- مطابق
(ژباړه)
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ دوشنبه اعلان وکړ چې هېواد به یې «پر ټولو هغو توکو چې د هرمز تنګي له لارې لېږدول کېږي، شل سلنه تعرفه» ولګوي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې امریکا نوي پوځي عملیات پیل کړل او یو ځل بیا یې په عربي خلیج کې د جګړې اور بل کړ. د ټرمپ د لیکنې په غبرګون کې، د ملګرو ملتونو اړوند د سمندري تګ راتګ نړیوال سازمان د هغو تنګیو پر عبور د هر ډول فیس له لګولو سره مخالفت اعلان کړ، چې د نړیوالې بېړۍ چلونې لپاره کارول کېږي، او ټینګار یې وکړ چې دا ډول اقدام ناقانونه دی.
څرګنده ده چې د ټرمپ پرېکړې له غرور، تکبر، د مسلمانانو د مالونو د حرمت په اړه له بېپروایۍ او د هغوی د خاورو پر امنیت له لوبې کولو پرته بل هېڅ منطق نه لري. جګړه همدې امریکا پیل کړه او د سیمې پر خلکو یې وتپله. امریکا بمبار وکړ، خلک یې ووژل، ورانې یې وکړې، اورونه یې بل کړل او د سیمې هېوادونه یې د پوځي شخړې کندې ته ورټېل وهل؛ د دې شخړې موخه اوس د هرمز تنګي بیا پرانیستل ښودل کېږي؛ خو دا تنګی له پيله پرانیستی و!
د دې پر ځای چې امریکا د هغو ورانیو له امله د سیمې له خلکو او ټولې نړۍ بښنه وغواړي چې رامنځته کړې یې دي، او هغه اقتصادي زیانونه جبران کړي چې د نړۍ بازارونه ترې اغېزمن شوي دي؛ ولسمشر یې اوس راپاڅېږي او د تنګي د امنیت د ټینګښت او بیا پرانیستلو په بدل کې پیسې غواړي!
دا یوازې د مسلمانانو سپکول دي او هغه غرور ښيي چې د ټرمپ امریکا پرې اخته شوې؛ دا چې د ملتونو د شتمنیو لوټول خپل مسلم حق ګڼي. دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ وایي، شتمن هېوادونه ــ چې موخه یې خلیج هېوادونه دي ــ باید امریکا ته پیسې ورکړي. تر دې وړاندې یې هم له هغوی غوښتي وو چې د ایران پر ضد د امریکا د جګړې ټول لګښتونه پرې کړي. ټرمپ د خلیج له حکامو سره داسې چلند کوي، لکه هغوی چې د ده په جېب کې د پيسو بټوه وي.
په دې لاره کې د ټرمپ بریا او د سیمې په اړه د هغه د لیدلوري عملي کېدل به د لا زیات ذلت، پراخ استعمار او د سیمې پر راتلونکي د لا ډېرې ولکې د تپلو په معنی وي. د سیمې هر حاکم چې د هغه له طرحې سره ملګرتیا وکړي ــ لکه هغه حکام چې د امریکا پوځي اډو ته یې ځای ورکړی چې له دغو اډو څخه مسلمانان وځپي او خپل زور وښيي ــ په حقیقت کې په خپلو پښو د هلاکت پر لور روان دی؛ همدا ښکاره زیان دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [الممتحنة: ۹]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی تاسو یوازې د هغو کسانو له دوستۍ (او ولاء) منع کوي، چې ستاسو د دین له امله یې جګړه درسره کړې، له خپلو کورونو او خاورو یې ایستلي یئ؛ او ستاسو په ایستلو کې یې له نورو سره مرسته کړې ده. او څوک چې له هغوی سره دوستي او ولاء وکړي، همدوی ظالمان دي.
بلکې روانې پېښې د سیمې خاورو ته یو فرصت دی، چې د امریکا له لمنې راووځي؛ ځکه چې امریکا اوس په خپل تر ټولو ښه حالت کې نه ده. امریکا پخپله پوهېږي چې ځواک یې مخ پر زوال دی. امریکا اوس په نړیواله کچه خپل دوستان او متحدین له لاسه ورکوي؛ د چین او روسیې په څېر سیالان یې لا ځواکمنېږي؛ ولس یې نور د دغو جګړو او بېپروا او بېفکره اقداماتو لګښتونو ورکلو ته تیار نه دی او له سخت فکري او تمدني سقوط او ماتې سره مخ ده.
نو په سیمه کې د واک او ځواک مخلصو خاوندانو ته ښايي چې د رهبرۍ واګې په لاس کې واخلي، د چارو لوری د امریکا او غرب له تابعیت او د هغوی پر وړاندې له تسلیمۍ څخه د خلاصون پر لور واړوي او حزبالتحریر ته نصرت ورکړي چې د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي؛ هغه خلافت چې د پخوانیو رهبرانو او فاتحانو سیرت به یو ځل بیا راژوندی کړي.
د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۸هـ.ق د محرم ۲۹مه
۲۰۲۶م؛ د جولای ۱۴مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۸/۰۱۳




