سه شنبه, ۰۴ ذیقعده ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۴/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 ذولقعده 1447

میلادی نېټه :     جمعه, 10 اپریل 2026 م

شمیره:     

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د شهیدانو وینه او د ښځو کړاوونه به د رب العزت پر وړاندې ستاسو ګرېوان ونیسي

(ژباړه)

یوه فلسطینۍ سپین سرې وروسته له هغې د سختو ټپونو له امله شهیده شوه، چې د قلقيليه ښار ته څېرمه «جیوس» ښارګوټي کې د اشغالګرو پوځیانو د چاپې پر مهال وحشیانه برید پرې وشو او په بې‌رحمۍ ووهل شوه. دا برید په دغه ښارګوټي کې د اشغالګرو ځواکونو له هغو پراخو پوځي عملیاتو سره هممهاله و، چې په ترڅ کې یې پر ګڼو کورونو چاپې ووهل شوې، کورونه تالاشي شول او هر څه یې وران کړل.

دغه پېښه د لویدیځې غاړې په ښارونو او کلیو کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اشغالګرو د وحشتونو د زیاتوالي په لړ کې رامنځته کېږي. د بشري حقونو ګڼو سازمانونو مستند کړې چې د شپنیو چاپو پر مهال د مستقیمو فزیکي بریدونو پېښې زیاتې شوې دي، چې اوس پکې تر ټولو زیان‌منونکي قشرونه لکه ښځې، ماشومان او سپین ږیري په نښه کېږي. د دغو چاپو په پایله کې ګڼ کسان شهیدان شوي، لسګونه نور ټپیان دي او د زهرجن ګاز له امله ساه بندېدو پېښې هم رامنځته شوې دي. ورته پېښه څه موده وړاندې د رام الله په «المزرعة القبلية» کلي کې هم شوې وه چې یوه سپین سرې ښځه هغه مهال بې‌هوښه شوه چې اشغالګرو ځواکونو د هغې د لمسي د نیولو په موخه پر کور برید وکړ او د کورنۍ دوه نور غړي یې سخت ووهل او ټپیان کړل. دغه ښځه روغتون ته ولېږدول شوه او هلته یې د مړینې اعلان وشو.

د اشغالګر حکومت له لوري په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د میشت ځایونو د پراخولو د پیاوړتیا په دوام، او له ایران سره د روانې جګړې له امله د سیمه‌ییزو تاوتریخوالو په سیوري کې، د یهودي میشت ځایونو د اوسېدونکو بریدونه هم زیات شوي دي. دغو وسله‌والو په څو فلسطیني کلیو بریدونه کړي، خلک یې ټپیان کړي، اورونه یې بل کړي او وسایط یې زیانمن کړي دي. د فلسطین رسمي خبري اژانس «وفا» په لږ تر لږه شپږو سیمو کې د داسې بریدونو خبر ورکړی، چې پکې جنین ته نږدې «سیلة الظهر» او «فندقومية»، د نابلس سوېل ته «جالود» او «سلفیت»، او د «مسافر یطا» او «اردن درې» کرنیزې سیمې شاملې دي.

د «دیوال او مېشت ځایونو د مقاومت کمیسیون» د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل څخه د مارچ تر ۱۵مې پورې، یهودي مېشت شویو د فلسطینیانو او د هغوی د شتمنیو پر وړاندې تر ۴۴۳ ډېر بریدونه کړي دي. د پوځیانو او مېشت شویو د دغو بریدونو په پایله کې ۲۵ فلسطینیان شهیدان شوي، ۱۴ نوي مېشت ځایونه جوړ شوي، کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې او قصدي اورونه بل شوي دي.

اې مسلمانانو: ایا تاسو د اشغالګرو هغه غرور نه وینئ چې بې ساري کچې ته رسېدلی او د ټولو سپکاوی کوي؟ دوی مسجد الاقصی تړلی او هره ورځ یې بې‌حرمتي کوي، خو د غندنې څوک یې نشته! ښځې، ماشومان او سپین ږیري وژني، او بندیان پرته له کومې وېرې شکنجه کوي او اعداموي! کورونه او ونې سوځوي، ویجاړوي او له ریښو یې باسي، په داسې حال کې چې تاسو په دنیوي چارو بوخت یئ او د هغوی هر حکم ته سر ټیټوئ!

او اې د مسلمانانو لښکرو: ایا ستاسو غیرت او ننګ به همداسې ورک وي؟ ایا تاسو به د هغه څه پر وړاندې چې ستاسو د سترګو پر وړاندې تېرېږي، خپل غوږونه کاڼه او زړونه تړلي وساتئ؟ ایا د دې وخت نه دی راغلی چې د هغوی د ژغورنې لپاره راپاڅېږئ؟ ایا تاسو به په تیاره کې د پاتې کېدو پر ځای د حق او بریا د روڼ سهار په راوستلو کې برخه وانخلئ!؟

رب العزت فرمایي:

[إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ] [هود: ۸۱]

ژباړه: «بې‌شکه د هغوی (د عذاب) ټاکل شوی وخت سهار دی؛ ایا سهار نږدې نه دی؟»

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د شوال ۲۳مه

۲۰۲۶م کال، د اپرېل ۱۰مه

د صدور ګڼه: ۰۶۶/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې