دوشنبه, ۱۲ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

له امريكا څخه د صداقت تمه له اور څخه د سړو هیلې ته ورته ده Featured

طالبانو په هغه ليکنه کې چې د هغوی رسمي نظر څرګندوي، ویلي وو چې هغوی د سولې د مذاکراتو په بهیر کې خپل ټول مسؤلیتونه ترسره کړي دي، خو امريکا د «نوو غوښتنو، نیوکو او بهانو» له لارې خبرې اترې اوږدوي. له دې وړاندې هم د دغه ډلې ویاند د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه ویلي و: «پمپئو دې د خپل بام واورې زموږ بام ته نه راغورځوي.»

د حزب التحریر-ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د سولې د پروسې د اوږدېدو په اړه د لاندې ټکو یادول مهم او اړين بولي:

لومړی: امریکا هڅه کوي ترڅو د سولې هوکړه لیک د بېلابېلو بهانو له لارې یوه مناسب فرصت ته برابر کړي، ترڅو د ټرمپ ټیم د هغه له لاسلیک کولو د امریکا په ټاکنو کې د یوې لویې تبلیغاتي هڅې په توګه ګټه واخلي. لکه څنګه چې ټرمپ د ابوبکر البغدادي او قاسم سلیماني له وژلو او د پېړۍ له معاملې څخه په راتلونکو ټاکنو کې د عامه افکارو د ملاتړ د جذبولو لپاره په تبلیغاتي ډول وکارول.

دويم: امریکا او طالبان دواړه د سولې د هوکړه ليک په اړه بېلابېل لیدلوري لري. مسلمانان تړون او تړون ته ژمنتيا یو مهم اسلامي ارزښت بولي، له همدې امله طالبان د واقعي هوکړه لیک او مصالحې په فکر کې دي. مګر امریکا تړون او هوکړه لیک ته د چانس او غولولو په سترګه ګوري او د امریکا سیاست په ځانګړي ډول له دولتونو او ډلو سره د خبرو اترو پر مهال د غولولو، نه ژمنتيا او تړون ماتولو پر بنسټ ولاړ دی. په داسې سیاست کې صداقت او تړون ته ژمنتیا هېڅ معنی نه لري.‌ ځکه امریکا په نړۍ کې د تر ټولو ستر تړون ماتوونکي هېواد لقب خپل کړی دی. د امریکا وروستیو دریځونو او د سولې د خبرو اترو د پرمختګ څرنګوالي ته په کتو دا جوتېږي چې امریکا په افغانستان کې د واقعي سولې غوښتونکې نه ده، بلکې د طالبانو د حرکت پر وړاندې توطيه او دسیسه کوي.

درېيم: د سولې خبرې اترې د سیاسي تاکتیک په توګه لنډمهالې وي. ځکه امریکا د هغو له لارې غواړي د ځان لپاره وخت و پلوري، ترڅو په افغانستان کې خپله ماتې پټه کړي. امریکا په دې ښه پوهيږي چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو صبر او استقامت د هغوی په ضرر تمامېږي. له همدې امله امریکا طالبان د سیاست، ديپلوماسۍ او مذاکراتو هغه میدان ته ور وستلي دي چې خپله ورباندې بریالۍ او تر ولکې لاندې يې دی او په خپله خوښه کله مذاکرات «مړه» اعلانوي او کله د مذاکراتو مېز ته راګرځي او د اوربند شرط ږدي.‌

څلورم: طالبان باید پر امریکا باندې د باور او د سولې د خبرو اترو د پرمخ بېولو پرځای، ژر تر ژره مذاکرات ودروي او له هغې څخه بهر شي او پرځای به يې د امریکايي اشغال پر وړاندې په عملي میدان کې د مبارزې دوام او صبر د هغوی بریالیتوب تضمین کړي؛ او دا یوازينی میدان دی چې امریکا پر هغه نشي بریالۍ کېدلای. ځکه په سيمه او نړۍ کې ګڼ داسې شواهد تر سترګو کیږي چې امریکا د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او نظامي ډګرونو کې ماتې خوړلې. نو طالبان باید د سولې په دروغجنه پروسه کې د امریکا پر ديپلوماسۍ ونه غولېږي، بلکې باید د اشغال پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

موږ واحد امت وو؛ مګر «ملت پالنې» څو ټوټې کړو Featured

جوبايډن د امریکا د پخواني جمهور رییس بارک اوباما مرستیال او اوسمهال د ډیموکرات حزب له کاندیدانو څخه هغه دی چې په یوه خپل منځي حزبي مناظره کې يې ويلي دي: «زه په افغانستان کې د ملت جوړونې سخت مخالف وم. یوازينی کار چې باید په هغه سيمه کې يې ترسره کړو، له تروریزم سره مبارزه ده ... د دغه هېواد د یووالي هېڅ امکان نشته، هېڅ شونې نه ده چې افغانستان په يوه متحد هېواد باندې بدل شي.»

د حزب التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر دغه خبرې په سختو ټکو غندي او په اړه يې وايي چې د دغه خاورې وګړي د استعماري پروګرامونو او اشغال پر وړاندې همېشه متحد او سره یو وو. حال دا چې دا ملت جوړونه او د ملي فکر پر بنسټ حللارې دي چې له ځان سره د تفرقې او بېلتون پیغام راوړي. جوبایډن داسې مهال دغه فاسده، بې کاره او ورسته مفکوره د یووالي او وحدت د نسخې په توګه یاده کړې چې د دولت-ملت مفکوره د دې لامل شوې چې مسلمانان خپل ډال او عظمت (د خلافت واحد دولت)، له لاسه ورکړي او په وړو او کوچنیو واحدونو باندې ووېشل شي.

په واقعیت کې جوبايډن د هغه حللارې په اړه خبرې کوي چې د تولیدوونکو لپاره یې هم ښې پایلې نه دي درلودلې. دا ملت پالنه نه ده چې د امریکا ایالتونو ته یې يووالی ور په برخه کړی، بلکې دا د دښمن جوړولو سیاست او له بهرني دښمن نه وېره ده چې امريکا يې سره یوه کړې ده. لکه څنګه چې په دې وروستیو لسیزو کې امریکا، اسلام خپل ولس ته د تهدید په توګه ور وپېژاند او د اسلام پر وړاندې جګړه يې «د تروریزم پر وړاندې د جګړې» تر نوم لاندې پیل کړه، ترڅو ټول ایالتونه یې د مرکزي حکومت پر محور راټول شي؛ پرته له دې به امریکا هم ډېره ژر په تر پنځوسو ډېرو ایالتونو وېشل شوې وای.

غرب کلونه-کلونه د بېلابېلو لارو چارو په واسطه هڅه کړې ترڅو موږ کوچني او لا هم ډېر کوچني کړي او د دغه موخې لپاره یې د تجزیې بېلابېل پروګرامونه او نقشې تر کار لاندې نيولې دي. مګر د افغانستان مسلمان وګړي په ټول توان سره دغو پروګرامونو ته نه ويلي او دا ډول ناوړه پلانونه يې شنډ کړي دي.‌

مسلمانان هېڅ کله هم د هغو حللارو پر محور نه سره راټولېږي چې د اسلام له مبداء (ایډيولوژۍ) څخه نه وي. له همدې امله ده چې ملي پروژې او د دولت-ملت جوړونه د مسلمانانو ترمنځ ناکامه او پر ماتې محکومه وه. نو یوازينۍ حللاره چې مسلمانانو ته وحدت او عزت وربښي اسلام او د اسلامي امت مفکوره ده. مسلمانان یوازې د واحد امت په تمثیل او د راشده خلافت د دولت په بیا تاسیس سره کولای شي خپل اصلي عظمت او لوړوالي ته وروګرځي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

پرېږدئ چې زموږ وسلوال پوځونه د مسجد الاقصی ازادولو ته لاړ شي او ټرمپ پلوي کسان د مخالفت پرمهال تر پښو لاندې کړي

  • خپور شوی په پاکستان

د پاکستان مسلمانان د ټرمپ هغې پرېکړې سخت غوسه کړي، چې د جنوري په ۲۸ مه یې د القدس سپېڅلې خاوره د یهودي دولت پلازمینه اعلان کړه. په داسې حال کې چې د پاکستان واکمنان د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ د بریا په موخه د ټرمپ په خدمت کې دي. له بلې خوا دوی د خپلو خلکو له هغې مینې څخه هم په وېره کې دي، چې دوی یې دخپلې لومړۍ قبیلې او زموږ د پیغمبر صلي الله علیه وسلم د اسرا او معراج له ځمکې سره لري. له همدې امله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنوري په ۳۰ مه په یوه اعلامیه کې په محتاطانه ډول د مسلمانانو د ارامولو په موخه د ټرمپ په پلان نیوکه وکړه، خو وروسته یې د دوه ګوني دولتي (د دوو دولتونو تر منځ) حل له لارې د نړیوالو منل شوو پارامترونو غوښتنه وکړه. په داسې حال کې چې د فلسطین یو اېنچ خاوره هم باید د ښکېلاګرو یهودو تر ولکې لاندې رانه شي. په دې ډول د پاکستان واکمنان د یهودي دولت په رسمیت پېژندلو ته لاره هواروي او ښکېلاکګرو ته د مسلمانانو په خاوره کې د لاسوهنې زمینه برابروي، په داسې حال کې چې د مسلمانانو خاوره باید په بشپړ ډول ازاده شي او د یهودو اشغال له رېښو سره له منځه یوړل شي. د پاکستان د واکمنانو دغه مایوسوونکی دریځ د الله سبحانه وتعالی له دغه حکم سره په ښکاره توګه په ټکر کې دی:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ

[بقره:۱۹۱]

ژباړه: له دوی سره هر چېرې چې مخ شئ وجنګېږئ او له هغه ځای څخه یې وباسئ، چې تاسو یې ترې ایستلي وئ.

اې د پاکستان مسلمانانو! هندي دولت ته د کشمیر د اشغال له اجازې ورکولو وروسته د پاکستان واکمنان هم د هغو بې غیرته چارواکو په لېست کې شامل شول، چې یهودي دولت یې پر وړاندې د مسلمانانو خاورو او مقدساتو ته سپکاوی کوي، خو دوی یوازې د بې روحه نانځکو په څېر ورته ګوري. دغه واکمنان زموږ د هغه زړورو پوځیانو مخه ډب کړې، چې د کشمیر په ګډون د فلسطین د ازادولو اراده هم لري. په حقیقت کې د پاکستان اوسني واکمنان هغه لعنتي خنډونه دي، چې باید زر تر زره له منځه یووړل شي. له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره د مینې لپاره د پاکستان له وسلوالو پوځیانو وغواړئ، چې خپل مکلفیت د اقصی د جومات په ګډون د ټولو سپېڅلو ځایونو د ازدولو په موخه ادا کړي. له دوی وغواړئ چې د اوسنيو چارواکو غاړو ته د هغوی د تېرو خیانتونو له امله د عدالت پړی واچوي او حزب التحریر ته د نبوت په تګلاره د خلافت د تاسیس په موخه نصرت ورکړي. یوازې راشده خلیفه کولی شي چې تر خپلې رهبرۍ لاندې مسلمان پوځونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیریو د تحقق لپاره د فلسطین د ازادۍ په موخه روان کړي. مسلم په خپل صحیح کې له ابو هریره څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ، فَيَقْتُلُهُمُ الْمُسْلِمُونَ»

ژباړه: قیامت نه راځي، تر دې چې مسلمانان به له یهودو سره جګړه وکړي او یهود به ووژني.

په بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«تُقَاتِلُكُمُ يَهُودُ، فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ»

ژباړه: یهودان به له تاسو سره وجنګېږي او تاسو به پر دوی برلاسي شئ.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر 

د مطلب ادامه...

د قسطنطنیې د فتحې په اړه د لکچر راپور

  • خپور شوی په هالند

حزب التحریر / نیدرلنډ د ۲۰۲۰م کال د جنوري په ۱۴مه د قسطنطنیې د فتحې په اړه یو لکچر تنظیم کړ. لکچر د نیدرلنډ (هالنډ) په پلازمېنه کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد، الحمدلله.

لومړي ویناوال میکایل د سلطان محمد الفاتح پر ژوند خبرې وکړې، چې د قسطنطنیې د فتحې ویاړ یې تر لاسه کړی. همداراز په بېلابېلو مهمو عناصرو یې ټینګار وکړ، چې موږ یې نن ورځ هم ترې زده کولی شو. لکه د قسطنطنیې د کلکو دیوالونو په پرانیستلو کې د محمد الفاتح او د هغه د لښکرو صبر او زغم. تر ټولو مهمه دا چې پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر ژمنې باور د بریالیتوب کلۍ ده. 

دویم لکچر د حزب التحریر / هالنډ د مطبوعاتي استازي «اوکی پالا» چمتو کړی و. هغه د الله سبحانه وتعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژمنې په اړه د مسلمانانو د چلند پر ارزښت خبرې وکړې. لکه څنګه چې د تېرو نسلونو مسلمانانو د قسطنطنیې په فتحه کولو کې صبر او زغم درلود، همدا ډول اوسني مسلمانان هم باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژمنې په اړه صبر او زغم ولري، یعنی اسلامي دولت به حتمي بیرته راګرځي. سربیره پر دې چې موږ په تیاره وخت کې ژوند کوو او په اسلامي خاورو کې د ننه او بهر هرچېرې د ظلم بېلابیل ډولونه ګالو. سربېره پر دې مسلمان باید ځانونه دې ته ژمن وبولي، چې د خلافت د بېرته راتلو ژمنې عملي کړي.

لنډه دا چې، د قسطنطیې فتحه زموږ لپاره یوه یادونه ده، که څه هم چې امت د وخت په تیارو کې شپې او ورځې تېروي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري وړاندوینه رښتینې ده، یعنې دغه زیری به په حقیقت کې رښتیا شي او مسلمان یې باید پر وړاندې ځان بې پروا ونه بولي. ځکه چې د نبوت په طریقه د خلافت بیرته ستنیدو ژمنه تر هغه پورې رښتیا کیدلی نه شي، ترڅو چې موږ د الله سبحانه وتعالی له رضا سره دغه هدف ته ځانونه ژمن نه کړو. دا بیا یوازې هغه وخت کولی شو چې د محمد الفاتح په شان دویم انصار شو، ترڅو په اسلامي خاورو کې اسلامي دولت (خلافت) تاسیس کړو

حزب التحریر ـ نیدرلنډ مطبوعاتي دفتر 

د مطلب ادامه...

د یهودو پر وړاندې د تعصب په اړه د ډنمارک د لومړۍ وزیرې څرګندونې له اسلام څخه کرکه بیانوي

  • خپور شوی په ډنمارک

د ډنمارک لومړۍ وزیره ميټ فریډریکن څو ورځې وړاندې مستعمره فلسطین ته په رسمي سفر تللې وه. له یهودي الاصله ولسمشر ریون ریولن سره یې په مستعمره بیت المقدس کې وکتل او همداراز د اشوټز د خپلواکۍ د ۷۵مې کليزې په یاد غونډه کې یې ګډون هم وکړ.

په داسې یوه ایالت کې د عام وژنې د قربانیانو یادول چې دغه ایالت د فلسطین د اصلي خلکو پر وړاندې د عام وژنې پر اساس جوړ شوی دی، نه یوازې منافقت دی، بلکې دا پر قربانیانو پورې ملنډې وهل هم دي. بله رسوایي یې دا وه، چې د بنیامین نتانیاهو په څېر جنګي مجرم هم په یاده غونډه کې وینا وکړه، هغه چې په غزه کې د زرګونو بې ګناه مېرمنو، بوډاګانو او ماشومانو د وژلو مسوول دی.

وړاندې له دې چې ميټ فريډریسکن لاړه شي، مسلمانان یې د یهودو پر وړاندې په تعصب کړلو تورن کړل. هغې ادعا وکړه، چې له ځينو هېوادونو څخه کډوالي د یهودو پر وړاندې د تعصب د ډېروالي لامل شوې ده، د دې موخه په ښکاره توګه اسلامي هېوادونه وو. د یهودو پر وړاندې تعصب ژورې اروپایي رېښي لري، په ځانګړي ډول په رينډر ښار کې د نوي ـ نازیانو له لوري د یهودانو د قبرونو ډبرې ړنګول د یادولو وړ دي، چې د ډنمارک اوسېدونکي وو. همداراز دا د هغو کسانو په قضیې پورې هم اړه لري، چې په وروستیو کې یې د ډ‌نمارکي یهودانو په بکسونو کې د زیړو ستورو سټيکرونه اېښې وو.

هغه هېوادونه چې مسلمانان ترې کډوال شوي دي، یو بېل تاریخ لري. د یهودو پر وړاندې د تعصب په اړه باید وویل شي، چې یهودان د هسپانیې په څېر د اروپایانو له خونړیو ظلمونو څخه تښتېدلي وو. دوی هغه وخت له اسلامي خاورو پرته چې قدرت یې درلود، بل هېڅ ځای د ښه راغلاست او پاتې کېدو لپاره پیدا نه کړ.

په ډنمارک کې له پېړیو راهیسې د یهودانو پر وړاندې کرکه روانه ده. په ۱۸۱۹م کال کې د یهودانو ځورول دومره ترینګلي وضعیت ته ورسېدل، چې حتا پوځ په کوپنهاګن ښار کې بېړنی وضعیت اعلان کړ. د ډنمارک لویې ورځپاڼې لکه پوليټیکن، جیلانډز پوسټين او بیرلینسکي په ۲۰مه پېړۍ کې د یهودو ضد احساساتو په خپرولو کې ډېرې محتاطې وې. یعنې هغه مهال د یهودو پر وړاندې تعصب داسې معمول و، لکه اوس چې د اسلام پر وړاندې کرکه معمول ده. د اروپا د تعصب هغه تیاره وختونه باید په اسلام پورې ونه تړل شي، ځکه دا هېڅ حقیقت نه لري او یوازې یوه دسیسه ده.

د پروپاګند د یوې برخې په توګه، دغه لومړۍ وزیره غواړي چې د صهیونېسټ استعمار په اړه د سعودي نیوکې د یو ځانګړي تعریف په کارولو سره د یهودو خلاف بیان کړي او د هغه چا نوم بد کړي چې د «اسراییل» په نوم دولت باندې نیوکه کوي. په هر صورت، د فلسطین د ازادۍ لپاره غوښتنه له ټولو یهودانو سره د جګړې غږ نه، بلکې دا د غیر قانوني «اسراییل» د اشغال پای ته رسولو غوښتنه ده. د نظامي ځواک په وسیله په ټول فلسطین کې د مسلمانانو مقاومت د ډنمارک د مقاومت له هغه حق څخه کم نه دی، چې په ۱۹۴۰مو کلونو کې یې له جرمني سره جګړه وکړه.

په ملي محکمه کې د مونزر عبدالله پر وړاندې فیصله باید سیاسي پرېکړه وګڼل شي، لکه څرنګه چې د «اسراییلو» پر وړاندې هر ډول انتقادي بیان جرم ګڼل کېږي. هغه د جمعې د خطبې له امله چې د فلسطین د وحشي «اسراییلو» د استعمار په اړه وه، محکوم شوی دی. د هغه وینا په عمومي توګه د یهودانو په اړه نه وه. په خبرو کې یادونه وشوه، چې د اشغال له منځه وړل یوازې د اشغال پر وړاندې د بریدونو له لارې شونی دی. دا د یهودانو پر وړاندې د جګړې اعلامیه نه وه. له بل پلوه، دا د هر ډول پوځي اشغال په اړه سم اسلامي نظر دی، که هغه په فلسطین، کشمیر یا افغانستان کې وي. د یهودو په اړه تعصب له ډېر وخت راهیسي د فلسطین د استعمار پر وړاندې د خبرو د تحمیلولو لپاره یوه سیاسي وسیله ده. مسلمانان به هېڅکله دا ونه مني او دا مهمه نه ده چې څومره سیاسي پرېکړې به تصویب شي.

په ډنمارک کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د هغو فلمونو کتل او رول پکې لوبول څه حکم لري، چې د پیغمبرانو او صحابه وو تمثیل پکې شوی وي؟ ابو عافیه بقوي ته!

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته اې شیخه!

د هغو فلمونو او سریالونو کتل او رول پکې لوبول څه حکم لري، چې د پیغمبرانو علیهم السلام او صحابه وو تمثیل پکې شوی وي؟

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمت الله و برکاته!

فلمونه او سریالونه په اوسنۍ بڼه د شریعت له نظره روا نه دي. په دغو فلمونو کې دروغ او اختلاط شته دی او عورت پکښې نه پټېږي. پردي (نامحرم) کسان د مېړونو او محرمو خلکو رولونه لوبوي او بیا دغو سړیو ته د ښځو عورتونه ور بربنډېږي. له همدې امله د شریعت احکام يو پر بل پسې تر پښو لاندې کېږي؛ ځکه خو دا فلمونه او سریالونه د شریعت له نظره په همدغه دلیل ناروا دي، چې شرعي احکام پکې تر پښو لاندې شوي دي. تر دې لویه ګناه بیا دا ده، چې یو کس راځي او د صحابه وو رول ادا کوي او تر دې ناوړه بیا دا ده، چې یو عادي کس د پیغمبرانو علیه سلام رول تمثیلوي، پرته له دې چې له الله سبحانه وتعالی څخه وشرمېږي یا وډار شي.

موږ د دغې موضوع په اړه وړاندې هم د ۲۰۰۹م کال د سپټمبر په ۲۳مه یوې پوښتنې ته ځواب ویلی و، همغه ځواب یو ځل بیا دلته راوړو:

«د تمثیل او سریالونو په اړه؛ په دغو کې د شریعت ګڼ احکام تر پښو لاندې کېږي:

الف: په دغو فلمونو کې دروغ ویل کېږي، ځکه یو شخص د بل شخص پېښې (تمثیل) کوي او د هغه کس خبرې په خپله وايي چې دی يې تمثیل کوي. که چېرې له ممثل څخه غوښتنه وشي چې قسم وکړي، دی حتا قسم هم کوي، هغه کس قسم کړی چې دی یې رول ادا کوي. پر دې سربېره که چېرې هغه کس چې دی يې تمثیل کوي، د طلاق الفاظ کارولي وي، ممثل هم د طلاق الفاظ بیانوي. د طلاق په برخه کې د یوه کس غلط بیان او ټوکې کول رښتیا ګڼل کېږي؛ یعنې په طلاق کې ټوکې نشته.

ب: اختلاط پکې راځي، ځکه نارینه او ښځې له شرعي اړتیا پرته ګډ سره اوسېږي.

ج: عورت پکې بربنډېږي، ځکه پردی (نامحرم) کس د مېړه او محرماتو رول لوبوي. ښځو ته ویل کېږي چې حجاب ونه کړي، په داسې حال کې چې د نامحرم پر وړاندې باید حجاب مراعت شي. پر عورت سر بېره د سړي او ښځې تر منځ چې د مېړه او محرم رول لوبوي، نورې اړیکې هم شته او دا په خپل ذات کې یوه بله ستونزه ده.

شریعت د دغو سترو سرغړوونکو هر څه روښانه کړي دي او تر دې لویه سرغړونه بیا هغه مهال ترسره کېږي، کله چې د پیغمبرانو علیه سلام تمثیل وکړي؛ ځکه پیغمبران په ځانګړي ډول د الله سبحانه وتعالی لخوا د پیغمبر او رسول په توګه غوره کېږي او مکلفیت یې یوازې په همدغه پیغمبر پورې تړاو لري، نه بل کس پورې. نو کله چې یو عادي کس د پیغمبر او رسول رول تمثیلوي، دا د الله سبحانه وتعالی له پیغام څخه یو ښکاره سرغړاوی دی. په دې سره موږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته د هغه په حق ورکولو او د الله سبحانه وتعالی پیغام ته په ارزښت ورکولو کې پاتې راځو او دا د رسول صلی الله علیه وسلم او پیغام پر وړاندې یوه لویه بې انصافي ده. په دغه ډګر کې له شریعت څخه ګڼې نورې سرغړونې هم کېږي او هغه پردي سړي او پردۍ ښځې دي، چې په یوه ګډ چاپېریال کې د یوې اړیکې پر بنسټ تمثیل کوي او داسې نور....

له همدې امله دا سریالونه او ډرامې جواز نه لري.

په دې اړه به په راتلونکي کې د خلافت دریځ دا وي، چې دا ډول تمثیل او سریالونو ته به اجازه ورنه کړي، خو دا چې څنګه او له دغه ډول تمثیلونو سره به څه ډول چلند کېږي، دې ته به بیا همغه وخت وضاحت ورکړل شي، ان شاءالله.» (۲۰۰۹/۰۹/۲۳). هیله لرم چې ستاسو د پوښتنې د ځواب لپاره به همدومره بس وي او الله سبحانه وتعالی تر ټولو خبیر او علیم ذات دی.

یادونه: 

ځینو خویندو او وروڼو د همدغې موضوع په اړه خپل نظرونه ورکړي وو او زیاته کړې یې وه، چې دا ځواب یوازې د تمثیل د حکم په اړه و او د دغو فلمونو د کتلو په اړه پکې څه نه وو، خو زه دوی ته وایم: ما یوازې له پوښتنې سره سم د تمثیل کولو حرمت بیان کړ، یعنې د پیغمبرانو او صحابه وو د رول تمثیل او ومې وویل، چې دا روا عمل نه دی او کله چې دولت رامنځته شي، مخه به يې ونیسي. ما يې د کتلو یا لیدلو په اړه څه نه دي ویلي او دا موضوع مې پوښتوونکو ته پرېښوده، ترڅو دوی يې په اړه اجتهاد وکړي. یا دغه موضوع له یوه بل مجتهد سره شریکه کړئ، چې پر اجتهاد یې باور لرئ.

په دې هیله چې موضوع روښانه شوې وي.

ستاسې ورور،

عطا بن خلیل ابو الرشته.

د مطلب ادامه...

د مصر د الکینانه خلکو او په فوځ کې د امت مخلصینو ته د ټرمپ پرېکړه هېڅ د منلو نه ده او دوی به ډېر ژر اقصی د یهودیانو له اشغاله وژغوري

  • خپور شوی په مصر

د مصر د بهرنیو چارو وزیر په خپل رسمي ویب سایټ کې په یوې خپرې شوې اعلامیه کې د فلسطین په تړاو د ټرمپ د سولې پلان (د پېړۍ معامله) په اړه ویلي: «مصر د فلسطین په اړه د متحده ایالاتو د پلان په پام کې نیولو سره غواړي، چې د فلسطین خلکو ته د نړیوال مشروعیت او پرېکړو په چوکاټ کې په اشغال شوو سیمو کې د یو خپلواک دولت په رامنځته کولو سره باید ټول حقوق ورکړل شي.» په دغې اعلامیه کې د بهرنیو چارو وزیر دواړو لوریو ته په اشارې سره وویل: «دوی باید د امریکا تر څارنې لاندې د سولې ټینګښت او د خبرو اترو د بیا پیل په موخه د امریکا پلان په پام کې ونیسي.»

په دغې اعلامیه کې د مصر د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین مسله یوازې په فلسطینیانو پورې اړونده بللې او له دواړو لوريو څخه یې غوښتي چې د ټرمپ پر دغه جنایتکارانه معاملې باندې ښه غور وکړي او ازادو خبرو اترو ته لاره پرانیزي؛ په داسې حال کې چې دی پوهېږي چې د فلسطین مسله د ټول اسلامي امت مسله ده. د شریعت له مخې دا هغه اسلامي خاوره ده، چې یهودو د غربي کافر او د اسلامي نړۍ د ظالمو واکمنانو په مرسته اشغال کړې ده. د فلسطین ازادول د ټول اسلامي امت مکلفیت دی؛ دوی باید دغه سپېڅلې خاوره د کرغېړنو یهودو له قدمونو څخه پاکه او پر اسلامي خاوره پورې یې پیوند کړي، ځکه دا یو واقعت دی او باید همداسې شي.

امت له اوسنیو مسلمانو واکمنانو، عربو او عجمو څخه مایوسه شوی دی او هم کومې ډلې یا حرکت ته هیله مندي نه ښيي؛ ځکه دوی یوازې د خپلو بادارانو په چوپړ کې دي او د غلامانو په څېر د ښکېلاکګر غرب هرې خبرې ته غاړه اېږدي او فکر کوي چې په دې ډول به خپلې څوکۍ خوندي کړي. هو، امت له اوسنیو واکمنانو څخه بېزاره شوی دی، ځکه دوی امت ته له سپکاوي او ذلت پرته بل څه نه دي ورکړي. امت په فوځ کې پر خپلو هغو مخلصو بچیانو باور لري، چې سپکاوي او ذلت ته سر نه ټیټوي او دوی پوهېږي چې رژیم څه ډول د امت انرژي بې ځایه لګوي او دښمن ته یې په سپارلو سره په دردونکي عذاب اخته کوي. د مصر هغو لښکرو ته چوپ پاتې کېدل یو لوی شرم دی، چاچې صلیبیان له بیت المقدس څخه وشړل او تاتاریان یې مخکې تګ ته پرېنښودل. ایا دوی نه ویني چې د رسول الله صلی الله عیله وسلم «مسرا» د مسلمانانو تر ټولو سرسختو دښمنانو (یهودو) ته سپارل کېږي؟

باور لرو چې د امت او فلسطین پر وړاندې د شرق، غرب او اسلامي هېوادونو د واکمنانو دغه دسیسه به په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د مصر په وسلوال پوځ کې د امت د مخلصو بچیانو اسلامي جذبې را وپاروي، ترڅو دغه دولتونه له منځه یوسي او د نبوت پر تګلاره باندې دویم راشده خلافت (رښتینی خلافت) تاسیس کړي. دوی به اسلامي امت ته خپل تېر قدرت او عظمت بېرته ور په برخه کړي او له هغه عزت څخه به یې برخمن کړي، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی د بشر لپاره تر ټولو غوره امت یاد کړی دی. همداراز د انصارو هغه میراث به را ژوندی کړي، چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته یې نصرت ورکړ؛ له همدې امله الله سبحانه وتعالی په خپل سپېڅلي کتاب کې دوی په زرینو ټکو یاد کړي دي، چې د قیامت تر ورځې پورې به د خلکو په ژبو جاري وي.  

اې د الکینانه په فوځ کې د امت مخلصینو! تاسو د الله سبحانه وتعالی په مرسته خپلو دښمنانو ته د ماتې ورکولو وړتیا لرئ، دغه ښکېلاګر کافر دولتونه په ښکاره قوي معلومېږي، خو په واقیعت کې ډېر کمزوري دي. دوی یوازې پرمختللې وسلې لري، نه زړور سرتیري. له ډارنو خلکو سره که هر ډول وسلې وي، خو د هغو عقیدوي سرتېرو پر وړاندې بیا هېڅ کار نه ورکوي، چې ولسې یې کمزورې، خو ایمانونه یې د جګړې په ډګر کې غرونه نړوي. یهودي دولت د مجاهدینو د الله اکبر د لړزونکو نارې پر وړاندې د عنکبوت له ځالې څخه هم کمزوی دی، ځکه د دوی فولادي عقیده د جګړې په ډګر کې دوی په بې سارې توګه پیاوړي کوي او په دغې برخه کې له کفارو سره هېڅ د پرتلې وړ نه دي. الله سبحانه وتعالی له تاسو سره دی او امت مو تر شا ولاړ دی، تاسو به هېڅ وخت یوازې پرې نږدي. دوی د هغې ورځې په تمه دي، چې تاسو د لا اله الا الله محمد رسول الله په کلمه سمبال بیرغونو پورته کړئ او په هغه ورځ به مومنان د الله سبحانه وتعالی د بریا خوشحالي نمانځي.   

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ

[التوبه: ۳۸]

ژباړه: اې مومنانو! په تاسو څه شوي دی چې کله تاسو ته د الله سبحانه وتعالی په لار کې د وتلو وویل شول، تاسو په ځمکه درانه کېناستلئ؟ ایا تاسو د اخرت پر وړاندې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ که داسې ده نو تاسو باید په دې پوه وئ، چې د دنیوي ژوندانه ټول وسایل به په اخرت کې ډېر لږ ارزښت ولري.

په ولایه مصر کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

هند؛ د اقلیتونو په ملاتړ کې د ډېموکراسۍ د ماتې بېلګه

  • خپور شوی په سیاسي

د نړۍ په لویه ډېموکراسۍ (هند) کې مسلمانان د بهارت جاناتا اوسني حاکم ګوند د پالیسیو له امله د له منځه تلو سره مخ دي. د دغه ګوند په مخکیني حاکمیت کې ثلاثه طلاق، د ښځو له بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼل شوی و. له دې امله د اسلامي ټولنې تر منځ غوغا رامنځته شوه او پر اسلامي شریعت ښکاره برید وګڼل شو. دا ګوند په خپل دویم حاکمیت کې چې د «موډي ۲» په نامه یادیږي، د هند پر مسلمانانو لازیاتې فشار راوړونکې پالیسۍ پلي کوي، چې بېلګې یې د ۳۷۰ مادې او د بابري جومات د فتوا تعدیل دی. د استوګنې د قانون تعدیل (CAA2019) یې اوسمهال یوه بله بېلګه ده. مسلمانانو چې د دغه ګوند د پالیسیو بې عدالتي او فشار حس کړ، نو د یاد ګوند ایډیالوژي یې وغندله. د هند دواړه لویې ډلې (BJP) ګوند او (RSS) (Rashtriya Swayamsevak Sangh) ډله په تېره لسیزه کې د هندوانو تر منځ د هندوتوا فکر لپاره کار کوي او غواړي هندوان سره یوځای کړي. دا لوی هندو ځواکونه اسلامپاله او هندو ملتپاله پېژندنې او په کارولو سره یې د هندوانو د اکثریت په یو ځای کولو کې بریالي دي.

مسلمانان باید په دې ستونزه پوه شي، چې څرنګه د هندوتوا ځواکونو په خلکو کې نفوذ کړی دی. د دغې ستونزې ریښه د ډیموکراسۍ په نظام کې نغښتې ده. د ډیموکراسۍ د نظام دغه نیمګړتیا باید ټولو ته په ډاګه شي، چې د مسلمانانو اصلي عامل پیداکړي او په بله حللاره پسې و نه ګرځي.

ډیموکراسي او اکثریت پالنه

دیموکراسي د خلکو قانون ته ویل کېږي. د خلکو قانون دوو مهمو اړخونو (تقنین او رایه ورکولو) ته اشاره کوي. تقنین دې ته وایي، چې خلک د یو شي په اړه دا تصمیم ونیسي، چې ایا قانوني دی او که ناقنونه. رایه ورکول د خلکو حق ته ویل کیږي، ترڅو خپل حاکم وټاکي. په بله وینا، واک بیا د خلکو په لاس کې دی. په پایله کې هر ګوند چې د خلکو ډېر ملاتړ ولري، ځواکمن دی. دا په طبیعي توګه په ډیموکراسۍ کې د سیاسي ګوندونو د رامنځته کېدلو عامل ګرځي، چې د رنګ، توکم، ژبه، دین او نورو موضوعاتو پر بنسټ خلک سره بېل کړي. په دې توګه د اکثریت ډله د اقلیت له ډلې څخه بېلېږي، چې هره یوه یې بېلابېلې ځانګړنې لري. له دې وروسته هغه سیاسي ګوندونه په طبیعي توګه ګټونکي وي، چې د اکثریت ډلې ګټې خوندي کوي. هغوی واک ته رسیږي او له اکثریت څخه استازیتوب کوي. په پایله کې اقلیت ډله او د هغوی ګټې په پام کې نه نیول کېږي، تر دې چې د اکثریت په خوښۍ له اقلیتونو سره ظلم او ناروا کېږي.

هند د نړۍ هغه هېواد دی، چې د ټولې ډیموکراسۍ په پلي کېدو کې نوم لري، خو بیا هم پر اقلیتونو د فشار یوه لویه بېلګه ده. د «BJP» ګوند او د هغوی مشاوره ډله د واک تر لاسه کولو ته هڅې کوي. هندوان چې د هند ۸۰سلنه نفوس جوړوي او د هندو ملتپالنې فکر نه یوازې د «BJP» ګوند د واک ته رسېدو وسیله ده، بلکې د اپوزیسیون د کانګرس سیاسي ګوند واک ته د رسېدو لپاره هم یوه وسیله ده. دا دواړه ګوندونه د اقلیتونو د ګټو پر وړاندې د خپلو پالیسيو په پلي کولو کې ډېه سختي کوي. یوه ښه بېلګه یې د بابري جومات موضوع ده، چې په هغې کې د هندوانو پر ګټه ډېر پرمختګونه وشول او د کانګرس ګوند واکمن و او په ۱۹۹۲م کال کې بابري جومات ونړول شو. د بابري جومات له نړولو یو څو کاله وروسته په ۱۹۹۵ کې سترې محکمې یو حکم وکړ، چې د هندوتوا کلیمې کارول یې قانوني کړل. دغه کلمه ټولیز او سېکولر ضد معناګانې لري.

اسلام د ډیموکراسۍ په څېر ظالمانه طبیعت نه لري

د اسلام سیاسي نظام یا خلافت د ډیموکراسۍ په څېر نیمګړتیاوې نه لري. د اسلام د حکومتي سیستم ځانګړنې په لاندې ډول دي:

۱. اصلي موخه یې د شریعت پلي کول دي.

لېبرال سېکولر نظام یو لړ اساسات لري؛ لکه د بیان ازادي، د مذهب ازادي، د جنسیت مساوات او فردي ازادي، چې له دغې لارې د خلکو چارې تنظیموي. دا اساسات تل له یو بل سره په ټکر کې دي او تل دا ګنګوسې وي چې په یوه موضوع کې کوم یوه ته لومړیتوب ورکړل شي. له همدې امله موږ د مذهب د ازادۍ او د جنسیت د مساواتو تر منځ تناقض وینو. د بیان ازادۍ او د نورو د حقونو د ساتلو تر منځ ټکر هغه مهال لیدل کیږي، چې یو څوک د نفرت د ښکاره کولو الفاظ وکاروي. د لېبرال سېکولر نظام دغه اساسات له ډېرو تناقضونو سره مخ دي او مشرانو ته دا اجازه ورکوي، چې په کارولو سره یې اقلیتونه وځپي.

د خلکو د خوښې او هیلو پر بنسټ قوانین نه جوړوي. خلافت د شریعت د قوانینو پر بنسټ ولاړ دی، چې اساس یې قران او سنت جوړوي. په دې سره اکثریت ته اجازه نه ورکوي، چې ظالمانه قوانین پر اقلیتونو پلي کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ

[یوسف: ۴۰]

ژباړه: د حکم کولو حق یوازې له الله سبحانه وتعالی سره دی.

۲. د ذمي د قوانینو د نه پلي کولو پایله:

د خلافت اوسېدونکي په مسلمانانو او ذمیانو وېشل شوي دي. ذمي هغه کس دی چې په خلافت کې ژوند کوي او جزیه ورکوي. له شریعت سره سم باید له ذمي څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغې وینا پر بنسټ ملاتړ وشي:

ابو هریره رضی الله عنه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَلاَ مَنْ قَتَلَ نَفْسًا مُعَاهِدَةً لَهُ ذِمَّةُ اللَّهِ وَذِمَّةُ رَسُولِهِ فَقَدْ أَخْفَرَ بِذِمَّةِ اللَّهِ فَلاَ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ سَبْعِينَ خَرِيفًا»

[ترمذي: ۱۴۰۳]

ژباړه: که چېرې یو څوک هغه معاهد وژني، چې د الله سبحانه وتعالی او رسول صلی الله علیه وسلم ذمه لري، نو هغه د الله سبحانه وتعالی او رسول صلی الله علیه وسلم ذمه نقض کړې او د جنت بوی به حس نه کړي؛ که څه هم چې د جنت بوی له ډېر لېرې یعنې ۷۰ منی (د کال فصل) څخه حس کېږي.

له صفوان بن سلیم څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«أَلَا مَنْ ظَلَمَ مُعَاهِدًا أَوْ انْتَقَصَهُ أَوْ كَلَّفَهُ فَوْقَ طَاقَتِهِ أَوْ أَخَذَ مِنْهُ شَيْئًا بِغَيْرِ طِيبِ نَفْسٍ فَأَنَا حَجِيجُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»

 (سنن ابوداوود:۳۰۵۲)

ژباړه: که چېرې یو څوک له یو تړونکوونکي سره ظلم وکړي، حقوق یې تر پښو لاندې کړي، له اندازې ډېر کار پرې وکړي او له اجازې پرته یو څه ترې واخلي، نو د قیامت په ورځ به زه د مظلوم ملاتړ کوم.

په اسلام کې د ذمي له ځان، مال او عزت څخه ملاتړ کول واجب دي. د هغوی د حقونو په تړاو هر ډول بې عدالتي د دولت لپاره ډېره مهمه مسله ده او دولت باید د ذمیانو له حقونو څخه ملاتړ وکړي. تاریخ د عسویانو او یهودانو پر دغې ادعا ګواه دی، چې د اسلام تر سیوري لاندې اوسېدل د هغوی د ژوند تر ټولو زرین وخت و.

پایله

د (BJP) ګوند او د هغوی هندو نشنلېست مشاورین د دډیموکراسۍ چټله څېره خلکو ته څرګندوي، ترڅو د هندو دولت اجنډا پلې کړي. دا یوازې په هند نه، بلکې په اسیا، اروپا او امریکا کې هم سیاسیون او سیاسي ګوندونه واک ته د رسېدو په موخه د ډیموکراسۍ ذاتي عیب او نیمګړتیا په ډاګه کوي. د دې لپاره چې مسلمانان یوې حللارې ته ورسېږي، باید د دغې ستونزې پر سرچینې سم پوه شي. دا به د دوی لپاره یو لوی ګواښ وي، چې حللاره په هغه سازمان کې ولټوي چې خپله د ستونزې سرچینه ګڼل کېږي. مسلمانان باید د ډیموکراسۍ بشري نظام رد کړي، ځکه په نړیواله کچه د ظلم هغه اصلي سرچینه ده، چې پر ټولو اقلیتونو یې خپلې وزرې غوړلولې دي. مسلمانان باید د الله سبحانه وتعالی پر دین منګولې ټینګې کړي، ځکه د بشریت لپاره یوازینی هغه بشپړ نظام دی چې په اساسي توګه د مسلمانانو او کفارو ملاتړ کولی شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ

[۸:۲۴]

ژباړه: اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی او پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغې بلنې ته لبیک ووایئ، چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم مو ورته رابولي او تاسو ته ژوند در بښي.

د حزب التحری مرکزي دفتر ته

د عبدالفتاح ابن فاروق لخوا

د مطلب ادامه...

د سایکس-پیکو رژیمونو حاکمیت یوازې د ښکېلاکګرو قدرتونو پر مټ ولاړ دی

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

ټول ملي او سیمه ییز دولتونه هغه مهال د غرب په لاس جوړ شول، کله یې چې اسلامي دولت له ړنګ کړ او له اوسنیو دولتونو یې حاکمیت واخیست. اردن هم له همدغو هېوادونو څخه دی، چې انګلیس د یوې اونۍ رسمي سیاسي بحثونو په پایله کې جوړ کړ. همغه مهال یې د شام له خاورې څخه بېل کړ، ځانګړې دندې او رول یې ورته وټاکه؛ ترڅو د غرب هغه استعماري پلانونه پلي کړي، چې د خپل نفوذ او سیاست د ترلاسه کولو لپاره پکې له یو بل سره سیالي کوي.

انګلیس، اردن د خپلو هغو سیاسي موخو د لاسته راوړلو لپاره تاسیس کړ، چې د یهودو له دولت سره په امنیتي، استخباراتي او رسنیزه برخه کې مرسته وکړي. د دې تر څنګ د هغوی ژوند، بقا او امنیت وساتي. امریکا هم د یهودو د دولت ساتلو پروسې ته داخله او له انګلیس څخه مخکې شوه؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې په سیمه کې یې د مرستو په وسیله د انګلیس رول پیکه کړ. نو د یهودو د دولت ساتل، هغه دنده ده او رول دی چې ښکېلاک د اردن رژیم ته سپارلي دي.

د اردن بل رول د ښکېلاکګرو هېوادونو پر ځای، د هغو کسانو پر ضد مبارزه ده، چې د اسلامي ژوند د بیا راګرځولو لپاره فعالیت کوي. په ځانګړې توګه د حزب التحریر وړاندې، چې له شپږ لسیزو راهیسې فکري او سیاسي فعالیت کوي. په همدې دلیل یې د حزب التحریر ځوانانو او کورنیو ته ګواښ کړی او ځپلي یې دي، حملې یې پرې کړې او زنداني کړي یې دي. دغه راز هڅه یې کړې چې په خپلو غولوونکو پروګرامونو سره دغه حزب خراب او زیانمن کړي.

که څه هم امریکا او انګلیس د اردن له دغو دوو دندو څخه په ګټه اخیسته کې موافق دي، خو بیا هم امریکا هڅه کوي چې پر اردن د انګلیس اغېز راکم کړي او ځای یې خپله ونیسي. امریکا د اردن لپاره خپلې مرستې په ځانګړې توګه په پوځي او امنیتي برخو کې برابروي. له بل اړخه اقتصاد یې هم مدیریت کوي او پر دغه هېواد د پیسو نړیوال صندوق له لارې پورونه او د اقتصادي اصلاحاتو پروګرامونه تحمیلوي، ترڅو د اړتیا پر مهال د دغه رژیم پر ضد خلک وهڅوي. امریکا د ۱۹۵۰م کال له لسیزې راهیسې په سیمه کې له انګلیس سره سیالي کوي. لکه څنګه چې انګلیس هاشمي کورنۍ ته له اردن خاورې څخه ډېر حاکمیت ورکړ، ترڅو هغه مدیریت او په سیمه کې د انګلیس سیاستونه او دسیسې پلې کړي. بل خوا امریکا هم دغه رژیم د ترورېزم پر وړاندې په ځانګړې توګه په پوځي برخه کې خپل ملګری بولي، ترڅو د سیالۍ له کاروانه وروسته پاتې نه شي.

دغه رژیم د امریکایي اډو، د هغوی د کارګرو او له دوی سره ګډو تمرینونو ته پر اجازې ورکولو سربېره اوسمهال یې د امریکا ټولواک سفیر (اکنون هنري ووسټر) هم منلی دی. د اردن رژیم پر دغو ټولو کړنو سربېره اوس هم له انګلیس سره پخوانیو تړونونو ته ژمن دی. همدارنګه په ځینو حالاتو کې د انګلیس له سیاست سره سم مخته ځي؛ داسې چې په ښکاره ځان له امریکا سره ښيي، خو د پردې تر شا یې مخالفت کوي. کله چې د امریکا فشار د انګلیس پر سیاسي نفوذ برلاسی شي، نو دوی یې هم له ځنډ پرته اطاعت کوي؛ مثلاً د رژیم له خوا په لوړه کچه بې ساری بدلون، چې په ځانګړې توګه په امنیتي، نظامي او قتصادي برخو کې یې رامنځته کړ. د ارکان حرب مشر د تېر خلاف د ۲۰۱۹م کال د جولای پر ۲۵مه له کړۍ بهر وټاکل شو. په سلطنتي محکمه کې ګومارل او لرې کول، همداراز د استخباراتي/اطلاعاتي او ... برخو نوي جوړښتونه؛ دا ټول هغه څه دي چې نظم رامنځته کوي، خو تر ډېره د امریکا د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د ځواب په څېر دي. دغه راز د استخباراتي/طلاعاتي او امنیتي برخې کمزوري کول دي، څو په اردن کې د امریکا لاسوهنې او د رژیم کمزوري کولو ته لار هواره شي. مخکې مو هم وویل، چې انګلیس له دغه حالت سره توافق کړی؛ خو د پردې تر شا له امریکا سره چل کوي. هغه په خلکو کې دا کار په مکارانه ډول او له رژیم څخه د یوه تصویر په بڼه پیل کړی دی:

مثلاً د ۲۰۱۹م د اکتوبر په ۶مه یې د یوې برخې د حللارې په جوړولو سره د استادانو ناورین را کم کړ... دا چې د پورتنۍ طرحې پر اساس د پوځ تنخوا زیاته شوه، نو د قبایلو خانان یې راټل کړل او ژمنه یې ورسره وکړه، چې ډېره مالیه به نه اخلي. حکومت به بیا پلان جوړ کړي، د کارکوونکو او متقاعدینو تنخوا به زیاته کړي. که څه هم د پیسو نړیوال صندوق پر غوښتنو ـله بودیجې څخه د یو میلیارد ډالرو کسر، د ناخالصو داخلي تولیداتو په عامه پورونو کې ۹۷سلنه زیاتوالي او د بې کارۍ ۱۹.۱سلنه رشدـ په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه. دغه ټول کارونه د امریکا د فشارونو د له منځه وړلو لپاره تر سره شول او د رژیم له کمزورۍ پرته یې بل څه نه درلودل.

رژیم د یهودو له دولت سره د اړیکو په برخه کې د خلکو د ملاتړ تر لاسه کول، د خرابو اړیکو جوړول، له یهودیانو سره د خپلې تاریخي دښمنۍ بیا فعالول او له دغه دولت سره د اړیکو پرېکولو خندوونکي ګامونه پورته کړي دي. همداراز د باقوره او غمر کار له سرته رسېدو وروسته د یهودو د دولت او اردون تر منځ د اړیکو د کچې د راټیټولو په اړه خبرې تبادله شوې. بېرته نیول شوو سیمو ته د مشروعیت نه ورکول، د اردن څنډو د تړلو ګواښ، د یوه نفوذي یهودي محاکمه هم وه. دا هر څه د هغه خطر پر وړاندې وو، چې د لودیځ له لوري اردن ته متوجه دی. خو د رژیم د لید پر بنسټ دا هغه وسیله ده، چې باید په اسانۍ له منځه لاړه نه شي. د یهودو د رهبرانو په اند له اردن سره اړیکه د یوې قیمتي خزاني په شان ده، چې په هېڅ قیمت باید قرباني نه شي. دا حالت یوه زرین بم ته ورته دی، چې ظاهراً ښه ښکاري، خو کله چې وچوي اصلي کار یې روښانه کیږي او پایله یې څرګندیږي.

دغه ټولې کړنې د خلکو د ملاتړ تر لاسه کولو او د هغو خوځښتونو د ځای پرځای کولو لپاره کېږي، چې سیاسي دریځ ولري او رژیم ته په یوه تریخ ګواښ بدل شوي دي. مهمه نه ده، که دا کارونه د امریکا په وسیله د رسنیو له لارې کیږي او یا هم د دوی له خوا په جوړ شوي پارلماني یا مشروطه شاهي نظام په وسیله.  

د ټولو هغو دلتونو دا حال دی، چې د ښکېلاکګرو له خوا جوړ او د دوی په خدمت کې دي. حاکمیت یې ترې اخیستی او حکام یې د سمبول حیثیت لري. د تأسف ځای دی چې خلک په هر لوري کې د دغه نظام فساد، بې عدالتي او د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو سره مرسته ویني؛ خو لا هم د نظام د بدلون لپاره کار نه کوي او هڅه کوي چې هغه ټول غندل او رټل له یاده وباسي، چې پر ګناهکارانو سربېره یې پر هغو کسانو هم اغېز کړی چې د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې دي.

﴿وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خخَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْععِقَابِ﴾

[انفال: ۲۵]

ژباړه: له هغې فتنې ووېرېږئ، چې یوازې ستاسو تر ظالمانو پورې محدوده نه وي؛ (بلکې ټول به ونیسي، ځکه چې نورو سکوت کړی دی) او پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی سخت جزا ورکوونکی دی.

بدلون داسې څه نه دی، چې یوه بې عدالتي پر بله بدله کړو. ځکه امت دا ډول قرباني نه ورکوي، چې یو ظالم پر بل او یو بشري قانون پر بل بشري قانون بدل کړي. یا هم د اسلامي خاورو هېوادونه د سایکس-پیکو دولتونو له لارې بېل ساتي. نو د خوځښتونو او امت سرښندنې به داسې وي لکه یو کس چې په زندان کې وي، خو له ازادېدو وروسته یې هم پښې تړلې وي. بې بنسټه بدلون د دنیا له خوارۍ، ذلالت او د اخرت له دردونکي عذاب پرته بل هېڅ نه لري.

اوس پر دې باندې د امت د پوهېدو وخت را رسېدلی دی، چې په ژوند، ټولنه او دولت کې د اسلام له پلي کولو پرته اصلي بدلون نه راځي. یوازې د امت او اسلامي خاورو د بیا یووالي او د نبوت پر تګلاره د خلافت له لارې او د سایکس-پیکو دولتونو د خذفولو له لارې امکان لري. حزب التحریر د دولت د تاسیس لپاره ټول لازم موارد تیار کړي دي. د شرعي دلایلو پر بنسټ د اساسي قانون یوه مسوده، د حکومت لپاره پلانونه لکه، اقتصادي او تعلیمي نظام، تعلیم او تربیه، بهرنی سیاست او داسې نور تیار کړي دي. حزب التحریر له امت څخه غواړي چې له دوی سره یو ځای شي، د بدلون او الله سبحانه وتعالی د رضایت لپاره دوی ته نصرت ورکړي. څو عاقلانه او په هدایت حرکت وکړي، چې له استثمار څخه لرې وي او د خلافت دولت تاسیس کړي. په دې سره به د دښمنانو او یهودو ټغر ورټول کړي او هغه عزت او احترام به بېرته تر لاسه کړي، چې الله سبحانه وتعالی مسلمانو ته ورکړی دی.

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً﴾

[نور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو له هغو کسانو سره، چې اېمان یې راوړی او سم کارونه کوي دا ژمنه کړې، چې پر ځمکه به یې واکمنوي، لکه څنګه یې چې مخکینیو کسانو ته خلافت ورکړی و. هغه دین یې چې د دوی لپاره خوښ کړی، قوي او ځواکمن به یې کړي او د هغوی وېره به پر رامتیا بدله کړي.

حزب التحریر ـولایه اردن

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

د پېړۍ معامله؛ څوک به فلسطین ازاد کړي؟

  • خپور شوی په سیاسي

د دویم سلطان عبدالحمید (وروستي عثماني خلیفه) په وخت کې د فلسطین قضیه پر یوه نړیواله موضوع بدله شوه. که څه هم د خلافت دولت هغه مهال ځینې ستونزې درلودې، خو بیا هم انګلیسان ترې وېرېدل؛ نو له همدې امله یهودي هرتزل په ۱۹۰۱م کال کې د انګلیس په ملاتړ خپل استازی دارالخلافې ته ولېږه. دا چې هغه مهال عثماني خلافت له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان و، نو دغه استازي له ځان سره خلیفه ته ډېر غنیموتونه یووړل، ترڅو خلیفه د پیسو په بدل کې پرې د فلسطین یوه برخه وپلوري.

دویم سلطان عبدالحمید سربېره پر دې چې استازی یې ځان ته ور پرېنښود، بلکې په تندو او تاریخي جملو یې ځواب ورکړ. د دغه ځواب یوه برخه دا ده: «ډاکټر هرتزل ته نصېحت وکړئ، چې په دغه برخه کې جدي ګامونه وانه خلي، ځکه زه د فلسطین له یوې لوېشتې خاورې هم نه شم تېرېدلی... یهودان دې خپله میلیونونه شتمني له ځان سره وساتي، کله چې د خلافت دولت ړنګ شو، هغه مهال بیا فلسطین له پیسو پرته تر لاسه کولی شي.»
کله چې خلافت را نسکور شو، همداسې وشول. په ۱۹۱۷م کال کې د بالفور تړون په وسیله انګلیس په فلسطین کې یهودو ته لار هواره کړه او ملګرو ملتونو هم د انګلیس د دغه سیاست ملاتړ وکړ. یهودو په ۱۹۴۸م کال کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې دولت اعلان کړ. کله چې  امریکا د نړیوال سیاسي ډګر ته راودانګل، هڅه یې دا وه چې پر یهودو خپل نفوذ ډېر او د انګلیس لاس لنډ کړي. له همدې امله امریکا د یهودو دولت ته د انګلیس په پرتله متفاوته طرحه وړاندې کړه. انګلیس په فلسطین کې د یهودانو په رهبرۍ یوازې یو دولت غوښت، خو امریکا د دوو دولتونو طرحه درلوده، یعنې پر یهودي دولت سربېره فلسطیني دولت هم.  

د د نولسمې پېړۍ تر لومړۍ نیمایي پورې فلسطین په قضیه کې یوازې دوه سیالان (انګلیس او امریکا) یو د بل پر وړاندې ولاړ. کله چې د مسلمانانو ډال (اسلامي خلافت) ړنګ شو، نو ښکېلاک اسلامي خاورې ووېشلې او خپل لاسپوڅي حکام یې پکې وګومارل. اسلامي او عربي هېوادونو د ښکېلاګر یهودي دولت پر وړاندې هېڅ ډول پلان او پالیسي نه درلوده. هغوی خپل سیاستونه د دوو لویو قدرتونو (انګلیس او امریکا) پر محور تنظیم او تعقیبول، ان تر دې چې د عربو او اسراییلو جګړې هم د دغو دوو قطبونو د اجنډا پر اساس تر سره شوې. بالاخره امریکا په دې وتوانېدله چې د فشارونو او ډيپلوماسۍ له لارې د انګلیس طرحې ته ماته ورکړي او خپله عملي کړه. «د پېړۍ معامله» هغه امریکایي طرحه ده، چې د بیت المقدس په پلازمېنه کولو او په اسلامي نړۍ کې د امریکایي ګټو د خوندي کولو په موخه د یهودي دولت د بقا لپاره جوړه شوې وه، چې بالاخره ټرمپ اعلان کړه. پر دې ټولو سربېره امریکا په دریو دلایلو سره د یهودي دولت بقا غواړي:

۱ـ د یهودو دولت باید د لستوڼي مار په توګه کار وکړي، ترڅو د مسلمانانو د سیاسي او جغرافیوي یووالي مخه ونیسي.

۲ـ امریکا او غربي زورواکي د یهودو د دولت ملاتړ کوي، ترڅو مسلمان له هغوی سره په جګړه بوخت شي او خپل اصلي دښمنانو (انګلیس او امریکا) ته یې پام نه شي.

۳ـ غربیان د یهودو پر فساد، جرم، مکر او منافقت ښه پوهېږي او نه غواړي چې د هغوی تر منځ ښکېل شي؛ له همدې امله یې هغوی ته یو مرکز جوړ کړ، ترڅو له غربي ټولنو څخه ټول یهودیان ورته راټول شي.    

د خلافت له سکوت څخه تر دې مهاله د یهودي دولت پر وړاندې د مسلمانانو له خوا هېڅ قوي موقف او ادرس نه دی وړاندې شوی. ځینې عربي هېوادونه د امریکا او ځينې هم د انګلیس په ولکه کې شول، هر یوه د دغو دوو هېوادونو سیاستونه تعقیبلول. له یهودو سره د عربي هېوادونو ځینو حکامو پټې او ځینو په ښکاره اړیکې جوړې کړې، ان تر دې چې هغه یې په رسمیت وپېژانده او هغوی ته یې له خپله ادرسه له هر ډول ګواښ څخه ډاډ ورکړ. سعودي عربستان ـ هغه هېواد چې د مسلمانانو د رهبرۍ دعوه کوۍـ د یهودو د دولت په ملاتړ د امریکایي سیاستونو تابع دی.

امریکایي ورځپاڼې بلومبرګ په ۲۰۱۷م کې یو راپور خپور کړ، چې پکې راغلي دي: «جارید کوشنر» د ټرامپ زوم او یهود مشاور، د عربو او یهودو د دولت د سولې طرحه له «محمد بن سلمان» سره په توافق پر مخ وړي. دغه راز ایران په اسلامي نړۍ کې د شیعه دعوت کوونکی، چې ظاهراً د امریکا او یهودي دولت پر ضد چیغې وهي، په داسې حال کې چې تر اوسه یې د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته هېڅ زیان نه دی اړولی. برعکس د اسلامي نړۍ عامه افکار یې په داخلي شخړو سره مصروف کړي، چې یهود یې له یاده ووځي او زرګونه پوځي ځواک یې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه کې لګیا کړی دی. ښکاره بېلګه یې د لبنان «حزب الله» ډله ده، چې تر څنګ یې یهودي دولت په امن دی، خو د سوریې په انقلاب کې یې زرګونه مسلمانان له خاورو سره خاورې کړل.

رجب طیب اردوغان؛ د جعلي لقبونو، سرو او ژېړو کرښو څښتن. هغه څوک چې د اسلامي شعایرو لپاره یوازې کرښې باسي او د امت د درد لپاره یوازې مکارارنه اوښکې تویوي. هغه څوک چې د غرب په ځانګړې توګه امریکا په پیروۍ سوریې، لېبیا او افغانستان ته لښکر لېږي، خو د یهودو د ښکېلاکګر دولت پر وړاندې له یوه اړخه سرې کرښې ټاکي او له بل اړخه وایي: «د یهودو له دولت سره د ترکیې د اړیکو عادي کول به د سیمې په ګټه وي!»

اوسمهال یې په اسلامي نړۍ کې عامه افکار داسې غولولي، چې د فلسطین قضیه د فلسطینیانو داخلي قضیه بولي او یا هم دا قضیه یوازې په عربو پورې تړلې بولي. خو حقیقت داسې نه دی، ځکه چې د فلسطین قضیه په اسلامي امت پورې اړه لري او رېښې یې له اسلامي عقایدو څخه خړوبېږي. فلسطین هغه خاوره ده چې الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو لومړۍ قبله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسراء او معراج سره مبارکه خاوره وګرځوله. دغه خاوره د ښکېلاکګرو هدیره ده. فلسطین د صلیبیانو او مغولو د وحشت تجربه لري، خو بیا هم د مسلمانانو په لاس کې لوېدلی دی. دا هغه خاوره ده چې حضرت عمر فاروق فتحه کړه، صلاح الدین ایوبي ازاده کړه او دویم سلطان عبدالحمید د خپل سر په قیمت وساتله. دا په دې مانا چې یوازې د مسلمانانو امير او لښکر اسلامي خاورې ساتلی او ازادولی شي. د خلافت واحد او ځواکمن دولت به د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژمنه (د فلسطین ازادول او له یهودو سره جګړه) پوره کړي. په حقیقت کې همدغه «د پېړۍ معاملې» پر وړاندې د اسلام او قران معامله ده.

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې