جمعه, ۰۹ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
پر ایران د یهودي رژیم تېری او پایلې یې

(ژباړه)

پوښتنه:

العربیه شبکې د ۲۰۲۵م کال د جون پر ۲۷مه په یوه راپور کې ولیکل: «څلور باوري سرچینې وایي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت دا احتمال ارزوي چې ایران ته تر ۳۰ میلیارده ډالرو پورې اجازه ورکړي، څو د یوه غیرنظامي هدف لپاره خپل اټومي پروګرام پراخ کړي. دغو سرچینو زیاته کړې چې دغو خبرو روانه اونۍ هم دوام درلود او اوربند ته تر رسېدو وروسته مطرح شوې دي. د ټرمپ حکومت چارواکو تایید کړې چې بېلابېل وړاندیزونه پر مېز دي، خو یو شرط پرې حتمي او له خبرو اترو خلاص دی: ایران دې د یورانیمو غنی‌کول په بشپړ ډول بند کړي.»

تر دې وړاندې، ټرمپ اعلان کړی و چې هغه اوربند چې ده د ایران او یهودي رژیم ترمنځ وړاندیز کړی و، عملي شوی دی. د یهودي رژیم لومړي وزیر هم اعلان وکړ چې د ټرمپ له دې طرحې سره موافق دی. بل‌ لور ته، یوه جګپوړي ایراني چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې تهران هم د امریکا له خوا وړاندیز شوي او د قطر په منځګړیتوب ترسره شوي اوربند سره موافقه کړې ده. (الجزیره، ۲۴ جون ۲۰۲۵)

دا ټول بدلونونه تر هغه وروسته رامنځته شول چې امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۵م کال د جون پر ۲۲مه د ایران اټومي تأسیسات په نښه کړل، او یهودي رژیم لا له وړاندې، د جون له ۱۳مې، پر ایران پراخ او ناڅاپي برید پیل کړی و.

اصلي پوښتنه دا ده: ولې یهودي رژیم دا ډول ناڅاپی برید پيل کړ، په داسې حال کې چې دا رژیم هېڅکله د امریکا له اجازې پرته ورته اقدام نه کوي؟ او له بلې خوا، آیا ایران خپله د امریکا په مدار او تګلارو کې حرکت نه کوي؟ نو بیا ولې امریکا هم د ایران د اټومي تأسیساتو پر ضد برید کې ګډون درلود؟

ځواب: د دې پوښتنې د روښانه ځواب لپاره، باید پر څو مهمو ټکو تمرکز وشي:

۱. د ایران اټومي پروګرام د یهودي رژیم لپاره یو جدي ګواښ دی: هو، د ایران اټومي پروګرام د یهودي رژیم لپاره یو جدي او ویجاړوونکی ګواښ بلل کېږي؛ همدا لامل دی چې دا رژیم خپله ټوله هڅه کوي چې دغه پروګرام له منځه یوسي. له همدې امله، کله چې ټرمپ په ۲۰۱۸ کې د ۲۰۱۵م کال له اټومي هوکړې څخه ووت، یهودي رژیم له دې پرېکړې په خوښۍ هرکلی وکړ. د صهیونیستي رژیم دریځ له پیله روښانه و: یوازینی د منلو وړ ماډل باید د لیبیا ماډل وي؛ یعنې د ایران د اټومي پروګرام بشپړ له‌منځه وړل.

په همدې تړاو، یاد رژیم د ایران دننه د جاسوسانو یوه پراخه شبکه جوړه کړه. د هغوی لومړني برید وښوده چې له موساد سره د کورنیو عناصرو یو لښکر په همکارۍ بوخت دی؛ داسې کسان چې د لږو پیسو په بدل کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو پرزې راوړلې، په کوچنیو کارخونو کې یې راټولې کړې او بیا یې هدفي ځایونه ـ لکه د ایران د نظامي قوماندانانو کورونه ـ پرې وویشتل. دا یوه داسې پېښه وه چې په لبنان کې د ایران پر حزب د یهودي رژيم له برید سره یې ورته والی درلود.

۲. د برید په ملاتړ او لارښوونه کې د امریکا رول: په دې قضیه کې د امریکا دریځ یوازې له ساده ملاتړ هاخوا و؛ بلکې امریکا د یهودي رژیم اصلي لارښوود بلل کېده، تر څو د ایران اټومي پروګرام له منځه یوسي. ټرمپ پر مېز دوه انتخابونه ایښي وو: یا به مذاکره کېږي، یا نظامي برید.

د ۲۰۲۵م کال په اپریل میاشت کې، ایران او امریکا د عمان په پلازمېنه، مسقط کې د خبرو اترو لړۍ پیل کړه. د ټرمپ حکومت د دغو خبرو ستاینه کوله؛ ځکه له ایراني لوري ژور امتیازات ورکول کېدل، تر دې چې داسې ښکارېده چې یوه نوې هوکړه نږدې ده. ټرمپ د موافقې لپاره دوې میاشتې وخت ټاکلی و. بل‌ لور ته، د یهودي رژیم استازي په منظم ډول د امریکا له ځانګړي استازي سره لیده کاته کول؛ نږدې هر ځل مخکې له دې چې له ایران سره خبرو ته کېني، تر څو د خبرو د بهیر له جزئیاتو خبر شي.

۳. د امریکا، اروپا او اټومي ادارې د تندلارو همغږي: وروسته د ټرمپ حکومت د خپلو ځینو غړو له تند دریځ سره ځان همغږی کړ؛ داسې دریځ چې له یهودي رژیم سره یې پوره مطابقت درلود. په همدې موده کې په اروپا کې هم تندلاري جریانونه راڅرګند شول. اروپایي هېوادونه له دې ناخوښ وو چې یوازې امریکا له ایران سره خبرې کوي، او هره هوکړه چې وشي، تر ټولو لویه ګټه به امریکا ته ورسېږي او دوی به پکې برخه نه لري. په ځانګړي ډول، ایران امریکایي شرکتونو ته په تېلو، ګاز، هوايي چلند او نورو برخو کې د پانګونې په بدل کې د سلګونو میلیارده ډالرو ګټې ژمنه ورکړې وه؛ چې دې چارې د ایران پر لور د ټرمپ د ادارې د طمعې سترګې راواړولې.

دا وضعیت د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لخوا د یوه سخت لحن لرونکي راپور په خپرېدو لا پسې توند شو. دا لومړی ځل و چې نږدې په شلو کلونو کې، یادې ادارې د ۲۰۲۵م کال د جون پر ۱۲مه اعلان وکړ چې ایران د اټومي وسلو د نه پراخولو په تړاو خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي. (دویچه‌ویله، آلمان ۱۲ جون ۲۰۲۵)

بل‌ لور ته، د ایران رهبر هم تر دې وړاندې د غنی‌کولو د بندېدو احتمال رد کړی و. خامنه‌يی ویلي و: «دا چې مذاکرات روان دي، غواړم مقابل لوري ته خبرداری ورکړم. امریکایي لوری چې په دغو غیرمستقیمو خبرو کې برخه لري، باید بې‌ځایه خبرې ونه‌کړي؛ دا چې وایي: موږ به ایران ته د غني‌کولو اجازه ورنه‌کړو؛ یوه ستره تېروتنه ده؛ ایران د هېچا اجازې ته په تمه نه دی.» خو په منځني ختیځ کې د ټرمپ استازي، ویتکوف، له ABC News شبکې سره په مرکه کې وویل چې واشنګټن په احتمالي توافق کې د ایران د غني کولو هېڅ کچه نه شي منلی. هغه په څرګند ډول وویل: «موږ ان یو سلنه غني‌کول هم نه منو؛ زموږ له نظره، هر ډول توافق باید د غني‌کولو له بشپړ بندېدو سره پیل شي.» (ایران اینټرنشنل، ۲۰ می ۲۰۲۵)

۴. د مذاکراتو ترینګلتیا او ناڅاپي برید: کله چې ایران د غني‌کولو پر دوام ټینګار وکړ او امریکا يې پر بندېدو اصرار کاوه، نو د دواړو لورو ترمنځ خبرې په عملي ډول ترینګلې شوې؛ خو په رسمي ډول د دغو خبرو اترو ختم نه و اعلان شوی. کله چې د ۲۰۲۵م کال د جون پر ۱۲مه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې راپور خپور شو، یهودي رژیم ډېر ژر، د امریکا په همغږۍ، یوه شپه مخکې پلان جوړ کړ او د جون پر ۱۳مه یې یو ناڅاپي برید پیل وکړ.

په دې برید کې د نطنز اټومي تأسیسات چې د ایران تر ټولو لوی د غني‌کولو مرکز دی او ۱۴ زره سانټریفیوژونه لري، په نښه شول. یهودي رژیم همداراز د سپاه پاسداران د قوماندانانو، لوړپوړو نظامیانو او اټومي ساینسپوهانو د ترور لپاره عملیات وکړل، او د توغندیو د توغولو پر ځایونو یې هم بریدونه وکړل.

که څه هم نتانیاهو ادعا وکړه چې ګواکې ایران د اټومي وسلو د تولید څېړنې بیا پيل کړي، او دا یې د برید دلیل وباله (آر.ټي، ۱۴ جون ۲۰۲۵)، خو دا ادعا د ایراني چارواکو لخوا څو ځله رد شوې ده؛ هغوی تل ویلي چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري، او د دې لپاره چې د خپل پروګرام سوله‌‌ییزوالی ثابت کړي، د هر ډول نړیوال نظارت هرکلی کوي. خو حقیقت دا دی چې یهودي رژیم یوازې د امریکا د اجازې په تمه و، او کله چې دغه «شین څراغ» صادر شو، عملیات پيل شول.

۵. د امریکا له اجازې پرته، برید ناشونی و: هېڅ عاقل انسان نه مني چې یهودي رژیم دې د امریکا له همغږۍ او اجازې پرته دا ډول برید پيل کړی وي. لکه څنګه چې په اسراییلو کې د امریکا سفیر، مایک هاکاپي، د پنجشنبې په ورځ وویل: «موږ دا تمه نه لرو چې اسراییل دې د امریکا له اجازې پرته پر ایران برید وکړي.» (عرب ۴۸، ۱۲ جون ۲۰۲۵)

د ټرمپ او نتانیاهو ترمنځ تر ۴۰ دقیقو خبرو اترو وروسته، یوه اسراییلي چارواکي افشا کړه چې تل‌ابیب او واشنګټن د تبلیغاتي او استخباراتي دوکې لپاره پراخ عملیات پلان کړي وو. د هغه په وینا، د دغو عملیاتو موخه دا وه چې ایران داسې وانګېري چې د هغه پر اټومي تأسیساتو هېڅ نږدې برید نه کېږي. اسراییلي رسنیو هم په همدې موده کې داسې معلومات خپاره کړل چې ګواکې ټرمپ، نتانیاهو له برید څخه منع کړی دی؛ حال دا چې دا ټول درواغ او د فریب یوه برخه وه. (الجزیره نېټ، ۱۳ جون ۲۰۲۵)

همداراز، امریکا د برید تر پیل مخکې شاوخوا ۳۰۰ د AGM-114 هلفایر ډوله هدایت‌کېدونکي توغندي یهودي رژیم ته استولي وو (د يوروشلم پُسټ د راپور پر بنسټ). امریکایي چارواکو تایید کړې چې واشنګټن د جمعې ورځې پر سهار د ایران پر نظامي او اټومي اهدافو د برید له پلان څخه پوره خبر درلود، او کله چې ایران په غبرګون کې تر ۱۵۰ زیات بالستیک توغندي وتوغول، امریکا د هغوی په شنډولو کې مرسته وکړه. د امریکا د دفاعي برخې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، دغه توغندي د اسراییلو لپاره «ډېر اغېزناک» وو. د اسراییلو هوایي ځواک له ۱۰۰ زیاتې الوتکې وکارولې چې د سپاه پاسداران قوماندانان، اټومي ساینسپوهان او د قوماندې مرکزونه یې په اصفهان او تهران کې په نښه کړل. (آر.ټي، ۱۴ جون ۲۰۲۵)

۶. برید، د مذاکراتو د فشار یوه برخه وه: د ټرمپ حکومت، سره له دې چې له ایران سره هم‌مهاله خبرې روانې وې، له یهودي رژیم سره په همغږۍ یو لوی فریب وکړ، تر څو د برید له امله رامنځته شوی وحشت او شوک په خبرو اترو کې د امریکا د چنو وهلو چانس ډېر کړي. د امریکایي چارواکو څرګندونې پخپله دا ادعا ثابتوي. یعنې د امریکا هدف دا و چې د یهودي رژیم له برید څخه د فشار یوه وسیله جوړه کړي، څو ایران مجبور شي چې د اټومي خبرو په جریان کې امتیاز ورکړي. نو برید یو مستقل اقدام نه و، بلکې د اټومي مذاکراتو د فشار یوه وسیله وه.

دا مسئله له هغو مدافعانه څرګندونو څخه هم ښه څرګندېږي چې امریکایي چارواکو د برید په تړاو کړې دي. هغوی نه یوازې دا برید توجیه کړ، بلکې دا یې د «قانوني دفاع حق» یوه برخه وبلله، او د وسلو رسولو، بې‌پیلوټه الوتکو او دفاعي سیستمونو د فعالولو له لارې، دوی پخپله په عملیاتو کې مستقیم ګډون وکړ. د امریکایانو له دغو څرګندونو څخه یو هم د ټرمپ هغه خبرې دي چې د کاناډا د جي۷ سرمشریزې ته د تلو پر مهال یې وکړې. هغه وویل: «توافق ته تر رسېدو وړاندې ځینې جګړې حتمي وي.» هغه له ABC شبکې سره په یوه مرکه کې دا هم وویل چې متحده ایالات ممکن د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو لپاره له اسراییلو سره مرسته وکړي. (عرب ۴۸، ۱۶ جون ۲۰۲۵)

۷. امریکا او له جګړې څخه د ایران د تسلیمۍ لپاره ګټه اخیستل: امریکا جګړه هدف نه، بلکې د فشار او توافق د تحمیل وسیله ګڼي، څو ایران تسلیمۍ ته مجبور کړي؛ لکه څنګه چې ټرمپ ویلي وو: «توافق ته تر رسېدو وړاندې ځینې جګړې حتمي وي.»  په همدې لړ کې، ټرمپ پر ایران د یهودي رژیم برید «عالي» وباله او ویې ویل: «موږ ایران ته فرصت ورکړ، خو هغوی فرصت له لاسه ورکړ، او اوس یې سخت ګوزار وخوړ؛ او البته نور ګوزارونه هم پر لاره دي.» (ABC، ۱۳ جون ۲۰۲۵)

ټرمپ همداراز له CNN سره په یوه مرکه کې وویل: «ایرانیان د مذاکرې غوښتونکي دي، خو دا کار یې باید ژر کړی وای؛ ما ۶۰ ورځې وخت ورکړ، هغوی ۶۰ ورځې لرلې، خو د ۶۱مې ورځې په سهار مې وویل: نور توافق نشته.» (۱۶ جون ۲۰۲۵)

دا څرګندونې په ډاګه کوي چې امریکا نه یوازې د برید اجازه ورکړې، بلکې یهودي رژیم یې ورته هڅولی هم دی. ټرمپ په خپل «تروث سوشیال» پلټفارم کې ولیکل: «ایران باید هماغه اټومي توافق لاسلیک کړی وای چې ما ورته وړاندې کړی و...» او دا یې هم زیاته کړه: «په لنډه توګه: ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی و نه لري، او دا خبره مې څو ځله کړې ده.» (آر.ټي، ۱۶ جون ۲۰۲۵)

همداراز، د یهودي رژیم یو چارواکي په ډاګه کړه چې د فوردو پر سایټ (چې ژور ځمکني تأسیسات لري) د برید پر مهال، احتمال شته چې امریکا هم په دغو عملیاتو کې ګډون کړی وي. هغه وویل چې ټرمپ له نتانیاهو سره په خبرو کې ویلي وو: «که اړتیا شي، متحده ایالات به هم جګړې ته داخل شي.» (العربیه، ۱۵ جون ۲۰۲۵)

۸. د امریکا له لوري د برید مستقیم پلي کول او د ایران غبرګون: همداسې وشول؛ ځکه چې بالاخره، ټرمپ د ۲۰۲۵م کال د جون پر ۲۲مه د یکشنبې سهار اعلان وکړ چې درې اټومي سایټونه یې په نښه کړي دي. هغه وویل: «دا بریدونه بریالي وو»، او د فوردو، نطنز او اصفهان سایټونه یې یاد کړل. هغه له ایرانه وغوښتل چې «د سولې لور ته لاړ شي او جګړه پای ته ورسوي». د امریکا دفاع وزیر، برټ هیګسټ، هم اعلان وکړ: «دغو بریدونو د ایران د اټومي وسلو خوبونه په اوبو لاهو کړل.» (بي بي سي، ۲۲ جون ۲۰۲۵)

په غبرګون کې، ایران د لنډ واټن او منځني واټن بالستیک توغندي وتوغول او د امریکا العدید پوځي اډه یې په قطر کې په نښه کړه. سي‌ان‌ان راپور ورکړ چې د تېرې اونۍ پای ته نږدې، په دغه اډه کې شته امریکایي جنګي الوتکې بل ځای ته انتقال شوې وې. همداراز، د رویټرز د راپور له مخې، ایران تر برید څو ساعته وړاندې هم واشنګټن او هم دوحه خبر کړي وو. (سکای نیوز، ۲۳ جون ۲۰۲۵) ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل: «موږ له ایرانه مننه کوو چې مخکې یې خبر راکړ؛ همدا خبر ورکول وو چې هیڅوک ونه وژل شول.» (سکای نیوز، ۲۴ جون ۲۰۲۵)

۹. د امریکا او یهودي رژیم لخوا د جګړې پیل؛ پای یې هم د امریکا په امر و: وروسته له هغه چې امریکا او یهودي رژیم پر ایران پراخ بریدونه وکړل او ایران هم غبرګون وښود، درانه ځاني او مادي زیانونه واوښتل. د ایران د روغتیا وزارت ویاند په وینا، د یهودي رژیم د بریدونو په پایله کې ۶۱۰ تنه شهیدان او ۴۷۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي. په مقابل کې، د یهودي رژیم د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د جون له ۱۳مې تر دې دمه، په اشغال شوې خاوره کې ۲۸ تنه وژل شوي دي. (بي بي سي، ۲۵ جون ۲۰۲۵)

په داسې شرایطو کې، هماغه ټرمپ چې جګړه یې یهودي رژیم ته په لارښوونه پیل کړې وه او خپله هم پکې شریک و، اوس د اوربند اعلان کوي. ټرمپ وویل: «هغه اوربند چې ما د ایران او یهودي رژیم ترمنځ وړاندیز کړی و، اوس پلی شوی دی.» نتانیاهو هم اعلان وکړ چې د ټرمپ له وړاندیز سره موافق دی، او یوه ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي چې ایران هم د امریکا له لوري د وړاندیز شوي او د قطر په منځګړیتوب اوربند سره موافقه کړې ده. (الجزیره، ۲۴ جون ۲۰۲۵) دا پېښې په ښکاره ښيي چې امریکا د جګړې مشري کوله؛ د جګړې پیل او پای دواړه د واشنګټن په پرېکړه وشول. د امریکا هدف هم روښانه و: د ایران د اټومي او توغنديز ځواک بشپړ له منځه وړل.

ټرمپ، د ناټو په ناسته کې د ګډون په موخه د امریکا د پرېښودو په حال کې وویل: «د ایران اټومي وړتیاوې ختمې شوې دي او هېڅکله به بیا ونه رغول شي ... اسراییل به پر ایران برید ونه کړي، او اوربند روان دی.» (الجزیره، ۲۴ جون ۲۰۲۵)

۱۰. ایران د امریکا په مدار کې؛ د واشنګټن په چوپړ کې یو سیمه‌ییز لوبغاړی؛ د دې په اړه چې ایران د امریکا په مدار کې دی، باید وویل شي چې د ایران حکومت بې له شکه د امریکا د تګلارو له مخې حرکت کوي. په عمل کې، دا هېواد د امریکا له ګټو سره هم‌مهاله خپلې ګټې هم تعقیبوي. د دې خبرې شواهد روښانه دي:

له امریکا سره په افغانستان او عراق کې د اشغال په برخه کې همکاري او د دغه اشغال متمرکزول؛ په سوریه کې د امریکا د مهرې، بشار الاسد، له پاتې کېدو ملاتړ؛ او په یمن او لبنان کې لاسوهنه.

له دغو همکاریو د ایران هدف دا دی چې د یوه لوی سیمه‌ییز ځواک په توګه، که څه هم د امریکا د تګلارو په چوکاټ کې وي، ځان مطرح کړي. خو هغه څه چې له پامه غورځول شوي، دا دي چې امریکا هر وخت چې اړتیا ونه لري، د ایران رول محدودوي؛ هغه هم یا د سیاسي فشار له لارې او یا هم د نظامي برید په وسیله، لکه همدا وروستي بریدونه.

په حقیقت کې، امریکا د یهودي رژیم په مرسته او د تسلیحاتي او استخباراتي ملاتړ په واسطه، په دغو وروستیو بریدونو کې د ایران د نظامي جوړښت یوه برخه، په ځانګړي ډول اټومي برخه او هغه سلاکاران چې د امریکا له تګلارو سره یې یو څه فاصله درلوده، له منځه یووړل. ځکه واشنګټن پوهېږي چې دغه هېوادونه په پای کې هماغه پلان ته تسلیمېږي چې امریکا جوړ کړی.

۱۱- د امریکا وروستی پلان؛ د زړه راښکونکو وړاندیزونو له لارې بېرته د مذاکرې مېز ته د ایران راوستل: د اوربند له اعلان وروسته، د امریکا نوې نقشه چې هدف یې د ایران د اټومي نظامي ځواک پای ته رسول دي، اوس په ښکاره عملي کېږي.

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، څلورو باوري سرچینو ویلي چې د ټرمپ حکومت دا احتمال ارزوي چې: له ایران سره تر ۳۰ میلیاردو ډالرو پورې مالي مرسته وکړي، څو د انرژۍ د تولید لپاره یو غیرنظامي اټومي پروګرام پیل کړي؛ همداراز بندیزونه نرم کړي او د ایران کنګل شوې میلیاردونه ډالر شتمنۍ آزادې کړي.

د امریکا د سي‌ان‌ان تلویزیوني شبکې په وینا، دا وړاندیزونه د امریکا د پراخو هڅو یوه برخه ده، څو ایران بېرته د مذاکرې مېز ته راواړوي. یادو سرچینو ویلي چې د امریکا او منځني ختیځ یو شمېر مهمو او فعالو اشخاصو په دوامداره توګه، د پردې تر شا مذاکرات پر مخ وړي دي؛ ان په تېرو دوو اونیو کې چې د ایران او اسراییلو ترمنځ نښتې روانې وې، دا خبرې نه وې درېدلي. یادو سرچینو همداراز زیاته کړې چې دغه خبرې روانه اونۍ، د اوربند تر توافق وروسته هم دوام لري. د ټرمپ حکومت یو شمېر چارواکو منلې چې هغوی څو ډوله وړاندیزونه مطرح کړي دي؛ خو ټول دغه وړاندیزونه یو ثابت او له بحث پرته شرط لري: «ایران باید د یورانیمو غني کول په بشپړه توګه بند کړي.» (العربیه، ۲۷ جون ۲۰۲۵)

۱۲. او بالاخره دا چې؛ د اسلامي امت مصیبت د دوی خپل حاکمان دي: کله چې ایران ته د برید ګواښ وشو، تر دښمن وړاندې وار یې ونه کړل؛ په داسې حال کې چې لومړی برید د دفاع تر ټولو غوره بڼه ده، په ځانګړې توګه د یهودي رژیم په څېر دښمن پر وړاندې. خو ایران منتظر پاتې شو، تر هغه چې بنسټونه یې تر برید لاندې راغلل، ساینسپوهان یې ترور شول، بیا یې غبرګون وښود. د امریکا د برید پر وړاندې یې هم ورته چلند وکړ.

وروسته، ټرمپ د اوربند اعلان وکړ، او دواړو لوريو ــ ایران او یهودي رژیم ــ پرته له کوم مقاومته دا اوربند ومانه. له دې وروسته، امریکا مذاکرات پیل کړل، وړاندیزونه یې وکړل، او د یورانیمو د غني‌کولو د بشپړ بندېدو په اړه یې پر داسې شرط ټینګار وکړ چې هیڅ د مذاکرې او خبرو اترو وړ نه دی!

موږ خبرداری ورکوو: هسې نه چې دا جګړه له یهودي رژیم سره د سولې لامل شي او ایران بې‌وسلې شي! خو د اسلامي خاورو نور حاکمان، په ځانګړي ډول هغه چې د یهودي رژیم په شاوخوا کې دي، پټه خوله پاتې دي؛ داسې چې د دښمن الوتکې د دوی له خاورې تېرېږي، د مسلمانانو خاورې بمبار کوي، او پرته له دې چې ان یوه مرمۍ وروویشتل شي، خپلو اډو ته بېرته ګرځي! په دې کې هیڅ شک نشته چې دغه حاکمان د امریکا د امرونو تابع او تسلیم شوي دي، سرحدونه یې مقدس ګڼلي، او په کور ناستې ته مشروعیت ورکوي؛ خو نه پوهېږي چې اسلامي خاورې یو واحد وجود دی؛ که دا خاوره د ختیځ په ګوټ کې وي که د لویدیځ په څنډه کې. هغوی هېر کړي چې د مسلمانانو سوله یوه ده او جګړه یې هم یوه ده، او مذهبي اختلافونه باید تر هغه وخته د تفرقې لامل نه شي، څو چې ټول مسلمانان وي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې دغه حاکمان د ګمراهۍ او خوارۍ په ژورو کې ډوب دي؛ ګمان کوي چې امریکا ته د تسلیمۍ او خضوع له لارې به نجات ومومي، حال دا چې امریکا یو- یو منزوي کوي، او وسلې یې؛ چې ممکن د یهودي رژیم لپاره ګواښ وي، ترې اخلي. لکه څنګه چې امریکا په سوریه کې اجازه ورکړه چې یهودي رژیم یې نظامي تأسیسات له منځه یوسي، نن دا کار له ایران سره کوي. امریکا به دغه حاکمان د دنیا او آخرت له خوارۍ سره یوازې پرېږدي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِندَ اللهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾

ژباړه: «بې شکه، هغه کسان چې جرم يې کړی، د الله په وړاندې به له خوارۍ او سخت عذاب سره مخ شي، د هغو مکرونو له امله چې کول یې.»

آیا هغوی فکر نه کوي؟ که هماغسې دي چې الله توصیف کړي:

﴿صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ﴾

ژباړه: «کاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي؛ نو نه پوهېږي؟»

ای مسلمانانو! تاسو ګورئ او اورئ چې ستاسې حاکمانو تاسو څرنګه خوار او د استعماري کفارو تابع کړي يئ؛ حتی هغه یهودي رژیم چې الله سبحانه وتعالی پرې ذلت او خواري نازله کړې، نن د فلسطین مبارکه خاوره اشغال کړې ده! تاسو پر دې هم ښه پوهېږئ چې له اسلام پرته بل هيڅ ځای عزت نشته، او دا چې د اسلام له دولت، راشده خلافت پرته بل ځواک نشته؛ هغه دولت چې راشد خلیفه د امت رهبري کوي او پوځ یې تر شا جهاد کوي. دا د صادقو مؤمنانو په لاس د الله ژمنه ده، چې ډېر ژر به پوره شي؛ لکه څنګه چې رسول الله ﷺ فرمایي:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ»

ژباړه: هرو مرو به د یهودو پر وړاندې جنګېږئ او هغوی به وژنئ.

هغه وخت به ځمکه د قوي، عزیز او حکیم رب په رڼا او بریا وځلېږي.

په پای کې پر دې هم پوه شئ چې حزب‌التحریر، هغه قيادت چې هېڅکله خپل امت ته دروغ نه وایي، تاسو د نصرت او ملاتړ بلنه درکوي چې د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا قایم شي؛ اسلام او مسلمانان عزتمن شي، او کفر او کفار خوار او ذلیل شي. او همدا ستره بریا ده:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرّحِيمُ﴾

 

۱۴۴۷هـ.ق کال د محرم ۳مه

۲۰۲۵م کال د جون ۲۸مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې