هجری قمری نېټه : 20 شوال 1446
میلادی نېټه : جمعه, 18 اپریل 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د غزې د خلکو پر ضد د یهودو د رژیم لهخوا د روانې نسلوژنې پر وړاندې، حزبالتحریر کینیا د ۲۰۲۵م د اپرېل په ۱۸مه، د جمعې تر لمانځه وروسته، په مومباسا او نایروبي ښارونو کې لاریونونه ترسره کړل.
د ساحلي ښار مومباسا لاریون د مسجد النور مخې ته، او د نایروبي لاریون د مسجد الهدایه سړک مخې ته ترسره شول.
د دغو لاریونونو اساسي موخه دا وه چې د اسلامي هېوادونو پر پوځونو غږ وشي، تر څو د خپلو خاینو واکمنانو له بندیزونو ځانونه خلاص کړي، او سمدستي حرکت وکړي ترڅو مبارک مسجد اقصی له یهودي اشغالګرو خلاص کړي.
دغه لاریونونه له لنډو خبري ناستو (مطبوعاتي کنفرانس) سره پای ته ورسېدل، چې پکې د مبارکې خاورې پر ضد د روانو بریدونو اړوند سپیناوی وشو.
په دې مطبوعاتي ناسته کې، لاندې شخصیتونو خپل دریځ څرګند کړ:
- شعبان معلّم – د حزبالتحریر کینیا مطبوعاتي استازی
- استاد مهد علي – د حزبالتحریر کینیا د مرکزي اړیکو کمېټې رییس
- علي عمر – د حزبالتحریر کینیا د مطبوعاتي دفتر غړی
هغوی ټینګار وکړ چې یوازینی دولت چې د مسلمانانو پوځونه په جرئت سره د یهودو رژیم پر ضد را ټولولی شي، د نبوت پر منهج خلافت دی. دا هماغه دولت دی چې د یهودو غرور، نژادپالنه او ظلمونه ختمولی شي.
په ټوله کې، امت ته بیا دا یادونه وشوه چې د اسلامي ژوند د بیا پیل یوازینۍ لار د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس دی، هغه خلافت چې د مسلمانانو پوځونه به د غرب له ملاتړ لرونکي یهودي رژیم پر ضد ټول ځواک سره راپورته کړي.
شعبان معلم
د حزبالتحریر کینیا مطبوعاتي استازی
https://www.hizb-uttahrir.info/pa/index.php/press-releases/4689#sigProId42b74e1fd2