- مطابق
(ژباړه)
ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ، تروت سوشیل په يوه پوسټ کې لیکلي: «په خوشالۍ دا راپور درکوم چې موږ د منځني ختيځ له مشرانو سره د غزې په اړه ډېر انګېزه ورکوونکي او ګټور بحثونه لرو». هغه زياته کړه: «له څلورو ورځو راهيسې جدي مذاکرات روان دي، او دا به د یوه بریالي او بشپړ تړون تر کېدو پورې دوام وکړي.» (تروت سوشیل؛ TRT عربي، ۲۷/۹/۲۰۲۵)
ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د یوې بلې غونډې مشري وکړه چې د سعودي، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن، ترکيې، اندونيزيا او پاکستان چارواکو ګډون پکې درلود. دا غونډه سهشنبه، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۳مه نېټه وشوه. ټرمپ دا غونډه داسې توصيف کړه: «دا له تر ټولو مهمو غونډو يوه ده»... بيا يې د غونډې ګډونوالو ته يو ۲۱ مادې لرونکی پلان وړاندې کړ، بلکې پرې تحمیل یې کړ. د دغه پلان تر ټولو څرګندې مادې دا وې: «د حماس له منګولو د ټولو یهودي اسیرانو خوشي کول، دايمي اوربند، او د يهودي پوځ تدريجي شاتګ...» (العربيه نېټ، ۲۵/۹/۲۰۲۵). ټرمپ په ډاګه څرګنده کړه چې د دغو حکامو له راغونډولو یې هدف د يهودي اسیرانو راخلاصول دي؛ هغه وويل چې «د ده اداره غواړي له غزې څخه ۲۰ يرغمل شوي اسرایلیان اود ۳۸ مړو جسدونه راوباسي...» وروسته يې د «تدريجي شاتګ» شرط کېښود، دا يوه بار شوې اصطلاح ده چې معنا يې د شاتګ ختمول دي، او په دې توګه به يهودي «دولت» پر اوربند کنټرول وساتي! پر دې هر څه سربېره؛ هغه روايبضه (نالایقه او ناکاره) حکام چې هلته راټول شوي وو، له ټرمپ او د هغه له طرحې ډېر خوښ شول! د قطر امير ــ چې يهودي «دولت» برید پرې کړی و، او ښکاره ده چې دا کار یې له ټرمپ سره په همغږۍ او د هغه له لوري شنه څراغ ښودلو وروسته کړی و – وويل: «موږ پر تا [ټرمپ] او ستا پر رهبرۍ حساب کوو ... چې دا جګړه پای ته ورسوئ او د غزې د خلکو مرسته وکړې.» (الجزيره، ۲۳/۹/۲۰۲۵). د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود، وويل: «غونډه ډېره ګټوره وه.» (BBC عربي، ۲۳/۹/۲۰۲۵). د غونډې د ټولو ګډونوالو څرګندونې همداسې وې.
﴿قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [التوبة: ۳۰]
ژباړه: «الله خو دې دوی ووهي! څنګه له حق څخه مخ اړوي!؟»
اې مسلمانانو... اې د اسلامي خاورو پوځونو:
ایا دا د خيانت او تر ټولو ستر ذلت نه دی چې تاسو د غزې د ژغورلو او هلته د جګړې ختمولو لپاره پر ټرمپ تکیه کوئ؛ په داسې حال کې چې هغه د غزې پر ضد د یهودي وحشي رژیم د تېریو اصلي ملاتړی دی!!؟
﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ﴾ [هود: ۱۱۳]
ژباړه: «او د ظالمانو پر لور مه وركږيږئ، کنه د اور خوراک به شئ؛ هغه وخت به له الله پرته بل ملاتړی ونه لرئ او نه به مرسته درسره وشي. »
ایا د غزې بریا په دې کې نه ده چې د مسلمانانو پوځونه د فلسطین سپڅلې خاورې د اشغالګرو –چې نه بری ترلاسه کولی شي او نه هدایت ورته کېږي - پر وړاندې د جګړې لپاره حرکت وکړي؟
﴿وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾ [آلِ عمران: ۱۱۱]
ژباړه: «که هغوی له تاسو سره جګړه وکړي، نو شاته به تښتي او بیا به هېڅ مرسته کوونکی ونه لري.»
ایا د هغو حکامو پوځونه چې ټرمپ خپلې غونډې ته ورټول کړي وو؛ یا ان د هغوی یوه برخه، د دې وس نه لري چې یهودي «دولت» دړې وړې کړي او ټول فلسطین یې له اشغاله خلاص کړي او بېرته یې د اسلامي حاکمیت غېږې ته راولي؟
﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنْصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ﴾ [التوبة: ۱۴]
ژباړه: «د دوی پر وړاندې وجنګېږئ، چې الله ستاسو په لاسونو عذاب ورکړي، رسوا یې کړي او تاسو ته یې پر وړاندې بریا درکړي او (له دې سره) د مومنانو زړونه یخ کړي (سکون ومومي).»
ای مسلمانانو:
د امت مصیبت د دوی د حکامو په سبب دی. له هغه راهیسې چې شاوخوا یوه پېړۍ مخکې خلافت ړنګ کړای شو، د مسلمانانو هیڅ خلیفه نه و چې مرسته ترې وغواړي، پناه وروړي او د هغه تر شا جګړه وکړي. «وَإِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» —«بېشکه، امام (خلیفه) ډال دی چې تر شا یې جګړه کېږي او پناه وروړل کېږي.» (صحیح مسلم و البخاري). د مسلمانانو مقدسات تر پښو لاندې شول، ځمکې یې اشغال شوې، او روايبضه (نالایقه او ناکاره) کسان پرې واکمن شول چې د ښمن د شړلو او د اسلام د حاکمیت د ساتلو فکر ورسره نه و؛ تر دې چې حالت هغه حد ته ورسېد چې د فلسطین سپېڅلې خاوره د یوه ذلیل، بدبخته او د الله په غضب ککړ قوم لخوا اشغال شوه.
اې د اسلامي خاورو پوځونو:
ایا ستاسو په منځ کې یو عاقل کس نشته چې کله په غزه کې د یهودي «دولت» وحشتونه، وینې تویول، د کورونو ویجاړول؛ د سپینږیرو، ماشومنو او ښځو ټولوژنه ویني، په رګونو کې یې وینه په جوش راشي!؟ آیا ستاسو په منځ کې یو د بصیرت خاوند او عاقل کس نشته چې کله د غزې مظلوم خلک وینې چې د یهودو د وحشتونو له لاسه یوه او بل ځای ته کډه کوي او هېڅ ځای د یهودو له بمباریو په امن کې نه دي؛ په رګونو کې یې وینه په جوش راشي!؟ ایا ستاسو په منځ کې یو د بصیرت او عقل خاوند نشته چې پر دې پوه شي چې د دغو حکامو اطاعت او یهودي تېري ته تسلیمېدل په دنیا کې د ذلت او په اخرت کې د سخت او دردناک عذاب سبب کېږي!؟ ان هغه کسان چې د الله په نافرمانۍ کې د دغو ظالمانو حکامو اطاعت کوي؛ د قیامت په ورځ به همدا حکام له دوی څخه بېزاري ښيي او دوی په خپل کړي اطاعت او د الله په نافرمانۍ سخت پښېمانه شي، خو هغه وخت به فرصت له لاسه تللی وي!
﴿إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ * وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ﴾ [البقره: ۱۶۶–۱۶۷]
ژباړه: «هغه مهال چې عذاب وګوري (؛نو) مشران له لارویانو کرکه څرګندوي او د دوی د خپلمنځي اړیکو او اسبابو لړۍ شلېږي * او (په دې وخت كې) لارويان وايي: «كاش يو ځل بيا دنيا ته تللي واى، چې موږ له دې [= بېلارې مشرانو] کرکه څرګنده كړې واى؛ لكه څنګه چې دوى (نن) له موږ څخه کرکه کوي!» هو! الله همداسې د دوی كړنې د افسوس او پښېمانۍ په بڼه دوی ته ورښيي او هیڅکله به له اوره وتونکي نه وي.»
ایا ستاسو په منځ کې داسې عاقل او هوښیار کس نشته چې د له دغو دوو ډېرو نېکو چارو او سترو خیرونو (فتحې او شهادت) د یوه ارمان ولري؟ دا چې د مسلمانانو د لښکرو مشري پر غاړه واخلي او هغه غزه ازاده کړي چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله او له حرمینو شریفینو وروسته درېیم تر ټولو مقدس ځای پکې دی. هغه وخت به په دغې سپېڅلې خاوره کې د فتحې تکبیرونه داسې پورته کېږي لکه د فاروق اعظم پر وخت د فتوحاتو پر مهال چې پورته کېدل؛ لکه د صلاحالدین ایوبي لخوا د بیتالمقدس د آزادولو پر مهال، او لکه هغه وخت چې سلطان عبدالحمید دا سپېڅلې خاوره د یهودو له شره ساتله ... او په دې توګه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری تحقق ومومي: «لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ...» — «تاسو به هرو مرو د یهودو پر وړاندې جنګېږئ او هغوی به وژنئ...» (صحیح مسلم)
اې مسلمانانو:
موږ پوره باور لرو چې د الله سبحانه و تعالی نصرت به راځي؛ اسلام او مسلمانان به بیا خپل عظمت ترلاسه کوي؛ ځواکمن راشده خلافت به بیا تاسیسېږي؛ د یهودو پر وړاندې به جنګېږو، هغوی به وژنو او ماتوو به یې؛ او روم به فتح کېږي؛ لکه څنګه چې قسطنطنیه فتح شوه او استانبول د اسلام کور شو. دا ټولې د الله تعالی وعدې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېري دي او که خدای کول، هرو مرو به پوره کېږي. خو د الله تعالی سنت داسې نه دي چې موږ دې کرار ناست وو او له اسمانه به پریښتې راکوزېږي چې موږ ته خلافت تاسیس کړي؛ د الله سبحانه و تعالی وعدې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېري پوره کړي. بلکې پریښتې هغه وخت زموږ د مرستې لپاره راځي چې موږ په جديت، صداقت او اخلاص کار او کوښښ وکړو. هغه وخت به الله تعالی موږ ته په دنیا او اخرت کې بریا او سرلوړي را په برخه کړي او دا خورا ستره بریا ده.
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [الروم: ۴–۵]
ژباړه: «او هغه ورځ به مومنان د الله په نصرت خوشاله شي * الله هر چا ته چې وغواړي نصرت ورکوي. بېشکه چې (الله) غالب او مهربان ذات دی.»
اې مسلمانانو... اې د اسلامي خاورو پوځونو:
حزبالتحرير — هغه مخکښ چې خپلو خلکو (امت) ته دروغ نه وايي — تاسو مخاطب نیسي او د الله سبحانه و تعالی پر دغه کلام غږ درباندې کوي:
﴿هَذَا بَلَاغٌ لِلنَّاسِ وَلِيُنْذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ﴾ [ابراهيم: ۵۲]
ژباړه: «دا (قران) د ټولو انسانانو لپاره یو پیغام دی او د دې لپار لېږل شوی چې هغوی خبر شي او وپوهېږي چې په حقیقت کې الله (سبحانه و تعالی) یو دی او څوک چې پوهه لري هغوی متوجه شي.» [ابراهيم: ۵۲]
۱۴۴۷هـ.ق، د ربیع الثاني ۵مه
۲۰۲۵م، د سپټمبر ۲۷مه