جمعه, ۱۸ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

پرېږدئ چې مسلمان افسران د مسجد الاقصی د ازادولو لپاره له هغو ملکي مسلمانانو څخه الهام واخلي چې په دغه لاره کې یې په وقار او صبر سره شهادت ته غېږه ورکړه. Featured

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

که له یوې خوا د پاکستان پر مشرتابه د فلسطین د ازادولو په موخه د لښکر د لېږلو لپاره ډېر فشارونه وارېدیږي، له بل لوري یوه نوې پوښتنه مطرح کیږي چې د فلسطین د مسلمانانو د دغو قربانیو ګټه څه ده!؟ په داسې حال کې چې هرڅوک پوهیږي چې دوی بایلونکي دي. په دې اړه باید لاندې ټکي په پام کې ونیول شي.

1-     ګڼ شمیر فلسطیني مسلمانان شهیدان کیږي، خو هغه مسلمانان چې کورونه یې ړنګيږي، ماشومان یې شهیدانیږي او د دې جګړې ټول لګښت پرې کوي، هېڅ ډول شکایت نه کوي، بلکې موږ د دې شاهدان یو چې دوی یوازې صبر او استقامت کوي او د جګړې بلنه ورکوي. دوی پوهیږي چې بې ځایه نه شهیدان کیږي. دوی د جنت په لوړو مقامونو کې د ابدي خوشالۍ او تلپاتې ژوند د ګټلو لپاره په شهادت رسېږي.

2-     د فلسطین د مسلمانانو دغه قربانۍ د ټولو هغو مسلمانانو لپاره له عبرت څخه ډک مثال دی، څوک چې د خپل ځان په اړه د قیامت له ورځې څخه ویره لري. د دوی د روحونو او شتمنیو له لاسه ورکول زموږ وجدان د غفلت له خوبه ویښوي او موږ هڅوي چې په دې اړه فکر وکړو، خبرې وکړو او فلسطین ته د لښکرو د لیږلو دومره شدیده غوښتنه وکړو، چې تر دې مخکې مو هېڅکله نه وي کړې. پرېږدئ چې زموږ پوځي افسران د فلسطین له مسلمانانو سره ودریږي او اعلان وکړي چې: «ای الله! موږ ستاسو په خدمت کې یو او موږ په خپلو سرونو او مالونه سره ستا د جنت اخیستلو لپاره له تاسره تجارت کوو.

3-     د فلسطین وضعیت د تحلیل، دسیسه یي تیوري او ستراتیژۍ مسله نه ده. دا د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د وسله والو ځواکونو له لوري د خپل اېمان او تقوا د ازمویلو او د جهاد ترسره کولو مسله ده. دا له زړونو څخه د وهن، له ژوند سره د مینې او له مرګه څخه د وېرې د لرې کولو خبره ده. پرېږدئ چې زموږ تر منځ نظامي افسران زموږ د پوځ صفونه سمبال او ټول هغه خاینین له منځه یوسي، چې د دوی مخه نیسي.

4-     فلسطیني مسلمانان دغو حقیرو رويبضه (نا اهله، مزدورو او احمق) واکمنانو او د دوی لوډسپیکرونو ته شکايت نه کوي، نو ولې دوی د فلسطیني مسلمانانو په استازیتوب شکایت کوي!؟ نور مو بهانې بندې کړئ، تاسو د خپل مکلفیت په ترسره کولو کې غفلت کوئ. ایا اوس هم د مسلمانانو بدمرغي هغې کچې ته نه ده رسېدلې چې تاسو د اشغالګرو د غلامۍ پرېښودلو ته اړ باسي. حتی تاسو اوس هم له یهودي دولت سره د اړیکو د عادي کولو او د دې دولت د اشغال د قانوني کولو لپاره ګامونه پورته کوئ! ستاسو لپاره دا غوره ده چې قدرت پرېږدئ، مخکې له دې چې په زور در څخه واخیستل شي.

5-     اې د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې د صلاح الدین زامنو! ټول مسوولیت ستاسو پر غاړه دی. په خپلو وینو او وسلو سره د خپل ځان لپاره تر ټولو غوره تجارت وکړئ او د خپل دین لپاره بریا یقیني کړئ. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ اللهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْداً عَلَيْهِ حَقّاً فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ﴾.

ژباړه: په حقیقت کې الله سبحانه وتعالی له مؤمنانو څخه د دوی ځان او مال د جنت په بدله کې اخیستي دي. دوی د الله په لاره کې جنګیږي، وژني او وژل کیږي. له دوی سره په تورات، انجیل او قران کې الله سبحانه وتعالی په کلکه د جنت ژمنه کړې ده (جنت ته تګ یې د الله پر ذمه دی) او څوک له الله څخه ډېر د خپلې ژمنې پوره کونکی دی؟ پس له الله سبحانه وتعالی سره د خپل دغه تجارت په اړه خوښ اوسئ، همدا تر ټولو ستره بریا ده. [توبه:۱۱۱]  

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول۲۷مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر۱۲مه


د مطلب ادامه...

موږ پر حکامو غږ کوو! پورته شئ، که اوس اقدام نه کوئ، نو کله به یې کوئ؟

  • خپور شوی په ترکیه

(ژباړه)

د اکټوبر ۷مه، شنبه ورځ سهار شپږنیمې بجې، د فلسطین اتلانو د اشغالګر یهودي دولت پر وړاندې پراخ او هراړخیز بريدونه پیل کړل او دفلسطین او نورو اسلامي خاورو د مسلمانانو سهار یې نېکمرغه کړ. په دغو عملیاتو «طوفان الاقصی» کې مجاهدینو له غزې څخه د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې پر پوځي تاسيساتو، زندانونو، د پوليسو مرکزونو او نورو ځایونو چې اشغالګرو یهودو ترې کار اخيسته؛ بريدونه وکړل. په کوڅو او سړکونو کې یې یهودیان، چې ګومان یې کاوه په اوسپنیزه ګنبده کې به خوندي وي، ذليل او تر پښو لاندې کړل. د دغو بريدونو په ترڅ کې سلګونه اشغالګر ووژل شول او سلګونه نور ‎ونيول شول.

له ۱۹۴۸م کال راهيسې، ترهګر یهودي دولت چې د ډارنو عربي حکومتونو او د ترکيې او نورو اسلامي خاورو د مشرانو د چوپتيا له امله یې جرات پیدا کړی و او خپل اشغال یې پراخ کړی؛ د مسلمانانو ځمکې يې غصب کړې او بې ګناه ماشومان او ښځې یې  قتل عام کړې دي؛ دا ځل د دغو بريدونو پر وړاندې بې وسه او یوازې وو او هر لوري ته یې منډې وهلې. دا حالت د یهودي دولت ضعف او کمزوري په ډاګه کوي. د فلسطین ولس او زړورو مجاهدینو نړۍ ته وښوده چې یهود اشغالګر ذليل او کمزوري دي، خو په اسلامي هیوادونو کې خاین حکومتونه د خپلو قاتلینو کوربه‌توب کوي؛ له اشغالګر یهودي دولت سره د اړیکو عادي کولو پر سر سیالي کوي او په ورین تندي خبرې مخته ورسره وړي.

اې حکامو! د فلسطين له خلکو چې څومره تمه کېده، هغه یې پوره کړه؛ اوس ستاسو وار دی! هغه یهودیان چې د کم شمېر فلسطيني اتلانو د عملیاتو پر وړاندې لکه وېرېدلې هوسۍ هر لوري ته منډې وهلې، د ترکیې د پوځ او سرتېرو پر وړاندې به څه وکړي؟ کوم اقدام چې اوس کوئ، تاسو ته د تاریخ جوړولو فرصت درکوي. که دغه ستره جګړه وکړئ، پېړۍ پېړۍ به مو په اړه خبرې کېږي. لکه د صلاح الدين فتح، له قدس څخه د صليبیانو ایستل، چې هېڅکله نه هېرېږي. دغه ستره فتح او بریا به هم تر پېړیو د خلکو په یاد وي. له امريکا، چې د یهودي اشغالګرو ملاتړ کوي، مه وېرېږئ! د امريکا د زاړه ولسمشر ګواښونو ته غوږ مه ږدئ! له یاده مه باسئ چې د یهودي اشغالګر دولت راپرځېدل به دوی ډېر ووېروي!

اې زړورو مشرانو! دا ستاسو لپاره یو تاریخي فرصت دی! تاسو ولیدل چې مسلمانانو، سره له دې چې د دولت ځواک یې نه و او سرچینې یې ډېرې محدودې وې، څه وکړل. دوی اشغالګر حیران کړل او پرته له دې چې شاوخوا وګوري، وتښتېدل. که وغواړئ، دا اشغالګر دولت له نقشې څخه ایستلی او خپل نومونه په تاریخ کې په زرينو کرښو لیکلی شئ. که غواړئ له دغه تاریخي فرصته ګټه واخلئ او د الله سبحانه وتعالی او مسلمانانو پر وړاندې خپل مقام لوړ کړئ، نو همدا اوس اقدام وکړئ، که اوس یې نه کوئ، نو کله به یې کوئ؟! باید هېڅکله شاته ونه ګورئ! د ترکيې مسلمان ولس به په دې لار کې ستاسو د هر قدم ملاتړ وکړي.

اې مسلمانانو! پر هغو کسانو مه دوکه کېږئ، چې د غصب شوي یهودي دولت درد او ذلت ته په ټيټه سترګه ګوري! هغه دروغ اوس افشا شول چې یهودي دولت ډېر پیاوړی دی؛ اوس ښکاره شوه چې دا پلاستیکي او پړسېدلې پوکاڼې ته ورته دولت دی. راتلونکی ګام به دا وي چې د الاقصی سپېڅلې خاوره له دغو یهودو پاکه او دوی ترې وشړو. دا کار به د راشده خلافت له لارې کېږي، چې ډېر ژر به ان شأالله تاسیس شي. راشده خلافت به د دغه ډارن دښمن دېوالونه او کلاګانې ويجاړې کړي؛ دولت به یې له منځه یوسي؛ له هر لوري به خپل پوځونه ور مرش کړي او د نړۍ له نقشې به یې ورک کړي. نو د «دوو-دولتونو» پر حللاره، چې د فلسطین لپاره د امریکا پلان دی او د ترکیې او نورو هیوادونو له لوري د حللارې په توګه وړاندیز شوی، بسنه مه کوئ. د کافرې امریکا له لوري په پولو کې ترسيم شوي کوچني فلسطين باندې مه راضي کېږئ! پر ځای یې د خلافت غوښتنه وکړئ، ځکه د فلسطین حللاره یوازې یو دولت؛ د نبوت پر منهج راشده خلافت دی!

 [وَيَقُولُونَ مَتى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً]

ژباړه: «ښه نو دا به کله وي؟» ورته ووایه، «ولې حیرانېږئ؟» هغه وخت ډېر نږدې دی.» [اسرا: ۵۱]

حزب التحريرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۳مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۸مه

ژباړن: فریدون محتاط

 

د مطلب ادامه...

د کنانه د اوسېدونکو احساس ښيي چې د یهودانو لپاره په اسلامي خاوره کې هېڅ ځای امن نه دی

  • خپور شوی په مصر

 (ژباړه)

طوفان الاقصی عملیات لا په زور کې روان دي او د درد او عذاب چیغې لاهم نه دي چوپې شوې؛ له ټپیانو پرته د وژل شوو کسانو شمېر سلګونو ته رسېدلی. په دې وخت کې نړۍ د مصر د پولیس په اړه اوري، چې په اسکندریه کې یې د یهودو پر تفریحي بس ډزې کړې او پر ټپیانو سربېره یې د هغوی درې کسان له منځه وړي دي (د قدس مطبوعات، ۲۰۲۳/۸/۱۰). د مصر د یوه پولیس لخوا دغه عملیات په داسې حال کې وشول چې طوفا الاقصی لاهم دوام لري؛ دا هغه عملیات دي چې په فلسطین کې د مجاهدینو د یوې ډلې لخوا ترسره شول او په ټولنیزو رسنیو کې هغه تصویرونه لاس په لاس شول، چې د یهودانو د تلفاتو له امله یې د هغوی چیغې او ژړاوې ښودلې.

زموږ په هېواد، مصر کې روانې پېښې په ښکاره بیانوي چې په اسلامي خاوره کې د یهودانو لپاره هېڅ ځای امن نه دی؛ ان که ټوله نړۍ د هغوی ملاتړ وکړي او ان که حکام او د دوی متحدین زموږ او دوی ترمنځ شي. کله چې د دغه امت مقدساتو ته سپکاوی وشي، نو دغه امت له خیر څخه برخمن کېږي او د الله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم لپاره په قهر شي او د مظلومانو تر څنګ درېږي. دا قهر دوی په اور بدلوي او یهودان او د هغوی متحدین سوزوي. د فلسطین د خلکو پر رنځ سربېره د هغوی په خاوره کې یهودانو هم هېڅ ښه ورځ نه ده لیدلې. له فلسطین او د هغه له شاوخوا څخه اور راپورته کېږي او د مصري شهید محمد صلاح په واسطه تویې شوې وینې لا وچې نه دي، کله چې د پولیسو دغه افسر په خپلې شخصې وسله هغوی ته وویل: «که مو له حکامو سره اړیکې عادي شي که نه، خو ستاسو لپاره زموږ په خاوره کې هېڅ امن پټنځای نشته».

هغه کار چې دغه پولیس افسر د الله، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او مقدساتو ته د سپکاوي په خاطر وکړ، د مصر د ټول نظامي پرسونل، پولیسو، افسرانو، سرتېرو او رهبرانو په زړه او ذهن کې باید ځای ونیسي. موږ فکر کوو چې دا د دوی په زړه کې شته دي، حتا که په ښکاره څرګند نه شي، خو دوی بیا هم د الاقصی او فلسطین د ازادۍ او له مظلومانو څخه د ملاتړ لېوال دي. یوازینی خنډ چې د دوی او دغه هدف تر منځ دی، هغه اوسني حکام دي؛ یعنې هغه اوسپنیزه ګومبزه چې د یهودو د مشرانو ساتنه کوي. له میدان څخه د هغوی په ایستلو سره، د یهودو اغېز هم نه پاتې کېږي.

اې د کنانه د پوځ مخلصینو! کوم کار چې د پولیسو دغه افسر وکړ، د یهودو پر وړاندې د هغه عمل یوه ساده بېلګه ده چې باید ترسره شي؛ ځکه یهود هېڅ تړون او امنیت نه لري. د فلسطین خاوره یوه اسلامي خاوره ده؛ موضوع يې په ټول امت پورې اړه لري او ازادول یې د ټول امت دنده ده؛ په ځانګړې توګه دغې خاورې ته د نږدې هېوادونو چې مصر یې په لومړي کتار کې راځي. همدرانګه د اسلامي خاورو د اشغالګرو او تېري کوونکو لپاره باید هېڅ تړون او امنیت نه وي. له هغوی سره یوازینۍ اړیکه چې ستاسو او دوی تر منځ باید وي، هغه جنګي وضعیت دی؛ تر دې چې دغه ناوړه موجود له منځه لاړ شي. د دغه موجود د له منځه وړلو لپاره لومړی ګام د هغه نظام ړنګول دي، چې له هغه سره بیعت کوي، ساتنه یې کوي او د له منځه وړلو د مخنیوي لپاره یې ستاسو پر وړاندې درېږي؛ دا هغه خاین او مزدور رژیم دی، چې پر تاسو حکومت کوي. دا ستاسو اساسي مسولیت دی، چې دغه رژیم باید د هغه له وسایلو، نښو او مخکښانو سره یو ځای له منځه یوسئ او پر ځای یې واک د امت مخلصو بچیانو ته وسپارئ، ترڅو د اسلام په واسطه د نبوت پر منهج د راشده خلافت په چوکاټ کې حکومت وکړي. دا هغه دولت دی چې ستاسو د وروڼو د ملاتړ او ستاسو د خاورې د ازادۍ په برخه کې ستاسو پر وړاندې نه درېږي، بلکې د نصرت (بریا) ترلاسه کولو، د زرګونو ښځو د ازادولو او زموږ د خاورې د ازادۍ لپاره چې یهودو برمته کړې، پوځونه چمتو کوي. هغه وخت به د پولیسو د دغه افسر او د ده په څېر د نورو کسانو پر قهر، چې د الله تعالی د رضا لپاره دی او غیرت چې د خپلو مقدساتو د سپکاوي پر وړاندې دی، څوک قضاوت ونه کړي؛ بلکې دا عمل به په پوځ کې د ټولو مخلصینو لپاره عادي وي: یعنې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره قهر کول، ترڅو د هغه او د هغه د دین او دولت ملاتړ وکړي.

اې د کنانه د لښکر مخلصینو! د دغه رژيم د ريښو په له منځه وړلو کې بيړه وکړئ چې هڅې مو ضایع او خوځښتونه مو محدود نه کړي او له خپل مسولیت او مکلفیت څخه مو راونه ګرځوي. ریښې یې راوباسئ چې د داسې یوه دولت د تاسيس پر وړاندې مو خنډ نه شي چې ستاسو پر وړاندې دروازې پرانیزې او د الله سبحانه و تعالی د رضایت خواته مو هدایت کوي؛ د الله تعالی په لاره کې جهاد، د هغه د دین حمل او د بېوزلو خلکو مرستې ته مو هڅوي. نو اې د کنانه د پوځ مخلصینو! دغه دولت تاسیس کړئ؛ د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړئ!

﴿وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوا وَّنَصَرُوا أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

  [انفال – 74]

ژباړه: (هغه کسان چې ایمان یې راوړی او د الله په لاره کې یې هجرت او جهاد کړی او هغه کسان چې مرسته او نصرت یې کړی، هغوی حق مومنین دي، د دوی لپاره مغفرت او ښه روزي ده.)

د حزب‌التحریر ولایه – مصر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵هـ.ق کال د ربیع الاول ۲۳مه

۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۸مه

 ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د فلسطین د قضیې په اړه له خپل اصلي مکلفیته مه لرې کېږئ!

  • خپور شوی په پاکستان

د مسلمانانو لپاره د یهودي دولت د ستونزې پر بنسټیز حل دسیسه‌اي تحلیلونو سیوری غوړولی او د اصلي ستونزې او حللارې مسیر یې منحرف کړی. حقیقت دا دی چې فلسطین د مسلمانانو ځمکه ده چې یهودانو اشغال کړې. اسلامي امت باید د دغې مبارکې خاورې د ازادلو غږ پورته کړي او اسلامي لښکرې مکلفې دي چې له ځنډ پرته د خپل دغه مکلفیت د ترسره کولو لپاره عملي ګام پورته او حرکت وکړي.

د مسلمانانو وسلوال ځواکونه دا وړتیا لري چې یوازې په څو ساعتونو کې دغه ډارن یهودي ځواکونه له منځه یوسي؛ خو د مسلمانانو خاینو واکمنانو د خپلې بې کفایتۍ، ویرې او واشنګټن ته د چاپلوسۍ او غلامۍ له امله له یهودي دولت څخه امنیتي دېوال چاپېر کړی دی. دوی دغه ناسم فکر جوړ او خپور کړی چې ګواکي دغه تر ټولو ډارن خلک؛ یهودان، نه ماتېدونکي دي. خو د فلسطیني اتلانو وروستي برید یو ځل بیا د یهودي دولت د امنیتي وسایلو کمزوري په ډاګه کړه. پر اسلامي لښکرو واجب ده چې دمسلمانانو او کفارو ترمنځ د جګړې په وخت کې دمسلمانانو په ملاتړ له ځنډ پرته د جګړې ډګر ته راودانګې، ځکه چې اسلامي لښکرې د دغه کار توان لري.

یهودي دولت له لسیزو راهیسې د فلسطین د مبارکې خاورې پر مسلمانانو ظلمونه کوي. په دې موده کې د دې پر ځای چې واکمنان پر اصلي ستونزې او واقعي حللاره تمرکز وکړي؛ د خپلو بادارانو په اشاره د قضیې اصلي اړخ په دې خبرو چې څوک له چا سره دي؛ اوس جګړې ته اړتیا څه ده او دا چې دغه عملیات به یهودي دولت لا ډېر وحشت ته تحریک کړي؛ د خلکو له سترګو پناه کوي.

دوی له دې لارې د وسله والو ځواکونو لخوا د فلسطین د سمدستي ملاتړ مخه نیسي. اوس د دې وخت دی چې ټول تمرکز له یهودي دولت سره د مسلمانو وسله‌والو ځواکونو په ښکېلولو وشي. دوی ته باید د دې قضیې په اړه خپل مکلفیت وریاد شي، ترڅو سمدستي د فلسطین د ازادۍ لپاره وخوځيږي او په دې ډول له یهودي دولت څخه د فلسطین د مبارکې خاورې د پاکولو او ازادولو ویاړ ترلاسه کړي.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی؛ که د الله سبحانه وتعالی نصرت وکړئ، هغه سبحانه وتعالی به ستاسو نصرت وکړي او قدمونه به مو ټينګ او ثابت کړي. [محمد:۷]

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۵مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۱۰مه


د مطلب ادامه...

﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى ۖ وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾

  • خپور شوی په سیاسي

ژباړه: له (لږ) ځور پرته به تاسو ته هېڅ زیان ونه رسوي؛ او که له تاسو سره وجنګېږي (تښتي او) تاسو ته شا کوي؛ هغه وخت به یې مرسته ونه شي. [آل‌عمران: 111]

(ترجمه)

دا هماغه یهود دي چې له بني قینقاع، بني نضیر، بني قریظة او خیبر پیل او تر اوسه دوام لري؛ نیرنګ، حیله، فسق، فساد، وېره او ذلت د دوی واقعیت دی. الله سبحانه و تعالی یې په اړه څه ښه وايي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ 

ژباړه: هر چېرې چې وموندل شي پر هغوی د ذلت (مهر) وهل شوی (او په اسلامي ټولنه کې به امنیت ونه لري)، مگر دا چې د الله په رسۍ (منګولې ولګوي) او د خلکو په رسۍ (منګولې ولګوي). [آل‌عمران: 112]

دوی هغه رسۍ پرې کړه چې له الله سره یې نښلول او اوس د کفري دولتونو، منافقانو او اسلامي هېوادونو د خاینو حکامو په ګډون یوازې خلک ورپاتې دي!

یو شمېر ځوانانو په موټرسایکل ان په پښو د یهودو پر کلکو کلاوو برید وکړ او لږ وروسته د یهودو ټانګونه لاس ته ورغلل؛ ځینې یې ووژل او ځینې یې اسیر کړل. دا په داسې حال کې ده چې له یهودو سره مرګونې وسلې او زغره‌وال ټانګونه دي؛ خو له داسې کسانو سره مخ شول چې شخصي وسلې خو له ایمان ډک زړونه او عقلونه لري. دغو کسانو یهودو ته نه هېرېدونکی درس ورکړ! په څېرو کې یې هېڅ وېره نه لیدل کېده؛ الله اکبر نارې یې وهلې او هېڅ د کمزوری احساس یې ونه کړ! له خپل ټول توان سره په دنیا کې د فتحې او اخرت کې د جنات نعیم په لټه کې وو. دوی ته د دواړو دنیاوو د سعادت مبارکي وایو او د الله د نصرت او فتح قریب په تمه یو.

﴿وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا ۖ نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ

ژباړه: او (تاسو ته به) بل (نعمت هم درکړل شي) چې ستاسو به خوښ وي؛ یعنې د الله له لوري مرسته او نصرت او نیږدې فتح؛ مومنانو ته زېری ورکړه. [صف: 13]

خو څه مو چې زړه دردمنوي؛ د اسلامي هېوادونو مزدور او غلام حکام؛ په ځانګړي ډول هغه چې د فلسطین شاوخوا دي؛ ته به وایې چه هم کاڼه دي او هم ړانده!

﴿صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ [بقره: 18]

ژباړه: دوی (د حق او حقیقت پر وړاندې) کاڼه، ګونګي او ړانده دي او (له خپلې ګمراهۍ) بېرته نه ګرځي.

سره له دې چې د دغې سپېڅلې ځمکې شاوخوا اوسېږي او هلته هر څه د سر په سترګو ويني؛ خو ریښتیا دا دي چې دغه سپېڅلې ځمکه هېڅ ارزښت ورته نه لري او پر وړاندې یې د طرفه خلکو په توګه چلند کوي. دغه خاین حکام د دغې سپېڅلې ځمکې له روانو پېښو سره داسې چلند کوي چې ته به وايې د مسلمانانو درېیم جومات او لومړنۍ قبله پکې نشته! افسوس د دوی پر حال؛ دا څومره ناوړه حاکمان دي!

که دغو حکامو له فلسطین سره خپلو پولو ته وردانګلي وی او د خپلو وروڼو ترڅنګ درېدلي وی؛ څه به شوي وو!؟ د دوی هغه وروڼه چې له بې ډاله ځان او د دښمن د وسلو په پرتله د خورا کمزور وسلو سره له خپل ډارن دښمن سره مقابلې ته وتلي! د مسلمانانو دغه پوځونه څنګه د فلسطین جګړه په پټه خوله او ساکن حالت کې لیدلی شي!؟ څنګه کولی شي چې په فلسطین کې –چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسری او معراج مبارکه ځمکه ده- خلکو ته نصرت ور نه کړي!؟

﴿سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ

ژباړه: هغه ذات پاک دی چې یوه شپه یې خپل بنده له مسجد الحرام څخه تر مسجد الاقصی پورې چې د هغه شاوخوا یې برکتي کړه، یووړ. [اسراء: 1]

دغه اسلامي پوځونه څنګه کولی شي د دغو خاینو حکامو امرونو ته غوږ ونیسي!؟ ایا د هغو کسانو پر وړاندې چې الله سبحانه و تعالی ذلیل کړي او مغضوب علیهم دي؛ د مزدورو حکامو ذلیلانه اطاعت دغو پوځونو ته څه ګټه لرلی شي؟ د هغو کسانو پر وړاندې چې سپېڅلې ځمکه، فلسطین یې د مسلمانانو د همدغو خاینو او مزدورو حکامو په مرسته اشغال کړی!؟

﴿يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا(66) وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا (67) رَبَّنَا آَتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا

ژباړه: په کومه ورځ چې د هغوی مخونه په اور اړول کېږي را اړول کېږي؛ په هغه وخت کې به ووايي: «کاشکي موږ د الله او رسول اطاعت کړی وی.» وبه وايي: «اې زموږ ربه! موږ د خپلو سردارانو او مشرانو اطاعت وکړ او هغوی موږ له سمې لارې بې لارې کړو. اې ربه! هغوی ته څو برابره عذاب ورکړه او له خپل رحمت څخه یې ډېر لرې کړه».[احزاب: 66-68]

موږ پوهېږو چې د یهودو پر وړاندې د فلسطین د خلکو یوازې پرېښودل او له هغوی سره مسلمانو پوځونو مرسته نه کول او ان تر هغوی وړاندې د دغو پوځونو حرکت نه کول؛ نه بښونکې ګناه او معصیت دی. ځکه چې د یهودو له کثیف وجود څخه د فلسطین ازادۍ ته نصرت ورکول او د یهودو رژیم له بېخه ایستل د مسلمانو پوځونو له اوسپنیز مټ پرته شوني نه دي؛ هغه پوځونه چې یو مخلص دولت یې رهبري کړي او په دې توګه فتح مبین ته لار برابره شي.

خو له دغو ټولو ګډوډیو، خیانتونو او رذالتونو سره؛ په دې کې هېڅ شک نشته چې د دغو مزدورو حکامو حاکمیت به ژر له منځه لاړ شي او اسلامي دولت به حاکم شي. د الله سبحانه و تعالی به خوښه راشده خلافت راتلونکی دی او له یهودو سره برخلیک ټاکونکې جګړه او د دغه اشغال ختمول، که د خدای خوښه او اراده وه، لرې نه دي. په مسند احمد کې له حذیفه څخه په روایت، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ثمّ تکون خلافة علی منهاج النبوة»

ژباړه: بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي.

دغه راز بخاري د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما په حواله راوړي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل:

«تقاتلکم الیهود فتسلّطون علیهم ثم یقول الحجر یا مسلم هذا یهودی ورائی فاقتله»

ژباړه: یهود له تاسو سره جنګېږي او تاسو پرې برلاسي کېږي؛ بیا به ډبره وایي: اې مسلمانه، دا یو یهود دی، راشه او له منځه یې یوسه.

مسلم دا حدیث په نورو الفاظو او د ابن عمر په روایت راوړی:

«لتقاتلنّ الیهود فلتقتلنّهم حتی یقول الحجر یا مسلم هذا یهودیّ فتعال فاقتله».

ژباړه: یهود له تاسو سره جنګېږي او هغوی وژنئ تر هغې چې ډبره وایي: اې مسلمانه، دا یو یهود دی، راشه او له منځه یې یوسه.

هغه وخت به نړۍ د قوي، عزیز او حکمی الله په نصرت رڼا شي.

الله سبحانه و تعالی خو دې د فلسطین شهیدانو تو اعلی فردوس جنتونه ورکړي او ټپیانو ته یې عاجله شفا غواړو! له هغه سبحانه و تعالی غواړو چې د مسلمانانو مزدورو حکامو او د لارورکو ډلو په ګډون د هغوی پیروانو ته دا توان نه ورکوي چې د دغې جګړې پایلې له بریا، ماتې ته بدلې کړي. خدای خو دې دا وړتیا نه ورکوي چې د یهودي رژیم پاشل کېدل بېرته په ثبات بدل کړي او شرق او غرب ته د فتح مبین لار کږه کړي! بلکې داسې د وشي چې د یهودو په اړه د الله سبحانه و تعالی دغه قول تحقق پیدا کړي:

﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى ۖ وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ

ژباړه: له (لږ) ځور پرته به تاسو ته هېڅ زیان ونه رسوي؛ او که له تاسو سره وجنګېږي (تښتي او) تاسو ته شا کوي؛ هغه وخت به یې مرسته ونه شي. [آل‌عمران: 111]

حزب التحریر

۱۴۴۵هـ.ق کال د ربیع الاول ۲۳مه

۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۸مه

د مطلب ادامه...

د فلسطين د مسلې په اړه د پاکستان د حکامو کمزوری دریځ

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني، ټينګار کوي چې حکومت يې له يهودیانو سره د اړيکو پر عادي کولو غور نه کوي. دی وايي چې د فلسطین د مسلې په اړه یې د هیواد دریځ ثابت دی. نوموړی ادعا کوي چې هېواد یې تر ۱۹۶۷م کال وړاندې پولو له مخې خپلواک دولت جوړولو په اړه د فلسطین د خلکو حق ته ژمن دی. جیلاني د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر په ۲۸مه وویل: «د اسرایلو په اړه زموږ په پالیسي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی… زموږ پالیسي د فلسطین د خلکو له حقونو سره تړلې ده… هرکله چې په دې اړه پریکړه کوو، خپلو ملي ګټو ته به لومړیتوب ورکوو».

ښکاره ده چې د پاکستان حکام د فلسطین د مسلې -د اسلامي امت مسلې- په اړه خپل کمزوري دریځ ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې دوی د فلسطین د خوندیتوب لپاره د لویو او جدي کارونو د ترسره کولو وړتیا لري. پاکستان یو ځواکمن هیواد دی؛ پیاوړی پوځ لري او دغه پوځ له اسلام او فلسطین سره مینه لري. پاکستان مرګونې وسلې لري چې پر دښمنانو ویره خورولی شي؛ ځکه چې یو اټومي دولت دی. دا هیواد یوازې په څو ساعتونو کې د فلسطین او فلسطینیانو غميزه ختمولی شي. پاکستان دا وړتیا لري چې ټول فلسطین د یهودیانو له ناوړه وجود څخه ازاد کړي؛ ځکه چې پوځونه یې د مسجد الاقصی په څنډه کې د شهادت تږي دي. دا کوم انتخاب او داوطلبانه کار نه دی؛ بلکې دنده او مکلفیت یې دی. د فلسطین مسله یوازې د فلسطین د بې دفاع وګړو مسله نه ده؛ یوازې د فلسطین د ازادۍ خاین سازمان او فلسطيني ادارې مسله نه ده. دا یوازې د عربو او نورو اسلامي هېوادونو د غلامو حکامو مسله نه ده. بلکې په جمعي توګه د ستر اسلامي امت او د پاکستان د پیاوړي پوځ په مشرۍ د ځواکمنو مسلمانو پوځونو مسله ده.

د پاکستان حکام چې د سولې د نوښتونو د ملاتړ او تر ۱۹۶۷م کال وړاندې د فلسطین دولت د پولو په اړه کومې خبرې کوي، د فلسطین او فلسطینیانو ملاتړ نه دی؛ بلکې د فلسطین د مسلې د حل لپاره امریکايي حللاره ده. دا د فلسطین درې پر څلورمه برخه باندې د یهودي دولت کنټرول ته د مشروعیت ورکولو په معنی ده؛ په بدل کې به یې فلسطیني ادارې ته یو کمزوری دولت پاتې کېږي لکه اوس چې دی یا چې څه ورته پاتې دي. اوس خو یوه کوچنۍ سیمه ده چې نه پر ځمکه حاکمیت لري، نه پر هوا او نه ان تر ځمکې لاندې. یو داسې کوچنی دولت دی چې نه پوځ لري، نه ځواک او نه کنټرول. دا د یهودو تر تېغ او اقتدار لاندې یوازې د کاغذ پر مخ دولت دی چې ان پر مسجدالاقصی-د مسلمانانو لومړنۍ قبلې او زموږ د پیغمبر صلي الله علیه وسلم د شپې سفر مقصد- کنټرول نه لري.

فلسطین، الاقصی او فلسطینیان له اشغال څخه بشپړ خلاصون ته اړتیا لري او دا کار هغه شونی دی چې د یهودي دولت جرړې وایستل شي. دا داسې مسله ده چې ځواک، پوځونو او د عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه په څیر صالح واکمن –چې لومړی ځل یې دا فتح وکړه- ته اړتیا لري. دا د اتل صلاح الدین ایوبي په څېر صالح د پوځ مشر ته اړتیا لري چې القصی یې له صلیبیانو ازاد کړ. دا د سلطان عبد الحمید الثاني په څیر مشر ته اړتیا لري چې د خپل ژوند تر وروستۍ ساه پورې یې د الاقصی حرمت وساته. د امت د مسلې په اړه باید په پوځ کې مخلصین لومړی اقدام وکړي او امت ته خپل غصب شوی حاکمیت بیرته راوګرځوي، ترڅو یو صالح خلیفه خپل پوځ د القدس او نورو اشغال شویو ځمکو؛ لکه کشمیر، پر لور وخوځوي.

له یهودو سره د اړیکو عادي کولو داسې رد چې د هغوی پر لور پوځونه ونه خوځول شي؛ سترګو ته خاورې شیندل دي. سمه ده چې د اړيکو نه عادي کول وروستی اقدام دی چې حکام یې د فلسطین د ملاتړ لپاره پلمه کوي؛ سمه ده چې د اړيکو عادي کولو ته غاړه نه اېښودل یو شرعي مکلفیت دی؛ دا هم سمه ده چې هر هغه څوک چې اړيکې عادي کوي، باید د مجرم او خاین په توګه وغندل شي. خو د پوځ په مشرانو کې د واک او ځاک لرونکو لپاره دا کافي نه ده. د دوی مسولیت تر دې لوی دی؛ دوی باید فلسطین بشپړ ازاد کړي!

په پاکستان کې د اسلام سرتېرو؛ د دنیا او اخرت د ویاړ لپاره را وړاندې شئ! د ازادۍ، جهاد او د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره شهادت ته را ودانګئ! د الله سبحانه وتعالی د دین پياوړي کولو او پر مسجد الاقصی او نورو اسلامي هېوادونو د اسلام د بیرغ رپولو لپاره را وړاندې شئ.

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]

ژباړه: «اې مومنانو! پر تاسو څه شوي چې کله تاسو ته د الله تعالی په لاره کې د وتلو لپاره وویل شول، نو تاسو پر ځمکه درانه کښېناستلئ؟ـ ایا تاسو د اخرت په مقابل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ـ که داسې ده نو تاسو ته دې معلومه وي چې د دنیوي ژوند دا ټول وسایل به په اخرت کې ډېر لږ راووځي. که تاسو نه پاڅئ نو الله تعالی به تاسو ته له درد څخه ډکه سزا درکړي، ستاسو پر ځای به کوم بل قوم راپاڅوي او تاسو به الله تعالی ته هېڅ زیان ونه شی رسولی. الله سبحانه وتعالی پر هرڅه قادر دی.» [توبه: ۳۸ـ۳۹]

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۳مه

۲۰۲۳م کال،  د اکټوبر ۸مه

ژباړن: فریدون محتاط

د مطلب ادامه...

اې د مسلمانانو لښکرو: فلسطیني اتلانو یهودي دولت په لړزه راوستی، له دوی ملاتړ وکړئ او دا دولت له منځه یوسئ

  • خپور شوی په فلسطین

(ژباړه)

د شنبې پر سهار د غزې تړانګې اتلو مجاهدینو د یهودانو تر کنټرول لاندې سیمه کې د دښمن لیکې ماتې او د دوی پر استوګنځیو یې بریدونه وکړل. مجاهدینو په خپلو دغو شاهکارانه بریدونو د ډارن دښمن لپاره د شنبې سهار پر یوه بده خاطره بدل کړ او د فلسطین د خلکو تر څنګ یې  د ټولو مسلمانانو لپاره د دغو صحنو په لیدلو سره دغه سهار ځانګړی کړ او د دوی په روح کې يې ویاړ را ژوندی کړ. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې دا به په پیل کې د مسلمانانو لپاره یوه ننګونه وي خو ورپسې به یې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته ستره فتح او بریا ور په برخه کړي.      

اې مسلمانانو: هغه څه چې نن ورځ پر دې مبارکه خاوره پیښیږي د هغې سترې ورځې له وړاندې اخیستل شوی تصویر دی چې یهودي دولت به ورسره مخ شي او ښایي دا ډېر ژر ستاسو د مخلصو زامنو په لاسونو وشي. ننني حالت د یوه کمزوري ډارن دښمن اصلي واقعیت او د هغه ستړی او ماتېدونکی ځواک خورا روښانه انځوروي. تاسو ولیدل چې یوازې په یو ساعت کې اتل مجاهدین د دوی تر سړکونو او نظامي اډو پورې ورسېدل، ټانکونه یې وسوځول او د دوی سرتیري او د سرتیرو د بدن غړي یې د پسونو په څیر له ټانکونو څخه ښکته وغورځول. تاسو ولیدل چې د دوی هغه احتیاط، دفاع او غرور چې تل یې د جنګ او فساد پر وخت ویاړ پرې کاوه؛ اصلاً نه و.

دا د امت د هغو ځوانانو یا د امت لپاره د یوې الګو ډلې او د هغو اتلانو د سرښندنو انځور دی، چې جهاد کوي او دښمن ته ماتې ورکوي. نو هغه صحنه به څنګه وي چې له دوی سره د امت پوځونه او نور اتلان یو ځای شي او ملاتړ یې وکړي؟ هغه صحنه به څنګه وي چې د اردن او مصر پوځیان اوسنۍ کاذبې او باطلې پولې داسې ماتې کړي، لکه څنګه چې نن په غزه کې ماتې شوې او د دوی ټانکونه اقصی ته د تکبیر له نارو سره په شور او  زور سره راننوځي!؟

اې مسلمانو سرتېرو او افسرانو او اې زموږ د امت ځواکمنو خلکو:

څه چې نن وشول، د یهودي دولت بدن او روح دواړه یې ولړزول. یهودي دولت هغه کمزوری او بې اساسه دولت دی چې یوازې د امت یوه پیاوړي وار ته اړتیا لري چې د تل لپاره يې له شره خلاص شي؛ قدس او نور مقدسات یې له ناولو قدمونو او سپکاویو خوندي شي او خلک یې په دغه مبارکه خاوره کې له فساد او جنایتونو څخه د ارامۍ ساه واخلي. نو هغه کسان شئ چې دغه ستره بریا مو په پوره ویاړ سره په لاسونو تحقق پیدا کړي او امت ته د حضرت عمر فاروق د ویاړمنو فتوحاتو او د صلاح الدین د دورې ویاړ او اعزاز ورکړئ. ستاسو وروڼو او د دې مبارکې خاورې اتلانو  د دغه دښمن د سوزولو اور بل کړی، له دوی سره د خپل دښمن په بشپړ سوزولو کې مرسته وکړئ، ځکه چې دوی ستاسو د بریا په لټه کې دي. د دوی ملاتړ وکړئ او خپل دین ته له ښي او چپ لوري په لښکرو سره نصرت ورکړئ، د دغه ډارن دښمن دیوالونه ړنګ او وجود یې له منځه یوسئ. مه پرېږدئ چې ستاسو ډارن واکمنان، عادي شوي اجنټان تاسو د ملاتړ او بریا له دغه ویاړ څخه بې برخې کړي. دوی له قدرت څخه راوغورځوئ، ځکه چې د دوی تاج او تختونه د یهودي دولت د ساتونکو په څیر کمزوري او مات شوي دي. د دوی سقوط اصلاً د یهودي دولت زوال او سقوط دی.

اې د مسلمانانو لښکرو، اې زموږ د امت د زامنو په منځ کې د قدرت څښتنانو او اې زموږ د امت زامنو:

زموږ او ستاسو دښمنان ظالمان دي او د مسلمانانو واکمنان د امت په اړه غافل، خاین او دسیسه کوونکي دي. لوی هیوادونه جنایتکاران دي او ټول د دغه شیطاني وجود د بقا لپاره هڅې کوي. دوی هڅه کوي چې د اسلامي امت هغه ټولې هڅې له منځه یوسي او هغه ټولې شعلې مړې کړي، چې د امت ترمنځ د بریا یا د جهاد روحیه ژوندۍ کوي. یهودي دولت موږ ته د جګړې بلنه راکوي او موږ پوهېږو چې د دوی جګړه به د ډارنو وي؛ ظلمونه به وکړي، ځکه ډارن د زیان رسولو او ظلم وړتیا لري. موږ د نړۍ لوی قدرتونه او د دوی غلام مسلمان واکمنان پیژنو، چې څه ډول ټول هغه حرکتونه کمزوي کوي چې د امت د بیا راژوندي کولو لپاره په پوره تدبیر او پلان سره کار کوي او په خپل مکر او حیلې د دغو حرکتونو بریا پر ماتې بدلوي او یا پر یوې تخریبي نقشې او دسیسې باندې د پانګونې له لارې له خپل مسیره کږوي. د دې پر ځای چې په تر ټولو ستونزمنو حالتونو کې دوی د فلسطینیانو ستونزې حل کړي، دغو واکمنانو تل د خپلو دسیسو له لاري د فلسطین خلک د خپل دښمن چړو ته تړلي دي. دغه موضوع یوه برخلیک ټاکونکې قضیه ده، نو د دغې مبارکې خاورې او د هغه د خلکو د ملاتړ له لارې د خپل دین ملاتړ وکړئ. د دوی له محاصره کېدو څخه ځان خبر کړئ، د فلسطین خلکو د تاسو لپاره دغه دروازه پرانیستله او تاسو باید دغې دروازې ته ننوځئ.

[فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَٰلِبُونَ وَعَلَى اللهِ فَتَوَكَّلُواْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ]

ژباړه: نو کله چې له هغه دروازې ورننوځي، نو تاسو غالب یاست، نو پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړئ، که مومنان یاست.‌ [مائده:۲۳]

الله ته نصرت ورکړئ چې هغه تاسو ته نصرت درکړي.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی؛ که د الله سبحانه وتعالی نصرت وکړئ، هغه سبحانه وتعالی به ستاسو نصرت وکړي او قدمونه به مو ټينګ او ثابت کړي. [محمد:۷]

دا به درک کړئ او پوه به شئ چې د الله سبحانه وتعالی نصرت تر هغه ډېر نژدې دی چې تاسو یې فکر کوئ!

[أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللهِ قَرِيب]

ژباړه: پوه شئ چې د الله (سبحان و تعالی) نصرت نیږدې دی. [بقره: ۲۱۴]

د فلسطین سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ. ق کال، د ربیع الأول ۲۲مه

۲۰۲۳م کال، شنبه، د اکتبر۷مه

 

د مطلب ادامه...

د ځمکې ابادول

(ژباړه)

بهیقي په «السنن الکبری» کې له عبدالله بن ابو ‌بکر څخه روایت کړی چې ویې ویل: «بلال بن حارث مزني رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ځمکه یې ترې وغوښتله. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته ډېره زیاته ځمکه ورکړه؛ وروسته چې عمر بن خطاب رضی الله عنه خليفه شو، نو هغه ته یې وویل: اې بلاله! له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دې ځمکه وغوښته او هغه هم ډېره ځمکه درکړه، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د کوم چا غوښتنه نه ردوله. اوس پراخه ځمکه در سره ده چې ټوله نه شې ابادولی. بلال وویل: سمه ده. عمر رضی الله عنه وویل: څومره چې ابادولی شې، هغه واخله او نوره ماته راکړه چې پر مسلمانانو یې ووېشم. بلال وویل: په الله مې دې قسم وي، هغه ځمکه چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړې، بیرته یې نه درکوم. عمر وویل: په الله مې دې قسم وي چې دغه کار به کوې. نو کومه ځمکه چې بلال نه شوای ابادولی، هغه یې ترې واخیسته او پر مسلمانانو یې ووېشله.»

ځمکه هغه خزانه ده چې له نورو توکو او املاکو سره توپیر لري... ځمکه داسې ګټې او ښېګڼې لري چې په نورو املاکو کې نه پیدا کېږي؛ ځکه، ځمکه د کښت او کار ځای دی او له زړه څخه یې کانونه او خزانې رایستل کېږي. ځمکه د هغو ودانیو د جوړېدو ځای دی چې د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي؛ هغه که سوداګریزې موخې وي لکه د سوداګریزو، صنعتي ودانیو او ګدامونو جوړول وي، یا شخصي موخې وي لکه د استوګنې ځایونه او یا هم تاسیساتي موخې وي لکه د دولتي خدمتونو ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او ادارې.

پر همدغه اساس، روا نه ده چې ځمکه همداسې شاړه پرېښودل شي، ځکه د ځمکې همداسې شاړه پرېښودل د خلکو د ژوند د اړینو مصالحو د زیان لامل کېږي. له همدې کبله شریعت د پېر او پلور، ميراث، احياء (ابادول) او د دولت د ورکړې له لارو د ځمکې ملکیت مشروع کړی دی، چې له ځمکې څخه د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار وشي. د دې تر څنګ شریعت دولت ته حق ورکړی، چې له هغو خلکو څخه دې ځمکې بیرته راوګرځوي، چې پرله‌پسې درې کلونه یې ګټه نه وي ترې اخیستې او هغه چاته یې دې ورکړي، چې غواړي ویې کري او ګټه ترې واخلي. همدارنګه شریعت ټینګار کړی، چې له ځمکې څخه دې په خاص ډول د کښت په برخه کې او په عام ډول په نورو مباح برخو کې ګټه واخیستل شي. 

په پورتني حدیث کې پر همدې ټینګار شوی دی. بلال له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ډېره ځمکه وغوښتنه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ځمکه ورکړه. مګر دغه ځمکه دومره ډېره وه، چې بلال ټوله نه شوای کرلی. پر همدغه اساس یې هغه له کښت او ابادولو پرته پرېښوده؛ خو کله چې د مسلمانانو خلیفه خلافت ته ورسېد، هغه چې الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو مصالحو ته د رسېدو مسوولیت او د الهی احکامو پلي کېدل هغه ته سپارلي وو او نوموړی پر دغه حقیقت خبر شو، چې بلال ځمکه اخیستې او شاړه یې پرېښې ده، په داسې حال کې چې د ځمکې شاړه پرېښودل د خلکو د مصالحو د له منځه تلو لامل کېږي. نو بلال یې اړ کړ چې هغه اندازه ځمکه چې دی یې ابادولی نشي، بیرته ورکړي او څومره یې چې کرلی او ابادولی شوه، هغه یې ورته پرېښوده. دغه کار د اصحابو رضوان الله علیهم د سترګو پر وړاندې ترسره شو او هېچا انکار او نيوکه نه ده کړې، نو اصحابو پر دې اجماع کړې چې که کوم څوک له ځمکې ګټه وانه خلي او کښت پرې ونه کري، د ځمکې ملکیت له لاسه ورکوي.

په دې مسله کې ټولې ځمکې راځي او یوازې هغه ځمکې پکې نه شاملېږي، چې خلکو ته د دولت له خوا ورکړل شوې او یا یې ابادې کړې وي، بلکې دغه ډول ځمکې، میراثي او مبادلاتي ځمکې تر هغه وخته چې زراعتي وي، په همدې موضوع کې راځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«من کانت له أرض فلیزرعها أو لیمنحها أخاه»

ژباړه: هر څوک چې ځمکه لري، نو يا دې يې پخپله وکړي او يا دې يې خپل (مسلمان) ورور ته ورکړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حديث کې د ځمکې ډول یا د ملکیت طریقه نه ده ټاکلې، بلکې په عام ډول یې د ټولو ځمکو په اړه خبره کړې ده؛ مهمه نه ده چې ملکیت یې د ابادولو، وېش، پېر او پلور او میراث له لارې شوی وي.

د اصحابو اجماع هم د هغه څه په تاييد چې په دغه حدیث کې بیان شول څرګندوي چې که یو څوک هغه ځمکه ونه کري چې دولت ورکړې او یا ګټه ترې وانه خلي، نو دولت حق لري چې هغه ترې واخلي او یو بل کس ته یې ورکړي.

درنو دوستانو! له دغه حدیث شریف څخه درک کوو، چې د ځمکې د وېش او ابادولو د مشروعیت حکمت د کار او ګټې اخیستنې لپاره دی، نه د دې لپاره چې ډېرې ځمکې دې تر مالکيت لاندې راشي. پر همدغه اساس هغه څوک چې د کار او ګټې اخیستنې له پلوه د ځمکې حق ادا کړي، ملکیت یې دوام کوي او هغه کس چې د بې‌پروایۍ او یا بېوسۍ له امله پرله‌پسې درې کلونه ځمکه ونه کري او ګټه ترې وانه خلي، نو د ملکیت حق یې هم له لاسه ورکوي او د ګټې اخیستنې په موخه بل چاته ورکول کېږي. که دغه ځمکه د دولت لخوا وېشل شوې وي، نو د کرنې لپاره یې نورو ته د بښلو حق هم د دولت پر غاړه دی.

د یادولو وړ ده چې د ځمکې د فعال ساتلو لپاره حتمي نه ده، چې یوازې پخپله مالک دې هلته کار ورکړي، بلکې هم پخپله کار کولی شي، هم پیسې مصرفولی شي او هم د مزد په بدل کې کارګر ګومارلی شي. یعنې له خپل مال څخه د کارګرو مزد، د تخم او هغو وسایلو مصرف ورکولی شي، هلته ورڅخه کار اخیستل کېږي.

همدارنګه که چېرې یې د پیسو د مصرف توان نه درلود، نو دولت د مصارفو په لګولو کې ورسره مرسته کوي. مګر که چېرې یې د ځمکې کرلو او زراعت ته لېوالتیا نه درلوده، باید بل کس ته یې ورکړي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د کرلو لپاره د ځمکې اجاره کول منعه کړي دي.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

په اسلام کې د اجارې حکم

(ژباړه)

‏ له عبدالله بن عمر رضی‌الله عنه څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ وفرمایل:

«‌‏أَعْطُوا الْأَجِيرَ أَجْرَهُ قَبْلَ أَنْ يَجِفَّ عَرَقُهُ»

ژباړه: د اجیر (کارګر) اجره د هغه د خولو تر وچېدو وړاندې ورکړئ.

د سنن ابن ماجه په شرحه کې راغلي دي:

‏رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (أَعْطُوا الْأَجِيرَ) یعنې غوره دا ده چې د کارګر د کار له پای ته رسېدو سره سم د هغه اجره ورکړل شي. همدارنګه فرمایي: (قَبْلَ أَنْ يَجِفَّ عَرَقُهُ) یعنې وړاندې تر دې چې د کار له امله رامنځته شوې خولې وچې شي. اجاره د عوض په بدل کې پر منفعت عقد دی او پر درې ډوله ده:

لومړی ډول: هغه اجاره ده چې قرارداد یې له شیانو څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې پر اساس کېږي، لکه: د کور، حیواناتو، د لېږد رالېږد وسایلو او داسې نورو شیانو اجاره کول.

دویم ډول: هغه اجاره ده چې قرارداد یې له کار څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې پر اساس کېږي، لکه د ځانګړو کارونو د ترسره کولو لپاره د کسبګرو او صنعتکارانو ګومارل. یعنې د هغې ګټې پر اساس قرارداد کېږي، چې د کار له ترسره کولو څخه لاسته راځي، لکه د رنګمال، آهنګر، نجار او داسې نورو ګومارل.

درېیم ډول: هغه اجاره ده چې قرارداد یې پخپله د شخص له نفس څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې پر اساس کېږي؛ لکه د خدمتګار، کارګر او داسې نورو ګومارل.

بخاري رحمه الله روايت کړی چې: په شریعت کې د اجارې ټول ډولونه روا دي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا﴾ ]زخرف: 32[

ژباړه: ځینو کسانو ته مو پر ځینو نورو لوړې درجې ورکړې، ترڅو په دوی کې ځینې کسان ځینې نور د کار لپاره ونیسي (یو او بل ته خدمت وکړي).

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ]طلاق: 6[

ژباړه: که چېرې هغوی (دې ته لېواله شي، چې له بېلتون وروسته ستاسو اولادونو ته) شیدې ورکړي، نو اجره یې پر خپل وخت ورکړئ.

بخاري روایتوي:

«أنّ النبيَ والصِدَّيقَ استأجَرَا رجلاً مِن بنيْ الدِّيْلِ هادِيَاً خِرِّيتَاً» (بخاري: 2264)

ژباړه: رسول اللهﷺ او ابوبکر رضی‌الله عنه له بني الدیل څخه يو سړی د دښتو د لارښوونې لپاره (چې د هر ځای او سیمې په اړه یې معلومات لرل) مزدور نیولی و.

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

د اسلام د نه حاکمیت پر وړاندې د امت چوپتیا تهلکه او ځان‌وژنه ده

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

په اسلامي هېوادونو کې ځینې علما او ډېری خلک د الله سبحانه و تعالی د دغه قول ﴿وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ له مخې استدلال او د ځان دفاع کوي؛ کله چې ترې وغوښتل شي چې د ظالمو حکامو کړنې رد او د فاسقو چارواکو بدۍ امت ته افشا کړي او د اسلامي شریعت او الله سبحانه و تعالی د احکامو د حاکمیت غوښتنه وکړي؛ پورتنی ایت راوړي او دا دلیل وړاندې کوي چې دا کار ځانوژنه ده او موږ ترې منع شوي یو!

دوی یوازې د ظالمانو او فساد پر وړاندې د چوپتیا ګناه او د مبارک ایت پر ناسم استدلال بسنه ونه کړه؛ بلکې د هغو کسانو د لارې خنډ شول چې د ظالمو حکامو او فاسقو چارواکو پر وړاندې خپل شرعي مکلفیت سرته رسوي؛ په دغه کار یې په ګناهونو کې ډوب شول. دوی د هغو کسانو د لارې خنډ شول چې حکامو او چارواکو ته په معروف امر او له منکر نهي کوي؛ پر ناوړه کړنو یې نیوکه کوي او محاسبه کوي یې. د ځمکې پر سر د الله سبحانه و تعالی د حاکمیت بیا راتګ لپاره یې د بدلون په موخه فعالیت کوي او په دې لار کې قربانۍ ورکوي. دوی دغه ډول کسان چې د خپل مسولیت ترسره کولو په سب شکنجه شوي، ځورېدلي، زنداني شوي او له ستونزو سره مخ شوي؛ په ځانوژنه تورنوي او وایي چې هغوی ځان پخپله هلاک کړی او ځینې خو یې دا کسان تورنوي چې فتنه او فساد خوروي!

څوک چې داسې انګېري او چوپتیا تر خبرو غوره ګڼي؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیثونه یې هېر کړي:

«لَایَنبَغِی لِإمرِئٍ یَشهَدُ مَقَامًا فِیهِ مَقَالُ حَقٍّ إلَّا تَکَلَّمَ فِیهِ، فَإنَّهُ لَن یُقَدِّمَ أجَلَهُ وَ لَن یَحرِمَهُ» (رواه بیهقی)

ژباړه: یو څوک چې چېرته ځي (هلته حق تر پښو لاندې کېږي او دا کس باید حق ووایي) نو مناسبه نه ده چې چوپ پاتې شي؛ بلکې باید حق ووایي، ځکه چې د حق ویل یې اځل نه وړاندې کوي او نه وروسته.

«ألَا لَایَمنَعَنَّ أحَدَکُم رُهبَةَ النَّاسِ أن یَّقُولَ بِحَقٍّ إذَا رَآهُ أو شَهِدَهُ» (رواه ترمذی)

ژباړه: پوه شئ چې له تاسو څخه هېڅ یو، کله چې حق وینئ، د خلکو وېره مو د حق له ویلو را ونه ګرځوي.

«سید الشهداء حمزة بن عبدالمطلب، و رجل قام إلی إمام جائر فأمره و نهاه فقتله» (رواه حاکم)

ژباړه: سید الشهداء، (حضرت) حمزه بن عبدالمطلب او هغه کس دی چې د ظالم حاکم پر وړاندې ودرېږي هغه ته امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي او حاکم هغه ووژني.

«أفضل الجهاد کلمة عدل عند سلطان جائر» (رواه أبوداود)

ژباړه: تر ټولو غوره جهاد، د ظالم واکمن پر وړاندې حق خبره کول دي.

نو څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر د اجابت او د سید الشهداء مقام ته رسیدو لپاره د ظالمو حکامو پر وړاندې درېږي؛ ځان هلاکوي!؟

دغو علماوو او خلکو په ټولو اسلامي دورو کې د حکامو پر وړاندې د سلف صالحين علماوو دریځونه هېر کړي؛ هغه علما چې خپل مسولیت یې ډېر ښه ادا کړی، پر معروف یې امر کړی او له منکر نهې، حکام یې محاسبه کړي او د هېڅ ملامتوونکي ملامتول یې خنډ نه دي شوي. لکه امام احمد بن حنبل او د خلق القرآن مشهوره قضیه کې یې د زنداني کېدو او ځور لیدو کیسه. هغه د مصیبتونو او ستونزو پر وړاندې صبر او استقامت وکړ؛ ځکه پوهېده چې د ده په استقامت پورې د امت استقامت تړلی. د علماوو سلطان، العز بن عبدالسلام چې د غلامو حکامو پر وړاندې ودرېد او له هغوی سره یې د شکنجې او زندان له وېرې پرته سختې او ډېرې جدي خبرې وکړې. اما اوزاعي چې په قاطع او جدي توګه حق ویلو یې له ابي العباس السفاح سره، د هغه د زور او ځواک لرلو سربېره، مبارزه وکړه ... دغه ډول علما پوهېږي چې ایمان مکلفیتونه او مسولیتونه لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

‏‏﴿أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ[عنکبوت: 2]‏

ژباړه: ایا خلکو ګومان کړی چې یوازې د دې په ویلو پرېښودل کېږي چې موږ ایمان راوړی(او د الله په یووالي او د پیغمبر پر رسالت مو اقرار کړی) او دوی (په تکلیفونو او دندو او هغو سختیو چې باید د دین په لار کې یې وزغمي) نه ازمویل کېږي!؟

نو ایا دغو علماوو او دوی ته ورته کسانو ځانونه هلاک کړي؛ او که په بل عبارت، ځان وژنه یې کړې!؟

دغه کسان د لاندې ایت پر یوه برخه استدلال کوي:

﴿وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ[بقره: 195]

ژباړه: او د الله په لار کې انفاق وکړئ او (د انفاق په پرېښودو) ځان په خپل لاس مه هلاکوئ او نېکي وکړئ، د الله نېکي کوونکي خوښېږي.

دلته وینو چې د ایت موخه دا ده چې کله الله سبحانه و تعالی په خپله لار کې جهاد فرض او په فتح او بریا یې د دین خپرول واجب کړل؛ بیا یې د انفاق یادونه وکړه چې د جهاد اصلي او اساسي برخه ده. نو له دښمن سره د جګړې له لارې جهاد د الله سبحانه و تعالی په لار کې انفاق سره معنی پیدا کوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

‏ ‏﴿انْفِرُواْ خِفَافاً وَثِقَالاً وَجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ‏[توبه: 41]

ژباړه: (ای مومنانو! کله چې د جهاد غږ درباندې وشو، نو ژر) د جهاد په لور حرکت وکړئ! که مو بار دروند وي که سپک (ځوان وئ که زاړه، مجرد وئ که متاهل، عائله مو کمه وي که زیاته، بې کاره وئ که مو لاس بند وي، وسله مو سپکه وي که درنه، پیاده وئ که سواره او ... په هر حال او هر وضعیت کې) او د الله په لار کې په خپل مال او ځان جهاد وکړئ؛ دا ستاسو لپاره خير دی، که چېرې پوهېږئ.

د دغه ایت د نزول سبب به مسله لا روښانه کړي؛ په بغوي تفسیر کې راغلي: «ابو ایوب انصاري وویل: یوه ډله انصار موږ ته راغلل؛ دا هغه وخت و چې الله سبحانه و تعالی خپل دین ته عزت او رسول الله ته نصرت ورکړی و؛ موږ په خپل منځ کې پټ وویل: موږ خپل خپلوان او مالونه پرېښودل چې اسلام خپور شو او الله سبحانه و تعالی خپل دین ته نصر ورکړ؛ نو اوس که بېرته خپلو خپلوانو او مالونو ته ورشو، هلته پاتې شو او نېک کارونه وکړو؛ له هغوی څخه څه نه ضایع کېږي. نو الله سبحانه و تعالی دغه ایت نازل کړ:

﴿وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ[بقره: 195]

ژباړه: او د الله په لار کې انفاق وکړئ او (د انفاق په پرېښودو) ځان په خپل لاس مه هلاکوئ او نېکي وکړئ، د الله نېکي کوونکي خوښېږي.

نو هلاکت یعنې د خپلو خپلوانو په منځ کې پاتې کېدل او د جهاد پرېښودل. ابو ایوب انصاري یې خپل ټول ژوند د الله په لار کې جهاد کې تېر کړ او ان وروستۍ غزوه یې د معاویه په وخت کې په قسطنطنیه کې وه چې همغلته وفات شو او د قسطنطنیې دیوال په څنګ کې خښ شو؛ خلکو هغه ته په ورتګ د باران غوښتنه کوله.»

نو هلاکت دا دی چې د خپلې کورنۍ او خپلوانو په منځ کې پاتې شې او د الله په لار کې جهاد ونه کړې.

داسې روایت شوی چې یوه قوم یوه کلا محاصره کړې وه او یو کس په یوازې ځان تر هغه ورسره وجنګېد چې ووژل شو او خلکو وویل چې هغه ځان پخپله هلاک کړ. دا خبره عمر بن الخطاب رضی الله عنه ته ورسېده او هغه وویل: خلکو درواغ ویلي! ایا الله سبحانه و تعالی نه دي فرمایلي چې:

﴿وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ[بقره: 207] ‏

ژباړه: او په خلکو کې داسې کسان پیدا کېږي چې د الله د رضایت لپاره خپل ځان (چې له هغه سره تر ټولو ارزښتمن شی دی) پلوري (او د الله رضایت تر دنیا او د دنیا له نعمتونو لوړ ګڼي او خپل هر څه د هغه د ترلاسه کولو لپاره تقدیموي) او الله د خپلو بندګانو پر وړاندې ډېر مهربانه دی.

په ډېرو ایاتونو او احادیثو کې د جګړې او انفاق دواړو له لارې جهاد ته هڅونه شوې چې د ظالمانو پر وړاندې باید ودرېږو او د لارې خنډ یې شو. چارواکي باید امر بالمعروف او نهي عن المنکر شي؛ د ظالمانو او بې کفایته چارواکو پر وړاندې چوپتیا د دغو ایتونو او احادیثو له مخې د واجب پرېښودل دي او اصلاً دا هلاکت دی. هغه صبر او استقامت چې مسلمانان یې په دې لار کې کوي؛ د ایتونو او احادیثو عزم الأمور ګڼل کېږي؛ الله سبحانه و تعالی فرمايي:

‏ ‏﴿لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ أَذًى كَثِيراً وَإِن تَصْبِرُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُور [آل عمران: 186]

ژباړه: هرو مرو په مال او ځان کې ازمویل کېږئ او حتماً د هغو کسانو لخوا ډېر ځورول کېږئ چې تر تاسو وړاندې کتاب ورته را استول شوی او هغه چې کفر یې کړی (او نامناسبې او ناوړه خبرې اورئ) او که (د مالي او ځاني ازمویښت پر وړاندې) صبر وکړئ (او له هغه څه چې باید ځان وساتئ) ځان ساتئ (همدا نېک کارونه دي) او دا هغه چارې دي کلک هوډ دی (چې بايد وکړل شي).

په ایتونو او احادیثو کې هغه مجاهدین ستایل شوي چې له ستونزو او مصیبتونو سره مخ کېږي، له دښمن سره جنګېږي او له هغه مصیبت څخه چې د الله په لار کې يې ویني نه ستړی کېږي، اراده یې نه کمزورې کېږي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ[آل عمران: 146]‏

ژباړه: ډېر داسې پيغمبران وو چې الله پالونکو خلکو له هغوی سره (څنګ په څنګ) جګړه وکړه، نو د هغو ستونزو او ربړو له امله چې دوی ته د الله په لارې کې رسېدلې، دوی هېڅکله نه سست شول، نه کمزوري شول او نه يې خواري او ذلت ومانه (بلکې د ستونزو پر وړاندې يې صبر او استقامت يې غوره کړ) او بېشکه چې الله صبر کوونکي خلک خوښوي.

نو په دغه کار کې کومه تهلکه او ځانوژنه نغښتې؟ په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی د قیامت په ورځ بشپړ او پرېمانه اجر ورته برابر کړی:

‏‏﴿إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ[زمر: 10] ‏

ژباړه: بې شکه چې صبر کوونکو ته د دوی اجر پوره او بې حسابه ورکول کېږي.

دا نو څنګه هلاکت دی!؟ په داسې حال کې چې حضرت بلال رضی الله عنه د خپل دین لپاره د مکې په سرو دښتو کې د ځورونې او شکنجې پر وړاندې صبر او استقامت وکړ او د رسول الله د اصحابو کرامو په منځ کې یې درجه لوړه شوه؛ ان دومره چې عمر بن خطاب رضی الله عنه وویل: «ابوبکر زموږ سید او سرور دی چې زموږ سید او سرور یې ازاد کړ.»

ایا آل یاسر ځانونه هلاکول؛ په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته فرمایل:

«صَبرًا یَا آلَ یَاسِر، فَإنَّ مَوعِدَکُم الجَنَّة؟!»

ژباړه: ای د یاسر کورنۍ! صبر او استقامت وکړئ؛ ځکه چې ځای مو جنت دی.

لنډه دا چې: د ایت له دغې برخې څخه د دغو خلکو او علماوو استدلال فاسد او ناسم دی او دا وضعیت چې امت نن پکې دی؛ لکه هلاکت، لارورکي، له هغه مقامه راټیټېدل چې الله سبحانه و تعالی ورته ټاکلی؛ دا ټول د ځمکې پر سر د الله سبحانه و تعالی د دین د نه پلي کېدو او د دغو طاغوتي او ظالمو حکامو – چې زموږ په هېوادونو کې د غرب پروژې ساتي او خوندي کوي - پر وړاندې چوپتیا او له دوی څخه د رضایت په سبب دی؛ په حقیقت کې خو همدا چاره تهلکه او ځانوژنه ده!

نو باید د باطل پر وړاندې ودرېږو او رد یې کړو؛ حق ته د رسېدو لپاره پیاوړی نهضت راولو چې مسلمانان یې په رڼا کې د دین او امت پر وړاندې خپل مسولیت بدلون ته د کار کولو او له طاغوت سره مبارزې له لارې پر غاړه واخلي. دا کار که هر څومره ګران وي؛ خو د دنیا او اخرت عزت پکې نغښتی.

د الرایه مجلې له ۴۵۹مې ګڼې

لیکوال: ډاکټر نبیل الحلبي – غزه (فلسطین)

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې