سه شنبه, ۱۹ ربیع الاول ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۹/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 ربیع الاول 1448

میلادی نېټه :     دوشنبه, 31 آګست 2026 م

شمېره:      ۰۵/ ۱۴۴۸


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فلسطین ټاکنې او ادعا شوی حق؛ هغه سراب چې تږی یې اوبه ګڼي!

(ژباړه)

د فلسطین د خودمختاره ادارې د راتلونکې نومبر میاشت کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو پرېکړه اعلان کړې ده. همدارنګه پرېکړه شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي کال په پیل کې ترسره شي. د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې دغه اداره د ټاکنو ترسره کول اعلانوي، خلک پرې بوختوي او بیا یې لغوه کوي؛ ځکه د ټاکنو د ترسره کولو پرېکړه د دې ادارې په واک کې نه، بلکې د امریکا او یهودي رژیم په لاس کې ده او د هغوی له موافقې او څارنې پرته هیڅ ډول ټاکنې نه ترسره کېږي؛ لکه څرنګه چې د سیمه ییزو شوراګانو (ښاروالیو) په ټاکنو کې هم همداسې وشول.

حیرانوونکې دا ده چې د فلسطین د خپلمنځي ادارې ټاکنې داسې ښیي چې ګواکې دا یو حق دی او د فلسطین خلکو ته به بریاوې ولري؛ په داسې حال کې چې دا له هغه سراب پرته بل څه نه دي چې تږی یې اوبه ګڼي. روښانه حقیقت دا دی چې د دغې ادارې تور مخ به د رایو ورکولو هغه صندوقونه سپین نه کړي، چې د امریکا تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

هغه ټاکنې چې دې ادارې اعلان کړې دي، لکه څرنګه چې ادعا کوي یوه «ملي ډیموکراتیکه لاسته راوړنه» نه ده او له دې مانا څخه ډېره لیرې ده. دغه اداره د فلسطین د خلکو د ګټو له مخې حرکت نه کوي؛ دا هماغه اداره ده چې خلک او د هغوی قضیې یې ضایع کړې، د هغوی تکلیفونه او ستونزې یې ډېرې کړې او هغوی یې د بې وزلۍ لوري ته کش کاږلي دي.

دغه ټاکنې که ترسره شي او پای ته ورسیږي، له هغه حق پرته بل څه نه دي چې پر دې ادارې د تحمیل شویو «اصلاحاتو» غوښتنې پلي کړي. اروپايي هېوادونو ترې غوښتي چې په بېلابېلو برخو کې، له هغې جملې په «سیاسي اصلاحاتو» کې بدلونونه راولي؛ په ځانګړي توګه وروسته له هغه چې خپله د دې ادارې سمبالوونکو او ملاتړو د هغې فساد ته اشاره وکړه. له دغو اصلاحاتو څخه یو هم د ټاکنو ترسره کول دي. همدارنګه د ټرمپ ۲۰ فقره ییزې طرحې هم «اصلاحات» شرط اېښي وو او بیان کړي یې وو چې ښايي بالاخره د فلسطینیانو د برخلیک ټاکلو لپاره د یوه باوري مسیر لاره هواره شي؛ «کله چې د فلسطین د ځانګړې ادارې د اصلاحاتو پروګرام په صداقت سره پلی شي». خو خپله د دې ادارې لپاره، دغه ټاکنې یو فرصت دی ترڅو هغه له کاره لوېدلی «مشروعیت» بیا راژوندی کړي، چې فساد له منځه وړی او د خلکو ترمنځ د کرکې کچې ته رسېدلی دی او د خپلو بهرنیو سمبالوونکو باور او ملاتړ بیا نوی کړي.

دغه ټاکنې د بدلون راوستلو لپاره، لکه څرنګه چې ادعا کوي، نه دي ډیزاین شوې؛ بلکې موخه یې دا ده چې دغه اداره نور اړخونه هم له ځان سره شریکان کړي، ترڅو د فلسطین خلک او فلسطیني ډلې د ټاکنو په نوم هغې سوري ته ننباسي، چې خپله پکې د اوسلو په تړون او د هغې په فاسدو پایلو کې ننوتې وه. هغوی د تکراري ناکامیو او خیانتونو شریکان کړي چې ښايي د دې پروسې په نوم پلي شي او د هر هغه پړاو لپاره لاره هواره کړي، چې زیات امتیاز ورکولو او زیات زوال ته اړتیا لري.

په ځانګړي توګه له دې امله چې دې ادارې پخپل پخواني ټاکنیز قانون کې د فلسطین د ازادۍ بښونکي سازمان له تړونونو اعتراف او د هغې تعهداتو ته ژمنتیا د نوماندۍ شرط اېښې و؛ مانا دا چې له نوماندانو غواړي د روغې جوړې، خیانت، شاتګ او ماتې هماغه لاره ومني؛ هغه لاره چې خپله پرې تللې او د فلسطین خلکو د هغې تریخوالی حس کړی دی او د فلسطین قضیه د هغې تر بار لاندې ضایع شوې ده. روښانه ده چې په دغه کار کې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې ګناه شته او ګډون پکې جرم ګڼل کېږي؛ هغه که د نوماندۍ له لارې وي او یا د رایې ورکولو له لارې.

خو د واقعیت په ډګر کې دغه اداره به خپله «د قانون جوړلو اداره» پر کومه خاوره او د کومو خلکو لپاره رامنځته کړي؟ پر کومه خاوره، په داسې حال کې چې هغه خاوره د یهودي رژیم د ښارګوټو جوړولو او بولډوزرو لخوا تر ستوني تېره شوې ده؟ پر کومو خلکو، په داسې حال کې چې هغوی د ډله ییزو وژنو تر فشار لاندې کېږي، لوږې پسې اخيستي او د هغوی د شړلو طرحې دوام لري؟

هغه اداره چې د ښوونیزو او روغتیایي سازمانونو د له منځه وړلو لپاره د یو سټراټیژیک پلان په سیوري کې د خپلو کارمندانو حقوق هم نه شي چمتو کولی؛ بلکې د هغه کور له مرستې هم عاجزه ده چې ښارګوټي‌مېشتو محاصره کړی دی او یا د هغې لارې خلاصولو څخه عاجزه ده چې د ښارګوتي‌مېشتو یوې ډلې په ډبرو تړلې ده؛ هغه اداره چې ان د اوبو پر نل هم حاکمیت نه لري! نو دا کوم حاکمیت، اراده او ټاکنې دي چې ټاکل شوې ده د یرغلګرو تر بوټانو لاندې او د هغوی د ټوپکو په سیوري کې ترسره شي؟!

لنډه دا چې د فلسطین خلک باید په دغو ټاکنو کې له ګډون څخه، هغه که په انفرادي توګه وي او یا ډله‌ییز ډول، د نوماندانو یا د رایه ورکوونکو په توګه لاسونه واخلي؛ هغه ټاکنې چې هر ډول یې وڅېړئ، بدي لري. د هغې لومړۍ بدي د فلسطین د یوې برخې د سپارلو د جرم په رسمیت پیژندل او په هغه لوی خیانت کې ضمني مشارکت دی، چې د فلسطین ازادي بښونکي سازمان ترسره کړی دی. د هغې دویمه بدي د اسلامي عقیدتي اړخ څخه د فلسطین د قضیې جلا کول دي. درېیمه بدي، چې وروستۍ نه ده، د هغو کسانو د پلانونو پر لوري حرکت دی چې د غزي خلک یې قتل عام کړل، د هغوی پر خلاف یې همکاري وکړه او تر اوسه یې محاصره کړي دي، وسلې ترې اخلي او هغوی یهودو ته تسلیموي؛ هغه هم د «سولې شورا» په نوم.

موضوع له یوې لوبې او تفریح څخه پورته ده؛ بلکې یو داسې جرم دی چې خپل څښتن ته له ګناه او سپکاوي پرته بل څه نه لري. له هغې څخه په دنیا کې له ذلت او پښېمانۍ او په اخرت کې له زیان پرته بل څه نه ترلاسه کېږي.

د حزب التحريرـ فلسطین مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د ربیع الاول ۱۲مه

۲۰۲۶م کال، د اګست ۲۵مه

د صدور ګڼه: ۰۵/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې