پنجشنبه, ۱۷ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۱۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

مسجدالاقصی د پاکستان پر پوځ غږ کوي

  • خپور شوی په پاکستان

اې د پاکستان په پوځ کې زموږ زامنو، وروڼو او پلرونو!

څو ورځې کېږي چې په فلسطین کې زموږ پر لوڼو، خویندو او میندو تر ټولو ډېر وحشیانه او ډارن برېدونه کېږي.

الله سبحانه وتعالی تاسو ته دا وړتیا درکړې چې سپېڅلې خاوره په څو ساعتونو کې ازاده کړئ.

تاسو په قهر یاست او غواړئ ډرانو یهودي ځواکونو ته ماتې ورکړئ.

که ستاسو رهبري تاسو په حرکت راولي، نو ټول امت به مو تر شا ودرېږي.

که ستاسو رهبري د غرب لاسپوڅې وي، هغوی لرې کړئ او حرکت وکړئ.

حرکت وکړئ او د دوو غوره اعمالو په لټه کې شئ، شهادت او فتح.

حرکت وکړئ او په مسجد الاقصی کې د فتحې تکبیرونه پورته کړئ.

اې د صلاح الدین زامنو، حرکت وکړئ!

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ]

ژباړه: «اې مومنانو که تاسو له الله تعالی (دين) سره مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسو سره مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به کلک کړي.» [محمد ۷]

#GazaCallsPakArmy

#AqsaCallsArmies

#الجيوش_إلى_الأقصى

د حزب الحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۱

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۱۶مه

 

د مطلب ادامه...

بایډن د غزې د عام‌وژنې پر سهار، په ډېره سپین سترګۍ یهودي دولت ته سفر وکړ او له دوی سره یې خپل پیوستون اعلان کړ!

(ژباړه)

د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلسطین د سپېڅلې خاورې د اوسېدونکو پر وړاندې له تر ټولو بې رحمه عام‌وژنې وروسته، ۲۴ ساعتونو څخه کمه موده کې له یهودي دولت څخه ليدنه وکړه او له هغوی سره یې خپل پیوستون اعلان کړ. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 [قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ]

ژباړه: «[نو اې رسول الله صلی الله علیه وسلم!] کومو خلکو چې ستا له دعوت څخه انکار کړی دی، هغوی ته ووایه: هغه وخت نږدې دی چې تاسو به مغلوب شئ او د دوزخ لوري ته به په منډه منډه وروستل شئ او دوزخ ډېر بد استوګنځی دی.» [آل عمران: ۱۲]

د مسلمانانو د وینو په اړه د امریکا او یهودي دولت ګستاخي او سپکاوی حد نه لري؛ د دغې ګستاخي او سپين سترګۍ اصلي سبب پر غزې د تیري پر وړاندې د مسلمانو پوځونو نه راټولېدل او د حکامو بې غوري ده.

اسلامي امت تل ښودلې چې دوی د یهودي دولت پر وړاندې مبارزې او د خپل سر او مال قربانولو ته تیار دي؛ خو حکامو یې دروازې پر مخ تړلې. د اسلامي امت د زامنو، ځوانانو او ښځو تر منځ دا شعار عام دی چې «زموږ لپاره پولې پرانېزئ». دا شعار هغه وخت ښه پلی کېدی شي چې په "پولې پرانېزئ، پوځونه په حرکت راولئ او ټول امت به یې ملاتړ وکړي" بڼه وي.

د مصر د پوځ شمېر ۴۶۵۰۰۰ عسکر دی، ۸۰۰۰۰۰ احتیاطي او په وسله والو ځواکونو کې د خدمت لپاره ۳۵ ميلیونه نور وړ کسان لري.

د دوو سپېڅلو جوماتونو (الحرمین) د پوځ شمېر ۴۸۰۰۰۰ او د احتیاطي عسکرو شمېر یې ۱۱۰۰۰۰ دی.

د اردن د پوځ شمېر ۱۱۰۰۰۰ عسکر دي، ۶۰۰۰۰ احتیاطي او په وسله والو ځواکونو کې د خدمت لپاره ۱۴۲۰۰۰ ميلیونه وړ نور کسان لري.

د لبنان د پوځ شمېر ۷۱۰۰۰ عسکر دی او په وسله والو ځواکونو کې د خدمت لپاره ۱.۲ ميلیونه وړ نور کسان لري.

دا په اسلامي خاورو کې وسله وال روزل شوي جنګیالي ځواکونه دي، چې د یهودي دولت شاوخوا ګرد پراته دي؛ ټول ۲ ملیونه سرتیري کېږي او په څنګ کې یې ۳۷ ملیونه نور کسان هم لري چې په وسله والو ځواکونو کې د خدمت جوګه دي او روزنه یې یوازې څو میاشتې نيسي. سره له دې هم غزه په یوازې توګه د ځان دفاع کوي! موږ د سوډان، الجزایر، تونس، لیبیا، ترکیې، پاکستان، الجزایر، مراکش، عراق، اندونیزیا او نورو ډېرو هېوادونو د پوځونو یادونه ونه کړه.

دا پوځونه داسې رهبر ته اړتیا لري چې د عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه په څېر مشري وکړي؛ یو خلیفه، د مومنانو قوماندان، (خلیفه امیرالمؤمنین) چې د ځمکو د ازادولو لپاره د جهاد اعلان وکړي. د سايکس-پيکو له وېش څخه راوتلو هېوادونه او کوچنيو دولتونو دا ثابته کړه چې د اسلامي خاورو د کمزوري کولو او يووالي د مخنيوي له يوې سترې دسيسې پرته بل څه نه دي.

موږ په حزب التحریر کې د رسنیو له ټولو مخلصو شخصیتونو، بانفوذه کسانو او د ټربیونونو له څښتنانو څخه غواړو چې د دغه کړکېچ د هواري لپاره د مسلمانانو عام ذهنیت سم لوري ته واړوي. هغه دا چې د یهودو د ګستاخۍ او د امریکا د دسیسو مخه یوازې د مسلمانانو د دښمنانو پر وړاندې د پوځونو په چمتو کولو، د خاینو حکامو په له منځه وړلو او پر ځای یې د یوه مخلص مشر او خلیفه په ټاکلو سره ترسره کېدی شي. هغه خلیفه چې په ما انزل الله حکم کوي؛ د جهاد اعلان کوي، د امریکا او یهودي دولت سپين سترګي او ګستاخي پای ته رسوي او د دوی زړونه د مسلمانانو له ویرې ډکوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[سَنُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُواْ الرُّعْبَ بِمَا أَشْرَكُواْ بِاللهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَاناً وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَبِئْسَ مَثْوَى الظَّالِمِينَ]

ژباړه: «هغه وخت ډېر ژر راتلونکی دی چې موږ د حق نه منونکیو  په زړونو کې وېره واچوو، ځکه چې هغوی له الله تعالی سره په خدایۍ کې هغه څه شريک انګېرلي دي چې د هغو پر برخه والي الله تعالی کوم سند نه دی نازل کړی. د هغو وروستی استوګنځي دوزخ دی؛ ډېر بد هغه استوګنځی دی چې ظالمانو ته به ور په برخه شي.» [آل عمران: ۱۵۱]

انجنیر صلاح الدين عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۳مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۱۸مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د امت پر علماوو د فلسطین سپېڅلې خاورې غږ

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

د الله سبحانه و تعالی ستاینه کوو چې خپل حق ذات یې تاسو ته دروپېژانده او په دې توګه یې تاسو په امر او نهي او تدبیر کې یووالی او وحدانیت درک کړ. هغه ذات چې د وحې او خپل دین رسالت یې تاسو ته وسپاره او له دې سره د پیغمبرانو وارثان ونومول شوئ. نو پکار ده چې تاسو تر بل هر چا ډېر له الله سبحانه وتعالی څخه وویریږئ، رښتیا ووایئ او د الله په لار کې د هېڅ ملامتوونکي د ملامتۍ پروا ونه کړئ.

موږ شاهدي ورکوو چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل معبود نشته؛ هېڅ شریک نه لري او محمد صلی علیه وسلم د هغه بنده او رسول دی. په کومه شاهدۍ چې له الله، د هغه له رسول او مومنانو سره بیعت کوو؛ په هغې له کفارو، منافقانو او خاینانو انکار کوو. د ستاینې وړ هغه ذات دی چې د ټولو عالمیانو رب دی!

موږ پر تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپېڅلې خاورې غږ کوو او دا چې د الله سبحانه و تعالی د دین قهر زموږ له لوري د فوران په حال کې دی. ښايي په تاسو کې مو د عزالدین بن عبدالسلام معنویت لیدلی وي چې مصر او د هغه لښکر یې د الله په لاره کې جهاد ته راوباله او په عین جالوت کې یې تاتاریانو ته ماتې ورکړه.

ستا پر دین څه شوي!؟

که تاسو د فی سبیل الله جهاد لپاره د اسلامي امت او د هغه د پوځونو بسیجولو لپاره حرکت نه کوئ؛ نو ستاسو کار څه دی!؟

اسلامي امت ډلې ډلې راوتلی؛ تاسو هم ورسره یو ځای شئ او د لاسپوڅو رژیمونو د نسکورولو لپاره حرکت وکړئ او په فی سبیل الله جهاد او جګړه کې خپل پوځونه سره یو ځای کړئ.

اې د الازهر علماوو:

الله سبحانه وتعالی د مصر عسکرو ته عزت ورکړ او د هغوی په لاس يې بیت المقدس د صلیبیانو له خباثته پاک کړ او الله سبحانه وتعالی یو ځل بیا هغوی ته پر تاتاریانو د برلاسي کېدو عزت ورکړ. دعا کوو چې الله سبحانه وتعالی یو ځل بیا د مصر عسکرو ته عزت ورکړي چې د سپیڅلې خاورې پر لور حرکت يې د اسلام او مسلمانانو د بریا، عزت او ځواکمنتیا او د هغو کسانو د شړلو پیلامه شي چې (ستاسو) قهر او غوسه یې راپارولې. نو، د مصر پوځ د فی سبیل الله جهاد پر لور بسیج کړئ. دا د صالحانو لار ده.

اې د شرق او غرب اسلامي علماوو:

د مسلمانانو حکام د امريکا او غرب لاسپوڅي دي او موږ د خير تمه نه ترې لرو. هغوی د یهودي دولت وفادار ساتونکي او د امریکايي ګټو مدافعین دي. دومره ذلیل او سپک دي چې تر اوسه د غزې مسلمانو وروڼو ته د مرستې رسولو لپاره د امریکا او یهودي دولت اجازې ته په تمه دي. هغه څوک چې د امت د دښمنانو له اجازې پرته يوه ټوټه ډوډۍ امت ته نه شي رسولی؛ موږ ته کوم وياړ او وقار راوړلی شي!؟

نن ورځ اسلامي امت ستاسو داسې وینا ته اړتیا لري چې عزم یې ثابت او پیاوړی کړي؛ هغه وینا چې د الله سبحانه وتعالی کلام پکې څرګند وي:

 [الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَاناً وَقَالُوا ‌حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ]

ژباړه: «هغه کسان چې خلکو (منافقانو) ورته وویل: ستاسو (دښمنانو ستاسو پر ضد لویې لښکرې راغونډې کړي دي)، ورڅخه وویریږئ. نو د دې په اوریدو یې نور هم ایمان پیاوړی شو او ویې ویل: زموږ لپاره الله سبحانه وتعالی کافي دی او هغه ښه ملاتړ کوونکی او وکیل دی.» [آل عمران:۱۷۳]

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ ‌انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]

 ژباړه: «اې هغه كسانو چې ایمان مو راوړى! پر تاسو څه شوي كله چې تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د جهاد لپاره حرکت وکړئ، (نو) سستي کوئ او دنیا ته ترجیح ورکوئ؟ ایا تاسو دنیاوي ژوند ته پر اخروي ترجیح ورکوئ؟ نو د اخرت پر وړاندې د دنیايي ژوند ګټه ډېره کمه ده * كه تاسو د جهاد لپاره ونه وځئ (نو) هغه (الله) به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي او ستاسو پر ځای به بل قوم راولي او تاسو به الله ته هیڅ زیان و نه شئ رسولی، الله په هر څه قادر دى.» [توبه:۳۸-۳۹]

اې رباني علماوو:

تاسو د بیت المقدس ازادولو او د اسلام او مسلمانانو د ملاتړ لپاره د فی سبیل الله جهاد د حکم په اړه تر ټولو ډېر پوه يئ. نو ولې حقیقت نه وایئ!؟ ایا له لاسپوڅو حکامو وېرېږئ!؟

[فَاللهُ ‌أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ]

ژباړه: « الله د دې ښه حقدار دی چې ورڅخه وویریږئ، که تاسو مومنان يئ» [التوبه:۱۳]

تاسو ته ښه معلومه ده چې لاسپوڅي حکام د الله سبحانه وتعالی په نازل شویو احکامو حکم نه کوي او د اسلام د دښمنانو په امر یې پر اسلامي امت بېلابېل ذلتونه راوستلي؛ د اسلامي امت او پوځونو مخه یې نیولې او د مصنوعي پولو -چې استعمارګرو رامنځته کړې- له لارې یې د اسلامي امت ترمنځ تفرقه رامنځته کړې. نو په داسې حالت کې تاسو څه کوئ؟ ځواب راکړئ، د الله د رضا لپاره څه کوئ؟

تاسو نه پوهیږئ، چې د لاسپوڅو حکامو لخوا د فلسطین د قضیې لپاره د دوو-دولتونو حللارې غوښتنه یا په دې برخه کې د نړیوالو قوانینو پلي کول له الله سبحانه وتعالی، رسول الله او مومنانو سره خیانت دی او په سپېڅلې خاوره کې د یهودي دولت د تاسیس معنی لري!؟ نو د هغوی خیانت سخت وغندئ.

د غزې خلک د اسلامي امت درملو او خوراکي توکو ته په تمه نه دي. د فلسطین خلک د دوو-دولتونو حللاره او د نړیوالو قوانینو پلي کول نه غواړي؛ بلکې هیله لري چې د مسلمانانو پوځونه د مسجدالاقصی پر لور حرکت وکړي او د هغو الوتکو غږونه واوري چې د یهودو جرړې وباسي او د ځمکې پر مخ یې هېڅ نښه پرې نه ږدي.

درنو علماوو:

زموږ تویې شوې وینې او بې‌ځایه شوې ښځې او ماشومان د خدای په مخ کې ستاسو پر وړاندې دلیل دی؛ نو له الله سبحانه و تعالی سره د مخامخ کېدو لپاره خپل حجت تیار کړئ...

موږ تاسو ته د هغه څه پر لور بلنه درکوو چې الله سبحانه و تعالی درباندې فرض کړي؛ د راشده خلافت د تاسیس او د بیت المقدس د ازادولو لپاره له اسلامي امت او د هغه له پوځونو نصرت وغواړئ. که تاسو پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی د حاکمیت ټینګولو، ملي پولو ماتولو او في سبیل الله جهاد لپاره اسلامي امت راپورته کړئ؛ نو د الله سبحانه وتعالی له وعدې او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زیري سره سم به ستره بریا ترلاسه کړئ. د جهاد پر لور بلنه له رباني علماوو سره ښايي. په تاسو کې چې څوک ډارن وي او په دنیوي ژوند کې امن غوره کړي؛ د الله سبحانه وتعالی بې پایه غضب يې په تمه دی او الله سبحانه وتعالی ته یوه ذره زیان هم نه شي رسولی.

وروستۍ خبره دا چې: موږ پر الله سبحانه وتعالی ډېر توکل او باور لرو. موږ د قادر او قوي الله پر نصرت باور لرو؛ الله سبحانه وتعالی به موږ ته نصرت او مرسته راکړي؛ ځکه نصرت یوازې له هغه سبحانه وتعالی سره دی او هغه سبحانه و تعالی به نصرت هغو بنده‌ګانو ته ورکړي چې اهل یې وي. نو څوک چې وغواړي په دغې ډله کې وي؛ ستره بریا يې ترلاسه کړې او څوک چې ډارن وي؛ له نهیلۍ او زیان پرته بل څه نه ورته رسېږي او دنیا او اخرت به له لاسه ورکړي. زموږ دښمنان که هر څومره ځواکمن وي؛ یو محدود ځواک دی. موږ هغوی ته د هېڅ په سترګه ګورو؛ ځکه چې موږ د الله سبحانه وتعالی پر نامحدود ځواک باور او تکیه لرو. پریږدئ چې امریکا خپلې الوتکې لېږدونکې کښتۍ راوړي؛ که د الله سبحانه وتعالی وعده پوره شي؛ دا تجهیزات یهودیان د مسلمانانو له منګولو نه شي ژغورلی او هېڅ ګټه نه شي ورته رسولی.

[فَإِذَا جَاءَ ‌وَعْدُ ‌الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيراً]

ژباړه: «بیا کله چې د دویمې وعدې وخت راغلی، نو موږ نور دښمنان پر تاسو مسلط کړل چې هغوی ستاسو څېرې غمجنې کړي او مسجد (الاقصی) ته ننوځي، لکه څنګه چې اول ځل ننوتلي وو او (یو ځل بیا د بیت االمقدس په ورانولو پیل وکړي) پر هر چا او هر شي چې د هغوی لاس بر شي تباه یې کړي.» [اسرا: ۷]

دا هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې له موږ سره وعده کړې او الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم په خپله وعده کې ریښتیني دي. الله سبحانه و تعالی زموږ او هغو کسانو لپاره کافي دی چې پر هغه سبحانه و تعالی توکل کوي.

یا الله، موږ علماوو ته د هغه څه په اړه خبر ورکړ چې ستا رضایت پکې دی. یا الله، موږ ته د نصرت او قوت؛ چې زموږ د خوښۍ او رضایت سبب کېږي، زیری راکړه. الحمدالله رب العالمین

۱۴۴۵هـ.ق کال، د ربیع الاول ۳مه

۲۰۲۳ م کال، د اکتوبر ۱۸مه

حزب التحریر - د فلسطین سپېڅلې خاوره

د مطلب ادامه...

دیهودیانو لخوا د ټولوژنو پر وړاندې غبرګون لپاره د حکامو تختونه مات کړئ او له خپلو لښکرو سره د القدس پر لور لاړ شئ

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

ځناور دښمن خپله وحشي څېره ښکاره؛ د غزې په تړانګه کې د یوه روغتون په بمبارولو او هلته د سلګونه ناروغانو؛ ښځو او ماشومانو په وژلو او د روغتونونو مصونیت اصولو تر پښو لاندې کولو سره یې د جنایت غږ شرق او غرب ولړزاوه. له دې سره یې د ریاکار او بدجنسه غرب ټول ارزښتونه او د جعلي «انسانیت» دعوې له منځه یوړې.

دا روغتون د وحشي، جنایتکار او ډارن دښمن لخوا بمبار شو خو د وحشي غرب- چې پر خپلو دروغجنو او بې‌ارزښته انساني ارزښتونو نازیږي- ملاتړ ورسره و. هغه ارزښتونه چې د فلسطین خلک يې د «انسانیت» له تعریفه بیرون کړل ترڅو جنایتکار جنایت کولو ته وهڅوي. هغه ډول جنایت چې وړاندې له دې غرب د مسلمانانو پر وړاندې په وار وار کړی.

یاد روغتون د ډارنو، بې‌کفایته، خاینو او دسیسه‌کوونکو حکامو په وسلو بمبار شو چې نه د جاهلیت د وخت ځوانمردي، نه اسلامي تقوا او نه هم د نارینه‌وو صفتونه لري. د دوی غوږونه د مظلومانو د چغو پر وړاندې کاڼه دي؛ سترګې یې ړندې او زړونه یې فلج دي. دوی خپل خلک په ظلم فلج کړل او خپل پوځونه يې د ناکارۍ او حقارت په دایره کې حصار کړل. الله خو دې دوی له خپلو تاجونو او تختونو سره ورک کړي.

اې مسلمانانو: جنایتکار او خاین یهود او منافق او فاسق غرب ټول یو شان زموږ دښمنان دي. الله سبحانه وتعالی موږ ته د هغوی په اړه خبرداری راکړی؛ هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

 [لَا يَرْقُبُونَ فِي مُؤْمِنٍ إِلّاً وَلَا ذِمَّةً وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ]

ژباړه: «هغوی (نه یوازې ستاسو بلکې) د هیڅ ایمانداره په وړاندې د خپلوۍ او تړون رعایت نه کوي او هغوی تیری کوونکي دي.» [توبه:۱۰]

دوی همداسې دي؛ هېڅکله خپلو تړونونو ته ژمن نه دي. که پر موږ برلاسي شي د خپلوۍ یا بل هر راز تړون به تر پښو لاندي کړي. دا صفت له پخوا پکې دي؛ خو الله د هغوی په فریب خبر دی او هغه به شرایط بدل کړي.

 [وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ] 

ژباړه: «او موږ د خلکو ترمنځ د (ماتې او بریا) ورځې لاس په لاس کوو (کله يې یو چا کله بل چاته ورکوو).» [آل عمران:۱۴۰]

د دوی تېری اوږد شو؛ ظلم یې سخت شو او ظلم د ظالمانو د نیږدې راتلونکې بربادۍ او د مومنانو د هوساینې خبر ورکوي.

د یادې پیښې شهیدان د الله سبحانه وتعالی په رحمت او د ځمکې او اسمانونو په اندازه پراخ جنت کې دي.

په کړاوونو او بې وسۍ کې راګیر عزتمن او باوقاره اسلامي امت ته د ډارنو حکامو راپرځولو او د هغوی د ریښو ایستلو فرصت په لاس ورغلی؛ همدا د سم ګام پورته کولو وخت دی. دا د اسلامي امت د نن ورځې اړتیا ده چې د حکامو ماڼیو ته لاړ شي او هغوی له څوکیو ښکته کړي. دا فرصت په لاس ورغلی چې په دوی کې د یهودي دولت اجنټان او ساتونکي له واکه لرې کړي. بیا د الله سبحانه وتعالی د وعدې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري پوره کولو لپاره د الله تعالی په عنایت او ساتنه د قدس پر لور روان شي.

[فَإِذَا جَاءَ ‌وَعْدُ ‌الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيراً]

ژباړه: «بیا کله چې د دویمې وعدې وخت راغلی، نو موږ نور دښمنان پر تاسو مسلط کړل چې هغوی ستاسو څېرې غمجنې کړي او مسجد (الاقصی) ته ننوځي، لکه څنګه چې اول ځل ننوتلي وو اور(یو ځل بیا د بیت االمقدس په ورانولو پیل وکړي) پر هر چا او هر شي چې د هغوی لاس بر شي تباه یې کړي.» [اسرا: ۷]

د فلسطین سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د خلافت په نشتون کې هره ورځ د غزې د ماشومان جنازې بار وي

  • خپور شوی په سیاسي

د اکتوبر په ۷مه، د اشغال شوي فلسطین مسلمانانو په یوه ناڅاپي برید کې د یهودي دولت دفاعي ډالونه مات کړل؛ د دښمنانو د ظلم پر وړاندې یې د اسلامي خاورو د دفاع هوډ وکړ، خو د استعمارګر غرب –چې د وحشي صهیونیستانو ملاتړ کوي- له نړیوالو غندنو سره مخ شو.

له دغه برید سره د اشغالګرو یهودیانو ډله‌ایزه تېښته پیل شوه؛ له خپلو کورنیو او ماشومانو سره له سیمې ووتل؛ ځکه پوهېدل چې د دغو کورنو اصلي خاوندان د خپل عزت او کورونو ترلاسه کولو لپاره بېرته راځي. په ټولنیزو رسنیو کې ډېر داسې څه شته چې ښيي په یاد برید کې د جګړې په اړه اسلامي قوانین په پام کې نیول شوي او یهودي ښځو او ماشومانو ته زیان نه دی رسیدلی. خو استعمارګرو ځواکونو په خپل شیطاني او وحشیانه غچ کې دا قوانین مات کړل. هغوی تاریخی وحشت روان کړی او د جګړې په سټراتېژۍ کې یې د ماشومانو قصدي وژنه هم شته.

په غزه کې د ملکي خلکو د کورونو په بمبار او پر ښوونځیو او روغتونونو په راکټي بریدونو کې تر اوسه ۲۳۰۰ ماشومان وژل شوي. بشپړې کورنۍ له منځه تللې. دغه راز، غزه له هرې خوا محاصره ده او په بشپړ ډول ورته د خوړو، اوبو، تیلو او درملو د ننوتلو مخه نیول شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې وینو چې یهودي دولت غزې ته د روانو خوږو اوبو چینې په سمنټو بندوي. د خلافت او د مسلمانانو د واحد مشر، خلیفه په نشتون کې د نړۍ په یوه ډېره ګڼ‌مېشته سیمه کې، چې ۲.۳ میلیونه خلک پکې اوسېږي، پر خلکو د ژوند د اساسي اړتیاوو سرچینې بندېږي!

د یهودي دولت یو بل روان وحشت دا دی چې دوی ناقانونه فاسفورس بمونه، چې غوښه تر هډوکې سوځوي او هېڅ ساکښ ژوندی نه پرېږدي، کاروي. دا بمونه پر هغو ملکي ښارونو غورځوي چې زرګونه ښځې، نارینه او ماشومان پکې بند دي. هغوی د یهودي اشغالګرو په څېر سیمه نه شي پریښودی. ټول پوهیږي چې غزه د نړۍ تر ټولو ستر سرخلاصی زندان دی.

د اسلامي نړۍ د لاسپوڅو حکامو پوځونه له خپلو طلایي برجونو په ډار د فلسطیني ماشومانو د وژل کېدو ننداره کوي. دوی د دنیوي مقامونو او څوکۍ لپاره تر خپل اخلاص تېر شوي خو د فلسطین نوراني شهیدان د اخروي مقامونو لپاره خپله وینه تویوي! د پوځونو پرمخ د پیغور تور داغ دی او د محمد صلی الله علیه وسلم د امت د سترګو پر وړاندې به لوی حساب ورکوي.

موږ د صهیونیستانو او د هغوی د نړیوالو ملګرو د جنایتونو شاهدان یو، په دې ډله کې مسلمان لاسپوڅي حکام هم راځي.

الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته وفادار امت به هېڅکله متقي مسلمانان هېر نه کړي.

الله سبحانه و تعالی ته د حساب ورکولو په ورځ به ظالمان په هېڅ صورت بریالي نه وي او هرو مرو به خپله سزا ګوري.

 [وَالَّذِينَ كَسَبُوا السَّيِّئَاتِ جَزَاءُ سَيِّئَةٍ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ مَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ]

ژباړه: «هغه خلک چې ناوړه کارونه کوي، د هر ناوړه کار جزا به د هغه په اندازه وي (نه ډېره)، پر هغوی به خواري مسلطه شي. هېڅوک او هېڅ شی هغوی له (عذاب) څخه نه شي خلاصولی، د هغو پر مخونو به داسې ترږمۍ خوره شوې وي لکه د شپې چې تورې پردې پرې غوړېدلې وي. هغوی د دوزخ مستحق دي، هلته به تل اوسیږي.» [یونس:۲۷]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

 عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

۱۴۴۵هـ.ق کال، د ربیع الثاني ۱۱مه

۲۰۲۳م کال، د اکتوبر ۲۶مه

د مطلب ادامه...

که د مسلمانانو لښکر له دغه ظالم دښمن سره د مبارزې ډګر ته کوز شي، نو بیا تسلیت ویلو ته اړتیا نشته

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲۴ مه د پاکستان د فوځ مشر چې د نړۍ د شپږم پیاوړي فوځ مشر دي، د فلسطین سفیر ته تسلیت او ډاډګېرنه ورکړه.

دا د نظامي رهبرۍ شرعي مکلفیت دی چې باید د تسلیت او ډاډګېرنې پر ځای د یهودي دولت ریښې وچې او دغه سرطاني دانه له منځه یوسي.

ولې بالیستیک توغندي د تل ابیب په لوري نه ویشتل کیږي، ترڅو هلته زموږ له ځمکنیو مجاهدینو ساتنه وکړي؟ ولې د ځانګړو خدمتونو د ډلې (SSG) فوځونه مصر ته نه استول کیږي، ترڅو د رفح له پولې څخه غزې ته تیر شي؟ ولې د فوځ ځانګړي ځواکونه اردن ته نه لیږل کیږي، ترڅو د الکرمه له پل څخه باختري کرانې ته ننوځي؟

ولې ای اس ای سوریې ته د مجاهدینو د رهبري کولو لپاره نه استول کیږي؟

ولې د پاکستان سمندري فوځونه نه شي کولی چې د بیروت بندر له لارې په لیبنان کې اکمالاتي لیکې رامنځته کړي؟ ولې د پاکستان هوایي ځواک په ترکیه کې د انجرلیک هوایي اډه د دښمن د خنثی کولو لپاره نه شي کارولی؟

اې د صلاح الدین زامنو!  که د تاسو اوسني مشران نه شي کولی چې تاسو په دې جګړه کې رهبري کړي، نو قدرت داسې چاته وسپارئ، چې کولی شي د نبوت پر منهج خلافت تاسیس او له یهودو سره د جهاد لپاره لښکرو ته حرکت ورکړی.

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال: 72]

ژباړه: کله چې د دین په چارو کې له تاسو نصرت وغوښتل شي، نو پر تاسو واجب دی چې هغوی ه نصرت ورکړئ.

#ArmiesToAqsa

  حزب‌التحریر- ولایه پاکستان

10 ربیع‌الثانی 1445هـ.ق.

25 اکتوبر 2023م.

د مطلب ادامه...

اې د اسلامي لښکرو سرتېرو

  • خپور شوی په حزب

أَلَيْسَ مِنْكُمْ رَجُلٌ رَشِيد [هود:۷۸]

ژباړه: ایا په تاسو کې هېڅ زړور او غیرتي کس نه شته؟

د لوېديځې تړانګې او لبنان په ګډون پر غزې د یهودي اشغالګرو له وحشي یرغل څخه نیږدي یوه میاشت تیریږي. دغه وحشي اشغالګر خلک، بوډاګان، ښځې او ماشومان وژني او حتی د ونو او ډبرو په له منځه وړلو کې یې د هر ډول جنایتونو او تیریو ریکارډونه مات کړي دي! خو واکمنان بیا هم غلي دي او یوازې د شهیدانو او ټپیانو د شمېر او د ویجاړو شوو ځایونو په اړه خبرې کوي.

صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ [بقره:۱۷۱]

ژباړه: دوی کاڼه، ګونګیان او ړانده دي، ځکه خو پر هېڅ خبره نه پوهیږي.

دا واکمنان به د خپل چلن له امله له منځه ځي او دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده. دوی د اشغالګرو کفري دولتونو په خدمت کې دي او د دوی په امر اقدام کوي. دوی هغه څه وايي، چې امر یې ورته کیږي او هغه څه کوي چې ترې غوښتل کیږي. دوی بې کفایتي او غفلت مني او پولې مقدسې بولي. په ډاګه چیغې وهي ​​چې ملي امنیت یې سره کرښه ده او له هغه نه تیریږي. دوی دا هېر کړي یا دا له پامه باسي چې مسلمانان واحده ګډه خاوره لري، مهمه نه ده چې هغه د ځمکې په یو لرې کونج کې پرته ده که نیږدې. ایا دوی د دې ګډې خاورې لکه غزې هوا نه تنفس کوي او اسمان ته یې نه ګوري؟

اې د مسلمانو لښکرو سرتېرو:

ایا پر تاسو د خپلو وروڼو او خویندو هغه وینه اغېزه نه کوي چې یهودان یې په غزه کې تویوي؟ ايا د ماشومانو ژړا، د ښځو زارۍ او د بوډاګانو د مرستې چیغې تاسو دوی ته د نصرت ورکولو لپاره نه هڅوي؟

وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ [انفال:۷۲] 

ژباړه: کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ.

ايا د الله سبحانه وتعالی ايتونه تاسو دې ته نه هڅوي چې د يهودو پر وړاندې د رښتينو ، غیرتي او زړورو مؤمنانو په څېر ودرېږئ؟

 قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ [توبه:۱۴]

ژباړه: له دوی سره وجنګېږئ، الله به ستاسو پر لاسونو دوی ته سزا ورکړي او دوی به ذلیل او خوار کړي. د دوی په مقابل کې به تاسو ته نصرت درکړي او د مؤمنانو زړونه به یخ کړي.

ايا تاسو له دغو دوو غوره پايلو څخه د يوې د ترلاسه کولو هیله نه لرئ، چې يا په دنيا کې عزت او وقار او يا په اخرت کې لویه بريا او کاميابي ترلاسه کړئ؟ ایا د الله سبحانه وتعالی رضا تر ټولو مهمه نه ده!؟ آیا نه غواړئ چې ستاسو غږ د الله سبحانه وتعالی دا قول منعکس کړي:

قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلَّا إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَنْ يُصِيبَكُمُ اللهُ بِعَذَابٍ مِنْ عِنْدِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا فَتَرَبَّصُوا إِنَّا مَعَكُمْ مُتَرَبِّصُونَ [توبه: ۵۲]

ژباړه: دوی ته ووایه: «تاسو چې زموږ په اړه کوم څه ته په تمه یاست، هغه له دغو دوو خیرونو (بریالیتوب او شهادت) څخه یو دی او موږ چې ستاسو په اړه څه ته په تمه یو، هغه دا دي چې یا به الله سبحانه وتعالی په خپله تاسو ته سزا درکوي یا به زموږ په لاسونو تاسو ته سزا درکوي. پس تاسو هم (خپلې بدلې ته) په تمه اوسئ او موږ هم په تمه یو.

اې د مسلمانو لښکرو سرتېرو:

آیا دا غوره ده چې د الله سبحانه وتعاالی اطاعت وکړئ او که د خپلو هغو حاکمانو چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره جنګیږي او د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له دښمنانو سره ملګري دي!؟ له شک پرته چې د الله سبحانه وتعالی اطاعت غوره دی او هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنْجِيكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ * تُؤْمِنُونَ بِاللهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ * يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّات تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُالْعَظِيمُ * وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ [صف: ۱۰-۱۳]

ژباړه: اې مؤمنانو، ایا تاسو ته هغه تجارت ونه ښیم، چې له دردناک عذاب څخه مو ژغوري. پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم اېمان راوړئ او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې په خپلو سرونو او مالونو جهاد وکړئ. که تاسو پوهېږئ، نو دا ستاسو لپاره غوره تجارت دی. الله سبحانه وتعالی به ستاسو ګناهونه وبښي او تاسو ته به هغه جنتونه درکړي چې ترې لاندې ویالې بهیږي او په دایمي جنتونو کې به غوره استوګنځي درکړي او دا تر ټولو ستره بریا ده. او هغه بل نعمت (دنیوي نعمت) چې تاسو یې خوښوئ، هغه به هم درکړي، د الله سبحانه وتعالی نصرت او فتحه ډېره نیږدې ده او مؤمنانو ته زیری ورکړه.

آیا دا غوره ده چې د الله سبحانه وتعاالی اطاعت وکړئ او که د خپلو هغو حکامو چې د خپل ملي امنیت په بهانه تاسو د غزې او د هغې له خلکو څخه بېلوي او له دغه مسولیته غاړه باسي، په داسې حال کې چې غزه ورته دومره نیږې ده چې که دوی ډبره هم ور وار کړي وررسیږي، حتی تر دې هم نیږدې ده!؟

دا هغه واکمنان دي چې له اشغالګرو کفارو سره دوستي کوي. د دوی يوازینۍ موخه د خپل شرمناک قدرت ساتل دي. که تاسو له دوی پيروي وکړئ، نو په دنيا او اخرت دواړو کې تاوان کوئ. له دوی څخه ستاسو د اطاعت توجېه به د قیامت په ورځ رد شي.

إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ * وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ [بقره:۱۶۶-۱۶۷]

ژباړه: کله چې هغه کسان چې په دې دنیا له دوی څخه پیروي کېدله عذاب وویني، نو دوی به له خپلو پیروانو څخه بیزاري څرګنده کړي او له دوی سره به خپلې ټولې اړیکې پرې کړي، نو پیروان به یې ووایي، کاشکې موږ یو ځل بیا دنیا ته استول شوي وی، ترڅو موږ په دنیا کې له دوی داسې بیزاري څرګنده کړې وی، څنګه چې دوی دلته له موږ څخه ښکاره کړه. په دې ډول به الله سبحانه وتعالی د دوی عملونه د دوی مخې ته کېږدي او دوی به خپلو عملونو او کړنو ته د افسوس او پښېمانتیا لاسونه مروړي، خو له اور څخه د وتلو هېڅ لاره به ونه مومي.

اې د مسلمانو لښکرو سرتېرو:

یهودیان د جنګ او مبارزې خلک نه دي. دوی ډاریږي او له ذلت او خوارۍ سره مخ شوي دي. تاسو په خپلو صفونو کې د داسې مؤمنو ځوانانو شاهدان یاست چې په خپلو لاسونو کې داسې کمزوې وسلې لري چې له یهودانو سره اصلا د پرتلې وړ نه دي، خو بیا هم دوی پرې په زور سره وژني. دوی (یهود) ترې تښتي او د خپل ځان د ساتنې لپاره الوتکو ته پورته کیږي.

 لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ * ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ [عمران: ۱۱۱-۱۱۲]

ژباړه: دوی تاسو ته هېڅ ډول ضرر نه شي اړولی، یوازې دومره کولی شي چې تاسو په تنګ کړي. که دوی له تاسو سره وجنګیږي، نو دوی به په جنګ کې تاسو ته شا واړوي او داسې به بې وسه شي چې له هېڅ لوري به ورته مرسته نه رسیږي. دوی چې هر چېرته وموندل شي، نو د ذلت او خوارۍ (ټاپه) به پرې وهل شوې وي، مګر دا چې د الله سبحانه وتعالی او انسانانو څخه پناه واخلي او تر هغه لاندې ځان پت کړي. دوی د الله سبحانه وتعالی پر قهر اخته شوي دي او پر دوی خواري او مغلوبیت مسلط شوی دی. د دې هرڅه لامل دا دی چې دوی د الله سبحانه وتعالی له ایتونو څخه منکر شوي او پر ناحقه یې د الله سبحانه وتعالی پیغمبران وژلي دي. دا د دوی د ګناهونو او سرغړونو (له حد څخه د تېرېدلو) عاقبت دی.

اې د مسلمانو لښکرو سرتېرو:

د الله سبحانه وتعالی ایتونه دریاد کړئ. د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث دریاد کړئ. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو اتلولۍ دریادې کړئ. د خپلو نیکونو قربانۍ او سرښندنې دریادې کړئ. وا متعصما دریاد کړئ. دا په یاد ولرئ، ځواب هغه څه دی چې تاسو یې ګورئ، نه هغه څه چې تاسو یې اورئ. له حطین او صلیبیانو څخه د قدس ازادول در یاد کړئ. د عین جالوت او د تاتاریانو له منځه وړل در یاد کړئ. د محمد الفاتح او د قسطنطنیې فتحه در یاده کړئ. د اسلام عظمت او د مسلمه امت بهتري، خیر او غوره والی دریاد کړئ.

اې د مسلمانو لښکرو سرتېرو:

د الله سبحانه وتعالی له لوري د سترې بریا په لور روان شئ، هغه بریا او فتحه چې ډېره نیږدې ده او مؤمنانو ته زیری ورکړئ. د غزې او د هغې د خلکو د نصرت لپاره پورته شئ. که حاکمان ستاسو مخه نیسي، نو پر ځمکه یې نسکور کړئ. له خپلو وروڼو څخه د ننګې او ملاتړ لپاره حرکت وکړئ او هغه څه ته چمتو شئ چې الله سبحانه وتعالی یې درته ته امر کوي:

وَلَا تَهِنُوا فِي ابْتِغَاءِ الْقَوْمِ إِنْ تَكُونُوا تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ اللهُ عَلِيماً حَكِيماً [نسأ:۱۰۴]

ژباړه: د دښمن په تعقیبولو کې سستي مه کوئ. که تاسو له کړاو سره مخ کیږئ، نو دوی هم له کړاو سره مخ کیږي، په داسې حال کې چې تاسو له الله سبحانه وتعالی څخه د هغه څه تمه لرئ، چې دوی یې نه لري. الله سبحانه وتعالی پر هرڅه پوهیږي او هغه د حکمت او پوهې څښتن دی.

اې د مسلمانو لښکرو سرتېرو:

تاسو پر دې پوهیږئ چې فلسطین یوه مبارکه خاوره ده. یهود حق نه لري چې پر دغه اسلامي خاوره حکومت وکړي. د دوه دولتونو  د رامنځته کولو حل لاره یې په حق کې خیانت دی. څه ډول چې هغه عمر فاروق ته سپارل شوې، د راشده خلفاوو لخوا ساتل شوې، د صلاح الدین لخوا آزاده شوې او د ثاني عبدالحمید لخوا له یهودانو څخه ساتل شوې ده، همغسې به د الله سبحانه وتعالی د مخلصو سرتیرو په هڅو بېرته ترلاسه شي. دا هغه عزتمند سرتیري دي، د چا په لاسونو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث تحقق مومي:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ...»

ژباړه: تاسو به خامخا له یهودانو سره وجنګېږئ او دوی به ووژنئ. [له ابن عمر رضي الله عنه څخه مسلم روایت کړی]

اې د مسلمانو لښکرو سرتېرو:

آیا په تاسو کې کوم زړور او غیرتي کس نشته چې تاسو الله سبحانه و تعالی او د هغه رسول صلی علیه وسلم ته د نصرت ورکولو لپاره رهبري کړي؟ آیا په تاسو کې داسې زړور او غیرتي کس نشته چې تاسو د دې لویې فتحې او بریا په لور رهبري کړي:

نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ [صف:۱۳]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی نصرت او فتحه ډېره نیږدې ده

د امت هغه غوښتنې ته لبیک ووایئ چې تاسو ورته رابولي. دغې مبارکې خاورې ته راشئ او هغې ته نصرت ورکړئ، ځکه هغه له تاسو نصرت غواړي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ * وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ [محمد:۷-۸]

ژباړه: اې مؤمنانو، که تاسو د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکړئ، نو الله سبحانه وتعالی به تاسو ته نصرت درکړي او ستاسو قدمونه به محکم کړي. او هغه کسان چې کافران شوي دي، د دوی لپاره هلاکت دی، الله سبحانه وتعالی د دوی عملونه ضایع کړي دي.

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۱۷مه

۲۰۲۳م کال، د نومبر ۱

حزب التحریر

د مطلب ادامه...

د دوی «د ښځو حقونه» یوازې د سیکولرو ښځو لپاره دي!

(ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال، د اکټوبر په ۱۷مه، Middle East Eye د غزې په کچه ممتازې زده کوونکې، شیما اکرم صیدام د مړينې راپور ورکړ، چې د یهودي دولت له لوري د غزې په تړانګه کې د یوه هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شوه. نوموړې په خپل ښوونځي کې د ممتازې فلسطیني زده کوونکې په توګه پېژندل کېده، چې د النصيرات د کډوالو په کمپ کې له خپلې ټولې کورنۍ سره یو ځای ووژل شوه. کورنۍ یې په جولای کې د هغې د ۹۹.۶ نمرو تر لاسه کول ولمانځل، چې تقریباً د منځنۍ دورې د آزموینې، چې التوجیهي آزموینه بلل کېږي بشپړې نمرې دي. هغې په یوه مرکه کې وویل: «ان د اسرایيلو د یرغل پر مهال مې هم زړه‌کړې پرېنښودې.»

هغې د خپلو لوړو نومرو له مخې د سيمې غوره پوهنتونونو ته لار موندلی شوی. خو د یهودي دولت د روان وحشت په سبب داسې ونه شول. هغې غوښتل چې د غزې په اسلامي پوهنتون کې خپلې زده‌کړې پیل کړي او هلته د انګلسي ژباړې زده‌کړه وکړي. همدا پوهنتون اوس د پرلپسې بمبارۍ په پایله کې نړېدلی. یوازې په شپږو ورځو کې تر ۶۰۰۰ ډېر بمونه غورځول شوي. د نوموړې پلار د هغې د استثنايي لاسته راوړنو په اړه خبریالانو ته وویل، سربېره پر دې چې دبرېښنا او اوبو کمښت د هغې علمي ژوند له ستونزو سره مخ کړی و، خو هغې له دغو ستونزو سره سره د بریاليتوب کلک هوډ درلود.

غربي رسنیو ته مهمه دا ده چې ښځې څومره لنډې جامې اغوندي او څومره له شریعته لرې کېږي. اوس مهال په غزه کې، ۵۰،۰۰۰ امیندوارې مسلمانې ښځې د ولادت سرچینو ته لاس رسی نه لري او  زرګونه میرمنې او ماشومان وژل شوي، یا هم په خپلو کورونو کې تر خاورو لاندې پراته دي، چې د رسنیو د خبر وړ نه ګڼل کېږي. داسې ښکاري چې د سیکولر حکومتونو، سازمانونو او فمينسټي ډلو لپاره، د ښځو ژوند د دوی په جنسیت پوې نه، بلکې عقیدې پورې اړه لري.

د ښځو حقوقو د خوځښتونو؛ چې معمولاً د تګ راتګ، زده کړې او فرصتونو ته د لاسرسي د ازادۍ ملاتړ کوي، له لوري دا لوی منافقت او چوپتیا ناڅاپي نه ده. دا د نژادپالنې، ملتپالنې او استعماري اجنډا یو واقعي انعکاس دی، چې په لومړي ځل د فيمينيسټ خوځښت رامنځته کېدو لامل شو. د Rockefeller بنسټ وغوښتل پر هغو ښځو ۵۰ سلنه ډېره مالیه وضع کړي، چې په کور کې کېني. اشراف پوهیدل چې د مور په غیاب کې، ماشومان داسې تربیه کېږي چې د خپلو چارواکو داسې خدمت وکړي لکه باداران یې چې وي.

ډیری فلسطیني ښځې چې کاروبارونه، کورونه او ځمکې یې درلودې؛ د ژوند هر اړخ یې ويجاړ شوی او د بیارغونې او جبران لپاره یې هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې. اوس یهودي اشغالګر ته امر شوی چې د ځمکې او مال د اشغال تر څنګ د هغو څښتنان «وولي او ووژني»؛ له دې سره هغه فلسطینیان هم له منځه وړي چې له هوایي بریدونو ژوندي پاتې شوي.

موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت په توګه نه شو کولای چې د خپلو خویندو ژوند او حقونو ته چانس ته پرېږدو او موږ همداسې ورته ګورو. موږ به د هغه اسلامي ژوند او نظام د بېرته راګرځولو لپاره هر ډول هڅې وکړو، چې عزتمنې مسلمانې ښځې یې مستحقې دي. موږ له هغه امت څخه چې قرآن او سنتو ته رښتیني دي، غواړو چې د یوازينۍ حللارې، د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره زموږ د هڅو ملاتړ وکړي. خلافت به د دغه باعزته اسلامي امت د ښځو د ژوند خوندیتوب او عزت تامين کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 «مَن كَانَ يُرِيدُ ٱلۡعِزَّةَ فَلِلَّهِ ٱلۡعِزَّةُ جَمِيعًا» [فاطر: ۱۰]

ژباړه: «څوک چې عزت غواړي، هغه باید پوه شي چې عزت ټول د الله تعالی دی.»

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۱۴مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۲۹مه

ژباړن: محمد حامد

 

د مطلب ادامه...

د مسجد الاقصی د ازادۍ په موخه د پاکستان پوځ د حرکت لپاره د حزب التحریرـ ولایه پاکستان کمپاین

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

حزب التحريرـ ولایه پاکستان د یهودي دولت د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځ، چې په نړۍ کې شپږم ستر او اټومي وسلې لرونکی پوځ دی، د چټک حرکت لپاره کمپاین ته دوام ورکوي. شباب د بې رحمه او بې زړه رژيم پر ګواښونو سربېره، د ټول هیواد په عامه ځایونو کې د پاکستان مسلمانانو ته ویناوې کوي. دوی په ټوله کې پر مسلمانان او په ځانګړې توګه علماوو غږ کوي چې د ظالمو او جنايتکارو حکامو له وېرې پرته د دغه کمپاین ملاتړ وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«فَاللهُ ‌أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ»  [توبه: ۱۳]

ژباړه: «الله تعالی د دې ښه حقدار دی چې ترې ووېرېږئ (هغه وېره چې له تعظيم او احترام سره مل وي) که تاسو مومنان یاست.»

په دې کې شک نشته چې امت په دنیا کې پر خپل هدف پوه شوی او که خدای کول بیا به نه ويده کېږي. پرېږدئ چې همدا اوس د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره پر مخ لاړ شي او د پخوا په څېر ټول بشریت د ښېګڼې پر لور رهبري کړي.

حزب التحریرـ ولایه پاکستان، د فلسطین د مسلې د حل لپاره د غربي قدرتونو تر واک لاندې تش په نوم "نړیوالې ټولنې"  څخه د حکامو غوښتنه غندي. دا غربي استعماري دولتونه دي، چې یهودي اشغال ته یې لار هواره کړه. غربي استعمار اوس صهیونیستي ترهګرو ته وسلې ورکوي، تمويلوي يې او د غزې ماشومان تر خپلو کورونو لاندې ژوندي ښخوي. حزب التحرير له غربي قدرتونو سره د ټولو ایتلافونو د پای ته رسولو او د دوی د نا عادلانه نړیوال نظم د ردولو غوښتنه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ] [ممتحنه: ۹]

ژباړه: «له شک پرته همدا خبره ده چې الله تعالی تاسو د هغو خلکو له ملګرتیا څخه منع کوي، چې له تاسو سره د دين په معامله کې جنګېدلي دي، تاسو یې له خپلو کورونو څخه ايستلي یاست او ستاسو په ايستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی. له هغو سره چې کوم کسان ملګرتیا وکړي، هغوی ظالمان دي.»

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د مسلمانانو ټول هغه حکام غندي، چې د مسلمانانو د لښکرو پر وړاندې خنډ ګرځي او ثابته کړې یې ده چې دوی د یهودي دولت ساتنه کوي. خو کله چې غربي باداران پر دغو حکامو امر وکړي، بیا د نړۍ هر ګوټ ته خپلې لښکرې استوي. که خدای کول دا به د دوی وروستی خیانت وي؛ امت به دوی نیسي او اسلام به پلی کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ظالمو حکامو وروسته د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا راګرځېدو زیری ورکوي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «...وروسته به جبریه (ظالمانه) حاکمیت وي او تر هغه به دوام کوي، چې الله تعالی یې غواړي او کله چې وغواړي درنه اخلي یې او بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.» [احمد]

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د پوځ پر افسرانو غږ کوي چې د مسجد الاقصی د ازادۍ لپاره بسیج شي او حرکت وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال: ۷۲]

ژباړه: «که هغوی د دين په باب له تاسو مرسته وغواړي، نو د هغوی مرسته پر تاسو فرض ده.»

دا هر افسر ته وریادوي چې دوی یوازې نه دي. د الله سبحانه وتعالی د ملاتړ سربېره د امت ملاتړ هم ورسره دی. پرېږدئ چې دوی د جګړې ډګر ته د لومړي ننوتونکي ویاړ ترلاسه کړي او هغه خنډ چې د دوی پر وړاندې رامنځ ته کېږي، لرې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللهُ ‌فَلَا ‌غَالِبَ ‌لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ] [آل عمران: ۱۶۰]

ژباړه: «که الله تعالی مو مرستندوی وي، نو هېڅ قوت درباندې برلاسی کېدلای نه شي او که هغه تعالی تاسو پرېږدي، نو بیا له الله تعالی وروسته څوک ستاسو مرستندوی کېدلای شي؟ نو څوک چې رښتيني مومنان دي، هغوی د یوازې پر الله تعالی توکل وکړي.»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۱۴مه

۲۰۲۳م کال، د اکتوبر ۲۹مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د مسجد الاقصی د ازادۍ په موخه د پاکستان پوځ د حرکت لپاره د حزب التحریرـ ولایه پاکستان کمپاین

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

حزب التحريرـ ولایه پاکستان د یهودي دولت د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځ، چې په نړۍ کې شپږم ستر او اټومي وسلې لرونکی پوځ دی، د چټک حرکت لپاره کمپاین ته دوام ورکوي. شباب د بې رحمه او بې زړه رژيم پر ګواښونو سربېره، د ټول هیواد په عامه ځایونو کې د پاکستان مسلمانانو ته ویناوې کوي. دوی په ټوله کې پر مسلمانان او په ځانګړې توګه علماوو غږ کوي چې د ظالمو او جنايتکارو حکامو له وېرې پرته د دغه کمپاین ملاتړ وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«فَاللهُ ‌أَحَقُّ أَنْ تَخْشَوْهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ»  [توبه: ۱۳]

ژباړه: «الله تعالی د دې ښه حقدار دی چې ترې ووېرېږئ (هغه وېره چې له تعظيم او احترام سره مل وي) که تاسو مومنان یاست.»

په دې کې شک نشته چې امت په دنیا کې پر خپل هدف پوه شوی او که خدای کول بیا به نه ويده کېږي. پرېږدئ چې همدا اوس د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره پر مخ لاړ شي او د پخوا په څېر ټول بشریت د ښېګڼې پر لور رهبري کړي.

حزب التحریرـ ولایه پاکستان، د فلسطین د مسلې د حل لپاره د غربي قدرتونو تر واک لاندې تش په نوم "نړیوالې ټولنې"  څخه د حکامو غوښتنه غندي. دا غربي استعماري دولتونه دي، چې یهودي اشغال ته یې لار هواره کړه. غربي استعمار اوس صهیونیستي ترهګرو ته وسلې ورکوي، تمويلوي يې او د غزې ماشومان تر خپلو کورونو لاندې ژوندي ښخوي. حزب التحرير له غربي قدرتونو سره د ټولو ایتلافونو د پای ته رسولو او د دوی د نا عادلانه نړیوال نظم د ردولو غوښتنه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ] [ممتحنه: ۹]

ژباړه: «له شک پرته همدا خبره ده چې الله تعالی تاسو د هغو خلکو له ملګرتیا څخه منع کوي، چې له تاسو سره د دين په معامله کې جنګېدلي دي، تاسو یې له خپلو کورونو څخه ايستلي یاست او ستاسو په ايستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی. له هغو سره چې کوم کسان ملګرتیا وکړي، هغوی ظالمان دي.»

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د مسلمانانو ټول هغه حکام غندي، چې د مسلمانانو د لښکرو پر وړاندې خنډ ګرځي او ثابته کړې یې ده چې دوی د یهودي دولت ساتنه کوي. خو کله چې غربي باداران پر دغو حکامو امر وکړي، بیا د نړۍ هر ګوټ ته خپلې لښکرې استوي. که خدای کول دا به د دوی وروستی خیانت وي؛ امت به دوی نیسي او اسلام به پلی کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ظالمو حکامو وروسته د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا راګرځېدو زیری ورکوي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «...وروسته به جبریه (ظالمانه) حاکمیت وي او تر هغه به دوام کوي، چې الله تعالی یې غواړي او کله چې وغواړي درنه اخلي یې او بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.» [احمد]

حزب التحریرـ ولایه پاکستان د پوځ پر افسرانو غږ کوي چې د مسجد الاقصی د ازادۍ لپاره بسیج شي او حرکت وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ] [انفال: ۷۲]

ژباړه: «که هغوی د دين په باب له تاسو مرسته وغواړي، نو د هغوی مرسته پر تاسو فرض ده.»

دا هر افسر ته وریادوي چې دوی یوازې نه دي. د الله سبحانه وتعالی د ملاتړ سربېره د امت ملاتړ هم ورسره دی. پرېږدئ چې دوی د جګړې ډګر ته د لومړي ننوتونکي ویاړ ترلاسه کړي او هغه خنډ چې د دوی پر وړاندې رامنځ ته کېږي، لرې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللهُ ‌فَلَا ‌غَالِبَ ‌لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ] [آل عمران: ۱۶۰]

ژباړه: «که الله تعالی مو مرستندوی وي، نو هېڅ قوت درباندې برلاسی کېدلای نه شي او که هغه تعالی تاسو پرېږدي، نو بیا له الله تعالی وروسته څوک ستاسو مرستندوی کېدلای شي؟ نو څوک چې رښتيني مومنان دي، هغوی د یوازې پر الله تعالی توکل وکړي.»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الثاني ۱۴مه

۲۰۲۳م کال، د اکتوبر ۲۹مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې