- مطابق
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد..
اسلامي امت ته؛ د جهاد، عدالت او احسان امت ته ــ د الله په اذن ــ هغه غوره امت چې د خلکو لپاره راایستل شوی دی؛ هغه امت ته چې الله تعالی د نصرت او تمکین په وسیله عزت ورکړی دی…
او د هغه دعوت لېږدوونکو ته چې د راشده خلافت د ټینګښت له لارې د اسلامي ژوند د بیا راګرځېدو لپاره کار کوي؛ او موږ هغوی ــ د الله په اذن ــ له پرهېزګارو، پاکنفسه او نېکانو څخه ګڼو…
په همدې ورځو کې، شاوخوا یو سلو پنځه کاله وړاندې، د 1342هـ کال د رجب په وروستیو کې، چې د 1924م کال د مارچ له لومړیو سره سمون خوري، هغه مهال د برېتانيا په مشرۍ استعمارګر کافران، د عربو او ترکانو له خاینانو سره په ملګرتیا، وتوانېدل چې د خلافت دولت له منځه یوسي. او د زمانې مجرم، مصطفی کمال، په څرګند کفر لاس پورې کړ؛ خلافت یې لغوه اعلان کړ، خلیفه یې په استانبول کې کلابند کړ او د هماغې ورځې په سهار یې له ښار څخه وایست…
په دې توګه د مسلمانانو په خاورو کې یوه وېروونکې زلزله رامنځته شوه؛ د خلافت له منځه وړل، چې د دوی د عزت سرچینه او د رب د رضا وسیله وه. پر امت لازمه وه چې د رسول الله ﷺ د هغه متفقعلیه حدیث له مخې، چې عباده بن صامت رضياللهعنه روایت کړی، د تورو په زور ورسره وجنګېږي:
«وَأَنْ لَا نُنَازِعَ الْأَمْرَ أَهْلَهُ إِلَّا أَنْ تَرَوْا كُفْراً بَوَاحاً عِنْدَكُمْ مِنْ اللَّهِ فِيهِ بُرْهَانٌ»
ژباړه: او دا چې له واکمنو سره شخړه ونه کړو، مګر دا چې څرګند کفر ترې ووينئ چې په اړه يې د الله تعالی له لوري دليل درسره وي.
خو امت په دې کې تقصير وکړ؛ هغه کار یې ونه کړ چې پر دغه مجرم او د هغه پر ملګرو سخت فشار راولي او له ماتې او زيان سره يې مخ کړي. برعکس، د خلافت د له لاسه تلو زلزله روانه پاتې شوه… وروسته د استعمارګرو کافرانو نفوذ د مسلمانانو په خاورو کې ټینګ شو؛ خاورې یې ووېشلې او داسې یې وويشلې چې شمېر یې نږدې ۵۵ ټوټو ته ورسېد!
بيا د اسلامي خاورو رويبضه (نااهله او بېکفایته) حکامو پر دې زلزلې بله زلزله هم ورزیاته کړه؛ هغوی یهود د هغې مبارکې خاورې له نیولو څخه و نه ګرځول، چې د رسول الله ﷺ د شپني سفر او معراج ځای دی. بیا يې لا نور تنازل وکړ او بېله کوم شرم او شرطه يې له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو په لټه پسې منډې وهلې، آن تر دې چې هغوی له هېڅ شي هم شا ته نه شول!!
ځینو یې د اړیکو عادي کولو دا جنایت د پردې تر شا ترسره کړ، او ځینو یې په ښکاره، د شپې او ورځې په رڼا کې وکړ! همداسې ټول د دې جرم په ترسره کولو کې يو له بله سبقت کوي، بېله دې چې د هغه سپکاوي پروا وکړي چې له سرونو تر پښو یې ټول وجود رانغښتی دی. الله تعالی فرمایي:
﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾
ژباړه: هغه کسان چې جرم يې کړی، د دوی د مکر له امله به د الله تعالی پر وړاندې حقير او د سخت عذاب جوګه شي.
تاسو همداسې یاست، اې مسلمانانو! وروسته له هغه چې خلافت مو له لاسه ووت، او پر تاسې هغه رويبضه حکام حاکم شول چې نن د طاغي ټرمپ له امر سره سم خوځېږي، آن تر دې چې د هاشم غزې او د ټولې مبارکې خاورې په اړه هم د هغه فرمان ته غاړه ږدي. ټرمپ د 2025 کال د سپتمبر په میاشت کې د یوې ناستې مشري وکړه چې سعودي عربستان، امارات، قطر، مصر، اردن، ترکیه، اندونیزیا او پاکستان پکې ګډون درلود؛ دا ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډو په څنډه کې جوړه شوه، او ټرمپ هغې ته د «تر ټولو مهمې ناستې» نوم ورکړ.
وروسته یې هغوی ته د ۲۰ مادو یو پلان وړاندې کړ ــ یا یې ورباندې وتاړه ــ داسې پلان چې هره ماده یې د غزې د ضایع کېدو، پر هغې د سرپرستۍ د تپلو او د هغې د بیا استعمار چیغه وه؛ څو غزه د ټرمپ او د یهودي کيان لپاره په داسې «باغ» بدله شي چې پکې تفریح وکړي!
وروسته له دې، سیسي د کنانه په خاوره کې د ټرمپ او د هغه د شوم پلان په ویاړ لمانځغونډه جوړه کړه… او دا کار د امنیت شورا د 2803 پرېکړهلیک ته د زمینې برابرولو په معنا و؛ هغه پرېکړهلیک چې پر غزې د یوې سرپرستۍ یا استعمار د شورا تپل تضمینوي، داسې شورا چې په دروغجنه بڼه یې د «سولې شورا» نومولې ده!
وروسته ټرمپ څرګنده کړه چې د 2026 کال په پیل کې به په خپله د غزې په اړه د هماغې شورا غړي اعلان کړي او مشري به یې خپله پر غاړه ولري… همدارنګه الجزیرې د هغه له قوله دا هم را نقل کړل چې «تمه ده ټرمپ به د غزې په تړانګه کې د ثبات د ځواکونو د قومندانۍ لپاره یو امریکایي جنرال وټاکي» (الجزیره، 2025/12/11). یعنې ټرمپ به په غزه کې هم د واک شورا کنټرولوي او هم د امنیت ځواکونه!
بيا د هغه استازی وېټکوف په 2025/12/19 نېټه په میامي کې د «منځګړو» هېوادونو؛ یعنې ترکیه، مصر او قطر له استازو سره ګوري، تر څو د دویم پړاو د پر مخ وړلو لپاره بحث وکړي: دا چې څنګه به د «ثبات ځواکونه» ځای پر ځای کېږي، څنګه به د حماس وسلهوال ځواک بېوسلې کېږي، او د دې ټولو د عملي کولو ګامونه به څه ډول اخېستل کېږي!
وروسته ټرمپ په فلوریډا کې له نتنیاهو سره ناسته کوي او وایي: «غونډه خورا ګټوره وه»، او بیا خبریالانو ته زیاتوي: «په خبرو کې د حماس د غورځنګ د بېوسلې کولو موضوع وڅېړل شوه، او ټینګار وشو چې دې کار ته به لنډ مهلت ورکړل شي، او که اطاعت و نه شي، نو درنې پایلې به ولري» (بي بي سي، 2025/12/30).
ټرمپ دا خبرې کوي، حال دا چې همدی دی چې د یهودي کيان لاسونه په هر ډول وسلو ډکوي؛ له درنو وسلو نیولې تر ټولو درنو وسلو پورې، په هغې وحشیانه جګړه کې چې پر غزه روانه ده او انسان، ونه او ډبره ټول په نښه کوي… ټرمپ د اسلامي خاورو د حکامو د سترګو پر وړاندې دا هر څه وایي او ترسره کوي؛ هماغه حکام چې د مبارکې خاورې د ازادولو په برخه کې یې په چوپتیا خنجر پرې وهلی دی، بلکې لا یې د ټرمپ د شلو مادو پلان ته چکچکې هم وهلې دي!
خبره یوازې د فلسطین نه ده چې دغو حکامو پرې د خنجر ګوزار کړی دی؛ بلکې پر هغو خاورو یې هم ګوزارونه کړي چې دوی پخپله واک پرې چلولی دی، د استعمارګرو کافرانو په ګټه او د هغوی په هڅونه، په ځانګړي ډول د امریکا په غوښتنه. جنوبي سوډان یې له شماله جلا کړ، او دا دی دارفور هم پر هماغه لاره روان دی… همدارنګه لیبیا ده؛ شخړه او وېش تر دوو دولتونو پورې… يمن پر شمال او جنوب وېشل شوی، بلکې جنوب يې پخپله پر ځان وېشل کېږي!
«نوې سوریه» د امریکا غېږې ته لوېږي؛ د پخواني طاغوتي نظام شبیحه او د هغه ملګري خوشې کوي، خو د حزبالتحریر هغه ځوانان چې د خلافت بلنه ورکوي، په زندانونو کې ساتي او آن تر لسو کلونو بند پرې تپلی شي… بیا هم رويبضه حکامو په دې بسنه ونه کړه؛ بلکې د اسلام له خاورې یې نورې سیمې هم یا تسلیم کړې او یا یې ترې لاس واخیست: کشمیر د مشرکو هندوانو لاس ته ولوېد. روسیې د مرکزي اسیا د مسلمانانو له خاورې چیچنیا او نورې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
ختیځ تیمور له اندونیزیا څخه بېل کړل شو… قبرص چې د اوږدو کلونو لپاره د مسلمانانو کلا وه، نن یې پر ډېره برخه یونان واک چلوي… د روهینګیا مسلمانان په میانمار کې په بېرحمانه توګه حلالېږي، او که بنګلهدېش ته پناه یوسي، هلته هم پرې ژوند تنګوي او د دښمن پر وړاندې یې د جګړې له لارې مرسته نه کوي!
ختیځ ترکستان؛ هغه سیمه چې چین پکې په داسې وحشت سره مسلمانان ځپي چې وحشي ځناور هم ترې کرکه کوي… خو په اسلامي خاورو کې موجود دولتونه د قبرونو په څېر چوپ دي، او که کله خوله خلاصه کړي، نو د چین دا وحشت د «کورنۍ مسألې» په نوم توجیه کوي! الله تعالی فرمایي:
﴿كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ إِنْ يَقُولُونَ إِلَّا كَذِباً﴾
ژباړه: لويه خبره يې له خولو راوځي، دوی له دروغو پرته بل څه نه وايي.
اې د مسلمانانو د لښکرو سرتېرو! ایا تاسې دا توان نه لرئ چې د اسلام د هغو سرتېرو پل تعقیب کړئ چې له تاسې وړاندې تېر شوي دي، او د الله تعالی دا قوي او عزتمند فرض پر ځای کړئ؛ دا چې فلسطین او غزه د الله په لاره کې د جهاد له لارې ازاد کړئ، هغه جهاد چې د اسلام د لوړې څوکې سر دی؟
او وروسته د مسلمانانو د خاورې هره لوېشت بېرته را وګرځوئ؛ هغه خاوره چې له خپل اصل څخه جلا شوې ده او یا پرې استعمارګرو کافرانو په ختیځ او لوېدیځ کې ولکه ټینګه کړې ده، او آن تر دې چې هغوی د خپلو کورونو تر دروازې پورې تعقیب کړئ؟
ایا تاسې دا توان نه لرئ؟ هو، د الله تعالی په اذن، بېشکه تاسې دا توان لرئ!
ځکه تاسې د اسلامي امت زامن یاست؛ د رسول الله ﷺ امت یاست؛ د مهاجرینو او انصارو امت یاست؛ د خلفاء راشدینو او له هغوی وروسته د نورو خلفاوو امت یاست. تاسې د هغه رشید لمسیان یاست چې د روم پاچا ته یې د مسلمانانو پر وړاندې د تړون د ماتولو او تېري په ځواب کې وویل: «ځواب به هغه څه وي چې یې وینې، نه هغه چې اورې يې»، او همداسې وشول…
او تاسې د معتصم لمسیان یاست؛ هغه چې د یوې مظلومې ښځې د فریاد «وا معتصماه» په اورېدو یې مجهز او ستر لښکر راووېست، تر څو یې غچ واخلي. تاسې د ناصر صلاحالدین لمسیان یاست؛ د صلیبیانو ماتوونکی او د الاقصی ازادوونکی، چې د 583هـ کال د رجب 27مه، د 1187م کال د اکتوبر 2مه یې بیتالمقدس د هغوی له ناپاکۍ پاک کړ.
تاسې د محمد الفاتح لمسیان یاست؛ هغه ځوان امیر چې الله تعالی ورته د قسطنطنیې د فاتح په توګه د رسول الله ﷺ د ستاینې ویاړ ور په برخه کړ:
«فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا، وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»
ژباړه: هغه امير غوره امير او لښکر يې غوره لښکر دی.
نو قسطنطنیه د هغه په لاس فتحه شوه، الله دې پرې رحم وکړي. دا فتح په 857هـ – 1453م کال کې ترسره شوه.
او تاسې د خلیفه سلیم درېیم لمسیان یاست؛ هغه خلیفه چې د هغه په واکمنۍ کې د امريکا متحده ایالات اړ شول چې د الجزایر والي ته کلنی باج ورکړي؛ د 642 زره ډالرو په ارزښت د سرو زرو تر څنګ 12 زره عثماني لیرې يې ورکړې، د دې په بدل کې چې په الجزایر کې بندي شوي اسیران یې خوشې شي او امریکا ته اجازه ورکړل شي چې د اطلس سمندر او مدیترانې له لارې د عثماني سمندري ځواک له مزاحمته پرته تګ راتګ وکړي.
دا هغه لومړی ځل و چې امریکا مجبوره شوه یو تړون په خپلو خبرو نه، بلکې د عثماني دولت په ژبه لاسلیک کړي؛ دا تړون د 1210هـ کال د صفر 21مه، چې د 1795/9/5م سره سمون لري، لاسلیک شو.
تاسې د خلیفه عبدالحمید لمسیان یاست؛ هغه خلیفه چې په استانبول کې یې د فرانسې سفیر راوغوښت او په قصدي ډول یې په پوځي لباس کې ورسره ولیدل، بیا یې هغه وګواښه چې هغه تیاتري ننداره بنده کړي چې د رسول الله ﷺ سپکاوی پکې کېږي، او ورته ویې ویل: «زه د مسلمانانو خلیفه یم… که هغه ننداره مو بنده نه کړه، نو نړۍ به درباندې چپه کړم!» نو فرانسې ومنله او د هغې نندارې مخه یې ونیوله؛ دا پېښه د 1307هـ – 1890م کال ده.
تاسې د همدغه خلیفه لمسیان یاست؛ هغه چې د یهودو له لوري د دولت خزانې ته وړانديز شوې میلیونونه د سرو زرو سکو و نه غولاوه، او نه هغو نړیوالو فشارونو ته تسليم شو چې د ده پر ضد یې راټول کړي وو، تر څو هغوی ته په فلسطین کې د مېشتېدو اجازه ورکړي. بلکې هغه خپله مشهوره وینا وکړه: «دا راته اسانه ده چې په بدن کې مې د جراحي چاړه وګرځي، خو دا راته هېڅکله د منلو نه ده چې فلسطین د خلافت له دولته پرې شي».
هغه د لرې لید خاوند و؛ ځکه یې دا هم زیاته کړه: «یهود دې خپلې میلیونونه پيسې وساتي… که یوه ورځ د خلافت دولت ټوټه ټوټه شي، نو هغوی به هغه مهال فلسطین وړيا واخلي». او هماغه وشول!
اې مسلمانانو! اې د اسلامي خاورو لښکرو! بېشکه که خلافت بېرته راشي، نو تاسې به هم بېرته هغه عزت ومومئ لکه څنګه چې مو نیکونو درلود؛ ځکه د هغوی کړنې د هغوی د عزت او د الله تعالی د رضا څرګندې نښې دي. هغوی خلافت ټینګ کړ او ساتنه یې ترې وکړه، نو عزتمند شول، واکمن شول او د خپل رب رضا یې تر لاسه کړه.
او تاسې د هماغو لمسیان یاست؛ نو هغه حق ته راشئ چې هغوی تعقیب کړی و، هماغه تعقیب کړئ، او هغه عزت ته چې هغوی جوړ کړی و، تاسې یې هم جوړ کړئ. خلافت بېرته راژوندی کړئ او ساتنه یې وکړئ. دا دی حزبالتحریر ستاسو ترمنځ حاضر دی؛ نو ملاتړ یې وکړئ، ځکه هغه شپه او ورځ د راشده خلافت د دولت د ټینګښت له لارې د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره کار کوي، د امت په منځ کې د دې ستر کار مشري کوي، او د خلافت په بلنې سره د استعمارګرو کافرانو خوبونه ګډوډوي. نو څه به وي هغه مهال چې خلافت په رښتیا هم قائم شي؟ هغه مهال به هغه پولې او خنډونه له منځه یوسي چې استعمارګرو کافرانو د ارام سمندر له څنډو، هلته چې اندونیزیا او مالیزیا دي، د اطلس سمندر تر سواحلو، هلته چې مغرب او اندلس دي، راکښلي دي؟!
نو مسلمانان به بېرته هغه شان شي لکه څنګه چې پخوا وو؛ یو امت به شي د یوه دولت تر سیوري لاندې، هغه راشده خلافت چې اسلام او مسلمانانو ته عزت وربخښي او کفر او کافرانو ته سپکاوی ورپه برخه کوي. دا خلافت به د اسلام او مسلمانانو ځمکه د استعمارګرو کافرانو له منګولو راوباسي، هغوی به د خپلو هېوادونو تر ژورو پورې تعقیب کړي، او نړۍ به یو ځل بیا په رڼا روښانه کړي…
په هغه ورځ به حق غالب شي او باطل به له منځه ولاړ شي. الله تعالی فرمایي:
﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً﴾
ژباړه: ووايه! چق راغی او باطل له منځه لاړ، بېشکه باطل له منځه تلونکی دی.
کېدای شي وپوښتل شي: ایا خلافت دا ټول کارونه کولی شي؟ ایا بریا رامنځته کوي او ماتې شړي؟ ایا د مسلمانانو خاورې د استعمارګرو کافرانو له منګولو ازادوي، بلکې هغوی د خپلو مرکزونو پورې تعقیبوي؟ موږ وایو: هو! دا خبره زموږ رب سبحانه وتعالی کړې ده، هلته چې فرمایي: ﴿إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾. او د الله تعالی رښتینی نصرت یوازې د اسلامي دولت په ټینګښت سره تر لاسه کېږي؛ هغه دولت چې د الله احکام پلي کوي. کله چې دا دولت قائم شي، الله تعالی به یې مرسته وکړي، ریښې به یې ټینګې شي او عزت به ومومي؛ تر دې چې دوستان به یې درناوی وکړي او دښمنان به ترې وډار شي.
دا خبره د رسول الله ﷺ له لوري هم بیان شوې ده، هلته چې فرمایي:
«الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»
ژباړه: امام (خليفه) ډال دی، د هغه تر شا جګړه کېږي او هغه ته پناه وړل کېږي.
نو خلیفه او خلافت ډال دی؛ یعنې سپر او ساتنه ده. او څوک چې ساتنه ولري، نو هغه به ــ د الله تعالی په اذن ــ په پای کې بریالی وي؛ نه به یې خاورې ضایع شي او نه به یې دښمنان ورنږدې شي. دا حقیقت د خلافت تاریخ هم په څرګنده ژبه بیانوي؛ د بېزنطيانو (د روميانو امپراتورۍ) امسا (د واکمنۍ سمبول) اوس چېرته دی؟ مدائن او اکاسره سره څه وشول؟
د ځمکې له یوې څنډې تر بلې، له سمندر څخه تر سمندر پورې، په هغو پراخو سیمو کې د تکبیر غږ چا پورته کړ؟ ایا دا د اسلامي دولت، د اسلام لښکرو او د اسلام عدالت پرته بل څوک و؟
او که خلافت هغه مهال د ختیځ او لوېدیځ له دواړو سمندرونو هاخوا کومه ځمکه پېژندلې وای، نو بېشکه به یې د دواړو سمندرونو څپې څېرې کړې وای، تر څو د الله تعالی ــ قوي، عزتمند او حکیم ذات ــ بلنه ورته ورسوي.
کېدای شي دا هم وویل شي چې حزبالتحریر له خلافت پرته بل هېڅ نه لري؛ هر چېرته چې وي او هر لور ته چې ولاړ شي، یوازې د خلافت خبرې کوي، بل څه نه پېژني او له بل څه سره یې مینه نشته… موږ وایو: هو! بېشکه خلافت اصلي توکی او توليد دی؛ خلافت عزت او ځواک دی، د دین او دنیا ساتونکی دی، اصل او فیصله کوونکی دی. د خلافت په وسیله احکام پلي کېږي، حدود نافذېږي، فتحې ترسره کېږي او سرونه د حق په وسیله لوړ ساتل کېږي.
همدا خلافت هغه ستر امر و چې مسلمانانو پرې عمل پیل کړ، حتی تر دې چې د رسول الله ﷺ له تکفین او تجهيز وړاندې یې پرې لاس پورې کړ؛ سره له دې چې د رسول الله ﷺ تدفين څومره ستر او مهم فرض و. دا هر څه د خلافت د عظمت او اهمیت له امله وو؛ ځکه صحابه کرامو رضواناللهعلیهم اجمعین دا وپتېیله چې پر خلافت بوختېدل د هغه ستر فرض، یعنې د رسول الله ﷺ له تکفین او تدفين هم لومړیتوب لري.
اې مسلمانانو! اې د اسلامي خاورو لښکرو! بېشکه د خلافت ټینګښت د مسلمانانو برخلیک ټاکونکې قضیه ده. او موږ د الله تعالی پر نصرت، د اسلام او مسلمانانو پر عزت، د راشده خلافت پر بېرته راتګ، د فلسطین د اشغالګر یهودي کيان پر له منځه تلو، او د روم پر فتحه ــ لکه څنګه چې قسطنطنیه فتحه شوه او د اسلام ښار «استانبول» وګرځېد ــ بشپړ باور او ډاډ لرو.
موږ پر دې هر څه مطمئن یو، که څه هم کافران او منافقان ووایي:
﴿إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ غَرَّ هَؤُلَاءِ دِينُهُمْ﴾
ژباړه: او کله چې منافقانو او هغو کسانو چې په زړونو کې يې مرض دی ويل؛ دوی (مسلمانان) خپل دين مغرور کړي دي.
ځکه دا ټول ــ د مسلمانانو نصرت ــ د الله سبحانه وتعالی په وعده کې شامل دي، هلته چې فرمایي:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ﴾
ژباړه: الله له تاسو څخه له هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړی او نېک عملونه کوي، وعده کړې چې دوی ته به خامخا په ځمکه کې خلافت و رکوي.
او دا د رسول الله ﷺ هغه زېری دی چې د دې جبري واکمنۍ تر پای وروسته به راځي، هغه واکمني چې نن پکې ژوند کوو، هلته چې فرمایي:
«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثُمَّ سَكَت»
(مسند احمد)
ژباړه: بيا به جبريه او ديکتاتوري واکمني وي، تر هغه وخته به وي چې د الله تعالی خوښه وي، بيا به هغه له منځه يوسي کله چې يې له منځه تلل وغواړي، بيا به د نبوت پر منهج خلافت راشي، بيا چوپ شو.
نو خلافت به حتماً ــ د الله تعالی په اذن ــ بېرته راګرځي…
خو د خلافت اقامه جدي او نه ستړې کېدونکو هڅو ته اړتیا لري؛ ځکه د الله تعالی ــ عزیز او حکیم ذات ــ سنت دا ایجابوي چې موږ ته له اسمانه ملايکې نه راکوزېږي چې زموږ لپاره خلافت قائم کړي او د الله تعالی د نصرت وعده او د رسول الله ﷺ زېری پوره کړي، په داسې حال کې چې موږ ناست یو او هېڅ حرکت نه کوو. بلکې ملایکې هغه مهال راکوزېږي چې موږ په جدي کار، کوښښ، صداقت او اخلاص سره عمل وکړو، تر څو زموږ مرسته وکړي…
او بیا الله تعالی موږ ته نصرت او د دواړو نړيو بریا را په برخه کړي؛ چې همدا ستره بريا ده.
بېشکه حزبالتحریر د خلافت د اقامې لپاره په جدي ډول کار کوي، او د هغه د نږدې قیام زېری ویني. نو راوړاندې شئ اې مسلمانانو! راوړاندې شئ اې د ځواک خاوندانو! د بلنې او نصرت له کاروان سره یوځای شئ، او له حزب سره د خلافت د اقامې لپاره په بیړه راودانګئ؛ نه دا چې یوازې د هغوی له لوري د خلافت راتلل ننداره کړئ. ځکه نصرت ــ د الله تعالی په اذن ــ نږدې دی. الله تعالی فرمایي:
﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً﴾
ژباړه: الله تعالی د خپل امر پوره کوونکی دی، الله تعالی د هر څه لپاره اندازه ټاکلې ده،
او فرمایي:
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾
ژباړه: او په هغه ورځ به مومنان خوشاله شي. د الله په نصرت. الله د هغه چا نصرت کوي چې ويې غواړي او هغه برلاسی او مهربان ذات دی.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له تاسو سره محبت کوونکی ورور مو
عطاء بن خليل ابوالرشته
د ۱۴۴۷هـ کال د رجب مياشت
د ۲۰۲۶ ميلادي کال، جنوري




