جمعه, ۱۳ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 ربیع الاول 1447

میلادی نېټه :     یکشنبه, 31 آګست 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۰۴


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
امریکایي ـ یهودي پروژې ټولې له جنایت او خیانته ډکې دي؛ هغه که د فلسطین د ازادۍ سازمان له لارې پلې کېږي او که د نورو

(ژباړه)

اسرایلي (Hebrew Channel 5) تلویزیوني شبکې د الجزیرې په حواله راپور خپور کړ چې نتنیاهو په دې موخه د یوې ناستې د جوړولو تابیا نیولې چې په الخلیل ښار کې د فلسطیني ادارې پر ځای د قبیلوي مشرانو د ټاکلو موضوع وڅېړي. ورپسې د الخلیل ولایت له لوري یوه اعلامیه خپره شوه (د اشغالګر حکومت د هغو روانو بحثونو په ځواب کې، چې موخه یې له ملي جغرافیې څخه د الخلیل جلا کول او قبیلوي واکمنۍ ته د هغې سپارل دي.)

نو موږ، د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر، لاندې موارد په ډاګه کوو او ټینګار پرې کوو:

۱. فلسطیني اداره د امریکا تر ملاتړ لاندې او د یهودي رژيم په تایید د یوې سیاسي پروژې په چوکاټ کې منځته راغله؛ چې موخه یې د یهودي رژيم لاس ته د فلسطین سپېڅلې خاورې سپارل او د یهودو د امنیتي اړتیاوو پوره کول وو. یادې ادارې دا خاینانه رول په بشپړ ډول ترسره کړ؛ تر دې چې د د دغې ادارې مشر د عربو سرمشریزو غونډو او د ملګرو ملتونو په غونډو کې پر دې خبره ویاړ څرګند کړ. که امریکا او یهودي رژيم د فلسطیني ادارې د ځینو کسانو پر ځای بدیل پیدا کړي، یا د اوسلو ادارې پای اعلان کړي او د بلې ادارې ـ که هر نوم پرې کېښودل شي ـ د جوړولو هڅه وکړي، دا به یوازې د فلسطین د قضیې یو طرفه کولو په موخه د همدې پروژې تسلسل وي؛  هغه که د فلسطین د ازادۍ سازمان (منظمة التحرير) له لارې وي او که د دوی په لاس د بلې جوړې شوې ادارې په مټ.

کله چې امریکا او یهودي رژيم د یاسر عرفات او د هغه د یو شمېر نژدې کسانو د ختمولو پرېکړه وکړه، نو پر ځای یې محمود عباس او د هغه ډله راوسته؛ دوی د امریکایي جنرال ډایټون تر څارنې او پاملرنې لاندې کار کاوه. دا اداره یوازې د یهودي رژيم یو امنیتي لاس و. که چیرې یهودي رژيم د دې ادارې دنده پای ته ورسوي، نو دا به د دوی د عزتمندۍ او ښې کارنامې له امله نه وي؛ بلکې سبب به یې دا وي چې ورکړل شوی رول یې ختم شوی او څه چې ترې غوښتل شوي وو، هغه تر لاسه شوي دي. د ټولو خاینانو برخلیک همدا دی چې له ورکړل شوې دندې وروسته اخوا غورځول کېږي. هغه اداره چې اشغالګر به یې پر ځای راولي، د همدې ادارې په څېر به وي؛ یوازې د یهودو د یوه امنیتي لاس په توګه به کار کوي.

۲. د فلسطین ولس د فلسطین د ازادۍ سازمان نه دی انتخاب کړی، بلکې پرې تپل شوی چې د فلسطین د خاورې ډېره برخه یهودي رژيم ته تسلیم کړي. د فلسطین د ولس د یوازیني مشروع استازي په توګه د دغه سازمان معرفي کول یوازې د هغه د خاینانه رول لا ښکاره کول دي؛ هغه رول چې پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لرونکی یې ترسره کول نه شي منلی. د فلسطین له خلکو څخه د مشروعیت سند ترلاسه کولو لپاره د فلسطیني ادارې هره هڅه؛ په حقیقت کې د دې لپاره هڅه ده چې خپل بارونه او ګناهونه د فلسطین د ولس پر اوږو واچوي؛ په داسې حال کې چې دا مظلوم خلک له دې هر څه پاک دي.

۳. هره ډله چې له اشغال سره کار کوي؛ نوم یې چې هر څه وي، په حقیقت کې د اشغال برخه او وسیله ده. خاین ته چې هر څو ښایسته نوم ورکړې، هماغه خاین دی او دا نوم د اشغال له همکارانو څخه د دنیا او اخرت د ننگ او رسوایۍ تور داغ نه شي لرې کولای. له منظمة التحرير یا د هغې له ادارې او یا د اشغالګرو له لوري جوړې شوې بلې ادارې سره هر راز تړاو ګناه ده؛ دا ګناه د هغو خلکو پر غاړه نه ده چې دا لاره ردوي او ځان ترې ساتي؛ بلکې د هغو پر غاړه ده چې پرې خوښ دي، د دې لارې لارویان دي او تړاو ورسره لري. هر څوک چې له منظمة التحرير، فلسطیني ادارې یا د اشغال له خوا جوړې شوې بلې ادارې ملاتړ اعلان کړي، هغوی ځان د خاینانو په کتار کې دروي او د فلسطین د خلکو استازیتوب –که یې دا خاینان هر څومره ادعا وکړي- نه کوي.

په پایله کې: موږ د فلسطین پر ټولو خلکو، او په ځانګړې توګه د الخلیل پر خلکو او  د هغوی پر کورنیو، په دغه مبارک ایت غږ کوو:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ﴾ [الانفال: ۲۷]

ژباړه: «مؤمنانو! له الله او پیغمبر سره يې خيانت مه كوئ او (همداراز) په خپلو امانتونو كې هم خيانت مه كوئ، سره له دې چې پوهېږئ (دا كار ستره ګناه ده)»

موږ هغوی ته خبرداری ورکوو چې له فلسطیني ادارې، د فلسطين د ازادۍ سازمان، یا د امریکا او یهودو له لوري بلې ادارې څخه د خپل ملاتړ په اعلانولو سره د فلسطیني ادارې د چل او فرېب په دام کې ګیر نه شي. ناپوهي د جنایت توجیه نه شي کېدی، او د دغو خاینانو منل له دوی سره په خیانت کې د شریکېدو په معنی دي.

د فلسطین د قضیې استازیتوب کوم سازمان نه کوي او نه دا قضیه د کومې قبیلې ملکیت دی؛ بلکې دا د ټول امت قضیه ده. په دې قضیه کې د فلسطین د خلکو حق له نورو مسلمانانو سره یو شان دی. دا د دین او عقیدې او یوې سپېڅلې خاورې قضیه ده. یوه ناتوانه اداره چې کنټرول یې د اشغالګرو په لاسونو کې دی؛ دا قضیه نه شي حل کولی. بلکې د فلسطین ټوله خاوره به د محمد ﷺ د امت د مخلصو مؤمنانو په لاس ازادېږي. فلسطین به بیا د شام ګل او څراغ شي؛ دا به بیا، لکه څنګه چې د رسول الله ﷺ په بشارت کې راغلي دي، د دار الاسلام زړه شي.

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْفَتْحُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ * قُلْ يَوْمَ الْفَتْحِ لَا يَنْفَعُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِيمَانُهُمْ وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ * فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانْتَظِرْ إِنَّهُمْ مُنْتَظِرُونَ﴾ [السجدة ۲۸ – ۳۰]

ژباړه: «او هغوی (کافران) وایي: که ریښتیا وایئ نو دا بریا (او فتح) به کله راشي ؟ * (ای پیغمبره، هغوی ته) ووایه: د فتحې په ورځ به د کافرانو ایمان راوړل هغوی ته هېڅ ګټه ورنه کړي، او نه به هغوی ته مهلت ورکړل شي. * نو له هغوی څخه مخ واړوه او په تمه شه، هغوی هم په تمه دي (ته د الله لورېینې ته او هغوی د الله عذاب ته)

د فلسطین سپېڅلې خاوره کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق کال د ربیع‌الاول ۸مه

۲۰۲۵م کال د اګسټ ۳۱مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۰۴

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې