هجری قمری نېټه : 19 صفر 1447
میلادی نېټه : چهارشنبه, 13 آګست 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
په اوسني نړیوال نظام کې «خپلواکي» د یوه له مخکې پلان شوي نمایش نوم دی. رښتینې ازادي هغه وخت وي چې یو هېواد خپلې کورنۍ او بهرنۍ چارې د خپلې عقیدې او مبداء پر بنسټ تنظیم کړي. هغه ملت چې په رښتیا د «لا إله إلا الله محمد رسول الله» په کلمه ایمان لري، هېڅکله تر هغه نه شې خپلواک کېدای چې څو اسلامي نظام په حکومت، اقتصاد، ټولنه، ښوونه او روزنه، قضاء او ... کې پلی نه کړي او خپل بهرنی سیاست د دعوت او جهاد پر بنسټ ونه دروي. همدا د خپلواکۍ ریښتینی مفهوم دی، ځکه خو پاکستان تر اوسه لا خپلواک نه دی!
د دغه حقیقت د ثبوت لپاره یوازې دومره بسنه کوي چې د پاکستان اساسي سیاستونو ته یوه لنډه کتنه وکړو. ایا د قدس او غزې په اړه د پاکستان پالیسۍ په اسلاماباد کې جوړیږي، که د امریکا د مرکزي قوماندې په دفتر، پنټاګون او یا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې؟ ایا د کشمیر په اړه د دغه هېواد تګلاره د ټرمپ د پام رااړولو او هغه ته د زاریو پر بنسټ نه وه طرحه شوې!؟ سره له دې چې یوازې څو میاشتې مخکې مو عملاً وښوده چې د کشمیر د مستقیمې آزادۍ توان لرو. ایا د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست زموږ په بهرنیو چارو وزارت کې جوړېږي، که د امریکا په بهرنیو چارو وزارت او د هغې د مرکزي قوماندې په دفترونو کې؟ ایا د دغه هېواد لومړیو وزیرانو په بېشرمۍ دا اعلان نه دی کړی چې د برېښنا د بیو د راکمولو لپاره به د پیسو نړیوال صندوق اجازه وغواړي؟ ایا د پاکستان په محکمو کې لا هم د انګلیس د عمومي قوانینو پر بنسټ پرېکړې نه کېږي؟ ایا د پاکستان د پوځ مشر څو ورځې وړاندې د خپل «مستقیم قوماندان» جنرال کوریلا د تقاعد د مراسمو لپاره امریکا ته سفر ونه کړ؟ دا څه ډول خپلواکي ده، چې موږ د کشمیر او غزې لپاره جګړه نشو کولی، خو د امریکا لپاره جنګېدو ته تل تیار یو؟
پاکستان د نړۍ له اوو اټومي قدرتونو څخه دی. له دې ډلې پنځه هېوادونه د نړۍ بېلابېلې سیمې تر خپل واک او کنټرول لاندې لري او چارې یې د خپلو ګټو پر بنسټ پرمخ وړي. فرانسه او بریتانیا د اروپا پر سیاست واکمن دي؛ امریکا خپلې پرېکړې پر ټوله نړۍ تپي؛ روسیې په ختیځه اروپا کې ریښې خښې کړې دي؛ او چین په پرلهپسې توګه د خپل نفوذ ساحه پراخوي. هندو دولت هم خپله ټوله هڅه کوي چې د سیمې د پولیس په توګه ځان ثابت کړي. خو پاکستان په دې معادله کې چېرته ولاړ دی؟ امریکا هر وخت چې وغواړي له ایران سره د اټومي تړون موافقه کوي، لغوه کوي یې او بېرته یې له سره پیلوي؛ خو موږ ان له ایران سره د تېلو د پیرود لپاره یو تړون هم نه شو لاسلیکولای! ولې؟ دا څنګه خپلواکي ده؟
ای د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو افسرانو او سرتېرو! د حقیقي خپلواکۍ او د پاکستان د آزادۍ په لار کې اصلی موانع نه د سرچینو کموالی دی؛ نه د خلکو او سرتېرو په منځ کې د ځوږ، مېړانې او وړتیا نشتوالی. زموږ اصلي بحران هغه رهبري ده چې هیڅ لید او بصیرت نه لري؛ هغه رهبري چې باید لېرې شي او پر ځای یې داسې مبدئي رهبري راشي چې د نصرت بیعت ورسره وشي، څو وکولای شي په پاکستان کې راشده خلافت قایم کړي. دا د حقیقي خپلواکۍ ریښتینی تعریف دی او د دې د پلي کېدو تر ټولو ستر مسولیت ستاسو پر اوږو دی. حزبالتحریر له یوه مبدئي لید سره درته ولاړ دی او بشپړ پلان او تګلاره درته وړاندې کوي. نو د «خپلواکۍ» په ۷۸مه کلیزه کې د رښتینې خپلواکۍ جامې واغوندئ؛ دا استعماري نړیوال نظام رد کړئ او د «لا إله إلا الله محمد رسول الله» تر بیرغ لاندې په نړۍ کې د یوه نوي نظام بنسټ کېږدئ.
﴿وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾ [الأنعام: ۱۵۳]
ژباړه: «او همدا زما مستقیمه لاره ده، نو پر همدې (لار) لاړ شئ، او د (نورو) لارو پیروي مه کوئ، چې تاسې به (د الله) له لارې واړوي؛ دا هغه څه دي چې الله یې تاسو ته سپارښتنه کړې؛ ښایي چې پرهېزګاره شئ.»
د حزبالتحریر – ولایۀ پاکستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷هـ.ق کال د صفر ۱۹مه
۲۰۲۵م کال د اګسټ ۱۳مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۰۴