جمعه, ۱۸ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

اې د پاکستان مسلمانانو! د خپل رسول صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه پیروي وکړئ. د افغان کډوالو انصار شئ. د دغه ظالم حکومت لاس ونيسئ چې زموږ افغان وروڼه یې له کړاوونو سره مخ کړي دي

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د پاکستان حکام بې وسه او بې دفاع افغان مسلمانان په زور  له خپلې خاورې باسي. د اقتصاد د ويجاړۍ پړه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پر ځای پر څو سوه زره افغانانو اچوي؛ په داسې حال کې چې دا د پیسو د نړیوال صندوق د پالیسیو د غلامانه پيروۍ پایله ده. داسې افغان مسلمانان هم شته چې کلونه کلونه، ان لسیزې کېږي چې دلته ژوند کوي، ډېری یې هغه کسان دي چې په پاکستان کې زیږیدلي او مخکې یې افغانستان نه دی لیدلی. د دوی مال ترې اخيستل کېږي او پاک‌لمنې مسلمانې ښځې یې ځورول  کېږي. دغه مسلمانان اړ شوي چې خپل پاتې شيان په نا مناسبه بيه وپلوري؛ د تورخم او چمن پر پولو داسې ځورول کیږي، لکه نجس هندوان چې وي! د دغو حکامو لپاره د لا اله الا الله محمد رسول الله کلیمې ویل، په پاکستان کې زيږېدل، ټول ژوند دلته تېرول او ان دلته واده کول هم نه شي کولای چې افغان مسلمان د تابعیت مستحق وګرځوي. بیا هم دا حکام ادعا کوي چې پاکستان یو اسلامي دولت دی!

د افغانستان او افغان مسلمانانو پر وړاندې د پاکستان د حکومت له تعصب څخه ډک سیاستونه باید رد شي؛ دا په سیمه کې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو تر منځ نفرت او کرکې ته لمن وهي. نژادي تعصبي سیاستونه به په سیمه کې مسلمانان نور هم کمزوري او زموږ ځواک به ګډوډ کړي، چې ګټه به یې یوازې زموږ دښمنانو ته رسیږي. مسلمانان له نورو ټولو امتونو بېل امت دی. د دوی خاوره، جګړه او سوله یوه ده. یو مسلمان بل مسلمان بې وسه نه پریږدي او نه یې سپکوي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يَحْقِرُهُ [صحيح مسلم]

ژباړه: «مسلمان د بل مسلمان ورور دی، نه پرې ظلم کوي، نه یې سپکاوی کوي او نه هم په سپکه سترګه ورته ګوري.»

پرېږدئ چې د افغانستان او پاکستان مسلمانان لکه انصار او مهاجرين یو بل غیږ کې ونیسي. د مدينې انصارو مهاجرين دومره په ورین تندي او زړه سوي سره ومنل چې خپل کورونه او کاروبارونه يې ورسره شريک کړل. څه چې انصارو خوړل او څښل، هماغه څښاک او خواړه به يې مهاجرينو ته هم برابرول. د انصارو سعد بن ربیع رضي الله عنه له خپلو دوو مېرمنو څخه یوې ته د طلاق ورکولو وړاندیز وکړ، تر څو د هغې د رضایت په صورت کې له مهاجر، عبدالرحمن عوف رضی الله تعالی عنه سره واده وکړي. الله سبحانه وتعالی په قرآن کريم کې له خپلو مهاجرو وروڼو سره د انصارو د سخاوت ستاینه کړې ده.

«وَيُؤۡثِرُونَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ وَلَوۡ كَانَ بِهِمۡ خَصَاصَةٞۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفۡسِهِۦ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ» [حشر: ۹]

ژباړه: «او پر خپل ځان نورو ته ترجېح ورکوي، که څه هم په خپله محتاج وي. حقيقت دا دی، کوم خلک چې د خپل زړه له تنګۍ څخه وژغورل شول، همدوی بري موندونکي دي.»

طبري د دې آيت په اړه د انصار هغه واقعه ياده کړې، چې د خپل کور چراغ به یې مړ کړی و، تر څو یې مېلمه خواړه وخوري او پام یې نه شي چې د هغه خپله کورنۍ د ځان لپاره هېڅ خواړه نه لري.

اې د پاکستان مسلمانانو! د خپلو افغان وروڼو د شړلو مخه ونیسئ او رد یې کړئ. د خپل رسول صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروي وکړئ. د مدینې تړون در یاد ولرئ. د افغانستان د مهاجرو لپاره د مدینې انصار شئ. د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د مينې لپاره د صحابه کرامو سنت را ژوندي کړئ. خپل وروڼه مو له ځانه مخکې کړئ! د حکامو لاسونه لنډ کړئ. د دغه ظلم پر وړاندې په چوپ پاتې کېدو سره د دوی ملګرتیا مه کوئ. په حقیقت کې الله سبحانه وتعالی مسلمانان وروڼه ګڼلي دي او دا زموږ اصلي اړیکه ده. د نبوت پر منهج خلافت د تاسیس لپاره غږ پورته کړئ ترڅو یو موټی شئ. دا به د ډیورنډ استعماري کرښه له منځه یوسي چې موږ یې بېل او کمزوري کړي یو. خلافت به په عملي توګه امت ته ورورولي ور په برخه کړي او د اسلامي نړۍ ټولې سرچینې به سره توحيد او د ټول امت لپاره د لاسرسي وړ کړي.

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۲۹مه

۲۰۲۳م کال، د نومبر ۱۳مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

سود

(ژباړه)

له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی:

« لَعَنَ رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ آكِلَ الرِّبَا، وَمُؤْكِلَهُ، وَكَاتِبَهُ، وَشَاهِدَيْهِ، وَقالَ: هُمْ سَوَاءٌ.» (رواه مسلم)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سود خوړونکي، سود ورکوونکي، کاتب او شاهدانو یې لعنت ویلی او فرمایلي یې دي چې ټول (د سود په ګناه کې) برابر دي.

پر مسلم د نووي په شرح کې راغلي: دغه حدیث په ښکاره توګه ثابتوي، چې د سود خوړونکو تر منځ شهادت او لیکل حرام دي او دا څرګندوي چې په باطل کې همکاري حرامه ده.

اسلامي شریعت په مطلق ډول سود حرام کړی دی، که یې اندازه لږه او یا ډېره وي. هغه مال چې سود پکې وي، قطعاً حرام دی، هېڅوک یې د مالکیت حق نه لري او که یې څښتن مشخص وي، بېرته هغه ته ورکول کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الَّذِینَ یأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ یقُومُونَ إِلاَّ كَمَا یقُومُ الَّذِی یتَخَبَّطُهُ الشَّیطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَیعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَیعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِیهَا خَالِدُونَ﴾ ‏[بقره: 275]

ژباړه: هغه کسان چې سود خوري، د دوی حال به د هغو کسانو په څېر وي، چې شیطان له لېونتوب سره مخ کړي وي. پر دغه حالت د اخته کېدو دلیل د دوی دغه خبره ده، چې وايي: تجارت خو هم د سود غوندې دی. په داسې حال کې چې الله تجارت روا کړی او سود یې ناروا کړی دی. نو چا ته چې د هغه د رب له لوري دغه نصیحت ورسېد او په راتلونکي کې یې د سود له خوړلو څخه ډډه وکړه، نو څه یې چې مخکې خوړلي، د هغو معامله له الله سره ده او څوک چې له دغه حکم وروسته بیا هم دغه کار کوي، هغوی دوزخیان دي او تل به پکې اوسېږي.

‏ ﴿یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِی مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِینَ(278) ‏فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ﴾ ‏[بقره: 278- 279]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د الله تعالی له (عذاب او عقاب) څخه وډار شئ او کوم سود مو چې پر خلکو پاتې دی، هغه ور پرېږدئ. خو که داسې مو ونه کړل، پوه شئ چې له الله او د هغه له رسول سره مو جګړه پیل کړې ده. که اوس هم توبه وکړئ (سود خوړل پرېږدئ او د دین اوامر ومنئ) اصلي پانګه مو خپله ده، نه به ظلم کوئ او نه به ظلم درباندې کېږي.

د سود ځانګړنه دا ده چې سود خوړونکی د خلکو له زحمتونو څخه سود ترلاسه کوي او دا له هڅې پرته یوه بدله ده. همدارنګه هغه مال چې له امله یې سود اخیستل کېږي، تل د ګټې په حال کې دی او له زیان سره نه مخ کېږي. دغه خاصیت له «الغرم بالغنم» قاعدې سره مخالف دی، یعنې هر څوک چې له مال او یا کوم بل شي څخه ګټه تر لاسه کوي، په زیان کې به هم شریک وي. له همدې امله له هغه مال څخه ګټه اخیستنه چې په شراکت، مضاربت او مساقات کې وي، د شرایطو په رعایت سره جایزه ده؛ ځکه ټولنه په دغسې معامله کې ګټه ترلاسه کوي او هغه ګټه چې د مال څښتن ته رسېږي، د خلکو له زحمتونو څخه ګټه اخیستنه نه ده، بلکې هغه وسیله ده چې د مال څښتن ته دا وړتیا ورکوي چې له خپلو هڅو څخه ګټه تر لاسه کړي. یعنې څنګه چې په ګټه کې شریک دی، همداسې په زیان کې هم شریک دی او دغه کار له سود سره توپیر لري؛ ځکه د سود حراموالی د قران په ایایتونو کې ثابت شوی دی او په دغه ایت کې هېڅ تعلیل نه دی شوی. همدارنګه په سنتو کې هم د سود مالونه واضح شوي دي.

ښايي دا خبره په ذهن کې تېره شي، چې د مال څښتن د خپلې شتمنۍ د ساتنې په هڅه کې دی او کېدای شي چې د یو اړمن کس د ستونزو د حل لپاره له خپل مال څخه هغه ته پور ور نه کړي او اړمن کس خپله اړتیا پوره نه کړي؛ نو پر همدغه اساس د ستونزې د حل لپاره باید یوه سرچینه وي، ځکه چې اوس اړتیاوې او ستونزې ډېرې شوې دي او په ټولو کارونو لکه کرنه، سوداګرۍ او صعنت کې سود شته دی؛ نو له همدې امله یوازنۍ لاره سودي بانکونو ته مراجعه کول دي او بس؛ یعنې دا چې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سود اخیستو پرته بله هېڅ لاره نشته ده.

ځواب دا دی چې موږ د داسې ټولنې په اړه خبرې کوو، چې اسلام پکې په بشپړه توګه پلی کېږي او اقتصادي اړخ یې یوه برخه ده. زموږ خبره د اوسنۍ ټولنې په اړه نه ده، چې ټول خلک پکې د پانګوالۍ پر اساس ژوند کوي او د دغه نظام د حاکمیت لپاره د بانک شتون د ژوند یوه اړتیا بلل کېږي. پر همدغه اساس هغه پانګوال چې خپل ځان پخپل ملکیت کې ازاد ګڼي او هغه کس چې پر دې باور دی چې د فرېب، احتکار، قمار، سود او نورو له لارې څخه د ګټې په تر لاسه کولو کې ازاد دی، یعنې پرته له دې چې د دولت له خوا وڅارل شي او یا دې کوم قانون ته ژمن وي؛ له شک پرته چې دغه کس بیا سود او بانکونه د ژوند یوه اړتیا بولي.

له همدې امله اوسنی اقتصادي نظام باید بشپړ بدل شي او د اسلام اقتصادي نظام یې په انقلابي او هر اړخیزه توګه ځای ونیسي. کله چې فاسد نظامونه له منځه لاړ شي او اسلامي نظام پلی شي، نو هغه وخت به ټولو خلکو ته ثابت شي. هغه ټولنه چې اسلامي نظام پکې پلی کېږي، هلته سود ته هېڅ اړتیا نشته، ځکه هر څوک چې د ژوند او یا کښت لپاره پور اخیستلو ته اړتیا لري، هغه کس پور اخلي. د لومړنۍ اړتیا په اړه باید ووایو، چې اسلام دغه اړتیا د خپل رعیت د هر وګړي د ژوند په تضمین سره پوره کړې ده. د دویمې اړتیا په اړه باید ووایو، چې اسلام دغه ستونزه اړمنو کسانو ته له سود پرته په پور ورکولو سره حل کړې ده. ابن جبان او ابن ماجه له ابن مسعود څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

« ما مِنْ مُسلِمٍ يُقرِضُ مُسلِماً قرضاً مرّتَيْنِ إلاّ كان كَصَدَقَتِها مَرَّةً» (ابن ماجه)

ژباړه: هر مسلمان چې بل مسلمان ته دوه ځلې پور ورکړي، داسې ده لکه یو ځل یې چې صدقه ورکړې وي.

اړمنو کسانو ته پور ورکول سنت دي او همدارنګه پور اخیستل بد کار نه دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پور اخیسته. پور اخیستل هر وخت شته دي او خلکو ته یې څرګنده کړې چې د ژوند تر ټولو سخت زیانونه اقتصادي وي. همدارنګه ټولو ته واضح ده چې اړتیاوې دا غوښتنه کوي، چې له سود څخه باید ځانونه لرې وساتل شي او د اسلامي نظام پر اساس د پروګرامونو او قوانینو له لارې باید د ټولنې او سود تر منځ فاصله رامنځته شي.

کله چې سود له منځه ولاړ شي، اوسنیو بانکونو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي او یوازې بیت المال پاتې کېږي. بیت المال هم له هغې ارزونې وروسته خلکو ته له سود پرته پور ورکوي، چې هغوی به دا توان لري، چې له دغه مال څخه به ګټه ترلاسه کوي. عمر بن خطاب رضي الله عنه عراقي بزګرو ته له بیت المان څخه مال ورکړ، چې پر خپلو ځمکو کښت وکړي او ګټه ترې تر لاسه کړي.

شرعي حکم دا دی چې بزګرو ته دې له بیت المال څخه پیسې ورکړل شي، چې د دغو پیسو په مرسته پر خپلو ځمکو کښت وکړي او ګټه ترې واخلي. امام ابو یوسف وایي: «بېوزلو خلکو ته له بیت المال څخه پور ورکول کېږي، چې په هغه کې کار وکړي» یعنې په ځمکه کې. لکه څنګه چې له بیت المال څخه بزګرو ته د کرنې او کښت لپاره پور ورکول کېږي، همداسې باید هغو کسانو ته هم پور ورکړل شي، چې شخصي کارونه ترسره کوي؛ ترڅو خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. عمر رضی الله عنه بزګرو ته له بیت المال څخه پیسې ورکړې، ځکه د خپل ژوند د پرمخ بېولو لپاره یې هغو پیسو ته اړتیا درلوده. له همدې امله شتمنو بزګرانو ته د خپلو تولیداتو د ډېرېدو لپاره له بیت المال څخه په پور پیسې نه ورکول کېږي. نور وګړي هم باید له بزګرو سره پرتله شي او یوازې هغه کس ته پور ورکول کېږي، چې د خپل ژوند پر مخ بېولو کې ستونزې لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کس ته یو پړی او تبر ورکړ، چې لرګي پرې مات کړي او له همدې لارې پیسې تر لاسه کړي.

د سود پرېښودل د اسلامي ټولنې، اسلامي دولت او پور ورکوونکي په شتون پورې اړه نه لري، بلکې سود حرام دی او باید پرېښودل شي، هغه که اسلامي دولت وي او که نه وي، که اسلامي ټولنه وي او که نه وي او که پور ورکوونکی وي او که نه وي.

د مطلب ادامه...

د غزې د شهیدانو جسدونه سپیو وخوړل

خبر:

له غزې څخه ډاکټر منیر البرش راپور ورکړی چې په الشفاء روغتون کې لیوني سپي د شهیدانو جسدونه خوري. د جسدونو ایستلو لپاره هېڅ کارکوونکي نشته او د وحشي یهودي دولت د پرلپسې بریدونو او بمباریو له امله دغې سیمې ته، چې فاجعه پکې روانه ده، ننوتل ډير خطرناک دي.

تبصره:

د جنازې د حقونو پر بنسټ د مړو ښخول په اسلام کې د سیمې پر خلکو کفايي فرض دی. که دا (کفايي فرض) ترسره نه شي، ټول امت ګنهګار دی.

له ابو هریره رضي الله الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَسْرِعُوا بِالْجِنَازَةِ»

ژباړه: «جنازه مه ځنډوئ.»

 [دا حدیث په ټولو شپږو لویو کتابونو کې راغلی او په دغه پته یې کتلی شئ: صحیح البخاري ټوک ۲، مخ ۲۲۵، ۴۰۱؛ صحیح مسلم، ټوک ۲، مخ ۴۴۸ ، ۲۰۵۹ ؛ سنن ابي داوود، ټوک 2، مخ۸۹۷-۸، ۳۱۵۳؛ سنن ابن ماجه، ټوک ۲، مخ ۳۸۳، ۱۴۷۷؛ مشکوة المصابیح، ټوک ۱، مخ ۳۳۸]

د جنازې ځنډول حرام دي او د شهید جنازه باید له نا شهید سره توپیر ولري. په غزه کې زموږ عزیزان شهیدان دي، خو بیا یې هم جسدونه سپي خوي او له بې عزتۍ سره مخ کېږي!

دا ډیر ستر جنایت دی او موږ یې باید د یوه امت په توګه ونه منو او د قیامت د ورځې له محاسبې ووېرېږو.

اې د مسلمانانو پوځونو؛ نن چې درته اړتیا ده، نو تاسو چیرې یاست!؟ ولې مو تر اوسه د خپلو وروڼو، خویندو او ماشومانو مرستې ته نه دي وردانګلي؟

موږ له خپل رب څخه ویرېږو او تاسو باید خپله دنده؛ د الله سبحانه وتعالی له دینه دفاع، پرې نه ږدئ.

که خدای کول د اسلام د پوځونو پر مټ به د دغه امت عزت، لکه څنګه چې اصحابو ترلاسه کړ، بیا راوګرځول شي او د اصحابو د کړنو په څېر به د اسلامي پوځونو پر مټ ترلاسه شي او موږ په دې برخه کې یوازې پر الله سبحانه و تعالی توکل کوو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

[إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ] [ق:۳۷]

  • خپور شوی په سیاسي

ژباړه: «له شک پرته په دغو (له عبرت څخه ډکو تجربو او پېښو کې) د هغو کسانو لپاره پند، ذکر (وریادول) دی، څوک چې له (وحې) څخه عبرت اخیستونکی زړه لري او حق په غور سره اوري»

(ژباړه)

اې خلکو ... اې مسلمانانو .... اې د اسلامي پوځونو سرتېرو:

د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۱۱مه د شنبې په ورځ د عربي او نا عربي هېوادونو شاوخوا ۶۰ مشرانو په ریاض کې سره وکتل او پر غزې یې د یهودو د یرغل په اړه بحث وکړ. یعنې د یهودي یرغل تر پیل څه باندې یوه میاشت وروسته؛ وروسته له هغې چې تر ۱۱ زرو ډیر کسان شهیدان او شاوخوا ۳۰ زره نور ټپیان شول. داسې ښکاري چې دوی لومړی دې ته په تمه وو چې یهود د غزې پر خلکو تر خپله وسه جنایتونه وکړي! د دغو حکامو لویې برخې تقریبا ټولې رسنۍ په ځان ډکې کړې! دوی په غزه کې د یهودو د جنایتونو په اړه خبرې وکړې. ځینو یې وویل: د دغې شخړې حللاره د دوو- دولتونو حلاره ده ... غزه باید ژر له محاصرې خلاصه شي ... موږ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړو چې زموږ د خلکو پر وړاندې د جګړې په درولو کې خپل مسولیت ادا کړي ... موږ غواړو چې غزې ته لارې پرانیستل شي چې خلکو ته بشردوستانه مرستې ورسوو ... اسرایل ټولو ته سزا ورکوي ... په غزه کې وضعیت ناورین او ټکان ورکوونکی دی ... د روغتونونو، ښوونځیو او نورو بنسټونو بمبارول جرم دی ... موږ بیړنی اوربند غواړو ... اسرایل د ملکیانو د حقونو د پایمال مسول دی ... صهیونیستي ادارې نړیوال قوانین نقض کړي او منع کړای شوې وسلې یې کارولې ... امریکا د وسلو مرسته ورسره کوي ... یوه خو یې د غزې مقاومت ته سلامي وکړه او داسې نور. دا ټولې خبرې بې معنی دي؛ نه د غزې ملاتړ کوي او نه د غزي پر خلکو د یرغل مخه نیسي! ښه بېلګه یې دا ده چې د غزې مقاومت ته سلامي کوي خو له لرې یې یوازې ننداره کوي! دوی چې کرار ناست دي؛ له چا غواړي چې د غزې محاصره ختمه شي!؟ له چا غواړي چې پر غزې بریدونه ودرېږي!؟ له چا د لارو پرانیستل غواړي!؟

بیا چې ټولو خپلې پر پاڼو لیکلې خبرې ختمې کړې؛ نو خپله ګډه اعلامیه یې خپره کړه. دا اعلامیه د کنفرانس په پیل کې د دوی د خبرو انعکاس و؛ د یرغل غندل ... دا تشریح کول چې د نړیوالو قوانینو نقض روان دی ... د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه چې یوه قاطع پرېکړه وکړي چې دا یرغل پای ته ورسوي او دا اشغالګره اداره چې نړیوال قوانین، نړیوال بشردوستانه قوانین او د نړیوال مشروعیت پرېکړه‌لیکونه نقض کوي، مهار کړي. په دغې اعلامیه کې غوښتنه شوې چې « د غزې محاصره دې ختمه شي څو د عربي، اسلامي او نړیوالو بشري مرستو کاروانونه غزې ته ننوځي». دغه راز دا موارد پکې وو: د یو شمېر بهرنیو چارو وزیرانو ټاکل چې په غزه کې د جګړې درولو لپاره بیړني نړیوال اقدامات وکړي؛ د غزې تړانګې له شمال او سویل څخه د شاوخوا یو نیم ملیون کسانو د بې ځایه کېدو غندل؛ د اشغالګرو ځواکونو له لوري د فلسطین پر ښارونو او کمپونو د پیل شوو عملیاتوغندل؛ په القدس کې د مسلمانانو او مسیحیانو پر سپیڅلو ځایونو د اسرایلو د بریدونوغندل؛ سولې ته د یوه سټراټيژیک انتخاب په توګه پر پابندۍ بیا ټینګار؛ یو داسې هر اړخیز حل چې د غزې او لوېدیځې غاړې یووالی تضمین کړي؛ د ۱۹۵۷ کال د جون ۴مې پرېکړې پشان یو خپلواک فلسطیني دولت چې ختیځ قدس (بیت المقدس) یې پلازمېنه وي.

دا وه د دوی ناسته، ویناوې، د ځنډ پایله او اعلامیه ... دې کار په غزه کې د یهودو لخوا د ماشومانو، ښځو او مشرانو پر وړاندې په جنایتونو کې هېڅ توپیر را نه وست او نه یې د روغتونونو، جوماتونو، کورونو، ډبرو او ونو په له منځه وړلو کې څه بدل کړل! د یهودو جنایتونه یوازې تر دې نه خلاصه کېږي؛ پر غزه یې برېښنا او سونګ توکي بند کړي؛ اجازه نه وکروي چې درمل روغتونونو ته ورسېږي او د ټپیانو درملنه وشي او دا د لا ډېرې مړینې سبب کېږي. جسدونه د روغتونونه پر غولي پراته دي؛ کورنۍ یې ان خښولی نه شي. د اسلامي هېوادونو مشران دا ویني او ګوري!

اې خلکو ... اې مسلمانانو .... اې د اسلامي پوځونو سرتېرو:

دغه حکام ولې دا نه درک کوي چې د دښمن پوځي یرغل پوځي ځواب ته اړتیا لري او باید د مسلمانانو پوځونه یې پر وړاندې ودرېږي؟

 [فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ] [انفال: ۵۷]

ژباړه: «نو که له داسې خلکو سره په جنګ کې مخ شوې، نو داسې سزا (جدي چلند) ورکړه چې تر شا ولاړ کسان یې ووېرېږي او خواره شي، کېدی شي په دې ډول هغوی پند واخلي»

دوی ولې دا نه درک کوي چې که د دغه ذلیل دښمن پر وړاندې څوک ونه درېږي، خپل وحشت ته دوام ورکوي؟ ولې!؟ ایا د دښمن دفع کول به تشو خبرو کېږي او که د هغوی پر وړاندې د لښکر په بسیج کولو؟ ایا دوی د القوي العزیز رب دا قول نه دی اورېدلی:

[قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ] [توبه: ۱۴]

ژباړه: «اې مومنانو، له هغوی سره وجنګېږئ، ترڅو الله سبحاه وتعالی ستاسو په لاسونو دوی ته عذاب ورکړي، رسوا یې کړي، تاسو پرې برلاسي کړي او د مومنانو زړونه پرې یخ کړي»

دوی څنګه نه پوهېږي چې فلسطین د الاقصی جومات ځمکه ده او الله سبحانه و تعالی یې له امله دا ټوله ځمکه مبارکه ګرځولې؟

[سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ] [اسرأ:۱]

ژباړه: هغه ذات (له هر ډول عیب او نقصان) څخه پاک دی چې یوه شپه یې خپل بنده (محمد) صلی الله علیه وسلم له مسجد حرام څخه تر مسجد اقصی پورې يووړ (هغه مسجدچې) د هغه شاوخوا سيمه مو برکتي کړې ده.

ایا د دوو-دولتونو حللاره چې دغه حکام بلنه ورته کوي؛ له الله، پیغمبر او مومنانو سره خیانت نه دی؟ ایا اسلامي ځمکه دا مني چې د خپلو څښتنانو او دښمنانو ترمنځ وویشل شي؟ ایا یوه ډله اسلامي هیوادونه چې تر فلسطین چاپیر دي، دومره پوځي وړتیا نه لري چې د دغه وحشي مخه ونیسي چې فلسطین یې اشغال کړی او د فسلطین خلک یې ترې ایستلي؟ ایا مسلمان پوځونه دومره وړتیا نه لري چې د دغه وحشي دښمن جرړې وباسي؛ فلسطین بيرته ټول ازاد کړي او یو ځل بیا یې د پخوا پشان ځلانده دار الاسلام کړي؟ ایا هغه اشالګر چې اسلامي ځمکې یې اشغال کړې او خلک یې ترې ایستلي؛ د دې وړ نه دی چې مسلمان پوځونه یې پر وړاندې وجنګېږي، اشغال یې ختم کړي او ویې شړي؟

[وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ] [بقره:۱۹۱]

ژباړه: له هغوی سره چې هر چېرې مخ شوئ وجنګېږئ او له هغه ځای څخه یې وباسې چې تاسو یې ترې ایستلي یاست.

دوی څنګه نه پوهېږي چې دا یو ستر مکلفیت دی. ښه پوهېږي؛ خو بدبختي یې پرې غالبه ده. دوی د کفري ااشغالګرو، په ځانګړي ډول امریکا تر امر لاندې دي. د کفري اشغالګرو خبرې تکراروي او د هغوی پر پله پل ږدي؛ د دې لپاره چې خپله څوکۍ وساتي، د خپلو بادارانو اوامر نه ردوي.

[قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُون]

ژباړه: الله دې دوی ووژني دوی څه ډول د الله له حق څخه انحراف کوي (وحې مخ اړوي.) [منافقون:۴]

اې خلکو ... اې مسلمانانو .... اې د اسلامي پوځونو سرتېرو:

د دغه امت فاجعه د دوی حکام دي. دغه حکام د شهیدانو جسدونه په سترګو ویني، د ماشومانو چغې اوري او ګوري چې خلک یې له ماشومانو او ښځو سره په زړه ماتوونکې صحنه کې له خپلو کورونو بېځایه کېږي. دوی هر څه ویني او اوري؛ خو د معتصم غیرت نه لري! دا په داسې حال کې ده چې دوی یهودي اداره له هرې خوا محاصره کړې؛ خو بیا هم د فلسطین د ازادولو او د هغه ځای د مظلومو خلکو د مرستې لپاره پوځونه نه بسیج کوي ... دوی له ذلت سره عادت کړی؛ لکه مړي داسې دي، چې درد نه حس کوي!

اې خلکو ... اې مسلمانانو .... اې د اسلامي پوځونو سرتېرو:

ایا پر الله او د هغه پر پیغمبر باور نه لرئ؟ ایا د تر ټولو غوره امت بچیان نه یئ؟ ایا د هغو فاتحو مجاهدینو بچیان نه یئ چې په ټوله نړۍ کې یې د اسلام نور خور کړ؟ ولې خپل بچیان جګړې ته نه شئ ور استولی؟ ځکه د خدای په خوښه دوی دا وړتیا لري چې حقیقت ته ورسېږي او په مبارکه خاوره کې خپلو وروڼو ته نصرت ورکړي.

[وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال:۷۲]

ژباړه: که چېرې دوی له تاسو څخه د دین په چارو کې مرسته (نصرت) وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ.

اې سرتېرو! مخ پر وړاندې لاړ شئ، په غزه کې د خپلو هغو وروڼو ملاتړ وکړئ چې د یهودو پر وړاندې جنګېږي؛ یهودو مو مبارکه ځمکه غصب کړې. اې سرتېرو! مخ پر وړاندې لاړ شئ، د هغه ذلیل دښمن پر وړاندې وجنګېږئ چې خدای غضب پرې کړی. اې سرتېرو! مخ پر وړاندې لاړ شئ، فلسطین په بشپړ ډول بیرته د اسلام او مسلمانانو لاسته راوړئ. اې سرتېرو، مخ پر وړاندې لاړ شئ، د الله د نصرت او نیږدې فتحې پر لور ورشئ او مومنانو ته زېری ورکړئ.

اې خلکو ... اې مسلمانانو .... اې د اسلامي پوځونو سرتېرو!

[إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ] [ق:۳۷]

ژباړه: «له شک پرته په دغو (له عبرت څخه ډکو تجربو او پېښو کې) د هغو کسانو لپاره پند، ذکر (وریادول) دی، څوک چې له (وحې) څخه عبرت اخیستونکی زړه لري او حق په غور سره اوري»

د مطلب ادامه...

د غزې د ښځو او ماشومانو د ژغورلو او الاقصی د ازادولو په موخه پر مسلمانو پوځونو د غږ لپاره نړیوال کمپاین

(ژباړه)

د قاتل صهیونیستي دولت له لوري پر غزه وحشتناک او ظالمانه بریدونه دوام لري؛ د دغو وحشتونو د قربانیانو ډېره برخه، ۷۰٪ ښځې او ماشومان دی. د اکتوبر له ۷مې نیټې راهیسې د غزې تړانګې پر کورونو، روغتونونو، ښوونځیو، د کډوالو پر مرکزونو او شاوخوا سیمو د پراخه بمبارۍ په پایله کې کابو ۴۵۰۰ ماشومان او ۳۰۰۰ ښځې وژل شوي دي او غزه یې د ښځو او ماشومانو لپاره هديره ګرځولې ده. جنایتکارو اشغالګرو النصر او الرنتیسي د ماشومانو روغتونونه او المهدي زیږنتون، چې بې ځایه شویو ښځو او ماشومانو پناه پکې اخیستې وه، بمبار کړل. جنګي الوتکې یې پر ښوونځيو سپين فاسفورس غورځوي او په هرو لسو دقیقو کې یو فلسطینی ماشوم وژل کیږي.

د دغې وحشیانه محاصرې په پایله کې له انستيزۍ پرته د ښځو سیزارین (د عملیاتو له لارې زیږون) کېږي؛ ډاکټران د ټپي ماشومانو غړي له انستيزۍ پرته پرې کوي او په انکیوبټرونو کې ماشومان د اکسيجن او سونګ توکو د نشتوالي له امله مړه کیږي. د دښمن ښکاره موخه د الاقصی له سپېڅلې خاورې څخه د فلسطینیانو د راتلونکي نسل له منځه وړل او له نژادي او قومي پلوه پاکول دي.

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې د نړۍ په کچه د حزب التحریر له ښځو سره په ګډه د ۲۱مې پېړۍ د ټول‌وژنې او ظلم پر وړاندې یو پراخ نړیوال کمپاین پیل کړی چې ټاکل شوې د نومبر تر ۲۶مې، د فلسطین لپاره د ښځو د اقدام نړیوالې ورځې پورې دوام ومومي. په دغه کمپاین کې د اسلامي خاورې پر پوځونو غږ کېږي چې د غزې د ښځو او ماشومانو د ژغورنې او له دغه ناوړه اشغال څخه د فلسطین د ټولې سپېڅلې خاورې د ازادۍ لپاره چټک ګام پورته کړي. د اقدام ورځ به تر پنځو ډېرې لويې وچې تر پوښښ لاندې راولي، چې د فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، تونس، لبنان، مالیزیا، کینیا، امریکا، اسټرالیا، ډنمارک، هالنډ، بلجیم او برتانیې ښځې به د اقدام د ورځې په مناسبت په لاریونونو، سیمینارونو او نورو غونډو کې برخه واخلي.

د نړۍ هر حکومت د غزې د مسلمانو ښځو او ماشومانو پر ټول‌وژنې سترګې پټې کړې دي. غربي حکومتونو په ډاګه کړې چې دوی په دې نسل‌وژنه کې شریک او چمتو دي چې د صهیونیستي دولت دفاع او مرسته وکړي؛ د دوی استعماري سیاستونه، د جنایتونو ډېروالی او هغه معیارونه په پام کې نه نيسي، چې له نړیوالو قوانينو څخه سرغړونه بلل کېږي. په ټوله کې د امت وینه توییږي، خو د اسلامي نړۍ حکامو او رژیمونو پوځونه په خپلو پوستو کې په ځنځيرونو تړلي، بې ځایه غونډې کوي او خالي اعلامیې ورکوي. د ملیاردونو ډالرو سوداګریزو معاملو په وسیله یې د دغه ظالمانه اشغال لاس پیاوړی کړی دی؛ اړيکې یې ورسره عادي کړې او له مسلمانانو او دین سره یې خیانت کړی دی.

موږ د دغه سپېڅلي اسلامي امت د ښځو په توګه، په اسلامي پوځونو کې پر خپلو وروڼو غږ کوو چې د مسلمانانو او خپل دین د مدافعینو په توګه د خپلې اصلي موخې لپاره را پورته شئ او د قدس په لور حرکت وکړئ چې د فلسطین نارینه، ښځې او ماشومان له دغه شریر اشغال څخه خلاص کړئ. تاسو د دې کار لپاره الوتکې، ټانکونه، مهمات او سرتیري لرئ. موږ د مسلمانو پوځونو پر افسرانو غږ کوو چې زموږ د خاورو تر منځ مصنوعي استعماري پولې له منځه یوسي، چې زموږ د مسلمانانو د ویشلو لپاره کارول کیږي او موږ د دښمنانو تابع ګرځوي. موږ پر دوی غږ کوو چې د دغو بې رحمه غدارو حکامو او رژیمونو تختونه چپه کړي، چې د دې یهودو د ریښتیني ساتونکو په توګه یې دنده ترسره کړې او غږ پرې کوو چې د غزې د غمجنو میندو، کونډو او یتیمو ماشومانو د مرستې چیغو ته لبیک ووایي، د هغوی د دفاع لپاره راپاڅېږي او د رښتینې اسلامي رهبرۍ او د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره نصرت (مادي ملاتړ) ورکړي. خلافت به د اشغال شوو اسلامي خاورو د هرې لوېشتې او د نړۍ د ټولو مظلومو مسلمانانو د ازادۍ لپاره حرکت وکړي. موږ دوی ته د الله سبحانه وتعالی دا قول وریادوو:

 [وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا] [نسأ: ۷۵]

ژباړه: «اخر څه دليل دی چې تاسو د الله تعالی په لاره کې د هغو بېوسه نارينه، ښځو او ماشومانو لپاره نه جنګېږئ چې کمزوري کړای شوي، تر فشار لاندې راوستل شوي دي او فریادونه کوي چې: اې زمو ربه، موږ له دې وطنه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه؛ له خپل لوري څخه زموږ کوم سرپرست او مرستندوی پیدا کړه.»

کمپاین له دغو پتو څارلی شئ:

https://hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/hizbuttahrir/25393.html

فسبوک:  Women’s Section CMO – HT

د کمپاین د ټرېلر لېنک: https://youtu.be/E4bkN60x8MI 

د کمپاین هشټګ: #ArmiesToAqsa

ډاکټر نسرين نواز

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۲مه

۲۰۲۳م کال، د نومبر ۱۶مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

په ریاض کې د عرب – اسلامي هېوادونو د مشرانو بیړنۍ غونډه کې هېڅ اقدام ونه شو!

(ژباړه)

د سعودي په پلازمېنه، ریاض کې له غزې سره د مرستې تر سرلیک لاندې د عرب – اسلامي هېوادونو بیړنۍ غونډه جوړه شوه. خو د مسلمانانو حکامو د تېرو غونډو په څیر دا هم تشې خبرې وې. سره له دې چې دوی ډېر پیاوړي پوځونه لري، خو چارواکي یې د امريکا د امرونو تابع دي. د پایلې په توګه، دوی یوازې په تشو خبرو او غندنو ځانونه خوشاله کوي. که په دغې غونډه کې د دوی پر ځای شاعرانو ګډون کړی وی، د جهاد په اړه به یې لږ تر لږه شعرونه ویلي وی؛ خو دغو حکامو خپل غیرت او شرافت بایللی او تر مسلمانانو ډېر یهودانو ته ورته دي! الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاؤُواْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللهِ] [بقرة: ۶۱]

ژباړه: «په پای کې (د الله له امر څخه د سرغړونې له امله) خبره دې ته ورسېده چې ذلت او خواري، بېوزلي او بده ورځ پرې راغله او د الله تعالی په غضب اخته شول.»

ای هغو مسلمانانو، چې منبرونه او رسنۍ مو په واک کې دي:

د پوځونو له حرکت پرته په تشو شعارونو عامه افکار مه ګډوډئ! نن ورځ د پوځونو له حرکت او پر یهودو له برید پرته بل ډول غزې ته ګټه نه رسېږي. ټول مسلمانان د دې شېبې په تمه دي چې د فلسطین سپېڅلې خاورې د ژغورنې لپاره د خپلو پوځونو تر څنګ ودرېږي. خلک ګوري او له غوسې یې زړونه پړسېدلی؛ خو په هغو بندو پولو کې بندیان دي چې پوځونه یې ساتي. نو یوازینۍ حل لاره د پوځونو په سمبالولو او د پولو په له منځه وړلو سره د معادلې بدلون دی. یهودو ته خپل پیغامونه مخامخ ووایئ او د لښکرو پر سمبالولو او حرکت ورکولو تمرکز وکړئ.

اې مسلمانانو، اې د مسلمانانو د پوځونو سرتېرو:

هر څوک یو فرصت لري؛ دا ستاسو فرصت دی، نو ګټه ترې واخلئ. ایا تاسو جنګیالي نه یئ؟ روزل شوي سرتیري نه یئ؟ زړور نه یئ؟ ايا تاسو د جنت او هغه څه په لټه کې نه یئ چې الله سبحانه وتعالی په جنت کې مجاهدينو ته چمتو کړي؟ په دغه سخت وخت کې د فلسطین سپېڅلې خاورې ته نصرت ورکړئ. د دغه فرصت له بایللو وړاندې عمل وکړئ. څوک چې نن فلسطین ته نصرت ورکړي؛ نوم به یې په اسلامي تاریخ کې د خالد بن ولید، عبیده بن جراح او صلاح الدین په څیر وليکل شي.

اې هغو مسلمانانو چې د غزې له غمه مو زړونه چوي:

وضعیت تریخ دی؛ هره ورځ ټول‌وژنه کیږي او هره شېبه د شهیدانو خبرونه اورو. دا د بې پرې کېدو او له تکلیفه د ځان خلاصولو وخت نه دی. د حل لاره یوازې د پوځونو بسیج کول دي. هغوی ولټوئ، خپل مخاطب یې کړئ او پر هغوی شاهد اوسئ؛ ځکه هغوی ستاسو په منځ کې او له تاسو څخه دي. مه پریږدئ چې په دغه حساس او نازک وخت کې سستي وکړي. دوی ته یې خپل مسولیت وریاد کړئ او پر وړاندې یې شاهدان اوسئ. دوی ته د الله سبحانه و تعالی دا قول وریاد کړئ:

[وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ ثُمَّ لا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ] [محمد: ۳۸]

ژباړه: «که تاسو مخ واړوئ، نو الله تعالی به ستاسو پر ځای کوم بل قوم راولي او هغوی به ستاسو په څېر نه وي»

انجنیر صلاح الدين عضاضه

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر 

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۳۰مه

۲۰۲۳م کال، د نومبر ۱۴مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

په غزه کې زموږ خلک له منځه وړل کېږي؛ خو خاین حکام یې ننداره کوي په اسلامي امت کې مخلص کسان چیرې دي؟

(ژباړه)

په غزه کې د جګړې په ۳۵مه ورځ، یهودي دولت د غزې ښار منځ کې د روغتون چوک ته څېرمه، چې هلته څلور روغتونونه؛ الرنتسي، النصر، العیون او رواني روغتون دي، خپل ځواکونه او ټانګونه ودرول. ځواکونو یې دغه مرکزونه په داسې حال کې محاصره کړل چې په ځانګړې توګه د اکتوبر له ۷مې راهیسې په ټوله غزه کې د سختې محاصرې له امله په روغتیايي سکتور کې پرېمانه ستونزې راغلې.

سره له دې چې پر روغتیايي تاسیساتو په تېره بیا روغتونونو بریدونه د نړیوالو کنوانسیونونو او قوانینو له مخې منع دي؛ وحشي یهودي دولت په خپل ظلم او خیانت کې له خپل حده تېر شوي او د غزې د روغتونونو چوک یې په نښه کړی. روغتونونو ته د جینیوا څلورم کنوانسیون د ۱۸مې مادې له مخې ځانګړی خوندیتوب ورکړل شوی. د ملکي روغتونونو په نښه کول چې د ټپیانو، ناروغانو، معیوبینو او ښځو درملنه کوي؛ په هیڅ صورت د منلو نه دي. د دغو تاسیساتو باید تل درناوی وشي او خوندي وساتل شي. د دغه کنوانسیون په ۱۹مه ماده کې دا هم راغلي چې "د ملکي روغتونونو خوندیتوب به هیڅ وخت پای نه مومي." روغتیايي کارکوونکي، وسایط، ناروغان او ټپیان ټول د دې خونديتوب تر پوښښ لاندې دي.

یهودي دولت په دغو قوانینو او تړونونو عمل ونه کړ او په ټول کبر او غرور سره یې مات کړل. له دوی څخه همدا تمه وه؛ ځکه چې دا د دوی فرهنګ دی او پر همدې اساس پيژندل کېږي. له ناروغانو او ماشومانو سره يې هيڅ ډول خواخوږي نه کوله. دوی هغه روغتونونه محاصره کړل چې په زرګونو ناروغان، روغتیايي کارکوونکي او بې ځایه شوي خلک – چې ان اوبه او خواړه نه ورته رسېږي- پکې دي. په دې سیمه کې ډیری ښوونځي او د استوګنې ودانۍ هم دي.

دا بې رحمه دولت بېلا بېلې پلمې کوي. دوی ادعا کوی چې د عملیاتو موخه یې د «ترهګرو» او د حماس غورځنګ له منځه وړل دي؛ په داسې حال کې چې دا هسې خبرې دي چې د دغه غورځنګ جنګیالي د غزې د ځینو روغتونونو تونلونه د خپلو مشرانو د اډو په توګه کاروي. ښايي له دې سره غواړي خپل جنایتونه توجې کړي او تر هغو تړونونو لاندې یې راولي چې دوی یې «استثنا» بولي. د دوی قوانین او تړونونه هم سم نه دي؛ ځان له غندنو پرې خلاصولی شي. سره له دې چې د غندنو یا مجازاتو پروا نه لري؛ ځکه د فلسطین د خلکو او ټولو مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې یې ټول غرب ملاتړ کوي.

اې اسلامي امته! دا ذلت به تر لکه دوام لري؟ د باطل خلک یو له بل سره مرسته کوي او له اسلام او مسلمانانو سره د مبارزې لپاره سره یو موټی دي او اې د حق خلکو؛ تاسو ولې یو د بل ملاتړ نه کوئ!؟ ملتونه ستاسو پر سر داسې سیالي کوي، لکه څاروي چې د خوړو پر سر سره جنګېږي. د غزې خلک په داسې حال کې له منځه وړل کیږي؛ چې اسلامي امت یې له لرې ننداره کوي. ایا په لوړ اواز دعاوې او اوږدې چغې تر ټولو ستر کار دی چې دوی د غزې د خلکو لپاره کولی شي!؟ غرب له یهودي دولت سره د الوتکو، پوځیانو او تجهیزاتو مرسته کوي؛ نو اسلامي امت ته پکار ده چې غزې ته یوازې ځینې توکي او درمل واستوي!؟ له دوی څخه زموږ ملاتړ باید همداسې وي!؟ ایا بریا ته همداسې رسېږو!؟

په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر د نومبر په ۱۰مه اعلان وکړ چې یهودي دولت د غزې تړانګه کې شاوخوا ۳۲،۰۰۰ ټنه چاودیدونکي توکي او تر ۱۳،۰۰۰ زیات بمونه غورځولي؛ دا په اوسط ډول په هر کیلو متر مربع کې ۸۷ ټنه چاودیدونکي توکي دي. دغه دفتر زیاتوي چې په غزه کې د چاپو او بمباریو له امله تر ۵۰ سلنه ډېر کورونه ویجاړ شوي او ۴۰ زره نور کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي.

اې د اسلامي امت لښکرو! هغه څه مو نه خپه کوي، چې دا مجرمين یې ستاسو د امت پر بچیانو کوي!؟ دا مو په رګونو کې وینه په جوش نه راولي!؟ نه مو پاروي چې د ژغورنې لپاره یې راووځئ، مرسته ورسره وکړئ او د یهودو دا وحشیانه تیری پر شا وتمبوئ!؟ ایا د دې جرات نه لرئ چې د امت د ماشومانو او ښځو پر وړاندې د روانې ټول‌وژنې مخه ونیسئ!؟

د روغتیا وزارت د اعلان له مخې د غزې په تړانګه کې د یهودو د تېري له پیل راهیسې ۱۸ روغتونونه له خدمتونو وړاندې کولو لوېدلي؛ دوی زیاته کړې چې «یهودي دولت د روغتونونو او طبي کارکوونکو پر وړاندې یو پیچلي جرم ترسره کوي، چې د تیلو او روغتیاي توکو له بنديز څخه پیل شوی او نن دا دي مخامخ په مرمیو او بمباریو روغتونونه په نښه کوي». نو د غزې او فلسطين پر معصومو او ناروغو ماشومانو او خلکو چې داسې حالت روان دی؛ مسلمان حکام چيرې دي!؟ د دوی له مخې نقابونه غورځول شوي؛ دښمن ته د دوی وفاداري او تابعیت او د اړيکو عادي کول په ډاګه شوي. دوی له دښمن سره د خپل امت پر وړاندې ودرېدل او د څوکیو او تختونو په بدل کې یې ځانونه خرڅ کړل. اې اسلامي امته، له دغو خلکو څه تمه لرئ؟ ایا دوی به د الاقصی د ازادولو او د غزې او فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره پوځونه بسیج کړي!؟

اې اسلامي امته: تر څو به چوپ وئ؟ زموږ وروڼه او خویندې تباه کیږي، حکام یې ننداره کوي او لښکرې مو په پوستو کې بندې دي! ایا دا یې وخت نه دی چې تختونه چپه او لښکرې مو بسیج کړئ!؟ اې اسلامي امته: واک ستاسو په لاس کې دی، نو د الله سبحانه وتعالی د دين د ملاتړ لپاره انقلاب رامنځته کړئ او د خاینينو پر ځای صادقان وټاکئ، چې په سمه لار مو روان کړي او د جهالت له تيارو څخه مو را وباسي. د سیکولر پانګوال نظام پر ځای مو د رب د نظام رڼا ته راوباسي چې ستاسو له عقیدې څخه راوتلی.

موږ د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه د دغه امت له هر مخلص فرد څخه غوښتنه کوو چې د واک او ځواک پر خاوندانو غږ وکړي چې د دغه جنایتکار دولت له لوري د ترسره شوو ټول‌وژنو د مخنیوي لپاره بیړنی اقدام او کار وکړي؛ د خپل امت له خلکو سره کار وکړي چې د دغه سیکولر نظام جرړي وباسي او د الله سبحانه و تعالی د احکامو له مخې اسلامي ژوند بیا پیل کړي چې الله سبحانه و تعالی د نړۍ لپاره د رحمت په توګه رالیږلي. الله سبحانه وتعالی ژمنه کړې چې د هر هغه چا ملاتړ کوي (نصرت ورکوي) چې د هغه سبحانه وتعالی ملاتړ کوي؛ نو د الله سبحانه وتعالی لپاره دا کار وکړئ.

 [إنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ] [غافر: ۵۱]

ژباړه: «باور ولرئ چې موږ د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته هرو مرو د دې دنیا په ژوند کې هم کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي.»

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۲۹مه

۲۰۲۳م کال، د نومبر ۱۳مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

«ملګري ملتونه» معاصر طاغوت دی او مؤمنان بايد ورباندې کافران شي! Featured

مطبوعاتي اعلامیه

«ملګري ملتونه» معاصر طاغوت دی او مؤمنان بايد ورباندې کافران شي!

د افغانستان د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته؛ له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د یو ځای کېدو د ۷۷مې کليزې پرمهال ويلي: «تراوسه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی، نو موږ د هغوی د قوانينو پر وړاندې کوم التزام نه‌لرو او کله چې په رسمیت وپېژندل شوو، ټولو هغو قوانینو او نورمونو ته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه‌وي ژمن یوو.« نوموړي همداراز په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي د حضور غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې: «موږ هم د نورو هېوادونو په څېر باید غړیتوب ولرو او په سازمان کې باید د افغانستان د خلکو حق ورکړل شي، څوکۍ وسپارل شي، هغه موقف او مقام چې دی، ورته ورکړل شي.»

په دې اړه د حزب التحریر ولایه - افغانستان مطبوعاتي دفتر د افغانستان اسلامي امارت ته د نصيحت او تذکر په توګه لاندې څو ټکي واضح کوي:

۱. ملګري ملتونه له تاريخي پلوه د هغه اروپايي مسيحي هېوادونو ځایناستی دی، چې د عثماني خلافت د جهاد او فتوحاتو پر وړاندې سره متحد شوي وو او بالاخره یې د خپل اتحاد په واسطه اسلامي خلافت له منځه یووړ او اسلامي خاوره یې په خپلو منځونو کې سره ووېشله.

۲. ملګري ملتونه د هغه له تاسيس څخه تر ننه په اسلامي خاورو کې د اسلامي دولت (خلافت) له رامنځته کېدو څخه د مخنيوي او په اسلامي خاورو کې د استعماري هېوادونو د ګټو د خونديتوب او تنظيم لپاره کار او فعالیت کوي.

۳. د ملګرو ملتونو ټول قوانين، کنوانسیونونه او پرېکړه ليکونه د امريکا‌ په مشرۍ د سترو استعماري قدرتونو له خوا رامنځ ته شوي، چې له الف څخه تر یا پورې کفري او طاغوتي دي او نه یوازې د اسلام او مسلمانانو، بلکې د ټول بشريت او د هغه د فطرت خلاف دي.

۴. په ملګرو ملتونو کې پر اسلامي خاورو د حاکمو جبريه نظامونو برخه اخيستنې او هلته د دوی استازيتوب، تر اوسه له اسلامي امت او اسلام څخه د کفارو او استعمارګرانو هېڅ شر نه دی دفع کړی، ځکه د دغه سازمان اصلي شريکان د امنيت شورا دايمي غړي هېوادونه - چې ستر استعمارګر او اشغالګر دولتونه - دي او دا نور دولتونه هسې د دوی د ظلم، اشغال او استعمار د ناحقې شاهدان دي. په دې اړه د فلسطین اوسنۍ ناورین او په تېر کې د افغانستان او عراق اشغال یې تر ټولو ښه مثالونه دي.‌

۵. موږ او تاسو ټول مسلمانان باید په دې باور ولرو چې اسلام د بشري ژوند لپاره یو کامل دين دی، د واده له بستر څخه تر نړيوالو اړيکو پورې ټولو واقعيتونه ته شرعي احکام او حللارې لري، نو باید د دغه فکري قاعدې پر اساس چې: «هر هغه حکم چې له اسلام سره موافق وي او که مخالف، خو چې له اسلام څخه نه وي، اسلامي امت ته مردود دي» عمل او سياست وکړو؛ ځکه د جبريه دور ټولو نظامونو تر همدې استدلال لاندې کفري مفکورې، قوانین او پرېکړه ليکونه منلي دي چې وايي؛ «هغه څه یې منو چې له اسلام سره ټکر ونه لري». حال دا چې اوسنی نړيوال نظم، ملګري ملتونه او نړيوال بنسټونه ټول د اسلام او مسلمانانو خلاف او طاغوت دي. نو اسلامي امارت ته د خپلې ۲۰ کلنې قربانۍ او جهاد له امله نه ښايي؛ چې د جبريه نظامونو په ډله کې ورګډ شي، بلکې باید د ستر نړيوال اسلامي نظام د پیل په لومړۍ هسته بدل شي. 

 نو هر هغه دولت چې غواړي اسلامي وي؛ له اساسه باید اوسنی نړيوال نظم رد کړي، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو کفري سازمانونو ته باید نه ووايي او د اسلامي بهرني سياست (دعوت او جهاد) له لارې باید ټولې اسلامي خاورې د جبريه نظامونو له ولکې څخه آزادې او له اسلامي نظام سره یو ځای کړي، تر هغه چې دغه نړيوال نظم چې نه یوازې اسلام او مسلمانان، بلکې د ځمکې پر مخ ټول بشريت او انساني فطرت یې له ګواښ سره مخ کړی دی، له منځه یوسي او پر ځای یې د لوړو اسلامي ارزښتونو پر بنسټ نوی نړيوال نظم رامنځ ته کړي.

﴿قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ﴾ [البقرة: ٢٥٦]

ژباړه: له شک پرته هدايت له ګمراهۍ څخه مشخص شوی دی، نو هغه څوک چې په طاغوت باندې کافر شي او په الله سبحانه وتعالی باندې ايمان راوړي، په تر‌ ټولو کلکه رسۍ یې منګولې لګولې دي، چې هېڅکله نه پرې کېږي او الله سبحانه وتعالی اورېدونکی او پوه دی.‌

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د الاقصی طوفان د امت پر طوفان بدل کړئ!

  • خپور شوی په لبنان

که څه هم امت له ډېرو سختیو او کړاوونو سره مخ دی؛ خو نیکمرغي یې هم په همدغو کړاوونو کې نغښتې ده. امت که هر څو په لوګي کې راګیر دی؛ خو دا اور به دښمن او ملاتړي یې لولپه کړي. دا کړاوونه به له منخه ځي او دا هغه شېبه ده چې امت د خپل ذول الجلال رب غوښتنې ته لبیک وایي او هغه سبحانه و تعالی د نصرت (بریا) زیری ورکوي.

[يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی (په ورکړل شوي نصرت) باندې الله سبحانه وتعالی هغه چاته نصرت ورکوي چې خوښه یې شي او هغه عزیز او رحیم (برلاسی او رحم کونکی دی). [روم:۵]

هغه څه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷مه په فلسطین او ځانګړې توګه په ویاړلې غزه کې پیښ شول، د دغه امت د ذاتي خیر، نیکمرغۍ او وړتیا ښکاره نښه ده او یوازې دې ته اړتیا لري چې سم مسیر ته برابر شي.

موږ د یوه امت په توګه همغسې یو، لکه الله سبحانه وتعالی چې فرمایلي دي:

 [وَإِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ]

ژباړه: او په حقیقت کې ستاسو امت، یو امت دی او زه ستاسو رب یم، نو له ما څخه وویریږئ (تقوا وکړئ). [مؤمنون:۵۲]

موږ باید د همدغه حقیقت پر اساس چې یو واحد امت یو، دریځ ونیسو. دا خبره په ځانګړې توګه په لبنان کې ډېره مهمه ده؛ نن ورځ دا منل شوې چې هغه کسان چې وسلې یې پورته کړې له لبنان، فلسطین او اسلامي ډلو څخه دي. دغو ډلو پرله پسې اعلان کړی چې د دوی لوری په فلسطین کې له یهودانو سره مبارزه ده او تل د الاقصی د ازادولو شعارونه ورکوی. تل یې ویلي چې دې کار ته ګوته په ماشه او د یو مناسب فرصت په تمه دي؛ نو ایا تر دې بل مناسب فرصت شته؟

په غزه کې د مجاهدينو يوې ډلې چې په لوړ هوډ مقاومت کوي، ستاسو لپاره دروازه پرانيستله او د يهودانو قدرت او وسلې یې داسې وشرمولې، چې خپله يهود هم پرې اعتراف کوي. دغې پیښې د یوې هوډمنې او وفادارې ډلې پر وړاندې د نړۍ د سترو قدرتونو د ملاتړ ترڅنګ د یهودي دولت د درنو وسلو او پرمختللې ټکنالوژۍ ضعف او کمزورتیا په ډاګه کړه!

دا پلمه چې فلسطينيان به په يوازې ځان دا مسووليت ادا کړي؛ د خپلې ناستې (له جګړې څخه د وېرې او بېغيرتۍ) لپاره پلمه ده او دا پلمه چې دولتونه به له خپلو ټولو امکاناتو سره پر موږ راټول شي، د هغو ټينګو ګامونو د نه پورته کولو لپاره پلمه ده چې په راتلونکي کې نه، بلکې همدا اوس يې د پورته کولو وخت دی.

امت راپورته شوی او که چېرې په تاسو کې د دغه حرکت څرک وویني؛ نه یوازې دا چې امت به درسره یو ځای روان شي، بلکې له تاسو به مخکې روان وي. په امت کې د قربانۍ او جهاد داسې لېوالتیا راژوندی شوې، لکه په فلسطیني وروڼو کې یې چې راژوندی ده. د دوی هیلې، احساسات او لیوالتیا مه وژنئ او د دغه طلایي فرصت په اړه د خپل تکلیف په ادا کولو کې سستي مه کوئ!

د فلسطین د خلکو په څېر اسلامي امت هم پوهېږي چې د دغه کار بیه ښایي لوړه وي؛ خو د خپل رب دغه قول لولي:

[وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِن تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا]

ژباړه: د خپلو دښمنانو په تعقیبولو کې سستي مه کوې، که تاسو له ستونزو سره مخ کیږئ، نو دوی هم له ستونزو سره مخ کیږي، په داسې حال کې چې تاسو له الله څخه د هغه څه هیله لرئ، چې دوی یې قطعا نه لري. الله سبحانه وتعالی پر هر څه پوهیږي او د علم او حکمت څښتن دی. [نسأ: ۱۰۴]

دوی دا لولي، زړونه یې  ډاډه کیږي او د قربانۍ له لارې یې روح ارامیږي.

اې د لبنان او فلسطین خلکو او په لبنان کې وسله والو اسلامي ډلو:

که دا ستاسو د وسلو د کارولو وخت نه وي، نو کله دی؟ خپلې وسلې د بل کوم غوره عمل لپاره ساتئ؟ موږ پر تاسو غږ کوو: که چېرې تاسو نن ورځ پرته له دې چې هغه سیمه ییزې او نړیوالې پرېکړې په پام کې ونیسئ چې تاسو یې له کلونو راهیسې له دغه کاره راګرځولي یئ، حرکت وکړئ، نو امت به ستاسو تر څنګ ودریږي او ستاسو ملاتړ به وکړي. دا هغه وخت دی چې نه یهودي دولت او نه یې نور ملاتړي هېوادونه د امت د دغه حرکت پر وړاندې د کوم اقدام جرات کولی شي.

همدارنګه موږ تاسو ته دا هم وایو چې: که تاسو له یهودو سره جګړې ته راودانګئ، نو له دې لارې په پوځونو کې خپل مخلص وروڼه هڅولی شئ چې له یهودو سره جګړې ته تیار شي. تاسي وليدل چي په مصر، اردن، لبنان، ترکيې، افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو کي څه ډول خلک او پوځونه دغې جګړې ته سخت په تمه دي، د دوی لپاره د دغې جګړې اور ته پوکی وکړئ.

[وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ]

ژباړه: د خپلو دښمنانو په تعقیبولو کې سستي مه کوې. [نسأ:۱۰۴]

نن ورځ ستاسو هر ډول ټمبلي او مرستې ته نه رادانګل موږ د دې ویلو ته اړباسي چې ستاسو ټمبلي او سستي دا په ډاګه کوي چې تر کاسې لاندې نيم‌کاسه ده او ستاسو د ځنډ تر شا حتماً خيانت پټ دی! نو راشئ او معادله راوڅرخوئ او خپل امت ته نیکي ښکاره کړئ. دا اوس په تاسو پورې تړلې او یوازې د هغه زړور ګام پورته کولو ته اړتیا لري، چې تاسو یې اخیستلی شئ. تاسو به هغه وخت وګورئ چې دغه اشغالګر دولت څنګه ړنګېږي او ملاتړي یې هغه وخت څنګه تښتي چې د اقصی طوفان د امت پر طوفان بدل شي.

[ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ]

ژباړه: د دوی د مقابلې لپاره له دې دروازې دننه ورشئ.کله چې تاسو دننه ورسېږئ، نو برلاسي یاست، پر الله توکل وکړئ، که چېرې مؤمنان یاست. [مائده:۲۳]

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۵مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر۱۰مه

حزب التحريرـ ولایه لیبنان

د مطلب ادامه...

حکام زموږ د وسله والو ځواکونه له لوري د فلسطین د ازادولو لپاره، د الله سبحانه وتعالی پر حکم سترګې نه شي پټولی

  • خپور شوی په پاکستان

حزب التحريرـ ولایه پاکستان لاریونونه وکړل او د فلسطين د ملاتړ لپاره یې د پاکستان له پوځ څخه د سملاسي حرکت غوښتنه وکړه. لکه څنګه چې یو ناروغ پلار د اړتیا پر مهال خپل تر ټولو پیاوړي زوی ته مخ اړوي؛ مسلمانان هم چې تر بريد لاندې راغلل، ټول امت خپل پوځ ته مخ وراړوي. د پاکستان رهبرۍ ته چې اوس څه شی ورپاتې دي، هغه یوازې باطلې او بې اعتباره پلمې دي.

۱. دا پلمه چې باید د حکامو امر ته په تمه شو، باطله ده. نور په تمه کېدو ته اړتیا نشته. د اشغال شویو ځمکو ازادول د الله سبحانه وتعالی حکم دی، چې همدا اوس باید پلی شي. د فلسطین د مسلمانانو مقاومت که څه هم له ویاړه ډک او ستر دی؛ یهودي دولت له منځه نه شي وړلی. دا زموږ د افسرانو مسولیت دی چې د الله سبحانه وتعالی له حکم سره سم د دوی مرسته او ملاتړ وکړي.

 [وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ]

ژباړه: «هو که هغوی د دين په اړه له تاسو د مرستې غوښتنه وکړه، نو د هغوی مرسته پر تاسو فرض ده.» [انفال: ۷۲]

۲. دا پلمه باطله ده چې د حاکم امر د الله سبحانه و تعالی د امر مخه نیولی شي. ښکاره ده چې حکام د فلسطین د ازادولو لپاره زموږ د افسرانو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او ګنګوسې خپروي. حکام غواړي چې زموږ پوځونه د مسلمانانو پر وړاندې د دوی ملاتړ وکړي. خو که پوځي افسران د حکامو اطاعت وکړي نو الله سبحانه وتعالی په قهر کوي. که افسران د حکامو نافرماني وکړي او د الله سبحانه وتعالی پیروي وکړي، په دنیا او اخرت کې بریالي کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللهِ» له مخلوق څخه هېڅ داسې طاعت نه دی پکار چې د معصیت سبب شي. (احمد او طبرانی روایت کړی دی).

۳. دا پلمه چې یوازې حکام به سزا وویني، هم باطله ده. د فرعون لښکر ته هم د فرعون په څېر سزا ورکړل شوه. د اشغال شویو خاورو د ازادولو امر یوازې د رهبرۍ لپاره نه، بلکې د ټولو افسرانو لپاره دی. که رهبري د الله سبحانه وتعالی له حکم سره سمه نه وي، باید ګوښه او ځای یې ونيول شي.  نو مه پرېږدئ چې کوم افسر خپل ځان هېر کړي، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا]

ژباړه «او وبه وايي: «اې زموږ ربه! موږ د خپلو سردارانو او مشرانو پيروي وکړه او هغوی موږ له سمې لارې څخه بې لارې کړو» [احزاب: ۶۷]

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو کې د صلاح الدین زامنو! امت له یوه تاریخي تحول څخه د تېرېدو په حال کې دی، نو ورسره ودریږئ. همدا وخت دی چې د ګناه او غفلت پر ځای په توبه، اطاعت او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړئ. د حزب التحریر د امیر، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته تر مشرۍ لاندې له حزب التحرير سره لاسونه یو کړئ او پر مخ لاړ شئ. مخ پر وړاندې لاړ شئ او د مسجد الاقصی په انګړ کې د فتحې تکبیرونه پورته کړئ. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حوله]

ژباړه: «هغه ذات پاک دی چې یوه شپه یې خپل بنده له مسجدالحرام څخه تر مسجد الاقصی پورې چې د هغه شاوخوا یې برکتي کړه، یووړ.» [اسرا: ۱]

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۹مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۱۴مه

ژباړن: فریدون محتاط

                                                        

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې