- مطابق
(ژباړه)
د مصر حکومت اعلان وکړ چې د ټرمپ د پلان د پلي کېدو له امله به په غزه کې جشن ونيسي… السیسي د دغو مراسمو لپاره ټرمپ ته بلنه ورکړې، ځکه د غزې د اوربند پلان هغه ترتیب کړی دی.
«د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پنجشنبه اعلان وکړ چې له حماس سره پاتې بندیان به د راتلونکې اونۍ په دوشنبې یا سهشنبې خوشي شي او دا چې دی غواړي د دغه مناسبت د لمانځنې لپاره سیمې ته سفر وکړي. د یادولو وړ ده چې د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي ټرمپ ته بلنه ورکړې چې په مصر کې د دغه تړون د لاسلیک په مناسبت په یوه ځانګړې لمانځغونډه کې ګډون وکړي. دا د یوه «تاريخي تړون» په توګه یاد شوی دی چې د تېرو میاشتو په اوږدو کې د مصر، امريکا او نورو منځګړيو د ګډو هڅو نتيجه ګڼل کېږي.» (سيانان عربي؛ ۹ اکتوبر ۲۰۲۵).
خو دوی د څه لپاره جشن نيسي!؟ او ولې ټرمپ ته لاسونه پړکوي!؟ په داسې حال کې چې هغه د غزې د کورونو، ونو او ډبرو په ویجاړولو کې د صهیونیستي رژیم تر ټولو ستر ملاتړ کوونکی دی! دوی پر څه ویاړي؛ په داسې حال کې چې د دغه پلان په نهم بند کې په صراحت راغلي چې غزه به «د يوې موقتي انتقالي ادارې تر حاکمیت لاندې اداره کېږي؛ دا اداره د يوې فلسطيني کمېټې له خوا جوړيږي چې غړي به یې غیر سیاسي تکنوکراتان وي؛ او دنده به یې د غزې د اوسېدونکو لپاره د عامه خدمتونو او ورځنيو ښاري چارو تنظیمول وي. یاده کمېټه به له فلسطيني متخصصينو او نړيوالو کارپوهانو جوړه وي او "د سولې شورا" په نوم د يوه نوي نړيوال انتقالي ارګان تر څارنې لاندې به فعالیت کوي. د دې شورا مشري به د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ کوي؛ د بريتانيا د پخوانی لومړي وزیر، ټوني بلېر په ګډون نور غړي او د هغو هېوادونو مشران چې وروسته به اعلان شي، هم ګډون پکې لري. »
هغوی د څه لپاره جشن نيسي!؟ په داسې حال کې چې د دغه پلان په ۱۳مه ماده کې راغلي: «ټولې نظامي، ترهګریز او تهاجمي زېربناوې – لکه تونلونه او د وسلو د توليد تأسيسات- به ويجاړېږي او بيا به نه جوړېږي. په غزه کې به د خپلواکو څارونکو تر نظر لاندې د بېوسلې کولو يوه پروسه پلي کېږي چې په دې کې د بېوسلې کولو د يوه موافقه شوي بهیر له لارې وسلې په دایمي توګه له کاره لوېږي؛ دا د دغه بهیر ملاتړ د بیا پېرلو او بیا ادغام لپاره یو نړیوال پروګرام کوي چې په نړیواله توګه مالي ملاتړ ترلاسه کوي او د دغو ټولو چارو د سم تطبیق تصدیق به هم همدا خپلواک څارونکي کوي»
هغوی د څه لپاره جشن نيسي!؟ په داسې حال کې چې د يهودي رژيم پوځ به لا هم د غزې تړانګې پر شاوخوا ۵۳٪ سيمه واک لري؟ «د شاتګ د پړاو تر بشپړېدو وروسته به اسرايلي پوځ لا هم د غزې تړانګې تر نیمایي زیاته برخه - د غزې د ټول مساحت شاوخوا ۵۳٪ خاوره- باندې کنټرول لري. یادې سیمې دا دي: د غزې د پولو په اوږدو کې حائله سیمه، لکه د فیلاډلفیا دهلیز (د مصر او غزې تر منځ پوله)؛ سربېره پر دې، د غزې تړانګې په ترټولو شمالي برخه کې د بیت حانون او بیت لاهیا سیمې؛ په ختیځو څنډو کې هسکې برخې؛ او په سوېل کې د رفح او خان یونس پراخې سیمې.» (الشرق الاوسط؛ ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵)
هغوی د څه لپاره جشن نيسي!؟ په داسې حال کې چې شاتګ يوازې تر «ژېړې کرښې» پورې کېږي، او دا کرښه د غزې تړانګې دننه ده. «ژېړه کرښه هغه کرښه ده چې د موافقې له مخې د اسرایلي پوځ د شاتګ حدود ټاکي. سره له دې چې ژېړه کرښه د اشغالګر رژيم له پولو څو کيلومتره لرې ده، خو د پوځ ډېری پوستې یې همدا اوس له پولې شاوخوا يو تر يو نيم کيلومتر واټن کې دي!؟ » (العربي الجدید؛ ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵)
هغوی د څه لپاره جشن نيسي!؟ په داسې حال کې چې د غزې خلک له يوه ځایه بل ځای ته کډه کوي او د خپلو شهیدو نارينهوو، ښځو او ماشومانو مړي نه شي موندلی. کله چې بلاخره خپلو کورونو ته ستنېږي، ويني چې کورونه يې وران شوي او په هېڅ صورت د اوسېدو وړ نه دي.
هغوی د څه لپاره جشن نيسي!؟ په داسې حال کې چې د غزې لپاره د همغږۍ يو ملکي ـ نظامي مرکز جوړ شوی چې مشري یې د امريکا مرکزي قومانده کوي. «سي ان ان تېره جمعه په خپل راپور کې د يوه امريکايي چارواکي له خولې وويل چې اسرايلو ته د امريکايي ځواکونو راتګ پيل شوی، او دا راتګ د اوربند د موافقې د پلي کېدو د څارنې لپاره د همغږۍ د يوه ملکي ـ نظامي مرکز د جوړولو د هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي. سي ان ان همدارنګه د ياد چارواکي له خولې راپور ورکړی چې دغه ځواکونه به د غزې تړانګه کې د ملکي حکومت د ټينګښت د هڅو څارنه هم کوي.» (الشرق الاوسط؛ ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵)
ایا د همدغو واقعیتونو لپاره جشن نیسي!؟ د همدې لپاره په بېړه ټرمپ ته د مراسمو د مشرۍ بلنه ورکوي؛ لاسونه ورته پړکوي او دا یوه ستره تاریخي چاره بولي!؟ په داسې حال کې چې د ټرمپ پلان د يهودو د پياوړي کولو لپاره دی او له دې سره مو د مسلمانانو خاوره، د فلسطین سپېڅلې خاوره بيا له لاسه وځي! ايا د مسلمانانو حکام، له ټرمپ او کافرو استعمارګرو سره داسې ملګرتیا کوي!؟
﴿تَرَى كَثِيراً مِنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنْفُسُهُمْ أَنْ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ﴾ [مائده: ۸۰]
ژباړه: «د دوی اکثریت وینې چې (د دې پر ځای چې مسلمانانو ته د ملګرتیا او مرستې لاس ورکړي) له هغو کسانو سره ملګرتیا کوي چې کفر یې کړی؛ د دوی تقدیم (او هغه څه چې د ځان لپاره یې وړاندې کړي دي) څومره بد دي! الله پرې قهر شوی او هغوی به په تلپاتې عذاب کې وي.»
اې د اسلامي خاورو پوځونو! اروپايي صلیبیانو د مسلمانانو پر خاورو یرغل وکړ او کلونه کلونه په بیتالمقدس کې پاتې شول؛ هلته یې فساد او وژنې وکړې؛ تر هغې چې د صلاحالدین په قومانده د اسلام لښکر ورسره وجنګېد او د ناوړه عمالو سزا یې ورکړه. بيا یې بیتالمقدس ازاد کړ او صلیبیان یې په ذلت ترې وشړل؛ بیا د هغې سیمې خلک په تکبیرونو، بري او هسکه غاړه ورته راستانه شول.
اې د مسلمانانو د پوځونو سرتېرو! ایا تاسو د دې توان نه لرئ چې خپل نیکونه الګو ونیسئ، سرلوړې غزه او فلسطین د یهودو په ماتولو او له دغسې سپېڅلې خاورې د هغوی په محوه کولو ازاد کړئ چې د غزې، بلکې ټول فلسطین خلک په عزت او بري او د «الله اکبر» په تکبیرونو خپلو کورونو ته راستانه شي!؟
هو، تاسو د دې کار توان لرئ؛ ځکه تاسو يهودي رژيم داسې محاصره کړی لکه لاسبند چې له مړونده تاو وي؛ یوازې د قوماندې لپاره یوه صادق او مخلص کس ته اړتیا لرئ. ایا ستاسو په منځ کې داسې یو قوماندان نشته چې تاسو د هغه دښمن پر وړاندې جګړې ته رهبري کړي چې د ذلت او پستۍ سیوری پرې خور دی او په هیڅ صورت به ستاسو پر وړاندې برلاسی نه شي راشي.
﴿وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾ [آل عمران: ۱۱۱]
ژباړه: «او که هغوی له تاسو سره جګړه وکړي؛ نو تاسو ته به شا کړي او بیا به یې مرسته ونه شي.»
بیا تاسو له هغوی سره داسې وجنګېږئ چې تیت یې کړئ، ټولی او نظم یې مات کړئ او تېښتې ته یې اړ کړئ.
هو، تاسو په رښتیا هم د دې وړتیا لرئ؛ نو پر خپل رب توکل وکړئ؛ خپل کار په جدي ډول تنظیم کړئ او د هغو کسانو له ډلې شئ چې الله سبحانه و تعالی یې په اړه فرمايي:
﴿قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَا إِلَّا إِحْدَى الْحُسْنَيَيْنِ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَنْ يُصِيبَكُمُ اللَّهُ بِعَذَابٍ مِنْ عِنْدِهِ أَوْ بِأَيْدِينَا فَتَرَبَّصُوا إِنَّا مَعَكُمْ مُتَرَبِّصُونَ﴾]توبه: ۵۲]
ژباړه: «ووايه: ايا تاسې زموږ په اړه له دغو دوو ښېګڼو (بریا یا شهادت) څخه له یوې پرته د بل څه تمه لرئ؟ او موږ دا تمه لرو چې الله تاسو پخپله یا زموږ په لاسونو په عذاب اخته کړي. نو په تمه اوسئ، موږ هم په تمه یو.»
که ستاسو حکام هڅه وکړي چې د دښمن پر وړاندې جګړې څخه مو راوګرځوي؛ نو په خپل ټول زور هغوی ته د خپلو عملونو سزا ورکړئ او د الله دین ته نصرت وکړئ؛ چې نه یوازې د غزې، بلکې د ټول فلسطین خلک په بري او تکبرونو خپلو مېنو ته راستانه شي؛ خپل دښمن مات، له منځه تللی او په داسې حالت کې وویني چې هیڅ نظم او تشکیلات نه دي ورپاتې؛ داسې نه چې کله راستانه شي او وګوري چې دښمن د ټرمپ په ملاتړ او د مسلمانانو د حکامو په خیانت او غفلت، پر سپېڅلې خاوره واکمن دی!
اې مسلمانانو... اې د اسلامي خاورو لښکرو او سرتېرو! موږ خپل دا پیغام پر هغه څه پای ته رسوو چې څو –څو ځله مو درته ويلي دي:
موږ د الله پر نصرت، د اسلام او مسلمانانو پر عزت، د مجاهد راشده خلافت پر راستنېدو، د يهودو پر وړاندې جګړه، د متجاوزو پر وژل کېدو او د روم پر فتح - لکه څنګه چې قسطنطنیه فتح شوه او استانبول د اسلام کور وګرځېد- پوره یقین لرو. موږ پر دغو خبرو پوره یقین لرو؛ که څه هم کفار او منافقین ووايي:
﴿إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ غَرَّ هَؤُلَاءِ دِينُهُمْ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾ [انفال: ۴۹]
ژباړه: «کله چې منافقین او هغه چې په زړونو کې یې مرض دی، وايي: «دوی (مسلمانان) خپل دين غولولي دي.» او (نه پوهېږي) هر څوک چې په الله توکل وکړي، بېشکه الله نه ماتېدونکی حکیم ذات دی.
هر ډول نصرت چې مسلمانانو ته راځي، د الله تعالی وعده او د پېغمبر صلیاللهعلیهوسلم زېری دی او که الله غوښتل؛ هرو مرو به تحقق مومي. خو د الله سبحانه وتعالی سنت داسې نه دي چې موږ کرار ناست وو او هغه سبحانه و تعالی د خلافت قایمولو او د الهي وعدې او د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم د بشارتونو پوره کولو لپاره له اسمانه فرښتې راولېږي؛ بلکې فرښتې هغه وخت زموږ سره مرستې ته راځي چې موږ خپله جدي هڅې او په صداقت او اخلاص عمل وکړو. هغه وخت به الله تعالی زموږ لپاره نصرت محقق کړي او موږ به په دواړو جهانونو، دنیا او آخرت، کې ستر «فوز» او بریا ته ورسوي:
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]
ژباړه: «او په هغه ورځ به مومنان د الله د نصرت په سبب خوشحاله شي. الله هر چا ته چې وغواړي نصرت ورکوي، او هغه نه ماتېدونکی او رحیم ذات دی.»
اې د اسلامي خاورو لښکرو، پوځونو او سرتېرو! حزبالتحریر، د هغه مخکښ په توګه چې خپلو خلکو ته هېڅکله دروغ نه وايي، تاسو ته د عمل او تحرک بلنه درکوي. نو د دنیا او آخرت د عزت پر لوري پر مخ ولاړ شئ! د يهود د له منځه وړلو، د سپېڅلې خاورې د بشپړې ازادۍ او بېرته د اسلام غېږې ته د ټولو اسلامي خاورو راستنولو لپاره مخ پر وړاندې حرکت وکړئ! پوه شئ چې الله له تاسو سره دی او هېڅکله به ستاسو هڅې ضایع نه کړي.
د حزبالتحریر امیر
۱۴۴۷هـ.ق، د ربیع الاخر ۲۰مه
۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۱۲مه