سه شنبه, ۲۰ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۴/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د ایران پر وړاندې جګړه

 

 

(ژباړه)

پوښتنه:

د ټرمپ د متضادو او پرله‌پسې بدلېدونکو څرګندونو معنا څه ده؟ یو ځل یې ایران ته د ۴۸ ساعتونو مهلت ورکړ، بیا یې دا مهلت ۵ ورځو او وروسته ۱۰ ورځو ته وغځاوه... همداراز یې د ۱۵ مادو یو پلان وړاندې کړ. ورپسې د څرګندونو او سیاسي دریځونو جګړه پیل شوه چې ډېری یې د ټرمپ له لوري او لږ یې د ایران له لوري وو. وروسته د ایران رسمي رسنیو اعلان وکړ چې د ټرمپ وړاندیز یې رد کړی دی. نو د دې ټولو پایلې څه دي؟ ایا ټرمپ به وکولای شي خپلې موخې ترلاسه کړي؛ یعنې ایران له اټومي وسلو او درنو توغندیزو وسلو څخه منع کړي، او بېرته یې د خپل نفوذ په مدار کې راولي او یا یې په بشپړ ډول تابع کړي، او که به ایران د یوه خپلواک دولت په توګه پاتې شي؟

او ایا رښتیا هم یهودي رژیم، د امریکا په موافقه، غواړي خپل قلمرو پراخ کړي او لکه څنګه چې د دغه رژیم د دفاع وزیر ویلي، تر لیتاني سیند پورې جنوب سیمې له ځان سره وتړي؟

او ولې مسلمانان دا نه درک کوي چې اسلامي دولت؛ یعنې د نبوت پر منهج راشده خلافت، هماغه ځواک دی چې ټرمپ او د هغه پیروان به داسې وځپي لکه د روم قیصران او د فارس اکاسره یې چې ځپلي وو؛ مکر به یې بېرته د هغوی پر خپله غاړه ور واړوي، تر څو اسلام او مسلمانان عزت ومومي او کفر او کافران هلاک شي؟

ځواب:

د دې لپاره چې د پورته پوښتنو د درېیو برخو ځواب روښانه شي، لاندې ټکي څېړو:

لومړی: د پوښتنې لومړۍ برخه چې د ټرمپ له موخې سره تړاو لري؛ دا چې ایران د امریکا تابع شي، یا د هغې د نفوذ مدار ته راوګرځي، او که د یو خپلواک دولت په توګه پاتې شي:

۱ـ د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په ۲۸مه، د شنبې په سهار، ټرمپ په خپل پلټفورم، Truth Social کې د یوې ویډیو په خپرولو سره اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې مېشت ځواکونه یې پر ایران پراخ پوځي عملیات پیلوي... او نږدې ملګری یې، نتنیاهو هم ورسره یوځای شو.

دې کار په ایران کې، په ځانګړي ډول د سپاه پاسداران په کچه، د امریکا پر وړاندې سخت دریځونه راپارول؛ ځکه چې د ټرمپ ادارې له ایران څخه ژور امتیازات غوښتل، تر څو هغه په بشپړ ډول تابع دولت وګرځوي، نه دا چې یوازې د خپل نفوذ په مدار کې یې وساتي. ځکه د مشرانو وژل کېدل او بیا هم (د امریکا) په مدار کې ګرځېدل نه سره جوړېږي.

امریکا پر ایران جګړه د دې لپاره نه وه پیل کړې چې هغه له خپل نفوذ څخه وباسي او یو خپلواک دولت یې پرېږدي؛ بلکې ډاډه وه چې په لومړۍ ضربه به ژر پرې برلاسي شي او د ځان تابع به یې کړي. دا یوازې یو معنا لري: دا چې د ټرمپ ادارې د ایران د نظام له دننه له ځینو مشرانو سره همغږي کړې وه، تر څو د لومړۍ ضربې وروسته واک په لاس کې واخلي؛ یعنې وروسته له دې چې د لوړې کچې مخالف مشران له منځه یوړل شي. خو دا کار ونه شو!

سپاه پاسداران وضعیت کنټرول کړ. له همدې امله ټرمپ او د یهودي رژیم مشرتابه حیران شول چې د ایران نظام ټینګ پاتې دی، او په بې ساري شدت او څرګند جرأت سره توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغوي. د ایران بریدونه تر یهودي دولت او همدارنګه په خلیج او سیمه کې د امریکا اډو ته وغځېدل.

ټرمپ وویل چې ځینې هغه کسان، چې هغه تمه لرله واک به ترلاسه کړي، په نا قصدي ډول وژل شوي دي! امریکا داسې انګېرله چې دا سخت غبرګون د ځینو مشرانو د عصبي چلند پایله ده، او د نوي رهبر د ټاکلو په تمه پاتې شوه. خو کله چې مجتبی خامنه‌یي د خپل پلار ځایناستی وټاکل شو او څو اونۍ تېرې شوې، نو د ایران نظام د امریکا د مخالفینو تر واک لاندې ثابت او مستقر شو؛ په ځانګړي ډول ځکه چې د امریکا بریدونه له ټولو حدودو اوښتي وو.

۲ـ داسې ښکاري چې د امریکا او اسرائیلو محاسبې ناسمې وې. کله چې دواړو پر ایران برید وکړ، څرګنده شوه چې هغوی د جګړې لپاره لنډه موده (څلور ورځې) ټاکلې وه. دا باید یو ناڅاپي او پراخ برید وای، چې د ایران د لوړې کچې مشرتابه، اټومي تأسیسات او د توغندیو د جوړولو او توغولو مرکزونه په نښه کړي.

هغوی داسې ګومان کاوه چې یوازې د نظام د سر او د لومړۍ درجې مشران په نښه کول به بس وي، تر څو دوهم صف تسلیم شي او د هغوی شرطونه ومني؛ لکه څنګه چې په وینزویلا کې وشول؛ کله چې امریکایي ځواکونو د هغه هېواد ولسمشر برمته کړ، نو مرستیاله یې له خپلو ملګرو سره امریکا ته تسلیم شوه.

خو د ایران د رهبر علي خامنه‌یي او د نظام د ځینو نورو مشرانو تر وژل کېدو وروسته په ایران کې دا حالت رامنځته نه شو. برعکس، سپاه پاسداران ودرېد، مقاومت یې وکړ او پرېکړه یې وکړه چې د دې تېري پر وړاندې مقابله او پر دښمنانو بریدونه وکړي.

له همدې امله، د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي اړیکه پرې شوه. دا ښيي چې امریکا غوښتل دغه اړیکه بدله کړي؛ ځکه که داسې نه وای، نو دا برید به یې نه کاوه او نه به یې یهودي رژیم ته اجازه ورکړې وای چې د نظام مهم شخصیتونه، په ځانګړي ډول رهبر، ووژني. دا ټول څرګندوي چې د امریکا موخه دا وه چې د ایران سیاست بدل کړي، هغه له داسې دولته چې د هغې په مدار کې ګرځي، په بشپړ تابع دولت بدل کړي، تر څو وکولای شي په مذاکراتو کې خپل شرطونه پرې وتپي. خو بیا هم په دې کې بریالۍ نه شوه، نو د جګړې د دوام پرېکړه یې وکړه.

۳ـ هغه څه چې دا خبره لا پیاوړې کوي چې د امریکا موخه د ایران د نظام د سیاست بدلول وو، او دا چې هغې د برید پر وړاندې د نظام د ټینګ پاتې کېدو او متقابل ځواب تمه نه درلوده - سره له دې چې ډېر لوړپوړي مشران یې ووژل شول - د دغه هیواد د جګړې وزیر، Pete Hegseth څرګندونې دي، چې د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۱۰مه یې وویل: «زه نشم ویلای چې موږ حتماً د داسې غبرګون تمه درلوده.»

همدارنګه، نیویارک ټایمز د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۱۲مه د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې: «ټرمپ او د هغه سلاکاران په دې باوري وو چې د لوړې کچې مشرتابه وژل به واک ته د داسې مشرانو د رسېدو لامل شي چې عملي (پراګماتیک) وي او د جګړې د پای ته رسولو هڅه وکړي»؛ یعنې امریکا ته تسلیم شي او شرطونه یې ومني!

کله یې چې دا تمه په لنډ وخت کې پوره نه شوه، نو ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دوو اونیو، او ښايي د څلورو اونیو خبره پیل کړه. هغه غواړي جګړه په هر ډول داسې پای ته ورسوي چې ځان پکې بریالی وښيي؛ داسې نه لکه په ۲۰۲۱م کې له افغانستان څخه د وتلو پر وخت چې وشول، دوی مات او ذلیل ښکاره شي. همدارنګه، هغه غواړي جګړه مخکې له دې پای ته ورسوي چې حالات لا ترینګلي شي او په کور دننه پر هغه او د هغه پر ګوند اغېز وکړي؛ په ځانګړي ډول دا چې راتلونکي منی د کانګرس منځمهالې ټاکنې دي او په دغو ټاکنو کې ماتې د ۲۰۲۸م کال پر ولسمشریزو ټاکنو هم اغېز لري.

نو ټرمپ هڅه کوي ځان تش په خوله بریالی وګڼي. هغه د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۱۱مه اکسیوس وېب‌پاڼې ته وویل: «په ایران کې د هدف ګرځولو لپاره تقریباً هیڅ نه دي پاتې؛ پر ایران بریدونو له لومړیو پړاوونو راهیسې ډېر زیات زیانونه اړولي، تر هغه ډېر چې دوی یې تصور کولی شوای.»

نو ټرمپ له الفاظو سره داسې لوبې کوي، چې ته به وایې جګړه یې ګټلې ده. دا ټول ښيي چې د امریکا وضعیت د اندېښنې وړ دی، ځکه چې خپلې موخې یې په چټکۍ او پرته له زیانونو ترلاسه نه کړې.

۴ـ له دې وروسته، ټرمپ د یوې نوې ستراتیژۍ په توګه د مهلتونو په غځولو سره مانور پیل کړ. د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۲۲مه یې د ۴۸ ساعتونو یو سخت وروستی خبرداری اعلان کړ، بیا یې د مارچ په ۲۳مه دا مهلت د «رغنده خبرو اترو» په پلمه پنځو ورځو ته وغځاوه، او وروسته یې د مارچ په ۲۶مه اعلان وکړ چې دا مهلت لس نورې ورځې هم غځوي، یعنې تر ۲۰۲۶/۴/۶ پورې؛ سره له دې چې نورې متناقضې څرګندونې یې هم کولې.

د دې ستراتیژۍ موخه دا ده چې پر ایران رواني او سیاسي فشار زیات او تسلیمېدو ته یې اړ کړي. همدارنګه، د مهلتونو دا غځول ښايي د هغو پوځي چمتووالو لپاره یو پوښ هم وي چې امریکا یې سیمې ته لېږي، تر څو پر ایران یا د خارک ټاپو پر وړاندې محدود ځمکني عملیات وکړي.

امریکا مخکې هم په خپلو بریدونو کې ورته تګلاره کارولې ده. نو ټرمپ د نویو ځواکونو د لېږلو لپاره مانور کوي؛ داسې راپورونه ورکړل شوي چې سپینه ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت منځني ختیځ ته د لږ تر لږه ۱۰ زره نورو سرتېرو د لېږلو ارزونه کوي (میبا نیوز وېب‌پاڼه، ۲۰۲۶/۳/۲۷). نو دا مهلتونه د پخوا په څېر د دوکې او مانور یوه برخه ده.

۵ـ نو د ټرمپ او د هغه د تکبر پر وړاندې بل څه نه دي پاتې، پرته له هغه څه چې دی یې «د ځواک له لارې سوله» بولي؛ یعنې د اور تر سیوري لاندې مذاکرات. هغه د ۱۵ مادو یو پلان اعلان کړ چې د پاکستان له لارې یې ایران ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندې کړ. د دغه پلان مهم ټکي دا دي:

(د ایران د راټولو شوو اټومي وړتیاوو بشپړ له منځه وړل، دا ژمنه چې هېڅکله به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي، په ایران کې د یورانیمو د غني کولو درول، ټول غني شوي مواد د نږدې مهال وېش له مخې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته سپارل، د نطنز، اصفهان او فوردو تأسیساتو غیر فعالول او ویجاړول، د ایران دننه ټولو معلوماتو ته د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لاسرسی ورکول، د «نیابتي ځواکونو» له تګلارې لاس اخیستل، په سیمه کې خپلو متحدینو ته د مالي او وسلو مرستو بندول، د ټولو پر مخ د هرمز تنګي پرانیستل او آزاد ساتل، او وروسته د توغندیو موضوع ته رسېدنه، چې پکې به د شمېر او واټن محدودیتونه لګول کېږي او یوازې به د «مشروع دفاع» لپاره کارول کېږي. العربي جدید، ۲۵/۳/۲۰۲۶).

د دغه پلان له مادو څخه څرګندېږي چې د ټرمپ موخه دا ده چې ایران له یوه داسې دولته چې یوازې د امریکا په مدار کې دی، په یوه بشپړ تابع دولت بدل کړي چې ټولې غوښتنې یې ومني. تر دې چې په نړیوالو رسنیو کې هم دا د «تسلیمۍ سند» بلل شوی؛ یعنې داسې سند چې یو هېواد تابع ګرځوي.

(هغه پلان چې د ټرمپ ادارې د پاکستان له لارې وړاندې کړی، په حقیقت کې د تسلیمۍ د سند په شان دی... د دوحې انستیتیوت، ۲۶/۳/۲۰۲۶). ټرمپ د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۲۴مه د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره ټلیفوني خبرې هم وکړې او هغه یې وهڅاوه چې ایران د ټرمپ د شرطونو منلو ته اړ باسي، خو بریالی نه شو.

ایران دا پلان د خپل رسمي تلویزیون له لارې رد کړ، او دا ردول په دې معنا دي چې ایران نه غواړي په «تابع دولت» بدل شي. په مقابل کې، ایران خپل د پنځو مادو پلان وړاندې کړ چې پکې د ایراني چارواکو د هدفي وژنو بندول، د نوې جګړې د نه پیل کولو تضمین، د جګړې تاوان ورکول، د دښمنیو پای ته رسول، او پر هرمز تنګي د ایران حاکمیت منل شامل دي (یورونیوز، ۲۵/۳/۲۰۲۶).

که څه هم د ایران په دې وړاندیز کې د اټومي او توغندیزو وسلو موضوع نه ده راغلې، خو بیا هم د امریکا له ۱۵ مادو پلان سره سمون نه لري... نو ځکه مذاکرات هماغسې په خپل ځای درېدلي دي.

۶ـ سره له دې، اړیکې په بشپړ ډول نه دي پرې شوې، بلکې په غیر څرګندو لارو روانې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۳۱مه له الجزیرې سره په خبرو کې وویل:

«هغه څه چې اوس روان دي، نه مستقیم مذاکرات دي او نه هم د منځګړو له لارې... موږ د امریکا له استازي سټیف ويتکاف څخه پیغامونه ترلاسه کوو، لکه مخکې به چې کېدل، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ مذاکرات کوو. همدارنګه دا سمه نه ده چې د ایران له کومې ځانګړې ډلې سره خبرې روانې دي؛ پیغامونه د بهرنیو چارو وزارت له لارې رسېږي او د امنیتي ادارو ترمنځ اړیکې شته... او دا ټول د ملي امنیت شورا تر څار لاندې دي.»

هغه همدارنګه وویل:

«موږ لا د مذاکراتو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده کړې، موږ پرې ملاحظات لرو، او د جګړې د بندېدو لپاره زموږ شرطونه روښانه دي. موږ یوازې اوربند نه منو، بلکې د جګړې بشپړ پای ته رسېدل غواړو، نه یوازې په ایران کې بلکې په ټوله سیمه کې.» او ویې ویل:

«د ایران شرطونه دا دي چې بیا به بریدونه نه تکرارېږي او د زیانونو تاوان دې پرې شي.»

دا خبرې دوه‌ګونې بڼه لري؛ یعنې اړیکې شته خو مذاکرات نشته! په هر حال، دا ښيي چې د ایران په نظام کې داسې کسان شته چې مذاکراتو ته چمتو دي، او امریکا هر وخت کولای شي جګړه ودروي او مذاکرات پیل کړي، ځکه اړیکې، د عراقچي په وینا، لا هم روانې دي.

خو سپاه پاسداران د نظام د نورو کړیو په پرتله سخت دریځ لري؛ هغه لا هم په خلیج او شاوخوا سیمو، او همدارنګه په اشغال شوې ځمکه کې د امریکا پر ګټو بریدونه کوي او د مذاکراتو مخالفت کوي.

۷ـ په پورته ټکو کې په ژور فکر او تدبر سره، د پوښتنې د لومړۍ برخې لنډیز داسې دی:

الف ـ سپاه پاسداران په جدي توګه هڅه کوي چې ایران له امریکایي نفوذه وباسي، تر څو بېرته د هغې مدار ته ور نه شي، بلکې د یوه خپلواک دولت په توګه ودریږي. لکه څنګه چې په بېلابېلو څرګندونو کې راغلي:

(سپاه پاسداران: په هرمز تنګي کې د دښمن هر حرکت به د سمندري ځواکونو له قاطع ځواب سره مخ شي...  MTV لبنان، ۲۰۲۶/۳/۴)

(د سپاه پاسداران ویاند ابراهیم ذو الفقاري ټینګار وکړ چې جګړه به دوام ومومي تر څو دښمنان ذلیل او تسلیم شي، او بریدونه به لا سخت او پراخ شي... الایام نیوز، ۲۰۲۶/۴/۲)

(سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د هرمز ستراتیژیک تنګی به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې تړلی پاتې شي، په داسې حال کې چې ټرمپ ویلي وو هغه به د اوربند موضوع ته تر هغه وخته پام ونه کړي څو چې دا بېرته پرانیستل شوې نه وي... اخبار الیوم، ۲۰۲۶/۴/۱)

(او همدارنګه سپاه پاسداران د خپل ټلګرام چینل له لارې ویلي چې له دې وروسته به د هر ترور په بدل کې یو امریکایي شرکت ویجاړ شي... العربیه نېټ، ۲۰۲۶/۴/۱)

ب ـ د ایران د نظام نور چارواکي د ځواک او کمزورۍ ترمنځ په تذبذب کې دي، او ډېره هیله یې دا ده چې که کېږي، ایران دې د امریکا د نفوذ په مدار کې پاتې شي؛ او حتی دا ورته لویه خبره نه ده که ایران د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د امریکا تابع او مزدور دولت شي.

داسې ښکاري چې ټرمپ په ایران کې داسې کسان لري چې ورسره خبرې کولی شي. لکه څنګه چې هغه د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۲۳مه وویل:

«زه له مناسبو کسانو سره په ایران کې تعامل کوم.» او کله چې ترې وپوښتل شول چې دا کسان څوک دي، هغه وویل: «... ځکه چې زه نه غواړم هغوی ووژل شي.»

همدارنګه د یوې پاکستانۍ سرچینې له مخې چې رویټرز ته یې معلومات ورکړي، یهودي رژیم په موقتي ډول د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف د ترور له هدفونو څخه ایستلي دي؛ دا کار وروسته له هغې شوی چې پاکستان له واشنګټن څخه وغوښتل چې هغوی په نښه نه کړي، او ورته ویلي یې چې: «که هغوی هم ووژل شي، نو بیا به د خبرو اترو لپاره هیڅوک پاتې نه شي.» (الجزیره نېټ، ۲۶/۳/۲۰۲۶)

ج ـ له دې جګړې څخه د ټرمپ موخه دا ده چې ایران په داسې تابع دولت بدل کړي چې د هغه امر ومني، تر کنټرول لاندې یې وي، پر نفتو او ګازو یې واک ټینګ کړي او په هرمز تنګي کې د نفوذ لویه برخه خپله کړي. امریکا هڅه کوي جګړه په داسې ډول مخته یوسي چې تر ټولو ډېرې موخې ترلاسه کړي؛ نو کېدای شي د ایران د انرژۍ پر تأسیساتو خپل بریدونه زیات کړي؛ سره له دې چې ایران هم د خلیج هېوادونو د انرژۍ تأسیسات په نښه کوي او د تېلو بیې تر لوړو کچو ته رسېږي. همدارنګه، امریکا کولای شي پر هرمز تنګي –پرته له دې چې هغه پرانیزي -  محدودیتونه ولګوي؛ یعنې د ایران د تېلو ټانکرونو، او یا په عرب سمندرګي کې د هغو ټانکرونو تګ راتګ بند کړي چې ایران یې اجازه ورکوي.

* د ایران د تابع کولو په اړه د ټرمپ خوب، تر هغه وخته پای ته نه رسېږي چې څو په نظام کې خپل کسان ونه لري... که دغه کسان واک ته ورسېږي، نو د ټرمپ هیلې به پوره شي.

* خو که د جګړې د پرمختګونو له مخې ټرمپ له دغو کسانو نهیلي شي، او سپاه پاسداران لکه اوس همداسې له نظامي اړخه ټینګ پاتې شي او ثبات راولي، نو ایران به د خپلواکۍ پر لور روان شي؛ ځکه چې دا جګړه هغه وروستی تار هم پرې کوي چې ایران یې د امریکا په مدار کې ساته.

دوهم: د پوښتنې دوهمه برخه چې له لبنان سره تړاو لري، او دا چې آیا یهودي رژیم غواړي د امریکا په موافقه جنوب تر لیتاني سیند پورې ضم کړي؟

۱ـ د لبنان په اړه، الجزیرې د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۲۶مه د سرچینو له قوله راپور ورکړ چې: «ایران منځګړو ته خبر ورکړی چې لبنان باید د هر ډول اوربند یوه برخه وي.»

همدارنګه، اسرائیل کاتس د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۲۴مه اعلان وکړ چې ځواکونه به یې د لبنان په جنوب کې تر لیتاني سیند پورې یوه سیمه تر خپل کنټرول لاندې راولي. هغه وویل: «بې‌ځایه شوي خلک به د لیتاني جنوب ته تر هغه وخته بېرته نه ستنېږي چې څو د شمالي اسرائیل د اوسېدونکو امنیت تضمین نه شي». او زیاته یې کړه: «زموږ ځواکونو د لیتاني پر سیند ټول پنځه پلونه ویجاړ کړي چې حزب‌الله به ترې کار اخیست، او موږ به پر پاتې پلونو هم کنټرول ولرو او تر لیتاني سیند پورې به یوه امنیتي سیمه جوړه کړو.» (شرق الاوسط، ۲۴/۳/۲۰۲۶)

له بلې خوا، د لبنان لومړي وزیر د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۱۹مه CNN ته وویل چې هغه ټرمپ ته پیغام لېږلی: «زه غواړم ولسمشر ټرمپ ته ډاډ ورکړم چې موږ چمتو یو له اسرائیلي اړخ سره سمدستي مذاکراتو ته داخل شو».

۲ـ له دغو څرګندونو ښکاري چې د یهودي رژیم موخه دا ده چې د لبنان په جنوب کې تر لیتاني سیند پورې یوه حایله سیمه جوړه کړي، او حتی د دې سیمې د لبناني اوسېدونکو د ایستلو خبره هم کېږي. خو دا کار د هغوی د پوځ لپاره اسانه نه دی، ځکه چې په جنوب کې مقاومت شته.

سربېره پر دې، یهودي رژیم د جګړې خلک نه دي، مګر دا چې د نورو په ملاتړ تکیه وکړي؛ ځکه هغوی د الله رسۍ پرېښې ده. نو کله چې د امریکا بریدونه پای ته ورسېږي، هغوی به هم په خپله کمزوري شي او شاته به ولاړ شي.

درېیم: د پوښتنې درېیمه برخه چې د خلافت له دولت سره تړاو لري؛ هغه دولت چې اسلام او مسلمانانو ته عزت بېرته راولي او کفر او کافران به ذلیل کړي:

۱ـ د اسلامي خاورو په حکامو کې هېڅ خیر نشته، او ډېره لیرې ده چې هغوی به بېرته سمې لارې ته راوګرځي. نو تکیه باید یوازې پر اسلامي امت وي؛ کله چې خپل دولت جوړ کړي او د داسې سیاسي مشرتابه تر قیادت لاندې چې پوهاوی او قوي اراده ولري، په یوه واحد دولت، د نبوت پر منهج راشده خلافت کې سره راټول شي.

د هغوی کارنامې د تاریخ په پاڼو کې ثبت دي؛ هغوی د څو کلونو په موده کې د فارس او روم سترې امپراتورۍ نسکورې کړې. بیا یې خپل فتوحات د نړۍ ختیځ او لوېدیځ ته وغځول، تر دې چې ملتونه ورته تسلیم شول، ستر پوځونه یې مات کړل، او د پاچاهانو، امپراتورانو او اکاسرو تاجونه یې تر خپلو پښو لاندې کړل.

همدا د امریکا برخلیک هم دی؛ ان‌شاءالله ماته به شي، اړ به شي چې خپلې اډې وتړي او خپل پوځونه بېرته د اطلس سمندر هاخوا بوځي، په داسې حال کې چې د ماتې او رسوایۍ بار به پر اوږو وړي، او په دې سره به د ټرمپ او د هغه د ملګرو پوزه په ځمکه ومښل شي.

﴿قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ﴾

ژباړه: «هغو کسانو ته چې کفر یې کړی، ووایه: ژر به مات شئ او دوزخ ته به راټول کړل شئ، او هغه ډېر بد استوګنځی دی.»

۲ ـ سمه ده چې ایران په خلیج کې پر امریکایي پوځي اډو بریدونه کوي، او همدارنګه یې پر یهودي رژیم هم ورته بریدونه کړي، او دا هم سمه ده چې دا بریدونه یو ډول ځواک څرګندوي؛ خو څو چې خلافت نه وي قایم شوی، د ایران واکمنان نه شي کولای امریکا ماته کړي او مکر یې بېرته په خپله غاړه ورواړوي؛ داسې خلافت چې د الله نصرت او مرسته تر لاسه کړي او د هغه سبحانه وتعالی احکام پلي کړي. نو هغه مهال به د الله په اذن بریالی وي، نړۍ به د خپل عدل او جهاد په رڼا روښانه کړي او الله سبحانه وتعالی به یې په خپل نصرت سره ونازوي:

﴿إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾

ژباړه: «که تاسې د الله مرسته وکړئ، الله به ستاسې مرسته وکړي او ستاسې قدمونه به ټینګ کړي.»

وروسته به امریکا ته پرله‌پسې درسونه ورکړي، چې حقیقت یې بربنډ کړي. ځکه امریکا نن ورځ له همدغو اسلامي خاورو او هوايي ډګرونو څخه د مسلمانانو پر وړاندې جګړه پر مخ وړي، او خپل اجیران د دې لپاره کاروي چې د یهودي رژیم دفاع وکړي. خو د خلافت دولت به پر دغو اجیرانو بریدونه وکړي، د هغوی کلاوې به ونړوي او هغوی به په ذلت سره وشړي.

خلافت به د خپل مسیر لپاره د مسلمانانو ملتونه بسیج کړي، نو ځواک به یې لا زیات شي، تر دې چې د سېلاب په څېر به پورته شي او د اسلامي نړۍ له پولو هاخوا به د امریکا اډو ته ورسېږي. یو ستر توپان به راپورته شي چې د لارې په اوږدو کې به د واکمنانو تختونه نسکور کړي، فلسطین به آزاد کړي او یهودي رژیم به تر پښو لاندې کړي.

دا کار – که څه هم ډېر خلک یې خیال بولي - د الله په اذن اسانه او شونی دی. ځکه امت داسې عقیده لري چې د سیند په څېر خوځنده ده، او د امریکا او یهودو پر وړاندې د هغوی د ظلم له امله ژوره کرکه هم لري. نو کله چې الله خپل ستر نصرت راولي، د دې بریاوو لیدل ډېر لرې نه دي.

او ښايي هغه څه چې اسلامي امت به یې ترسره کړي او د جګړې ډګرونه به یې بیان کړي، له هغه څه هم زیات وي چې قلم یې نن بیانولای شي. ځکه الله تعالی په دې دنیا کې خپل سنت داسې ټاکلی دی:

﴿وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ﴾

ژباړه: «او پر موږ لازم دي چې مؤمنانو ته نصرت ورکړو.»

۱۴۴۷هـ.ق کال د شوال ۱۷مه

۲۰۲۶م کال د اپرېل ۴مه

Last modified onسه شنبه, 07 اپریل 2026

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې