- مطابق
(ژباړه)
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾. [نور: 55]
ژباړه: الله ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او نېک عملونه وکړي، ژمنه کړې چې دوی به همغه شان په ځمکه کې خلیفهګان وګرځوي، څنګه چې له دوی څخه مخکې خلک یې ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر ټینګو ستنو ودروي چې الله تعالی ورته خوښ کړی او د هغوی وېره به په امن بدله کړي. هغوی دې زما بندګي کوي او له ما سره دې کوم شی نه شریکوي او څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو هغوی فاسقان دي.
دغه مبارک ایت د الله سبحانه وتعالی له لوري رښتینې ژمنه ده؛ هغه ژمنه چې هېڅکله نه بدلېږي، خو د ځینو شرطونو په تحقق پورې تړلې ده. اوس پوښتنه دا ده: دا شرطونه څه دي؟ او دغه ستره ژمنه کې چې الله سبحانه وتعالی د ایمان له څښتنانو سره کړې، کوم حقیقت نغښتی دی؟
لومړی) ایمان: د ایمان موخه نظري او سطحي باور نه دی؛ بلکې رښتینی او کلک ایمان دی؛ هغه ایمان چې په زړه کې ځای نیسي او په ورځینو کړو وړو کې څرګندېږي. دا همغه باور دی چې زړه ډکوي او د ایمان څښتن په ځمکه کې د خلافت د موخې په درکولو پوهوي.
په ځمکه کې پر «استخلاف» ایمان درلودل دا معنا لري، چې د رښتینې عقیدې اصول ژوندي وساتل شي او د الله سبحانه وتعالی شریعت حاکم شي؛ هغه شریعت چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوی، ترڅو زموږ د ژوند ټولې چارې تنظیم کړي. دا ډول ایمان د الله سبحانه وتعالی حکم ته په تسلیمۍ کې هېڅ توجیه نه کوي او نه هم له ناسم واقعیت سره جوړجاړی کوي، بلکې ټول کفري نظامونوه په کلکه ردوي. دا ډول ایمان خلک ځواکمنوي، کوم خلک چې د شته وضعیت د توجیه پر ځای، د هغه د بدلون لپاره را پاڅېږي.
دویم) صالح عمل: صالح عمل یوازې په لمانځه، روژې او فردي عبادتونو پورې نه محددودېږي؛ بلکې دغه چارې هم پکې شاملې دي: د ژوند په واقعیت کې د شریعت عملي کول، د امت په چارو کې بوختېدل او د هغه دولت لپاره کار کول چې د ژوند په ټولو برخو کې اسلام په بشپړه او هر اړخیزه توګه پلی کوي. هغه دولت چې حکومتي نظام، اقتصادي، ټولنیز، سیاسي، تعلیمي، جزایي نظام، په معروف سره امر او له منکر څخه نهی او د طاغوتي او خاینو نظامونو افشا کول په ښه توګه ترسره کوي.
د رب ژمنه له هغو کسانو سره ده، چې ایمان یې راوړی او صالح عمل ترسره کوي؛ نه له هغو کسانو سره چې په ګوښه ځای کې ارام ناست وي او اوسنی حالت پلمه کوي یا د دین د دښمنانو چمتو شویو نسخو ته په تمه وي. دا هغه کسان دي چې هېڅ کله نه غواړي چې په ژوند کې د الله سبحانه وتعالی دین عملي شي. نو که دا دوه شرطونه پوره شي، له شک پرته چې د الله سبحانه وتعالی ژمنه به هم عملي شي:
۱- په ځمکه کې استخلاف: یعنې دا چې حکومت او حاکمیت د مسلمانانو لاس ته ورشي؛ د غرب سلطه له منځه لاړه شي او امت یو ځل بیا په پیاوړي او عزیز امت بدل شي ترڅو د بشریت د لارښوونې سبب شي.
۲- د دین لپاره تمکین: یعنې اسلام له خپلو احکامو سره یوځای عملي شي؛ حدود پلي شي، حقونه خپلو څښتنانو ور وګرځي، ظلم له منځه لاړ شي، عدالت ټینګ شي او اسلام نړیوالو ته ورسېږي، ترڅو بشریت د پانګوالۍ له تیارو څخه وژغورل شي او د الله سبحانه وتعالی کتاب د وضعي قوانینو پر ځای د حکومتولۍ قانون شي.
۳- له وېرې وروسته د امنیت ټینګېدل: هو، په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د قانون د پلي کېدو پایله دا ده، چې د مسلمانانو ډار په امنیت بدلېږي او دا چاره د عدالت له ټینګېدو، د الله سبحانه وتعالی د شریعت له پلي کېدو او د پیاوړي او هیبت لرونکي اسلامي دولت له جوړېدو پرته ناشونې ده؛ هغه دولت چې د الله سبحانه وتعالی دښمنان ووېروي او امت د یهودو او استعمارګرو له مکر څخه خوندي کوي. دا مسله په کورني امنیت کې شاملېږي، چې په پایله کې یې امت له ارامۍ، عدالت او ثبات څخه برخمن کېږي.
بهرنی امنیت: بهرنی امنیت په دې معنا دی چې مسلمانان د ځواک او قدرت وسایل په واک کې ولري، چې د امت هیبت او نظم خوندي کړي او په دې توګه د دعوت مسوولیت پر ځای او پر خلکو شاهدي ورکړلی شي. ولې الله سبحانه وتعالی دغه تمکین مؤمنانو ته ورکوي؟ الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:
﴿يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً﴾ [نور: 55]
ژباړه: زما عبادت وکړئ او هېڅ شی مه راسره شریکوئ.
تمکین یوازې یو دنیوي هدف نه دی؛ بلکې د یوه ستر حقیقت د پر ځای کولو مسوولیت دی؛ یعنې په عقیده، چلند او حکومتي نظام کې د الله سبحانه وتعالی د خالصې بندګۍ رامنځته کول دي.
په اسلام کې ریاست او سلطه یو شرعي مسوولیت دی؛ هغه مسوولیت چې باید د کلمةالله د لوړولو، نړیوالو ته د اسلام رسولو، د بندګانو له بندګۍ څخه د بندګانو د ژغورلو، د رب بندګۍ ته د هغوی رابللو او د الله سبحانه وتعالی لپاره د هراړخیز عبادت ترسره کولو لپاره ترسره شي او هېڅ شرک پکې لاره پیدا نه کړي. الله سبحانه وتعالی خبرداری ورکوي او فرمایي:
﴿وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [نور:55]
ژباړه: او که هر څوک تر هغه وروسته کفر غوره کړي، هغوی فاسقان دي.
دغه خبرداری د ټولو لپاره روښانه دی؛ یعنې چې هر څوک له تمکین وروسته کفر ته ور وګرځي او یا یې له شرطونو منحرف شي. دغه نعمت ترې اخیستل کېږي او هغه فاسق بلل کېږي. پخواني امتونه هم له داسې برخلیک سره مخ شوي، هغه امتونه چې الله سبحانه وتعالی ورته تمکین ورکړ؛ خو دا چې دوی مخ ترې واړوه، دغه فضل او رحمت ترې واخیستل شو.
پر همدغه اساس، د استخلاف ایت شریف له قید او شرط پرته کومه ناڅاپي ژمنه نه ده؛ بلکې الهي قطعي سنت دی چې پر ځانګړو شرطونو ولاړ دی. که پر دغو شرطونو ټینګ ودرېږو، نصرت او تکمین به راپه برخه شي او که سرغړونه ترې وکړو، له اوږدمهاله ذلت سره به مخ شو. نعوذ بالله!
نو خلافت کوم خوب او خیال نه دی، د الله سبحانه وتعالی حتمي پوره کېدونکې ژمنه ده، چې له شک پرته به پوره شي. د دې ژمنې د پر ځای کولو لپاره هڅې وکړئ، چې د همدې لارې خلک شئ، ځکه چې پایله یوازې د پرهېزګارانو لپاره ده.
لیکوال: إسلام الإدریسي
ژباړه: بهیر «ویاړ»




