جمعه, ۰۹ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

مفاهیم بدل شوي او افکار ګډوډ شوي دي!

(ژباړه)

له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«ما من مسلم يغرس غرسا أو يزرع زرعا فيأكل منه طير أو إنسان أو بهيمة، إلا كان له به صدقة»

ژباړه: هر کله چې یو مسلمان نیالګی کېږدي یا یو شی کښت کړي او الوتونکی، انسان او یا څاروی ورڅخه یو څه وخوري، دغه کار (د محصول د څښتن لپاره) صدقه حسابېږي.

کله چې یو مسلمان د الله سبحانه وتعالی د رضایت او خوښۍ لپاره نېک عمل ترسره کړي او مېوه یې په دنیا او اخرت کې ترلاسه کړي، نو په زړه کې یې شور او ولولې راټوکېږي. هغه وخت نوموړی د ارامۍ او ډاډ احساس کوي او دغه نېک کار او ارامي بیانوي، ترڅو نور کسان هم د هغه ترسره کولو ته وهڅوي او نور خلک هم هغه څه وڅکي چې ده څکلي دي. د انسان روحیه په همدې توګه پیاوړې کېږي او په دغه کار سره د ژوند واقعیت احساسولی شو. انسان د یو شي په بښلو او ورکولو سره ارامه کېږي، نه د یو شي په ترلاسه کولو سره. د یو شي په بښلو او له نورو کسانو سره په مرسته کولو ارامي ترلاسه کېږي او برعکس بخل او ځان‌غوښتنه د ستړیا او ناارامۍ لامل کېږي.

مفاهیم سرچپه شوي او افکار بدل شوي دي؛ انسان د غرایزو او نفساني غوښتنو لوري ته مخه کړې، چې هېڅ حد او اندازه نه لري. انسان د دنیوي حرص او ګټې د جاهلي کشمکش له امله، د ابولهب او ابوجهل جاهلیت او د داړونکو ځنګل ته ورګرځېدلی دی، ترڅو بې‌عقلي او لوده‌ګي ارزښت پیدا کړي او د حیواني غریزو اواز د پوهاوي او درک تر اواز لوړ شي. په دغه حالت کې ښېګڼې او بدۍ نه محاسبه کېږي. عملونه نور د اخرت په تله نه تلل کېږي او صدقه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. له هغو کسانو پرته چې الله سبحانه وتعالی پرې رحم کړی دی، د نورو ټولو انسانانو وضعیت همداسې دی.

چېرې یې اې د مسلمانانو خلیفه! چې یو ځل بیا عدالت راوګرځوې او د اسلام مفاهیم  بېرته را ژوندي کړې؟ چېرې یې اې عمر بن عبدالعزیزه! چې خپلو والیانو ته ووایې: د غرونو پر څوکو غنم وشیندئ چې هېڅ مرغه ونه وایي چې په اسلامي خاورو کې وږی دی...؟

اې ربه! د نبوت پر منهج خلافت ژر راوله، چې په واسطه یې د مسلمانانو ناوړه حالت پای ته ورسېږي او مصیبتونه ورڅخه لرې شي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه! اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

جنت ته تګ هغه زېری دی، چې نېک عمل ته اړتیا لري

(ژباړه)

د «صحیح البخاري په شرحه فتح الباري» کې په کم بدلون سره د «فرض الجمعه» په باب کې راغلي، چې ابو هریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:

«نحن الآخرون السابقون يوم القيامة، بيد أنهم أوتوا الكتاب من قبلنا»

ژباړه: موږ په دنیا کې تر ټولو وروستی امت یو، خو په قیامت کې به تر نورو امتونو وړاندې وو. که څه هم هغوی ته اسماني کتابونه مخکې راغلي دي.

په مسلمانانو کې د اسلامي افکارو او مفاهمو شتون د دې لامل کېږي، چې په دوی کې هیله، پر ځان باور او سکون ډیر کړي. دغه دین د مسلمانانو په بدن کې ژوند، اراده او معنویت ځای پرځای کوي. ولې به داسې نه وي، ځکه چې باطل هېڅکله او له هېڅ لوري څخه اسلام ته لاره نشي موندلی. اسلام موږ ته زېری راکوي، چې تر نورو امتونو وړاندې به په جنت کې خپل مقام ته ورسېږو؛ که څه هم په دې دنیا کې وروستی امت یو.

هغه ناوړه وضعیت او بدبختۍ چې نن یې په خپل ژوند کې تجربه کوو، موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه حدیث په اړه فکر کولو ته بیایي چې فرمایي: «موږ په دنیا کې تر ټولو وروستی امت یو، خو په قیامت کې به تر نورو امتونو وړاندې وو.»

موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبرو له الفاظو او معناوو څخه د ژوند لپاره هیلې را ټوکېږي او د ژمنو هغه خوږ او ارام بوی یې حس کوو، چې خپرېږي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روزنې او لارښوونې تر سیوري لاندې په ژوند کې د قربانۍ روحیه او د الله سبحانه وتعالی د احکامو د پلي کولو انګېزه پیدا کوو؛ هغه احکام چې د خلافت دولت په نسکورېدو سره، چې مسولیت یې د مسلمانانو د چارو سمبالول وو، زموږ له ژوند څخه لرې او ورک شوي دي.

اې مسلمانانو! موږ تاسو د نبوت پر منهج د خلافت دولت د تاسیس لپاره هڅو او فعالیت ته رابولو، ځکه د خلافت دولت تاسیس ستاسو د رب له لوري فرض شوي دي؛ چې په راتګ سره یې ستاسو تللی عزت بیرته راګرځوي، پر خپلو دښمنانو مو غالبوي، خاورې مو ازادوي او هغه روښانه څراغ دی، چې ټولې نړۍ ته خیر او عدالت وړاندې کوي.

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت را په برخه کړه، چې په وسیله یې د مسلمانانو ستونزې او کړاوونه حل شي او له هغوی څخه مصیبتونه او بلاوې لرې شي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د متکبر غرب جنایتونو ته غاښ ماتوونکی ځواب او د مسلمانانو له وینو دفاع د امت له وحدت او د نبوت پر منهج خلافت له تاسیس پرته شونې نه ده Featured

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو د جنګي جنایتونو قضیې ته رسیدګي ښايي تر ۲۰۲۵م کال پورې وځنډېږي. د بریتانیا هوايي ځواکونه په هلمند ولایت کې د افغانتسان د شاوخوا ۸۰ مسلمانانو پر وژنې تورن دي. ویل شوي چې دغو سرتېرو یاد کسان د ۲۰۱۰-۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د خوب پر مهال یا تر نیولو وروسته په سړه سینه وژلي. د قضیې یوه وکیل ویلي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په هلمند کې «د جګړې پر شرایطو برابرو ټولو نارینه‌وو» د له منځه وړلو سیاست پلی کړی. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰م کال کې د اسټرالیا نظامي څېړنو هم تایید کړې وه چې د دغه هیواد ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۰۵-۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د ماشومانو او بندیانو په ګډون شاوخوا ۳۹ ملکیان په مرميو وژلي.

یادې پېښې په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د زرګونو جنایتونو وړه بېلګه ده چې ډېره کمه برخه یې منعکسه شوې. د مسلمانانو پر وړاندې د غرب جنایتونه یوازې تر افغانستانه نه را لنډېږي، بلکې ۱۰۳ کاله کېږي چې د خلافت دولت په نشتون کې له فلسطین څخه تر عراق او له سوریې تر افریقا پورې د مسلمانانو وینه په ډېرې بې رحمۍ تویېږي او د مسلمانانو هېڅ پوځ او حاکم نشته چې د دغې ارزښتمنې وینې دفاع وکړي. ان تر دې چې د مسلمانانو وینه د غربي سرتېرو پر سرګرمۍ بدله شوې؛ ځینو امریکايي او د ناټو پوځیانو اعتراف کړی چې په افغانستان کې یې د ماموریت پر مهال د شرط تړلو او د تفریح په موخه ملکي خلک ویشتل.

په غرب کې چې د جنګي جنایتونو د څېړلو لپاره کومې محکمې جوړېږي، د عدالت ټینګولو وړتیا نه لري. ډیری تورن کسان د ډول ډول جنګي جنایتونو پر ترسره کولو سربېره، په نظامي محکمه کې تبرئه شوي او له معنی لرونکې موسکا سره له محکمې وتلي. لکه څه ډول چې ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې درې هغه جنګي جنایتکاران وبښل چې په افغانستان او سوریه کې د بې ګناه مسلمانانو قاتلین وو او ان محکمو پرې د اوږدې مودې بند جزا حکم صادر کړی و.

په دې کې هېڅ شک نشته چې د غرب ټول تاریخ د بشریت پر وړاندې له جنایتونو ډک دی او په هره خاوره کې یې چې خپل شوم ګام اېښی، وحشت او جنایت یې رامنځته کړی. ځکه چې غربي اشغالګر هېڅ انساني او اخلاقي ارزښت ته ژمن نه دي. د غرب جرايم یوازې تر جنګي جنایتونو نه را لنډېږي، بلکې له هغه وخته چې خلافت سقوط شوی او د ډیموکراسۍ فاسدې مفکورې او وینه زبېښونکي پانګوال نظام د نړۍ واکمني په لاس کې اخیستې، ټول بشریت او په ځانګړي ډول اسلامي امت تر اشغال، استعمار، ظلم او جنایت لاندې دی او ان ځمکه، سمندر، مرغان او ژوي هم د دوی له جنایتونو خوندي نه دي پاتې.

په حقیقت کې؛ هر مسلمان چې وژل کېږي، هغه یو عدد نه بلکې یو انسان دی او هر څاڅکی وینه یې تر کعبې لوړ ارزښت لري؛ د مسلمان د یوه څاڅکي وینې لپاره پکار ده چې د غرب مبدأ، ثقافت او نظم يې را نسکور او له منځه لاړ شي. خو هغه څه چې د خواشينۍ وړ دي، دا دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان د مسلمان او مجاهد ولس پر وړاندې د غرب پر جنګي جنایتونو سربېره، اوسنی حاکم نظام له دغو جنایتکارانو سره د نږدې اړیکو ټینګولو په هڅه کې دی او د بریتانیې او امریکا له امنیتي چارواکو او ډیپلوماټانو سره سیاسي او امنیتي ناستې کېږی. په دغو ناستو کې له هغوی څخه د سیاسي مشروعیت او اقتصادي مرستو غوښتنې کېږي. موږ په ډیر اخلاص خپلو مجاهدو وروڼو ته شرعي تذکر ورکوو چې پیاوړی نظامي موقف مو د جګړې په ډګر کې د دښمن د ماتې سبب شو، اړتیا ده چې د سیاست او ډیپلوماسۍ په ډګر کې هم پیاوړی شرعي موقف ونیول شي چې دغه مکار او جنایتکار دښمن زموږ په خاورو کې د نفوذ فرصت او جرات پیدا نه کړي. شرعي سیاست حکم کوي چې له دغو جنایتکارانو سره هر راز سیاسي او اقتصادي تعامل پای ومومي او د امت د وحدت لپاره هڅې وشي. ځکه چې د متکبر غرب جنایتونو ته غاښ ماتوونکی ځواب او له اسلامي ارزښتونو او د مسلمانانو له وینو دفاع د امت له فکري، سیاسي، نظامي او جغرافیوي وحدت او د نبوت پر منهج خلافت له تاسیس پرته شونې نه ده.

«إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ فَإِنْ أَمَرَ بِتَقْوَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَعَدَلَ كَانَ لَهُ بِذَلِكَ أَجْرٌ وَإِنْ يَأْمُرْ بِغَيْرِهِ كَانَ عَلَيْهِ مِنْهُ» رواه مسلم.

ژباړه: «امام (خليفه) ډال دی چې تر شا يې جګړه کېږي او هغه ته پنا وړل کېږي. که چېرې هغه له الله عز وجل څخه پر تقوی امر وکړي او عدالت وکړي، نو د هغه لپاره د دغو کارونو اجر دی، خو که چېرې له دې (تقوی او عدالت) پرته پر بل څه امر وکړي، نو ګناه يې د هغه پر غاړه ده».

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

سوال او ځواب: د اسلامي دولت د تاسیس لپاره جهاد

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه) 

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

یوه کس پوښتنه وکړه چې حزب‌التحریر د خلافت دولت د تاسیس لپاره یوازې پر مکي دور استناد کوي او د خلافت لپاره د دعوت په بهیر کې جهاد د شریعت خلاف بولي او وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کار نه دی کړی. پوښتونکی زیاتوي: د اسلامي دولت د تاسیس لپاره ولې له مدني دور څخه دلایل نه اخیستل کېږي چې جهاد هم پر خپل ځای پاتې شي؟ ایا په دې مسله کې د قناعت وړ ځواب شته دی؟ الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته د خیر جزا درکړي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

دې پوښتنې ته د ځواب لپاره لاندې مسایل وضاحت ته اړتیا لري:

۱. د یوه شرعي حکم په اړه وارد شوي دلایل که هغه له کتاب (قرآن) څخه وي او یا له سنتو څخه، پیروي کول یې واجب دي او په مکي او مدني دور کې د واردو شوو دلایلو تر منځ هېڅ توپیر نشته دی.

۲. د یوې مسلې په اړه منل شوي دلایل هغه دي، چې پخپله د همدې مسلې په اړه راغلي وي؛ نه هغه دلایل چې د بل څه په اړه راغلي وي. د بېلګې په توګه:

الف) کله چې یو کس پر اوداسه پوهېدل غواړي، نو د اوداسه اړوند دلایل دې وارزوي، مهمه نه ده چې دغه دلایل په مکه کې نازل شوي که په مدینه کې او شرعي حکم باید له منل شوو اصولو سره سم استنباط شي. نو د اوداسه د حکم د څرنګوالي او پېژندلو لپاره داسې نشي کېدای، چې د روژې د حکم دلایل دې وڅېړل او وارزول شي.

ب) کله چې یو کس غواړي چې د حج احکام وپېژني، نو د حج اړوند دلایل دې وڅېړي او وارزوي، مهمه نه ده چې دلایل یې په مکه کې نازل شوي که په مدینه کې. شرعي حکم له منل شوو اصولو سره سم استنباط کېږي او موږ نشو کولی چې د حج د احکامو د پېژندلو لپاره د لمانځه پر دلایلو استناد وکړو او د حج حکم د لمانځه له دلایلو څخه واخلو.

ج) کله چې یو کس د عیني جهاد او کفايي جهاد د احکامو پېژندل غواړي یا غواړي د جهاد اړوند احکام وپېژني؛ مثلاً غواړي پوه شي چې ایا جګړه وشي او که سوله؛ نو باید د جهاد اړوند دلایل وڅېړل او وارزول شي؛ مهمه نه ده چې دغه دلایل په مکه کې نازل شوي که په مدینه کې. شرعي حکم له منل شوو اصولو سره سم له همدغو دلایلو څخه استنباط کېږي او موږ نشو کولی چې د جهاد د احکامو پېژندلو لپاره د زکات اړوند دلایل وارزوو، ترڅو د جهاد په اړه دلایل په زکات پورې له اړوندو دلایلو څخه پیدا کړو. 

د) همدارنګه په ټولو مسایلو کې د هر حکم د پېژندلو لپاره هغه دلایل ارزول کېږي، چې اړوند یې وي؛ مهمه نه ده چې دغه دلایل په مکه کې نازل شوي که په مدینه کې. شرعي حکم له منل شوو اصولو سره سم په حکم پورې له اړوندو همغو دلایلو څخه استنباط کېږي.

اوس د اسلامي دولت د تاسیس پر مسلې او دلایلو رڼا اچوو؛ هغه دلایل چې په مکه کې نازل شوي او یا په مدینه کې، خو شرعي حکم له منل شوو اصولو سره سم له اړوندو دلایلو څخه استنباط کوو.

موږ د اسلامي دولت د تاسیس لپاره په مدینه کې هېڅ دلایل نه لرو، پرته له هغو دلایلو څخه چې په مکه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې لیدل کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې په پټه دعوت پیل کړ، ترڅو د خلکو یوه مومنه او صابره کتله رامنځته کړي؛ وروسته یې په مکه کې د هغې شتون اعلان کړ او ورپسې یې د قدرت او ځواک له څښتنانو څخه د نصرت غوښتنه وکړه او په دغه پړاو کې الله سبحانه وتعالی په خپل نصرت سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته عزت ورکړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم د قدرت د څښتنانو په لوري هجرت وکړ او په دې توګه یې اسلامي دولت تاسیس کړ.

همدا د اسلامي دولت د تاسیس دلایل دي او د اسلامي دولت د تاسیس لپاره له دې پرته نور دلایل نشته دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د درېیو پړاوونو دغه دلایل په واضح او څرګند ډول عملي کړي دي او لازمه ده چې دغو دلایلو ته په عملي توګه ژمن پاتې شو.

نو اصلي مسله د جهاد تر فرضیت مخکې له مکي دور سره او د جهاد تر فرضیت وروسته له مدني دور سره هېڅ اړیکه نه لري؛ بلکې مسله د اسلامي دولت د تاسیس د څرنګوالي په دلایلو پورې تړلې ده او دغه دلایل یوازې په مکي دور کې موندلی شئ، ان تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي دولت د تاسیس لپاره مدینې ته هجرت وکړ.

د اسلامي دولت تاسیس یوه مسله ده او جهاد بله مسله ده؛ لکه څنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه، چې د اسلامي دولت د تاسیس دلایل یوازې په هغه پورې له اړوندو دلایلو څخه استنباط کېږي او د جهاد دلایل پخپله په جهاد پورې اړوندو دلایلو څخه. همدارنګه د اسلامي دولت د تاسیس مسله د جهاد له مسلې څخه بېله ده او له دغو دوو مسلو څخه هېڅ یوه په بلې پورې نه توقف کېږي. له همدې امله جهاد د اسلامي دولت په نشتون کې نه ځنډول کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«وَالْجِهَادُ مَاضٍ مُنْذُ بَعَثَنِي اللهُ عَزَّ وَجَلَّ إِلَى أَنْ يُقَاتِلَ آخِرُ أُمَّتِي الدَّجَّالَ، لَا يُبْطِلُهُ جَوْرُ جَائِرٍ وَلَا عَدْلُ عَادِلٍ»

ژباړه: له هغه وخت راهیسې چې الله (سبحانه وتعالی) زه د مبعوث کړی یم، بیا زما تر وروستي امت پورې چې دجال به وژني، جهاد به دوام لري؛ د ظالم ظلم او د عادل عدالت جهاد نشي ځنډولی. (بیهقي دغه حدیث له انس ابن مالک څخه په سنن کبری کې تخریج کړی دی.)

له همدې امله جهاد به له شرعي احکامو سره سم د قیامت تر ورځې پورې دوام لري، هغه که خلافت موجود وي او که نه وي او همداراز د خلافت د تاسیس لپاره کار او فعالیت کول هم په دغه دلیل نه ځنډېږي، چې جهاد د حکامو لخوا ځنډېدلی دی. نو د خلافت لپاره کار او فعالیت د خلافت تر تاسیس کېدو روان دی؛ ځکه چې له خلیفه سره د بیعت نشتون هغه حالت دی، چې د قدرت څښتنان پکې په حرامو مرتکب کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ خَلَعَ يَدًا مِنْ طَاعَةٍ، لَقِيَ اللهَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا حُجَّةَ لَهُ، وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: څوک چې (د امام/ خليفه) له اطاعت څخه لاس واخلي، له الله (سبحانه وتعالی) سره به د قیامت په ورځ په داسې حال کې مخ شي، چې هېڅ عذر او دلیل به نه لري؛ څوک چې مړ شي او پر غاړه یې د بیعت کړۍ نه وي، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

نو جهاد به روان وي او د خلافت تر تاسیس پورې به د دغې موخې لپاره فعالیت هم روان وي او له دغو دوو احکامو څخه یو یې په هغه بل سره نه توقف کېږي. دا دوې بېلې مسلې دي او له دغو دوو مسلو څخه د هرې یوې د ثبوت لپاره د همغې اړوندو شرعي دلایلو ته اړتیا ده او دلایل یې له منل شوو اصولو سره سم د هرې یوې مسلې له ځانګړو شرعي دلایلو څخه استنباط کېږي.

نو حزب‌التحریر د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طریقه روان دی؛ هغه طریقه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې پیل کړه او تر مدینې او ان د اسلامي دولت تر تاسیس پورې یې دوام وکړ او هېڅ مادي عملونه یې ترسره نه کړل.

د خلافت دولت د تاسیس لپاره د دعوت پړاوونه په مکي او مدني دور پورې تړاو نه لري؛ بلکې د مادي عملونو نه ترسره کول هغه دلیل دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي دولت لپاره د دعوت په بهیر کې او بیا تر مدینې پورې، مادي عملونه نه دي ترسره کړي. د خلافت دولت د تاسیس په قضیه کې یوازینی دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه ده، چې دری پړاوونه لري.

که چېرې موضوع او مسله د اسلامي دولت د کړنو او د هغه د جوړښت په اړه وي، له شک پرته موږ هغه دلایل وړاندې کوو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې د اسلامي دولت د کړنو او د هغه د جوړښت په اړه بیان کړي دي.

لنډه دا چې:

لومړی- د هرې مسلې احکام د همغې مسلې په تړاو له واردو شوو دلایلو څخه اخیستل کېږي، مهمه نه ده چې دلایل یې په مکه کې نازل شوي که په مدینه کې. د بېلګې په توګه: د روژې احکام په روژه پورې له اړوندو دلایلو څخه اخیستل کېږي او د لمانځه احکام په لمانځه پورې له اړوندو دلایلو څخه. په همدغه اساس د جهاد احکام په جهاد پورې له اړوندو دلایلو څخه او د اسلامي دولت د تاسیس احکام په اسلامي دولت پورې له اړوندو دلایلو څخه اخیستل کېږي. ټول شرعي احکام په همدغه ډول دي.

دویم- د اسلامي دولت د تاسیس لپاره په مکه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طریقه ځکه ټینګار کېږي، چې له مکي دلایلو پرته بل دلیل نشته دی؛ که چېرې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره له مکي دلایلو او په مکه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت پرته په مدینه کې هم دلایل وای، نو له شک پرته پر هغو به استدلال جایز و.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو اسلامي دولت او راشده خلافت تاسیس کړو، چې د دغه لوی دولت په واسطه اسلام او مسلمانان عزت پیدا کړي، کفر او کفار ذلیل شي او خیر او برکت پر ټوله نړۍ خور شي. له شک پرته چې د دغه ډول حالت رامنځته کېدل د الله سبحانه وتعالی لپاره سخت نه دي، بلکې ډېر اسانه دي.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

د مطلب ادامه...

په غزه کې د اوربند غوښتنې لپاره په امریکايي پوهنتونونو کې لاریونونه

خبر:

د نړیوالو پام په امریکايي پوهنتونو کې د محصلینو لاریونونو ته اوښتی چې پر غزه د «اسرایلو» د جګړې درول غواړي. دا پراخېدونکي لاریونونه د کلمبیا او هارورډ پوهنتونو په ګډون د امریکا په یو شمېر نوموتو اکاډمیکو مرکزونو کې پیل شوي. (الجزیره، ۲۰۲۴/۴/۲۶)

په ټوله امریکا کې دا لاریونوال له پوهنتونو غواړي چې له هغو کمپنیو او افرادو سره بایکاټ وکړي چې له اسرایلو سره اړیکه لري.

د فلسطین پلوه لاریونوالو خیمې لومړی په کلمبیا پوهنتون کې ودرول شوې او همدا لومړی پوهنتون و چې پر یهودیت-ضد تورن شو. تېره اونۍ ۱۰۰ تنه لاریونوال وروسته له هغې ونیول شول کله چې د آیوي لیګ (Ivy League) پوهنتون رییسې له پولیسو وغوښتل چې د لاریون مرکز تخلیه کړي. هغې دا غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې کانګرس ته د پوهنتون په محوطه کې د یهودیت ضد تورونو په اړه ځواب ویلو ته حاضره شوې وه. خو د هغو لاریونوالو په وینا چې یوه اونۍ وروسته هلته پاتې وو؛ داسې ښکاري چې ډله‌ایزو نیونو دا غورځنګ نور هم پیاوړی کړی دی.  (BBC)

تبصره:

دې ته له پام پرته چې دا لاریونونه سوله‌ایز دي؛ په لویو پوهنتونونو کې د استادانو په ګډون تر ۵۰۰ زیات لاریون کوونکي نیول شوي. په کلمبیا پوهنتو کې له پیل کېدو وروسته دغه لاریونونه اوس ډیر پراخه شوي. په استین او تګزاس کې والي ایالتي پولیسو ته امر وکړ چې لاریونوال ونیسي. پولیس او نور د لاریون ضد ځواکونه رابلل شوي چې د لاریون کوونکو مخه ونیسي او هغه خیمې لرې کړي چې د پوهنتونو په محوطه کې د غزې په ملاتړ درول شوې او غواړې چې د غزې د خلکو پر وړاندې د یهودي جنایتکارو او وحشي ځواکونو بریدونه د تل لپاره ودرېږي.

د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي نه کولو خبره بې ارزښته وه؛ د بیان ازادي، د راغونډېدو حق او په سوله‌ایز ډول د مخالفې خبرې کولو حق ټول له پامه غورځول شوي وو. په ویډیوګانو کې ښکاري چې څنګه پر ځوانو او زړو سوله‌‌ایزو لاریون کوونکو فزیکي برید کیږي. د پوهنتونو مشرتابه پلاوي د امریکا له بهرني سیاست سره چې په غزه کې د اسرایلو له نسل‌وژنې ملاتړ کوي، همغږي دي. سره له دې بیا هم بااحساسه، زړور او د سالم وجدان لرونکي د فلسطین او غزې په ملاتړ او یهودو د نسل وژنې د غندلو لپاره خپل غږ پورته کوي. د کلمبیا پوهنتون محصل، کیماني جمیز د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل: «څو مو چې غوښتنې نه وي پوره شوې؛ همدلته به وو.»

د یهودي رژیم پر وړاندې د موقف بدلولو لپاره پر امریکا عمومي فشارونه مخ پر ډېرېدو دي- خو سره له دې به دا فشارونه له پامه وغورځوي؛ ځکه چې امریکا لوی هدف لري او هغه له فلسطین اخوا ټول منځنی ختیځ رانغاړي.

اوس که چیرې په اسلامي خاورو کې مسلمان پوځونه عمومي فشارونه ومني، نو د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې به د جنایتکار اشغالګر یهود نسل‌وژنې ته د پای ټکی کیږدي. څومره نور لوی لاریونونه وشي چې د مسلمانانو پوځونه په حرکت راشي؟ څومره نور ډله‌ایز قبرونه کشف شي چې د مسلمانانو پوځونه په حرکت راشي؟ د فلسطین د خلکو څومره نورې نسل‌وژنې وشي چې د مسلمانانو پوځونه راوپارېږي؟؟؟

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

منال بدر

۱۴۴۵هـ.ق کال، د شوال ۲۰مه

۲۰۲۴م کال، د اپریل ۲۹مه

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر دعوتګران تاسو د کامل او شامل اسلام پلي کولو ته رابولي؛ ایا ستاسو ځواب زندان دی؟

د حزب التحریر یو شمېر دعوتګران په کابل او کاپیسا ولایتونو کې خلافت او د امت یووالي ته د دعوت په «جرم» زنداني شوي دي. دوی له څو میاشتو راهیسې بندیان دي، خو تراوسه له خپلو کورنیو سره د لیدنې اجازه نه ده ورکړل شوې. په داسې حال کې چې د نظام نظامي مخالفین، برمته کوونکي، قاتلین او لارشکوونکي له خپلو کورنيو سره د ليدلو اجازه لري. دا ادعا هسې بې‌بنسټه توجیه ده، چې ګواکي د تحقیق پروسه یې نه ده بشپړه شوې. د نظام د رهبرۍ فرمان دا دی، چې «تورن کس» باید تر نیول کېدو لس ورځې وروسته محکمې ته معرفي شي. خو نه یوازې دا چې دغه فرمان تر پښو لاندې شوی، بلکې پر دعوتګرانو او د هغوی پر کورنیو بېلابېل فشارونه هم راوړل شوي.

موږ د نظام هغو مسوولینو ته چې د مسلمانو دعوتګرانو پر وړاندې دغه ډول ناروا او تبعیضي چلند او ښکاره ظلم کوي، تذکر ورکوو چې د حزب التحریر فعالیت له شرعي اړخه «جرم» او حرام عمل نه دی، بلکې هغه کسان حرام عملونه کوي، چې دعوتګران زنداني کوي او بیا پر دوی او کورنیو یې رواني او فزیکي فشارونه راوړي. هغه کسان چې په هر دلیل دغه کار ترسره کوي، د اسلام له نظره مجرمان دي او باید له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږي، ځکه چې همدغه عملونه به د اخرت په ورځ د دوی پر ضد شاهدي ورکوي.

د حزب التحریر دعوتګران د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د حکامو د محاسبې په برخه کې د خپل تکلیف په ادا کولو سره، تاسو رابولي چې اسلام باید په افغانستان کې په هراړخیز ډول پلی شي او بیا د نړۍ نورو ملتونو ته ولېږدول شي، ایا هغه کسان زنداني کوئ، چې تاسو د خیر لوري ته رابولي؟ د حیرانتیا خبره ده، چې د دعوتګرانو له خیرغوښتنې څخه اندېښنه لرئ، خو له هغو کسانو څخه اندېښنه نه لرئ، چې تاسو د نړیوال کفري نظم په لوري او له استعمارګرو هېوادونو او د هغوی له مزدورو سازمانونو سره نږدې کېدو ته رابولي؟ برعکس د نظام ځینې مسوولین له هغو سره نږدې کېدل لاسته راوړنه بولي، په داسې حال کې چې هغه لار، چې دوی دعوت ورته کوي، دوزخ ته تللې. د حزب‌التحریر دعوتګران له تاسو څخه یوازې د اسلام بشپړ پلي کول او لېږد غواړي، له شک پرته که چېرې دغې غوښتنې ته لبیک ووایئ، تاسو به پر سیمه‌ییز او نړیوال قدرت بدل شئ. خو که چېرې د الله سبحانه وتعالی احکام په بشپړه توګه پلي نه کړئ، دغه دعوتګران به چوپ نه شي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر به کوي او د حکامو د محاسبې مکلفيت به ادا کوي که څه هم په دې لار کې ډېرې سختۍ او کړاوونه وګالي.

د نظام مخلصینو ته زموږ تذکر دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِه» (رواه بخاري)

ژباړه: تاسو هر یو شپون (مسول) يئ او د خپل رعيت پوښتنه به درڅخه کېږي. امام شپون (سمبالوونکی) دی او د خپل رعیت پوښتنه به ترې کېږي.

د دغه حدیث پر اساس مسولین د خپل رعیت او تر لاس لاندې کسانو په اړه مسول دي. نو دا د مسولینو مکفلیت دی چې د هغو کسانو مخه ونیسي، چې د مسلمانو دعوتګرانو پر وړاندې ناروا او فتنه اچوونکي عملونه ترسره کوي، ځکه دوی به د خپل رعیت او تر لاس لاندې کسانو په اړه الله سبحانه وتعالی ته د اخرت په ورځ ځواب وایي. بناءً هغه کسان چې داسلام، ايمان او جهاد ادعا کوي، بايد د حکومتولۍ په ټولو برخو کې د اسلام احکام پلي کړي او افکار، اعمال، سياستونه او کړه وړه يې بايد له ظالمانو او اشغال‌ګرانو سره توپير ولري، په ځانګړې توګه د استخباراتو او قضايي نظام په برخه کې.

د مطلب ادامه...

د نبوت پر منهج خلافت پرته په اوسني نړیوال نظم کې ذوب کېږو او خاوره مو د امریکا او سیمې د سیالۍ پر ډګر بدلېږي Featured

د روسیې دفاع وزیر په قزاقستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې ادعا کړې چې: «منځنۍ اسیا ته اصلي خطر له هغو سخت‌دریځو ډلو څخه دی، چې په افغانستان کې اوسېږي او امریکا هڅه کوي چې په ۲۰۲۱م کال له افغانستانه تر وتلو وروسته په سیمه کې نفوذ وکړي.» له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزات سیاسي معین «جان بس» قطر او پاکستان ته په خپل سفر کې هڅه کوي، چې د دغو دواړو هېوادونو له چارواکو او نورو ډیپلوماټیکو پلاوو سره د افغانستان د ملاتړ او د سیمې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې‌اترې وکړي.

څه چې د امریکايي، روسي او دغه راز چینایي چارواکو له څرګندونو څخه معلومېږي، دا دي چې په افغانستان کې د لویو قدرتونو تر منځ د خپلو ګټو پر سر سخته سیالي روانه ده او هر یو غواړي چې افغانستان تر خپل سیاسي او امنیتي نفوذ لاندې راولي. که څه هم امریکا تر ذلیلانه ماتې وروسته له نظامي اړخه افغانستان پرېښی، خو د دې خاورې د ځانګړي جغرافیوي موقعیت له امله، چې منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او چین سره نږدې پرته ده، اوس هم تمه لري چې په افغانستان کې یو ځل بیا خپل سیاسي او امنیتي نفوذ خوندي کړي؛ د امریکایي ډیپلوماتانو سیمه‌ییز سفرونه ډیر په همدې موخه دي.

له بلې خوا د سیمې هېوادونه له افغانستان څخه د امریکا تېښته د هغې کمزوري ګڼي او په دې خاوره کې یې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره یو فرصت بولي او هڅه کوي چې په اقتصادي همکاریو، ډیپلوماتیکو مرکزونو رامنځته کولو او امنیتي اندېښنو په مطرح کولو په افغانستان کې خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي نفوذ پراخ کړي.

د قدرتونو د سیالۍ تر منځ د اندېښنې وړ خبره د افغان حکومت کمزوری دریځ او اقتصاد محوره بهرنی سیاست دی؛ دا یو انفعالي سیاست دی او د لویو استعماري قدرتونو د اوسنۍ سیالۍ ځواب‌ویونکی نه دی. د اوسني حاکمیت ځینې چارواکي ډېره هڅه کوي، چې هم له سیمې سره نږدې شي او هم له غرب سره؛ او د دغې سیاسي لوبې په منځ کې خپله بقا او ګټې خوندي کړي. دا یوه خطرناکه کړنلاره ده او یو ډول د نورو د سیاسي نفوذ په حوزه کې لامبو وهل دي. اسلام داسې خدعه‌ ډوله سیاست غیرشرعي بولي او د سیاسي پایلې له اړخه هم بلاخره افغانستان یا د غرب غېږې ته اچوي او یا هم د سیمې.

د افغانستان مسلمان ولس او سیاستوال باید پوه شي، چې استعمار د لویو قدرتونو د بهرني سیاست نه ‌بېلېدونکې برخه ده. استعمارګران که د افغانستان د مخې له دروازې بهر شول، هڅه کوي چې د شا له دروازې په نوې څېره، نوي نامه او نوي شعار بېرته را دننه شي؛ خو استعماري ماهیت یې هېڅکله بدلون نه کوي. که د افغان حکومت مشران غواړي، چې د دولت-ملت، اوسني نړیوال نظم او کوچنیو سیمه‌ییزو نظمونو په چوکاټ کې سیاست وکړي؛ نو په دغو ورستو شوو چوکاټونو او فاسدو او کفري نظمونو کې ذوب کېږي او د هغو لسګونو اسلامي ډلو په برخلیک اخته کېږي، چې د جهاد په ډګر کې تر بریا وروسته په سیاسي ډګر کې له خطرناکې ناکامۍ سره مخ شول.

نو حللاره دا ده چې د یوې مستقلې سیاسي-امنیتي حوزې رامنځته کولو هڅه وشي. داسې چې اوسني حکام باید غرب او سیمې ته د نږدې کېدو پر ځای د نړۍ مسلمانانو او اسلامي ډلو ته نږدې شي او په ګډه یو خپلواک سیاسي بلاک رامنځته کړي. دا کار هغه مهال ممکن دی، چې د افغانستان په نامه د دولت ـ ملت جغرافیوي زندان څخه بهر فکر وشي او د نبوت پر منهج خلافت د تاسیس لپاره هڅه او مبارزه وشي. په حقیقت کې یوازې خلافت د هغه نوي نړیوال نظم د رامنځته کولو توان لري، چې مسلمانان پکې له ذلت او ظلم څخه خلاصېږي او په نړیوال سیاست کې فعال رول لوبولی شي. دا هغه نظم دی چې په کور دننه په بشپړه او هر اړخیزه توګه اسلام پلی کوي او په بهرني سیاست کې د دعوت او جهاد له لارې د اسلام نور د نړۍ نورو ملتونو ته لېږدوي.

«يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا استَجيبوا لِلَّهِ وَلِلرَّسولِ إِذا دَعاكُم لِما يُحييكُم.» [انفال: ۲۴]

ژباړه: اې مومنانو! د الله او د هغه رسول بلنې ته لبيک ووايئ، کله چې تاسو هغه څه ته رابولي چې تاسو پرې ژوندي کېږئ.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د اسلام احکام د انساني فطرت مطابق دي

(ژباړه)

له سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لا يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الْفِطْرَ» [رواه البخاري: ۱۸۵]

ژباړه: تر هغو چې خلک په روژه‌ماتي کې بیړه کوي، خیر او نېکي به یې تل په برخه وي.

د اسلام دین د خپلو احکامو او اوامرو په عملي کولو سره دغه ډول موږ خوښۍ او نېکمرغۍ ته رسوي. په روژه‌ماتي کې بیړه کول ډېر ستر حکمتونه لري؛ یو دا چې په اسلام کې له افراط او غلو څخه لرېوالی دی، له یهودو او نصاراوو سره مخالفت او د انبیاءعلیهم السلام د اخلاقو پیروي ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې په روژه‌ماتي کې بیړه د پیغمبرانو اخلاق دي او دغه کار د ډوډۍ خوړلو یو ادب دی.

تر هغو چې خلک په روژه‌ماتي کې بیړه کوي، تل به په خیر او نېکمرغۍ کې وي. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیغام دی، تر هغو چې خلک په روژه‌ماتي کې بیړه کوي، تل به یې خیر او نېکمرغي په برخه وي. خلک د دغه امر د پرځای کولو په صورت کې په یو ډول عبادت کوي او د یو شرعي حکم په پلي کولو سره د داسې ثواب او زیات خیر مستحق کېږي.

پر همدغه اساس که چېرې د اسلام ټول احکام پلي شي، څه به کېږي؟ که چېرې د الله سبحانه وتعالی شریعت پلی شي، څه ډول به وي؟ که چېرې دغه ټول خاین حکام ګوښه کړي او پر ځای یې واحد خلیفه وټاکي، ترڅو د خلکو چارې سمبال کړي او د ټولو ستونزو په حل کې ورسره مرسته ورکړي، نو څه به پېښېږي؟

له شک پرته چې د اسلام په حاکمیت او د خلیفه په شتون کې لوی خیر دی؛ ځکه د اسلام تطبیق د انسان له فطرت سره سم او جوړ دی. الله سبحانه وتعالی انسان د هغه فطرت له مخې پیدا کړی، چې له احکامو سره یې په بشپړه توګه جوړ او سم دی. پر همدغه اساس که چېرې انسان نېکمرغه ژوند غواړي، نو دغه نظام او احکام باید په خپل ژوند کې پلي کړي. له دې پرته به له بدبختۍ او ستونزو سره مخ وي. دا موضوع د هغه ستونزمن ژوند دلیل روښانه کوي، چې په دې ورځو کې بشریت ورسره لاس‌ و ګرېوان دی؛ ځکه بشریت د خپل خالق او پروردګار له نظام څخه لرې شوی او په همدغه دلیل په بدبختۍ کې ژوند کوي. د الله سبحانه وتعالی دغه قول پر دوی صدق کوي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا﴾ [طه: ۱۲۴]

ژباړه: هر څوک چې زما له ذکر څخه مخ واړوي، ژوند به یې سخت (له کړاونو ډک) وي.

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت را په برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې حل شي او مصیبتونه او بلاوې ورڅخه لرې شي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د منکر پر وړاندې چوپتیا حیاء نه ده!

(ژباړه)

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وفرمایل:

«الْإِيمَانُ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً، وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنْ الْإِيمَانِ» (رواه بخاري)

ژباړه: ایمان څو شپېته څانګې لري او حیا د ایمان یوه څانګه ده.

که څه هم چې حیاء د ایمان یوازې یوه برخه ده، خو بیا هم د ایمان تر ټولو مهمه ځانګړنه بلل کېږي؛ ځکه حیاء د دې ترڅنګ چې انسان له بدو عملونو څخه منعه کوي، همداسې د ډېرو نېکو صفتونو لپاره انګېزه او د شیطان د ډېرو لومو پر وړاندې خنډ هم دی. خو حیاء هېڅکله د حق خبرې او یا نېک عمل په ترسره کولو کې د شرم په معنا نه ده. نو د یو مسلمان لپاره روا نه ده، چې له خلکو څخه د شرم په خاطر په معروف امر او له منکر څخه منعه پرېږدي؛ ځکه داسې عمل حیاء نه ده، بلکې ناتواني، کمزوري او وېره ده؛ ځکه دلته حیاء کول ناسم دي.

له همدې امله یادونه کوو: هر هغه مسلمان چې لا اله الا الله محمد الرسول الله وایي، دا پرې لازمه ده، چې په لومړي سر کې د خپل رب، بیا د خلکو او اوسني واقعیت په اړه څرګند دریځ او موقف ولري او د الله سبحانه وتعالی د رضایت لپاره هغه څه ووایي، چې باید وویل شي او د هر ملامتوونکي له ملامتیا څخه ونه وېرېږي!

باید اعلان وکړي چې ټول هغه بد عملونه او دسیسې چې په پټه او ښکاره طرحه شوي، غندي او خپلې چارې هېڅ حاکم او منافق ته نه سپاري. همدارنګه د لوی منکر پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي؛ دا منکر هغه حکام دي چې د الهي احکامو پر ځای د غربي قوانینو پر اساس حکم کوي. ځکه د دغه ډول او دې ته ورته نورو مواردو په اړه چوپ پاتې کېدل، د حیاء نښه نه ده؛ بلکې کمزوري، ذلت او سرټیټي ده.

اې ربه! د نبوت پر منهج راشده خلافت ژر راوله، چې په واسطه یې د مسلمانانو ناوړه حالت پای ته رسېږي او غمونه یې لرې کېږي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د اسلامي امت له پوځونو د ټول فلسطین د ازادولو غوښتنه باید ونه درول شي!

(ژباړه)

خبر:

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴م کال د اپریل په ۱۶مه د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې په اړه بیانیه خپره کړه؛ په یاده بیانیه کې راغلي: «دواړو لورو په منځني ختیځ کې د وضعیت کړکیچن کېدو په تړاو اندیښنه وښوده او ټینګار يې وکړ چې په غزه کې د نښتو درول او د اسرایلو جنایتونو ته د پای ټکی ایښودل یوه جدي او بیړنۍ اړتیا ده.» [mofa.gov.pk]

تبصره:

د جګړې درول به هېڅکله د فلسطین د ازادۍ لامل نه شي؛ بلکې له دې سره به د فلسطین لا ډېرې سیمې اشغالګرو یهودو ته تسلیم شي؛ هغه یهود چې له الله سبحانه وتعالی، رسول صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي. اسلامي امت دا واقعیت درک کړی او د اشغال د کمزوري کولو لپاره به خپله ټوله هڅه وکړي. لکه څنګه چې د یهودو د وحشي بریدونو پر وړاندي د اسلامي امت سمدستي غبرګون دا و چې د یهودو ملاتړو شرکتونو د تولیداتو استعمال يې منع کړ. اوس ورو ورو د نړۍ مسلمانان له خپلو پوځونو غواړي چې غزې ته نصرت ورکړي او د ازادولو لپاره یې لاس په کار شي. مسلمانان دا غوښتنه پداسې حال کې کوي چې پر اسلامي خاورو حاکم چارواکي پوځونو ته هېڅکله اجازه نه ورکوي چې له ملي پولو او دولت-ملت اخوا لاړ شي او کوم فعالیت وکړي؛ مګر دا چې استعامګر غربي دولتونه یې ورسره ومني یا یې امر ورته وکړي.

خو د یهود پلوه شرکتونو له تولیداتو سره د بایکاټ کمپاین له پیله بریالی و؛ د پاکستان مشهورې انګلیسي ژبې ورځپاڼې «ډاون» د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۳مه تر «له غربي تولیداتو سره بایکاټ د کورنيو تولیداتو د غوړیدا لامل شوی» سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ. د یاد راپور پر بنسټ، په همدې تړاو د پاکستان په ۱۲ لویو ښارونو کې سروې شوې وه، د سروې په ګډونوالو کې له لسو څخه ۸ تنو يې د څو ملیتي او غربي شرکتونو پر تولیداتو بندیز سره موافقه کړې وه. د یادو لسو کسانو له ډلې ۷ تنو یې ویلي و چې دغه بایکاټ یې عملاً پیل کړی دی. د یادولو ده چې د بایکاټ دغه کمپاین لا هم ډیر ښه روان دی. پوښتنه داده چې دغه کار څنګه وشو؟ میندې او محصلان له دغه کمپاینه ملاتړ کوي او مسلمانان پرلپسې هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو له لارې د دغه بایکاټ د ارزښت په اړه د خلکو پوهاوی لوړ کړي؛ تر دې چې انلاین سوداګریزو چینلونو ته ننوځي او مسلمانان هڅوي چې له دغه بایکاټ سره یوځای شي؛ دوی وايي چې که خدای کول دا بایکاټ به د بریا کلۍ وي.

خو د اسلامي امت له پوځونو د نصرت غوښتنه تر هغه واجب ده چې څو د مسلمانانو پوځونه په حرکت نه وي راغلي. نو د پاکستان، مصر، اردن، ترکيې، ایران او اندونیزیا مسلمانان مکلف دي چې له خپلو پوځونو په وار وار وغواړي چې د غزې د نصرت لپاره لاس په کار شي. موږ مکلف یو چې د پوځونو د تیاري او دخالت په اړه د خلکو پوهاوی لوړ کړو. په پوځ کې له خپلو ملګرو او خپلوانو سره ووینو او ټینګار پرې وکړو چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندي خپل شرعي مکلفیت ته متوجه شي او هغوی ته وریاده کړو چې مظلومانو ته نصرت ورکول او د اقصی جومات ازادول څومره ارزښت لري. باید دوی ته وریاد کړو چې د انبیاء علیهم السلام د خاورې ازادول څومره اجر او ثواب لري؛ باید پوه یې کړو چې په دنیا کې د ټول امت د خیر دعا ورسره ده او په اخرت کې یې پریمانه اجر او ثواب په برخه دی.

خپلو پوځونو ته باید دا تذکر هم ورکړو چې که دغه د بې پروایۍ حالت ته دوام ورکړي او د فلسطین د ازادۍ لپاره لاس په کار نه شي، هرو مرو به د الله سبحانه وتعالی له غضب او عذاب سره مخ شي. موږ باید هغوی پرلپسې وهڅوو چې دغه غوښتنه استجابت کړي؛ دې ته پام ونه کړو چې د هغوی غبرګون به څه وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خلک چې د جګړې وس یې دردلود په وار وار د خپلو مسولیتونو ترسره کولو ته متوجه کول او په ترې غوښتل یې چې اسلام ته نصرت ورکړي؛ که څه هم د هغه صلی الله علیه وسلم غوښتنه ډېر ځله رد شوه؛ خو هغه صلی الله علیه وسلم نهیلی نه شو، تر دې چې اوس او خزرج قبیلو نصرت ورکړ. بې له شکه چې د پوځونو د بسیج لپاره د بریا یوازنۍ کلۍ پر الله توکل، صبر او استقامت دی او موږ باید له خپلو پوځونو وغواړو چې ژر تر ژره د غزې د ازادولو او نصرت لپاره ګام پورته کړي.

موږ باید له خپلو پوځونو وغواړو چې ژر تر ژره هغه حکام له واکه لرې کړي چې د فلسطین پر لور د دوی د خوځښت مخه نیسي او په دې توګه د غربي مزدورو حاکمیتونو پرځای د خلافت دولت تاسیس کړي. هغوی باید د راشده خلیفه تر رهبرۍ لاندي د غزې پر لور حرکت وکړي او د ظالمانو له منګولو یې خلاصه کړي. باید پوه شو چې الله سبحانه وتعالی هېڅکله زموږ هڅې نه ضایع کوي. هغه سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاصْبِرْ فَاِنَّ اللهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ﴾ [هود: ۱۱۵]

ژباړه: «او صبر وكړه؛ (ځکه) په رښتیا چې الله د نېكانو اجر نه ضایع کوي.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

شهزاد شیخ – ولایه پاکستان

۱۴۴۵هـ.ق کال، د شوال ۱۱مه

۲۰۲۴م کال، د اپریل ۲۰مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې