- مطابق
(ژباړه)
پوښتنه:
د عمان سلطنت، چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو اترو کې د منځګړي رول لري، پنجشنبه اعلان وکړ چې هغه څلورم پړاو خبرې اترې چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي، د لوژستیکي دلایلو له امله وځنډول شوې؛ دوی د کومې نوې نېټه د ټاکلو یادونه هم ونه کړه. (سرچینه: الشرق، ۱ مې ۲۰۲۵)
د امریکا او ایران ترمنځ غېرمستقیمې خبرې اترې لومړی ځل د ۲۰۲۵م کال د اپرېل په ۱۲مه د عمان په پلازمېنه، مسقط کې د عمان د بهرنیو چارو د وزیر بدر البوسعیدي په منځګړيتوب پیل شوې. دوهم پړاو یې د اپرېل په ۱۹مه د ایټالیې په روم ښار کې د عمان سلطنت په سفارت کې بیا هم د همدغه وزیر په منځګړيتوب ترسره شوې. درېیم پړاو یې شنبه، د اپرېل ۲۶مه، په عمان کې د هماغه عماني منځګړيتوب لاندې ترسره شو.
اوس دا پوښتنې مطرح کېږي:
- ولې ټرمپ اوس غواړي له ایران سره یو ځل بیا اټومي تړون لاسلیک کړي، سره له دې چې په ۲۰۱۸م کال کې له هغه تړون څخه، چې د ۲۰۱۵م کال د جولای په ۱۴مه لاسلیک شوی و، یو اړخیز وتلی و؟
- ولې د دغو خبرو اترو څلورم پړاو وځنډېد؟
- د «لوژستیکي دلایلو» موخه څه ده؟
- ایا دا ځنډ د خبرو اترو د پرې کېدو معنی لري؟
ځواب:
لومړی باید هغه حالات وڅېړو چې په ۲۰۱۵م کال کې د ایران او غربي هېوادونو ترمنځ د اټومي تړون د لاسلیک پر مهال حاکم وو، بیا به د ۲۰۱۸م کال هغې زمینې او شرایطو ته ستانه شو چې ټرمپ له دې تړون څخه ووت، ورپسې نوې او روانې پېښې ارزوو چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو اړوند رامنځته شوې دي.
۱. هغه عوامل چې امریکا یې په ۲۰۱۵م کال کې دې ته اړ ایسته چې له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړي:
موږ د ۲۰۱۵م کال د جولای په ۲۲مه د دې تړون د لاسلیک په اړه پوښتنې په ځواک کې ویلي وو: «... د امریکا ولسمشر دا خبرې اترې له لېرې مدیریت کولې، له مستقیم تماس او ډیر پام سره یې هڅه کوله چې دا تړون وکړي، او خپل د بهرنیو چارو وزیر یې درې پرلهپسې اونۍ –له مخکنيو تماسونو پرته– پر دې بوخت ساتلی و، چې دا د اوباما او د هغه د حکومت لپاره د دغه تړون لوړ ارزښت ښيي. دغه تړون ایران محدود کړ او له دې یې منع کړ چې هر ډول اټومي وسلې جوړې کړي. که دا خبره په سیمه کې د ایران د رول او همداراز له هغه سره د همکارۍ –بلکې لکه څنګه چې ښکاري، عملي همکارۍ- په اړه د امریکا د ولسمشر او نورو امریکایي چارواکو له پخوانیو څرګندونو سره وتړو؛ همداراز له هغو څرګندونو سره چې ایراني چارواکو پکې له امریکا سره په عراق او افغانستان کې د همکارۍ خبرې کړې او د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد همکارۍ ته یې چمتووالی ښودلی، او له هغه څه سره چې واقعاً لیدل کېږي، یعنې د سوریې په اړه د ایران او د هغه د ګوند کړنو ته د امریکا ضمني رضایت... دا ټول ښيي چې امریکا غوښتل له دې تړون سره ایران ته شرایط اسانه کړي، بندیزونه لرې کړي او ښکاره اړیکې ورسره جوړې کړي، تر څو ایران داسې رول ادا کړي چې د امریکا کار اسانه کړي، بار یې سپک کړي او د سیمې د دولتونو او ملتونو پر وړاندې د امریکا اقدامات پټ کړي. داسې چې ایران د امریکا سیاست عملي پلی کړي؛ لکه اوس یې چې په عراق، سوریه او یمن کې کوي، خو دا ځل د تورې پردې شاته نه، بلکې د یوې شفافې پردې شاته، یا ان بې له پردې...» پر همدې بنسټ، اوباما د ۲۰۱۵م کال د جولای په ۱۴مه له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړ، څو د سوریې په قضیه کې د دغه هېواد رول لا پیاوړی کړي.
۲. هغه عوامل چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د ټرمپ حکومت اړ کړ چې له ایران سره لاسلیک شوی اټومي تړون –چې په ۲۰۱۵ کې لاسلیک شو- لغوه کړي:
الف) امریکا په فعاله توګه سعودي او ترکیه د سیمې تحولاتو ته داخل کړل. ترکیې په دې برخه کې څرګند رول ادا کړ؛ داسې چې په ۲۰۱۶م کال کې یې د «فرات ډال» عملیات وکړل، او د ۲۰۱۸م کال په مارچ کې یې د «زیتون څانګې» عملیات پیل کړل. له دې سره سعودي عرب هم خپل سیمهییز رول پراخ کړ. نو نور په سوریه کې د ایران محوري رول اړین نه و، او لازمه وه چې دا رول محدود شي. دا هماغه څه وو چې ټرمپ وکړل؛ هغه د ایران سیمهییز رول له یوه اصلي لوبغاړي څخه یو ثانوي یا متمم رول ته راټیټ کړ.
ب) اروپایي هېوادونه هم د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون له اړخونو څخه وو، او تر ټولو زیات ګټه هم همدوی ترې اخیسته. خو ټرمپ نه غوښتل اروپا دې له هغه تړونه ګټه واخلي چې د اوباما د دورې پر مهال لاسلیک شوی و، نو ځکه یې لغوه کړ.
په دې توګه، د ټرمپ له لوري له دغه تړونه وتل د یوې تحلیلي پریکړې پایله وه، چې د امریکا د ګټو پر بنسټ اړینه ګڼل کېده، څو له تړونه ووځي او د نوو شرطونو لپاره زمینه برابره کړي؛ هغه شرطونه چې د ایران سیمهییز رول محدود کړي.
۳. هغه عوامل چې ټرمپ یې په ۲۰۲۵م کال کې دې ته اړ کړ چې یو ځل بیا اټومي تړون ته –چې په ۲۰۱۸ کې يې پخپله لغوه کړی و- ستون شي:
د هغو پېښو په رڼا کې چې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ له ۲۰مې وروسته، د ټرمپ د بیا واک ته رسېدو له پیله، رامنځته شوې دي، اټومي تړون ته یې د بیرته راتګ انګېزې دا ګڼلی شو:
الف: څرګنده ده چې د دغو خبرو اترو پیل د ټرمپ ادارې وکړ. هغه د مارچ په ۷مه د عمان په منځګړيتوب تهران ته یو پیغام واستاوه او په ښکاره يې علاقه څرګنده کړه چې بېرته خبرو ته راوګرځي او یوه نوي توافق ته ورسېږي. ټرمپ له «فاکس بیزنس» سره په مرکه کې وویل چې پنجشنبه، د مارچ ۶مه، یې د ایران مشر، علي خامنهاي ته یو پیغام لېږلی چې غواړي له تهران سره یوه توافق ته د رسېدو لپاره خبرې اترې وشي. هغه زیاته کړه: «بله لاره دا ده چې باید یو اقدام وشي، ځکه ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.» ټرمپ د لیک د منځپانګې په اړه وویل: «ما ورته وویل هیله لرم مذاکره وکړئ، ځکه دا به د ایران لپاره ډېره غوره وي.» (سرچینه: ایران اینټرنشنل، ۷/۳/۲۰۲۵)
ب: ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې اټومي تړون لغوه کړ، ځکه د هغه تړون (چې په ۲۰۱۵م کال کې د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو او جرمني ترمنځ لاسلیک شوی و) اصلي ګټه اروپا ته رسېده. نو د ۲۰۱۵م کال پر خلاف، د خبرو اترو په نوي پړاو کې ټرمپ اروپایي هېوادونه ګوښه کړل؛ نه یې مشوره ورسره وکړه او نه یې له دغو خبرو اترو، چې په عمان کې روانې وې، خبر کړل. دا اقدام د دې لپاره و چې د اروپا هغه هڅې شنډې کړي چې غوښتل یې له ایران سره خپلواکې خبرې اترې پیل کړي. د «الشرق» د ۲۴/۰۴/۲۰۲۵ نېټې د راپور له مخې؛ اروپایي ډیپلوماټانو رویټرز ته ویلي چې هغوی له ایران سره د یوې نوې غونډې په لټه کې وو، خو دا هڅې هغه وخت ودرېدې چې تهران د ټرمپ له حکومت سره غیرمستقیمې خبرې پیل کړې. امریکا اروپایي هېوادونه د عمان له خبرو ناخبره پرېښي وو. ان د خبرو اترو د دوو دورو لپاره د کوربه په توګه د ایټالیې –چې د حکومت مشري یې د ټرمپ ملاتړ لرونکی، ښي اړخی لومړی وزیر «ملوني» کوي- انتخاب اروپا ته یو پیغام و؛ په ځانکړي ډول بریتانیې، فرانسې او جرمني ته چې ټرمپ په ناټو کې اختلافات ورسره لرل.
ج: امریکا غواړي په بشپړ ډول له چین سره پر نړیوال رقابت تمرکز وکړي؛ له همدې امله، هڅه کوي له هغو عواملو ځان خلاص کړي چې د منابعو ضایع کېدو او د تمرکز د کمښت لامل ګرځي. له روسیې سره روانې خبرې اترې هم په همدې چوکاټ کې د تفسیر وړ دي: امریکا هڅه کوي روسیه د اوکراین د کړکېچ پر سر خبرو ته راکاږي، څو دا هېواد له چین څخه جلا کړي او د بیجینګ-مسکو محور کمزوری کړي. په حقیقت کې، د ټرمپ ستراتیژیک لومړیتوب د چین مهارول دي.
د: د یهودي رژيم دا تمایل چې اټومي وسلو ته د لاسرسي نه پيدا کولو په پلمه پر ایران برید وکړي، یو بل عامل دی. لکه څنګه چې معلومه ده، دغه رژيم د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر کې پر ایران برید وکړ او ایران یې هم په ځواب کې توغوندي وتوغول چې خپل زور وښيي؛ دا ټول د امریکا او د یهودي رژيم له مخکینۍ همغږۍ سره ترسره شول. اوس امریکا نه غواړي چې د چین پر ضد د تمرکز په دغه دوره کې، پر داسې بریدونو بوخته شي. له همدې امله، هڅه کوي له ایران سره اټومي توافق ته ورسېږي، څو د یهودي رژيم امنیت تضمین شي او د برید پلمه ترې واخیستل شي. په حقیقت کې، ټرمپ – چې د امریکا د ولسمشرانو ترمنځ یې د یهودي رژیم تر ټولو زیات ملاتړ کړی- غواړي له دې توافق سره له یهودي رژیمه ټولې پلمې واخلي، او هممهاله د امریکا اقتصادي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او له چین سره د مقابلې لپاره کوم مزاحمت ونه لري. نو ټرمپ دا خبرې اترې داسې یوه توافق ته د رسېدو لپاره پيل کړې چې د ایران اټومي ظرفیت محدود کړي او اروپايي هیوادونه هم کوم ګډون یا مداخله پکې ونه لري.
۴. خو ولې د خبرو اترو څلورم پړاو وځنډېد؟ رسنۍ وايي سبب یې «لوجستیکي دلایل» دي.
د «لوجستیک» کلیمه په ویکيپېډیا کې د «تدارکاتو او ملاتړ هنر» په معنی راغلې. په انګلیسي «Logistics» یا د عربي «فن السوقیات» د مالونو، انرژۍ او معلوماتو د بهیر د مدیریت علم او هنر ته ویل کېږي... داسې ښکاري چې دلته د لوجستیکي دلایلو هدف دا وي چې د روانو خبرو اترو پر مهال د امریکا لخوا پر ایران د نویو بندیزونو تر لګولو وروسته شرایط برابر شي او فضا آرامه شي.
یوه ایراني چارواکي رویټرز خبري آژانس ته ویلي: «د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به بل وخت وشي، او دا چاره د امریکا په چلند پورې اړه لري. پر تهران د واشنګټن بندیزونه د اټومي شخړې د حل لپاره له ډیپلوماتیک بهیر سره مرسته نه کوي.» دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې امریکا پر هغو بنسټونو نوي بندیزونه ولګول چې د ایران د ناقانونه نفتو او پترو-کیمیاوي محصولاتو په سوداګرۍ تورن شوي دي. (د الشرق د راپور له مخې، د ۲۰۲۵م کال د مې په لومړۍ نېټه، امریکا د چهارشنبې په ورځ داسې بندیزونه ولګول، چې هدف یې پر ایران فشار زیاتول وو.)
دغه بندیزونه داسې وخت ولګول شول چې خبرې اترې جدي روانې وې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، په دې اړه وویل: «تهران به په جديت او قاطعیت سره په هغو خبرو اترو کې ګډون ته دوام ورکړي، چې موخه یې له متحده ایالاتو سره پایلې ته رسېدل دي.» (سرچینه: الشرق، ۱ مې ۲۰۲۵)
نو، داسې نه ښکاري چې دا ځنډ دې د خبرو اترو د پرې کېدو معنی ولري؛ بلکې یوازې یو موقتي ځنډ دی، چې هدف یې د هغو بندیزونو له امله د فضا آرامول دي چې د خبرو اترو په جریان کې وضع شول.
۵. په رښتیا د تعجب ځای دی چې د اسلامي خاورو واکمنان امریکا ته اجازه ورکوي چې د مسلمانانو د ځواک، وسلو او نظامي صنایعو د کچې په ټاکلو کې لاسوهنه وکړي!
دغه واکمنان نه پوهېږي چې په اسلام کې نظامي چمتووالی د دښمن د ماتولو، وېروولو او مرعوبولو لپاره دی؛ نو که چېرې دښمن وکولای شي زموږ د ځواک د جزیاتو په اړه پرېکړه وکړي، دا په دې معنی ده چې موږ لا تر جګړې وړاندې ماته خوړلې!
ایران څنګه امریکا ته اجازه ورکوي چې په نظامي ځواک، توغندیو او اټومي پروګرام کې یې لاسوهنه وکړي، په داسې حال کې چې پخپله امریکا خپلې زېرمې له اټومي وسلو ډکې کړې دي، بلکې څو لسیزې مخکې یې په هیروشیما او ناګاساکي کې کارولې هم دي!؟ امریکا په ښکاره اعلان کوي چې ایران ته به اجازه ورنهکړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي. حال دا چې اصل دا دی چې ایران، او ورسره د نورو اسلامي خاورو واکمنان باید امریکا ته په لوړ غږ ووايي چې «ته خپلې اټومي زېربې له منځه یوسه، بیا له نورو وغواړه چې دا کار وکړي... خپل توغندي له منځه یوسه، بیا له نورو وغواړه چې دا کار وکړي.» دا چې دښمنان درنې وسلې ولري، خو له مسلمانانو وغواړي چې خپلې وسلې له منځه یوسي، یوه څرګنده زورواکي، کبر او د نورو سپکاوی دی... خو که مسلمانان درک کړي! الله سبحانه وتعالی، چې نه ماتېدونکی او خورا ځواکمن ذات دی، دا حقیقت په خپل قران کې داسې بیان کړی دی:
﴿وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ﴾ [انفال: ۶۰]
ژباړه: «او څومره چې کولی شئ د دوى [ دښمنانو] مقابلې ته چمتووالی ونيسئ او (همداراز د جګړې ډګر ته) تكړه اسونه (چمتو كړئ) چې د الله دښمن، خپل دښمن او هغه غلیمان پرې ووېروئ، چې نه يې پېژنئ؛ خو الله يې پېژني او د الله په لار (او د اسلام د دفاعي بنسټ په غښتلتيا) كې چې هر څه ولګوئ؛ نو بشپړ مكافات به يې دركړل شي او تېرى به درباندې ونشي.»
د خلافت دولت د اساسي قانون د شرحې په ۲۵۶مه صفحه کې راغلي:
۶۹مه ماده: « واجب ده چې اردو بايد په کافي اندازه وسلې، نظامي وسايل، تجهیزات، لوازم او مهمات ولري، ترڅو د اسلامي اردو په حيث د خپلې دندې د ترسره کولو جوګه وي.»
نو په دغه ایت کې چې الله تعالی د ﴿تُرْهِبُونَ﴾ کلیمه کارولې؛ ښيي چې تیاری او سمبالښت یوه شرعي چاره ده. تیاری هغه وخت پوره بلل کېږي، چې هغه علت او هدف چې ورته تشریع شوې - یعنې د دښمنانو او منافقانو وېرول- پوره شي. له همدې ځایه، د وسلو، تجهيزاتو، امکاناتو او د پوځ د نورو اړتیاوو برابرول واجب ګرځي، تر څو ویره رامنځته شي؛ او له دې نه هم پورته، دا چې پوځ وکولای شي خپله اصلي دنده، چې د اسلامي دعوت د خپراوي لپاره جهاد دی، په بشپړه توګه ترسره کړي.
دا ټول د دې پر وجوب دلالت کوي چې پر مسلمانانو لازمه ده چې خپل ټول توان وکاروي، تر څو خپل ځواک د دښمن له ځواک څخه لوړ کړي او د دوی په زړونو کې وېره او رعب واچوي. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید زموږ ځواک دومره وي چې د دښمن لپاره تل يو وېروونکی خوب، يو فکري اضطراب او د دوامداره وېري سرچینه وي. دا ټول هغه څه دي چې د داسې خبرو اترو له اصل سره په ښکاره ټکر کې دي؛ داسې چې دښمن موږ ته ووايي چې کوم ډول وسلې باید ولرو، او موږ د هغه ځواک له لرلو څخه منع کړي چې دښمن ترې وېرېږي!
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې له حزبالتحریر -هغه صادق مخکښ چې هېڅکله خپل امت ته درواغ نه وايي- سره د اسلامي دولت، راشده خلافت، په تاسیس کې مرسته وکړي؛ ژر تر ژره او پرته له ځنډه. هغه وخت به دا دولت د پخوا په څېر د دښمن په زړه کې وېره واچوي، په ټوله نړۍ کې به خیر او نېکي خپره کړي، او د کفارو دسیسې به شنډې کړي.
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]
ژباړه: «او په هغه ورځ به د الله په مرسته مؤمنان خوشاله شي؛ هغه (سبحانه و تعالی) هر چا ته چې وغواړي نصرت ورکوي، او هغه نه ماتېدونکی او مهربان دی.»
۱۴۴۶هـ.ق کال د ذیالقعدې ۴مه
۲۰۲۵م کال د مې ۲مه