دوشنبه, ۱۲ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

پاکستاني چارواکي د افغان جهاد د ماتولو او په افغانستان کې د امریکا د دایمي شتون په موخه د ګمارل شوو مامورینو دنده لري Featured

  • خپور شوی په پاکستان

په جګړه کې د مسلمانانو د ماتې او سپکاوي اصلي لامل د دوی بې زړتوب نه دی، بلکې لامل یې د هغو لاسپوڅو چارواکو غلامي ده، چې د خپلو بادارانو د زړه لاسته راوړلو په موخه یې د امت ملا ماته کړې. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د افغانستان د سولې په اړه په خپلو څرګندونو کې په ډېرې لېوالتیا سره وویل: «پاکستان تل د امریکا او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو ملاتړ کړی. موږ د ۲۰۲۰م کال د فبروري په ۲۹ مه د سولې د تړون لاسلیکولو ته سترګې په لاره یو.» ایا مغروره امریکا اوس د هغو غرنیو مبارزینو په لاس له ماتې سره نه ده مخ شوې، چې یوازې پر الله سبحانه و تعالی توکل لري؟ امریکا په خپلو وحشیانه کړنو او وژنو سره ولې نور ملتونه دې ته هڅوي، ترڅو د دوی پر ګټو برید وکړي؟ په هر حال د باجوه-عمران رژیم په ډېره سپین سترګۍ سره هڅه کوي، ترڅو د جګړې په ډګر کې ماته شوې امریکا له وژونکي ګردابه وژغوري. دوی د طالبانو پر وړاندې د ګواښ او هڅونې له پالیسۍ څخه په ګټې اخیستنې سره غواړي په افغانستان کې د امریکا دایمي شتون یقیني کړي. له همدې امله دوی د امریکایي ځواکونو پوره وتلو، په افغانستان کې د امریکا د اجنټانو تر منځ د واک وېش، د نړیوالو پولو تشخیص او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې له څرنګوالي مخکې اوربند منلو ته غاړه اېږدي. دغه مزدور واکمنان خپله پوره هڅه کوي، ترڅو طالبان قانع کړي چې د امریکایي ځواکونو د کمېدلو ترڅنګ د هغوی دایمي شتون ته هم غاړه کېږدي. په همدې اړه له نیویارک ټایمز سره د خبرو پرمهال د طالبانو د امیر مرستیال سراج حقاني په خواشینوونکي ډول وویل: «له دغو اوږدو خبرو اترو وروسته بیا هم د سولې تړون له دوه اړخیزه جوړجاړي پرته ناشونی دی.»

په دې ډول د پاکستان مزدور چارواکي چیغې وهي: «دا زموږ جګړه ده!» کله چې د امریکا نظامي عملیاتو په قبایلي سیمو کې د افغان جهاد د ملاتړ په کمزوري کولو سره امریکا له ماتې ونه ژغورله، نو له هغې وروسته یې دغو مزدورو چارواکو ته ماموریت ورکړ، ترڅو خلکو د سولې ګټې بیان کړي. دا څنګه امکان لري چې د امریکايي ځواکونو او خصوصي قراردادیانو د دایمي اډو په شتون کې دې افغانستان ته سوله راشي؟ ځکه له همدې اډو څخه امریکا د پاکستان په اېبټ اباد، دامادولا او سلاله سیمو کې د هوایي او ډرون بریدنو په ترسره کولو کې استفاده کړې او په سوریه، عراق او افغانستان کې هره ورځ په سلګونه بې ګناه خلک وژني. ایا زموږ ختیځ لور ته د هندو دولت او لودیځ لور ته د صلیبي امریکا او غرب شتون زموږ امنیت او اټومي وسلو ته جدي ګواښ نه دی؟ ولې امریکا په افغانستان کې د هند ملاتړ کوي او په پاکستان کې د «کلبوشن جادیو» شبکې خپرولو ته پراختیا ورکوي؟ ایا په افغانستان کې د امریکا د ځواکونو دایمي شتون د سلګونه زره شهیدانو، معیوبینو او ټپیانو سره د خیانت په معنا نه دی!؟

حزب التحریر-ولایه پاکستان د پاکستاني چارواکو هغه معامله په کلکو ټکو غندي، چې د جګړې په ډګر کې د ماتې شوې امریکا د بریا په موخه یې ترسره کوي. افغان جهاد ته باید تر هغه دوام ورکړل شي، ترڅو چې د امریکا ورستی فوځي هم په خورا ذلت څخه له دغې خاورې نه وي وتلی.

اې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو زمریانو! څنګه اجازه ورکوئ چې ستاسو له وړتیا څخه دې زموږ د سرسخته دښمن (امریکا) د امنیت په خوندي کولو کې ګټه واخیستل شي؟ راشئ د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس په موخه حزب التحریر ته نصرت ورکړئ، ترڅو خلافت د ټرمپ وفادارو رژیمونو ته د پای ټکی کېږدي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

مسلمانان به د الله سبحانه وتعالی په مرسته د اسلام د بدلون (د سیاسي اسلام له منځه وړل) لپاره د غرب روانه نقشه؛ د دویم راشده خلافت په اعلان سره په اوبو لاهو کړي

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د خلافت دولت له منځه تلو وروسته غرب تل هڅه کوي، ترڅو اسلام د ژوند له ډګره وباسي او په کاهني (یهودیت او مسیحیت) دینونو یې واړوي. په همدې خاطر تمدن خپل ارزښتونه او مفاهیم پر مسلمانانو تحمیلوي، خو له دې ټولو هڅو سره سره بیا هم ناکام دي. په داسې حال کې چې مسلمانان دې ته تږي دي، ترڅو د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس له لارې د ژوند ډګر ته اسلام  راګرځوي.  

غرب د ترورېزم په نامه د مسلمانانو پر وړاندې نوې جګړه پیل کړې او په دغه جګړه کې یې اسلام خپله اصلي موخه ګرځولی، چې دا په اصل کې یوه دیني جګړه ده او جنګي رهبرانو یې صلیبي جګړه بللې. امریکا د دغې جګړې په وسیله عراق او افغانستان ونیول او له ترورېزم سره د مبارزې په پلمه یې په ټولو سیمو کې پر مسلمانانو بریدونه وکړل. په ختیځ او لوېدیځ کې یې پر مسلمانانو فشار راوړ، خو پر دې ټولو سربېره بیا هم د جګړې پایله د غرب په ګټه نه وه. ځکه دا جګړه د مسلمانانو د راویښېدلو لامل شوه، ترڅو له غرب څخه کرکه وکړي. مسلمانان پر دې پوه شول چې اصلي دښمن یې ښکېلاکګر کافر دی؛ له همدې امله پر خپل دین راټول شول، منګولې یې پرې ټینګې کړې او نور هم په خپل ژوند کې د اسلام پلي کولو ته وهڅول شول.

غرب د دغې موضوع له کبله سخت په غوسه دی او د خپلې ناکامې طرحې ته یې پام شوی، خو کبر او دښمني یې د نوې طرحې لامل شوه، چې د دوو لاندې موضوعات پر بنسټ ولاړه ده:

۱ـ مادي جګړه؛ چې غواړي پر مخ یې بوځي او د ترورېزم پر ضد جګړې نوم ورکړي. په دغې جګړه کې لاندې موارد داخل دي:

الف) پوځي جګړه او د تړونونو لاسلیکول: ژوند ته د اسلام له بیا راتګ (د نبوت پر منهج خلافت) څخه د مخنیوي لپاره او همدې کار ته چې د بل هر څه اړتیا وي.  

ب) د خاینو حکامو په وسیله د هغو کسانو له منځه وړل، چې د اسلام د مقام، عزت او پر ځمکه د هغه د واکمنولو لپاره هڅه کوي.  

۱-د فکري جګړې موخه د اسلام بدلون او د هغه سیاسي دریځ له منځه وړل دي. دوی غواړي اسلام هم په یوه کاهني دین بدل کړي، چې د سیاست او حکومت پر ځای یوازې عبادات او اخلاقو ته مخه کړي.

دغه راز غرب هڅه کوي چې سیکولرېزم پراخه کړي، د دین او دنیا بېلوالي مفکوره، ډیموکراسي او ازادي د اسلام، خلافت، احکامو او هغو ارزښتونو بدیل وګرځوي، چې اسلام وړاندې کړي دي. غرب په خپله فکري جګړه کې د لاندې دریو شیانو د بدلون او یا یې له اسلامي مفاهیمو څخه د لرې کولو لپاره هڅه کوي:

الف) دغه مفهوم له منځه وړل چې حاکمیت یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري دی او اسلام باید د خلافت له لارې د ژوند پر ټولو برخو حاکم شي.

ب) د ملګرۍ او پیروۍ مفهوم؛ یعنې د دغه مفهوم له منځه وړل چې یوازې الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنان مو باید ملګري وي او له کفر او کافرانو څخه لرې و اوسو.

ج) د الله سبحانه وتعالی په لار کې جهاد.

غرب د خپلې دغې طرحې د پلي کولو لپاره ځینې کارونه پیل کړل، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

د دین پیغام ته بیاکتنه: د اسلامي خاورو په هېوادونو کې «د دین نوي کول» اصطلاح ډېره، نامعلومه او ګونګه کارول کېږي، ترڅو د غرب فکري او سیاسي موخې خوندي کړي. دا اصطلاح پخوا طرحه شوې وه، خو په دې وروستیو کې په پراخه توګه پرې تمرکز شوی دی. په اصل کې د «نوي کول» اصطلاح له اسلام سره په ټکر کې نه ده، ځکه چې د شرعي نصوصو د ترمیمولو په مانا ده، ترڅو شرعي علوم بیا وځلیږي، عمل پرې وشي، غربي افکار او مفاهیم له اسلام څخه بېل شي. اسلام هغه روانو کړنو او ستونزو ته حللار لري، چې زموږ په زمانه کې رامنځته شوي دي. امت تل نوي کولو ته اړتیا لري. ابو هریره رضی الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  

«إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا»

 (د ابو داوود په روایت او له هغه پرته حاکم هم صحیح ګڼلی)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی دغه امت ته په هرو سلو کلونو کې د دین د نوي کولو لپاره یو کس رالیږي.

د مسلمانانو حکام او هغه کسان چې نوي کول غواړي، تر شا یې غرب، څېړنیز او طبي مرکزونه، کتابونه، د اسلامي هېوادونو ژونالېستان، دیني مدرسې لکه الازهر او نورو اسلامي ډلو او جریانونو یې هم غږ پورته کړی دی. غرب یې نوم «نوی پالل» (غرب پالل او نړیوال کېدل) اېښی دی. په حقیقت کې دا د هغه اسلامي مفاهیمو بدلول دي، چې د غرب په زیان دي او دوی ترې وېریږي. دوی غواړي دا مفاهیم په هغه څه بدل کړي چې دوی یې غواړي. غرب ښکېلاکګر دی، د مسلمانانو ګټې یې لوټ کړې، مسلمانان او د هغوی خاورې یې په فساد ککړې کړې دي. په دغه مهم بحث کې شیخ محمد بن شاکر شریف اوسمهال د دین تحریف، چې د نوي کولو په نامه دی، په پنځو برخو وېشلی دی:

لومړی: د دغې طرحې پیل د ۱۳مې پېړۍ له زېریو سره پیلیږي. کله چې په ښکاره بڼه د غرب له فرهنګ سره د اسلام ټکر څرګند شو، نو غرب د دینونو نیږدېوالي ته کار وکړ او یوازې له هېواد څخه دفاع یې جهاد وګڼله. دغه راز د اسلام د خپرولو په خاطر یې جهاد ردکړ او پر ځینو غیبي امورو یې د تجربې پر بنسټ بحث وکړ، ترڅو په پایله کې یې له حقیقت څخه انکار وشي. دوی دغه پړاو ته د «اصلاح مدرسې» نوم ورکړ، چې مشهوره څېره یې شیخ محمد عبده و.

دویم: غرب پالنه د څوارلسمې پېړۍ له لومړیو سلیزو څخه پیل شوه. غرب پالنه هغه فکري بهیر دی، چې غرب نصرانیت د ژوند په هره برخه کې د نمونې په توګه بولي. په ټولنیزه برخه کې دغه بهیر قاسم امین پر مخ بیایي، چې د ښځو د ازادۍ مسوول و. همداراز په سیاسي برخه کې یې لوبغاړی شیخ علي عبدالرازق او په فرهنګي کې دوکتور طه حسین و.

درېیم: د څوارلسمۍ پېړۍ په لړ کې وختپالنې سر راپورته کړ او موخه یې دا وه ترڅو شرعي نصوص په نوې بڼه قرائت شي او د فکري او  علمي زمانې له لاسته راوړنو سره سم باید تفسیر شي. دا په دې موخه چې دیني نصوص خپل کیفیت له لاسه ورکړي. دوی د خپلو تحریفي خبرو د توجیه او ګټې اخیستنې لپاره دا ادعا وکړه چې ارزښت په مانا او مفهوم کې دی، نه په شکل او قالب کې. دوی په اصل کې د ښځې د بدن پټولو، عفت او د اسلام سیاسي نظام د بېرته راګرځېدو  پر ضد راپورته شوي وو.

څلورم: نړیوال کېدل؛ کله چې د شلمې پېړۍ د اتمې لسیزې په وروستیو کې د شرق نظام دبدبه له منځه ولاړه، امریکا په یوازې ځان د نړۍ رهبري په لاس کې واخیسته او د نړیوال کېدو اصطلاح یې دود کړه، ترڅو ټول ملتونه په خپل فکري، فرهنګي او اخلاقي نظام کې ذوب کړي. د نړیوال کېدو په پلمه د دین تحریف ته ډېر کار وشو، ترڅو د هېڅ ملت لپاره ذاتي هویت، فکري خپلواکي، تمدن او فرهنګ پاتې نه شي. د نړیوال کېدو تر سیوري لاندې د دين د تحریف لپاره تر ټولو خطرناکه وسیله د تدریس د لارې بدلول او د سیکولرېزم په لوري بېول دي. دغه راز د تاریخ تحریف او بالاخره د ځینو تعلیمي مرکزونو د مقرراتو له منځه وړل دي او دغه بدلون د ځینو امریکایانو په ګډون تر سره کیږي. سربېره پر دې پر تعلیمي مرکزونو او مدرسو فشار راوړٍي، پورونه او تحصیلي بورسونه ورکوي، همدارنګه د تشویق او ګواښ له وسیلو هم ګټه اخلي. د نړیوال کېدو د مفهوم پر بنسټ، له تعلیمي مرکزونو څخه دا تمه ده، چې د نړیوالې سولې لپاره کار وکړي او اسلام له نورو تحریف شوو دینونو سره په یوه کتار کې ودروي.

دغه راز له رسنیو او د جمعې له خطبو هم ګټه اخلي، ځکه خطبو له رسنیو ښه کار ورکړ. د خطبو بڼه دوی ورته ټاکي او دغه سیاست د خلکو دیني سرچینې وچوي. دین له ژوند څخه بېلوي او یوازې پر اخلاقو، عبادت، ښه چلند او دنیوي زده کړو ټنګار کوي. خاطبان د کفر، یهودیت، نصرانیت او د هغو تحریفاتو له ویلو منعه کوي، چې په اسماني کتابونو کې یې راوړي دي. دغه راز د خاطبانو لپاره د دین د نوي کولو (تحریف) لپاره زیاتې تعلیمي دورې پرانیزي، چې یوه برخه یې په امریکا کې جوړیږي. په دې سره غرب په صنعتي تولیداتو او رذالتونو کې ډوبوي، چې له دې لارې له اخلاقو څخه خلاص شي. له بل اړخه د معیشت ناوړه حالت او ناوخته واده کول له دغې طرحې سره پوره مرسته کوي.

پنځم: په زور د تجدید (تحریف) تحمیلول؛ په دې وروستي پړاو کې امریکا او صلیبي ملګرو ته یې خپلو خاینو مسلمانو همکارانو سخاوتمندانه مرستې تیارې کړې او پر هغو  ظلمونو سترګې پټوي چې د دوی همکار دولتونه یې پر خپلو خلکو کوي. صلیبیانو د بدلون د تحمیل لپاره زور ته مخه کړه، کله ګواښ کوي او کله هم عملاً زور کاروي. د دوی موخه دا ده چې د هغه نوي نسل د پرختګ مخه ونیسي، چې د دین په پوهه کې له خپلو پخوانیو صالحو خلکو پیروي کوي. دغه راز اصلي موخه دا ده چې اسلام په شرعي احکامو کې د پایدارۍ له ځانګړنې څخه راوباسي او له نوي کولو او سیکولارېزم څخه یې اغېزمن کړي. دا ټول د دې لپاره چې د نړۍ د رهبرۍ لپاره د اسلام د بېرته راګرځېدو مخه ونیسي او «تبشیري» بنسټونه او موسیسې د اسلامي خاورو په هېوادونو کې کار وکړلی شي.  

د نوي کول (غرب پالنه او سیکولرېزم) موخه دا ده، چې اسلام بدل او له ژوند څخه یې لرې کړي. په دې سره به پر مسلمانانو او د هغوی پر شتمنیو برلاسي شي او سیکولرېزم به د اسلامي خاورو پر هېوادونو وتپي. له همدې لارې دوی تل په دې هڅه کې دي، چې د اسلام اوصول ګډوډ کړي. همداراز لیدلوری، عقیده، او د شریعت ارزښتونه برعکس کوي. غرب له کفر سره د یو ځای کېدو  پر تشویق سربېره، اصلاح ته د دعوت په پلمه د اسلام د بدلون او د ځینو شرعي نصوصو د ځنډولو او یا هم لغوه کولو لپاره کار کوي. همداراز غرب د عملي نوي کولو په لټه کې دی او موخه یې د اسلامي افکارو او مفاهیمو له پامه غورځول دي. لکه څنګه چې تر پرونه غرب په ډېرې بې شرمۍ د اسلام د بدلون هڅه کوله؛ خو اوس په ښکاره توګه له اسلام سره دښمنۍ ته راوتلی او غواړي قطعي نصوص یې بدل کړي.

ځکه خو په دې وروستیو کې د سنتو پرېښودلو او یوازې په قرانکریم د اکتفاء کولو دعوت زیات شوی دی. په همدې تړاو په مصر کې د نومبر په ۲۰مه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تولد لپاره جشن جوړ شوی و او د الازهر شیخ د هغو کسانو یادونه وکړه، چې نبوي سنت یې شاته کړي او یوازې پر قران بسنه کوي. ده ټینګار وکړ چې مسلمانان د قرانکریم تر څنګ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر ساتلو یوه خوله دي؛ ځکه له نبوي سنتو پرته به د دین له څلورو برخو څخه درې برخې له منځه ولاړې شي.

د همدې غونډې په خبرو کې چې مخاطب یې «سیسي» و، وویل: «په اسلامي نړۍ کې اوسنۍ ستونزه له نبوي سنتو زموږ د پیروۍ له کبله نه ده، بلکې له دیني اوصولو د ناسم قرائت له امله ده.» دغه راز هغه له سیسي څخه وپوښتل، چې چا اسلام ته ډېر زیان اړولی دی؟ ایا هغو کسانو چې د نبوي سنتو پرېښودلو او یوازې په قراني نصوصو بسنه کولو ته خلک رابولي؟ یا هم هغه زیان چې له اسلام څخه د ناسم او افراطي فهم له کبله رامنځته شوی، چې د نړۍ د مسلمانانو ابرو یې تویې کړې ده؟

د دغې وینا په لړ کې د مصر الازهر پوهنتون او تطبیقي فقهې استاد سعدالدین هلالي د نبوي سنتو د ګوښه کولو په اړه وویل: «هغه احادیث چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي یو له بل سره په ضد کې دي.» هغه زیاته کړه: «دغه احادیث له یو بل سره او له هغوی څخه قرائت هم له یو بل سره په ټکر کې دی. موږ باید هغه مفهوم ترې را وباسو، چې زموږ له حالت او وخت سره سمون لري او خپله راتلونکې پرې جوړه کړو. دغه راز له خپل وخت سره سم پر مخ ولاړ شو. دا د دې لپاره چې موږ له اروپا، چین او جاپان څخه وروسته پاتې نه شو، هغوی چې په اسانۍ سره یې خپل هېوادونه مدیریت کړل، پرته له دې چې پر دین سوداګري وکړي.»

له بله اړخه په دې وروستیو کې د امریکا نوې ستراتیژي د «اسلام اصلاح» په نامه یو بحث وړاندې کړی، چې موخه یې د اسلام تغییر او تحریف دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پټو اسنادو څخه د "the intercept" سایټ په قول «عربي قدس» ورځپاڼه نقل کوي چې، دغه وزارت ټرامپ ته وویل چې د «اسلام اصلاح» سیاست غوره کړي. په دغه کرښو کې راغلي دي: «د ایران او داعش په اړه موخه دا ده چې دغه دواړه او اسلامي افراطیت سره ګډ کړو او باید داسې ډېپلوماتیکې وسیلې پیداکړو چې د اوسني ایران او داعش ملاتړو رېښې وچې کړو. دغه راز د دې اړتیا ده چې په پراخه توګه د اسلام د اصلاح پر پروګرام تمرکز وشي.»

دغه راپور وایي کله چې د ۲۰۱۷م کال په اوړي کې د ملي امنیت شورا د ټرامپ د دولت ستراتیژي ملي امنیت ته ټاکله، نو دغه راپور یې د بهرنیو چارو وزارت ستراتیژي جوړونکو ډلې ورته وسپاره. په دغه راپور کې د اېډیولوژۍ پر سیالۍ تمرکز شوی و. کله چې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ریکس تېلرسون د اسلام پر وړاندې د ټرامپ له دښمنانه سیاست څخه ځان واېسته، نو ټرامپ د هغه پر ځای په اپرېل میاشت کې اوسنی وزیر مایک پامپیو وټاکه. پامپیو له اسلام سره د کینې ښکاره تاریخچه لري او له اسلام سره د ده د سیاست په اړه ډېر خلک په اندېښنه کې وو. دغه راز د بهرینو چارو وزارت یوه مسوول شخص د دغه راپور سمون تایید کړی او دا یې هغه راپور کڼلی چې د ملي امنیت د ستراتېژۍ جوړولو لپاره کارول شوی دی.    

دغه راپور دا هم په ډاګه کړه چې په ۱۹۴۷م کال په بهرنیو چارو وزارت کې سیاسي ستراتیژیکه ډله جوړه شوه او دا ډله په بهرنیو چارو وزارت کې د څېړنې مرکز ګڼل کېده. د یادې ستراتیژیکې ډلې مشر د بوش د کابینې یو مشهور سیاستوال برایان هوګ و. راپور دې ته هم اشاره کوي: «هوګ او د هغه ډلې نړیوالو چارو ته په کتو په یوه اوږدمهاله ستراتیژي کار کاوه.» دغو دوو لیکوالانو هغه مهال دا یادښتونه کشف کړل چې هوګ د محرمو اسنادو د له منځه وړلو نیت درلود. د یادو لیکوالانو په باور دا په دې مانا ده، چې دا بنسټ پر دوو اېډیولوژیو بوخت دی او هغه مواد چې دوی یې خپروي، تر اوسه نه دي خپاره شوي. دغه راز دا موضوع د بهرنیو چارو وزارت پخوانیو مسوولینو، د دفاع وزارت (پنټاګون)، ملي امنیت شورا، وکیلانو او مشاوروینو د ګواهۍ پر بنسټ ویل شوې ده. یادو شاهدانو ویلي، چې موږ هېڅکله د اسلام اصلاح تحریکوونکې او اختلافي اصطلاح نه ده لیدلې. هغه اصطلاح چې مارتین لوتر یې رایاداوه، څو د هغه اسلام د مدرنه کېدو هڅه وکړي او دا په تاریخ کې رېښې لري. دا په داسې حال کې ده چې دوی فکر کوي، اسلام په حقیقت کې پر شاتګ او توتریخوالی دی، چې له پخوانیو په میراث راپاتې دی. (سرچینه: قدس عربي)

د دغه راپور پر بنسټ په هغه یادښت کې د «اصلاح» د کلمې د ټینګښت لپاره مهم ټکي وړاندې شوي، لکه د امریکا د امپراتورۍ د پراختیا لپاره د ښځو ملاتړ. په دغه راپور کې راغلي: «دوې مهمې ډلې؛ ښځې او ځوانان زموږ موخه دي او ښایي یوازې دا هم نه وي. د ښځې پر ملاتړ تمرکز به نړۍ ته د امریکا پیغام ورسوي او پر اسلام به اغېزه وکړي. دا به امریکا ته د دې امکانات برابر کړي چې خپل اخلاقي عوامل او لېبرالي روایات وساتي.»

یاد راپور هغه نامعلوم پیغام ته اشاره کړې، چې د امریکا د سیاست پوله ټاکونکي هم ترې خبر نه دي. په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مشاور «ګود ګرین» وایي: «د اسلام اصلاح رواجولو به امریکا په خطرناک ځای بدله کړي.» دا موضوع د اوباما په دوره کې د نړیوالو او دیني چارو د ډلې مشاور او د ټرامپ د حکومت په لومړۍ نیمایي کې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي «قمرالهدي» هم تایید کړې ده. هغه داسې وایي: «د دې امکان شته چې له اصلاح غوښتلو ناسم درک وشي. دا چې دا موضوع د اسلامي ټولنې د تخریب اجنډا ده او دا بحث له اسلام څخه د امریکا د کینې له امله، د امریکا ضد کینه غښتلې کوي.»

له بله اړخه د هغه فرانسوي یادښت خپرول دي، چې په خپله خوښه یې د هغه قراني ایاتونو حذفول غوښتي، چې له یهودو او نصاراوو سره د جګړې په اړه راغلي دي.

 د فرانسې «شارلي ابدو» ورځپاڼې پخوانی مسوول مدیر د دغې مفکورې خاوند دی. هغه دا موضوع د «نویو ښکاره کینو پر وړاندې» په عنوان د اسلامي سختدریځۍ په اړه په یوه مقاله کې په ښکاره دښمنیو سره د جګړې په پلمه د قرانکریم د ځینو ایاتونو د حذفولو مفکوره وړاندې کړې، چې یاده مقاله یې د «لوباریزیان» په ورځپاڼه کې خپره کړه. فال وایي چې په دې برخه کې د فرانسې د ۳۰۰ مشهورو شخصیتونو په تایید بریالی شوی دی، چې له هغې ډلې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي، پخوانی لومړی وزیر ایمانویل فالس، مشهور سندر غاړی شارل ازنافور، یهودي فرانسوي ادیب او خبریال نیرنار هنري لیفي او مشهور لوبغاړی جیرار دیباردیو دي. همدا راز دغه یادښتونه د دې لامل شول، چې په اروپا کې د ملکي سازمانونو او جوماتونو د جوړلو برخه له ستونزو سره مخ کړي او د جوړېدونکو مالونو لګښتونه یې لوړ کړي.

دوی اسلام له مسیحیت سره پرتله کوي او فکر کوي چې پر اسلام به خپلې ناوړه موخې تطبیق کړي. ځکه پخوا «واتیکان» د خپل مقدس کتاب ځینې برخې حذف کړې او ویل یې چې له اوسمهال سره سمون نه خوري. د دوی په باور دا امکان نه لري، چې یو باایمانه شخص دې په مقدسو دیني متونو باور ولري، ځکه دا کار هغه جرمونو ته تحریکوي.

دغه راز د سیاسي اسلام د کړنو د له منځه وړلو هڅه یا هم د ځینو دولتي چاپلوسانو او دروغجنو په وینا د سیاسي اسلام له منځه وړل او په دې ډول د هغه ډلو چې سیاسي اسلام او خلافت ته کار کوي، په داسې ډلو بدلې شي چې سیاسي کار نه کوي او یوازې اخلاقي او عبادي کارونه کوي. لکه څنګه چې په همدې اړه په ۲۰۰۷م کال کې «رانډ» موسیسې «د منځلارو مسلمانو ډلو رامنځته کول» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړ، چې۱۰څپرکي او ۲۱۷ پاڼې یې درلودې. د بشري څېړنو مرکز مدیر «باسم خفاجي» بیا دغه راپور تشریح کاوه. په دغه راپور کې راغلي: «غرب باید له اسلامپالو سره د جګړې پر مهال د پانګوالۍ له دوو اړخونو (غرب او د شرقي سوسیالېزم له تېرې سړې جګړې) څخه ګټه واخلي.» دغه راز په دې راپور کې راغلي: «د اسلامي خوځښتونو د فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره باید له فرهنګیانو، دیني عالمانو، صوفیانو او د اسلامي هېوادونو له سیکولرانو ګټه واخیستل شي.» همدارنګه امریکایي مسوولینو ته وړاندیز کیږي، چې د دغې طرحې د پلي کولو او د پټو او نومورکو مزدورانو د له منځه وړلو لپاره دا اړینه ده، چې دغه مهمه برخه دولتي بنسټونه پر مخ یوسي.

دغه راپور د مسلمانې عربي او عجمي نړۍ تر منځ او هم په مسلمانانو کې د جګړې زیاتېدل غواړي. همداراز د سیاسي اسلام د خوځښتونو پر وړاندې باید د لېبرالي سیکولر بهیرونو ملاتړ وشي. باید ووایو، چې د سړې جګړې پرمهال غرب چې په سر کې یې امریکا ده، د یو ملي بهیر په چوکاټ کې له اسلامي بهیر څخه ملاتړ وکړ. همدارنګه له هغې څخه مخکې د ۲۰مې پېړۍ د پنځمې لسیزې په وروستیو کې له کیڼ مارکسیستي بهیر سره د جګړې لپاره غرب ډېره هڅه وکړه، ترڅو عرب ملتپال د هغوی پر وړاندې وکاوري. دغه راپور د منځلارو اسلامي ډلو رامنځته کول په دریو پړاوونو کې ممکن بولي:

۱ـ له اوسنیو خوځښتونو ملاتړ؛

۲ـ د هغو خوځښتونو سم تعریف او ملاتړ ورڅخه کول، چې غواړي جوړ یې کړي.

۳ـ د هغو ارزښتونو قوي کول او شمېر زیاتول، چې د خوځښتونو له رشد سره مرسته وکړي.

په دغه راپور کې ۱۰ پوښتنې دي، چې د هرې اسلامي ډلې د منځلاریتوب کچه معلوموي. همداراز ګوري چې دغه ډله پر اسلامي ارزښتونو باور لري که پر ډیموکراتیکو.  یا اسلامي احکام تر پښو لاندې کوي او له کفارو سره په دوستۍ او ژوند کولو باور لري، که نه. د رانډ موسیسې په اند لاندې کسانو ته سختدریځي او تندلاري ویل کیږي: هغه کسان چې د اسلامي شریعت پلي کول غواړي، د اسلامي دولت تاسیس ته کار کوي، سلفي فکر لېږدوي او ډیموکراسي، غربي لېبرالېزم او د بشري حقونو نظامونه –چې غرب یې غواړي ـ ناروا بولي. همدارنګه هغه کسان چې دغه مسایل خپل حق بولي او د بدلون لپاره یې له فزیکي وسایلو ګټه اخلي.

په دغو کارونو سره د سېکولرانو چیغې پورته شوې او د سیاسي اسلام په اړه یې دروغ زیات شوي دي. دغه راز په دې اړه یې لیکنو هم زور اخیستی او په بدل کې یې له هغو اسلامي خوځښتونو ملاتړ زیات شوی، چې خلک تصوف، اخلاقو او د عباداتو برخو ته رابولي. ځینې هېوادونه د دوی ملاتړ کوي، د بېلګې په توګه عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ موسیسې «طابه» له لارې د ۲۰۱۶م د اپرېل په ۲۵مه د چچین په پلازمېنه کې د «اهل سنت والجماعت څوک دي؟» تر عنوان لاندې یو سمینار جوړ کړی و، ترڅو د دولتي صوفیانو په ملاتړ یې د امریکا د اجنډا د پلي کولو لپاره وکاروي. همداراز په دغې برخه کې د اماراتو هېواد یوه شورا «د مسلمانانو د حاکمان شورا» په نامه جوړه کړه. دغې موضوع ته پخوا هم ځینو عربو لیکوالانو او عالمانو اشاره هم کړې ده، چې له هغې ډلې ډاکټر عبدالوهاب مسیري دی، هغه وایي: «له شک پرته چې غربي نړۍ له اسلام سره په دښمنۍ کې ده او حکومت د تصوفي خوځښتونو ملاتړ او مرسته کوي. اوسمهال په غرب کې تر ټولو زیات کتابونه د محی الدین بن عربي تالیفات او د جلال الدین رومي اشعار دي.»  دا هغه تالیفات دی چې خلک تصوف ته رابولي او ادبي جایزې تر لاسه کوي، لکه د بوکر جایزه او ...

د اسلام پر وانډې د غرب پخوانیو بریدونو ته په کتو سره دوی هڅه کوي، چې د اسلامي حاکمیت د بیا راګرځېدو او سیاسي خوځښتونو مخه ونیسي. موږ غرب ته چې په سر کې یې امریکا ده، وایو: «څه ناوړه خوب مو ولید، نښه مو هم بې ځایه ولګېده او ډېر ژر به ستاسو په لاس بل شوی اور ستاسو لمن وسوځوي. که د لمر او سپوږمۍ رڼا ختمولی شئ، نو ضرور یې له منځه یوسئ؟! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ‏ هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾

 [توبه:۳۲ - ۳۳]

ژباړه: هغوی غواړي په خپلو ناروا خبرو او ګومانونو د الله سبحانه وتعالی نور (اسلام) له منځه یوسي او د دغه نور د خپرېدو مخه ونیسي. خو الله سبحانه وتعالی به د کافرانو له مخالفت سره سره  خپل نور کمال ته رسوي. همدغه الله سبحانه وتعالی دی چې خپل رسول صلی الله علیه وسلم یې له خپل رښتیني دین او لارښوونې سره یو ځای رالېږلی دی، ترڅو د مشرکانو پر مخالفت سربېره دغه دین پر نورو ټولو دینونو برلاسی کړي.

څه ډول به خپلو ناوړه موخو ته ورسېږئ، په داسې حال کې چې د ځمکې او اسمانونو روښنایي له الله سبحانه وتعالی سره ده او همداراز درته وایو: «که د خلافت له راتلو وېرېږئ او خپل مالونه مو د جاسوسۍ پر مراکزو یعنې ځینو تش په نامه علماوو او متفکرانو لګوئ او له بېلا بېلو لارو اسلام ته زیان اړوئ، نو هېڅ ګټه به درته ونه کړي او حتا له یوې غمجنې پایلې سره به مو مخ کړي.» الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ لِيَمِيزَ اللّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَىَ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعاً فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ﴾

‏[انفال:۳۶- ۳۷]

ژباړه: کفار خپل مال پر دې لګوي، چې خلک د الله سبحانه وتعالی له لارې او پر هغه سبحانه وتعالی له اېمان راوړلو راوګرځوي. هغوی به خپله شمتني مصرف کړي، خو وروسته به یې د غم او پښمانۍ لامل شي او ماتې به وخوري. له شک پرته چې ټول کافران به دوزخ ته ځي او هلته به راټولېږي. دا په دنیا کې ماتې او په اخرت کې عذاب د دې لپاره دی، چې الله سبحانه وتعالی پاک له ناپاکو څخه بېل کړي او ټول ناپاک سره یو ځای کړي او دوزخ ته یې ورواچوي او هغوی به په دونیا او اخرت کې زیان وویني.

د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره چې تاسو کومې هڅې کوئ او د حاکمیت پر وړاندې یې چې کومې اندېښنې لرئ، د نبوت پر تګلاره د دویم خلافت په تاسیس سره پای ته ورسېږي. هغه کسان چې ظلم کوي پر دې به پوه شي، چې دوی به چېرې ځي او برخلیک به یې څه ډول وي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿طسم تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ نَتْلُوا عَلَيْكَ مِن نَّبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ‏ إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعاً يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ‏ وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِي فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُم مَّا كَانُوا يَحْذَرُونَ﴾

[قصص: ۱ـ۶]

ژباړه: طسم. دا د یوه روښانه کتاب ایتونه دي. موږ د موسی ع او فرعون د پېښې یوه برخه دقیقه درته وایو؛ هغه کسان چې مومنان دي او په یو عالم ستونزو کې ځان خپلې موخې ته رسوي. فرعون په مصر کې په تکبر او د قدرت په اخیستو پیل وکړ، د هغې سیمې په خلکو کې یې بې اتفاقي واچوله او هغوی یې په مختلفو ډلو ووېشل. هره ډله یې د خپلو خلکو په دفاع او له نورو سره په دښمنۍ کې واچوله. فرعون د مصر خلک په دوو ډلو (قبطیان او سبطیان) ووېشل. له دغو ډلو څخه یې سبطیان چې اسراییل وو، د قبطیانو پر وړاندې کمزوري کول. هلکان یې وژل او نجونې یې د خپل خدمت لپاره ژوندۍ پرېښودلې. هغه په رښتیا د تاریخ له زیان کارانو او جنایت کوونکو څخه و. موږ غوښتل له کمزورو سره مرسته وکړو او د قدرت او حکومت وارثین یې وګرځوو. همدارنګه موږ غوښتل چې هغوی په مصر کې پاتې شي، حکومت او قدرت په لاس ورکړو او د کمزورو په لاس فرعون، هامان او د هغوی لښکرو ته داسې څه ور ووینو، چې دوی ترې وېرېدل.

یوازې الله سبحانه وتعالی د صفت او ستاینې وړ دی.  

لیکوال: ابو ابراهیم قلقیلیه

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

د نړۍ په کچه له ډیموکراسۍ څخه ناخوښي؛ حتمي خبره ده

خبر:

څو ورځې مخکې یو رپوټ خپور شو، په دغه رپوټ کې د کمبرېج پوهنتون څېړونکو له ۴ میلیون څخه د ډېرو خلکو لېوالتیا څېړلې وه او تر څنګ یې د هغو سروې‌ګانو معلومات هم وو، چې د ۱۹۹۵-۲۰۲۰م کلونو په منځ کې په شاوخوا ۱۵۴ هېوادونو کې شوې وې. په ۲۰۱۹م کال کې له ډیموکراسۍ څخه د ناخوښو کسانو سلنه ۵۷،۵ وه. په څېړنه کې راځي چې په ۲۰۱۹م کال کې له ډيموکراسۍ څخه د خلکو ناخوښي او نارضایتي تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې وه.

تبصره:

په ډېری ډیموکراټيکو هېوادونو لکه امریکا، اسټرالیا او انګلستان کې له ډیموکراسۍ څخه د خلکو نارضایتي په خپل لوړ حد کې ده. رپوټ وايي، په امریکا کې -په ځانګړي ډول- له ډیموکراسۍ څخه د خلکو د رضایت کچه په حیرانوونکي ډول ټيټه شوې. رپوټ زیاتوي چې د ډیموکراسۍ او په نړۍ کې د امریکا د مقام په اړه د امریکایانو په لیدلوري کې ډېر ژور بدلون راغلی. د دغه بدلون لاملونه څه دی؟

لومړی؛ په غرب کې اکثراً ډیموکراسي عوامو ته د مستقیمې یا آتني ډیموکراسي (د ډیموکراسۍ لومړۍ بڼه چې د یونان په آتن کې وه.) په بڼه لېږل کېږي، یعنې له کوم منځني کس پرته د خلکو خپل حکومت. سره له دې په عمل کې داسې نه ده، ځکه چې خلک د خپلو استازو ټاکلو ته اړ ایستل کېږي چې د دوی پر ځای حکومت وکړي. دغه ټاکل شوي استازي بیا د دې پر ځای چې د عوامو – چې دوی یې ټاکلي- له غوښتنې سره سم کار وکړي، د ټولنې قدرتمنې ډلې ته کار کوي. دا ځکه چې د دوی پر بریالي کولو باندې د دغې قدرتمنې ډلې ډېرې پیسې لګېدلې، د دغه لګښت په ځواب کې استازي ځان د دوی احسانمند بولي او د عوامو د ګټو پر ځای د دوی ګټو ته کار کوي. دا بیا د دې سبب کېږي چې دغه څو قدرت لرونکي کسان پر مقننه قوه بشپړ واک ولري، ازادۍ ورکړي، ګټې یې خوندي شي او په هره برخه کې د عوامو  په پرتله لومړیتوب ورکړل شي.

دویم؛ د اجرایه او مقننه قوو تر منځ د نویو قانونو پر سر جوړجاړی او معامله کېږي او کله چې په اجرایه قوه کې اېتلافونه او ډلې وي، جوړجاړی لا ډېرېږي او په دې توګه نوی قانون د ستونزې په حل کې ګټور نه واقع کېږي. دا پر هغو خلکو اغېز کوي چې ډیموکراسي یې ستونزه نه حل کوي او کوم دلیل نه ورته پاتې کېږي چې په ډیموکراټیکه پروسه کې ګډون وکړي.

درېیم؛ د اجرایه او مقننه قوو تر منځ د ډلې‌-‌ډلې او ګوند-ګوند کېدو خبرې د قانون جوړونې پروسه فلجوي. عوام داسې فکر کوي چې سیاسیون په هره بیه او عدالت د خپل قدرت قرباني کوي. د ټرمپ احضار دغه موضوع ښه روښانه کوي.

په پای کې؛ د ډیموکراسۍ د ناکامۍ بنسټ پر دغه حقیقت ولاړ دی چې انسانان د یو څو کسانو د ګټې لپاره قانون جوړوي. انسانان نیمګړتیاوې لري، تبعیض او د یوې خوا پلوي کوي او پوهه یې محدوده ده؛ ځکه خو د دوی په لاس جوړ شوی قانون د اکثریت د منحرف کېدو او تبعیض سبب کېږي.

په اسلام کې بشر نه، بلکې الله سبحانه وتعالی خالق او قانون جوړوونکی دی. اسلام عوامو ته اجازه ورکوي چې خپل خلیفه وټاکي چې د اسلام مطابق پر دوی حکومت وکړي. یوازې خلافت دا مسولیت لري چې له الهي سرچینو څخه قانون راوباسي او پلی یې کړي. په دې کې کوم جوړجاړی او معامله نشته چې د امت شورا او عوام غلي کړي. دغه پروسه نه یوزاې دا چې ستونزې حل کوي، بلکې خلافت ته د پېښو پر وړاندې د غبرګون ثبات او وړتیا ورکوي؛ داسې نه لکه غربي ډیموکراسي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَفَمَنْ يَمْشِي مُكِبًّا عَلَى وَجْهِهِ أَهْدَى أَمَّنْ يَمْشِي سَوِيًّا عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ

[الملک:۲۲]

ژباړه: ښه فکر وکړئ، کوم یو کس د سمې لارې موندونکی دی؟ ایا هغه کس چې پړ مخې روان وي او که هغه کس چې جګه غاړه پر یوه هوار سړک روان وي؟

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عبدالمجید بهاټي

د مطلب ادامه...

په مرکزي اسیا کې د امریکا نوې ستراتیژي

خبر:

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل سایټ کې د مرکزي اسیا لپاره نوې ستراتیژي خپره کړې، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په تاشکند کې د سیمي د بهرنیو چارو له وزیرانو سره شریکه کړه. امریکا به د یادې ستراتیژۍ له مخې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره په ګډه د ترورېزم او سختدریځۍ پر ضد جګړې ته دوام ورکوي او تر څنګ به یې له قانون جوړوونکو ادارو سره د پولو په ټاکلو کې یو ځای کار کوي. د بهرنیو چارو وزارت په خبره امریکا په سیمه کې د پولو د خوندیتوب او د کار کوونکو د روزلو لپاره ۹۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. دغه نوې ستراتیژي په سیمه کې د امریکا د پلانونو شپږو اساسي ټکو ته اشاره کوي.

۱. د مرکزي اسیا له هېوادونو څخه ملاتړ او په سیمه کې د یادو هېوادونو پر حاکمیت او ازادۍ ټینګار کول.

۲. په مرکزي اسیا کې د ترورېستي خطرونو له منځه وړل.

۳. په افغانستان کې د امنیت لپاره له یادو هېوادونو څخه ملاتړ کول او پر دغو هېوادونو نفوذ درلودل.

۴. د مرکزي اسیا او افغانستان تر منځ د اړیکو پراخول.

۵. د بشري حقونو د قانون رول ته ارزښت ورکول.

۶. په مرکزي اسیا کې امریکایي پانګوالۍ ته پراخوالی ورکول.

تبصره:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د فبرورۍ په دویمه د مرکزي اسیا ځینو هېوادونو ته په خپل سفر کې خبریالانو ته وویل: «موږ د مرکزي اسیا بریالیتوب غواړو. هر هېواد یې باید خپلواک وي او موږ نه غواړو چې په سیمه کې دې یو هېواد هم بېوزله او د بل غلام وي.» پرته له دې بل څه نه شي کېدلی، چې په سیمه کې د روسیې پر ځای د امریکا د حاکمیت هیلې څرګندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري هم په ۲۰۱۵م کال کې دې ته ورته یو لوی سفر درلود، چې په ترڅ کې یې د C5+1 یعنې قرغزستان، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او امریکا تر منځ یو ګډ چوکاټ جوړ کړ. د یاد چوکاټ موخه دا وه، ترڅو امریکا په سیمه کې خپل له لاسه ورکړی نفوذ بېرته تر لاسه کړي. هغه مهال امریکا په مرکزي اسیا کې په عملي ډول نفوذ نه درلود، ځکه روسیې ورباندې پوره سیاسي واک درلود. له همدې امله د چین اقتصادي پرمختګ د امریکا لپاره لوی خنډ و.

له همغه وخت څخه د C5+1 چوکاټ دوام وکړ، خو کله چې په منځني ختیځ کې وضعیت کړکېچن شو او امریکا هم دغه سیمه دوی ته پرښوده، نو دغو ځواکونو خپل مسیر بدل نه کړ.

څيړونکي د امریکا دا ګام د دغه هېواد یوه هڅه بولي، چې غواړي په دې سره یو ځل بیا له لاسه ورکړی چوکاټ تر لاسه کړي. امریکا د دغه چوکاټ ژوندي کولو ته هوسېږي او هڅه کوي چې یو ځل بیا پر یادو سیمو خپل نفوذ ټینګ کړي.

خو د ارزښت وړ یادونه او پروسه بیا دا ده؛ مهمه نه ده چې پر سیمه د امریکا او روسیې د نفو سیالي په کومه اندازه ده، بلکې مهمه دا ده چې دوی د اسلامي ډلو په ځپلو کې له یو بل سره هېڅ ټکر نه لري. دوی د تېرې پېړۍ تر وروستۍ (۹۰ مې) لسیزې پورې له هغو ظالمو دیکتاتوري قدرتونو سره هېڅ ستونزه نه درلوده، چې په سیمه کې د اسلام د مخنیوي لپاره تاسیس شوي وو. نو موږ باید پوه شو چې هر استعماري هېواد هغه که امریکا او یا روسیه وي، چې د دغې سیمې پرمختګ غواړي، تر څنګ یې د سختدریځۍ او ترورېزم پر وړاندې مبارزې ته ډېره پاملرنه کوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: محمد منصور

د مطلب ادامه...

اې حکامو! له چین څخه د کرونا ویروس خبر اورئ، خو زموږ د خویندو او وروڼو چیغې نه اورئ

خبر:

د ترکیې روغتیا وزیر فهرتین کوکا پر ټوله نړۍ غږ وکړ، چې په چین کې د رامنځته شوي کرونا ویروس پر وړاندې سره متحد شئ. نوموړي پرته له دې چې د نړیوالو رابللو یا له هغوی څخه مرستې غوښتلو ته په تمه شي، خپلې خبرې وکړې. [News agencies 6/2/2020]

تبصره:

دا یوه مهمه او د بحث وړ موضوع ده، چې د کرونا ویروس لومړی په ووهان ښار کې راپیدا او وروسته بیا نورو ښارونو ته هم خپور شو، چې ټول ټال ۴۰۰ کسان یې ووژل. د روغتیا وزیر همدا خبره کوله چې له له چین سره باید مرسته وشي، ځکه چین د روانې پېړۍ یو خونخوار هېواد دی او د روان ویروس زغم ورته سخت دی. ایا پوهېږئ چې د روغتیا وزیر په مهال کې د مرستې غوښتنه کوي؟ ایا خبر یئ چې د روغتیا وزیر د کوم ارزښت پر اساس له کافر چین سره د یووالي غوښتنه کوي؟

په داسې حال کې چې د اویغور میلیونونه مسلمانان د کافر چین په زندانونو کې تر سخت ظلم او وحشت لاندې شپې او ورځې تېروي. له خپل دین څخه یې اړوي او اجباري زندانونو ته یې لېږي. مسلمانې خویندې مو د خپل عزت او ابرو د ساتلو لپاره له خپلو کورونو څخه تښتي. پر دې سربېره د چین کمونېست دولت د هر مسلمان پر کور خپل یو کس درولی، ترڅو له عبادت کولو څخه یې منعه کړي.

د دې تر څنګ دغه ظالم دولت یو لوی کمپاین پیل کړی، ترڅو د ختیځ ترکستان مسلمان ځوانان له اسلام څخه لرې وساتي او په ذهنونو کې یې کفري افکار خپاره کړي. دوی هڅه کوي چې مسلمانان له روژې نیولو، نارینه له ږیرې پرېښودلو، ښځې له حجاب اغوستلو او ځوانان جوماتونو ته له تللو څخه منعه کړي. دوی د ختیځ ترکستان مسلمان وروڼه د سختو شکنجو له امله دوو لارو (مرګ او مهاجرت) ته اړ کړي دي. په داسې حال کې چې زموږ مسلمان وروڼه د یوه داسې مشر په تمه دي، چې له دغه وحشتناک او ظالم نظام څخه یې وژغوري.

د ترکیې د روغتیا وزیر په داسې حال کې د مسلمانانو د قاتل هېواد لپاره د مرستې غوښتنه کوي، چې د مسلمانانو پر وړاندې هر ډول جنایتونه او ظلمونه روا عمل بولي. ایا تاسو په داسې خبرو کولو سره له الله سبحانه وتعالی څخه نه وېرېږئ؟ له چین څخه د کرونا ویروس خبر تر تاسو پورې رسېږي، ایا د کافر دولت تر شکنجو لاندې د مسلمانو خویندو او وروڼو چیغې تر تاسو پورې نه رسېږي؟ د یاد ویروس له امله د ۴۰۰ چینایانو پر مړینې خبر یاست، ایا په چینایي زندانونو کې تر سخت ظلم لاندې د میلیونونو مسلمانانو پر مظلومیت خبر نه یئ؟

په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ»

ژباړه: یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، ځکه هېڅکله پر هغه ظلم نه کوي او نه یې ظالم ته سپاري.

خو تاسو په خپلو کې له کفارو سره د مرستې سیالي کوئ او مسلمان وروڼه مو له یاده ایستلي دي. په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی په نزد دا یوه لویه ګناه ده؛ ايا تاسو ترې خبر یاست؟

ایا دا امکان لري چې په ختیځ ترکستان کې د خپلو  مسلمانو وروڼو له مظلومیت او چیغو څخه بې خبره وئ؟ زموږ د خویندو پر عزت تېری کېږي، ایا د ژړاوو او فریادونو اواز یې ستاسو تر ماڼیو نه رسېږي؟ د خدای لپاره، ایا پر مسلمانو خویندو او وروڼو روان ظلم نه وینئ؟ که یې وینئ، نو زړونه مو تيږې اوښتې دي که څنګه؟ یا د سیاسي ګټو د لاسته راوړلو لپاره چوپ یئ؟ یا دا چې د مسلمانو خویندو او وروڼو قربانۍ ته رښتینی سیاست وایئ؟ یا هم د خپل رب په پرتله د چین پر وړاندې حساب او کتاب درته ارزښت لري؟

دا یو حقیقت دی چې له کافر چین سره روانې سوداګرئ له حقیقت ویلو څخه منعه کړي یئ، خو د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو اوازونه مو هم واورئ. د هغې ورځې د راتلو په اړه پوه شئ، چې شتمني به مو بیا هغه مهال هېڅ ګټه نه لري. ستاسو مسوولیت دا دی، چې یوازې د خپلو مسلمانو وروڼو ټپونو ته پټۍ شئ، نه د چین کافر دولت ته. د ختيځ ترکستان مسلمانان ستاسو دیني وروڼه او خویندې دي؛ له همدې امله پر تاسو فرض دي چې د بې دینه دولت له ظلمونو څخه یې وژغورئ. که غواړئ چې د رب پر وړاندې مو د نېکۍ تله درنه شي، نو له الهي امر او نهیې سره سم عمل وکړئ.

اساسي خبره دا ده چې یوازې د الله سبحانه وتعالی له دوستانو او مومنانو سره مرسته وکړو؛ برعکس د هغه سبحانه وتعالی له دښمنانو، ګنهکارانو او مجرمینو سره باید اړیکې پرې کړو او ترې متنفر شو. دا د اسلام غوښتنه ده او الله سبحانه وتعالی پرې راضي کېږي. الهي رضایت دا نه دی، چې د اوسنیو چارواکو په څېر د الله سبحانه وتعالی له دښمنانو سره دوستي وکړو او له دوستانو سره یې دښمني. له بده مرغه پر موږ ډېری واکمن کسان د کفارو خوښۍ ته ارزښت ورکوي. په هر حال ټولو هغو کسانو ته به څرګنده شي، چې د کفارو د خوښۍ لپاره کار کوي، چې په دې ډول به هېڅکله الهي رضایت تر لاسه نه کړي.

موږ دغه چارواکي ښه پېژنو، دوی په کفارو پسې د غلامانو په څېر تړلي دي او د مسلمانانو چیغو ته ځواب نه شي ویلی. یوازې رښتینی خلافت د مسلمانانو له ژوند او وینو څخه په سمه توګه ساتنه کولی شي، چیغو ته یې ځواب وایي او مرسته ورسره کولی شي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ ٱلْمُؤْمِنُونَ

[الروم: ۴]

ژباړه: پر هغه ورځ به مسلمانان خوشحاله وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالله امام اوغلو

د مطلب ادامه...

د فلسطین د پسرلي وخت اوس رارسېدلی

خبر:

د فبرورۍ په لومړۍ د فلسطین ولسمشر محمود عباس د عربو له اتحادیې څخه په بریالي ډول بهر شو. کله یې چې د منځني ختیځ په اړه د ولسمشر ټرمپ پلان رد کړ، نو ګواښ یې وکړ چې دوی د هغه چا تاریخ ته نشي کتلی چې بیت المقدس او مسجد الاقصی یې پر اسراییلو خرڅ کړل. (الجزیره)

تبصره:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه مومن ځانګړنه داسې بیان کړې ده. ابوهریره رضی الله عنه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»

ژباړه: مومن باید له یوه غاره دوه ځله ونه چیچل شي.

نور عربي پسرلی له منځه لاړ. دا کار به استعمار ته نور هم زموږ د خاورو د تباهۍ او د میلیونونو خلکو د ازار او ازیت لار هواره کړي. دا به د دوی لاسپوڅو، استبدادي مرستو او نورو ناکامیو ته قانوني بڼه ورکړي، لکه څنګه چې د پوځونو مشران یې خپل لاسپوڅي ټاکلي، ترڅو د خپلو ملي ګټو لپاره خلک ووژني.

بل نوي کس ته اړتیا نشته، چې د فلسطین خلک شاتګ ته رهبري کړي، ځکه همدغه مکارانه لارې وې چې حتا ځینې دایرې به یې هم را تنګولې. نور به بین المللي ټولنې، انستیتیوتونو، نړیوالو قوانینو او د نړیوالې ټولنې د امنیت شورا د ځانغوښتونکو غړو بې ځایه حللارو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

د روانې پېړۍ له پیل راهیسې لږترلږه ۳۰۰۰ فلسطیني ماشومان یهودي ظالم دولت په شهادت رسولي. بیا هم زموږ ډېری لاسپوڅي چارواکي دوی ته د جوړښت او توافق په برخه کې تسلیمېږي، ترڅو نور هم زموږ خاورې او ژوند د کافر یهودي دولت په واک کې ورکړي.

وړاندې تر دې چې زرګونه ماشومان ووژل شي، باید درک کړو چې غرب موږ ته هېڅ پام نه کوي او د یهودي دولت لپاره داسې ځانګړي قوانین لري چې پر اساس یې اسلامي امت له خپلو حقونو څخه بې برخې کړی دی.

د ازادۍ او عدالت په اړه د دوی دروغجنې ژمنې یوازې خبرې دي او هېڅکله د غلامو ملتونو لپاره نه عملي کېږي. نور موږ باید د دوی په ژمنو ونه غولېږو او اجازه ورنه کړو چې یاده ستونزه یوازې په فلسطین پورې وتړي. دا پر فلسطینیانو یو فشار او محاصره وه، ترڅو دوی له یهودي کافر دولت سره خبرو اترو ته تیار کړي او جنایتکاران تل دې ته ورته چلونه جوړوي.

یاده قضیه د ټول اسلامي امت (۱،۳میلیونه) مسلمانانو ګډه قضیه ده. بیت المقدس او فلسطین په ۱۹۴۸م کال نه، بلکې په ۱۹۲۴م کال د اسلامي امت له لاسه ووت، کله چې اسلامي خلافت ړنګ شو. کله چې د اسلام په خوښه ټاکل شوی امیرالمومنین نه وي؛ نو فلسطین، اسلامي خاورې او ټول اسلامي امت خپل سپر له لاسه ورکوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث شریف کې چې ابوهریره رضی الله عنه روایت کړی، موږ ته داسې اخطار راکړی دی.

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ فَإِنْ أَمَرَ بِتَقْوَى وَعَدَلَ فَإِنَّ لَهُ بِذَلِكَ أَجْرًا وَإِنْ أَمَرَ بِغَيْرِ ذَلِكَ فَإِنَّ عَلَيْهِ فِيهِ وِزْرًا»

ژباړه: د مسلمانانو امام هغوی ته د ډال په څېر دی او کله چې مسلمانانو ته د جګړې امر وکړي، د هغه پیروي به کوي او دی به له مسلمانانو څخه ساتنه کوي. که نوموړی تقوا ولري او د حق غوښتونکی وي، نو هغه ته به ثواب ورکړل شي او که له دې پرته بله لار غوره کړي، نو د خپلو اعمالو په جزا به ورسېږي.

امام او دولت به زموږ ګټې خوندي کړي. یوازینۍ ثابته حللاره، چې د پېړیو لپاره به په فلسطین کې ټولو ته سوله او امنیت راولي، د اسلامي دولت (خلافت) بیا ځلي تاسیس دی؛ هغه دولت چې د لومړي ځل لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسیس کړی و. کله به چې اروپایانو د نژادي او عقیدوي تضاد له امله له یهودانو څخه ملکیتونه غصب او دوی به یې قتل عام کول؛ نو اسلامي خلافت به له یهودیانو څخه ساتنه کوله او یهودیانو به هم ښه راغلاست ورته ویل.  

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: محمد حمزه

د مطلب ادامه...

عباس او دسیسه جوړوونکې ډلې د عرب لیګ له تریبون څخه فلسطیني مسلې ته له خیانت ډکې حللارې ته غاړه کېښوده! Featured

  • خپور شوی په فلسطین

د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې د خاینینو یوې ډلې په عرب لیګ کې سره وکتل، ترڅو د شرمناکې معاملې په اړه دريځ ونیسي. د ټرمپ د تړون په اړه د دوی دريځ کمزوری او له دسیسې ډک کار دی. دا ناسته د ولسمشرانو په کچه نه، بلکې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه وه. دوی د معمول په څېر ځوروونکې ویناوې وکړې، چې د فلسطین د مسلې په اړه یې له خیانت څخه ډکې حللارې ته د یهودي دولت او دوه دولتونو په رسیمت پېژندلو ته غاړه کېښوده. دوی همدا راز یهودانو ته ۷۸سلنه سپېڅلې خاوره د امتیاز په توګه ومنله.

 دوی د عربستان نوښت ته خپله غاړه اېښودل تایید کړل، چې په عامه توګه بشپړ نارمل حالت ته د یهودانو راګرځول و؛ ځکه چې له یهودي دولت سره د دوی نامعلومې اړېکې نه دي بندې شوې. د دوی خیانت او دسیسې تاییدوي چې دوی د یهودي دولت د سفارتونو یا له دوی سره د لاسلیک شوو تړونونو ختمولو ته له اشارې پرته په خپلو ویناوو یا په خپله وروستۍ اعلامیه کې اړیکه نه ده نیولې، نو ځکه یې ناسته کمزورې، ذلیله او د یهودي حضور ډاډ ورکوونکې وه. 

عباس د معمول په څېر فرصت تر لاسه کړ، ترڅو د خپل رول او ناوړه واک په اړه ویاړ وکړي، چې یهودانو ته وړیا خدمت کوي. په داسې حال کې که چېرې د فلسطیني ادارې هڅې نه وای، دوی به دا خدمتونه په خوب کې هم نه وای لیدلي. د هغه ظلم دې کچې ته رسېدلی چې یهودانو ته یې د دوی د اجېنټ  او د هغوی د ناوړه امنیت د رول په یادولو سره وویل: «زه اوس دا وړتیا لرم چې داسې معلومات درکړم، چې تاسو په خوب کې هم نه وي ليدلي.» هغه ټینګار وکړ چې دې ایالت ته د رسېدو یوازینۍ لاره خبرې اترې دي او اشاره یې وکړه چې هغه له خبرو اترو څخه لاس نه اخلي، حتا که پرمختګ یې هم نه وي کړی!

عباس د خبرو اترو او یهودانو ته د خدمتونو کولو په اړه د هغه درغلي د مسلمانانو د احساساتو او د هغو بې رحمانه چلندونو لپاره یوه درنه ننګونه ده، چې که هغه د غدارانو په ډله کې نه وای ناست، نو د دې کیسۍ د بیانولو جرأت یې نه کاوه؛ چې پيل، پای او پېښې یې د لمر په څېر روښانه دي.

عباس له الله سبحانه وتعالی او له صالح مومنانو سره د دښمنۍ تر څنګ ټینګار کوي، چې هغه به له کفري هېوادونو سره د اسلام دښمنان څاري. دی وایي، موږ امنیتي تړونونه لرو او چمتو یو چې له هر هغه هېواد سره چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي، همکاري وکړو او موږ دا پاليسي څارو او له هغې څخه به بهر نشو! په بل عبارت، هغه له اسلام سره په مبارزه کې خپله ژمنه تاییدوي. هغه فکر کوي چې امريکا او یهودیان به هغه سپک نه کړي، په هر صورت دوی د اوسلو له تړون څخه د نوي خیانت غوښتنه وکړه، ځکه چې یاد خیانت د عباس، د هغه د سازمان، ټولو هېوادونو او واکمنانو څخه لوی دی. هغوی له داسې شرم سره ځانونه مخامخ کړل، چې مبارزه ورسره نه شي کړلی، ځکه چې د یهودیانو واقعیت د الله سبحانه وتعالی په کتاب کې د هغو خلکو لپاره څرګند دی، چې ایمان لري، الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّنَ الْمُلْكِ فَإِذاً لاَّ يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيراً

[النسأ: ۵۳]

ژباړه: ایا یهودیان په حکومت کې برخه وال دي؟ که داسې وی، نو دوی به نورو خلکو هېڅ حق نه وی ورکړی.

سربیره پردې، دوی هېڅ تړون نه پوره کوي، هغه که هر څومره کمزوری هم وي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 ﴿أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا نَبَذَهُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ

 [البقره: ۱۰۰]

ژباړه: ایا تل داسې نه دي شوي، چې کله یې څه ژمنه کړې؛ نو له هغوی څخه یوې نه یوې ‌ډلې ورته شا کړې ده؟

سربېره پر دې هغه د اسلام په دښمنانو پورې تړلی دی او له نړیوالې ټولنې، امنیت شورا او عمومي شورا څخه یې غوښتنه وکړه، چې نړیوال پرېکړه لیکونه پلي کړي او پر یهودي دولت فشار راوړي چې کمزوري دولت ته خپل واک ورکړي. په هر صورت دا ډېره لېرې خبره ده او الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا * الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

[النسأ: ۱۳۸-۹]

ژباړه: منافقانو ته دا زېری ورکړه، چې مومنان پرېږدي او له کافرانو سره ملګرتیا کوي، چې د هغو لپاره دردناکه عذاب تیار دی. هغه کسان چې مومنان پرېږدي او له کافرانو سره د دوستۍ اړيکې ټینګوي، ایا دا خلک د عزت د لاس ته راوړلو لپاره هغوی ته ورځي؟ په داسې حال کې چې هر راز عزت یوازې د الله سبحانه و تعالی لخوا دی.

د عباس په خبرو کې تر ټولو لوی شی د هغه پایله ده؛ لکه څنګه چې هغه په ​​زړه پورې ایت ته اشاره وکړه، چې په جهاد کې د زغم غوښتنه کوي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اصْبِرُواْ وَصَابِرُواْ وَرَابِطُواْ وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

[العمران: ۲۰۰]

ژباړه: اې مومنانو! له زغم څخه کار واخلئ او د باطل پالونکو پر وړاندې مېړانه وښیئ. د حق د خدمت لپاره ملا وتړئ او له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېدونکي اوسئ، هیله ده چې بری ومومئ.

هغه دغه اسناد په داسې ځای کې وکارول، چې د یهودي حضور د ساتنې لپاره یې د الله سبحانه وتعالی د دین، د هغه سبحانه وتعالی د بندګانو په امنیت را وستلو کې نه پاملرنه ښيي. نوموړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث په ذکر کولو سربېره د فلسطین د ادارې خیانت ته غاړه ایښې ده.

اې د سپېڅلې خاورې خلکو:

د مجرمینو او خاینینو له ډلې څخه تمه نه کېږي، چې د الله سبحانه و تعالی دین ته د عقیدې جومات ته د خلاصون لپاره راټول شي، ځکه چې د هغه  ازادي یوازې ناستو، ویناوو او کنفرانسونو ته اړتیا نه لري، بلکې د لښکرو د مشرانو پرېکړو ته اړتیا لري. کارکوونکي به د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملاتړ د جګړې لپاره عمومي غوښتنه اعلان کړي او لاریون به یې پرته له دې چې ودرېږي، د اقصی په شاوخوا کې به تکبیرونه راپورته کړي.

لکه څنګه چې د پېړۍ معاملې، د اوسلو له خیانت څخه ډک تړون او PLO د نه پاملرنې پایله ده. که چېرې دا د PLO او عربي هېوادونو دريځونو او د سولې او خیانت په برخه کې د دوی ډېرې هڅې نه وای، نو یهودیان او ټرمپ به دې درجې ته نه وی رسېدلي. له پېړۍ معاملې سره د دوی مصنوعي مخالفت مه کوئ، دوی له دې څخه د انکار کولو یا منلو لپاره د ځان مالک نه، بلکې د واک مشران یې د واک لپاره ليوالتیا لري، حتا که دا مسله د تيږې یوه ټوټه وي! د دوی لپاره، قدرت لویه مالي سرچینه ده، خو د خیانت اړتیا له دې څخه لویه ده او دوی نه شي کولای ترې تېر شي.

په حقیقت کې د یهودیانو او د هغوی د ساتونکو راتلونکی به ان شأالله ډېر ژر ختم شي. بیت المقدس به د دویم راشده خلافت مرکز وي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری به رښتیا کړي او الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيباً

ژباړه: هغوی به په سر خوځولو سره پوښتنه وکړي: «ښه نو، دا به کله وي؟» ورته ووایه: «ولې حیرانېږئ؟ هغه وخت نږدې راتلونکی دی.

[الاسرا: ۵۱]

د حزب التحریرـ ولایه فلسطین مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

اروپايي رهبرانو په هالاکاوسټ تاریخي پېښه کې یو ځل بیا خپل دوه‌مخیتوب وښود

خبر:

د اوسشوېتز له ازادۍ ۷۵ کاله وروسته، د تېرې جنورۍ په پای کې د اروپايي هېوادونو رهبران په بیت المقدس کې د هالاکاوسټ او د یهودو پر وړاندې جګړې په یاد‌غونډه کې سره راټول شول. شهزاده چارلز، د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټېنمېیر، د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون او د ډنمارک لومړی وزیر مېټ فرېدیکسن هم په دغو ګډونوالو کې شامل وو.

تبصره:

غربي رهبران هره ورځ نه سره راټولېږي. په هر حال، دوی په اشغال شوي بیت المقدس کې سره راټول شوي وو، چې د اوسشویتز د ازادۍ ۷۵مه کلیزه ونمانځي. دوی ادعا کړې چې دغه غونډه په هغې پېښه کې د بشریت پر وړاندې د ظلمونو د یادولو لپاره ده، خو ګډونوال او کوربه یې داسې کسان نه وو چې په بشري ارزښتونو وپېژندل شي.

د غونډې په ګډونوالو او ویناوالو کې یو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین و، دی یو نامتو جنګي جنایتکار دی چې په چیچین او سوریه کې یې ډېرې وژنې او ظلمونه کړي. دی همداراز د سیاسي مخالفینو او مهمو ژورنالېستانو په وژلو او شکنجه کولو مشهور دی.  بل ویناوال یې لوی جنګي جنایتکار، د یهودي رژیم لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو و چې په غزه او ټول فلسطین کې یې ډېر ظلمونه او قتلونه کړي.

د اوسشوېتز ظلمونه په پولنډ کې شوي وو او ډېری قربانیان یې هم پولنډیان وو، نو باید دا یاد‌غونډه په پولنډ کې شوې وی؛ خو دوی دا کار په اشغال شوي فلسطین کې وکړ! په یوه داسې دولت کې د نسل‌وژنې د یاد غونډې نیول، چې پخپله د فلسطین د بومیانو د نسل‌وژنې او عام‌وژنې په پایله کې جوړ شوی. دا په اصل کې نه یوازې دوه‌مخیتوب او ریاکاري ده، بلکې پر قربانیانو یې ریشخند وهل هم دي!

لوی شرم خو دا و چې د دغې غونډې اصلي څېره، په غزه کې د زرګونه ماشومانو، لویانو او ښځو قاتل، لوی جنګی جنایتکار، بنیامین نتنیاهو و. غربي رهبران چې هر وخت له پوتین او نتنیاهو غوندې جنګي جنایتکارانو سره یو ځای شي، خپله اصلي څېره ښيي. د دوی دا ډول چلند او ریاکارۍ، د زغملو نه دي.

د دغې تاریخي غونډې له یادولو باید درسونه زده شوي وی. له هالاکاوسټ څخه غربي رهبرانو څه زده‌ کړل؟ له ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰م کال راهیسې چې اروپایان په عام‌وژنو کې برخه اخلي او هغه کډوال خپلو هېوادونو ته نه پرېږدي چې له دغو عام‌وژنو ورتښتي، دوی څه بدلون کړی؟ یوه ذره هم نه. دوی په نسل وژنو کې مستقیماً او نامستقماً ونډه لرله؛ لکه په بوسنیا او روانډا کې. عین کار په سوریه او یمن کې هم کوي. نن ورځ غربي هېوادونه د دوغو دوو هېوادونو د خلکو په پراخه کچه وژلو کې مستقیمه او په ناستقیمه توګه دخیل دي. کډوال یې خپلو هېوادونو ته نه پرېږدي او همداسې بې پروایي ورسره کوي چې ومري. دوی همدغه کار د هالاکاوسټ پر وخت هم وکړ.

په حقیقت کې هېڅ شي بدلون نه دی کړی. دوه مخیتوب او د کپیټالېسټي نړۍ رسوایي لا زیاته شوې. کله چې مسلمانان د الله سبحانه و تعالی په خوښه اسلامي دولت تاسیس او فلسطین ازاد کړي، نو له خلکو سره په خپلو اسلامي چلند –چې قران یې امر کړی- سره به نړۍ ته وښيي چې عدالت څنګه وي. دغه دولت به د هغه ورځې چې تاریخي ظلم پکې شوی وي، داسې یادوي چې عملاً به د مظلومانو لاس نیسي او د ظالمانو پر وړاندې به درېږی؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ

[نساء: ۱۳۵]

ژباړه: اې مومنانو، د عدالت علمبرداران او د خدای لپاره شاهدان و اوسئ....

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

تیم الله ابو لبان

د مطلب ادامه...

د دې حديث مانا څه ده. «لا يَرُدُّ الْقَضَاءَ إِلا الدُّعَاءُ» له دعا پرته هېڅ شی الهي برخليک (قضا) نشي بدلولی

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

التفکير الاسلامي يو له تبني شويو کتابونو څخه دی؛ په دغه کتاب کې راغلي، چې تقدير (قدر) او الهي برخليک (قضا) يا د الله سبحانه وتعالی علم د دعا پر مټ نه بدلېږي. که څه هم ځيني قراني او د نبوي سنتو نصوص شته، چې ما ته له دغه فهم سره په ټکر کې ښکاري. له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه روایت دی چې فرمايي:

«لا يَرُدُّ الْقَضَاءَ إِلا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي برخليک (قضا) نشي بدلولی.

يو شمېر نور حديثونه هم له دې مانا سره شته او دا په ثبوت رسوي چې دعا الهي برخلیک بدلوي. نو موږ څنګه په ياد کتاب کې لیکل شوي مسایل له هغو نصوصو سره ورته کولی شو، چې يادونه ترې وشوه؟ الله سبحانه وتعالی دې اجر درکړي.

ځواب:

زه فکر کوم چې تاسې د التفکير الاسلامي پرځای د الفکر الاسلامي (اسلامي افکار) کتاب حواله ورکوی، چې له همدې امله په پوښتنه کې غلطي رامنځته شوې. بله غلطي په پوښتنه کې ده، چې تاسې وایئ دا «يو له تبني شويو کتابونو» څخه دی، په داسې حال کې چې دا کتاب تبني شوی نه دی او په اداري فهرست کې یو له هغو کتابونو څخه دی چې یوازې د حزب التحرير له لوري خپور شوی دی. که څه هم پر دې کتاب د امير يا د حزب د بل غړي نوم د ځينو ملاحظانو په موخه ليکل شوی، خو په حلقو کې نه تدريسېږي، نو تاسې د الفکر الاسلامي (اسلامي افکار) کتاب خبره را اخیستې ده. په هر صورت لکه څرنګه چې ما مخکې يادونه وکړه تاسې د ياد کتاب حواله ورکوی او په کتاب کې راغلي مسایل وایی: «دا باید حتمي روښانه شي چې د دعا پر مټ د الله سبحانه وتعالی علم نه بدلېږي، نه هم د الهي برخليک مخه نيولی شي او نه هم الهی تقدير بدلولای شي. هېڅ شی له دليل پرته نشي پېښېدلی، ځکه د الله سبحانه وتعالی علم هرو مرو ثابت دی او د الله سبحانه وتعالی امر هرو مرو پرځای کېږي. که هغه په دعا بدلېدلی، نو دا به الهي برخليک (قضا) نه وی او الهی تقدیر د الله سبحانه وتعالی له لوري را منځته شوی دی، له همدې امله د دعا او ننواتو پر مټ نه بدلېږي. تاسو ويلي چې د لاندې حديث سره په ټکر کې دی:

«إِنَّ الدُّعَاءَ يَرُدُّ الْقَضَاءَ»

ژباړه: دعا ليکل شوی الهي برخليک (قضا) ستنوي.

په بل روايت کې راځي:

«لَا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلَّا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي تقدیر (قدر) نشي منعه کولی.

ستاسو پوښتنه دا ده چې څنګه باید دغه ته مطابقت وکړل شي؟

زه له ځواب څخه مخکې تاسو ته ځينې اړوند موضوعات د ځواب د سريزې په ډول بيانوم:

۱: په اسلام کې دعا او د الله سبحانه وتعالی په خوښه د هغې د ځواب په تړاو يو شمېر اياتونه او احاديث شته، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ﴾

 [غافر: ۶۰]

ژباړه: او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت څخه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي.

الحاکم په خپل مستدرك کې له ابوهريره «رض» څخه روايت کوي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«لَيْسَ شَيْءٌ أَكْرَمَ عَلَى اللَّهِ مِنْ الدُّعَاءِ»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ته د دعا په پرتله بل هېڅ شی هم ارزښت نه لري.

امام احمد په خپل مسند کې له ابي سعيد څخه روايت کوي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَدْعُو بِدَعْوَةٍ لَيْسَ فِيهَا إِثْمٌ وَلَا قَطِيعَةُ رَحِمٍ إِلَّا أَعْطَاهُ اللَّهُ بِهَا إِحْدَى ثَلَاثٍ إِمَّا أَنْ تُعَجَّل لَهُ دَعْوَتُهُ وَإِمَّا أَنْ يَدَّخِرَهَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ وَإِمَّا أَنْ يَصْرِفَ عَنْهُ مِنْ السُّوءِ مِثْلَهَا قَالُوا إِذاً نُكْثِرُ قَالَ اللَّهُ أَكْثَرُ»

ژباړه: هېڅ مسلمان به نه وي چې له الله سبحانه وتعالی څخه په خوله غوښتنه وکړي، په داسې حال کې چې دی د ګناه مرتکب نه وي او له کورنۍ سره یې صله رحمي قطع کړې نه وي، خو الله سبحانه وتعالی به له دغو درو شيانو څخه يو ورکړي: یا به د ده دعا ژر قبوله شي، يا به هغه دعا د ده لپاره په اخرت کې وساتل شي او يا به الله سبحانه تعالی له ده څخه کومه راتلونکې بدمرغي یا شر لېري کړي، چې د ده له کړې دعا سره به ورته وي. دوی (اصحابو رضي الله عنهم) وويل: بیا نو موږ بايد ډېرې دعاګانې وکړو. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله لوی دی. (دا حديث حاکم په خپل مستدرک کې له ابي سعيد رض څخه روايت شوی دی.)

دا دلیلونو ښیي چې الله سبحانه وتعالی له خپل مومن بنده څخه ده (سبحانه تعالی) ته په زياتو دعاګانو خوشاله کېږي او دا چې د مسند احمد په حواله دعا ته یو له دغو دریو ځوابونو څخه ورکول کېږي او دا ځواب په لوح محفوظ کې لیکل شوی دی. هر څه چې پېښېږي هغه له ازل څخه لیکل شوي دي، لکه څنګه چې لاندې په الهي تقدیر (قدر) کې ښودل کېږي.

۲: که چېري په يوه موضوع کې داسې قطعي دليل شتون ولري، چې پر بنسټ یې يو ځانګړی حکم څرګندېږي؛ خو په همغه موضوع کې ظني دليل له صحيح روايت (سند) سره هم وي، چې يو بل داسې حکم څرګندوي چې شک (شبهه) پکې وي، خو له قطعي دليل سره په ټکر کې وي؛ نو په داسې حال کې د یوه په پرتله د دواړو دلایلو شتون ډېر مهم دی. که چېرې د هغو دلایلو يوځای کول ناشوني وي، نو بيا هغه قطعي دليل یې په پام کې نيول کېږي او ظني دليل يې د مانا (درایه) له مخې ردېږي، که څه هم چې سند (روايت) يې صحيح دی؛ خو که سند یې کمزوری وي، نو بیا د سند د کمزورۍ له مخې ردېږي.

۳: د ليکل شوي الهي تقدير (قدر) له دلايلو څخه:

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَراً مَقْدُوراً﴾

[الأحزاب:۳۸]

ژباړه: او د الله سبحانه وتعالی امر یوه قطعي ټاكل شوې پرېکړه ده.

د [قَدَراً] (ليکل شوي الهي تقدير) مانا دلته دا ده؛ هغه موضوع چې الله سبحانه وتعالی له ازل څخه د هغې په اړه پرېکړه کړې وي. د [مَقْدُوراً] مانا بیا دا ده، چې حتمي به پېښېږي. له همدې امله دا مانا لري چې دا یو قطعي شوې پرېکړه ده، چې هرو مرو به پېښېږي.

یو بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿عَالِمِ الْغَيْبِ لا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلا فِي الأَرْضِ وَلا أَصْغَرُ مِنْ ذَلِكَ وَلا أَكْبَرُ إِلا فِي كِتَابٍ مُبِين﴾

[ سبإ: ۳]

ژباړه: هغه رب چې په غیبو خبر دى او حتا له یوې زرې څخه کوچنی او لوی څېز په اسمانونو او ځمکه کې له هغه څخه پټ نه دي او په ښکاره کتاب کې ثبت دي.

بل ځای فرمایي:

﴿مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الأَرْضِ وَلا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ﴾

 [الحديد: ۲۲]

ژباړه: په ځمکه او ستاسو ځانونو کې به تر هغه مهال څه مصیبت پېښ نه شي، تر دې چې د دغو (ځانونو) له پیدا کېدو وړاندې په کتاب کې نه وي لیکل شوي؛ له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی ته ډېر اسانه دي.

 

همدا راز د الهي تقدير (قدر) یا د لوح محفوظ د لیکنې په تړاو ځينې احاديث شته، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«جَفَّ الْقَلَمُ بِمَا أَنْتَ لاَقٍ»

(بخاري)

ژباړه: قلم د هغه څه تر لیکلو وروسته وچ شوی، چې ته ورسره مخ کېږې.

  يعني د هغه څه په اړه لا له وړاندې لیکل شوي دي، چې ته به په راتلونکي کې ورسره مخ شې.

له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه د جبرايل د راتګ په تړاو د حضرت عمر رضی الله عنه حديث دی؛ چې د اسلام او ايمان په اړه يې پوښتنه وکړه او په ياد حديث کې راغلي دي: «ما د ايمان (عقیدې) په اړه پوه کړه.» نبي کريم صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ:

«أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ»

(مسلم)

ژباړه: ایمان دا دی، چې ته پر الله سبحانه وتعالی، د هغه پر ملايکو، کتابونو، پيغمبرانو، د اخرت پر ورځ، قدر، خیر او شر باندې ایمان ولرې. يعنې پر دې ايمان لرل چې الله سبحانه وتعالی د مخلوقاتو تر پيدايښت مخکې خېر او شر ټاکلي وو.

له جابر رضی الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«لاَ يُؤْمِنُ عَبْدٌ حَتَّى يُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ حَتَّى يَعْلَمَ أَنَّ مَا أَصَابَهُ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَهُ وَأَنَّ مَا أَخْطَأَهُ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيبَهُ»

(ترمذي)

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی بندګان تر هغې مومن کېدلی نه شي، ترڅو چې پر قدر ايمان ونه لري، يعني خېر او شر باندې. داسې چې دی پوه شي، چې له هر پېښېدونکي شي څخه خلاصون نشته او څه شی چې د ده لپاره نه دي ټاکل شوي، هغه ورته نه پېښېږي.

 ابي العباس عبدالله ابن عباس رضی الله عنه روايتوي: یوه ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر شا پر سورلۍ سپور وم، چې هغه مبارک صلی الله عليه وسلم وويل:

«يا غُلاَمُ، إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ، احْفَظْ اللَّهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظْ اللَّهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللَّهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوْ اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ لَكَ، وَلَوْ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللَّهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتْ الأَقْلامُ وَجَفَّتْ الصُّحُفُ»

(ترمذي)

ژباړه: ای هلکه! زه به دې په ځينو موضوعاتو پوه کړم. د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پر وړاندې بيدار اوسه، نو هغه سبحانه وتعالی به ستا ساتنه وکړي. د الله سبحانه وتعالی د حقونو ساتونکی اوسه، دی به د تل لپاره ستا ملتيا وکړي. که غوښتنه کوې، یوازې له هغه سبحانه وتعالی څخه یې وکړه. که مرستې ته اړتيا لرې، نو يوازې له هغه سبحانه وتعالی څخه د مرستې لپاره دعا وکړه. په ياد ولره! که ټول خلک يوځای شي، ترڅو ګټه درته ورسوي، نو دوی به له هغه څه پرته چې الله سبحانه وتعالی درته ټاکلي وي، هېڅ ګټه ونه رسوي. که چېرې ټول سره يوځای شي چې زيان درته ورسوي، نو دوی به پرته له هغه هېڅ زیان درته ونه شي رسولی، چې الله سبحانه وتعالی درته ټاکلی وي. اوس قلمونه پورته شوي او رنګ یې وچ شوی دی.

۴: اوس پر هغو دوو حديثونو بحث کوو، چې وايې دعا الهي برخليک بدلوي يا په بله اصطلاح ټاکل شوی الهي تقدير بدلوي:

الحاکم له ابن عباس او ثوبان رضی الله عنهما څخه په خپل مستدرک کې دوه صحیح حديثونه روايت کوي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«إِنَّ الدُّعَاءَ يَرُدُّ الْقَضَاءَ»

ژباړه: دعا الهي برخليک (قضاء) بدلوي.

الحاکم له عبدالله ابن ابي الجعد هغه له ثوبان رضی الله عنه څخه یو بل ځای روایتوي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«لَا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلَّا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي تقدير (قدر) بدلولی نه شي.

الحاکم وایي: «د دغه حديث سند صحيح دی، خو دوی نه دی روايت کړی.»

۵: د الهي تقدير (قدر) په تړاو راغلو نصوصو په ځانګړي ډول د قطعي اياتونو له مطالعې او د دلایلو له ویلو وروسته دا جوتېږي، چې په ځمکه او جنت کې هېڅ داسې څه نشته، چې الله سبحانه وتعالی یې دې په اړه امر کړی وي، خو لیکلي یې دې نه وي. د الله سبحانه تعالی له امر او مخکینۍ لیکنې پرته هېڅ شی نه رامنځته کېږي. هغه څه چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه امر کړی وي، هرو مرو پېښېږي او حتمي کېدونکي دي؛ يعنې هغه څه چې ټاکل شوي (قدر) د هغو مخنيوی او بندول ناشوني دي.

له پورتنیو یادو شوو دوو حديثونو څخه جوتېږي، چې دعا د ليکل شوي الهي تقدير (قدر) يا قضا مخه نيسي. دلته يې مانا هم ورته ده، نو دلته شک (شبهه) شته، چې د قدر په تړاو له قطعي دليل سره په ټکر کې ده او لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه؛ که شونې وي، نو لومړی بايد هغه دوه حديثونه سره یو ځای شي، چې قطعي دليل لري او که نه، نو د حديث مفهوم ردېږي (درایه).

۶: ځکه خو د پورته مطلب تر څېړنې وروسته زه د الله سبحانه وتعالی په توفيق سره وايم:

الف - حديث شريف:

«لَا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلَّا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي تقدير (قدر) نشي بدلولی.

د دغو الفاظو سمه مانا (د قدر مخنيوی) دی، يعنې له لوح محفوظ څخه د هغه لېري کول دي. ياد حديث د پورته مانا په درلودلو سره د (درایه) له لوري ردېږي، ځکه چې ليکل شوي موضوعات يا الهي برخليک په لوح محفوظ کې لیکل شوي دي او هغه بايد حتماً پېښ شي او هېڅ شی به د هغه مخه ونشي نيولی، يعنې له لوح محفوظ څخه به پاک نه شي. له همدې امله پورتنی حديث د مانا له مخې ردېږي او که له بل حديث سره يو ځای نه شي، نو دلته قطعي دلايل د قدر په تړاو په پام کې نيول کېږي، يعني قدر هرو مرو پېښېږي او مخه يې نه نيول کېږي. خو د مانا (درایه) تر ردولو وړاندې بايد هڅه وشي، چې قطعي او ظني دلايل سره يوځای شي، ځکه د یوه په پرتله د دواړو کارول ډېر لومړیتوب لري.

ب: په اصول فقه کې که د قرينې (نښې) لپاره حقيقت څرګند نه شي، د حقيقي مانا مخه نیسي. دلته د قدر په تړاو پورته قطعي دلايل بيان شوي دي او له همدې امله که د ژبې له اصولو سره سم شوني وي، له حديث څخه مجازي مفهوم اخيستل کېږي. خو دلته دا شونې ده او د قدر او قضا الفاظ په دغه حديث کې مجازي مانا ورکوي، چې له پايلې څخه یې يو کس پوهېږي؛ يا په بله مانا د هغه علت یې لامل شوی دی، نو علت يې بيانېږي او موخه یې په نيت پورې تړاو پيدا کوي، لکه چې ویل کېږي: «باران ځمکه زرغونوي» دلته سبب (باران) بيان شو او موخه یې پايله ده. ثمره (نبات) او دلته قدر هم بيان شوی دی، خو هدف يې مجازې مانا ده، يعني د هغه پايله، اغېز او موخه يې د قضا او قدر مخنيوی نه دی، خو د هغه د اغېز مخنيوی دی. د بېلګې په توګه: که قضا ياقدر يو مسلمان ته پېښ شي لکه ناروغي يا د ماشوم او پيسو له لاسه ورکول يا په سوداګرۍ کې زيان ليدل او داسې نور؛ نو دعا د هغه اغېز بدلولی شي لکه د الحسن بن علي رضی الله عنه په حديث کې چې وايي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته لارښوونه وکړه، چې د وترو په قنوت کې دغه دعا وايه:

«اللَّهُمَّ اهْدِنِي فِيمَنْ هَدَيْتَ... وَقِنِي شَرَّ مَا قَضَيْتَ... »

ژباړه: الهي ما د هغو کسانو له ډلې څخه وګرځوه، چې تا هدايت ورته کړی دی... او له هغه شر څخه مې وژغوره چې تا ټاکلی دی.

مومن چې کله په دعا کې له الله څخه غوښتنه کوي، چې الله سبحانه وتعالی يې د قضا له شر څخه وژغوري، نو الله سبحانه وتعالی به د هغې پېښې اغېز ورته اسانه کړي او له ده سره به د هغې په زغملو کې مرسته وکړي او دی به پر هغه پېښه زغموونکی واوسي. نو الله سبحانه وتعالی به د ده ژوند تر هغې قضا وروسته چې ده ته پېښه هم شي، ورته اسانه کړي. يعني الله سبحانه وتعالی به ده ته قضا اسانه او اغېز به یې پر ده کم کړي. دا همداسې ده لکه د ده دعا چې په مجازي ډول قضا بدله کړې وي. یعنې الله سبحانه تعالی له ده سره مرسته وکړه، ترڅو د قضا تاب راوړي او ده ته یې صبر ور په نصیب کړ. تاسې فکر وکړئ، څومره ډېر خلک د تېغونو په مټ ټپي شوي، بې سکه او لړزېدلي دي؟ څومره ډېر خلک له کړاوونو تېر شوي، خو د دوی ژبه لا تراوسه د الله سبحانه وتعالی په ذکر لنده ده. يو څوک الله سبحانه وتعالی ته ځکه دعا کوي چې له بدمرغۍ یا شر او د هغې له اغېز څخه يې وساتي او نوموړی زغم لرونکی او ثابت قدمه وګرځوي، داسې چې ګواکي دعا په مجازي ډول د شر مخه نيولې ده.

له همدې امله قدر حتماً راتلونکی دی او بايد هرو مرو پېښ شي، خو په اخلاص او باور سره د مومن دعا پر ده باندې د هغه د اغېز مخه نيسي، يعنې اغېز به يې اسانه او کم وي او دی به يې د زغمولو وس ولري، د ياد شر بار به پرې کم شي او دی به داسې ژوند ولري چې ګواکي هېڅ کړاو یې نه دی لیدلی. ټول پېښېدونکي شيان په لوح محفوظ کې لیکل شوي دي، الله سبحانه وتعالی هغه بيان کړي او له ازله څخه علم پرې لري. يعنې هغه په لوح محفوظ کې ثبت دي، چې پر نوموړي بنده به يو کړاو راځي او هغه به ورته پېښېږي او دی به له الله سبحانه وتعالی څخه د دعا په مټ د هغه له شر څخه د ساتنې غوښتنه کوي. الله سبحانه وتعالی به نوموړي ته ځواب ورکوي او له ده سره به مرسته کوي، چې د هغه کړاو په اړه به داسې زغم ولري، چې ګواکي دی په مجازي ډول له هغه کړاو سره مخ شوی نه دی.

دا هغه څه دي چې له حدیث څخه مفهوم شوي دي. زما په اند دا  قوي (نظر) دی؛ الله سبحانه وتعالی تر ټولو پوه او د حکمت څښتن دی.

۷: د نورو مالوماتو لپاره، زه لاندې ټکو ته اشاره کوم:

الف: زما کتاب (التیسير في اصول التفسير) کې راغلي دي:

 «د دعا ځواب دا مانا نه لري چې برخليک ته دې بدلون ورکړي يا هغه څه چې په لوح محفوظ کې ليکل شوي دي يا دې د الله سبحانه وتعالی په علم کې بدلون راولي. يعنې د الله سبحانه وتعالی ځواب دا مانا نه ورکوي چې هغه سبحانه وتعالی د خپل بنده د دعا په اړه علم نه لري او دا معنی هم نه ورکوی چې په لوح محفوظ کې په دې اړه نه دي لیکل شوي، بلکې الله سبحانه وتعالی په هغه علم لري او هغه له ازل څخه په لوح محفوظ کې لیکل شوي دي. قدر د الله سبحانه وتعالی علم دی، يعني هغه څه چې په لوح محفوظ کې ليکل شوي دي او هر هغه څه چې وروسته به پېښ شي، هغه له ازل څخه ليکل شوي دي. الله سبحانه وتعالی پوهېږي چې پلانی به دعا او ننواتې وکړي. که الله سبحانه وتعالی د هغه ځواب ورکوي، دا له وړاندې ليکل شوي دي چې هغه کس د دغه شي غوښتنه کوي او دی به دغه شی ترلاسه کوي. دعا يوه نوې چاره نه ده چې د الله سبحانه وتعالی په علم کې دې نه وي يا دې په لوح محفوظ کې ليکل شوې نه وي، یا دې غبرګون نه وي ورته څرګند. ټول هغه څه چې پېښېدونکي دي په لوح محفوظ کې لیکل شوي دي. الله سبحانه وتعالی په ناليدونکو شيانو علم لري او پوهېږي چې هغه بنده په الفاظو او عمل کې څه کوي او هر څه له ازل څخه مخکې ليکل  لیکل شوي دي. دعا او دعا ته ځواب د الله سبحانه تعالی له علم څخه لوړ نه دي، بلکې په لوح محفوظ کې هغسي لیکل شوي دي لکه څنګه چې پېښېږي. الله سبحانه وتعالی له ليدونکو او ناليدونکو شيانو خبر دی.

﴿لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ﴾

[سبا:۳]

ژباړه: حتا د یوې زرې په اندازه هم یو څېز په اسمانونو او ځمکه کې له هغه سبحانه وتعالی څخه نه پټېږي.

ب: امام ابو محمد حسين بغوي «رح» چې په ۵۱۶هـ.ق کال وفات شو، په خپل "شرح السنة" کتاب کې وايې: [عبدالواحد ابن احمد المليحي له عبدالله ابن ابي الجعد هغه له ثوبان څخه روايت کوي، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«لا يَرُدُّ الْقَدَرَ إِلا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي برخليک (قدر) بدلولی نه شي...

ابو حاتم السجستاني وويل: هغه څوک چې دوامداره دعا کوي، له قضا سره سم به داسې ځواب ترلاسه کړي، چې ګواکي بدل شوی دی.]

ج- نور الدين أبو الحسن علي بن سلطان محمد الهروي القاري چې په ۱۰۱۴هـ.ق کال وفات شوی په خپل "مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح" کتاب کې وايې:

[«لا يَرُدُّ الْقَضَاءَ إِلا الدُّعَاءُ»

ژباړه: له دعا پرته هېڅ شی الهي برخليک (قدر) بدلولی نه شي.

 قضا يوه ټاکل شوې موضوع ده... يا هم د ده موخه د قضا له بدلون څخه ده. که د ده موخه د قضا اسانه کول او د پېښېدونکي موضوع سپکول دي، داسې چې ګواکي هغه موضوع له سره هېڅ پېښه شوې نه وي...]

زه هيله لرم چې همدومره به بسنه وکړي او حمد او ستاینه دې وي د جهانونو څښتن لره. 

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

د کرونا پر ضد د چینایانو مبارزې پانګوال خواشیني کړي دي

 خبر:

بي بي سي راپور خپور کړی چې چينایانو تیاری نیولی، ترڅو په ووهان ښار کې د کرونا په ویروس اخته کسانو د درملنې لپاره یو روغتون جوړ کړي. د دوی په وینا، چې دغه روغتون به په شپږو ورځو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. 

دغه وبا د لومړي ځل لپاره د ووهان په ایالت کې را پیدا شوه او دغه ایالت شاوخوا ۱۱میلیونه اوسېدونکي لري. د یاد ښار روغتونونه په دغې ناروغۍ له اخته شوو کسانو څخه ډک دي، په داسې حال کې چې درملتونونه یې له درملو څخه خالي کېږي.

د دغه هېواد د مطبوعاتو په خبره یاد روغتون به ۱۰۰۰ بسترونه ولري. چینایي مطبوعات په ژوندۍ بڼه ښيي، چې ځمکه کیندونکو وسایلو په ۲۵۰۰۰متر مربع ځمکه کې کار پیل کړی دی. په بیجنګ کې هم په ۲۰۰۳م کال په سارس ویروس د اخته کسانو د درملنې لپاره همداسې یو روغتون جوړ شوی و. 

په بهرنیو اړیکو کې د نړیوالې روغتیا لوړپوړي کارکوونکي «یانژونګ هانګ» وویل: «چین په نړیواله کچه په دا ډول لویو پروژو کې ریکارډ لري، چې په کم وخت کې یې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.»

نوموړي په بیجینګ کې هغه روغتون ته اشاره وکړه، چې په ۲۰۰۳م کال کې د ۷ ورځو  په اوږدو کې جوړ شوی و. همدارنګه هغه زیاته کړه چې د اوسنۍ پروژې کاري ټیم د پخواني ریکارډ ماتولو هڅه وي. د ووهان ښار مرکز کې د بیجنګ د روغتون په څېر نور ساختمانونه هم جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه: «دغه ځان غوښتونکی هېواد هر ډول وسایلو ته لاسرسی لري. دوی په لوړو اداري او مالي ستونزو برلاسي کېدلی شي او په دغې برخه کې له ټولو سرچینو څخه ګټه اخیستلی شي. چین په انجنیرۍ برخه کې ډېر پرمختګ کړی او دوی په کم وخت کې د لوړو بلډینګونو په جوړولو کې ریکارډ لري. دا د غربیانو لپاره ډېره سخته ده، چې حتا د دا ډول کارونو تصور وکړي.»

تبصره:

په رښتیا هم چې د پانګوالو هېوادونو د اوسېدونکو لپاره دا حیرانوونکې خبره ده، چې یوه لویه ساختماني یا پرمختیایي پروژه د یو کال پر ځای په یوه اونۍ ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. کله خلک د پانګوالۍ د ګټو سیالۍ او پرمختګونه ویني، نو ډېر کار کوي، خو په خپل بشري فکر سره د عامه موخو د لاسته راوړلو لپاره یو ځای کار نه شي کولی.

بریتانیا د روغتیا د ملي خدمتونو په برخه کې د نړۍ د هیلو خلاف یوازې په زړو او ناکاره روغتونونو بسنه کړې او خلک هم له دولت څخه دا هیله نه لري، چې دوی ته دې پوره پاملرنه وکړي. دولت به هېڅکله دا وړتیا پیدا نه کړي، چې په ټولو ځايونو کې د زړو روغتیایي تاسیساتو پرځای نوي روغتونونه جوړ کړي. همدا اوس یې هېواد په شمالي سیمو کې د لوړ سرعت رېل ګاډي په جوړولو کې له ستونزو او ګډوډیو سره لاس او ګرېوان دی، چې یاده پروژه ښایي په دوه نورو لسیزو کې هم ګټې اخیستنې ته ونه سپارل شي.

بریتانیا په نړۍ کې پنځم لوی اقتصادي هېواد دی او تر اوسه په دا ډول پرمختیایي پروژو کې هېڅکله هم له مالي ستونزو سره نه دی مخ شوی. یو شی چې په غرب کې معمول دي، هغه دا که چېرې له دغې پروژې څخه سیاسي ګټه پورته کېدلی، نو بیا به پانګوالو په خپلو بې ځایه سیالیو کې د هر ډول فساد پر وړاندې تر وروستۍ کچې خپلې پیسې لګولې؛ مانا دا چې یادې پروژې ځکه ګټې اخیستنې ته نه سپارل کېږي، چې لګښت یې ډېر دی او هم تر ډېره د دوی د شخصي ګټو لامل نه کېږي. په پانګواله ټولنه کې د ودانولو یا رغولو تاریخ همدا ډول دی، چې هر کس هڅه کوي بېل بېل یې وخوري او حتا ځینې لوی پانګوال پرې سیالي کوي.

د بي بي سي خپرونې به هېڅ کله هم دا ډول کینې او حسادتونه پټ نه کړي؛ دوی هڅه کوي چې یاده مسله داسې څرګنده کړي چې د دا ډول پروژو د جوړولو لپاره د امکاناتو برابرول د چین د ځان غوښتونکي حکومت طبیعت دی. جیورج سوروس بیا په روانه اونۍ کې په داووس کې د خپلو خبرو پر مهال چین او امریکا دواړه هېوادونه په ځان غوښتونکو حکومتونو تورن کړل.  

مسلمانان باید د خپلو سیالانو او د هغوی په وینا د خپلو نیمګړتیاوو تر اغېز لاندې را نه شي. د پانګوالو ډېره کوچنۍ ستونزه هم د دوی سیستم افشا کولی شي، هغه سیستم چې تکیه یې پرې کړې او د بشر لپاره د ګټې اخیستنې وړ نه دی. په هر ځای کې چې سیاسي موخې ترلاسه کېږي، هلته بیا کینه کښ پانګوال په چټکۍ سره د عامه موخو لپاره کار کوي او لوی اقتصادي پرمختګ د کلونو او لسیزو پر ځای په یوه اونۍ یا میاشت کې تر سره کوي.

راتلونکی خلافت به د چین له دغه پرمختګ سره سیالي وکړي او حتا په ځینې برخو کې به ورڅخه مخکې شي، ځکه چې خلیفه نه د پانګوالي شرکتونو او نه هم د یوې ځانګړې ډلې خدمتګار دی، بلکې د خلکو اصلي خدمتګار دی. د اسلامي خلافت تر واک لاندې هېوادونه به د دیني سیستم تر حاکمیت لاندې وي. د خلکو مشر به په ډېر  ښکاره او شفاف ډول ټاکل کېږي او د خپلو ټولو کړنو حساب به خلکو ته په مستقیم ډول ورکوي. دغه ځواب ورکول به د یوې متحرکې ټولنې او سیاسي ډلو د رامنځته کېدولو سبب شي. د پیاوړو انستیتیوتونو په ګډون د ازادې محکمې شتون دا ښيي، چې د ټولو خلکو ارزښتونه به په ښه ډول په پام کې نیول کېږي؛ داسې نه چې یوازې به د شتمنو لپاره کار کوي، لکه نن ورځ چې په شرقي او غربي پانګوالو کې لیدل کېږي.    

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: د بریتانیا-حزب التحریر مطبوعاتي ویاند یحیی نسبت

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې