پنجشنبه, ۰۸ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په رفح کې د کډوالو پر کمپونو له وحشیانه بمباریو وروسته درته روښانه نه شوه چې امت او پوځونه یې باید حکام راوپرځوي او راشده خلافت بیا تاسیس کړي؟

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال، د مې د میاشتې په ۲۶مه، یهودي دولت په رفح کې د کډوالو یو کمپ په نښه کړ او د ښځو او ماشومانو جسدونه یې پر مزایلو ټوټې ټوټې کړل. د ماشومانو سرونه یې د دوی له کوچنیو بدنونو څخه جلا کړل او لسګونه نور پکې وسوځېدل. دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې یهودو په خپله د رفح خلک له بمباریو څخه د خلاصون په موخه د کډوالو خیمو ته ولیږل. دا ټول‌وژنه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) اسراییلو ته امر وکړ چې ژر تر ژره په رفح کې خپل نظامي عملیات ودروي. له دغه وحشتناک برید څخه ورځې تېرې شوې، خو د پاکستان حکام په هماغه کمزوري دریځ راضي دي، چې د مسلمانانو د هر دښمن پر وړاندې یې خپل کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د مې په ۲۷مه وویل: «پاکستان د غزې تړانګې په رفح ښار کې د "اسراییلو" بمبارۍ او د کډوالو پر یوه کمپ بريد چې په پایله کې یې ګڼ شمیر مرګ ژوبله اوښتې ده، په سختو ټکو غندي». د مسلمانانو د حکامو په نظر د مسجد الاقصی حرمت او د مسلمانانو وینه هیڅ ارزښت نه لري. په غزه کې د دغه وحشت له پیل راهیسې تر اوو زیاتې میاشتې تېرې شوې، خو دغو حکامو، چې د امت ملیونونه ليواله او پیاوړي پوځ یې تر لاس لاندې دی، هېڅ اقدام نه دی کړی.

اې د پاکستان مسلمانانو او د هغوی وسله والو ځواکونو! د پاکستان سیاسي او پوځي رهبري د امریکا -چې د امت د خاورو په زړه، یهودي دولت کې پوځي اډه لري- مرسته کوي او اسانتیاوې ورته برابروي. د مسلمانانو حکام زموږ د دښمنانو د کمپ یوه برخه ده. له اوو میاشتو خیانت وروسته نور د خبرو لپاره ځای نشته؛ نو څوک د دغې سیاسي او نظامي رهبرۍ پیروۍ ته دوام ورکوي چې له هغه چا سره ملګرتیا کوي چې له الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره جنګیږي؟ څوک به الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو ته د خپلې وفادارۍ له امله توبه وباسي او له ګناه څخه به ځان خلاص کړي؟ د دغو حکامو اطاعت د قيامت په ورځ له دوی سره راپاڅېدل او د هغوی په سخت عذاب کې د ګډون بلنه ده. دا ډول اطاعت به د د ستر زیان او پښېمانۍ سبب شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ» یعنی «د الله عز و جل په نافرمانۍ کې، د مخلوق اطاعت نشته.» [بخاري]

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مسلمانانو! د صلاح الدین زامن باید پوه شي، چې د دوی لپاره د پرېکړې وخت رارسېدلی دی. غفلت یا اقدام نه کول یوازې د یهودانو او د هغوی د مرسته کوونکو وخت غځوي، اوس د عمل وخت دی؛ زموږ مظلومې خویندې، وروڼه، ماشومان او لویان د یهودانو پر بمونو، توغندیو او ګولیو شهیدانیږي، خو دوی پر دین ټینګ ولاړ دي، ستاسو د حرکت په تمه دي، مسجد الاقصی مو په تمه دی او غزه پر تاسو غږ کوي. په رفح کې د مظلومانو غږ الله سبحانه وتعالی ته پورته شوی او د هغه سبحانه و تعالی ځواب ته انتظار باسي. الله سبحانه وتعالی د غزې ملاتړ پر تاسو فرض کړی دی، هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَاِنِ اسۡتَـنۡصَرُوۡكُمۡ فِى الدِّيۡنِ فَعَلَيۡكُمُ النَّصۡرُ» [انفال: ۷۲]

ژباړه: «کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ.»

د خپل ګران ورور عبدالله رمضان مثال ته پام وکړئ، هغه مصري سرتیري چې د ۲۰۲۴م کال د مې په ۲۷مه، په رفح کې له یهودانو سره په جګړه کې شهيد شو. هغه تر دې وړاندې د ۲۰۲۴م کال، د فبروري په ۷مه، پوسټ کړی و: "زړونه مو غمجن دي. له سترګو مو اوښکې څاڅي. اې غزې، زه پر تا خپه یم، ځکه چې درد مو له نږدې ګورم. په داسې حال کې چې نړۍ کڼه، ګونګه او ړنده ده، زړورتیا پکې نه ليدل کېږي. اقدام نه کول د کمزورۍ اوج دی.» نو ایا په تاسو کې داسې د عقل او فکر خاوند نشته چې د فتحې او شهادت په لټه کې راپورته شي!؟

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مسلمانانو! د مسلمانانو حکامو د امریکا د نړیوال نظم، صلیبیانو او یهودو د ظلم پر وړاندې د مسلمانانو پوځونه بندي کړي دي. یهود د کمرو په مخ کې پر مسلمانانو توغندیز بریدونه کوي او د بې پیلوټه الوتکو له لارې یې د مجاهدینو د شهادت تصویرونه خپاره کړي دي، مسلمانان یې له لوږې سره مخ کړي او د ماشومانو جسدونه یې په ژوندۍ بڼه خپاره کړي دي. یهودو پر پاک لمنو مسلمانو ښځو جنسي تیري کړي دي؛ د مسلمانانو لاسونه او پښې یې تړلي او په ډزو یې وژلي دي، ځینې یې ژوندي ښخ کړي او ځینې یې تر ټانګونو لاندې کړي دي. د مسلمانانو د حکامو د ډارنوالي او بې جراتۍ له لاسه یهود ان د خپلو جنایتونو د پټولو اړتیا نه ویني. يهود د مسلمانانو د حکامو د خیانت، ډانوالي او بې جراتۍ په سبب د مسلمانانو پوځونه هیڅ نه بولي. نو دا منافق او فاسد حکام لرې کړئ، چې د تر ټولو ذلیل قوم یعنې یهودو پر وړاندې یې ټيټ کړي یئ. حزب التحریر پر تاسو غږ کوي د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپل نصرت ورکړئ. دا هغه خلافت دی چې د یهودي دولت جرړې به وباسي او د امريکا پر نړیوال نظم، چې فاسدوالی او بې عدالتي یې په ټوله نړۍ کې ښکاره ده، به وروستی وار وي. نو اې د پاکستان وسله والو! همدا اوس اقدام وکړئ چې الله سبحانه وتعالی تاسو ته د هغو لښکرو د قوماندې ستر ویاړ در په برخه کړي، چې د فلسطین سپېڅلې خاوره او مسجد الاقصی ازادوي.

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵هـ.ق کال، د ذوالقعدې ۲۱مه

۲۰۲۴م کال، د مې ۲۹مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د ایران رهبري اوس هم د اسلام او امت تر څنګ نه درېږي!؟

خبر:

د ۲۰۲۴م کال، د مې په ۲۰مه، «واشنګټن پوسټ» تر «امریکا د غزې د احتمالي جګړې د لوبې د پای ټوټې راټولوي،» سرلیک لاندې مقاله کې لیکي «داسې برېښي چې د غزې جګړه مهار شوې او د سيمه یيزې ګډوډۍ، چې د اکټوبر په اوومه پر اسرایيلو د حماس له بريد وروسته ترې ډېر خلک وېرېدل، مخنیوی شوی دی. دا د ایران او متحده ایالاتو تر منځ د خاموشانه خبرو اترو یوه برخه ده؛ د دغو خبرو د یوې برخې په توګه تیره اونۍ په عمان کې د مک ګورک او د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوي سرپرست وزیر علي باقري کاني تر منځ ناسته وشوه؛ تر ده وړاندې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر و، له پخواني ولسمشر ريیسي سره یو ځا د هيلکوپټر غورځېدو په پېښه کې مړ شو.» [واشنګټن پوسټ]

تبصره:

د امریکا ضد بیاناتو سره سره، د ایران رهبري په مسلسله توګه د متحده ایالاتو "ستر شیطان" سره مرسته کوي. په دې توګه، ایران په غزه کې د یهودي دولت د جګړې د مهار لپاره له امریکا سره پټې خبرې اترې وکړې، چې له سیاسي اړخه یې معنی عملاً ټول‌وژنې او لوږې ته د غزې مسلمانان پرېښودل دي.

سربېره پردې، د ۲۰۲۴م کال، د مارچ په ۱۴مه، «فایننشل ټایمز» تر «امریکا د سره سمندر د بریدونو په اړه له ایران سره پټې خبرې کړې» سرلیک لاندې مقاله کې ویلي چې، «امریکا سږکال له ایران سره پټې خبرې اترې کړې دي، د امریکا او ایراني چارواکو ، ایران به د یمن پر حوثي غورځنګ له خپل نفوذ څخه کار واخلي، ترڅو په سور سمندرګي کې پر کښتیو بریدونه پای ته ورسوي. د متحده ایالاتو د پلاوي مشري د سپېنې ماڼۍ د منځني ختیځ سلاکار بریټ مک ګورک او د ایران لپاره یې استازی، سفیر ابرام پیلي کوي. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي باقري کني چې په اټومي چارو کې د تهران لوړپوړی مذاکره کوونکی هم دی، د ایران استازیتوب وکړ.» [فایننشل ټایمز] په دې توګه، ایران د دې پرځای چې تر خپل نفوذ لاندې وسله‌وال ځواکونه د وسله‌والو خوځښتونو د ملاتړ لپاره بسیج کړي، د یهودي دولت لپاره خطر دفع کړ.

د امریکا د ګټو لپاره د ایراني رژیم له لوري دا ډول مرسته او د اسانتیاوو برابرول د هغه مسلمان لپاره د حیرانتیا وړ نه ده چې سیاست ته د اسلام له شرعي احکامو او ځانګړې زاویې ګوري. دغه ډول مسلمانان د ایران د رژیم د خیانت د ثبوت لپاره په سیاسي متنونو کې ډیرې ژورې څېړنې ته اړتیا نه لري. دا له شرعي احکامو سره د ایراني رهبرانو د کړنو په تضاد کې په ډاګه ده.

لومړی دا چې د ایران رژیم په هر هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړی حکم نه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ» [مائده: ۴۵]

ژباړه: «څوک چې د الله تعالی له نازل شوي قانون سره سمه فیصله ونه کړي، هماغوی ظالمان دي.»

پرځای یې، د ایران اقتصاد یو کپیټلېسټ یا پانګوال اقتصاد دی، چې د کرنیزو ځمکو، معدنونو، انرژۍ، د شرکتونو جوړښتونو، مالیاتو او نورو برخو کې له شرعي احکامو سره په ټکر کې دی. نژاد یا فکري مکتب ته له پام پرته؛ ایران یو ملي دولت دی چې د ملتپالنې پر بنسټ جوړ شوی دی او د ټولو مسلمانانو لپاره د یوه واحد امامت یا خلافت له اسلامي حکم سره په تضاد کې دی.

دویم دا چې ایران د سوریې له ظالم حاکم بشارالاسد سره په خورا وحشتناکه او اوږدمهاله ټول‌وژنه کې د سلګونو زرو مسلمانانو په وژلو کې مرسته وکړه. د سوریې مسلمانان د بشارالاسد د ظلم پر وړاندې راپاڅېدل او ویې ویل (الشعب یرید إسقاط النظام) یعني «خلک د دغه نظام سقوط غواړي». دغه خلک د خپل اسلامي مکلفیت له مخې د ظالم حاکم پر وړاندې ودرېدل. د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله عیه وسلم په نافرمانۍ کې د حکامو اطاعت نشته. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ» [نسأ: ۵۹]

ژباړه: « اې هغو كسانو چې ایمان مو راوړى! د الله خبره ومنئ او د رسول خبره ومنئ او د خپلو اميرانو خبره ومنئ، نو که تاسو په خپلو کې د څه شي په هکله جګړه  وکړئ، نو هغه (شی) الله او د هغه رسول ته وړاندې کوئ.»

د ایران رهبري د خپلو شرعي مکلفیتونو په ترسره کولو کې د سوریې له مسلمانانو سره د مرستې پر ځای د امریکا د اجنټ بشارالاسد د ساتلو لپاره په همغږۍ، پراخه او ګرانه هڅه کې له روسیې سره همکاري وکړه.

دریم، د ایران رهبرۍ د غزې د ملاتړ لپاره د پوځ په لیږلو کې غفلت کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ» [توبه: ۳۸]

ژباړه: « اې مومنانو ولې کله چې تاسو ته ویل کېږي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد لپاره حرکت وکړئ، نو سستي کوئ او زړونه مو په دونیا پورې تړئ؟ ایا د دې نړۍ په ژوند باندې د هغه نړۍ له ژوند څخه خوشحاله یئ؟ فاني نړۍ ته په ابدي نړۍ لومړیتوب ورکوئ؟ د دې نړۍ جامې او متاع د هغې نړۍ د جامو او متاع په پرتله ډېر ناچیزه شی دي.»

د دې پر ځای چې د ایران د ځواکمنو وسله والو په مشرۍ د یهودي دولت پر وړاندې د امت په کچه د جهاد اعلان وکړي، ایران ځان په محدودو بې پیلوټه الوتکو او بې ګټې توغندیزو بریدونو پورې محدود کړ.

څلورم، د ایران رهبري د فلسطین لپاره د امریکا د دوو-دولتو حل لارې د منلو لپاره زمینه برابره کړې ده، چې صهیونیسټی اشغال ته د ډیرې سپېڅلې خاورې تسلیمول دي. دا په داسې حال کې ده چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَٱلْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ ٱلْقَتْلِ» [بقره: ۱۹۱]

ژباړه: «له هغو سره هر چېرې چې مخامخ شوئ، وجنګېږئ، له هغه ځایه یې وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یئ؛ ځکه که وژل هر څومره بد عمل دی، خو فتنه له هغه څخه هم بده ده.»

په دې توګه د ۲۰۲۴م کال، د اپریل په ۲۴مه نیټه له پاکستان څخه د ایران د ولسمشر د لیدنې په پای کې د دواړو هیوادونو په ګډه بیانیه کې وویل شول: «دواړو لورو د عادلانه او هر اړخيزې بشپړې حللارې لپاره پر خپل ملاتړ بیا ټینګار وکړ... "

دا یوازې د اسلام او امت پر وړاندې د ایران د رهبرۍ ځینې جنایتونه دي. ګورو به چې د ایران رهبري به د نبوت پر منهج راشده خلافت سره، چې ان شاالله ډېر ژر به بېرته راوګرځي، څه ډول چلند کوي. ایا دوی به خپلې ژورې فارسي ملتپالنې او فرقه ییزې دښمنۍ ته د تسلیمۍ وژونکې تېروتنه وکړي که نه؟ او که به توبه وباسي او د امریکا په مشرۍ د غربي استعماري دښمنانو پر وړاندې به د اسلام او امت په څنګ کې زړور ګام پورته کړي؟

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

مصعب عمیر – ولایه پاکستان

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د دوحې ۳مه ناسته یو استعماري مېکانېزم دی او په هغې کې ګډون خطرناکې سیاسي پایلې لري Featured

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو استازي، غربي او قطري ډپلوماټان د دوحې ۳مې ناستې پر ناسته او اجنډا د سرپرست حکومت له استازو سره مشورې او خبرې اترې کوي. دغه استازي هڅه کوي چې د جلبوونکو وړاندیزونو او هڅوونکو مواردو په وړاندې کولو سره د حاکم نظام چارواکو ته قناعت ورکړي چې په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دوحې ۳مه ناسته یوه نړیواله استعماري ناسته بولي چې په هغې کې امریکا د یوه داسې نوي مېکانېزم د ايجاد په لټه کې ده چې په افغانستان کې لاسوهنو او د خپلو ګټو خونديتوب ته لاره هواره کړي. په دغه ناسته کې هر ډول ګډون خطرناکې سیاسي پایلې لري. د دوحې ۳مه ناسته کې د امریکا په مشرۍ نړیوال کفري نظم کې د حاکم نظام د ادغام لپاره لاره هوارېږي او د افغانستان د بحران د حل لپاره نوی سیاسي مېکانېزم وړاندې کېږي. په دغه ډول ناستو کې ګډون، که شرطونه هم ولري، زیان اړوونکی دی او باید کلکه ډډه ترې وشي. په حقیقت کې غربي استعمارګر او د سیمې هیوادونه په وروستیو دوو لسیزو کې هیڅلکه د افغانستان د بحران د حل په لټ کې نه وو، بلکې دغه ډول ناستې د غربي قدرتونو او سيمه‌ييزو هېوادونو تر منځ په افغانستان کې د منافعو پر سر د مشورو او سياليو ډګر دی.

مختلفو تاریخي تجربو هم ښودلې چې نړیوال کنفرانسونه او مېکانېزمونه په وروستیو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې او په وروستیو څو پېړيو کې په نورو اسلامي خاورو د بحران له عواملو وو چې سیاسي بحرانونه یې پېچلي کړي او ډیر وخت یې پرې نیولی، خو هېڅکله یې یوه مطلوبه نسخه نه ده وړاندې کړې چې د اسلامي امت په خیر وي. دغه راز یې ناکامې او زیان‌اړوونکې سیاسي پایلې په نورو نړیوالو قضیو، لکه سوریې، عراق، سوډان او یمن کې هم ښکاره لیدلی شو.

د نړیوالو ناستو د ترسره کېدو اساسي منطق دا دی؛ کله چې لوی قدرتونه و نه شي کولی چې د جګړې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، نو سیاسي پروسې او نړیوال مېکانېزمونه فعالوي چې د هغو له لارې تر پام لاندې هیوادونو کې خپلې ګټې خوندي کړي. دا بې‌څه نه ده چې له افغانستان څخه په شرمناکه توګه د امریکا تر وتلو وروسته په تېرو دوه نیمو کلونو کې د افغانستان په اړه تر ۱۰۰ زیاتې نړیوالې او سیمه‌ایزې دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې شوي چې اساسي موخه یې حاکم نظام ته سیاسي سفارشونه او په افغانستان کې د لاسوهنې لپاره د نوي مېکانېزم د ايجاد هڅه ده.

په حقیقت کې د افغانستان د بحران د حل اساسي او بنسټیزه حللاره نوي نړیوال استعماري مېکانېزمونه نه دي؛ چې په موډرن ډول او نوې بڼه د برېتانيوي استعمار امريکايي نسخه ده، بلکې اساسي حللاره د نبوت پر منهج خلافت دولت د تاسیس لپاره هڅې دي. هغه دولت چې په اسلامي خاورو کې د استعمار د نفوذ جرړې وباسي؛ امت ته وحدت وربښي او خپل ټول ظرفیت او وړتیا د ژوند د برنامې په توګه د اسلام د بشپړ او هر اړخیز پلي کولو لپاره سره یو کوي.

(يَٰأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواۡ لَا تَتَّخِذُواۡ بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّواۡ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ ٱلْبَغْضَآءُ مِنْ أَفْوَٰهِهِمْ وَمَا تُخْفِى صُدُورُهُمْ أَكْبَرُۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ ٱلْأٓيَٰتِۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ) [آل عمران: ۱۱۸]

ژباړه: اې مؤمنانو! له خپلو ځانونو (مومنانو) پرته بل څوک د رازونو شريک مه نيسئ ( ځکه دوى) ستاسې په اړه له هر ډول شر (او فساد) څخه كار اخلي، دا يې خوښېږي چې تاسې په رنځ او كړاو كې ياست، د دوی د دښمنۍ (نښې) یې له خولې (او خبرو) څرګندېږي او څه يې چې په سينو كې پټ ساتلي، تردې لوی دي، موږ تاسو ته (د دوی د دښمنۍ) نښې درښودلي، که چېرې تاسو تعقل او فکر وکړئ.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د سوداګریزو اړیکو پرې کول بسنه نه کوي! د فلسطین له سپېڅلي خاورې څخه باید د یهودي رژیم ټول شریانونه پرې شي!

خبر:

د ترکیې سوداګرۍ وزارت ویلي چې له یهودي رژیم سره واردات او صادرات تر هغه ځنډول شوي «چې څو د اسرایلو حکومت غزې ته د بشردوستانه مرستو رسېدو اجازه ورکړي او مخه یې ونه نیسي.»

تبصره:

ترکیې تر دې مخکې د اپریل په نهمه اعلان کړی و چې یهودي رژیم ته یې د ۵۴ تولیدي ګروپونو صادرات محدود کړي دي. اردوغان ویلي وو چې «دا بندیزونه به تر هغه دوام وکړي چې څو غزې ته بې له کوم خنډه او په کافي اندازه بشردوستانه مرستو رسولو ته اجازه ورکول کېږي». خو د ترکيې د احصایې انسټېټیوټ (TurkStat) د اردوغان څرګندونې رد کړې. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له اشغالګر یهودي رژیم سره د ترکیې صادرات ۵.۲ میلیارده ډالره او د وارداتو کچه ۱.۶ میلیارده ډالره وه. په دغه يوه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه څه د پاسه ۶.۸ ملياردو ډالرو ته رسېدلې ده.

اردوغان وویل چې له اشغالګر یهودي رژیم سره سوداګري بنده شوې ده، هغه وویل «موږ نور د دې پر وړاندې صبر نه شو کولای. موږ خپل ګامونه پورته کړل». اردوغان وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۹.۵ میلیارد ډالرو سوداګرۍ په ردولو سره یې «دروازه وتړله». خو هغه روښانه نه کړه د سوداګرۍ دا کچه کومې دورې رانغاړي.

پر غزې د اکتوبر ۷مې له بریدونو ورسته، په ترکیه کې مسلمانان له حکومته غواړي چې له یهودي رژیم سره سوداګریزې اړیکې پرې کړي. تر ډیره وخته، حکومت نه منله چې له یهودي رژیم سره سوداګري ولري او ان هغه کسان یې «د موساد اجنټان» بلل چې له یهودي رژیم سره د ترکیې د سوداګرۍ پر دوام يې نیوکه کوله. دغه راز د سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې له یهودي رژیم سره واردات او صادرات تر هغه ځنډول شوي «چې څو د اسراییلو حکومت غزې ته د بې‌خنډه او کافي بشري مرستو اجازه ورکوي.»

د ولسمشر اردوغان او سوداګرۍ وزارت دغه څرګندونې د حکومت هغه ادعا ردوي چې ویل یې دولت له اشغالګر یهودي رژیم سره سوداګري نه کوي، بلکې خصوصي شرکتونه یې کوي.

له بل لوري، د دولت دغه خبرې دا معنی لري چې که اشغالګر یهود غزې ته د بشري مرستو لیږلو اجازه ورکړي، سوداګري به ورسره پیل کړي؛ هغه یهود چې ۷۶ کاله یې د فلسطین مبارکه خاوره اشغال کړې او په لسګونو زره مسلمانان یې وژلي. په بله معنی دا له یهودو سره د ترکیې اړیکو عادي کولو پیغام دی.

که ترکیې له اشغالګر یهودي رژیم سره د سوداګریزو اړیکو پرې کولو هوډ لرلی، په دغو اوو میاشتو کې یې ولې دا کار ونکړ!؟ په دې موده کې یې اشغالګر یهودي رژیم ته مهم او حیاتي توکې لیږل؛ ولې یې اوس دا ډول پرېکړه وکړه؟

په سیمه ییزو ټاکنو کې له ماتې وروسته حکومت غواړي چې د غزې د مسلې په اړه له عامه رایې څخه په خپله ګټه کار واخلي، ځکه چې په سیمه ییزو ټاکنو د حکومت د ماتې یو لامل د غزې په اړه د هغه غیر فعال دریځ و.

بل او بنسټیز اړخ یې دا دی چې امکان نه لري حکومت دې د امریکا له رضایت پرته په خپلواکه توګه او په خپله سیاسي اراده دا کار کړی وي. ترکیه د امریکا په سیاسي مدار کې تاویږي. په خپل واک، په تیره بیا په بهرني سیاست کې څه نه شي کولی. دا هغه دولت دی چې سیاسي اراده یې د امریکا په لاس کې ده.

مخکې له دې چې حکومت له اشغالګر یهودي رژیم سره د سوداګرۍ بندولو پرېکړه وکړي، پر هغو توکو یې هم بندیزونه لګولي و چې ټاکل شوې وه یهودو ته ولیږل شي. بیا، پر رفح د یهودي اشغالګر رژیم د پوځي احتمالي برید، چې امریکا یې مخالفه ده، د مخنیوي لپاره د ترکیې دولت اعلان وکړ چې هوډ لري د عدالت په نړیواله محکمه کې د یهودي رژیم پر وړاندې د سوېلي افریقا ترڅنګ ودرېږي. بلاخره، اوس دولت اعلان وکړ چې له یهودي رژیم سره یې ټول صادرات او واردات ودرول.

که دغو ټولو ته په دقت وګورو، پوهیږو چې د ترکیې دولت دغه پرېکړه پخپله نه ده کړې، بلکې دا د امریکا د پالیسۍ برخه ده چې له سیاسي پلوه د نتنیاهو حکومت ګوښه او پرې فشار راوړي چې یوې حللارې ته یې راضي کړي؛ ځکه چې د جو بایډڼ حکومت غواړي په امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په سبب د غزې مسله ژر تر ژره حل شي. نو، امریکا غواړي چې په سیمه کې د خپلو لاسپوڅو؛ ترکيې، مصر او سعودي له لارې دغه لانجه حل کړي. په ورته وخت کې امریکا په سیمه کې د خپلو لاسپوڅو له لارې پر حماس سیاسي فشار راوړي چې امریکايي پلانونه ومني.

له بلې خوا، د سوداګرۍ د بندولو ګام د یهودي رژیم پر وړاندې نه، بلکې د امریکایې سیاست پراساس یوازې د نتنیاهو پر وړاندې پورته شوی. که چیرې نتیاهو -چې امریکا یې نه غواړي- له واکه لرې شي؛ د ترکیې دولت به له وحشي یهودي رژیم سره اړیکې عادي او سوداګري بیا پیل کړي؛ هغه رژیم چې د فلسطین سپېڅلې خاوره یې اشغال کړې او د مسلمانانو سیستماتیکه نسل‌وژنه کوي.

په پای کې، ټول مسلمانان باید په دې خبره پوه وي چې له یهودي اشغالګر رژیم سره د سوداګریزو اړیکو په پرې کولو ونه غولېږي، ځکه چې یهودي رژیم تر اوسه مسلمانان وژني. خلک باید پر دولت فشار راوړي او ترې وغواړي چې د الاقصی پر لور پوځونه ولیږي چې دا لانجه د تل لپاره ختمه شي او د یهودي رژیم ټول شریانونه له سپېڅلي خاورې څخه پرې کړي.

د حز ب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

یلماز چیلیک

۱۴۴۵هـ.ق کال، د ذی‌الحجې ۵مه

۲۰۲۴م کال، د مې ۱۳مه

د مطلب ادامه...

خیر القرون

(ژباړه)

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«خير الناس قرني ثم الذين يلونهم ثم الذين يلونهم.» (رواه البخاري)

ژباړه: غوره کسان هغه دي چې زما په وخت او عصر کې ژوند کوي (صحابه) او بیا هغه کسان چې تر دوی وروسته راځي (تابعین) او وروسته هغه کسان چې په دوی پسې راځي (تبع تابعین).

تر ټولو غوره خلک صحابه، تابعین او تبع تابعین دي، چې د اسلام دین یې تر موږ پورې رسولی دی. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ستایلي او ان هغه وخت او عصر یې هم ستایلی، چې دوی پکې ژوند کاوه؛ ځکه د دوی صدق او نیکي د هغه عصر د نیکۍ په معنا ده. دا هغه څه دي چې لوی تابعي قاسم بن مخیمره رحمه الله په څرګنده توګه بیان کړي دي. هغه فرمایي: «ستاسو د عصر نیکي، په حقیقت کې ستاسو د حکومت په نیکۍ پورې تړاو لري. پر همدغه اساس هر کله چې ستاسو حکومت صالح وي، ستاسو عصر به هم صالح وي او هر کله چې ستاسو حکومت فاسد وي، هغه عصر به مو هم فاسد وي.» له همدې امله د دغه دین د لېږد عزت د دوی په برخه شو.

هغه حقیقت چې په دغه حدیث شریف کې بیان شوی، اوس یې پخپلو سترګو وینو. ځکه په وروستیو پېړیو کې هېڅ خیر نه دی پاتې او له داسې ناوړه حالت سره مخ شوي یو، چې له حقیقت څخه یې یوازې الله سبحانه وتعالی خبر دی.

کله چې د اسلامي امت اوسني علماء او مفکرین وینو، چې ځانونه یې پخپلو شیطانانو پلورلي، نو باید تعجب ونه کړو؛ ځکه په هغه چا کې به څه خیر وي، چې د حق لارې د دعوت‌ګرو او هغه غوره امت پر ضد مبارزه کوي، چې د خلکو د هدایت لپاره راوتلي دي؟

د دغو ورځو خیر به په څه شي کې وي، په داسې حال کې چې قرآن له صحنې ایستل شوی او عمل نه پرې کېږي؟ په دغو پېړیو کې به څه خیر وي، په داسې حال کې چې د اسلامي امت عزت او دبدبه د خپلو حکامو له امله د فساد کندې ته ولوېدل، امت د خپل دښمن تابع شو او د هغه له اوامرو څخه پیروي کوي؟

په هغه پېړۍ کې څه خیر دی، چې د امت حکام، د امت پر دښمنانو بدل شوي او پر وړاندې یې مکر او فرېب کوي؟ په داسې حال کې به خیر چېرې وي، چې اسلامي امت له یوې پېړۍ راهیسې له خلیفه پرته ژوند کوي، هغه خلیفه چې تر شاه یې جګړه کېږي او هغه ته پناه وړل کېږي؟

اې ربه! موږ ته د نبوت په منهج راشده خلافت را په برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې او سختۍ حل شي او له هغوی څخه بلاوې او مصیبتونه لرې شي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

ښځو ته د غرب سپکاوی؛ د ښځو د عفت ساتونکي خلافت اړتیا ښيي

خبر:

د ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۳۰مه Arizona Family وېبپاڼې راپور ورکړ: «تېره اونۍ د امریکا په اریزونا ایالتي پوهنتون کې د لسګونو فلسطین‌پلوه لاریونوالو نیولو اختلافات رامنځته کړي. په اریزونا کې د امریکا د اسلامي اړیکو شورا (CAIR-AZ) د معلوماتو له مخې، د اریزونا ایالتي پوهنتون پولیسو لخوا د څلورو محصلینو حجابونه په زور لرې شوي. یوه ویډیو چې د دې پیښې یوه برخه ښیې، د CAIR-AZ لخوا له دغې وېبپاڼې سره شریکه شوې.» [سرچینه:azfamily]

تبصره:

یوه ویډیو چې د ABC15 خبریال، ډیو بیسکوبینګ (Dave Biscobing) لخوا پر اکس پاڼه خپره شوې، ښيي چې یوه لاس تړلې ښځه بس ته نږدې ناسته ده. په یاده وډیو کې، چې سانسور شوې، لیدل کېږي چې د دغې ښځې ټکری لرې شوی او څلورو پولیسو محاصره کړې. د ټولنیزو رسنیو مسلمان کاروونکي دا پوسټ ډیر لاس په لاس کوي، ځکه چې دا د یوې مسلمانې ښځې عفت ته سپکاوی دی.

د وروستیو پیښو دغې نوې بیلګې، چې له سوله‌ایزو لاریون کوونکو سره د پولیسو چلند ښيي، خلک حیران کړي دي. پوليس پر لاریونوالو ښځو فشار راوړي، پر ځمکه یې غورځوي او په خپل ټول زور او برید سره یې مهاروي. دا ښځې کوم فزیکي ګواښ نه دی، ځکه هغوی وسلې نه لري، بلکې ټولې محصلینې دي. دلته د پولیسو لخوا د فزیکي ځواک کارولو ته اړتیا شته؟ په هېڅ صورت نه! ښکاري چې دوی د پخواني تکتیک په کارولو ښځینه او نارینه لاریونوالو ته دا پیغام لېږی چې لاریون ودروي؛ کنه نو د پولیسو له تند چلند سره به مخ شي. نو دا غربي جنسیتي برابري ده! د دوی په ټولنه کې ښځې د نارنینه‌وو په څېر وهل ټکول کیږي، ځکه چې چې دولتونه یې د فاسدو پالیسیو پر اساس چلیږي.

د غزې په ملاتړ لاریونونه نورو غربي دولتونو ته غځېږي. په غبرګون کې، پولیس ته امر کیږي چې پر وړاندې يې درانه تکتیکونه وکاروي. دوی ښځو ته هېڅ درناوی نه کوي. هغه خلک چې له لاریونونو ملاتړ کوي پر پولیسو او د پوهنتونونو او کالجونو پر ادارو غږ کوي چې دوی ته یې هغه حقونه او ازادۍ ورکړي چې دولت پخپله ورته تعریف کړې؛ لکه د بیان ازادي، د لاریون حق او ... . خو که ښه ځیر شو، وینو چې غربي قوانین تل د نظام په ګټه دي. دا قوانین هغه وخت ستا په ګټه کار کوي چې د دولت په خوښه مخته ځې. تاریخ ثابتوي چې د غربي دولتي پالیسیو پر وړاندې را پورته شوي، که هغه نارینه وي او که ښځينه، د تبلیغاتي جګړې او فزیکي اخد وډب قرباني شوي.

فیمېنستان باید وویاړي چې د داسې ټولنې په جوړولو توانېدلي چې دولت د ځان ساتلو لپاره پکې له ښځو سره د سړو په څېر چلند کوي.

له بل پلوه، زه د یوې مسلمانې ښځې په توګه په دې اړه ارامه یم چې اسلام په ډېرو حالتونو کې له ښځو سره د نارینه‌وو په پرتله بېل چلند کوي. خلافت دولت د مسلمانې ښځې په درناوي او ساتنې مکلف دی؛ بلکې خلافت د ټولو ښځو ساتنه او درناوی کوي. خلافت له ذمي (نامسلمان تبعه) څخه هم ساتنه کوي.

کومې کړنې چې په دغو تش په نامه روښانفکره غربي دولتونو کې پولیس کوي، خلافت به یې د کولو اجازه ور نه کړي. خو له هغو خلکو چې د بشر په لاس جوړ شوي سیکولر قوانین پلي کوي؛ څه تمه کیدای شي؟ هغه قوانین چې د دوی د ګټو لپاره تر پښو لاندي کیږي!

په اسلام کې ښځه محترمه ده او عزت یې کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام (خليفه) ډال دی چې تر شا يې جګړه کېږي او هغه ته پنا وړل کېږي. [رواه مسلم]

د مسلمانانو د لومړي او تر ټولو غوره امام په توګه، رسول الله صلى الله عليه وسلم، نظامي ځواک راټول کړ چې له مدینې منورې څخه د قينقاع قبیلې يهوديان وباسي؛ ځکه دوی په خپل بازار کې د يوې مسلمانې ښځې عزت ته زيان رسولی و. د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو په پيروۍ، د مسلمانانو وروسته امامانو، د الله سبحانه وتعالى د ټولو حکمونو د پلي کولو په دوره (اسلامي دولت) کې، تل د امت لپاره د ډال په څیر عمل کړی دی.

د معتصم بالله په زمانه کې یوه مسلمانه ښځه د رومیانو لخوا وځورول شوه، هغې پر معتصم بالله غږ وکړ «وا متعصما!»؛ کله چې معتصم بالله له دې پیښې خبر شو، پوښتنه یې وکړه، «په روم کې تر ټولو خوندي او نه ماتیدونکی ښار کوم دی؟» ورته وویل شول چې عموریه، هغه د یوه لوی پوځ په لېږلو غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او تر ټولو ستر او ځواکمن ښار ته ننوتل. د ۲۲۳ هـ.ق کال د رمضان میاشت کې عموریه ښار چې د روم امپراتورۍ د عزت نښه وه، د خلافت دولت له لوري فتح شو. دغه راز د مودي د غورنیکه راجادهیر له لوري د مسلمانو ښځو او نارینه‌وو پر وړانډې د ظلم ځواب محمد بن قاسم په توره ورکړ.

زموږ دولت چیرې دی چې د دښمنانو په زړونو کې ویره واچوي چې بیا د يوې مسلمانې مېرمنې د عزت تر پښو لاندي کولو جرات ونه کړي؟

زموږ دولت چېرې دی چې مرسته او ساتنه مو وکړي؟ نن ورځ، زموږ حکام چوپ او پوځونه مو په خپلو اډو کې ناست دي. نن ورځ موږ پر غربي دولتونو او موسسو د مرستې غږ کوو. خو دا د حل لاره نه ده، یوازې د الله سبحانه و تعالی اطاعت هغه بدلون راوستی شي اړتیا ولرو او یوازې له هغه سره به ټول بشر خوندي شي. له هغې حللارې پرته چې الله سبحانه وتعالی راته ویلې، بله حللاره نشته. موږ باید د امت ډال، خلافت دولت بیا تاسیس کړو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

فاطمه اقبال

د مطلب ادامه...

له امت څخه د ضرر لرې کول، له قدرت څخه یوازې د خاینو حکامو په ګوښه کولو سره ممکن دی

(ژباړه)

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَقَدْ رَأَيْتُ رَجُلًا يَتَقَلَّبُ فِي الْجَنَّةِ فِي شَجَرَةٍ قَطَعَهَا مِنْ ظَهْرِ الطَّرِيقِ كَانَتْ تُؤْذِي النَّاسَ» (رواه مسلم/۴۸۷۴)

ژباړه: په جنت کې مې یو کس د ګرځېدو په حال کې ولید؛ ځکه نوموړي هغه ونه چې د مسلمانانو د ازار او ځورېدو سبب وه، له لارې څخه پرې کړې او لرې کړې وه.

اسلام د عبادت، عمل او پاکۍ دین دی؛ دغسې د همکارۍ، ټولنې، حکومت او سیاست دین هم دی. دغه حدیث شریف مسلمانانو ته خبر ورکوي چې باید هڅه او عمل وکړي، داسې چې خپل مسلمان ورور ته له ضرر او زیان رسولو ډډه وکړي. له شک پرته دغه شرعي حکم په دین کې واضح او څرګند دی؛ خو هغه څه چې د امت یو شمېر بچیان پرې نه پوهېږي، دا دي چې درباري علماوو دغه حدیث امت ته داسې نه دی واضح کړی چې تر ټولو ناوړه او ستر زیان د ظالمو حکامو له لوري دی، چې له ډېر وخت راهیسې یې د دغه امت په حق کې بې‌درېغه ظلم او زیاتی کوي.  

ځینو کسانو دغه حقیقت هېر کړی او کله چې د مسلمانانو له ازار او ځورولو څخه د ځان ساتلو په اړه څه وایي، د هغه چا په اړه خبرې کوي " چې د جنت په نعمتونو کې د ګرځېدو په حال کې و او د جنت له نعمتونو څخه یې خوند اخيست؛ ځکه هغه ونه یې له لارې څخه پرې او لرې کړې وه، چې د مسلمانانو د ځورېدو لامل کېدله" خو هغه لاسپوڅي حکام هېروي، چې شپه او ورځ پر مسلمانانو ظلم کوي او زیان ور اړوي؛ لکه حکام چې له دې پوښتنې څخه مستثنا وي. هغه کسان چېرې دي چې راپورته شي او دغه اغزي (حکام) د امت له لارې لرې کړي ؟ هغه کس چېرې دی چې د غاړو په پرې کولو سره د ظالمو حکامو پر وړاندې راپورته شي، تاج او تختونه یې له منځه یوسي او پر ځای یې د عدل دولت یعنې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت حاکم کړي؟

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت راپه برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې او سختۍ حل شي او له هغوی څخه بلاوې او مصیبتونه لرې شي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

اې مسلمانانو! تاسو په غزه، رفح او ان ټول فلسطین کې د یهودو جنایتونه وینئ؛ حاکمان مو یو پوځ هم د هغوی مرستې ته نه استوي؛ ان خپلې سرې کرښې یې تر پښو لاندې او هېرې کړې دي او د امریکا او د هغوی د پیروانو په منځګړیتوب یې بسنه کړې ده!

  • خپور شوی په حزب

(ژباړه)

اې مسلمانانو!

خبره له صبر څخه تېره ده ... پر انسانانو، ونو او کاڼو د یهودیانو ظلم روان او له حسابه وتلی دی! له دې سره سره یې پر رفح برید وکړ چې د مصر رژیم سره کرښه ګڼله او د تیري پر وړاندې یې چوپ نه پاتې کېده؛ خو تر هغه وروسته چې دا ځای یهودو اشغال کړ، سره کرښه یې شنه شوه او د مصر رژیم پر نیوکې بسنه وکړه! (سرچینه: الجزیره عاجل – ۱۲/۵/۲۰۲۴) اسوشیټېډ پرس د یوه مصري چارواکي په حواله راپور ورکړی: «مصر پر رفح د برید په هکله خپله نیوکه تل‌اویو، واشنګټن او اروپایي دولتونو ته تسلیم کړه.» العربیة الحدث د ۲۰۲۴ د مې په ۷مه راپور ورکړی چې: «د مصر د دفاعي ځواکونو د پخواني وزیر مرستیال، علي حفیزي العربیه نېټ او الحدث نېټ ته په خپلو خبرو کې ویلي چې محور د مصر او غزې تر منځ سیمه، فیلاډلفیا ده. هغه ټینګار وکړ چې د مصر سرحدي ځواکونه په لوړه کچه امنیت ټینګوي او هېڅ اسرايلي ځواک هغې ته نږدې کېدای نشي، ځکه هغه سره کرښه ده...»

د اسرايلو پوځ سه شنبه اعلان وکړ چې د رفح سیمې – چې غزه تړانګه له مصره بېلوي – د فلسطین لوري کنټرول یې له پرون راهیسې پیل شوو عملیاتو کې خپل کړ... او د اسرايلو نظامي وسایط له ۲۰۰۵ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د فیلاډیلفیا سیمې ته ننوتل؛ دغه راز سه شنبه د غزې او مصر تر منځ رفح سیمې ته نیږدې د اسرايلو د توپونو د بریدونو له شدت سره تور دودونه پورته شول.

اې مسلمانانو!

دردوونکې او غموونکې ده چې غرب په ځانګړې توګه امریکا د اسلامي خاورو د حاکمانو مشري کوي؛ امریکا د یهودي رژيم پر شاوخوا دولتونو تمرکز کوي او نه غواړي چې  پوځونه یې مداخله وکړي؛ امریکا خپله دا موخه «د جګړې نه پراخولو» خبره کې اعلانوي! امریکا د یهودي رژیم سستي او کمزوري ښه درک کوي؛ ځکه چې د دغه رژیم له جنایتونو اته میاشتې تېرې شوې او تر اوسه یې موخې ته نه دی رسېدلی؛ که څه هم پر وړاندې یې د مومنانو یوه کوچنۍ ډله ده چې تجهیزات یې خورا کم دي. نو که د مسلمانانو پوځونه او یا یوازې د فلسطین شاوخوا مسلمان پوځونه مداخله وکړي، حالت به څنګه وي! دا هغه څه دي چې د امریکا خوب یې تښتولی ...

له دې امله د امریکا چارواکي په سیمه کې ګرځي ترڅو پر حاکمانو د فشار له لارې یا له فشار پرته د فلسطین خلکو ته د دغو پوځونو د نصرت مخنیوی وکړي! هغوی له نن څخه نه بلکې له ۱۹۴۸م کال راهیسې، چې فلسطین یهودو اشغال کړ، د فلسطین له ازادۍ لاس واخیست! هرڅوک چې د غربي چارواکو په ځانګړې توګه د امریکا سفرونه وڅېړي، وینې چې موخه یې همدا ده. سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکین سفرونه هم په همدې سبب خوار ډیر دي. امریکا پر دې بسنه ونکړه؛ بلکې د استخباراتو رئیس ویلیام برنز یې سیمې ته واستاوه چې څو ورځې له سیمې لیدنه وکړي او سفر یې پر مصر او یهودي رژيم متمرکز کړي. دغه سفرونه قطر ته هم وي، موخه یې د مصر او یهودي رژیم پر اړیکو، په ځانګړې توګه د رفح په مسله کې، تمرکز وي. په پایله کې هغه څه چې العربي جدید شبکې د ۲۰۲۴ د مې په ۸مه خپاره کړي وو، د غور او تأمل وړ کېدی شي:

«پټو سرچینو العربي الجدید ته ویلي وو چې پر رفح برید او فیلاډلفیا او یا د فلسطین له لوري رفح یا د مصر دروازې ته د اشغالګر یهودي پوځ د ټانکونو ننوتل له امریکا سره په بشپړې همغږۍ ترسره شوي دي... سرچینې ویلي: «د امریکا د استخباراتو مشر، ویلیام برنز د موساد له مشر، ډیویډ بارنیا سره عملیات تنظیم کړل او د هغه او نتنیاهو ترمنځ د ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې یې د دغو عملیاتو پر محدودیت ټینګار وکړ.»

وروسته امریکا داسې کار وکړ چې د ځینو حاکمانو او رسنیو لخوا وهڅول شوه؛ هغه دا چې د امریکا او یهودي رژیم تر منځ اختلاف و چې په دې کې د امریکايي وسلو کارول د قانون خلاف دي. بلینکین دا په پیچلی اسلوب او مکارۍ وویل خو د عقل له خاوندانو پټه نه ده؛ کانګرس ته د هغه له لوري وړاندې شوي راپور کې راغلي:

[الخلیج ورځپاڼه ۱۱/۵/۲۰۲۴؛ واشنگتن – AFP-: « د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جمعه په یوه راپور کې د اسرايلو لخوا د امریکايي وسلو پر کارونې نیوکه وکړه؛ خو کافي معلومات یې پیدا نه کړل چې لېږدول یې بند کړي.» په راپور کې راځي: «د دې لپاره د اسرایلو ارزونه چې د نړیوالو بشري قوانینو په خلافو تګلارو یې له وسلو څخه کار اخیستی، منطقي ده، خو امریکا پرېکنده پرېکړو ته ونه رسېده...». راپور زیاتوي: «که څه هم امریکا په دې اند ده چې اسرايل د خپلو ګامونو له لارې  په انساني ناورین کې دوامداره رول درلود، خو نه مني چې اسرایلي چارواکو دې د دغو مرستو له لېږد څخه په عمدي توګه مخنیوی کړی وي او یا یې محدود کړي وي... او داسې نور»]

ښکاره ده چې امریکا د الفاظو په کارونې سره خپلې لوبې ته دوام ورکوي! موخه یې د یهودیانو مرسته او د اسلامي خاورو د حاکمانو غولول دي؛ ان ویلی شو چې حاکمان د امریکا په فرمان دي او اړتیا نه لري چې ویې غولوي! امریکا په دغو ګامونو سره هڅه کوي چې د خلکو پر وړاندې خپل ځان د یهودي رژیم مخالف څرګند کړي!

اې مسلمانانو!

ریښتینی مصیبت د دغو حاکمانو شتون دی؛ چې د استعمارګرو کافرانو په ځانګړې توګه د امریکا غلامان دي... هر څه چې امریکا ووايي دوی هماغه وايي او هر څه چې هغه وغواړي دوی يې کوي... دغه حکام په خپلو سترګو د شهیدانو جسدونه ویني؛ د ماشومانو چیغې اوري او له ښځو او ماشومانو سره د خلکو د بې‌ځایه کېدو بوږنوونکې صحنې ګوري؛ خو مرسته یې نه کوي... دا حاکمان ټول دا حالتونه ښه ویني او اوري؛ خو د معتصم ځوانمردي نه کوي!

دغو حاکمانو د پوځونو مخنیوی وکړ چې په غزه کې د خپلو وروڼو مرستې ته ور نه شي. ان د پېښو نندارې ته کېناستل، شهیدان شمېري او په رسنیو کې شهیدانو ته «مړه» وایي؛ په خپل اند تر ټولو منځلاري یې هغه دي چې د یهودي رژیم او د غزې مسلمانانو تر منځ، چې پر هره لوېشت یې برید  شوی، منځګړیتوب کوي؛ ته به وايې چې هغوی د ملعون یهودي رژیم او د غزې د مسلمانانو تر منځ بې‌پری لوری دی.

اې د مسلمانانو د پوځونو سرتېرو!

که تاسو د دې په تمه یئ چې حاکمان مو له یهودو سره د جګړې او مبارکې خاورې د ازادولو دستور درکړي، پوه شئ چې هغو کسانو ته ورته یئ چې اوبو ته یې لاس اوږده کړی خو اوبه نه وررسیږي...! نو خپله لاس په کار شئ، الله سبحانه و تعالی درسره دی او امت به ستاسو متابعت وکړي... له شک پرته چې تاسو ګورئ چې دښمن مو څنګه له وچې، سمندر او هوا څخه غزه بمباروي چې پر یوه سوې ځمکه يې بدله کړي؛ نو څنګه مو وروڼه یوازې پرېږدئ او د جهاد او مبارزې په پرېښودلو سره د هغوی له مرستې لاس اخلئ!؟

اې د مسلمانانو د پوځونو سرتېرو!

آیا ستاسو تر منځ په ځانګړې توګه په کنانه او شام خاوره کې داسې غښتلی او هوښیار کس نشته چې د پوځ مشري وکړي او نور پوځونه یې په تکبیرونو متابعت وکړي او امت یې تر شا د الله سبحانه و تعالی د نصرت لپاره د الله اکبر نعره پورته کړي!؟

﴿اِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَ الَّذِينَ ءَامَنُوا فِى الْحَيَوٰةِ الدُّنْيَا وَ يَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَٰدُ﴾ [غافر: ۵۱]

ژباړه: موږ قطعا خپلو پیغمبرانو او مومنانو ته په دنیا او پر هغه ورځ نصرت ورکوو چې شاهدان راپاځېږي.

اې پوځونو!

نور صبر خلاص دی او هېڅوک څه پلمه نه لري! نور پر خپلو دښمنانو د غوسې په سبب یوازې غاښونه مه چیچئ؛ بلکې باید عملاً لاس په کار شئ او داسې شئ چې الله سبحانه و تعالی غواړي:

﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ﴾ [توبه: ۱۴]

ژباړه: له دوی سره وجنګېږئ، چې الله يې ستاسې په لاسونو وربړوي او رسوا يې کړي او تاسې پرې بريالي کړي او (په دې جګړې) د مومنانو زړونه يخ کړي.

حزب‌التحریر

۱۴۴۵هـ کال د ذی‌القعدې ۵مه

 ۲۰۲۴م کال د مې ۱۳مه

د مطلب ادامه...

د یهودو د جنایتونو افشا کول او د فلسطین د مسلمانانو غږ پورته کول «جرم» نه، بلکې د هر مسلمان شرعي مکلفیت دی Featured

د حزب التحریر دوه دعوتګر د ۱۴۰۲هـ.ق کال په لیندۍ میاشت کې د جلال اباد د استخباراتو لخوا پر غزې د یهودي رژيم د وحشیانه بریدونو د محکومیت په پار لاریونونو کې د وینا پر مهال نیول شوي. دغه دعوتګران له شپږو میاشتې راهیسې په بې برخلیکه حالت کې دي او د جلال اباد محبس د زندانیانو ترمنځ «د فلسطن قضیې د زندانیانو» په نامه مشهور دي.

د حیرانتیا ځای دا دی چې له کوم وخت راهیسې او پر کوم شرعي اساس د یهودو د جنایتونو افشا کول او د فلسطین د مسلمانانو غږ بورته کول «جرم» ګڼل کېږي؟ د یهودي دولت جنایتونه او نسل‌وژنې دومره وحشیانه او پراخې دي چې ان سلګونه زره نامسلمانان یې اړ کړي چې ستر لاریونونه وکړي او محکوم یې کړي؛ خو له بده مرغه دا کار په یوه اسلامي خاوره کې منع دی او که یې څوک وکړي، ځواب یې زندان دی. ګورو چې په افغانستان کې حاکم نظام د غزې د جګړې په اړه د جمعي فعالیتونو مخه نیسي. په داسې حال کې چې دا د اسلامي امت د پوځونو او ځواکمنو مکلفیت دی چې د فلسطین د مظلومو خلکو دفاع ته ور ودانګي. د فلسطین مسلمانان د افغانستان مجاهدینو ته تمه لري او په وار وار یې غږ پرې کړي چې مرسته یې وکړي.

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال: ۷۲]

ژباړه: «کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ.»

دا استدلال چې د غزې د مسلمانانو مرسته یوازې د عربي او فلسطین د ګاونډیو خاورو مکلفیت دی، یوه نا شرعي پلمه او نا سیاسي تمه ده. ځکه هغه کسان چې سیاسي بصیرت لري، ښه پوهېږي چې دغو نظامونو تر اوسه د یهودو د جنایتونو درولو لپاره هیڅ نه دي کړي او له کړنو یې په ډاګه ده چې دا نظامونه د امریکا مزدوران او د یهودي رژیم سیوری دي. دا ادعا هم بې بنسټه ده چې موږ باید لومړی ځان پیاوړی کړو او بیا د فلسطین د مسلمانانو مرسته وکړو. که دا ادعا سمه وی، حاکم نظام به د نظامي اعداد پروژه مخته وړې وی او جدي هڅه به یې کړې وی چې ځان له نظامي اړخه دغې موخې ته مجهز کړي.

له بده مرغه، هغه څه چې د مجاهدینو د ښوونې او تجهیز پروسه کې لیدل کېږي، هغه دا دي چې د مجاهدینو د یو شمېر مسولینو لید ورځ په ورځ تنګېږي او د افغانستان د قلمرو تر ملي پولو محدود شوی. په داسې حال کې چې مجاهدین باید د بیت المقدس، کشمیر، ختیځ ترکستان او نورو اسلامي خاورو د ازادۍ په فکر تربیه او تجهیز شي او د پولو ماتولو ته عملي پلان ولري. ځکه چې د اشغال شوو اسلامي خاورو ازادي هغه وجیبه ده چې باید ژر تر ژره د واک څښتنان د هغو لپاره ګام پورته کړي.

کومې پېښې چې د فلسطین په مبارکه خاوره کې روانې دي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول امت ابتلا ده. تر ۲۰۰ زیاتو ورځو کې چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې تېرې شوې، د لویو قدرتونو، نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو موسسو، د مسلمانانو د حکامو او واک د څښتنانو  اصلي څېره افشا شوې؛ د دوی ډارن موقفونه په ډاګه شوي او صفونه جلا شوي. ته به وایې چې د غزې خلک په یوازې ځان د شرق او غرب د کفر د لښکرو پر وړاندې جنګېږي.

وَ لِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَ يَمْحَقَ الْكافِرِينَ [آل عمران: ۱۴۱]

ژباړه: «او (د جګړې لوړې ژورې د دې لپاره دي) چې الله مومنان چاڼ او نږه كړي (او تكړه شي) او كافران (ورو ورو) ورک کړي»

په دې کې هېڅ شک نشته چې د اخرت په ورځ به مسلمان حکام او د واک څښتنان په فلسطین کې د یهودو د جنایتونو پر وړاندې د چوپتیا په سبب د قهار رب پر وړاندې ځواب ویونکي وي او هغه کسان چې دعوتګران د خپل نفس د هوا له مخې او مظلومانو د غږ پورته کولو او د ظالمانو د جنایتونو افشا کولو په سبب زنداني کوي، له لا سختې محاسبې سره به مخ شي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د خلافت لپاره دعوت د ټولو مسلمانانو شرعي مکلفیت دی، مجرمان هغه څوک دي چې دعوتګران تعذيبوي Featured

د حزب‌التحریر درې تنه غړي د روان کال د ثور په میاشت کې په هرات ولایت کې د استخباراتو ځواکونو لخوا خلافت او د امت یووالي ته د دعوت په «جرم» نيول شوي دي. استخباراتو د یوه دعوتګر د نيولو پر مهال په تېروتنه کې د هغه ورور، چې له مسجد څخه کور ته پر لاره و، نيولی دی. کله چې دعوتګر د خپل ورور د ازادولو او د ځان د تسليمولو لپاره استخباراتو ته مراجعه کړې، استخباراتو د قانون او شرعي عرف خلاف دواړه ورونه بنديان کړي دي. قانوني اصل دا دی؛ کله چې مظنون خپل ځان تسليم کړي، نو څوک چې په تېروتنه کې نيول شوی وي، بايد ازاد کړل شي. دغه راز يو تن بل دعوتګر د هرات په يوه مسجد کې د تفسير د حلقې د مخته وړلو په وخت کې نيول شوی دی. د هرات د استخباراتو ځواکونو لومړی دغه اشخاص سخت وهلي ټکولي او بيا يې د «مصنوعي ډوبولو» او «پلاستيکي کڅوړې په واسطه خفه کولو» په روشونو سخت شکنجه کړي دي.

موږ د مسلمانو دعوتګرانو پر ضد له تاوتریخوالي ډکې کړنې په کلکو ټکو غندو او له ټولو شرعي او انساني ارزښتونو او اصولو سره یې په ټکر کې بولو. دغه ډول شکنجې د اشغالګرو په زندانونو لکه؛ ابوغریب، ګوانتانامو او بګرام کې اوږده مخینه لري او له بده مرغه داسې ښکاري چې د استخباراتو ځینې کړۍ د دغو ظالمانه کړنو په ترسره کولو کې له هغو زندانونو څخه تقلید کوي. 

د استخباراتو مسولین د دعوتګرانو شکنجو او ځورونو ته څه شرعي توجیه لري؟ د اکثریت علماوو فقهي نظر پر دې دلالت کوي، چې د هر مجرم شکنجه کول جایز نه دي؛ د دعوتګرانو شکنجه کول خو لا پرېږده. د نظام رهبرۍ په واضح توګه فرمان ورکړی، چې په زندانونو کې باید شکجنه ونه شي. خو د استخباراتو په زندانونو کې دغو فرمانونو ته هېڅ پام نه کېږي او نه ارزښت ورکول کېږي. ايا استخبارات د دغو غیرشرعي کړنو په ترسره کولو سره پر یوه خپل‌سري سازمان بدل شوی او که شرعي اصولو ته ژمن دی؟ ځکه هغه کسان چې د اسلام، ایمان او جهاد ادعا لري، کړنې او چلند یې باید د هوای نفس پر بنسټ نه، بلکې د شرعي حکم له مخې وي.

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ﴾ [بروج: ۱۰]
ژباړه: «کوم کسان چې نارینه او ښځینه مومنان شکنجه کړي، بیا توبه ونه کړي، د هغو لپاره د دوزخ او سوځوونکي اور عذاب دی.»

موږ پوهېږو چې د نظام دننه او همدرانګه د استخباراتو په راس کې مخلص مسولین شته چې له دغو شکنجو سره مخالف دي. خو که چېرې دغه کسان چوپ پاتې شي او خپل همکاران له منکراتو څخه منعه نه کړي، دا فتنه نوره هم پراخېږي او د الله سبحانه وتعالی د عذاب د نازلېدو په وخت کې به د مخلص او غیرمخلص تر منځ هېڅ توپیر نه وي او ټول به له قهر او عذاب سره مخ شي.

وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ [الانفال:۲۵]

ژباړه:« له هغې فتنې څخه ځانونه وساتئ، چې ناوړه اغېز یې یوازې تر هغو خلکو نه محدودېږي چې ظلم کوي (بلکې که چېرې د ظالمانو مخه ونه نیول شي، د هغوی د ګناه په سبب وچ او لامده دواړه سوځوي) او پوه شئ چې الله سخت سزا ورکوونکی دی.»

ځینې مسولین دا ګومان کوي چې د نظام بقا د احزابو په مخنیوي او د دعوتګرانو په ځپلو کې ده. دا تفکر نه یوازې د اسلام له احکامو او ارزښتونو سره په ټکر کې دی، بلکې له ځان سره به د ټولنې لپاره ناوړه پایلې هم ولري. جمعي او حزبي فعالیت د بشري ټولنو لپاره یوه فطري او اړینه چاره ده. تاریخ ښودلې ده، هغه ټولنې چې "ویښوونکو احزابو" ته یې اجازه نه ده ورکړې، له نزول او ژور انحطاط سره مخ شوې دي. د دې موضوع څرګندې بېلګې منځنۍ اسیا، سعودي او ایران دي. په دغو هېوادونو کې که څه هم دولتونه د اسلام خلاف سیاستونه پر مخ وړي، خو د حزبي فعالیت د نشتون له امله یې خپلو غیرشرعي سیاستونو ته خلک هم تسلیم کړي دي او ان له هغوی څخه یې پر معروف د امر کولو جرات اخیستی دی. په حقیقت کې د «ویښوونکو احزابو» له فعالیت پرته ټولنه له فکري، سیاسي او جهادي مبارزې څخه محرومېږي او خلک د پردیو د پلانونو ښکار ګرځي.

په واقعیت کې پر مسلمانانو فرض ده، چې د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره په حزبي ډول فعالیت وکړي. پر همدغه اساس حزب‌التحریر په نړیواله کچه له اندونیزیا تر مراکشه د خلافت د تاسیس لپاره فعالیت کوي. زندان، ځورولو او شکنجې د دعوتګرانو اراده او استقامت نه دي کمزوري کړي، بلکې دغې وجیبې ته په لا ډېره انرژۍ دوام ورکوي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې