شنبه, ۰۴ صَفر ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۷/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلیج د همکارۍ سازمان پېښو ته د امریکا له عینکو ګوري او د هغې په معیار قضاوت کوي

له تر ټولو عجیبه او حیرانوونکې چاره دا ده، چې غیرطبیعي حالت طبیعي وبلل شي او ناسم کار سم وګڼل شي؛ د مسلمانانو خاورې په کمزورو او ناتوانه دولتونو ووېشل شي، بیا همدا غیرطبیعي حالت اصل او طبیعي حالت وګڼل شي او ډېری خلک یې سم وبولي. هغه نړیوالې شوراګانې او سازمانونه چې د کفري دولتونو له لوري جوړ شوي دي لکه؛ د خلیج د همکارۍ سازمان، د عربي دولتونو ټولنه او د اسلامي همکاریو سازمان د مسلمانانو د هغه یووالي بدیل ګرځول کېږي، چې په یوه واحد دولت کې د یوه خلیفه تر واکمنۍ لاندې وي!

د خلیج د همکارۍ سازمان پر اردن، بحرین او کویټ د ایران بریدونه ویني؛ خو د امریکا هغه الوتکې او توغندي نه ویني چې پوځ یې له همدغو خاورو څخه د ایران د برید او تېري لپاره توغوي. د یوه اړخ بریدونه غندي، خو د هغه بل په اړه چوپ پاتې کېږي؛ د خلیج د همکارۍ سازمان پېښو ته له کومو عینکو ګوري او په کوم معیار قضاوت پرې کوي.

له شک پرته چې د مسلمانانو دغه اوسنی حالت نه الله سبحانه وتعالی خوښوي، نه یې رسول ﷺ او نه هم مومنان. دا هغه حالت دی چې استعماري کفري دولتونو پر مسلمانانو تپلی، کمزوري او بې‌وسه واکمنان یې د دوام لپاره راغلي دي. د هغوی تبلیغاتي وسیلې او رسنۍ هم هڅه کوي، چې همدغه حالت د مسلمانانو په ذهنونو کې ټینګ او ثابت کړي، ترڅو همدا عادي او طبیعي وبلل شي او همداراز اصل وګڼل شي. ان تر دې چې د ډېرو مسلمانانو له ذهنونو څخه د خپل اصلي حالت تصور ورک شوی دی؛ هغه دا چې دوی له نورو خلکو بېل یو واحد امت دی، جګړه یې یوه ده، سوله یې یوه ده او یو خلیفه پرې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د هغه د رسول ﷺ د سنتو له مخې حکومت کوي.

د خلیج د همکارۍ سازمان ته په کار ده چې چارو ته د اسلام له زاویې وګوري، امریکا او نور استعماري دولتونه د اسلام او مسلمانانو دښمنان وګڼي او دا درک کړي چې یهودي رژیم د مسلمانانو په خاورو کې د هغوی د جګړې لومړۍ کرښه او مخکښه وسیله ده. د خلیج د همکارۍ سازمان باید د دغو بې‌وسه او نالایقه واکمنانو شتون په اسلامي خاورو کې وغندي او د دغو لوېدیځ‌پالو او کمزورو تابع دولتونو موجودیت رد کړي. همدارنګه د هغو دولتونو له واکمنانو سره چې دا سازمان یې استازیتوب کوي، د ایران له واکمنانو او د نورو اسلامي خاورو له واکمنانو سره یې باید خبرې کړې وی او ترې غوښتي یې وی چې له واک څخه لاس په سر شي او قدرت حزب التحرير ته وسپاري او د هغه له امیر سره د مسلمانانو د خلیفه په توګه بیعت وکړي؛ ترڅو د مسلمانانو خاورې او پوځونه سره متحد کړي، د امریکا او نورو استعماري کفري دولتونو جرړه د مسلمانانو له خاورو وباسي، پر هغوی د اسلام له مخې حکومت وکړي او له هغه سره یو ځای د هدایت، رڼا او عدالت د پیغام په توګه اسلام ټولو خلکو ته ورسوي.

او هېڅوک دې نه وایي چې تاسو د ناممکن شي غوښتنه کوئ او نه دې څوک له دې غوښتنې څخه حیرانېږي؛ ځکه په اصل کې عجیب او حیرانوونکی حالت همدا د اسلامي امت اوسنی بې‌ساری وضعیت دی. عجیبه او حیرانوونکې دا ده چې دغه امت په بېلابېلو او له یو او بل سره په مخالفو ملتونو او ولسونو ووېشل شي او یو له بل سره وجنګېږي، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ﴾ [حجرات: ۱۰]

ژباړه: بې‌شکه مومنان سره وروڼه دي.

مسلمانان د اوږدو پېړیو لپاره د یوه خلیفه تر بیرغ لاندې یو واحد امت پاتې شوي دي؛ نو همغه حالت طبیعي و او ټوټه کېدل او وېشل کېدل به یې ناممکن ګڼل. نو څه شی موږ له دې منعه کوي، چې بېرته د پخوا په څېر یو واحد امت شو؟ بلکې همدا اصل دی؛ ځکه دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د هغه د رسول ﷺ زېری دی:

« ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.

دا به له دغو جبريه واکمنیو وروسته وي، چې اوس پکې ژوند کوو. سربېره پر دې، حزب التحرير د خلافت د تاسیس لپاره کار کوي او هغه مخکښ حزب دی چې هېڅکله خپل خلک نه غولوي. نو څومره نږدې دي چې هغه څه په واقعیت بدل شي، چې ځینې خلک یې ناممکن ګڼي.

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم ۲۷مه

۲۰۲۶ م کال د جولای ۱۲مه

ګڼه: ۱۴۴۸/۱۲

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې