پنجشنبه, ۰۸ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د بنګلدیش د لومړۍ وزیرې استعفا او بهر ته یې تېښته

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د ۲۰۲۴م کال د اګسټ په ۵مه اعلان وشو چې د بنګلدیش لومړۍ وزیرې استعفا کړې او بهر ته تښتېدلې. دا استعفا تر هغو لاریونونو وروسته وشوه چې د میاشتې له پیل راهیسې د دولتي دندو د سهمیه‌بندۍ د سیستم پر وړاندې پیل شول. دا لاریونونه د تېرې میاشتې له نیمايي وروسته په تاوتریخوالي بدل شول او د حاکم حزب ملاتړي له لاریونوالو سره ونښتل. پوځ اعلان وکړ چې قدرت یې نیولی او ولسمشر هم اعلان وکړ چې مجلس یې منحل کړی او لنډمهاله دولت جوړ شوی. داسې پوښتنې مطرح کېږي چې ایا دا لاریونونه پلان شوي وو؟ ایا د پوځ مداخله د توافق له مخې وه؟ او ایا دا موضوع د دغه هیواد پر سر له نړیوالو کشمکشونو سره اړیکه لري؟

ځواب:

د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره لومړی باید لاندې ټکي وڅېړو:

۱. بنګلدیش یوه اسلامي خاوره ده. د دیارلسمې میلادي پېړۍ په لومړیو کې مسلمانانو د بنګال سیمه فتحه کړه؛ دا فتحه د ۱۱۹۲م کال په وروستیو کې د محمد غوري د لښکرکشیو په پایله کې پیل شوه چې تر ډېره وخته یې د هند په شمال کې دوام درلود. بنګلدیش د نفوس له اړخه د نړۍ اتم لوی هیواد دی او شاوخوا ۱۷۱ ملیونه نفوس لري. بنګلدیش د اسیا په سویل کې پروت دی او له میانمار او هند سره ګډه پوله لري. تر ۹۰ سلنه زیات خلک یې مسلمانان دي او اسلام یې رسمي دین دی. د بریتانیې د «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» سیاست د یوې برخې په توګه، بریتانیې له «عوامي حزب» چې د بریتانیې د مزدور شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ په ختیځ پاکستان (اوسني بنګلدیش) کې و، ملاتړ وکړ. د بریتانیې له ملاتړ سره، دې ډلې په ۱۹۷۱ کې له پاکستان سره تر جګړې وروسته له پاکستانه خپله خپلواکي اعلان کړه.

۲. د بنګلدیش لومړۍ وزیرې، حسینې له خپل پلار، مجیب الرحمن څخه چې هغه وخت د بنګلدیش ولسمشر او د عوامي حزب رهبر و، په میراث واخیست. مجیب الرحمن او د کورنۍ غړي یې په ۱۹۷۵ کې د هغو افسرانو لخوا اعدام شول چې د هغه پر وړاندې یې کودتاه کړې وه. حسینه هغه وخت له هیواده بهر وه، ځکه ژوندۍ پاتې شوه. وروسته په بریتانیا کې اوسېده، تر دې چې په ۱۹۸۱ کې یې هیواد ته د بیا تګ او سیاسي فعالیت اجازه ترلاسه کړه. حسینې لومړی د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د دولت رهبري پر غاړه لرله او بیا له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر اوسه په واک کې وه. هغه د روان کال په ټاکنو کې په درغلۍ تورنه شوه؛ په دغو ټاکنو کې د هغې حزب، یعنې عوامي حزب په پارلمان کې غوڅ اکثریت رایې ترلاسه کړې او له ۳۰۰ څخه ۲۳۳ څوکۍ یې ترلاسه کړې؛ له دې سره یې ۹ نورې څوکۍ د متحد حزب وې. نورو حزبونو دا پایلې رد کړې او ټاکنې یې نمایشي وبللې؛ امریکا هم نیوکه پرې وکړه. سره له له دې، د حسینې نظام دا بریا رسماً تایید کړه.

۳. حسینې د خپل حکومت پر مهال هڅه وکړه چې د امریکایانو نفوذ کم او په پوځ، سیاست او نورو مهمو برخو کې د بریتانیې قدرت زیات کړي. هغه له خپلې سیاسي سیالې او د ملي بنګالي حزب له رهبرې، خالدې ضیاء سره په مقابله کې وه. خالدې ضیاء مسولیت له خپل خاوند، جنرال ضیاء الرحمن څخه په میراث وړی و چې په ۱۹۷۷ کې واک ته ورسېد او په ۱۹۸۱ کې د انګلستان اجنټانو له منځه یووړ. خالده ضیاء دوه ځله د ۱۹۹۱-۱۹۹۶ او ۲۰۰۱-۲۰۰۶ کلونو ترمنځ ولسمشره وه. بیا په فساد او له واک څخه په ناړه استفادې تورنه شوه. د ۲۰۲۴م کال د اګسټ په ۵مه د حسینې تر تېښتې وروسته هغه او نور زندانیان ازاد شول. نو په بنګلدیش کې د انګلستان –چې نفوذ یې پیاوړی دی- او امریکا – چې په پوځ او سیاست کې د نفوذ له لارې غواړي واک ترلاسه کړي- ترمنځ سیالي شته. سره له دې تر اوسه د انګلستان نفوذ غالب دی.

۴. حسینه او دولت یې واک ته د اسلام پالو د رسېدو کلک مخالفین وو؛ ځکه چې هغه او حزب یې ملي‌پال سیکولر دي او په غربي استعمار پورې تړلي دي. ځکه خو یې د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر په ۲۲مه حزب التحریر، چې د خلافت دولت د بیا تاسیس غوښتنه یې کوله، منع اعلان کړ. په داسې حال کې چې حزب التحریر یو اسلامي سیاسي حزب دی چې د اسلامي اصولو پر بنسټ کار کوي او هڅه یې د مادي اقداماتو له لارې نه، بلکې د سیاسي او فکري مبارزې له لارې ده. د دې ترڅنګ یې د څلورو نورو اسلامي ډلو فعالیت هم منع کړ؛ د حزب التحریر او نورو ډلو ډیر ځوانان یې بندیان کړل او ځینې اسلامي رهبران یې اعدام کړل.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې، حسینې د جماعت اسلامي په سیاسي تصفیه پیل وکړ او په دې پلمه یې هغوی وځپل چې د دې ډلې غړي جنګي مجرمین دي چې د بنګلدیش خپلواکي یې رد کړې. د حسینې اصلي موخه د اسلامي جریان حذف و. د جماعت اسلامي له رهبارنو څخه تر اوسه پنځه کسه اعدام شوي او دوه نور یې تر اعدام وړاندې وفات شوي (سرچینه: ۲۰۲۴/۸/۶؛ https://alestiklal.net/)

حسینه د اسلام، د اسلام د حاکمولو او د مسلمانانو د وحدت کلکه مخالفه ده او د یوه سیکولر حزب رهبري یې پر غاړه ده چې پلار يې تاسیس کړی دی؛ پلار یې یو لوی خیانت وکړ چې په ۱۹۷۱م کال کې یې د بریتانیا او په هند کې د هغو د مزدورانو په ملاتړ، ختیځ پاکستان (بنګلدیش) له غربي پاکستان څخه بېل کړ.

۵. بنګلدیش د ودې او پراختیا نشتون او په بهرنیو سیاسي او اقتصادي قدرتونو پورې د تړاو په سبب له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی. اټکل کېږي چې ۱۸ مېليونه بنګالي ځوانان د کار په لټه کې دي او د پوهنتونونو فارغین په لوړه کچه له بېکارۍ سره مخ دي. تر ۴۰ سلنه زیات د ۱۵-۲۴ کلونو ترمنځ بنګالي وګړي نه کار کوي او نه تحصیل. په ۲۰۲۴/۸/۵ بي بي سي د بنګلدیش د اقتصادي وضعیت په اړه راپور ورکړ چې د لندن پوهنتون کې موقت استاد، لطفي صدیقي وايي: «له اقتصادي اړخه په بنګلدیش کې د نظام بدلون حتمي دی او څه چې وشول یوازې د وخت موضوع وه. د حسینې دولت د حکومت حق او قدرت له لاسه ورکړی او د هغې لپاره به هم د سرچینو له کمښت سره مخ وي. بنګلدیش د اقتصادي پاشل کېدو په درشل کې دی.» دې ته په کتو چې د حسینې دولت د خپل هیواد اقتصاد او سرچینې بهرنیو، په ځانګړي ډول بریتانیايي، امریکايي، چینایي او هندي شرکتونو ته ورکړې، خو د پیسو نړیوال صندوق د لوړ سود او سختو شرایطو لرونکو پورونو پورې تړلی. دا موسسې د امریکا او د اسیا پراختیايي چینايي بانک تر تسلط لاندې دي. ځکه خو د بنګلدیش اقتصادي وضعیت سخت بحراني او د انفجار په درشل کې دی.

۶. بنګلدیش د ۲۰۲۴م کال د جولای له لومړۍ نېټې راهیسې د ګومارنې (استخدام) سیسټم پر وړاندې د زده‌کوونکو د لاریونونو شاهد و. دا لاریونونه په دولتي برخه کې سهمیه‌بندۍ د هغه سیسټم د لغوې په پایله کې پیل شول چې ۵۶ سلنه دندې یې ځانګړو ډلو ته ځانګړې کولې. دغه سیسټم ولسمشر او ملاتړو ته یې دا امکان ورکاوه چې خپل ملاتړي او خپلوان وګوماري او مخالفین یې له دولتي دندو بې برخې کړي. د دندو لپاره ځانګړو شوو دغو ډلو کې داسې کسان وو چې له خپل پلار او بچیانو سره یې د ۱۹۷۱م کال په لوی خیانت، د ختیځ پاکستان (بنګلدیش) بېلولو په جګړه کې، چې د بریتانیې او هغې د اجنټانو ملاتړ ورسره و، ګډون درلود.

دا د ګومارنې هغه سیسټم و چې پر وړاندې یې لاریونونه پیل شول او زده‌کوونکو غوښتل چې ګومارنې د فردي وړتیا پر بنسټ وي. دا لاریونونه د نظام د سقوط سبب شول او د بنګلدیش سترې محکمې د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۲۱مه اعلان وکړ چې د سهمیو د بیا راوستلو پرېکړه ناقانونه ده. سره له دې، دغې پرېکړې د لاریونونو مخه ونه شوه نیولی. د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۱۶مه په دغو لاریونونو کې لومړنۍ وژنه وشوه؛ دا پېښه هغه وخت وشوه چې د حسینې د دولت ملاتړو په ډاکه کې پر لاریونوالو په ډبرو او لرګیو برید وکړ.

۷. د دغو لاریونونو د درولو لپاره، د حسینې دولت امر وکړ چې په ټول هیواد کې دې ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شي. حسینې همداراز له زده‌کوونکو وغوښتل چې ارام اوسي او ژمنه یې وکړه چې د لاریونونو پر مهال به د هغو ټولو جنایتونو څېړنه وشي چې د وژنې سبب شول. خو لاریونوالو یې خبرې ونه منلې او په ځانګړي ډول یې پر هغې برید وکړ او «د دیکتاتورې سقوط» له شعار سره یې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړ. دوی دغه راز د بنګلدیش د ملي راډیو تلویزیون دفتر او لسګونه نور دولتي ودانۍ وسوځولې. دولت هم د انټرنټ خدمتونه پرې کړل. لاریونونه زیات شول او د مړو او ټپیانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېده. دولت له دغه وضعیت سره د مقابلې لپاره، د شپې او ورځې ټولو ساعتونو لپاره پر تګ راتګ سخت محدودیتونه وضع کړل او له نظامي ځواکونو یې کار واخیست. پولیسو پر لاریونوالو ډزې وکړې، اوښکې بهوونکی ګاز یې وکاراوه او د هیواد په کچه فوق العاده وضعیت اعلان شو. د امنیت د ټینګښت لپاره پوځیان هم ځای پر ځای شول. د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۱۹مه د ۱۰۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. د لومړۍ وزیرې د دفتر ویاند، نعیم اسلام خان اعلان وکړ چې «دولت له مدني چارواکو سره د مرستې لپاره پر تګ راتګ د سختو محدودیتونو لګولو او پوځیانو د ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې ده». (سرچینه: د فرانسې خبري اژانس؛ ۲۰۲۴/۷/۱۹) د لاریونونو د ځپلو لپاره اړیکې، خبري پروګرامونه او ځینې د مبایل خدمتونه پرې شول. لاریونوالو پر یوه زندان برید وکړ او د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۱۹مه یې سلګونه زندانیان ازاد کړل او د زندان ودانۍ یې وسوځوله.

د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په بنګلدیش کې په لاریونونو کې د وژل شوو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰۹ کسانو ته ورسېد؛ دا شمېر د پولیسو، دولتي چارواکو او ډاکټرانو د معلوماتو له مخې ښودل شوی. داسې ښکاري چې دا لاریونونه د ګومارنې د هغه قانون پر وړاندې د زده‌کوونکو د اعتراض په توګه پیل شول چې ډیری کسان یې له دندو محرومول. دا لاریونونه تر زده‌کوونکو محدود نه شول، د ټولو قشرونو خلک ورسره ملګري شول چې شمېر یې تر ۴۰۰ زرو کسانو رسېده. دا لاریونونه د حسینې د استبدادي حکومت لپاره، چې ۱۵ کاله واک ورسره و، یو جدي ګواښ او ننګونه وګڼل شوه.

۸. د بنګلدیش د پوځ مشر، جنرال وقرالزمان په ۲۰۲۴/۸/۵ نېټه اعلان وکړ چې د حسینې تر استعفا او تېښتې وروسته به دی د هیواد بشپړ مسولیت پر غاړه واخلي او موقعت دولت به جوړ کړي. هغه په رسمي تلویزیون کې وویل: «له تاسو سره ژمنه کوم چې ټولې نارضایتۍ به حل شي». ده زیاته کړه: «هیواد سخت زیانمن شوی، اقتصاد زیان لیدلی او ډیر خلک وږي دي؛ اوس د دې وخت دی چې تاوتریخوالی ودرول شي». (سرچینه: د فرانسې خبري اژانس؛ ۲۰۲۴/۸/۵)

جنرال وقرالزمان چې تر دې وړاندې د پیاده نظام افسر و، په جون کې د پوځ مشر وټاکل شو. حسینې د لرې کورنۍ اړیکې په سبب باور پرې وکړ او د هغې د سلاکار په توګه یې په دفتر کې و. د هغې د ښځې پلار هم د حسینې په لومړي ځل حکومت کې، له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د پوځ مشر و. وقرالزمان په بریتانیا کې نظامي زده‌کړې کړې او د دفاعي څېړنو په برخه کې له بنګلدیش پوهنتون او په لندن کې له سلطنتي «کینګز کالج» څخه ماسټري لري. دا د حسینې نظام او بریتانیې ته د هغه نیږدې‌والی ښيي. داسې ښکاري چې بریتانیې هغه په بنګلدیش کې د خپل نفوذ خوندي کولو لپاره واک ته رسولی او هوکړه یې کړې چې حسینه د خپل ځان ژغورلو لپاره له هیواده ووځي؛ ځکه چې د هغې شتون وضعیت لا بحراني کاوه او لا ډیرې وینې تویېدې. وروسته له دې پوځ هڅه وکړه چې لاریونوالو ته نږدې شي او وضعیت ارام کړي. ځکه خو په وروستۍ ورځ، د واک تر بشپړ اخیستو وړاندې، پوځ لاریونونو ته اجازه ورکړه او پر لاریونوالو یې ډزې ونه کړې؛ په دغه کار یې غوښتل لاریونوالو ته نږدې شي او وضعیت ارام کړي.

۹. کله چې د پوځ مشر، جنرال وقرالزمان د هیواد د چارو په لاس کې اخیستو خبر ورکړ، ژمنه يې وکړکه چې ژر به موقت دولت جوړوي او د حسینې له حزب پرته به له نورو اصلي مخالفو حزبونو او د مدني ټولنې له غړو سره خبرې اترې کوي. د امریکا د رضایت ترلاسه کولو او د انګلستان د سیاستونو د نفوذ د مخنيوي لپاره، د بنګلدیش ولسمشر د ۲۰۲۴م کال د اګسټ په ۷مه اعلان وکړ چې د نوبل د سولې جایزې ګټونکی، محمد یونس به د دولت موقت ریاست پر غاړه واخلي. د ولسمشر دفتر په بیانیه کې راغلي: «د ولسمشر محمد شهاب الدین، د پوځ لوړپوړو افسرانو او د تبعیض مخالفو زده‌کوونکو د مشرانو په جلسه کې د محمد یونس په مشرۍ موقت دولت د جوړولو پرېکړه وشوه». دغه راز ویل شوي: «ولسمشر له خلکو غوښتي چې له هغه سره له بحران څخه د وتو په برخه کې مرسته وکړي او دا چې پر بحران د غلبې لپاره د موقت دولت جوړول اړين وو.» (سرچینه: د فرانسې خبري اژانس؛ ۲۰۲۴/۸/۷) وروسته تر دې محمد یونس، چې ۸۴ کلن دی او په اروپا کې اوسده، اعلان وکړ چې د موقت دولت د مشرۍ پر غاړه اخیستو لپاره تیار دی.

نو انګلیس، وروسته له هغه چې مزدوران یې په یوه نظامي هلیکوپتر کې د لاریونونو تر فشار لاندې هند ته وتښتېدل، هڅه وړکه چې د خپل نفوذ له لاسه ورکولو مخه ونیسي. د دولت او مجلس انحلال یې د پوځ د کنټرول په ترلاسه کولو او د محمد یونس غوندې د امریکا پخواني مامور په ټاکلو سره د مجلس تر راتلونکو ټاکنو او د نوي منتخب دولت تر جوړولو اعلان کړ. په دغه ډول یې هڅه وکړه چې د حسینې په ایستلو سره لاریونوال ارام کړي او د محمد یونس، چې امریکا ته وفادار دی، په ټاکلو سره امریکا هم خوشاله کړي. تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر، بیل کلینټن هغه د نوبل د سولې جایزې وړ بللی و.«پروفیسور محمد یونس د نوبل جایزه وګټله. د نوبل د سولې جایزه په ۲۰۰۶م کال کې، له بانک ګرامین سره په ګډه ... او بیل کلینټن محمد یونس ته د دغې جایزې له ورکولو ملاتړ کوي؛ ولسمشر کلینټن په ۲۰۰۲ کې یونس د داسې کس په توګه توصیف کړ چې باید ډیر وخت وړاندې یې د نوبل د سولې جایزه اخیستې وای.» (سرچینه: الجمهور؛ ۲۰۲۴/۶/۸/).

دې ته په کتو چې حسینې تر دې وړاندې له یونس سره مخالفت کړی و او د بنګلدیش محکمې د ۲۰۲۴م کال د جنوري په لومړۍ نېټه هغه د کار قوانینو د نقض په سب په شپږ میاشتو بند محکوم کړی و؛ قاضي خورشید علم دوشنبه د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د بنګلدیش د کار قانون د نقض په سبب په هغه دوسیه کې تورن شوی چې پلویان یې وايي سیاسي انګېزه لري. هغه زیاته کړه چې یونس او همکاران یې د کار قانون له مخې مجرم پيژندل شوي او په شپږ میاشتو بند محکوم دي او د وثیقې له مخې ازاد شوي چې استیناف محکمې ته په تمه شي. د بارک اوباما او بانکي مون په ګډون ۱۶۰ نړیوالو شخصیتونو یو ګډ لیک خپور کړ چې په هغې کې یې د یونس پر وړاندې د قضایي ځورونو د دوام په اړه نیوکه کړې او د هغه د ازادۍ او امنیت په اړه یې اندېښنې ښودلې. (سرچینه: شرق الاوسط؛ ۲۰۲۴/۱/۱)

نو، محمد یونس د تایید وړ کس و؛ انګلستان د حسینې په لرې کولو لاریونونه کم کړل او په امریکا پورې تړلي زاړه کس په ګومارلو یې د امریکا رضایت هم خپل کړ. نو بریتانیا لا هم د پوځ د مشر له لارې د بنګلدیش پر وضعیت کنټرول لري او د هیواد وضعیت یې د حسینې تر تېښتې وړاندې وضعیت ته بېرته یووړ.

۱۰. نو په بنګلدیش کې نړیوالې لانجې او کشمکشونه لا هم دوام لري. څوک چې د استعمارګرو پر نظریاتو تکیه کوي او د هغو د ګټو خوندي کولو په لټه کې دي، په دنیا او اخرت کې زیان کوي. په دنیا کې به د خپلو ګناهونو په سبب رسوا کېږي او په اخرت کې یې هم سخت عذاب په تمه دی.

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾

ژباړه: ژر به هغه کسان چې مجرمان دي د الله پر وړاندې له حقارت او سپکوالي او سخت عذاب سره مخ شي، د دوی د هغو مکرونو په سبب چې کول يې.

که دغو کسانو عقل لرلی، په نورو هیوادونو په ځانګړي ډول اسلامي خاورو کې به یې د ځان پشان نورو کسانو له برخلیک څخه عبرت اخیستی وای. هغوی یا زنداني کېږي، یا وژل کېږي یا هم په ذلت تښتي. خو دا کسان عبرت نه اخلي او لا هم په خپله ګمراهۍ کې پاتې کېږي. ایا دوی باید د خپل رب لوري ته ونه ګرځي او دین ته یې بابند نه وي؟ ایا دوی باید د هغو کسانو له هڅو ملاتړ ونه کړي چې د نبوت پر منهج د خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره کار کوي؟ هغه خلافت چې په اړه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: بيا به د نبوت په منهج خلافت راشي.

که دوی عقل لرلای، خپل رب ته نه ورګرځېدل؟

﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾

ژباړه: بېشکه په دې کې تذکر او لوی عبرت دی د هغو کسانو لپاره چې زړه لري (تعقل کوي) او په قلبي حضور او توجه سره غوږ نيسي.

۱۴۴۶هـ.ق کال د صفر الخیر ۱۱مه

۲۰۲۴م کال د ګسټ ۱۶مه

د مطلب ادامه...

امریکا د خپلو مسلمانو او یهودو مزدورانو په مرسته د غزې پر وړاندې جګړه پیل کړې!

(ژباړه)

خبر: 

د ۲۰۲۴م کال، د اګېسټ په ۱۱مه، پنټاګون اعلان وکړ چې د امريکا د دفاع وزير لويد آسټین «د اسرایيلو د دفاع لپاره د امریکا د هر ممکن ګام اخیستلو تعهد تایید کړ او اشاره یې وکړه چې د منځني ختیځ په سیمه کې د سیمه‌ییزو کړکیچونو په شدت سره به امریکا په ټوله سیمه کې خپل نظامي ځواکونه او موقعیتونه پیاوړي کړي. د دغه تعهد په دوام، لوید آسټین د آبراهام لینکلن په نوم سمندري بېړۍ، چې په F-35C جنګي الوتکو سمبال ده، د لیږلو امر وکړ، ترڅو د ضربتي ډلو ځای پر ځای کول ګړندي کړي.»

تبصره: 

دا ښکاره خبره ده چې په غزه کې جګړه یوازې د فلسطیني مسلمانانو او د یهودیانو ترمنځ نه؛ بلکې امریکا د ځینو اقداماتو له لارې د یهودیانو لپاره ټول وژنه اسانوي:   

۱.  له یهودي رژيم څخه د امریکا مالي او نظامي ملاتړ، چې په هغه کې وسلې، جګړه‌ییزه بودیجه، ستراتیژیک او نظامي ملاتړ، چې پرته له دغه ملاتړ څخه به دغه اشغالګر رژیم په څو ساعتونو کې له منځه ولاړ شي. 

۲. پر مسلمانو حکامو امر کول چې مخلص مجاهدین او پوځونه د مسجد الاقصی له ازادولو څخه منع کړي. 

۳. کله چې د خپلو مزدورانو لپاره کوم ګواښ احساس کړي، نو په منځني ختیځ کې خپل نظامي حضور زیاتوي.   

سربېره پر دې، امریکا په بشپړه توګه د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه کې له یهودي رژیم څخه ملاتړ کوي. 

د امریکا مزدوران په یهودي رژیم کې دا تضمینوي چې خپل سرتیري د امریکا په لومړیو کرښو کې په منځني ختیځ کې ځای پر ځای کړي. نتانیاهو د ۲۰۲۴م کال، د جون په ۲۵مه، د کانګریس په ګډه ناسته کې امریکایانو ته یادونه وکړه او ویې ویل: «موږ سربیره پر دې چې په منځني ختیځ کې خپلې ګډې ګټې ساتو، له امریکايي ځواکونو سره په لیرې پرتو سیمو کې همکاري کوو.» خو د امریکا مزدوران، چې پر اسلامي خاورو واکمن دي، په مستقیمه توګه په هر هغه څه سره چې په لاس کې یې لري، له امریکا سره مرسته کوي. 

د مسلمانانو د حکامو له ملاتړ پرته به د امریکا صلیبي جګړه نه وای پیل شوې؛ ځکه چې امریکا یوازې د سمندرونو له لارې له منځني ختیځ سره وصل ده. امریکا د اردن له لارې وسلې یهودي رژیم ته لیږدوي او له هغه ځایه بیا د هوا له لارې تل ابیب ته رسیږي. د سعودي او فارس خلیج حکام د یهودي رژیم لپاره د سون توکو او اساسي اکمالاتو لپاره ځمکنۍ لار چمتو کوي او د سره سمندر محاصره له منځه وړي. د مصر فرعون د مسلمانانو مجاهدینو او سرتیرو پر مخ د رفح لاره بندوي. د مسلمانانو حکام د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لپاره هوایي، نظامي او سمندري اډې برابروي. 

له همدې امله د تعجب وړ نه ده، چې نتانیاهو د ۲۰۲۴م کال، د جون په ۲۵مه اعلان وکړ: «موږ به له امریکا او خپلو عرب شریکانو سره مرستې ته دوام ورکړو.» 

الله سبحانه وتعالی فرمایي: 

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾ [المائده: ۵۱]

ژباړه: «اې مومنانو، یهودیان او نصرانیان خپل ملګري مه نیسئ. دوی یو د بل ملګري دي او هر څوک چې له تاسو څخه هغوی خپل ملګري ونیسي، له شک پرته چې له هغوی څخه دي. له شک پرته الله تعالی  ظالمانو ته هدایت نه کوي.»

ای مسلمانانو، ای پوځونو او ای د اسلامي امت مجاهدینو! 

څومره نور انتظار کوئ؟ په غزه کې د ټول وژنې له پيل څخه لس میاشتې تېرې شوې او ۷۷ کاله وشول چې یهودي رژيم فلسطين اشغال کړی او د مسلمانانو حکام له یهودو او نصاراوو سره تړونونه لري، هېڅ یو نه عرب او نه هم عجم، پوځونو او د اسلامي امت مجاهدینو ته د یهودي رژیم پر وړاندې د بريد امر نه دی کړی. 

پر دې ټولو سربېره، همدا د مسلمانانو حکام د خپلو پوځونو او مجاهدینو قوت کمزوری کوي او د دوی ځواک له منځه وړي او د خپلو دښمنانو د له منځه وړلو لپاره یې کمزوري کړي. 

دغه حکام د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم نافرماني کوي او هغه څه ترسره کوي، چې الله سبحانه وتعالی ترې منع کړي دي. روښانه ده چې د دغه امت حکام د مسلمانانو پر اوږو تر ټولو لوی بار دی. له همدې امله واقعي بدلون یوازې هغه وخت راځي چې دغه حکام له منځه لاړ شي او اسلامي دولت بیا تاسیس شي. 

ای مسلمانانو، ای پوځونو او ای د اسلامي امت مجاهدینو! 

وروسته له هغه چې د خپلو حکامو پر واقعیت پوه شوئ، څنګه له کفایي فرض څخه چې ستاسو مکلفیت دی، یعنې د غزې د ملاتړ لپاره جهاد څخه ځان کاږئ؟ تر اوسه نه د لرې او نه د نږدې پوځونو له لوري دغه مکلفیت ترسره شوی دی. 

ایا دغه حکام نه لرې کوئ او د امت د بریا پر وړاندې د خپل دښمن (امریکا) د له منځه وړلو تضمین نه کوئ؟ 

عام مسلمانان هڅه کوي چې خپل مکلفیت ترسره کړي او د مهاجرینو په لاره روان دي، د طاغوتونو پر وړاندې حق خبرې کوي او په دغه لاره کې ظلمونه، ستونزې او کړاوونه ګالي. 

خو ستاسو مکلفیت لا تر اوسه نه دی ترسره شوی. تاسو تر اوسه د انصارو رضی الله عنهم په لاره نه یاست؛ هغوی هغه جنګیالي وو چې د اسلامي دولت جوړولو لپاره یې نصرت ورکړ. د مدينې انصارو د رسول الله صلیه الله علیه وسلم په ملاتړ د عقبې په دویم بیعت کې، چې د مشرکينو پر وړاندې د جګړې بیعت و، واقعي او لوی بدلون راوست.

د عقبې له دویم بعیت وروسته د مدينې انصارو پلان شوي کارونه ترسره کړل چې د اسلامي دولت د جوړېدو لامل شول. موږ د امت پر ټولو پوځونو او سرښندونکو مجاهدینو غږ کوو چې د حزب التحریر ملاتړ وکړي ترڅو د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس کړي او صلیبی امریکایان له منځه یوسي، نو زموږ غږ ته لبیک ووایئ!

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

هند باید ژر تر ژره د بنګله‌دیش د خلکو ګواښل ختم کړي

د راپورونو پر اساس، د ۲۰۲۴م کال د اګېسټ په ۹مه د هند حکومت یوه کمېټه جوړه کړه، ترڅو د هندوستان-بنګله‌دیش د پولې په اوږدو کې پر روان وضعیت څار وکړي. موخه یې دا ده چې په بنګله‌دیش کې د هند د اتباعو او هندو مذهبه بنګله‌دیشیانو خوندیتوب ډاډمن کړي. د دغې کمېټې مشري به د هند د سرحدي ځواکونو د ختیځې قوماندې د اعلی قوماندان د مرستیال پر غاړه وي. د بنګله‌دیش حکومت او خلک باید هند ته ښکاره پیغام واستوي، چې ژر تر ژره دې د دغو پټو ګواښونو مخه ونیسي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې په خپله خاوره کې د ظالمې تښتېدلې حسینې کوربه‌توب کوي.

موږ باید ټول اړین ګامونه واخلو چې په دغه هېواد کې د امریکا-انګلیستان-هند نفوذ او لاسوهنه ختمه کړي. همدارنګه موږ باید د پیلخانې سیمې په ټول‌وژنه کې د هند لاسپوڅي د عدالت منګولو ته وسپارو او د دې تر څنګ یو داسې پیاوړی پوځ جوړ کړو چې د دغه هېواد د حاکمیت او امنیت ساتنه وکړي.

﴿لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا...[المائده: ۸۲]

ژباړه: «ته به د مومنانو په دښمنۍ کې تر ټولو ډېر سخت یهودان او مشرکان ومومې ...»

د حزب التحریر – ولایه بنګله‌دیش مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶هـ.ق کال د صفر ۵مه

۲۰۲۴م کال د اګېسټ ۱۰مه

 

د مطلب ادامه...

د مالي-نیجر-بورکینافاسو درې اړخیز هوکړه لیک

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

پوښتنه:

په بورکینافاسو، نیجر او مالي کې د نظامي شورا رهبرۍ د ۲۰۲۴م د جولای په ۶مه د نیجر په پلازمېنه نیامي کې د یوې ناستې پرمهال د "کنفډريشن" هوکړه‌لیک د لاسلیکولو خبر ورکړ. ایا د دغه اعلان تر شا کوم نړیوال قدرت دی؟ که داسې وي، نو کوم یو دی؟ یا دا چې دغه هوکړه‌لیک پخپله د دغو دولتونو خپل او داخلي اقدام دی؟ له تاسو ډېره مننه!

ځواب:

د دې لپاره چې موضوع ښه واضح شي، لاندې مسایلو ته کتنه کوو:

۱ـ دغه دری دولتونه له هغو انقلابونو وروسته چې په ۲۰۲۰م -۲۰۲۳م کلونو کې رامنځته شول، د غرب مزدوران شول او د هغه په امر عمل کوي؛ لکه څنګه چې موږ د ۲۰۲۰م د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پوښتنې په ځواب کې د ګویتا اسیمي په رهبرۍ د مالي د انقلاب په اړه، همداراز د ۲۰۲۳م د فبرورۍ په ۷مه مو د پوښتنې په ځواب کې د ابراهیم تراوري په رهبرۍ د بورکینافاسو د انقلاب په اړه او همدارنګه د ۲۰۲۳م د اګېسټ په ۱۵ مو د عبدالرحمن تیچاني په رهبرۍ د نیجر د انقلاب په اړه ځوابونه ویلي وو. دا دری واړه خاورې اسلامي دي.

الف: مالي اسلامي خاوره ده، چې اسلام په یوولسمه پېړۍ کې هلته رسېدلی او اوس هم په مالي کې د اسلام دین تر ټولو مخکې دی، چې شاوخوا ۹۰سلنه خلک یې مسلمانان دي، ۵ سلنه نصرانيان او ۵ سلنه یې د نورو دینونو پیروان دي. پلازمېنه یې باماکو ده.

ب: بورکینافاسو د افریقا په لویدیځ کې هغه دولت دی، چې اسلامي خاوره ګڼل کېږي. د ۲۰۰۶م کال د احصایې له مخې تر ۶۰.۵٪ ډېر اوسېدونکي یې مسلمانان دي، شاوخوا ۲۳٪ نصرانيان او پاتې یې د نورو دینونو پیروان دي. د دې خاورې مساحت ۲۷۴۲۰۰ کیلومتره مربع دی، د اوسېدونکو شمېر یې ۲۱۵۱۰۱۸۱ کسانو ته رسېږي او د خپل اقتصاد په برخه کې پر زراعت تکیه دی او "واګادو وګو" یې پلازمېنه ده، چې د اسلامي خاورو یو مهم ښار ګڼل کېږي.

ج: نیجر د افریقا په لویدیځ کې موقعیت لري او د نیجر سيند ته یې نسبت ورکول کېږي، نو ځکه د نیجر په نوم یادېږي. دا خاوره د جنوب لخوا له نایجریا او بینین سره او د لویدیځ لخوا له بورکینیافاسو او مالي سره او د شمال لخوا له الحزایر او لیبیا سره ګډه پوله لري؛ په داسې حال کې چې تیچاد له ختیځې خوا ورسره ګډه پوله لري. په ټولیزه توګه د نیجر مساحت شاوخوا ۱۲۷۰۰۰۰ کیلومتره مربع دی. نیجر اسلامي خاوره ده او اسلام د دې خاورې تر ټولو لوی دین دی چې په دې خاوره کې د مسلمانانو شمېر ۹۹.۳٪ ته رسېږي. نیجر ته په ۱۵مه پېړۍ کې اسلام د سونګای د حاکمیت د پراخوالي او د عربي مراکش او مصر د صحرا له لارې د سوداګریزو اغېزو په سبب خپور شوی دی او د دې خاورې پلازمېنه نیامي ده.

په دې ترتیب هغه انقلابونه چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳م کلونو کې په مالي، نیجر او بورکینافاسو کې رامنځته شول، د امریکا په سرپرستۍ او ملاتړ وو.

۲ـ یادو دریو دولتونو د ۲۰۲۳م د سپټمبر په ۱۶مه نېټه "د ساحل دولتونو تړون" په نیجر کې د افریقا د غربي دولتونو د اقتصادي ډلې د نظامي احتمالي مداخلې د ګواښونو پر ضد د ګډ دفاعي ځواک د رامنځته کېدو لپاره ترسره کړ.

د مالي ولسمشر "عاصمي ګویتا"، د نیجر ولسمشر جنرال "عبدالرحمن تیاني" او د بورکینیا ولسمشر "ابراهیم تراوري" د ۲۰۲۳م په سپټمبر کې تړون لاسلیک کړ، چې د مالي د بهرنیو چارو وزیر "عبدالله دیوب" په دغه سازمان کې څرګنده کړه: «ډېر ژر به د دغو دریو دولتونو تر منځ د نظامي او اقتصادي هڅو یو ترکیب رامنځته شي.»

دغه ګډ تړون چې د مالي، بورکینافاسو او نیجر رهبرۍ د ۲۰۲۳م د سپټمبر په ۱۶مه لاسلیک کړ، په اصل کې "د ساحلي دولتونو ایتلاف" جوړوي او د ایتلاف د تاسیس میثاق له ۱۷ مادو څخه جوړ شوی، چې لومړۍ ماده یې د دغه تړون نوم "لیبتا-ګورما" بیانوي او لاسلیکوونکو اړخونو د ساحلي دولتونو د ایتلاف پر رامنځته کېدو هوکړه کړې او په "AES" سره اختصارېږي. د دغه تړون د دویمې مادې پر اساس، له دغه تړون څخه موخه د یوه ټولیز جوړښت رامنځته کېدل او د لاسلیکوونکو اړخونو لپاره متقابلې مرستې دي. همدارنګه د دغه میثاق په ۶مه ماده کې راځي: «د دغه ایتلاف د یوه لوري پر رهبرۍ او ځمکنۍ بشپړتیا برید کول، په حقیقت کې د نورو لپاره دښمني ګڼل کېږي او همدا مسله ده چې متقابله همکاري لازمي کوي او د امنیت د ټینګښت په موخه وسلوال ځواکونه تنظیمېږي.» د دغه تړون په ۱۱مه ماده کې راځي: «دا یو پرانیستی ایتلاف دی، چې هر بل دولت له دغو دریو دولتونو سره په ورته جغرافیوي، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي واقعیتونو کې یو ځای کېدلی شي او د دغه تړون موخې منلی شي.» (سرچینه: د الجزیرې څېړنیزه موسسه / ۲۵جون ۲۰۲۴م)

دا ایتلاف چې دغه درې دولتونه یې جوړوي، پخپله ۶مه او ۱۱مه ماده کې بیانوي، چې د دغه ایتلاف له رامنځته کېدو څخه موخه د پردیو د احتمالي نظامي مداخلو په ځانګړې توګه د فرانسې پر وړاندې مقابله او غبرګون دی؛ هغه احتمالي نظامي مداخلې چې د افریقا د غربي دولتونو د اقتصادي ډلې له لارې ممکنې دي او له دغه ایتلاف څخه موخه د یرغل په حالت کې د فرانسې د بهرني نظام زیانمنول دي. د دغه ایتلاف بل هدف دا دی، چې د افریقا د لویدیځو دولتونو د اقتصادي ډلې په دننه کې درز رامنځته کړي؛ لکه څنګه چې د دغه تړون له ۱۱ مادې څخه څرګندېږي او هم له دغه ایتلاف سره د یو ځای کېدو په موخه د اقتصادي ډلې د غړو دولتونو له هڅولو څخه معلومېږي.

۳ـ مالي، نیجر او بورکینافاسو د ۲۰۲۴م د سپټمبر په ۶مه د کنفډريشن هوکړه لیک د رامنځته کېدو خبر ورکړ او په همدغه تاریخ دغو هېوادونو د نیجر په پلازمېنه کې لاسلیک کړ، چې په حقیقت کې د ساحلي دولتونو ایتلاف د هوکړه لیک بشپړوونکی و، کوم چې په لومړۍ ناسته کې لاسلیک شو.

«بورکینافاسو، مالي او نیجر چې د افریفا په ساحلي سیمه کې پراته دي؛ د شنبې په ورځ یې خپل اتحاد د یوه کنفډريشن په توګه اعلان کړ. دغو درې ګونو دولتونو په خپله وروستۍ بیانیه کې، د خپلې لومړۍ ناستې په بهیر کې د شنبې په ورځ د نیجر په پلازمېنه نیامي کې وویل: «د دغو دریو دولتونو مشرانو تصمیم نیولی، چې دغه غړي دولتونه باید له یوه ابتدایي پړاو څخه یوه ژور پړاو ته لاړ شي او له همدې امله یې هوکړه رامنځته کړه، چې د بورکینافاسو، مالي او نیجر تر منځ "د ساحلي دولتونو کنفډريشن" په نامه یو کنفډريشن جوړوي.» (سرچینه: الاحاد الاماراتیة ۶ جولای ۲۰۲۴م)

۴ـ که څه هم امریکا په دې اړه مستقیمې څرګندونې نه دي کړې؛ خو ټولې نښې پر دې دلالت کوي چې امریکا د پردې تر شا د ساحلي دولتونو د کنفډريشن د تاسیس هڅه کوله او امریکا غواړي چې له دغه کنفډريشن څخه د یوې ساتونکې کلا په توګه ګټه واخلي، ترڅو په دغو دولتونو کې یې مزدوران د "اکوواس" ډلې له فشارونو څخه خوندي کړي؛ په ځانګړې توګه دغه درې دولتونه چې تقریبا محاصره دي او اوبو ته د نه لاسرسي په سبب یې سوداګري له ستونزو سره مخ ده. له بل اړخه امریکا غواړي چې دغه درې هېوادونه باید یو ایتلاف وي، ترڅو د "اکوواس" پر وړاندې ودرېږي؛ هغه اکوواس چې فرانسه او بریتانیا پرې تسلط لري. همدارنګه همدا اوس د دغه کنفډريشن په اړه د "اکوواس" ډلې په دننه کې نیوکې راپورته شوې دي او د هغو د اصلاح غوښتنه یې کړې او دغه نیوکې د سنېګال د ولسمشر په خبرو کې څرګندې شوې. په دې معنا چې د کنفډريشن په لوري له "اکوواس" څخه د دغو دولتونو وتل یوه ممکنه چاره شوې ده.

۵ـ نو دغه کنفډريشن خپلسری او بې‌حسابه نه و، بلکې امریکا د دغو دریو مزدورو دولتونو تر منځ دغه کنفډريشن رامنځته کړ، ترڅو له دې لارې خپلې مستعمرې خوندي کړي او د اروپا په ځانګړې توګه د فرانسې د نفوذ مخه ونیسي، چې یو ځل بیا خپلو مستعمرو ته را ونه ګرځي. همدارنګه هغه پلانونه او اقدامات چې دغو دولتونو له دې اتحادیې وړاندې ترسره کړي، پر دې مسله ټینګار کوي چې ځینې پلانونه یې په لاندې ډول دي:

ا- بورکینافاسو او نیجر د ۲۰۲۳م د نومبر په میاشت کې اعلان وکړ، چې د ساحل د پنځه ګونو دولتونو ډلې د کار له ځواک څخه ووتل؛ لکه څنګه چې مالي هم د ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې د ساحل د پنځه ګونو دولتونو ډلې د کار له ځواک څخه ووت. بورکینافاسو او نیجر د شنبې په ورځ د ساحلي دولتونو له ډلې څخه د وتلو اعلان وکړ؛ البته دا د مالي له وتلو څخه یو نیم کال وروسته وو، چې له افریقایي ټولنې څخه بهر شو. د بورکینافاسو او نیجر حکومتونو په ګډه بیانیه کې چې د بورکینافاسو رسمي خبري مرکز نشر کړه، داسې راغلي وو: «دا د رهبرۍ تصمیم دی، چې له ژورې ارزونې وروسته دغه ډله او د هغې کړنلاره رامنځته شوې ده.» دا بیانیه زیاتوي: «په ساحل کې د پنځه ګونې ډلې لپاره ممکنه نه ده، چې د ساحل اړوند ملت د زیان لپاره د پردیو ګټو ته خدمت وکړي؛ دا خو څه کوې چې یو قدرت دې د ګمراه کوونکي او ماشومانه شراکت په نامه د فشار له لارې زموږ د ملت او دولت د حاکمیت له حق څخه منکر شي. نو بورکینافاسو او نیجر په بشپړ وضاحت سره له دې سیمې د وتلو تاریخي مسوولیت پر غاړه لري.» (سرچینه: انادولو خبري اژانس؛ ۳ اکتوبر ۲۰۲۳م)

د مالي نظامي شورا د یکشنبې په بیانیه کې خبر ورکړ، چې هغه څو ملتي نظامي ځواک له ساحلي سیمې څخه د افریقا لویدیځ ته لاړ، چې په ۲۰۱۴م کال د جهادیانو پر ضد رامنځته شوی و. نظامي شورا د ځواکونو د وتلو دغه تصمیم په دې توجیه سره ونیو، چې مالي د ساحل د پنځه ګونو دولتونو د ډلې له اداره کولو څخه منعه شو؛ په داسې حال کې چې وړاندوینه داسې وه، چې باماکو به د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د موریتانیا، چاد، بورکینافاسو او نیجر دولتونو د رهبرۍ لپاره د دغه کنفرانس کوربه وي؛ د اجازې نه ورکولو لامل د مالي داخلي بې ثباتي ښودل شوې وه، چې نظامي انقلاب یې شاهد و او د دغه نظامي انقلاب پر اساس نظامي شورا قدرت ته ورسېده. (سرچینه: فرانس ۲۴؛ ۱۶ مې ۲۰۲۲م)

ب: هر یوه مالي، نیجر او بورکینافاسو د ۲۰۲۴م کال په جنوري کې له "اکوواس" څخه د وتلو دلیل دا اعلان کړ، چې د فرانسې له نفوذ څخه ځان خلاصوي او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په پلمه د هغې نظامي لاسوهنو ته نوره اجازه نه ورکوي؛ همدارنګه په دې بیانیه کې راغلي دي: «مالي، بورکینافاسو او نیجر د یکشنبې په ورځ د افریقا د لویدیځو دولتونو له اقتصادي ډلې (اکوواس) څخه د وتلو تصمیم ونیو.» په دې ګډه بیانیه کې چې د ساحل د دری ګونو دولتونو لخوا صادره شوه، داسې راپور وړاندې شوی چې درې ګوني دولتونه به له "اکوواس" څخه چې ۱۵ غړي لري، ډېر ژر بهر شي. درې ګوني دولتونه هغه دي، چې رهبري یې نظامي شوراوې او لنډمهاله انتقالي حکومتونه پر غاړه لري. دا بیانیه زیاتوي: «اکوواس له پردیو څخه پر اغېزمنتیا او خپلو باورونو ته پر خیانت تورن دی، چې دغه اغېزمنتیا او خیانتونه د دغو دریو دولتونو لپاره ګواښ دی.» (سرچینه: انادولو خبري اژانس؛ ۲۸ جنوري ۲۰۲۴م)

۶ـ ټول دغه موارد څرګندوي چې دغه درې ګوني دولتونه د فرانسې تر نفوذ او اغېز لاندې سازمانونو څخه بهر شول، ترڅو د فرانسې له اغېز څخه ځان وژغوري. مګر دا لرې خبره ده چې دغه دولتونه دې په خپله اراده او تصمیم د امریکا له ملاتړ پرته دغه ډول اقدام وکړي؛ بلکې د امریکا په امر یې کنفډريشن رامنځته کړ او د هغې په غوښتنه او اراده و، ترڅو "اکوواس" ټوټه ټوټه کړي او یا یې کمزوری کړي. همدغه دلیل دی چې په دغو دریو مهمو هېوادونو کې، چې ۷۰ میلیونه اوسېدونکي لري، د فرانسې نفوذ له تزلزل سره مخ دی.

دغه درې دولتونه د انرژۍ او معادنو په برخه کې پرېمانه سرچینې لري، چې د فرانسې شرکتونو ورڅخه ګټه اخیسته، خو له دې وروسته همدغه کنفډريشن او د رهبرۍ دغه بصیرت ورته یو ګواښ دی، چې د ساحل په سیمه کې به ډېر دولتونه د فرانسې د نفوذ له دایرې څخه وباسي. هغه بې‌ثباته حکومتونه دي، چې د دغو خاورو د سرچینو لوټلو ته یې د فرانسې په واسطه زمینه برابره کړې ده او د دې لامل شول چې له حکامو څخه دې شدید فقر او پراخ فساد په میراث پاتې شي. د دغو نويو واقعیتونو پر اساس امریکا هغه نظامیان چې ورسره په اړیکه کې ده، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې، د تمرین ورکولو او نظامي ملاتړ تر نامه لاندې ځان ته جذبوي او فرېب ورکوي.

په ټوله کې ویلی شو چې د دغو دریو دولتونو د رهبرانو مقاومت د فرانسې پر وړاندې یو لوی ګواښ ګڼل کېږي، چې د فرانسې د نفوذ پر وړاندې رامنځته شوی دی، که څه هم د فرانسې نفوذ دلته له ډېر وخت راهیسې دوام درلود.

۷ـ په دې توګه واضح کېږي چې د اسلامي خاورو حکام د اسلامي خاورو تابعیت او پیروي له یوه استعمارګر دولت څخه بل استعمارګر دولت ته سپاري؛ دوی فرانسې ته شا کوي چې د مسلمانانو شتمنۍ یې لوټلې؛ خو امریکا ته مخ اړوي، هغه امریکا چې د مسلمانانو پاتې شتمنۍ یې چې له فقر او بېوزلۍ سره مخ دي، غلا کوي. داسې لکه مسلمانان چې د خپلو خاورو له حاکمیت او کنټرول څخه عاجز وي؛ که څه هم دغه تریخ واقعیت ټولې اسلامي خاورې نیولې دي، خو د افریقا په خاورو کې د نورو په پرتله شدید او ژور دی.  

نو په هره کچه چې د مسلمانانو سیاسي ځيرکتیا او درک د خپل دین په اړه زیاتېږي او په دې باوري کېږي چې د دنیا او اخرت له عذاب څخه د خلاصون یوازینۍ لاره پر دین منګولې لګول دي، په همغه اندازه د الله سبحانه وتعالی رضایت ته نږدې کېږي او د استعمارګرو کفارو پر وړاندې یې کینه او نفرت زیاتېږي؛ هغه استعمارګر کفار چې د دوی د خاورو شتمنۍ خوري او دوی ته یې پر ځای فقر او بېوزلي پرېږدي. همدغه سیاسي ځيرکتيا او درک دی چې مسلمانانو ته همت ورکوي او د دین د اقامې او د اسلامي دولت د تاسیس له لارې د اسلامي ژوند د بیا راګرځولو لپاره دوی ته ځواک بښي؛ هغه اسلامي دولت چې مسلمانانو ته یووالي ورکوي، هغه دویم راشده خلافت دولت چې د نبوت پر منهج له ظالمو پاچاهانو وروسته تاسیس کېږي؛ هغه ظالم پاچاهان چې اوسمهال مسلمانان د دوی په عصر کې ژوند کوي.

موږ د الله سبحانه وتعالی په مرسته په هغه پړاو کې یو، چې د صبر کاسه مو ډکه شوې او مسلمانان یوازې یو ګام د خلافت دولت له تاسیس، د اسلامي خاورو له یو ځای کولو او د هر استعمارګر کافر دولت له شړلو څخه لرې دي؛ بلکې هغو دولتونو ته به هدایت لېږي.

له شک پرته چې د دغه ډول واقعیت راوستل د الله سبحانه وتعالی لپاره سخت نه دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کې چې احمد له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت کړی، فرمایلي دي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: وروسته به جبریه پاچاهان راځي، تر هغه وخته چې الله (سبحانه وتعالی) وغواړي، کله چې وغواړي هغه به له منځه یوسي او وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راځي؛ بيا چوپ شو.

۱۴۴۶هـ.ق کال د محرم الحرام  ۱۸مه

۲۰۲۴م کال د جولای ۲۴مه

ژباړن: ابوبکر منصور

د مطلب ادامه...

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر پر راتګ بندېز د ستایلو دی؛ خو د «رأس الکفر» د نفوذ جرړې باید وایستل شي

د افغانستان د حکومت ویاند له دویچه‌وله سره په مرکه کې اعلان کړه چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړی راپورتر ريچرډ بېنېټ افغانستان ته له راتګه منع شوی. نوموړي ټینګار وکړ چې «بېنېټ د افغانستان پر وړاندې د پروپاګند لپاره مامور شوی و او داسې څوک نه دی چې پر خبرو يې باور وشي.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دغې پرېکړې هرکلی کوي او هیله لري چې دا ډول پرېکړې تعمیم ومومي، لا پراخې او لا هر اړخیزې شي. ريچرډ بېنېټ د لویو دولتونو او بنسټونو د سیاستونو پلی کوونکی دی، خو په حقیقت کې امریکا او ملګري ملتونه «د کفر امامان» دي او د سیاسي اسلام د ځپلو، د کفري عقایدو دودولو او د مسلمانانو د منحرفولو اصلي عوامل ګڼل کېږي. نو د افغانستان حکومت باید د دغو کسانو پر هدف ګرځولو سربېره، د فساد، جنایت او کفر ريښې هم له منځه يوسي.

په داسې حال کې چې ريچرډ بېنېټ د ملګرو ملتونو مامور دی؛ خو له بده مرغه د دغه سازمان سیاسي استازولي (یوناما) لا هم په افغانستان کې فعاله ده. یوناما د غربي ارزښتونو او بشر حقونو په دودولو او د مسلمانانو په منحرفولو کې فعاله ونډه لري؛ په خپلو راپورونو کې په ښکاره پر اسلام برید کوي او د اسلام احکام «ظالمانه» بولي. د یوناما یوه دنده په افغانستان کې د بشر حقونو دودول دي، په داسې حال کې چې د بشر حقونه غیر شرعي مفهوم دی چې کفري ارزښتونه رانغاړي او د لویو قدرتونو لخوا د نفوذ او ځپلو د وسیلې په توګه کارول کېږي. په اوسني وخت کې د بشر د حقونو ادعا کوونکي د بشر د تاریخ تر ټولو ستر جنایتکاران دي.

نن مسلمانان د خلافت په نشت کې د غربي سیاسي نظم او بنسټونو په لومه کې ګیر دي. غربي بنسټونه په څو اړخیز ډول عمل کوي او د یوه فرد په محدودولو یې مخه نه شي نيول کېدی. غربي قدرتونه د «ګواښ او تطمیع» سیاست په کارولو هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي او مجاهدین د اسلام له پلي کولو منحرف کړي. د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې، هیډر بار خبرداری ورکړی چې پر ريچرډ بېنېټ بندیز د کار پای نه دی او دوی به له نورو لارو خپل فعالیت ته دوام ورکړي. هغې په یو ډول مدني بنسټونو ته ـ چې له غرب سره ارزښتي، سیاسي او استخباراتي اړیکه لري ـ اشاره وکړه.

نو د افغانستان حکومت باید د دغو کسانو پر محدودولو سربېره، په اساسي ډول د غربي بنسټونو، نا دولتي سازمانونو (NGOs)، غربي پروسو او دغه راز د استعمار د اقتصادي او سیاسي نفوذ جرړې وباسي. دا چاره یوازې هغه وخت شونې ده چې دويم راشده خلافت دولت تاسیس شي او د نوي نړیوال نظم په حاکمولو سره اسلامي امت د هغو دولتونو او سازمانونو له څو اړخیزې محاصرې خلاص کړي چې «رأس الکفر» بلل کېږي.

وَإِن نَّكَثُوا أَيْمَانَهُم مِّن بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ ۙ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنتَهُونَ [التوبه، ۱۲]

ژباړه: «او كه دوی تر ژمنې وروسته خپلې لوړې ماتې کړې او ستاسې پر دين يې بد وويل (نو تاسو هم) د كفر له مخکښانو سره وجنګېږئ؛  ځکه دوى پر ژمنو نه درېږي، ښایي (د تورې په زور له ژمنې ماتولو او کفر څخه) لاس واخلي.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

له ازبکستاني پلاوي سره تعامل او تود هرکلی يې له ظالمو حکامو څخه د ملاتړ څرګندوی دی Featured

د ازبکستان لومړی وزير عبدالله عارف‌اف د يوه اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی او د افغانستان د حکومت له لوړپوړو مقاماتو سره يې وليدل. د دې ليدنې په پايله کې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د اقتصاد، انرژۍ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخو کې د ۲.۵ ميليارډ ډالرو په ارزښت د همکارۍ ۳۵ تفاهم ليکونه لاسليک شول.

د افغانستان حکومت په داسې حال کې په پراخه سينه د ازبکستاني پلاوي هرکلی کوي چې ازبکستان په منځنۍ اسيا کې د مسلمانانو، دعوتګرانو او مجاهدينو ـ چې د اسلام د اقامې غوښتونکي دي ـ په ځپلو کې فعال رول لري. له بل اړخه ازبکستان هغه هيواد دی چې په تېر کې يې خپله هوايي اډه د افغانستان د اشغال لپاره امريکا او ناټو ته په واک کې ورکړې وه او د افغانستان په شل کلن اشغال کې يې د تامينوونکي رول درلود. همدا دليل دی چې ازبکستان د امريکا لپاره په سيمه کې د اسراييلو په څېر ارزښت لري.

ازبکستان هغه خاوره ده چې د اسلامي لښکر په واسطه فتح او د خلافت د حاکميت تر چتر لاندې راغله او د بخاري، ترمذي او ابو منصور ماتريدي رحمهم الله پشان سترو علماوو يې په ايماني فضا کې ژوند کاوه. خو له بده مرغه دغه خاوره نن د جابرو حکامو تر واکمنۍ لاندې ده چې د دغې خاورې بچيان د اسلام په جرم ځپي. د افغانستان د حکومت لخوا د ازبکستاني پلاوي تود هرکلی له ظالمو حکامو څخه د ملاتړ څرګندوی دی، په داسې حال کې چې اصلي مکلفيت يې بايد له مظلوم ملت څخه دفاع وي چې هره ورځ د دغو حکامو تر پښو لاندې ځپل کېږي. د مرکزي اسيا مسلمانان او جهادي ډلې په افغانستان کې د مجاهدينو واک ته رسېدو ته خوښ وو او د پولو د ماتېدلو او د دوی د خاورو د ازادۍ هيله يې لرله، خو د مرکزي اسيا له ظالمو ديکتاتورانو سره د حاکم نظام نږدې تعامل د هغوی هيلې په ناهيلۍ بدلې کړې او په سياسي او اقتصادي تعاملاتو سره يې دا ذهنيت را منځ ته کړ چې د دې پر ځای چې حاکم نظام ډېر د مرکزي اسيا د مسلمانانو تر څنګ ودرېږي، د تاريخ په ناسم لوري او د ظالمو ديکتاتورانو په څنګ کې قرار لري.

ازبکستان کوم ځواکمن هيواد نه دی چې د خپلواکو سياسي اړيکو او لويو اقتصادي پروژو د پر مخ وړلو وړتيا ولري، بلکې پخپله يو تابع دولت دی چې د امريکا او روسيې په نيابت په افغانستان کې استعماري موخې پر مخ وړي. په واقعيت کې د ازبکستان د دغو وعدو او اقتصادي پروژو تر شا سياسي او استخباراتي موخې پرتې دي. که څه هم د افغانستان حکام سيمه‌ييزو اقتصادي پروژو ته د «ګټلو ـ ګټلو» لوبې په سترګه ګوري، خو که دغو پروژو ته د اسلامي سياست له زاويې وکتل شي، دا د «ګټلو ـ بايللو» لوبه ده چې افغانستان پکې بایلونکی لوری دی.

لوی اقتصاد جوړول د اسلام له احکامو سره په ټکر کې نه دی، خو که اسلام معيار و نه نيول شي او بر عکس اقتصاد «محور» وګرځول شي، دا چاره د دې لامل کېږي چې حکومت په پانګوال نظام بدل شي. دا سياستونه څرګندوي چې زموږ حکام اسلامي حللارې غير واقعي ګڼي او څنګ ته کوي يې او پراګماټيک او واقعيت‌پال سياست مخته وړي. که حکام د اسلام له سياسي، اقتصادي او اجتماعي نظام څخه واضح درک نه لري، نو بايد حزب التحرير يا نورو جريانونو ته چې دغه درک لري، مراجعه وکړي. له دې پرته بايد خلک په فتنه کې وا نه چوي؛ ځکه له ظالمو حکامو څخه هرکلی د دې لامل کېږي چې د افغانستان خلک د ښه او بد په پېژندلو کې له تېروتنې سره مخ شي او و نه شي کولی چې د جابر او عادل تر منځ توپير وکړي.

حکام بايد وپوهېږي چې يوازې په دويم راشده خلافت سره اسلام تطبيقېدلی شي، تمکين موندلی شي او اسلامي امت له نورو امتونو ځانګړی کېدی شي. خليفه هغه څوک دی چې د اسلام پر بنسټ ځواکمن تمدن تاسيسوي او له ظالمانو سره د تعامل پر ځای د مظلومانو مرستې ته وردانګي. په واقعيت کې هغه کسان چې يوازې له الله سبحانه و تعالی څخه مرسته غواړي، د اسلام په تطبيق کې صبر غوره کوي او په خپل سياست کې تقوا رعايتوي، الله سبحانه و تعالی دغه شان انسانانو ته خلافت او نړيوال قدرت ور په برخه کوي او د ځمکې وراثان يې ګرځوي.

قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا ۖ إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ [الاعراف، ۱۲۸]

ژباړه: موسی خپل قوم ته وويل: له الله مرسته وغواړئ او صبر وکړئ. بېشکه ځمکه د الله ده او هغه له خپلو بندګانو څخه هغه چا ته، چې خوښه يې شي، (له نورو څخه) په ميراث ورکوي او (غوره) عاقبت د متقيانو لپاره دی.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

له پاکستان تر فلسطینه... اې د مسلمانانو ځواکونو، د دې عصر صلاح الدین چېرته دی!؟

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال د اګېسټ په ۱۱مه د پاکستان دولت د تېر پشان یو ځل بیا د غزې د نویو ټول‌وژنو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په صادرولو ځان له مسولیته خلاص کړ. د ۲۰۲۴م کال د اګېسټ په ۱۰مه صهیونیستي رژیم د سهار لمانځه پر مهال پر هغو بېځایه شویو د توغندیو برید وکړ چې په یوه ښوونځي کې یې پناه اخیستې وه؛ د دغه برید په پایله کې تر سلو ډیر مسلمانان شهیدان شول. ډیری جسدونه نه پېژندل کېدل او د شهیدانو د بدن غړي په کڅوړو کې خښ شول.

خو د مسلمانانو د تر ټولو پیاوړي ځواک قوماندان، چې په څو ساعتونو کې د صهیونیستي اشغال ختمولو وړتیا لري، یوازې په دې خبره ځان له مسولیته خلاص کړ چې «له زړونو مو د وینو څاڅکي څاڅي». د یهودو پر هغو وحشتونو سربېره چې ټول اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي، د پوځ مشر د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د نظامي اقدام مخه نیولې؛ ځکه چې د واشنګټن له امرونو پرته یو عملیات هم نه شي کولی. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿رَضُواْ بِأَنْ يَكُونُواْ مَعَ الْخَوَالِفِ وَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ﴾ [توبه: ۸۷]

ژباړه: «(هو) دوی له کور ناستو ښځو سره په پاتې کېدو خوشحاله شول او پر زړونو يې [د خوف او نفاق] ټاپه ووهل شوه؛  نو ځکه دوی نه پوهېږي (چې د دنیا عزت او د اخرت سعادت په جهاد او د پیغمبر په پیروۍ کې دي)»

د صهیونیستي رژيم الوتکې، ډرون، ټانکونه او نورې وسلې چې د امریکا، بریتانیې، فرانسې، المان، هند او د اسلام مخالفو نورو هیوادونو لخوا برابرېږي، پر مسلمانانو اورونه اوروي. نه روغتونونه په امن دي او نه ښوونځي. د کډوالو پر کمپونو هم بریدونه کوي. هیڅ شی له ویجاړۍ په امن نه دي او دا ویجاړۍ سړي، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ان ډبرې او ونې ورسره اخلي. سره له دې، د مسلمانانو پوځونه نندارې ته ناست دي؛ ته به وایې چې دا جنایتونه په یوه لرې کهکشان کې کېږي چې له موږ څخه ملیونونه نوري کاله واټن لري!

له بده مرغه، د خاینو چارواکو د ذليلانه قوماندې ځنځير نه ماتېږي او د جهاد د مکلفیت لپاره هیڅ اقدام نه کېږي؛ سره له دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ الْخَالِقِ» (رواه الترمذي)

ژباړه: د خالق په معصیت کې د مخلوق اطاعت نشته.

او الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴾ [توبه: ۳۹]

ژباړه: «كه تاسې (جهاد ته) و نه وځئ (نو الله) به دردناكه سزا دركړي او ستاسې پر ځاى به بل قوم راولي او الله ته هېڅ زيان رسولی نشئ او الله پر هرڅه لاسبری دى»

ای د پاکستان وسله‌والو ځواکونو او اې مجاهدینو!

که د دومره مسلمانانو پر ځای څو ژوي وژل شوي وای، د غرب منحرف نړیوال نظم به سخت غبرګون ښودلی و. خو دا چې د مسلمانانو رښتینی ملاتړی، یعنې راشده خلافت نشته، وینه یې ارزانه او بې ارزښته ګڼل کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» (مسلم)

ژباړه: بېشکه چې امام ډال دی چې تر شا يې جګړه کېږي او هغه ته پناه وړل کېږي.

اې د مسلمانانو ځواکونو!

د مسلمانانو د ځان مسولیت په ځانګړي ډول ستاسو پر غاړه دی! تاسو هغه خلک یئ چې د الله سبحانه و تعالی امر مو له پامه غورځولی او په غرب پورې تړلو رهبریو څخه د جهاد د امر په تمه یئ. له مکلفیت څخه ځان خلاصولو او تعلل څخه لاس واخلئ، د حزب التحریر ملاتړ وکړئ چې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړي؛ ځکه چې همدا خلافت دی چې د امت ساتنه کوي او پوځونه د جهاد لپاره په حرکت راولي چې د فلسطین ټوله ځمکه ازاده کړي؛ ستاسو خلیفه به داسې کس وي چې د الله سبحانه وتعالی په لار کې جهاد کې به ستاسو رهبري وکړي چې ان شاء الله د ازاد شوي مسجد الاقصی په میدانونو کې به د تکبیرونو نارې پورته کړئ.

د حزب التحریر – ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶هـ.ق، د صفر ۱۱مه

۲۰۲۴م، د اګېسټ ۱۶مه

 

د مطلب ادامه...

د زمري ۲۴مه؛ له وياړه ډکه ورځ چې ثمره يې له لاسه وځي! Featured

د اسد ۲۴مه (د اګسټ ۱۵مه) د جمهوريت د پرځېدو او کابل ته د مجاهدينو د داخلېدو له درېيمې کليزې سره برابره ده. دا ورځ له يوه اړه د اشغالګرو د ماتې او له بله اړخه د جمهوري نظام د پرځېدو په خاطر يوه تاريخي او مبارکه ورځ ګڼل کېږي. دا ورځ هغه فرصت و چې افغانستان پکې له مرکزي اسيا سره په وحدت کولی شول چې د خلافت په ځواکمن دولت بدل شي، خو له بده مرغه د تېرو درېیو کلونو په اوږدو کې غربي قدرتونو، د سيمې خاينو حکامو او نامطلوبو عناصرو هڅه وکړه چې حاکم نظام له دغې موخې منحرف کړي.

ځينو هغه وخت دغه بدلون «نصرت» وباله. څرنګه چې "نصر" په لغت کې "باراني اوبو" ته ويل کېږي چې ځمکه خړوبوي او ژوندۍ يې ساتي، د ټولې نړۍ د مسلمانانو هيله دا وه چې د افغانستان پر محوريت به د خلافت د تاسيس او د اسلام په حاکميت سره "د باران د رحمت" شاهدان وي؛ د يوې شرعي اصطلاح په حيث بیا د هغه ځواکمن د ملاتړ او مرستې په معنا دی چې داسې ځواک او نفوذ په واک کې لري چې د اسلام حاکميت تقويه کړي او حفاظت او ساتنه يې وکړي.

خو له بدغه مرغه تر نن ورځې د "نصرت" او "رحمت د باران" شواهد ونه ليدل شول، بلکې يوازې د "غلبې" يادونه کولی شو. د نصرت له حکمتونو او ښکلاوو يو دا دی چې د الله تعالی دين تمکين پيدا کوي، مسلمانان د رهبرۍ په چاره کې د ځمکې وارثان ګرځي او دولت د دین د اظهار او اعلاء کلمة الله لپاره جهاد کوي، فتح تر لاسه کېږي، سرحدونه ماتېږي، د مسلمانانو له وينو او مقدساتو دفاع کېږي او خلک جوپې جوپې اسلام يا دار الاسلام ته داخلېږي.

خو په تېرو درېيو کلونو کې فعلي حاکميت د حکومتولۍ، اقتصاد، تعليم او تربيې، ټولنې او بهرني سياست په برخو کې اسلام په بشپړ او هر اړخيز ډول نه دی پلی کړی، په پولو کې محبوس پاتې دی، جهاد يې معطل کړی دی او د ختيځ ترکستان، مرکزي اسيا، فلسطين او نورو اسلامي خاورو له مستضعفينو څخه يې دفاع نه ده کړې او عملاً هڅه کوي چې ځان په نړيوال سيکولر نظم کې ورګډ کړي. په دغو درېيو کلونو کې نه يوازې جوپې جوپې خلک په اسلام کې نه داخلېږي، بلکې جوپې جوپې او مېليونونه خلک زموږ له خاورو څخه غرب ته تېښته کوي. ايا دا همغه مجاهدين نه وو چې ناټو ته يې د احزاب د لښکر په څېر ماته ورکړه؟ خو نن وينو چې د دښمن په زړه کې ورځ په ورځ له مجاهد څخه وېره کمېږي. دا د غير شرعي سياست پايله ده. کله چې احزابو ماته وخوړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغوی سره سوله و نه کړه، له هغوی څخه يې د مرستو او په رسميت پېژندلو غوښتنه و نه کړه، له کفارو سره نرم او له مسلمانانو او دعوتګرانو سره شديد نه شو، بلکې ويې فرمايل:

«الآن نغزوهم ولا يغزونا؛ نحن نسير إليهم» (صحیح البخاری)

ژباړه: اوس موږ د جګړې لپاره په هغوی پسې ورځو، هغوی په موږ پسې د جګړې لپاره نه راځي، موږ د هغوی پر لور ور درومو.

موږ پوهېږو چې د مجاهدينو په منځ کې داسې رهبران شته چې په زړه کې د اسلام تشويش لري او د خير په نيت کې يې هيڅ شک نه شته، خو د اسلام د نه تطبيق او حمل له امله حتا تر ټولو مخلص زړونه هم زنګ نيسي او د خير فرصت او توفيق ترې اخيستل کېږي. که څه هم داسې توجيهات مطرح کېږي چې ګواکې د دغو کارونو لپاره «ترتيبات او تياري روان دي او له بيړې بايد ډډه وشي»، خو درې کاله د اساسي کارونو، اسلام د بشپړ تطبيق او حمل لپاره لږ وخت نه دی!

څرنګه چې د دولتولۍ لپاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم ـ چې د مسلمانانو لپاره د دولتولۍ الګو ده ـ لومړی ګام له خلکو او د قدرت او نفوذ له څښتنانو څخه د شرعي بيعت اخيستل و؛ دويم ګام يې په اسلام کې د دولتولۍ د اساسي اصولو او سرو کرښو تعريف و، تر څو اسلامي دولت له نورو دولتونو ځانګړی شي. هغه صلی الله عليه وسلم په لومړي کال کې د "امت" مفهوم متبارز کړ، د دولتولۍ نظامونه يې پر پښو ودرول او په بهرني سياست کې يې په څرګنده توګه بيان کړه چې د دولت موخه د دين اظهار او دغې موخې ته د رسېدو طريقه قتال دی. په همدې دليل يې د درېیو کلونو په اوږدو کې د اسلامي دولت لښکر له خپلو پولو بهر څو سريو او غزاوو ته ولېږه او په دويم کال يې د بدر په غزا کې له ډېرو لږو نظامي امکاناتو سره قريش مشرکينو ته ماتې ورکړه. خو له بده مرغه چې په تېرو درېيو کلونو کې د دولتولۍ اساسي کرښې نه دي روښانه شوي او عملاً د حاکم نظام د ځينو رهبرانو هڅې د اسلام د تطبيق او خلکو د هدايت پر ځای د خلکو او دعوتګرانو پر ځپلو او د قدرت پر سر پر سيالۍ ورټولې شوې دي.

موږ خپلو مجاهدينو وروڼو ته يادونه کوو چې دين نصيحت دی. اوس هم فرصت له لاسه نه دی وتلی چې "غلبه" د الله تعالی پر نصرت بدله کړو، په دې شرط چې له الله تعالی سره ميثاق د دولتولۍ اساس وګرځوو او د حق مومنانو صفات خپل کړو. موږ باور لرو چې د مجاهدينو په منځ کې ستر خير شته او تقوا او اخلاص د هغوی په منځ کې څپې وهي. پر دغه اساس، پکار ده چې قدرت ـ چې د الله تعالی امانت دی ـ د اسلام د تطبيق او حمل لپاره وکارول شي. که اسلام تطبيق نه شي، نو مجاهدين او عام خلک به فاسد او متفرق شي. نو د قيامت په ورځ به څوک د جبار الله پر وړاندې د هغو کسانو مسوليت پر غاړه واخلي چې ان يوه ورځ يې له خليفه او د اسلام له تطبيق پرته ژوند کړی وي؟

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ملي ګټې؛ زهرجن خنجر!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

مسلمانان باید ملي ګټې د یوې سیاسي ګټې په توګه ونه پېژني. سیاسي ګټه یوه بشپړه اصطلاح ده، چې د اسلام په ثقافت کې ځای لري او له اسلام سره سمه ده. موږ په اسلامي فقه کې هېڅ داسې کتاب نه لرو چې کوم باب یا څپرکی یې دې د ملیت یا قومیت په اړه وي او یا یې دغه مفهوم تایید کړی وي. همدارنګه په هېڅ یوه شرعي نص او عربي لغت کې د ملیت مفهوم ته پام نه دی شوی؛ ځکه د «وطنیت» معنا چې په پښتو ژبه کې ورته ملیت وایو، د «مېشت کېدو» په معنا ده، یعنې استوګن او مېشت شوی وي. ویل کېږي «وطن فلان بالمکان» یعنې فلانی مېشت شو او فلانی ځای یې د ژوند لپاره وټاکه. که دغې معنی ته ځیر شو، ګورو چې د دغه مفهوم او هغو قوانینو او سیاسي ارزښتونو ترمنځ هیڅ اړیکه نشته چې دولت یې د خلکو د ګټو لپاره وضع کوي.

موږ په خپل طبیعي ژوند کې د انقلابونو د رامنځته کېدو او د ایډیولوژیو د نسکورېدو پر مهال د دغو قوانینو د بدلون شاهدان یو؛ د بېلګې په توګه د اروپا ملت د هغه حکومتي ظلم پر وړاندې نوی سیاسي نظام رامنځته کړ، چې له پادشاهانو سره د کلیسا د جوړجاړي په پایله کې پر خلکو روان و او دوی له ژوند څخه د دین د بېلېدو د عقیدې پر بنسټ دغه سیاسي نظام پیل کړ او داسې یو نظام ترې راووت چې دغه سیاسي نظام له وطن، خاورې او جغرافیې یعنې غرونو، دښتو او سیندونو سره هېڅ اړیکه نه درلوده؛ بلکې دغه سیاسي نظام د خلکو له عقل او فکر او له هغه څه چې دوی هوکړه پرې کړې وه او ګټې یې خوندي کولې، رامنځته شو.

دغه مورد د هغو خلکو په اړه دی چې د خپل تحریف شوي دین پر وړاندې یې انقلاب وکړ او پر وړاندې یې جګړې ته ور ودانګل؛ خو اسلامي امت باید په دې قضیه کې څه ډول دریځ ونیسي؟ همدارنګه د بلشویکیانو انقلاب د همغه وخت خلکو د افکارو په پام کې نیولو سره کمونیستي نظام رامنځته کړ او بیا د کمونیستي مفکورې د فساد او ناتوانۍ تر ښکاره کېدو وروسته له منځه ولاړ او بیا یې یو بل سیسټم رامنځته کړ، چې له تېر سیسټم سره په ټکر کې و او دغه سیسټم هم له ملي او جغرافیایي ارزښتونو څخه لرې و.

نو په ټینګار سره ویلی شو چې ملي ګټې یوه ناسمه اصطلاح ده، چې د واقعیت په ډګر کې نشته، بلکې دغه اصطلاح پر داسې مفهوم اطلاقېږي چې د هغو ملتونو په نزد له وطن او استوګنځي څخه ډېره لرې موخه لري، چې د دین او سیاسي نظام پر ضد یې انقلاب وکړ. دغه اصطلاح د دولت د جغرافیې او حدودو او د هغوی د ګټو د پایلو په اختلاف سره تغیر کوي او د ګټو پر اساس یې تصمیم نیول کېږي، چې ایا سره یوځای شي که ووېشل شي، په سوله پرېکړه وشي که په کورنۍ جګړه. لکه څنګه چې اوسمهال د روسیې او اوکراین او همدارنګه د چین او تایوان تر منځ په ځینو سیمو کې دغه اختلاف جریان لري؛ هغه تایوان چې په حقیقت کې یو وخت ټول یوه خاوره وه.

کله چې موږ د سیاستوالو، د واک د خاوندانو او قانون جوړوونکو لخوا د ملي ګټو د اصطلاح کارونې مفهوم ته ځیر شو، نو د دې اصطلاح پر وړاندې له تناقض او ګډوډۍ سره مخ کېږو او دغه ابهام او تناقض شته دی؛ مګر دا چې په معیارونو او د ملي ګټو له مفهوم سره په تعامل کې دوه ګونی چلند وکړو.

پر همدغه اساس ویلی شو چې د ملي ګټو مفهوم د دولت په موخو او غوښتنو پورې تړاو لري؛ هغه که دغه غوښتنې او موخې اقتصادي، یا نظامي او یا هم فرهنګي وي. د دغو موخو په مشخصولو سره د کورنيو سیاستونو موخې او نړیوالې اړیکې ترسیمېږي، یعنې خپل قوانین له واقعیت، امکاناتو او خپل لیدلوري څخه اخلي. لکه څنګه چې هر دولت هڅه کوي چې د خپلو ملي ګټو د خوندي کېدو لپاره چې له سیمې او د نړیوالو حدودو په چوکاټ کې له مشخصې جغرافیې سره تړاو لري او خپلو قوانینو سره چې د دولت له واقعیت، امکاناتو او خپل لیدلوري اخیستل شوي، ځان عیار کړي. نو ملي ګټې د سیاست په چوکاټ کې د واقعیت‌پالنې د یو مکتب تنظیم کېدو ته ویل کېږي.

کله چې موږ ملي اصطلاح ته له سیاسي اړخه وګورو، دې پایلې ته رسېږو چې دغه اصطلاح د پانګوالۍ اصطلاح ده، چې له مادي ګټې پرته بل هېڅ شي ته ارزښت نه ورکوي. له بده مرغه د دې اصطلاح تخم هغه وخت دلته وشیندل شو، کله چې اسلامي خاورې په کوچنیو او کمزورو دولتونو ووېشل شوې، چې اوس د نورو د لاس نانځکې دي.

کله چې دغه اصطلاح د شریعت په چوکاټ واچوو، نو وینو چې دغه اصطلاح د مسلمانانو دین او ژوند ته ډېر ستر خطر لري:

لومړی- د دې اصطلاح لومړی خطر عقیدوي دی؛ ځکه اسلامي عقیدې د وحې پر اساس د الله سبحانه وتعالی د اوامرو ترسره کولو له امله، هر هغه چا ته د حقونو ورکړه او د واجباتو مشخصول لازم کړي، چې د اسلامي دولت تابع وي. یوازې الله سبحانه وتعالی د خپلو بندګانو لپاره تکالیف، واجبات او حقونه ټاکلي دي او دغه ارزښتونه د خاورې او وطن پر اساس نه دي. نو حقونه د اسلامي خاورو په اختلاف سره توپیر نه کوي او د جغرافیې په اختلاف سره نه ساقطېږي. پر همدغه اساس هغه څه چې د یو مسلمان حق دی او هغه څه چې پر یو مسلمان واجب دي، په شرعي دلیل سر ثابت شوي، نه د جغرافیایي او سیاسي دلیل پر اساس.

دویم- د ملي ګټو دویم خطر د مسلمان د فکر په طریقه کې منهجي خطر دی؛ ځکه د مسلمان منهج د فکر په طریقه او تصمیم کې له شرعي دلیل څخه په شرعي حکم پورې مشروط او مقید دی. په افعالو کې اصل پر شرعي حکم مقیید کېدل دي. نو د ملیت لیدلوری له شرعي حکم سره په ټکر کې دی، چې د سیاسي او جغرافیایي واقعیتونو پر محور راڅرخي او دغه محور له حلالو، حرامو او د الله سبحانه وتعالی د اوامرو له تعظیم څخه لرې دی او په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی د حکم د له منځه وړلو لپاره یوه دروازه ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينً﴾ا [احزاب: 36[

ژباړه: مومن نر او ښځه دا حق نه لري، کله چې الله سبحانه وتعالی او پیغمبر یې یو امر لازم وګڼي، نو دوی دې په هغو کې اختیاري ولري؛ هر څوک چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وکړي، ښکاره ګمراهي یې کړه ده.

همدارنګه په اسلامي فکر کې یوه اساسي قاعده دا ده، چې د الله سبحانه وتعالی دین د بندګانو د ګټو د خوندي کېدو لپاره راغلی دی، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ وَلَـكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ﴾ [اعراف: 96[

ژباړه: که د هغو ښارونو خلکو ایمان راوړی او تقوا یې غوره کړې وی، حتما به مو پر دوی له اسمان او ځمکې څخه برکتونه نازل کړي وی؛ خو هغوی زموږ د هدایت پیغامونه دروغ وبلل؛ نو موږ هم هغوی ته د خپلو دغو عملونو له امله جزا ورکړه.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾ [طه: 124[

ژباړه: هر څوک چې زما له یاد څه مخ واړوي، په رښتیا چې هغوی به سخت ژوند ولري او د قیامت په ورځ به یې نابینا راپورته کړو.

نو د مسلمانانو ګټې په دې کې دي، چې یو امت دی او ملیت یې نه شي سره بېلولی.

همدارنګه یوه بله اساسي قاعده دا ده، چې د ګټو ټاکل د عقل پر اساس نه، بلکې د شریعت پر اساس دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ﴾ [بقره: 216[

ژباړه: جهاد پر تاسو فرض کړل شوی؛ په داسې حال کې چې هغه به مو نه خوښېږي، کېدای شي ستاسو یوه څه نه خوښېږي او په هغو کې مو خیر وي او کېدای شي یو څه مو خوښېږي، خو هغه ستاسو په زیان وي او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.

نو هر ځای چې شریعت وي، مصلحت او ګټه هم هلته دي؛ نه برعکس. له همدې امله هېڅوک د الله سبحانه وتعالی دین د ګټو په ضایع کولو نشي تورنولی.

درېیم- د ملي ګټو بل خطر مبدئي دی؛ ځکه مبدأ هغه عقیده ده چې باید وساتل شي، د همدې مبدأ له مخې باید د الله سبحانه وتعالی عبادت وشي او دا هغه نظام دی چې باید پلی شي او هغه رسالت دی چې باید ولېږدول شي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا﴾ [فتح: 28[

ژباړه: هغه چې خپل رسول یې له هدایت او حق دین سره راولېږه، ترڅو خپل دین پر ټولو دینونو برلاسی او غالب کړي او پر دغه امر د الله شاهد کېدل بسنه کوي.

نو ملیت عقیده نقض کړې، شرع یې ځنډولې او رسالت یې ضایع کړی دی.

څلورم- ملي ګټې سیاسي خطرونه لري؛ د سیاسي رژیمونو ډېروالی د ګټو اختلاف او ټکر رامنځته کوي، دا هغه څه دي چې د مسلمانانو د تفرقې لامل کېږي او پخپله یو منکر عمل او ستره ګناه ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾ [آل‌عمران: 105[

ژباړه: د هغو خلکو په څېر مه کېږئ چې هغوی ته ښکاره نښې راغلې، خو دوی تیت پرک شول او اختلاف یې وکړ؛ د دغو کسانو لپاره ستر عذاب دی.

له شک پرته چې ملیت یو بدبویه، ناوړه او متعصب عمل دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«دعوها فانها منتنة»

ژباړه: هغه پرېږدئ، ځکه بدبوی دی.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لیس منا من دعا الی عصبیة ولیس منا من قاتل علی عصبیة ولیس منا من مات علی عصبیة»

ژباړه: څوک چې عصبیت ته دعوت وکړي، له موږ څخه نه دي؛ څوک چې د عصبیت لپاره وجنګېږي، له موږ څخه نه دي او څوک چې د عصبیت لپاره مړ شي، له موږ څخه نه دي!

ملي عصبیت د ټولو فسادونو مور او د هر ډول شر یوځای کوونکی دی، چې حرمت یې ډېر شدید حرمت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

»يَا مَعْشَرَ الْمُسْلِمِينَ! اللهَ اللهَ، أَبِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ وَأَنَا بَيْنَ أَظْهُرِكُمْ بَعْدَ إِذْ هَدَاكُمُ اللهُ إِلَى الْإِسْلَامِ، وَأَكْرَمَكُمْ بِهِ، وَقَطَعَ بِهِ عَنْكُمْ أَمْرَ الْجَاهِلِيَّةِ، وَاسْتَنْقَذَكُمْ بِهِ مِنَ الْكُفْرِ، وَأَلَّفَ بِهِ بَيْنَكُمْ، تَرْجِعُونَ إِلَى مَا كُنْتُمْ عَلَيْهِ كُفَّاراً؟«

ژباړه: اې د مسلمانانو ډلې! له الله وډار شئ! ایا وروسته تر دې چې الله سبحانه وتعالی په اسلام سره تاسو هدایت کړئ، د اسلام په وسیله یې پر تاسو احسان وکړ، د اسلام په واسطه یې له تاسو څخه جاهلیت لرې کړ، له کفر څخه یې وژغورلئ او تاسو یې د اسلام په وسیله یو موټی کړئ، بیا هم جاهلیت ته وردانګئ. په داسې حال چې زه ستاسو په منځ کې یم. نو بیرته همغه خپل د کفر حالت ته ور ګرځئ؟!

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَيَنْتَهِيَنَّ أَقْوَامٌ يَفْتَخِرُونَ بِآبَائِهِمْ الَّذِينَ مَاتُوا، إِنَّمَا هُمْ فَحْمُ جَهَنَّمَ، أَوْ لَيَكُونُنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللهِ مِنَ الْجُعَلِ الَّذِي يُدَهْدِهُ الْخِرَاءَ بِأَنْفِهِ. إِنَّ اللهَ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَفَخْرَهَا بِالْآبَاء«

ژباړه: يا به خلک پر خپلو مړو پلرونو وياړ کول پرېږدي؛ ځکه هغوی د دوزخ سکاره دي. که نه نو کوم کسان چې پر خپلو پلرونو ویاړي، له هغې حشرې څخه به ډېر ذلیل شي چې د انسان مرداري په پوزه رغړوي. په یقین سره چې الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه د جاهلیت فخر او وياړ لرې کړی او له تاسو څخه یې پر پلرونو ویاړ کول هم لرې کړي دي.

په رښتیا چې منفورې او ناوړې ملیت‌پالنې زموږ په ژوند کې خپله زهرجنه مېوه پخه کړې ده او موږ هره شېبه د هغې تریخ خوند څکو او نن ورځ غوره امت د سیند د ځک په څېر دی، چې هېڅ سیادت، خپلواکي، عزت او شوکت نه لري. نن ورځ موږ د مسلمانانو د شتمنۍ لوټلو، فقر، لوږې او محرومېدو شاهدان یو. موږ د ناحقه وینې تویېدنې شاهدان یو. د مسلمانانو د مقدساتو سپکاوی مباح شوی، خو موږ لا هم بې حرکته یو. نن ورځ په غزه کې وحشیانه وژنې او ویجاړۍ یوازې د غزې په قضیه بدلې شوې او په ډېرې بې شرمۍ مو هغه یوازې په یوه قومي قضیه او قدس مو په یوه فلسطیني قضیه بدل کړي دي؛ په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلاَّ عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ﴾ [انفال: 72]

ژباړه: که یې له تاسو څخه په دین کې مرسته وغوښته، پر تاسو يې مرسته واجب ده؛ خو دا چې د هغه قوم پر وړاندې وي چې ستاسو او د هغوی تر منځ تړون وي. په رښتیا چې الله هر هغه څه ویني، چې تاسو یې ترسره کوئ.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿إِلاَّ تَنفِرُواْ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلاَ تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ [توبه: 39]

ژباړه: که د جهاد پر لور حرکت ونه کړئ، تاسو به له ډېر دردوونکي عذاب سره مخ شئ او ستاسو پر ځای به بل قوم ستاسو ځایناستی شي او هغه ته به هېڅ زیان ونه رسوئ او الله تعالی د هر څه وس لري.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«المسلم أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ، مَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللهُ فِي حَاجَتِهِ، وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً فَرَّجَ اللهُ عَنْهُ بِهَا كُرْبَةً مِنْ  كُرَبِ يَوْمِ القیامة»

ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی، پر هغه ظلم نه کوي او دښمن ته یې نه سپاري. هر څوک چې د خپل مسلمان ورور اړتیاوې پوره کړي، الله سبحانه وتعالی د هغه اړتیاوې پوره کوي. څوک چې له یو مسلمان څخه غم لرې کړي، الله سبحانه وتعالی به له هغه څخه د قیامت غمونه لرې کړي.

همدارنګه فرمایي:

«ما من امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ»

ژباړه: که چېرې د یو مسلمان په نه ملاتړ سره د بل مسلمان حرمت او عزت له منځه ځي، نو الله سبحانه وتعالی به نوموړی هم په داسې ځای کې له مرستې بې برخې کړي، چې دی ورته اړتیا لري.

ملي ګټې د دې وسیله ګرځېدلې چې غزې ته خلک شاه کړي، د اجیرانو عیبونه پټ شي او خاینان توجیه وکړي. زموږ د خلکو په حق کې ظلم شوی او موږ د ماشومانو، سپین‌ږیرو، ناروغانو او بندیانو د وژلو او ځورولو شاهدان او همدارنګه موږ د ونو، ډبرو او د ژوند د ټولو وسایلو د له منځه وړلو شاهدان یو؛ خو دغه ټولې تېروتنې او ظلمونه د ناوړه ملي ګټو تر چتر لاندې پټېږي!

په الله سبحانه وتعالی قسم چې دا ملي ګټې نه دي؛ بلکې د تاج او تخت ګټې دي. د هغو مزدورو نظامونو ګټه ده، چې د مسلمانانو وینه، ابرو او مقدسات یې په ډېره کمه بیه پلورلي دي؛ یعنې د مزدورو او لاسپوڅو استعمارګرو نظامونو د خیانت په قېمت سره.

۱۴۴۵هـ.ق د ذولقعدې ۱۴مه

۲۰۲۴م د مې ۲۲مه

لیکوال: استاد سعید رضوان ابوعماد

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

سویلي اسیا د دويم راشده خلافت لور ته د تګ او له نوو څېرو سره د تېرو نظامونو د دوام ترمنځ په تاریخي ازمېیښت کې ده Featured

د بنګلدیش زړورو مسلمانانو د خپلو لاریونونو په څپې د دغه هیواد لومړۍ وزیره، شیخ حسینه د یوه ظالمانه او په استعمارګرو پورې تړلي حاکمیت تر اوږدې دورې وروسته په ډیر ذلت تېښتې ته اړ ایستله او د هغې د حکومت تیاره دوره یې پای ته وروسوله.

موږ د بنګلدیش مسلمانانو ته د دغې تاریخي لحظې مبارکي وایو او دا نه یوازې په بنګلدیش، بلکې ټوله سویلي اسیا کې یو ستر فرصت او د ویښتابه او نهضت د څپې پیل ګڼو. په سویلي اسیا کې د تېرو درېیو کلونو بدلونونه له «عرب پسرلي» سره پرتله کولی شو. له افغانستان څخه د امریکا تېښتې، د پاکستان ماتېدونکي سیاسي او امنیتي وضعیت او اوس په بنګلدیش کې تحولاتو دا سیمه له یوه تاریخي ازمېیښت سره مخ کړې. په دې حساسه لحظه کې لاندې ټکي او عبرتونه د یادولو وړ بولو:

غربي استعمارګر قدرتونه هڅه کوي چې د بدلون دا ستر فرصت – چې د بنګلدیش او ټولې سویلي اسیا د خلکو هیله ده- د څېرو په تغیر سره منحرف کړي. اصلي ستونزه پر اسلامي خاورو د دولت-ملت سیستم حاکمیت دی او د څېرو بدلون ستونزه نه  شي حل کولی.

لکه څنګه چې د عرب پسرلي له پیليدو سره بن علي له تونس څخه وتښتېد، خو دا چې نظام بدل نه شو، په وضعیت کې ښه‌والی رانغی. حسني مبارک په مصر کې له واکه لرې شو، خو دا چې نظام پر خپل حال پاتې شو، وضعیت تر پخوا لا خراب شو، همغه سیستم د سیسي پشان لا ظالم او لا خاین حاکم واک ته ورساوه. په پاکستان کې هم د ملکي او نظامي رهبرۍ په کچه بدلونونه راغلل، خو دا چې فاسد استعماري سیستم پر خپل حال پاتې شو؛ سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت تر پخوا خراب شو. په افغانستان کې هم د څېرو بدلون په بېلابېلو بڼو تکرار شوی. نو د بنګلدیش مسلمان خلک باید له داسې تاریخي تېروتنو درس واخلي او پرې نه ږدي چې د بدلون دغه تنده د څو څېرو په بدلېدو سره خړوبه شي. ځکه استعمارګر هڅه کوي چې په بېلابېلو فرېبونو د نظام په بڼه کې له بدلون پرته، د نوې څېرې په راوستلو سره په بنګلدیش کې خپل نفوذ وساتي.

له هغو عبرتونو چې له دغه ډول پېښو یې باید واخلو، یو يې دا دی چې د واک ریښې باید د ټولنې په ژورو کې وي؛ که نه نو دا ډول حکومتونه پايښت نه لري. ځکه خو اسلام د مشروعیت یوازینۍ لار بیعت ټاکلی، خو د بنګلدیش حکومت د یوه‌حزبي او استبدادي سیاست پر بنسټ عمل کاوه او تر ډېره یې له نړیوالو قدرتونو سره پر اړیکو تکیه کوله. بل عبرت د بنګلدیش «اقتصاد محوره» سیاست دی؛ ټولنه یوازې په اقتصاد سره مخته نه شو بيولی، هغه هم د پانګوالۍ په اقتصاد سره؛ ځکه چې انسانان پر مادي ارزښتونو سربېره، معنوي، اخلاقي او انساني ارزښتونو ته هم اړتیا لري. د خلکو له ارزښتونو سره د بنګلدیش حکومت د سیاستونو د نه همغږۍ له امله د حکومتولۍ پایله فساد شو.

خو اساسي ټکی دا دی چې که ولسي پاڅونونه د یوې مبدأ او اساسي فکر پر بنسټ نه وي؛ منحرفېږي او پایله نه لري. تاریخي تجربو ښودلې چې مسلمانان تل د استعمارګرو په ماتولو او طاغوتي نظامونو په راپرځولو کې بریالي شوي، خو د نظام جوړونې او دولتدارۍ په پړاو کې ناکام شوي. د بنګلدیش د اکثريت مسلمانانو او په ټوله کې د سویلي اسیا د مسلمانانو غوښتنه د دويم راشده خلافت تاسيس او د اسلام حاکمیت دی. د بنګلدیش مسلمانان باید پرې نه ږدي چې له کلونو مبارزې او قربانیو وروسته راغلی دا فرصت د خلکو په تېرايستونکو ډیموکراټیکو شعارونو او د نظام په بڼه کې له اساسي بدلون پرته له لاسه ووځي. نو په سیمه کې د واک څښتنان باید لاسونه سره ورکړي او له دغه فرصت څخه د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره ګټه پورته کړي؛ ځکه چې له خلافت پرته بل هر نظام به د اشغال، استعمار، ناورین او دیکتاتورۍ دوام وي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ٢٤]

ژباړه: «اې مؤمنانو! د الله او پیغمبر بلنې ته لبيک ووايئ، كله چې تاسو د ژوند بښونکي څيز لوري ته رابولي او پوه شئ، چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل او خنډ ږدي او بېشکه چې تاسو به د هغه لور ته ورټولېږئ.»

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې