ځواکونه بلوچستان ته د «د بلوچستان د آزادۍ پوځ» پر ضد او همداراز د افغانستان پولې ته ولېږل، تر څو هند ته دا زمینه برابره شي چې بې له خنډه خپل ځواکونه د چین لوري ته ولیږدوي او د پاکستان له پولې شاته شي. بیا امریکا له پاکستانه وغوښتل چې یو په بل پسې هند ته امتیازات ورکړي، تر څو هند وکولای شي له پاکستان سره د تقابل له وضعیت څخه ووځي او د چین پر ضد تمرکز ته داخل شي.

لکه څنګه چې وړاندې هم یادونه وشوه، پاکستان خپل ډېر شمېر پوځیان له هند سره له ګډې پولې څخه شاته کړل او دننه د جهادي ډلو پر ضد کورنۍ جګړې ته یې واستول... ورپسې بیا د افغانستان له طالبانو سره هم په جګړو کې ښکېل شو.

ب) د کشمير شخړه: هند د ۲۰۱۹م کال د اګست په ۵مه کشمیر په رسمي ډول له خپل قلمرو سره ونښلاوه. موږ د هغې پوښتنې په ځواک کې چې د ۲۰۱۹م کال د اګست په ۱۸مه خپور شوی و، ویلي وو: «د ۲۰۰۱م د سېپتمبر له پېښو وروسته، د بوش ادارې خپل پام پر هند متمرکز کړ، او د امریکا ډېری اقدامات د دې لپاره وو چې د هند او چین ترمنځ نظامي واټن راکم کړي، چې یوه پایله ‌یې له هند سره د امریکا اتومي هوکړه وه...

ـ امریکا درک کړه چې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ ناندرۍ د هند او چین ترمنځ د تقابل پر وړاندې خنډ دی... د دغو ناندریو د له ‌منځه وړلو لپاره، امریکا د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو عادي کولو بهیر پیل کړ. د دې بهیر موخه دا وه چې د کشمیر پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي شخړه خنثی کړي، او هغوی د چین د مهارولو په لار کې له ځان سره کړي.

امریکا داسې انګېرله چې په هند پورې د کشمیر نښلول او پر پاکستان د پوځي ځواب د مخنیوي لپاره د فشار له لارې، او د خبرو مېز ته د قضیې د کشولو په وسیله کولای شي د کشمیر موضوع پای ته ورسوي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر ډول پوځي شخړې مخنیوی وکړي؛ کټ مټ هماغسې چې په فلسطین کې د محمود عباس اداره او شاوخوا عربي خاورې د یهودي رژيم له لوري د فلسطین د اشغال او الحاق پر وړاندې، پرته له جګړې تسلیم شوي دي!

په همدې اساس، مودي د جمو او کشمير د الحاق او د هغه د نفوس د جوړښت د بدلون طرحه پلې کړه، تر دې چې د ۲۰۱۹م کال د اګست په ۵مه، د هند د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده لغوه شوه؛ دې مادې کشمیر ته ځانګړی وضعیت ورکړی و... امریکا دا ګومان وکړ چې دا الحاق به مسلمانان د کشمیر له یادولو راواړوي، او هند او پاکستان به داسې هېوادونه وګرځوي چې نور کومه شخړه نه لري؛ ځکه چې دواړه نظامونه د امریکايي تګلارې تابع دي. خو امریکا او هند هېر کړل – یا یې له پامه وغورځول – چې کشمیر د اسلامي امت په زړه کې ځای لري، او د الله سبحانه وتعالی په اراده به بېرته راوګرځي...»

ج) له پاکستان سره د اوبو د وېش شخړه: هند هڅه کوي چې د «سند د اوبو هوکړه‌لیک» له سره وڅېړي؛ دا هوکړه‌لیک چې په ۱۹۶۰م کال کې د نړیوال بانک په منځګړیتوب، له نهه کلونو خبرو اترو وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی و. هند له ډېرو کلونو راهیسې، د نفوس د چټک زیاتوالي پلمه کوي او غواړي دغه تړون له سره وکتل شي، خو پاکستان د هر ډول بیا خبرو مخالف دی.

"انډیا ټوډې" ورځپاڼې د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې هند د چناب پر سيند د باغلیهار بند نه پاکستان ته د اوبو جریان بند کړی دی. همداراز ویل شوي چې هند دا پلان هم لري چې د جیلم پر سيند د کیشان‌ګنګا بند نه هم د اوبو جریان بند کړي. (سرچینه: انادولو خبري اژانس، ۵ مې ۲۰۲۵م)

د هند له لوري د دې یو اړخیز ځنډ او د هوکړه‌لیک د بیا کتنې لپاره د مکررو غوښتنو په رڼا کې، د مودي د حکومت دا اقدام چې د پاهلګام له برید وروسته یې دغه تړون ودراوه، د دې لپاره د فشار وسیله ګڼل کېدای شي چې پاکستان دې ته اړ کړي څو د هوکړې بیاکتنه ومني.

«په تېرو څو کلونو کې، د نریندرا مودي حکومت هڅه کړې چې دغه تړون ته بيا کتنه وشي. دواړو هېوادونو هڅه کړې چې د کیشان‌ګنګا او راتل د برېښنا بندونو د اوبو د ذخیرو د اندازې پر سر خپل اختلافات د لاهي نړيواله محکمه کې حل کړي.» (سرچینه: عربي۲۱، ۲۷ اپرېل ۲۰۲۵م)

د یادولو ده چې د «سند د اوبو هوکړه‌لیک (Indus Waters Treaty)» یو داسې تړون دی چې د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو سرچینو د وېش لپاره ترتیب شوی. دا تړون د نړیوال بانک تر نظارت لاندې، له اوږدو خبرو اترو وروسته، د ۱۹۶۰م کال د سپټمبر په ۱۹مه په کراچۍ ښار کې لاسلیک شو. د دې هوکړه‌لیک له مخې، پاکستان ته د سند حوزې د درېیو لوېدیځو سیندونو (جي‌لم، چناب او سند) د کارونې حق ورکړل شوی، په داسې حال کې چې هند د درېیو ختیځو سیندونو (ستلج، بیاس او راوي) بشپړ کنټرول په واک کې لري.

د) په کشمير کې جهادي ډلې: دغه ډلې تل د هند لپاره د اندېښنې سبب شوې دي. امریکا هم دا غوښتنه وکړه چې د یوې سناریو له لارې، داسې یوه نښته ترتیب شي چې هند ته د دې پلمه ورکړي چې په کشمير کې د دغو ډلو پر ريښو برید وکړي، او هڅه وکړي چې د پاکستان رژیم هم اړ کړي څو د همدغو جهادي ډلو پر ضد په خپله خاوره کې د هند په بریدونو کې شریک شي. دا طرحه په دوو پړاوونو کې تعقیب شوه:

لومړی پړاو: په کشمير کې د یوه برید سناریو جوړول، چې دا برید جهادي ډلو ته منسوب شي، تر څو دا د هند لپاره د پراخو پوځي عملیاتو پلمه شي؛ هغه عملیات چې د هند په وینا به د دغو ډلو پر اډو په پاکستان کې وشي، همداراز د دغو ډلو پر ريښو به په کشمير کې برید وشي، بلکې حتی د سیمې پر مسلمانانو به هم د دې پلمې له مخې یرغل وشي چې ګواکې د دغو ډلو ملاتړ کوي. لکه یهود چې په غزه کې د خلکو پر ضد جنایتونه کوي، خو دعوه کوي چې دا د مقاومت پر ضد جګړه ده. په دې توګه، د پاکستان رژیم هم تر فشار لاندې راځي او کشمیر ته د مرستې لاس نه شي غځولای؛ ځکه چې د جګړې پیلونکي پخپله همدا ډلې معرفي شوې دي!

نو هند د امریکا په امر په کشمير کې یو پلان شوی برید وکړ. هغه شواهد چې دا سناریو د پلان شوې پېښې په توګه تاییدوي، دا دي:

-          هغه برید چې د ۲۰۲۵م کال د اپرېل په ۲۲مه، د هند تر ولکې لاندې کشمير د پاهلګام په سیمه کې، د بایساران په دره کې وشو، هند ادعا وکړه چې دا برید د پاکستان ملاتړ لرونکې وسله‌والې ډلې کړی، خو پاکستان دا تور رد کړ. دا برید دقیقاً هغه مهال وشو چې د امریکا د ولسمشر مرستیال «جی. ډي. فَنس» په نوي دهلي کې و. (سرچینه: بحرین خبري اژانس، ۲۱ اپرېل ۲۰۲۵م) هند هم په همدې وخت کې پر پاکستان د خپلو اقداماتو لړۍ پیل کړه، چې پکې د سند د اوبو هوکړه‌لیک ځنډول هم شامل وو. د وخت دا ټکر ښيي چې د امریکا او هند ترمنځ همغږي وه، او دا موضوع یوازې یوه تصادفي پیښه نه شي بلل کېدی.

-          د برید تر پېښېدو یوازې څو دقیقې وروسته، د هند حکومت پرته له دې چې کومه څېړنه یا پلټنه وکړي، د اپرېل په ۲۲مه يې ژر غبرګون وښود، په داسې حال کې چې پاکستان د یوې نړیوالې څېړنې غوښتنه کړې وه. بل لوري ته، هندي رسنیو سمدلاسه «د مقاومت جبهه (TRF)» د برید مسوله وبلله؛ دا ډله د «لشکر طیبه (LET)» یوه څانګه ګڼل کېږي. سره له دې چې دغې ډلې لومړی په ټولنیزو رسنیو کې د برید مسولیت ومانه، خو څو ساعته وروسته‌یې اعلان وکړ چې اکونټونه یې هک شوي وو او د مسولیت منل یې رد کړل. (سرچینه: د ۲۴ خبري وېب‌پاڼه، ۳۰ اپرېل ۲۰۲۵م)

وروسته، دوهم پړاو پیل شو: هند د ۲۰۲۵م کال د مې په ۶مه ماښام مهال پر پاکستان توغندیز برید وکړ؛ خو دا ځل، د پخوانیو بریدونو خلاف، چې یوازې یې د پاکستاني کشمير سیمه په نښه کوله، د پاکستان پنجاب ایالت هم تر بریدونو لاندې راوست. پاکستان د دې پر ځای چې د هند پر خاوره د مستقیم بريد غبرګون وښيي، یوازې پر سرحدي شخړو او د هندي جنګي الوتکو پر راغورځولو یې بسنه وکړه.

هند هڅه وکړه چې د برید د ابعادو شدت کم وښيي، او ادعا یې وکړه چې د پاکستاني پوځ پر سنګرونو یې برید نه دی کړی، بلکې یوازې یې «ترهګر» په نښه کړي دي. (سرچینه: تلویزیون العربی، ۷ مې ۲۰۲۵م) خو جګړه تر دې وروسته نوره هم شدیده شوه او دوام یې وکړ. هندي رسنیو راپور ورکړ چې د کشمير په امتداد د کنټرول کرښې (LOC) باندې سختې نښتې شوې، د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د انساني تلفاتو راپورونه خپاره شوي دي. (سرچینه: العربیه، ۹ مې ۲۰۲۵م)

هند ومنله چې درې جنګي الوتکې یې راغورځېدلې، او دا اعلان یې هم وکړ چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د پاکستاني بریدونو له امله اووه ولسي وګړي وژل شوي دي. په مقابل کې، پاکستان اعلان وکړ چې پنځه هندي الوتکې ‌یې راغورځولي، چې درې یې فرانسوي رافال الوتکې وې او پنځه ویشت (۲۵) بې‌پیلوټه الوتکې چې د یهودي رژيم له لوري جوړې شوې وې. د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، وویل: «موږ لس هندي جنګي الوتکې راغورځولای شوی، خو د پوځ قوماندانانو لحاظ وکړ او یوازې پنځه‌ یې هدف وګرځولې.» (سرچینه: الشرق للأخبار، ۷ مې ۲۰۲۵م)

همداراز، د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، اعلان وکړ چې پوځ د هند ۲۶ نظامي مرکزونه په نښه کړي، او لسګونه بې‌پیلوټه الوتکې یې د پلازمینې په ګډون د هند د مهمو ښارونو په اسمانونو کې ګرځېدلې. (سرچینه: سکای نیوز، ۱۰ مې ۲۰۲۵م)

دغه پېښې ښيي چې پاکستان د یوه پراخ برید د کولو او هند د ماتولو بشپړ توان درلود. خو دا چې د پاکستان رژیم د امریکا تر امر لاندې دی، د داسې پرېکنده غبرګون اجازه ورنه کړل شوه؛ ځکه داسې سترې ماتې ښايي د امریکا اصلي مهره، نریندرا مودي، له سقوط سره مخ کړی وای.

که څه هم د امریکا د فشار په سبب د پاکستان د لاسپوڅي رژیم غبرګون محدود و، خو همدغه محدود ځواب د پاکستاني مسلمانو سرتېرو زړورتیا او جهادي روحیه روښانه کړه. سره له دې چې د پاکستان رژیم له امریکا سره یو لاس و، او پر پوځ بندیزونه ولګېدل، دغه مسلمان پوځ بیا هم پر مشرک دښمن، لکه وړاندې چې اشاره وشوه، سخت ګوزارونه وکړل.

دغو ټولو تحولاتو امریکا اړ ایسته چې د جګړې سناریو، لکه پیل کړې یې چې وه، بېرته پای ته ورسوي، او د پوځي تقابل پر ځای، د خپلو دواړو لاسپوڅو رژیمونو ــ هند او پاکستان ــ ترمنځ د فریب‌کارانه سیاسي مذاکراتو لاره خپله کړي، تر څو هغه څه چې له جګړې یې د هند لپاره ترلاسه نشوای کړی، د نمایشي ډیپلوماسۍ له لارې يې ترلاسه کړي.

۴. نو د هند له برید څخه یوازې څلور ورځې وروسته، د ۲۰۲۵م کال د مې په ۱۰مه اعلان وشو چې د امریکا په امر اوربند شوی دی. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، همدغه ورځ په په خپل پلټفورم "تروث سوشیال" کې ولیکل: « د امریکا په منځګړیتوب تر یوې اوږدې شپې خبرو اترو وروسته، د دې په اعلانولو خوښ یم چې هند او پاکستان د فوري او بشپړ اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. دواړو هېوادونو ته د عقلانیت او لوړې هوښیارۍ له امله مبارکي وایم. دې موضوع ته له پاملرنې مو مننه.»

همداراز، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، همدغه ورځ پر خپله "ایکس" پاڼه کې اعلان وکړ: «د هند او پاکستان حکومتونه د فوري اوربند او په یوه بې طرفه ځای کې د پراخو مسایلو پر سر د بحث د پیل په موخه هوکړې ته رسېدلي دي.»

نوموړي زیاته کړه چې ده او د ولسمشر مرستیال «جی. ډي. فَنس» په تېرو دوو ورځو کې د هند او پاکستان له لومړيو وزیرانو او همداراز د هند له بهرنیو چارو وزیر، سوبرامانیام جی شنکر؛ د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر؛ او د دواړو هېوادونو له امنیتي مشاورینو، اجی دوفال او عاصم ملک، سره همغږي کړې چې دې هوکړې ته ورسېږي.

یعنې دا چې امریکا، سره له دې چې د پاکستان د پوځ مشرتابه ورته بشپړه وفاداره ده، بیا هم د پاکستان د مسلمانو پوځیانو زړورتیا نشوای زغملای؛ ځکه ویره یې لرله چې که جګړه دوام ومومي، مودي به له سقوط سره مخ شي او بیا به هغه رول ونه شي لوبوي چې امریکا یې د چین پر ضد ترې غواړي. له همدې امله، امریکا د جګړې د بندېدو امر وکړ، او یو ځل بیا ‌یې د خپلو دواړو لاسپوڅو رژیمونو ــ هند او پاکستان ــ ترمنځ د فریب‌کارانه سیاست او نمایشي خبرو اترو لاره خپله کړه، څو هغه اهداف چې د جګړې له لارې هند ترلاسه نه شوای کړی، د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې يې ورکړي.

او په پای کې، حزب‌التحریر ټولو مسلمانانو ــ په ځانګړي ډول د پاکستان ولس ته ــ خبرداری ورکوي چې له دښمنانو - په تېره بیا مشرکو هندوانو او د فلسطین اشغالګرو یهودیانو سره سیاسي فریب او مذاکرات، هېڅکله خیر نه راوړي؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې دا بهیر د کافرې استعمارګرې امریکا له لوري رهبري کېږي. ځکه هغوی تل او هر ځای د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پر وړاندې جګړه کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د دغو جګړو او راتلونکو فتوحاتو په اړه خبر راکړی او د سترو اجرونو وعده یې پکې راکړې. امام مسلم په خپل صحیح کې له ابن عمر رضي الله عنه نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لتقابلنّ الیهود فلتقتلنّهم...»

ژباړه: هرو مرو به د یهودو پر وړاندې جنګېږئ او هغوی به وژنئ.

احمد او نسائي له ثوبان رضي الله عنه نه روایت کړی چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«عصابتان من أمتی أحرزهما الله من النار؛ عصابة تغزو الهند، و عصابة تکون مع عیسی ابن مریم علیهما السلام».

ژباړه: زما د امت دوه ډلې دي چې الله به هغوی له دوزخ څخه وساتي: یوه هغه ډله چې د هند پر وړاندې به جګړه کوي او بله هغه ډله چې د عیسی بن مریم علیهما السلام ملتيا به کوي.

نو په فلسطین کې د یهودو پر وړاندې جګړه، د هغوی نابودي، او همداراز د هند فتحه او په هغه خاوره کې د اسلام بریا، ان شاء الله حتمي دي. ځکه دا د هغه رښتیني پېغمبر وعده ده، چې هېڅکله له خپله ځانه خبرې نه کوي.

سره له دې، دا فتحه به داسې نه راځي چې موږ به کرار ناست وو او پریښتې به له اسمانه ورته راکوزېږي؛ بلکې موږ باید عمل وکړو، هڅه وکړو، جهاد وکړو، او په خپلو اعمالو کې صداقت او اخلاص خپل کړو. الهي نصرت داسې راځي. ان‌شاءالله.

موږ د پاکستان پر خلکو ډاډه یو او د نېکو تمه ترې لرو؛ ځکه پاکستان یو اسلامي او پیاوړی هېواد دی، د اسلام ريښې پکې ژورې دي، اسلامي احساسات پکې لمبې کوي، او پوځيان یې له في سبیل الله جهاد سره مینه لري.

د خلافت د قیام پر لور د پاکستان د خلکو میلان ورځ تر بلې زیاتېږي، او د الله سبحانه وتعالی په اراده، ډېر وخت به ونه‌ نيسي چې د همدغو وفادارو او مخکښو خلکو له لوري نصرت تحقق ومومي. هغه وخت به د رسول الله صلی الله علیه وسلم وعده پوره شي، او له دغې جبریه دورې وروسته به خلافت حاکم شي. لکه څنګه چې امام احمد په خپل مسند کې له حذیفه رضي الله عنه نه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«... ثم تکون ملکاً جبریة فتکون ماشاء الله أن تکون، ثم یرفعها إذا شاء أن یرفعها، ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة، ثم سکت».

ژباړه: بیا به جبري واکمني وي؛ هرڅومره چې الله وغواړي پاتې به شي، بیا چې الله وغواړي، هغه به له منځه یوسي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي. بیا (رسول الله صلی الله علیه وسلم) چوپ شو.

په هغې ورځ به مومنان خوشاله شي:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]

ژباړه: «او هغه ورځ به مومنان د الله تعالی په نصرت خوشاله وي؛ ځکه الله چې چاته وغواړي، نصرت ورکوي، او هغه قوي نه ماتېدونکی او مهربانه ذات دی.»

۱۴۴۶هـ.ق کال د ذوالقعدې ۱۷مه

۲۰۲۵م کال د مې ۱۵مه

Last modified onسه شنبه, 20 می 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې