پنجشنبه, ۰۲ ذیحجه ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
په اسلامي خاورو کې د اسلام او سېکولرېزم په اړه ستر دوراغ

(ژباړه)

په رسنیزه او سیاسي په فضا کې تر ټولو ستر دود شوي دوراغ دا دي چې  هڅه کېږي په اسلامي خاورو کې د شته لوږې او پراخې ناپوهۍ پړه پر اسلامي ډلو او دین‌پالو خلکو ور واچوي. دغه دوراغ، چې تر ډېره د روڼ‌اندو او رسنیو لخوا ویل کېږي، د اسلام د څېرې بدنامولو او تخریب هڅه او د هغه تیاره واقعیت توجیه کول دي چې موږ پکې ژوند کوو. ځکه هغوی پر دې باور دي او ټینګار کوي چې د شته ستونزو حللاره یوازې په سېکولر نظام کې نغښتې ده، هغه نظام چې دین له دولت څخه بېلوي. هغوی په دې لاره کې د هغو بنسټونو او جریانونو پر ویناوو او روایتونو استناد کوي چې د دغه ناوړه حالت له تثیبت څخه ګټه اخلي.

خو هغه حقیقت چې سېکولران ورته په کمه سترګه ګوري او پر دغه حقیقت پر پوهېدو سربېره یې د پټولو هڅه کوي، دا دی چې په واقعیت کې عربي نړۍ له سلو کلونو ډېره موده کېږي چې د سېکولر نظامونو تر واکمنۍ لاندې اداره کېږي. له ترکیې، مصر او سوریې نیولې، بیا تر لبنان، تونس، مراکش، سوډان، یمن او خلیجي هېوادونو چې نن ورځ سېکولر نظم پکې حاکم دی. دغو ټولو وړو دولتونو د خپلو کورنیو سیاستونو په چوکاټ کې سېکولر اساسي قوانين منلي دي. ان تر دې چې په ښکاره خلکو ته ښيي چې ګواکي دوی اسلام پلی کوي او د هغوی په مخ کې د اسلام شعار ورکوي. د یادو دولتونو د واکمنانو په ویناوو کې دغه دوه‌مخیتوب هغه څه دي چې یاد دوراغ نور هم پیاوړي کوي. پر عربي نړۍ د اوسنیو واکمنو نظامونو حقیقت دا دی چې دغه نظامونه په بشپړه توګه سېکولر نظامونه دي او د امت برخلیک یې له تیارو او نا څرګند حالت سره مخ کړی دی. په حقیقت کې په عربي نړۍ یا اسلامي خاورو کې هېڅ داسې هېواد نشته چې په حکومتي نظام کې یې په بشپړه توګه اسلامي شریعت پلي کړی وي؛ ان که دغه شعار هم ورکړي چې «اسلام حل لاره ده». دغه هېوادونه تل ادعا کوي چې د اسلام اساسي قانون لري، خو حقیقت دا دی چې واکمنانو یې اسلامي شریعت له غربي سېکولر نظامونو سره ګډ کړی دی چې د فساد، لوږې او ناپوهۍ په خپرولو کې ستر رول لري. دا په داسې حال کې ده چې د عربي نړۍ واکمنانو د امت له شتمنیو څخه د ځان او هغه غرب لپاره ګټه اخیستې چې په واک کې د دوی د پاتې کېدو ملاتړ کوي.  

هغه کسان چې اسلام د هېوادونو او دولتونو د چارو په اداره کې پر بې وسۍ تورنوي او دا خبره تکراروي چې سېکولرېزم حل لاره ده، دا نه درک کوي چې که په یوه خاوره کې په بشپړه توګه اسلامي شریعت پلی شي، د هغې خاورې خلکو ته عدالت او هوساینه راوړي چې هغوی د ارام ساه پکې واخلي او سخت ورته تږي دي. اسلام یوازې تر فردي عبادت پورې نه محدودېږي، بلکې د ژوند لپاره هغه بشپړ نظام دی چې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو چارو د رهبري کولو پوره وړتیا لري. اوسمهال که په اسلامي خاورو کې د کوچنیو دولتونو واکمنان له ماتې سره مخ شوي، دغه ماتې یې د اسلام له امله نه ده، بلکې د هغوی د شخصي فساد او ښکېلاکګرو نظامونو ته یې د تسلیمېدو له کبله ده چې د خپلو خلکو لاسونه یې تر شاه ورتړلي او د خاورو شتمنۍ یې لوټي. هغه ناوړه واقعیت چې نن ورځ مسلمانان پکې ژوند کوي، د سېکولر نظام د پلي کېدو پایله ده چې له سیاست، اقتصاد او زده کړو رانیولې بیا په ټولو برخو کې یې اسلامي امت له سخت بحران او سقوط سره مخ کړی دی.

تاریخ شاهد دی، هغه هېواد چې اسلامي شریعت پکې د یو نظام په توګه په بشپړه توګه پلی شوی، له دغسې بحرانونو سره نه دی مخ شوی چې نن ورځ اسلامي امت ورسره لاس او ګرېوان دی. ځکه اسلام حق دین دی او یوازنی نظام دی چې د یو انسان حقونه په سمه بڼه تضمینوي. اسلامي خلافت، چې اسلام یې په بشپړه توګه پلی کاوه، هغه مهال امت د حقیقي پرمختګ او هوساینې پر لور ګامونه اخیستل او په ټولنه کې بشپړ عدالت او امنیت ټینګ و.

دغه ادعا چې «اسلام په حکومتولۍ کې له ماتې سره مخ شوی» بشپړه باطله او ناسمه خبره ده. که غواړو چې د دغې ماتې واقعیت ووینو، باید هغو سېکولر نظامونو ته وګورو چې نن ورځ عربي هېوادونه اداره کوي. دا هغه چټل نظامونه دي چې په ډېری مواردو کې د ملتونو د درد او ځور په بیه د شخصي او ډله‌ییزو ګټو د خوندیتوب ابزار او وسایل دي. یاد نظامونه نه د اسلامي عدالت پر مفهوم باور لري او نه هم د خلکو هوساینې او د هغوی د حقونو خوندیتوب لپاره هڅه کوي؛ بلکې برعکس، د اسلامي شریعت پر ستنه د عادل دولت جوړولو پر ځای ظلم او فساد خورولو ته لومړیتوب ورکوي.

په پای کې زموږ خطاب هغو کسانو ته دی چې دا ډول ناسمو او بې بنسټه خبرو ته غوږ نیسي او تبلیغ ورته کوي: تاسو امت ته درواغ وایاست، ځکه اسلام له هغو ټولو ماتو او نیمګړتیاوو څخه مبرا دی چې نن ورځ موږ ورسره مخ یو. مسلمانان هېڅکله سېکولرېزم یا پانګوالۍ ته اړتیا نه لري، بلکې څه ته چې اړتیا لري، په حقیقي بڼه د اسلامي شریعت بیا واکمنېدل او پلي کېدل دي؛ یعنې له هر ډول سیاسي لوبو څخه لرې او پر هغو ارزښتونو له سترګو پټولو پرته چې اسلام سره راوړي. اسلام باید د خلکو په منځ کې پلی شي او هر کله چې په صداقت او سپېڅلې ارادې سره اسلام ته مخ واړوو، اسلامي امت به د هوساینې او پرمختګ پر لور پر سم مسیر روان شي.

او ټولو هغو کسانو ته چې دا ډول درواغ خپروي او تبلیغ ورته کوي، وایو: موږ ته د یوه اسلامي دولت داسې بېلګه راوړئ چې شریعت یې پلی کړی وي، خو د عدالت او هوساینې په خوندیتوب کې پاتې راغلی وي او دا ثابته شوې وي چې اسلام د حکومتولۍ لپاره مناسب نه دی. موږ به ستاسو ځواب ته په تمه وو؛ خو حقیقت دا دی چې که په هر سیمه کې اسلام په حقیقي بڼه پلی شي، هلته حق بیرته واکمنېږي او په هغې نړۍ کې عدالت ټینګوي چې خلک پکې له ظلم څخه تر پزې راغلي دي.

اسلامي دولت ۱۳پېړۍ پر نړۍ واکمن و او دغه واقعیت له هېچا پټ نه دی. انشاءالله ډېر ژر به – لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری راکړی- د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت بیرته تاسیس شي. یعنې له ظالمې او جبریه واکمنۍ وروسته چې اوسمهال پر موږ د اوسپنې، اور او د سېکولر افکارو – چې د انساني فطرت خلاف دي- په زور حکومت کوي. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته پر حق د منګولو ټینګولو وس راکړي، په دې لاره کې مو قدمونه ثابت کړي او ژر تر ژره راشده خلافت دولت راپه برخه کړي. امین

الوعی مجله: ۴۶۲-۴۶۳- ۴۶۴ګڼه

لیکوال: ډاکتر یحیی حسن ـ یمن

۱۴۴۶هـ.ق رجب، شعبان، رمضان

۲۰۲۵م، جنوري، فبروري او مارچ

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې