دوشنبه, ۱۱ جمادی الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 جمادی الثانی 1447

میلادی نېټه :     شنبه, 29 نومبر 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۱۰


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
حوثيانو، د حزب‌التحریر شباب د ټرمپ د معاملې افشا کولو په سبب نیولي!

(ژباړه)

حوثيانو د ۲۰۲۵م د نومبر په ۲۱مه، د جمعې په ورځ، د إب ولایت په مرکز کې د حزب‌التحریر دوه تنه شباب ونیول. دغه دواړه وروڼه، اسامه محمد مسعد الورافي (۱۹ کلن) او ابراهیم محمد مسعد الورافي (۱۵ کلن) دي. د هغوی د نیولو سبب هغه بروشر/معلوماتي پاڼه وه چې حزب‌التحریر د «ټرمپ د مسلمان‌مېشتو خاورو پر حکامو خپله واکمني تپي چې هغوی خپل سرونه ټیټ او غزه تر قیمومیت او استعمار لاندې کړي!» تر عنوان لاندې خپره او په یمن او د مسلمانانو په ډېری نورو سیمو کې وېشلې وه.

دا پاڼه چې د حزب‌التحریر شبابو وېشله؛ د ټرمپ او له هغه سره شریکو خاینو حکامو جنايتکارانه معامله رسوا کوي. د دغې پاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د امنیت شورا دا پرېکړه ناڅاپي نه وه، بلکې ټرمپ د خپلو پیروانو؛ یعنې د مسلمانانو د خاورو د حکامو په موافقت، د ۲۰۲۵م کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې وروسته جوړه کړه. هلته ټرمپ د یوې غونډې مشري وکړه چې د سعودي، اماراتو، قطر، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان چارواکو ګډون پکې درلود؛ دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په ۲۳/۹/۲۰۲۵ نېټه وشوه او دا يې تر ټولو مهمه ناسته وبلله. وروسته یې هغوی ته ۲۰ ماده‌اي پلان وړاندې کړ (یا یې پر تحمیل کړ) چې په منځپانګه کې یې د غزې د ضایع کېدو، د هغې د قیمومیت او تر استعمار لاندې راتلو او په داسې باغچه بدلېدو موضوع راغلې وه چې ټرمپ او د هغه لاسپوڅي، یهود خوند ترې واخلي!».

د حوثیانو لخوا د حزب‌التحریر د شبابو د نیولو اقدام، د دوی هغه دروغ او دوکه رسوا کوي چې د غزې د ملاتړ په اړه یې ادعا کوي؛ ځکه هغوی په اصل کې د هماغه خاینو حکامو له ډلې دي چې په دغې پاڼه/بروشر کې یاد شوي، لکه ابن‌سلمان او ابن‌زاید. نو خود به همداسې وي؛ ځکه چې د هغوی دفاع کوي او هغه کسان نیسي چې امت ته د دغو حکامو او د هغوی د امریکايي بادارانو اصلي څېره ښيي. دا کار د حوثیانو اصلي څېره بربنډوي او هغه پرده لرې کوي چې دوی غوښتل خپلې بدرنګۍ پرې پټې کړي؛ یعنې دا د دروغو دعوه چې ګواګي دوی د غزې ترڅنګ ولاړ دي. په داسې حال کې چې دا دعوه یې یوازې د عامو خلکو د غولولو لپاره تش شعارونه دي! خو زمانه څرخېږي؛ لکه له د دوی په مخکینیو –که هغه په یمن کې هلاک شوی صالح و او که د اسلامي خاورو نور حکامو - باندې چې وڅرخېدله، د دوی وار هم راځي! عجیبه ده! حوثيان د «مرګ پر امریکا» نارې وهي، خو د حزب‌التحریر شباب، چې شپه او ورځ د امریکا او د هغې د پانګوال نظام د جرړو ایستلو لپاره هڅې کوي، نیسي!

د ایمان او حکمت ځمکې، د انصارو خاورې، یمن په امنیتي دستګاه کې د امت مخلصو بچیانو ته زموږ پیغام دا دی چې حزب‌التحریر په اسلامي امت کې ژورې ریښې لري او صادقانه دعوت یې ټولې نړۍ ته رسېدلی دی. حزب ټولو ته پېژندل شوی؛ چې دا یو سیاسي حزب دی چې موخه یې د نبوت پر منهج راشده خلافت قایمولو له لارې د اسلامي ژوند بیا پيلول دي. حزب دغه هدف ته د رسېدو لپاره له مادي اعمالو کار نه اخلي؛ دا کار یې د وېرې له امله نه دی، بلکې د دې لپاره دی چې د دولت د تاسیسولو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج مخته ځي. د حزب په مقدماتو او هغو سرچینو کې چې په انټرنیټي سایټونو او پاڼو کې یې نشر شوې؛ هر څه ښکاره او پوره وضاحت بیان شو؛ څو د حزب صداقت او دا حقیقت درک شي چې حزب داسې رهبري ده چې هیڅکله خپل اهل، یعنی امت ته دروغ نه وايي!

موږ ټینګار کوو چې د حزب‌التحریر شباب له دغو ځپونکو اقداماتو او چلندونو -که په یمن کې وي او که په نورو اسلامي خاورو کې- هیڅ وېره نه لري. دوی په بېلابېلو خاورو کې د حاکمو رژیمونو له لوري نیول کېږي؛ خو دغو فشارونو هیڅکله د دعوت له لارې نه دي راګرځولي. حزب به په خپل مسیر کې هېڅ تردید ونه کړي؛ بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طریقې په پیروۍ د نبوت پر منهج دوهم راشده خلافت د تاسیسولو پر لور به مخ پر وړاندې روان وي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿اِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَ الَّذِينَ ءَامَنُوا فِى الْحَيَوٰةِ الدُّنْيَا وَ يَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَٰدُ(۵۱) يَوْمَ لَا يَنفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ﴾ [غافر: ۵۱ او ۵۲]

ژباړه: «بېشکه چې موږ به له خپلو پیغمبرانو او مؤمنانو سره په دنیا کې او په هغه ورځ مرسته کوو (نصرت ورکوو) چې شاهدان به ولاړ وي. هغه ورځ چې د ظالمانو لپاره د هغوی بښنه غوښتل ګټه نه کوي؛ لعنت او بد دار (كور او استوګنځای) به یې په برخه وي.»

د حزب التحریر – ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق؛ د جمادی الثانی ۳مه

۲۰۲۵م کال د نومبر ۲۴مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۱۰

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې