جمعه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

اردوغان؛ د امریکا پلوی، د اسلام او مسلمانانو خاین او لومړۍ درجه سېکولر دی!

الله سبحانه وتعالی اسلام پر اسلامي امت د یوه داسې نعمت په توګه لورولی، چې ساری یې نه لیدل کېږي. اسلام هغه نور دی چې جنت ته د تګ لاره روښانه کوي؛ هغه جنت چې پراخوالی یې د ځمکې او اسمانونو په اندازه دی او د متقیانو لپاره جوړ شوی دی. اسلام یوه قوي طریقه، سمه لاره او سالم نظام دی، چې په ښه توګه د ژوند ستونزې حل کوي.

الله سبحانه وتعالی حلال عملونه بیان کړي او د عملي کېدو امر یې کړی دی؛ همداراز حرام یې هم یاد کړي او د پرېښودو غوښتنه یې کړې ده. د اسلام په مبین دین کې حلال او حرام یوازې د کړنو د معیار په توکه ټاکل شوي، ترڅو حلال ترسره او له حرامو څخه ځان وساتل شي؛ نو خبرې او کړنې باید ټولې د همدغه معیار پر بنسټ ترسره شي.

همدارنګه خلکو ته به په خبرو او کړنو کې هم معیار همدغه وي، چې ایا په اسلام کې د حلال او حرام پر اساس حرکت کوي او که د کپېټلېزم د منفعت پالنې په څېر نور معیارونه په پام کې نیسي؟ الله سبحانه وتعالی پر اسلامي امت لازمه کړې، چې د اسلامي شریعت ټولو احکامو ته په خوښۍ او له شرط پرته تسلیم شي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایلي دي:

﴿فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾ [نساء: ٦٥]

ژباړه: ستا په رب قسم چې دوی به تر هغه مومنان نه شي، ترڅو په خپلمنځي شخړو کې تا فیصله کوونکی ونه ټاکي او بيا ستا پر پرېکړه باندې په زړونو کې حرج هم ونه لري او په پوره ډول ورته تسليم شي.

له شریعت څخه پیروي په دې مانا ده، چې ټول شرعي احکام باید ومني، نه دا چې ځینې د خپلو نفساني غوښتنو پر بنسټ ومني او ځینې نور پرېږدي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ [بقره: ٨٥]

ژباړه: ایا د قرآن کریم پر ځینو ایتونو ایمان راوړئ او له ځینو نورو انکار کوئ؟ که څوک داسې کار وکړي، په دنیا کې به ذلیل او په اخرت کې به سخته جزا ورکړل شي او الله سبحانه وتعالی له هغه څه ناخبره نه دی، چې دوی یې ترسره کوي.

الله سبحانه وتعالی د یوه مسلمان لپاره روا نه بولي، چې عملونه یې د هغه له خبرو او شریعت سره په ټکر کې وي؛ مثلاً یو څوک ووایي: د فلسطین ازادول واجب دي، چې دا یوه سمه او شرعي خبره ده، خو د هغه د ازادولو لپاره خپل پوځونه روان نه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ(2)كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ[صف: 2-3]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، ولې هغه څه وایئ چې ترسره کوئ یې نه؟ د هغه (الله تعالی) په نزد تر ټولو لوی دښمن هغه دی، چې یو څه ووایي او عمل پرې ونه کړي.

غرب په هر پړاو کې له الله تعالی پرته د پالنې وړ بتان جوړ کړي دي. کله چې امت په فکري انحطاط کې ډوب و او قومپالنې پکې خپلې ریښې غځولې وې، په دغه تاریخي پړاو کې جمال ناصر د یوه داسې بت په توګه را څرګند شو، چې د ملتپالنې د سمبول او له الله تعالی پرته د عربو د معبود بڼه یې غوره کړه. کله چې د اسلامي امت فکري کچې وده وکړه او د امت له بچیانو څخه داسې کسانو سر راپورته کړ، چې د ځان لپاره یې سمه لاره وټاکله او د (خیر امة اخرجت للناس) ته د امت د بیا ګرځېدو طریقه یې غوره کړه؛ ترڅو د الله سبحانه وتعالی لوري ته یې ور نږدې کړي، نو په دې وخت کې امریکا د اردوغان په نامه یو بل بت را مخې ته کړ. امریکا اردوغان د سېکولرېزم په هغو جذابو رنګونو رنګ کړ، چې د اتاترک له سېکولرستي رنګ سره توپیر لري؛ ځکه اتاترک په ښکاره له اسلام سره سخته دښمني درلوده او د ژوند په ټولو برخو او حتا فردي کړنو کې یې د دین مظاهر لغوه کړل. د دین په اړه یې لیدلوری د کمونیستي نظام په څېر و، خو په قوانینو کې یې توپیر درلود. مګر اردوغان بیا په انفرادي کړنو کې له دین سره ستونزه نه لري او خلک د لمانځه، روژې، تعلیم او د قرآن د زده کړې په څېر له دیني کړنو څخه نه منع کوي. همدا لامل دی چې اردوغان په ځینو دیني کړنو کې د یو مسلمان په توګه تر سترګو کېږي؛ له مسلمانانو سره یوځای په جومات کې لمونځ کوي، مېرمن یې حجاب اغوندي او د خپلو پلویانو د احساساتو د پارولو او د خپل ملي محبوبیت د زیاتولو لپاره قرآن کریم پورته کوي او په فلسطین کې د اسرائیلو د دولت د ظلم پر وړاندې خپله غوسه او کرکه څرګندوي. دا ټول د اردوغان په سېکولرستي قاموس کې روا دي، خو که چېرې د اسرائیلو پر وړاندې د کوچني نظامي حرکت او یا کوچني اقتصادي، نظامي او امنیتي تړون د لغوه کېدو خبره یاده شي، داسې مواردو ته بيا هېڅ اجازه نه ورکوي. د اردوغان سېکولرستي فکر د ژوند په نظام، دولت او ټولنه کې ټول دیني مظاهر لغوه کړي او هېڅ شرعي حکم ته اجازه نه ورکوي. په دې دایره کې له سېکولرېزم سره ورته دی او د ژوند په ټولو قوانینو کې یې له دولت څخه دین بیل کړی دی. دا هغه قوانین دي چې دولت یې پر بنسټ حکم کوي او د بشر په لاس جوړ شوي هغه قوانین دي، چې الله سبحانه وتعالی تایید کړي نه دي؛ یعنې هغه کفري قوانین چې له سلام سره هېڅ تړاو نه لري.

په داسې حال کې چې د اردوغان ملاتړي تل مبالغه کوي او نوموړی د خپل دولت او ډلې اسلامي رهبر بولي. په راتلونکو پاراګرافونو کې به دا بیان کړو، چې په ترکیه کې اردوغان لومړۍ درجه سېکولر دی او د سېکولرېزم پر بنسټ حکم کوي او د کفارو تر څنګ له اسلام او مسلمانانو سره په افغانستان، سوریه، لیبیا او نورو اسلامي خاورو کې په جنګ دی.

د اردوغان پیدایښت

رجب طیب اردوغان په ۱۹۵۴م کال د ترکیې د استانبول ښار په قاسم پاشا قبیله کې زیږېدلی دی. په ائمه مدرسه کې له دیني خطيبانو سره تر اشنا کېدو وروسته له نجم الدین اربکان سره یو ځای شو. وړاندې تر دې چې د استانبول ښاروال شي، یو شمېر دندې یې ترسره کړې. کله چې نجم الدین اربکان لومړی وزیر شو، نو هغه وخت یعنې د عثماني خلافت تر نسکورېدو وروسته کمالیان د ترکیې حاکمان وو. ډېر وخت لا نه و تېر شوی، چې د کمالیانو پوځ د نجم الدین اربکان پر وړاندې پاڅون وکړ؛ په حقیقت کې د کمالیانو تر شا د انګلیس ملاتړ و. کله چې له ترګوت اوزال وروسته اردوغان د امریکا په مرسته لومړی وزیر شو، نو په وروستیو کې په دې وتوانېد چې په ترکیه کې ځینې ناارامۍ او چاودنې پلان کړي او دا هغه وخت و چې لا تراوسه پوځ د کمالیانو په لاس کې و. په دې توګه هغوی اړ شول چې د تروریزم د مخنیوي لپاره په مډرنو وسلو د سمبالو امنیتي واحدونو په جوړولو موافقه وکړي، په داسې حال کې چې پرې راضي نه وو. دغه نوي جوړ شوي وسلوال واحدونه به لومړی د اوزال او بیا د اردوغان تر لاس لاندې وي.

دا هغه لومړۍ نقشه وه چې اردوغان پرې تکیه کړې وه. وروسته امریکا دغه ځواک زیات کړ، هر کله به چې په ترکیه کې چاودنې کېدې، د اردوغان تر لاس لاندې ځواکونه به یې پیاوړي کول. د هر کال په تېرېدو سره دغه ځواکونه له پوځ سره متوازي کېدل او له پوځ څخه یې د اردوغان پر ضد د پاڅون قدرت اخیسته، ترڅو د کمالیانو پوځ د نجم الدین اربکان په څېر د پخوانیو چارواکو پر وړاندې له پاڅون کولو عاجز شي. وروسته اردوغان د ترکیې د نظامي عالي شورا د قانون پر بنسټ د کمالي پوځ د افسرانو مشران په کور کېنول او پر ځای یې خپل ملګري وګمارل.

دا ښکاره خبره ده، چې انګلیس او مزدوران یې د امریکا او د هغې د مزدورانو پر وړاندې په ښکاره د درېدو توان نه لري، بلکې یوازې د پردې تر شا کار کوي. د ۲۰۱۶م کال د ناکامې کودتا یو لامل همدا بلل کېږي، چې د کمالي سترو افسرانو دغه کودتا د ترکیې د پوځ د نظامي عالي شورا تر ناستې یوه میاشت وړاندې پلان کړې وه. دوی دغه ناسته د ځان لپاره هغه ستره قانوني ضربه وبلله، چې د امریکا او د هغې د مزدور اردوغان لخوا ورته ورسېده. پر همدې اساس یې پر دغې ناکامې کودتا لاس پورې کړ، جادو بېرته پر جادوګر راوګرځېد او د دې لامل شو چې اردوغان دې په خلاص لاس د کمالیانو په پوځ کې تصفیه او پلټنه پیل کړي.

دروغ، ترکیه، اردوغان او د عدالت او پراختیا ګوند

کله چې امریکا متوجه شوه، چې خلک له کمالیانو، شدید سېکولرېزم او د هغوی له اسلام ستیزۍ څخه کرکه لري او اسلامي بیداري ورځ په ورځ پراخېږي؛ نو د ټولشموله سیاست پر بنسټ یې، چې امریکا یې په اسلامي خاورو کې کاروي، اردوغان ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د اسلام جامې پر تن کړي او د خپل واک تر پایه ځينو اسلامي مشاعرو ته پراختیا ورکړي. دغه کار په هغه وخت کې د اردوغان پر محور د خلکو په راټولولو او له کمالیانو او د هغوی له سېکولرېزم څخه د نوموړي په ژغورلو کې بېساری اغېز درلود؛ تر دې چې ځینو ملاتړو یې دی سلطان عبدالحمید باله او ځینو نورو یې تر هغه هم لوړه ستاینه کوله او ویل به یې چې نوموړی د عمر بن خطاب پر لاره ګامونه ږدي.

اردوغان په ۱۹۹۴م کال په هغه برید کې چې د کمالیانو پر سېکولرېزم یې وکړ، وویل: «سېکولرېستي فکر چې د ترکیې د نظام بنسټ پرې ولاړ دی، باید لغوه شي، ځکه د اسلام او سېکولرېزم یو ځای کېدل شوني نه دي.» د هغه په نظر که ترکیه پر اسلامي نظام تکیه وکړي، خپل ټول اوسېدونکي د مسلمانانو په توګه راټولوي او نور به د هېواد په سویل ختیځ کې د کردانو ستونزه حل شي. همدارنګه د کمالیانو پر قانون یې نیوکه وکړه او ويې ویل: «دا د سکربن په لاس لیکل شوی.» خو ډېر وخت لانه و تېر شوی چې د اردوغان سېکولريستي څېره بربنډه شوه او د اسلام هغه جامې یې له بدن څخه لرې کړې، چې په دروغو یې اغوستې وې او ویې ویل: «سېکولرېزم د ډیموکراسۍ ضامن دی.» لکه ډیموکراسي چې هېڅ وضعي تګلاره نه وي او هم یې بنسټ او جزیات له اسلام سره په ټکر کې نه وي. ډیموکراسي انسان ته د قانون جوړولو واک ورکوي او الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ ۗ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ﴾ [اعراف: ٥٤]

ژباړه: خبر اوسئ چې (د نړۍ) پیدایښت او تدبیر د هغه لپاره (د هغه په فرمان) دی. الله تعالی له برکته ډک دی او د ټول عالم پروردګار دی.

یوازې الله سبحانه وتعالی قانون جوړونکی دی، خلک د الله سبحانه وتعالی بندګان دي او لازمه ده چې د هغه د قانون پر بنسټ حرکت وشي.

اردوغان د خپل سېکولرېزم په خپرولو کې پر غلطه لار تکیه کړې. په ناسم تفسیر او په دې وینا سره چې سېکولرېزم له دین سره په ټکر دی، هڅه کوي چې د هغه مخ پټ کړي. د اردوغان د لومړي نظر پر اساس سېکولرېزم له اسلام سره نه یوځای کېږي، مګر د دویم نظر پر اساس یې سېکولرېزم له اسلام سره ټکر نه لري؛ دغه دوه لیدلوري له یو بل سره پخپله په ټکر کې دي. لومړی لیدلوری اردوغان یو خیالي شخصیت ښيي او په دې هڅه کې دی، چې د اسلامي رهبر جامه پر تن کړي. دویم لیدلوری د اردوغان حقیقت ښکاره کوي، چې یو سېکولر شخص دی او غواړي په دروغو، دوکې او فريب سره خپل فکر خپور کړي.

 ډېر وخت نه و تېر شوی چې اردوغان له اسلام څخه انکار وکړ او ویې ویل: «ځینې کسان موږ اسلامي حزب بولي او ځینې مو منځلاری اسلامي حزب یادوي، خو موږ دواړه نه یو؛ بلکې موږ د ډیموکراسۍ ساتونکی حزب يو، نه دیني حزب! پر دې باید ټول پوه شي.» د حیرانتیا خبره ده چې اوس هم د اردوغان ملاتړي ټینګار کوي، چې اردوغان اسلامي رهبر او په ترکیه کې «د عدالت او پراختیا حزب» یو اسلامي حزب دی او دا چې ترکیه پخوا سېکولرېستي وه، خو اوس اردوغان اسلامي کړې ده؛ ډېره د حیرانتیا وړ خبره ده!!

د اردوغان ملاتړي او دروغجن شهادت

د اردوغان ملاتړي د دې لپاره چې اردوغان اسلامي رهبر، ترکیه اسلامي دولت او د عدالت او پراختیا ګوند یو اسلامي ګوند دی، هڅه کوي چې خلک د حقیقي اسلامي نظام (اسلامي خلافت) او حزب التحریر چې د دغه دولت د تاسیس لپاره کار کوي، له پېژندلو څخه راوګرځوي. دا یو دروغجن شهادت دی، چې اسلام حرام کړی او په کلکه یې منع کړی دی. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي: 

﴿وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ﴾ [حج: ٣٠]

ژباړه: له دروغ ویلو ډډه وکړئ!

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿مَّا يَلْفِظُ مِن قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ﴾ [ق: ١٨]

ژباړه: انسان هېڅ خبره پر خوله نه راوړي، مګر دا چې له هغه سره (د ثبت او ليکلو لپاره) یوه څارونکې او چمتو (پرښته) ورسره وي.

 او فرمایلي یې دي:

 ﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا﴾ [فرقان: ٧٢]

ژباړه: او هغه کسان چې دروغجن شهادت نه ورکوي او کله چې پر بې ارزښته شي ورشي، په عزت ترې تېرېږي.  

لومړۍ درجه سېکولر اردوغان

اردوغان یوازې سېکولر نه دی، بلکې لومړۍ درجه سېکولر دی. په دې برخه کې  به د هغو کسانو لپاره قطعي دلایل راوړو، چې هوښیار دي او خبرې اوري.

۱- پر سېکولرېزم د اردوغان ویاړ او له اسلام څخه منکرېدل: اردوغان پر دې ویاړي چې دی سېکولر او د عدالت او پراختیا ګوند یې په ترکیه د سېکولرېزم ساتونکی دی. نوموړی د خپل ځان، حزب او دولت په اړه چې سېکولر دي، هر وخت ډېرې خبرې کوي. دلته د بېلګې په توګه د ځینو څرګندونو یادونه کوو. اردوغان د ۲۰۰۹ م کال د ډیسمبر میاشتې پر ۱۲مه په «السفیر اللنانیه» مجله کې وایي: «له شک پرته عدالت حزب اسلامي نه دی، خپل بهرنی سیاست د عثمانیانو په څېر نه ټاکي او د غزې په اړه یې احساسات هم د اسلام له زاویې څخه نه دي.» نوموړي په دې خبرې سره له عدالت او پراختیا ګوند څخه اسلام لرې کړ او د سېکولرېزم د ستاینې په اړه یې ویلي چې دی سېکولرېزم د ډیموکراسۍ د ضامن په توګه مني. له شک پرته چې ډیموکراسي کفري تګلاره ده چې منګولې پرې لګول، پلي کول او خلک ورته رابلل حرام دي. هغه څه چې ډیموکراسي پرې ولاړه ده او هغه نظم او قوانین چې ډیموکراسي یې رامنځته کوي، ټول له اسلام سره په ټکر کې دي.

۲- اردوغان په ترکیه کې د سېکولرېزم پر اساس پر مسلمانانو حکم کوي:

د ترکیې دولت د عثماني خلافت له نسکورېدو راهیسې په تېرو سلو کلونو کې د سېکولرېزم پر بنسټ حکومت کوي. د هغه سیکولرېستي قانون له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري. د ټولو بنسټونو چارې یې د وضعي قوانیو پر بنسټ روانې دي، هغه کفري قوانین چې له اسلام څخه نه دي. ترکیه هغه دولت دی چې د سایکس ـ پیکو سازمان لخوا د جوړو شوو استعماري پولو ساتنه کوي. ترکیه اسلامي دولت نه دی، ځکه اسلامي دولت د ټولو مسلمانانو لپاره واحد دولت وي، چې د ولایتونو تر منځ مرز نه لري او یوازې له کفارو سره پولې لري، هغه هم لنډمهاله او غیرثابتې. اسلامي دولت تل د جهاد او پراختیا په حال کې وي. له همدې امله د اسلامي دولت اصلي کار د دعوت او جهاد له لارې نړۍ ته د اسلام د رسالت رسول دی. د اسلامي دولت تر ټولو ستره ځانګړتیا دا ده، چې د مسلمانانو ترمنځ د اسلامي شریعت پر بنسټ حکم کوي او له هغه پرته پر هېڅ وضعي قانون حکم نه کوي. حکومتي نظام یې جمهوري، سېکولرېستي او شاهي نه، بلکې یوازې خلافت دی. عثماني خلافت د ټولو مسلمانانو لپاره و او د اردوغان د سېکولرېستي دولت په څېر نه و، چې یوازې د ترکانو لپاره دی. مصر، شام، حجاز، یمن او داسې نور د عثماني خلافت ولایتونه وو، چې تر منځ یې هېڅ پوله او مرز نه وو. موږ وینو چې اردوغان د ترکیې پر سېکولر کولو ټینګار کوي او له اسلامي کولو څخه یې منکرېږي. دا موضوع له هغه ځایه څرګندېږي، چې د نوي عثماني دولت په نامه د خپل دولت نومول ردوي، ترڅو پر خپل سېکولرتوب ټینګار وکړي او غواړي په زغرده ووایي، چې دولت یې نه د عثماني خلافت په څېر دی او نه هغه ته دوام ورکوي.

۳- له ترکیې بهر د سېکولرېزم لپاره د اردوغان چوپړ:

اردوغان چې پر سېکولرېزم یې ایمان راوړی او په ترکیه کې د هغه پر بنسټ حکم کوي، له ترکیې بهر هم د سېکولرېزم د خپرېدو او ساتنې لپاره هڅې کوي او په دې لاره کې قرباني ورکوي. د عربو د پسرلي له انقلاب وروسته یې هڅه وکړه چې نوي حاکمان په دې قانع کړي، ترڅو د سېکولرېستي ترکیې په څېر حرکت وکړي؛ لکه څنګه یې چې په مصر، تونس او لیبیا کې دغه کار ترسره کړی دی.

له ترکیې څخه بهر د سېکولرېزم د ساتنې بېلګه یې په سوریه کې د امریکا د نقشې پلي کول و، چې د سوریې د انقلاب مسیر یې بدل کړ. دا هغه وخت و چې انقلابیون د سوریې پر ۷۰سلنه خاوره واکمن شوي وو، د خلافت د تاسیس لپاره چمتو کېدل او په سوریه کې حاکم نظام او سیکولریستي سیاست یې له ماتې سره مخ کړی و. همدارنګه ایران، د سوریې نظام او روسیه په دې ونه توانېدل، چې د وحشیانه جګړو، ظلمونو، اور اچونې، پر سوځېدلې ځمکه د ډله‌ییزو فشارونو او اوږدمهاله کلابندۍ په زور د شام د خلکو اراده ماته کړي؛ خو اردوغان د امریکا په اشاره د سوریې د نظام ساتلو او په شام کې له سېکولرېزم څخه د ملاتړ په موخه د چل او دوکې له لارې عملي ډګر ته راووت. اردوغان اعلان وکړ چې د سوریې د سرکښ نظام پر وړاندې د انقلابیونو تر څنګ ولاړ دی؛ خو کله چې یو شمېر انقلابیونو پر هغه باور وکړ، نو هغوی یې د جوړجاړي او تنازل په لوري روان کړل. د خیالي جګړه‌ییزو مرکزونو په رامنځته کېدو سره یې جنګیالي له هغو سیمو څخه راوستل، چې حکومت یې په بېرته نیولو کې پاتې راغلی و. د بېلګې په توګه: د حلب ښار تر شپږو میاشتو زیاته کلابندي ماته شوې وه او انقلابیون پر دې توانېدلي وو، چې په یاد ښار کې پر کلابندۍ سربېره حکومت مات کړي او یو قوي توازن پکې برعکس شوی و. اردوغان په ۲۰۱۶ م کال په «الباب» ښار کې د «درع الفرات» جنګي مرکز د هغوی لپاره رامنځته کړ، ترڅو مجاهدین له حلب څخه د هغه ځای په لوري بوځي. کله چې ښار له دفاعي ځواکونو څخه خالي شو، نو ایران او روسیه د خپلو ناوړه جرمونو په پایله کې په دې وتوانېدل، چې حلب سقوط کړي.

اردوغان په ۲۰۱۸ م کال کې هم ورته عمل ترسره کړ او د «غصن الزیتون» په نوم عملیات یې طرحه کړل، چې وروسته یې ۲۵زره مبارزین د عفرین سیمې ته ولېږل. په پایله کې د «ختیځې غوطې» ښار د حکومت له لوري ونیول شو. اردوغان په ۲۰۱۹ م کال یو ځل بیا د «نبع اسلام» په نوم عملیات طرحه کړل او د سوریې جنګیالي یې له ترکانو سره د جګړې لپاره د سوریې شمال ته ولېږل. په پایله کې هغه سیمې هم د حکومت له لوري ونیول شوې او خپل اصل ته ور وګرځېدې، چې اته کاله له انقلابیونو سره وې او حکومت یې په بیرته نیولو کې پاتې راغلی و. مګر اردغان د چل او فرېب په مرسته انقلاب مات کړ او ډېری هغه سیمې چې له انقلابیونو سره وې، بېرته جنایت کوونکي حکومت ته په لاس ورغلې. په ۲۰۲۰ م کال یې په همغه فریب او چل سره وکولی شوای، چې د سوریې له حکومت سره د ادلب ولایت د «سراقب» ښار یعنې د انقلابیونو د وروستي ځای په بېرته نیولو کې مرسته وکړي. ټولو د بصیرت لرونکو ته باید څرګنده شي، چې اردوغان د شام د خلکو په وژلو کې له طاغوتي نظام سره نه یوازې چې شریک دی؛ بلکې جنایتونه یې تر بشار الاسد هم ډېر دي. همدا اردوغان و چې طاغوت یې له نسکورېدو وژغوره او له سېکولرېزم څخه یې ساتنه وکړه.

۴- د تدریج د دروغو له منځه تلل:

د اردوغان ملاتړو ګومان کاوه چې د اردوغان دولت اسلامي دی او نوموړی په تدریجي ډول د اسلام د پلي کولو هڅه کوي. د دوی په خبره کله چې پوځ په بشپړه توګه د اردوغان لاس ته ولوېږي، نو کمالي سېکولرېزم به لغوه کړي، اسلامي حکومت به اعلان او د اسلام احکام به تطبیق کړي .... مګر د دوی دا هیلې له منځه لاړې او پر ناهیلۍ بدلې شوې؛ ځکه له څو کلونو راهیسې پوځ، قدرت او امنیت په بشپړه توګه د اردوغان په لاس کې دي. د ترکیې خلک اسلامي حکومت او د اسلامي احکامو پلي کولو ته په تمه دي؛ نو اردوغان بیا ولې سېکولرېستي نظام لغوه نه کړ؟ د ژوند په ټولو چارو کې د اسلامي احکامو په تطبیق سره ولې اسلامي دولت نه اعلانوي؟ ولې د خپلو ملاتړو هغه هیله نه پوره کوي، چې د اسلامي حکومت اعلان او د سېکولرېزم لغوه کولو ته په تمه دي؟ هغه څه چې اردوغان د اسلامي احکامو له پلي کولو څخه راګرځوي، دوه څیزونه دي:

لومړی: پر سېکولرېزم د اردوغان بشپړ ایمان او قناعت؛ سېکولرېزم د نوموړي د ژوند د مسیر تګلاره ده، چې په ترکیه کې د هغه د قوانینو پر بنسټ په بشپړ قناعت پر خلکو حکم کوي او کوم شی چې ترسره کوي، پر هغو راضي او ډاډمن دی. په همدې دلیل په واضح او قطعي ډول د خپل حکومت له اسلاميت څخه منکرېږي. ایا دا عاقلانه ده چې د سېکولرېزم پر اساس دې حکومت وکړي، په داسې حال کې چې اسلام د سېکولرېستي عقیدې او د هغه د وضعي قوانینو خلاف دی؟!

دویم: له امریکا څخه د اردوغان پیروي او په ترکیه کې دننه او بهر د امریکا د ټولو نقشو پلي کول؛ په دې برخه کې د سېکولرېزم پلي کول، خپرول، ملاتړ، په دې لاره کې قرباني ورکول، د امریکا د ګټو ساتنه او د خطر پرمهال هغې ته پنا وړل دي. دا ټول هغه څه دي چې اردوغان یې په جزیاتو ترسره کوي.

په حقیقت کې دغه موضوعات د دې ښکارندویي کوي، چې تدریج یو خیالي فکر دی او هېڅکله پر حقیقت نه بدلېږي؛ ځکه واقعیت له دوو حالتونو څخه خالي نه دی: یا به د اسلام حکم پلی کېږي او یا د اسلام خلاف حکم. د بېلګې په توګه، که د سود نسبت ۱۴سلنه وي، خو له څه مودې تېرېدو وروسته ۸سلنه او له یو څه وخت وروسته بیا ۲سلنې ته راټیټ شي؛ دا ټول نسبتونه بیا هم سود دی، هغه که کم وي یا زیات؛ په حقیقت کې کفري حکم دی، چې له اسلام سره ټکر لري او حرام دی. د اسلام پر بنسټ حکم همغه د اسلام پر ټولو احکامو حکم کول دي.

۵- پر ځمکه د سېکولرېزم د ساتنې او د اسلامي حکومت د بېرته راتګ د مخنیوي لپاره د کفارو تر څنګ د اردوغان جنګېدل:

ترکیه د کمالیانو د واکمنۍ پرمهال له شمالي انتلانتیک تړون (ناټو) سره یوځای شوه او تر اوسه د هغه ناوړه تړون چې په افغانستان او نورو سیمو کې یې زرګونه مسلمانان ووژل، غړی هېواد پاتې شوی دی. ترکیې دوه ځلې د ناټو تړون ریاست پر غاړه درلود، چې یو ځل د اردوغان د واکمنۍ پرمهال و. له همدې امله اردوغان د زرګونو مسلمانانو په وژلو کې له ښکېلاکګرو کفارو سره شریک دی. له شرعي اړخه کعبه د مسلمانانو په زړونو کې لوړ ځای لري، خو د الله سبحانه وتعالی په نزد د کعبې ړنګول د یوه مسلمان د وینې تویولو په پرتله اسانه کار دی. پر همدې اساس د هغه کس جزا به څومره وي، چې د زرګونو هغو کسانو په وژلو کې شریک دی، چې یوازینۍ ګناه یې دا وه، چې ویل به یې الله سبحانه وتعالی مو پروردګار، پیغمبر صلی الله عليه وسلم مو رسول او نظام مو اسلام دی؟

ترکیه څو پېړۍ د عثماني خلافت مرکز و، خو اردوغان د امریکا په ولایت او نظامي اډه بدله کړه، چې موډرنې جنګي وسلې لري او یو له هغو څخه اټومي سرګلولې دي. په «انجرلیک» اډه کې د امریکا ۹۰ اټومي سرګلولې شته دي. کفار د مسلمانانو پر ضد په جګړه کې بېلابېل توغندي، الوتکې او وسلې کاروي. څومره الوتکو په افغانستان، عراق او همدارنګه شام کې هغه مسلمانان ووژل، چې د بشار الاسد د طاغوتي نظام پر ضد یې انقلاب وکړ، سېکولرېزم یې نه مانه او د اسلامي خلافت بیا تاسیس ته چمتو کېدل؟! د روسیې څومره جنګي موډرنو الوتکو او توغندیو د ترکیې هوایي حریم نقض کړ، ترڅو په هغې وحشي جګړه کې مسلمان ووژني او د هغوی جوماتونه، مدرسې، د اوسېدو ځایونه او کورونه ونړوي؟! دا پخپله پر هغې پټې کینې دلالت کوي، چې دوی یې د اسلام، خلافت او مسلمانانو پر وړاندې په خپلو زړونو کې لري. اردوغان په شام کې د مسلمانانو د هر څاڅکي وینې په تویولو کې له جنایتکارې روسیې سره شریک دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا﴾ [نساء: ٩٣]

ژباړه:او چا چې مومن په قصدي توګه وواژه، جزا یې دوزخ ده؛ چې همېشه به پکې وي او الله تعالی پر هغه غضب راولي او لعنت پرې کوي او د هغه لپاره يې ستر عذاب چمتو کړی دی.

په پورتني ایت شریف کې دغه ناوړه صفتونه لکه، د دوزخ په اور کې اچول، هملته پاتې کېدل او د الله سبحانه وتعالی له قهر او غضب سره مخ کېدل؛ دا ټول د هغه چا لپاره دي چې مومن ووژني، نو د هغه چا به څه حال وي، چې زرګونه مومنان یې وژلي او یا یې په وژلو کې شریک وي!؟ دا په داسې حال کې ده چې اردوغان څو کاله وړاندې له خپلو ځواکونو سره د لیبیا لوري ته مخه کړه او د فلسطین له ۷۰کلن غاصب او د زرګونو فلسطینیانو د وژونکي دولت له څنګ څخه تېر شو، مګر یو سرتېری یې هم هلته ونه لېږه؛ بلکې دا ځواکونه یې د لیبیا په لوري د هغې جګړې لپاره ولېږل، چې د هغې په دواړو خواوو کې مسلمانان وو او د «خلیفه حفتر» او یا بل کس په مرسته یې هڅه کوله، چې د امریکایي نقشې پر اساس د بریتانیا د نفوذ مخه ونیسي. دا هغه بې پایلې جګړه وه، چې له دواړو خواوو څخه پکې د مسلمانانو وینه توی شوه او یوازې د ښکېلاکګرو کفارو د رضایت لامل شوه. اردوغان په دې جګړه کې د مسلمانانو په وژلو کې له کفارو سره شریک و.

د فلسطین له قضیې او خلکو سره د اردوغان خیانت

اردوغان هم د نورو حاکمانو په څېر د فلسطین د خلکو لپاره عملاً هېڅ نه دي کړي، یوازې خبرې کوي او هغه هم د ټاکنیرو مبارزو پر مهال. اردوغان له فلسطین او ملت سره یې خیانت وکړ او له یهودیانو سره د جګړې او د فلسطین د ازادۍ لپاره یې سرتېري ونه لېږل. حتا د هغو ۹ ترکي سرتېرو غچ یې هم وانه خیست، چې په ۲۰۱۰ م کال  «د غزې ازادي» په کښتۍ کې د یهودو له خوا ووژل شول، بلکې یوازې د ټاکنیزو رایو د ترلاسه کولو لپاره یې یو نمایش ترسره کړ. په داسې حال کې چې د هغوی د وینې تویېدو مسوولیت هم د اردوغان پر غاړه دی. د یهودو له بنسټ سره د اردوغان اړیکه دوستانه او صمیمي ده. نوموړی له یهودو سره سوداګریزې، نظامي او امنیتي اړیکې لري او دا درې اړخیزه اړیکې د اردوغان په وخت کې نورې هم پراخه شوې دي. پر مسلمانانو د حاکمو سېکولر دولتونو له ډلې ترکیه هغه لومړنی دولت دی، چې د یهودو دولت یې په ۱۹۴۸م کال په رسمیت وپېژاند او تر ننه دوام لري.

په ترکیه کې د یهودو د دولت د سفارت شتون د اردوغان او د هغه د دوستانو -د یهودو مشرانو- د فلسطین د سپڅلې خاورې د غاصبینو ترمنځ د ځانګړې ملګرۍ یو قطعي دلیل دی. اردوغان په ترکیه کې د مخکنیو حاکمانو په پرتله د یهودو بنسټ ته ښه خدمت کړی دی. کله چې په ۲۰۱۶ م کال د یهودو په بنسټ کې اور ولګېد، نو د اماراتو په ګډون ډېری هېوادونه یې په مړه کولو کې پاتې راغلل او نږې و چې د یهودو دولت د هغو ظلمونو په جزا ورسېږي، چې د فلسطین د خلکو په حق کې یې کړي دي؛ خو د یهودو نږدې ملګري اردوغان د هغوی ژغورلو ته ور ودانګل او په دې بریالی شو، ترڅو د فلسطینیانو وژل، د هغوی د کورونو ورانول او د کروندو له منځه وړل همداسې دوام وکړي.

له همدې امله د ۲۰۱۶ م کال له اور څخه د یهودو تر ژغورلو وروسته اردوغان په فلسطین کې د هغوی په جنایتونو کې شریک بلل کېږي. د حیرانتیا وړ خبره دا ده، چې اردوغان د هغو سیمو د ژغورلو لپاره هېڅ ونه کړل، چې په «حماة» کې د سوریې حکومت او په نورو برخو کې جنایتکارې روسیې په اور وسوځولې؛ بلکې اردوغان وویل: دویمې حماة ته اجازه نه ورکوم. مګر دویمه، درېیمه او حتا څلورمه حماة هم تکرار شوه، خو اردوغان هېڅ ونه کړل. په شام کې د روسیې پر وحشیانه جنایتونو سربېره بیا هم اردوغان د الله سبحانه وتعالی له دښمن او د جنایتکارانو له مشر پوتین سره اړیکې ساتلې دي.

د فحشا د مرکزونو او بربنډو ساحلونو تاسیس

د فحشا مرکزونه چې مسلمانان د فساد په لوري بیایي، په ترکیه کې د اردوغان له حاکمیت وړاندې موجود وو؛ خو د اردوغان د حاکمیت پرمهال نور هم زیات شول. د فحشا د یوه مرکز ښځینه مالکه، چې د اردوغان له ولسمشر کېدو وروسته د هغه پر بریاليتوب خوشاله وه، داسې وویل: اردوغان مې ځکه انتخاب کړی و، چې د هغه د حاکمیت پرمهال مې تجارت ښه پرمختګ کړی دی. ځینې راپورونه ښيي، چې په ترکیه کې د فحشا مرکزونه د عوایدو تر ټولو سترې سرچینې بلل کېږي. نو د حیرانتیا خبره نه ده، چې د ترکیې اقتصاد په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

اردوغان په ۲۰۰۹ م کال په «ایجه» سیند کې د بربنډو خلکو ساحل د پرانیستې پټۍ په خپل لاس پرې کړه؛ که څه هم د سلطان عبدالحمید او محمد فاتح په خاوره کې د داسې ساحلونو شتون ډېره لرې خبره ده، خو دا معلومات پوره دقیق دي. مګر کله چې له دې اړخه د خلکو غږ پورته شو، نو اردوغان د عفاف ساحل پرانیست.

پایله:

اردوغان؛ د امریکا پیرو، د روسیې او یهودو ملګری، د اسلام او مسلمانانو خاین او لومړۍ درجه سېکولر دی. اردوغان په ترکیه کې لومړی درجه سېکولر دی؛ کړنې یې د اسلام له نظره هغه جنایتونه ګڼل کېږي، چې الله تعالی او د انسان، ژوند او کایناتو رب یې په قهر کړی دی. امت باید وړاندې تر دې چې وخت پرې تېر شي او یا وړاندې تر دې چې بیا پښېماني ګټه نه لري؛ دغه موضوع باید درک کړي او د اردوغان په ګډون باید په ټولو اسلامي خاورو کې د حاکمو نظامونو د سقوط لپاره له حزب التحریر سره کار وکړي. همدارنګه امت باید خپل صفونه منظم کړي، ترڅو د جلیل القدر عالم عطاء ابن خلیل ابو الرشته په مشرۍ له حزب التحریر سره کار وکړي او د نبوت په طریقه دویم راشده خلافت تاسیس کړي؛ ځکه د مسلمانانو د ژغورنې او عزت او بیدارۍ ته د هغوی د رسېدو لاره همدا ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ [نور: ٥٥]

ژباړه: الله له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک کارونه کوي، ژمنه کوي، چې هغوی به د ځمکې پر سر حاکمان کړي، لکه څنګه یې چې مخکنیو ته د ځمکې خلافت ورکړ او هغه دین چې د دوی لپاره یې خوښ کړی، هغه به پر خپل ځای پاتې او ریښې به یې وغځېږي. د هغوی وېره به په امنیت او ارامۍ بدله شي، داسې چې هغوی یوازې زما عبادت وکړي او له ماسره څوک شریک ونه نیسي او هغه کسان چې تر دې وروسته کافران شي، هغوی فاسقان دي.

لیکوال: سعید عدنان

سرچینه: الوعي مجله (۴۲۹» ګڼه

د مطلب ادامه...

د شانګهای سازمان غړي؛ تروريستي دولتونه چې په افغانستان کې د تروريزم پر وړاندې د جګړې ادعا لري! Featured

«د سيمه‌ييز تروريزم پر وړاندې د مبارزې بنسټ» په نامه د شانګهای همکاريو سازمان يوې ادارې د اکتوبر په ۱۴مه د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کې په همدې موخه ناسته وکړه. د دغې ناستې په پايله کې د دغه سازمان يو شمېر غړو په افغانستان کې له «تروريزم سره د مبارزې» په موخه د مشترکو اقداماتو لپاره د همکارۍ سند لاسليک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د تروريزم (د اسلام او مسلمانانو) پر وړاندې د غربي نړۍ جګړه له شرموونکې ماتې سره مخ شوې، خو اوس هر دولت د خپلو ګټو پر اساس تروريزم تعريفوي او پر خپل دښمن باندې د تروريزم يا يې د ملاتړي ټاپه وهي. په اکسفورډ قاموس کې تروريزم داسې تعريف شوی دی: «تروريزم د سياسي موخو لپاره له ځواک څخه ناقانونه استفاده، تاوتريخوالی او وېره خپرول دي، په ځانګړي ډول د غير نظاميانو پر وړاندې». د دغه تعريف پر اساس د شانګهای کنفرانس غړي هېوادونه پخپله تروريستي هېوادونه دي.

د شرقي ترکستان له مسلمانانو سره د چين د تروريستي دولت چلند، چې خاوره يې اشغال شوې او يوازې د دې لپاره ربړول کېږي چې مسلمانان دي. د هندوتوا خوځښت او د مودي هندوپاله دولت چې کشمير يې اشغال کړی او پر هندي مسلمانانو هر ډول ظلم روا ګڼي. د پاکستان دولت چې د بلوڅانو او پښتنو په سیمو کې پر مسلمانانو تېری کوي او د خپلو ګټو لپاره له سترو قدرتونو په ځانګړي ډول امريکا سره د مسلمانانو په وژلو کې همکاري کوي، د امريکايي بې پيلوټه الوتکو لپاره يې خپلې هوايي لارې پرانيستي او له سترو قدرتونو سره په افغانستان کې د استخباراتي بريدونو په ترسره کولو کې مرسته کوي. همدا ډول د ايران دولت چې د سوريې، عراق او يمن مسلمانان يې له خاورو سره خاورې کړل، په افغانستان او عراق کې يې د امريکا او ناټو له ترور او وحشت سره همکاري وکړه او په کور دننه د خپلې بقا لپاره خپل اتباع په مختلفو اساليبو او وسايلو ترور کوي او وحشت پرې کوي. د روسيې دولت هم په سوريه کې سلګونه زره مسلمانان په شهادت ورسول او د چيچنيا او منځنۍ اسيا مسلمانان يې تر اوسه تر ظلم لاندې ساتلي. د منځنۍ اسيا هېوادونه هم ارام نه دي ناست او د مسلمانانو او اسلامي خوځښتونو په شکنجه کولو او له منځه وړلو کې له خپل بادار سره يو موټی دي.

خو د دغو دولتونو تصميمونه، مکرونه او حيلې به هېڅکله ثمر ته ونه رسېږي، ځکه له يوه اړخه د دغه سازمان واقعيت داسې دی چې غړي يې په سياسي لحاظ يو موټی نه دي او يو له بل سره سيالي او رقابت لري. له بله اړخه د تروريستي دولتونو دا ډول همکاري پر دې دلالت کوي چې دوی په سيمه کې د ځواکمن اسلامي دولت له ظهور څخه اندېښمن دي او غواړي په دا ډول تصيمونو سره يې د ظهور مخه ونيسي. خو دوی بايد له تاريخه زده‌کړه وکړي، چې د حق او باطل تر منځ جګړه کې حق تل بريالی کېږي او باطل له منځه ځي.

موږ په دې باور يو چې په نړۍ کې تر بل هر ځای د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسيا په سيمه کې اسلامي بيداري ډېره شوې او د مسلمانانو د وحدت او د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسيس شونتيا ډېره شوې ده؛ چې د دغو هېوادونو اندېښنه هم له همدې ټکي سرچينه اخلي. دغه دولتونه غواړي چې په خپلو کمزورو اقداماتو سره د دغې سترې څپې مخه ډب کړي، خو د بيدارۍ دغه څپه دومره ستره او ژوره ده چې د دغو قاتلو او وحشي دولتونو د حاکميت فرصت يې حد اقل ته رسولی دی. انشاء الله ډېر ژر به د سيمې مسلمانان د دغو دولتونو له ظلمه خلاص شي او د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت په تاسيس سره به خوښ شي.

﴿لِلَّهِ الْأَمْرُ مِن قَبْلُ وَمِن بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

د تېرو او راتلونکو ټولو چارو واک له الله سره دی. او په هغه ورځ به مومنان د الله په مرسته (د يوې بلې سترې بريا په خاطر) خوشاله شي. الله سبحانه و تعالی له هر چا سره چې خوښه يې شي، مرسته کوي او هغه (پر خپلو دښمنانو) برلاسی او (پر خپلو دوستانو) ډېر مهربان دی.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

کولرا د سوریې خلک وژني؛ داسې دولت شته چې ملاتړ یې وکړي؟! Featured

د سوریې رژيم د روغتیا وزارت دوشنبې اعلان وکړ چې کولرا وبا په بېلا بېلو سیمو کې د ۲۹ کسانو ژوند اخیستی. د مړو او ټپیانو شمېر د حلب ولایت په شمال کې زیات و؛ هلته د ۲۵ کسانو مړینه تاييد شوې. د سپټمبر په ۱۹مه د سوریې د روغتیا وزارت له لوري د خیریه موسسې او د سوریې په شمال او ختیځ کې د سیمه ییزې روغتیا مدیریت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د زرګونو نورو مشکوکو قضیو راپور ورکړل شوی. د دغو پېښو شمېر په داسې حال کې زیاتېږي چې ملګرو ملتونو په همدې میاشت کې اعلان وکړ چې دا وبا د فرات رود له هغو ککړو اوبو سره تړلې چې د سوریې له شمال څخه د ختیځ پر لور روانې دي او د ځمکو خړوبولو او څښاک لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي.

د سوریې د جګړې له امله رامنځته شوی ناورین ډېر لوی دی؛ ځکه چې د روغتیا ساتنې نیږدې نیمایي تاسیسات یې ویجاړ کړي او بېخ‌بنسټونو ته یې سخت زیان رسولی. دا جګړې په ډیری اغیزمنو سیمو کې د اوبو د سرچینو د کمښت لامل شوې دي. دې چارې ډېر خلک له ککړو اوبو څخه ګټې اخیستنې ته اړ کړي چې په پایله کې یې د ساري ناروغیو خپرېدل ګړندي کړي؛ په ځانګړي ډول د حلب، چې د رژیم د مخالفانو تر ټولو لوی مرکز دی، ډېر خلک پر کولرا اخته شوي. پر دې سربېره، دغو جرمونو په ګڼ مېشتو سیمو کې زرګونه ماشومان، ښځې، ځوانان او بوډاګان وژلي؛ زرګونه زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې کړي او له ښوونځيو او کورونو یې کډه کولو ته اړ کړي دي. د خوړو نه خوندیتوب په زرګونو ماشومانو کې د لوږې او خوارځواکۍ د خپریدو لامل شوی دی.

په سوریه کې د تش په نامه بشرپالو سازمانونو ادعاوې درواغ دي. د دوی موخه د بشر د درد او کړاو کمول نه، بلکې د ظلم پر وړاندې پر پاڅون کوونکو د جنایتکار رژيم د وحشیانه جګړې د مستقیم مسولیت کمول دي. ښکاره خبره ده چې پانګوال هېوادونه په سوریه کې هم د یمن، میانمار، فلسطین، کشمیر او نورو هېوادونو پشان د مسلمانانو د ژغورلو اراده نه لري؛ ځکه چې د دوی د پانګوالو معیارونو له مخې، دا کار هېڅ ډول سیاسي ګټه نه لري او د ماشومانو او بې دفاع ملکي وګړو د وژلو پای ته رسول دوی ته اقتصادي ګټه نه رسوي.

اې مسلمانانو: لکه څنګه چې پوهیږئ، په سوریه کې زموږ پر خلکو بشري ناورین راغلی؛ ځکه چې اوبه هغو موادو ککړې کړې چې په صنعت او کرنه کې کار ترې اخیستل کېږي؛ لکه درانه فلزات، سرب، سیماب، کیمیاوي مواد، سرې او نور خطرناک مرکبونه. دا اوبه کېدای شي په میکروبونو، باکټریاوو، ویروسونو، پرازیټونو او د چينجیو په څېر نورو ژونديو موجوداتو په واسطه هم ککړې شي. که دا ستونزه حل نه شي، دا ککړتیا د ډیرو نورو ناروغیو لامل کېدای شي چې د انسان روغتیا زیانمنوي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په ټوله نړۍ کې تر یو ملیارد ډېر خلک د څښاک له پاکو اوبو څخه بې برخې دي او هر کال لږ تر لږه څلور میلیونه کسان، چې ډېری یې ماشومان دي، د ککړو اوبو له څښلو څخه راپورته کېدونکو ناروغیو؛ لکه ټایفایډ تبې، کولرا، شيستوزومياز، شدید نس ناستي او نورو، له امله مري.

په شریعت کې د هغو اوبو ککړول منع دي چې په ټولو مسلمانانو پورې اړه لري. دا د دولت مسولیت دی چې د اوبو پر سرچینو او پاکو اوبو باندې څار او پام وکړي او له پاکوالي یې ډاډمن شي. خو هغه عادل او ملاتړی دولت چېرته دی؟!

د دولت په نشتون کې دا د امت وضعیت دی! دا امت به تر هغه په زوال کې وي، تر څو چې پوه نه شي چې ژغورنه یې يې یوازې د دین په درک کولو او په ژوند کې د هغه په پلي کولو کې ده. هغه دولت چې د خپلې عقیدې مطابق احکام او مقررات پلي کړي؛ دا دولت د نبوت پر منهج راشده خلافت دی.

 (وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ)

ژباړه: «... او په دغه ورځ به مسلمانان د الله تعالی نصرت باندې خوشالي وکړي. الله تعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښه یې شي. هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی.» [روم: ۴-۵]

د حزب التحریرـ ښځو برخې مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

تکبر مې څادر او لويي مې جامه ده

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ"يَقُولُ اللَّهُ سُبْحَانَهُ الْكِبْرِيَاءُ رِدَائِي وَالْعَظَمَةُ إِزَارِي مَنْ نَازَعَنِي وَاحِدًا مِنْهُمَا أَلْقَيْتُهُ فِي جَهَنَّمَ" (رواه ابن ماجه)

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روايت دی، هغه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « الله سبحانه و تعالی فرمایي چې تکبر زما څادر او لويي مې جامه ده؛ څوک چې له دغو (تکبر او لويي) څخه په يوه کې له ما سره شريک شي، نو دوزخ ته يې غورځوم.»

د سنن ابو داوود په شرحه، عون المعبود (كِتَاب اللِّبَاسِ) کې د دغه حدیث په شرحه کې راغلي: «خطابي ویلي: د دې خبرې معنی دا ده چې تکبر او لويي د الله سبحانه و تعالی لپاره ځانګړي صفتونه دي چې هېڅوک ورسره نه شي پکې شريکېدلی او مخلوق ته نه ښايي چې دغه دوه صفتونه خپل کړي، ځکه د مخلوق صفت تواضع او سر ټیټول دي.»

په دې حدیث کې مخلوق له کبر، غرور او ځان لوړ بللو څخه منع شوی، ځکه تکبر او لويي یوازې په الله سبحانه و تعالی پورې ځانګړي صفتونه دي؛ روا نه ده چې څوک ځان پکې شريک کړي او مخلوق ته نه ښايي چې په دغو صفتونو ځان متصف کړي.

نن ورځ ګورو چې روبیضه حکام تکبر کوي او ځان لوی ښيي؛ له خلکو غواړي چې د دوی تعظيم، ستاينه او چاپلوسي وکړي او دوی ته سر ټيټ کړي، چې دوی په دې کار سره په ربوبيت او ألوهيت کې ځانونه شريکوي. الله تعالی به دوی د دې کار په بدل کې سخت خوار او ذليل کړي او د خلکو تر پښو به يې لاندې کړي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«يحشر المتكبرون يوم القيامة أمثال الذر في صور الرجال، يغشاهم الذل من كل مكان، فيساقون إلى سجن في جهنم يسمى بولس، تعلوهم نار الأنيار، يسقون من عصارة أهل النار طينة الخبال» (رواه الترمذي)

ژباړه: متکبران به د قيامت په ورځ په داسې ډول حشر شي چې څېرې به يې د انسانانو وي، خو په تن به د کوچنيو سرو مېږيانو په څېر وي، له هرې خوا به ذلت رانغښتي وي او په جهنم کې به يو زندان ته ـ چې بولس نومېږي ـ کش کول کېږي، چارچاپېر به يې اور وي او څښاک به يې د دوزخيانو د زخمونو مردارې وينې او زوې وي.

ليکنه: عفراء تراب

ژباړه: مصطفی ځيرک

د مطلب ادامه...

د نړۍ تر ټولو لوی ډېموکراټیک هېواد پر مسلمانو ښځو ظلم کوي چې «ازادې» یې کړي!

خبر:

د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې په ۲۲مه نېټه د هند په نوي ډهلي ښار کې د کرناټکا حکومت لخوا پر حجاب د بندیز حکم صادر شو او وروسته د هند سترې محکمې لخوا تایید شو. تحلیلګرانو د زده‌کوونکو په ټولنو کې د دې پرېکړې پر ټولنیزو پایلو بحث وکړ. د مدني ازادیو لپاره د خلکو اتحادیې (PUCL) وویل: « دا کار به په بالقوه توګه د ښوونې او روزنې د ګوښه کېدو سبب شي؛ حجاب اغوستنونکې زده‌کوونکې به هغو انسټېټیوټونو ته د ځان بدلولو هڅه وکړي چې د مسلمانانو لخوا اداره کېږي. په دې توګه به د نورو ټولنو له زده کوونکو سره د دوی تعامل محدود شي».

تبصره:

وروستۍ څېړنې ښیي چې یادو قوانینو پر ځوانو مسلمانو ښځو پراخ رواني اغېز کړی. دې کار په هغو زده کوونکو کې د ژور خپګان او ګوښي‌والي احساس راپیدا کړی چې دغو تبعیضي قوانینو له بد وضعیت سره مخ کړې او زيانمنې کړې دي.

 بدبختي دلته ده چې د دغو خویندو راتلونکی د داسې واکمنو په لاس کې دی، چې دوی ته درناوی نه لري او د ښځو ازادۍ جعلي او درواغجنې مفکورې په کارولو سره غواړي د بشر حقونو تر پښو لاندې کول او له هغو ناوړه استفاده توجیه کړي.

د کرناټکا سترې محکمې اعلان وکړ، چې «د مسلمانانو ښځو له لوري حجاب اغوستل په اسلامي عقیده کې اړین مذهبي عمل نه دی او همدارنګه د هند د اساسي قانون د ۲۵مې مادې پر اساس د دینې ازادۍ د حق په برخه کې یې ملاتړ او ساتنه نه کېږي.»

د روانې میاشتې په لومړیو کې د هند په ستره محکمه کې د حجاب د بندېدو په غبرګون کې د استناف غوښتلو پر مهال یوه بې بنسټه او پوچه ادعا وشوه چې «د جامو اغوستلو په حق کې به د جامو نه اغوستلو حق هم شاملېږي.»

د PUCL په راپور کې راغلي چې د سترې محکمې په پرېکړه کې ښځې د حجاب په برخه کې د انتخاب او اختیار له حق څخه هم محرومې شوې.

د واکمنو، لیبرال ډېموکراټیکو نظامونو منافقت او ریاکاري ورځ په ورځ څرګندېږي، له یوې خوا د مسلمانو ښځو د حجاب پر وړاندې  ظالمانه قوانین وضع کوي او هغه ښځې چې حجاب مرعاتوي، سزا ورکوي او له بلې خوا هڅه کوي چې په ایران کې ښځې له دا ډول سختو قوانینو څخه ازادې کړي.

لیبرال ډیموکراټیک فکر د شرعي قانون د بدنامولو او بد ښودلو لپاره د افغانستان دولت له لوري د ښځو پر تعلیم بندیز غندي؛ خو همداکار بیا پخپله د غربي اېډیالونو د لمانځنې او ښه ښودلو لپاره کوي.

د یادونې وړ ده چې په هند کې ډېری ښځې، مذهب ته له پام پرته، غوره بولي چې خپل سر پټ کړي، چې دا کار د دوی په کلتور پورې تړلی او له دې سره د خوندیتوب احساس کوي؛ دا قانون پر دغو ښځو نه پلی کېږي؛ چې دا په ښکاره له اسلام سره د هند دښمني ښيي او په ځانګړي ډول یې اسلام د برید هدف دی. د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر وړاندې هم په هند کې په کاري چاپېریال کې د مسلمانو ښځو پر وړاندې د تبعیض په اړه خبر او تبصرې خپرې کړې وې، لکه تر سیکولر قوانینو لاندې د ښځو درواغجنه ازادي. یوازینۍ لار چې مسلمانې ښځې کولای شي خپل حقونه ترلاسه او له استعداونو او وړتیاوو یې کار واخلي، د خلافت حاکمیت دی، چې له تبعیض پرته به د دولت د اتباعو په توګه د ښځو ټولې اړتیاوې پوره کوي.

اسلام د ښځو تعلیم ته ارزښت ورکړی او په شرعي قوانینو کې هېڅ داسې مسله نشته چې ښځې له  زده کړې منعه کړي. 

﴿يُؤتِى الْحِكْمَةَ مَنْ يَشاءُ وَمَنْ يُؤتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ اُوتِىَ خَيْراً كَثِيراً وَمَا يَذَّكَّرُ اِلَّا اُولُوا الاَلْبَابِ﴾ 

ژباړه: (الله سبحانه و تعالی) چې هر چا ته وغواړي (او وړ یې وبولي) علم او حکمت ورکوي او هر چا ته چې علم ورکړل شي، لوی خیر ورکړل شوی. له هوښیارانو پرته بل څوک (دا حقایق نه درک کوي او) دا نصیحت او تذکر نه اخلي. [بقره: ۲۶۹]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

عمرانه محمد

ژباړه: محمد هارون رؤفي

د مطلب ادامه...

د واکمنانو د بې پروایۍ له امله، سېلابونو میلیونونه کسان زیانمن کړل. Featured

  • خپور شوی په پاکستان

اې د قدرت څښتنانو! له دې بې رحمه او ظالمو واکمنانو څخه لاس واخلئ او پر ځای یې بیا خلافت تاسیس کړئ

د پاکستان یو پر درېیمه برخه ځمکه سېلابونو لاندې کړه. تر ۱۵۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. یو میلیون کورونه ړنګ شول. دغو سېلابونو ۳۵ ميلیونه خلک، چې ۱۶ میلیونه یې ماشومان وو، زیانمن کړل. خو د پاکستان د ډيموکراټيکې رهبرۍ لپاره مرګ او ویجاړي یوازې د عکس اخیستلو یو فرصت و؛ ځانونه یې لانده کړل او خلکو ته یې یو څه خوراکي توکي ووېشل. د بې ځایه شویو او بې وزلو کسانو د هوایي سروې په کولو یې له خلکو سره خواخوږي وښوده او داسې یې وګڼله چې ګواکي خپل مسوولیت یې ادا کړ.

سیاسي رهبري د دې پرځای چې له سېلاب ځپلو سره پوره مرسته وکړي؛ د پوځ د نوي مشر پر انتصاب او ټاکنیزو لوبو بوخته ده او پوځي رهبري یې هم د راتلونکي مشر پر سر په مبارزه لګیا ده. لومړی وزیر شهباز شریف د ملکې الیزابت د جنازې د مراسمو لپاره لندن ته لاړ؛ فکر کوي چې که دی نه وي، جنازه نه کېږي. په همدې توګه، PTI مخالف ګوند په لاریونونو، تبلیغاتي غونډو، پر ټولنیزو رسنیو په کمپاینونو او د دروازو تر شا پر پټو ناستو بوخت دی. د پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتي دولتونه په خپلو سیاسي او شخصي ګټو پسې دي. دا ټول په داسې حال کې ده چې سېلاب ځپلي تر شنه اسمان لاندې د خوړو او لومړنیو اړتیاوو لپاره ژاړي او چغې وهي. دوی له ککړو اوبو څخه د پیدا شویو ساري ناروغیو؛ لکه کولرا، ډينګی او ملاریا پر وړاندې د مبارزې وس نه لري.

د اټکل له مخې، د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونه کچه تر دېرش ملياردو ډالرو زیاته ده. ولاړ فصلونه له منځه ولاړل. په میلیونونو څاروي د سېلاب له امله زیانمن شوي. په داسې سخت حالت کې باید ټوله دولتي دستګاه، واکمنان، بیروکراسي، پوځ، پولیس، مدني مدافعین، وزیران، د خلکو استازي، دولتي او روغتیايي کارکوونکي او ... بسیج شي؛ خو دلته داسې څه نه دي تر سترګو شوي. حکومت یې د غلې دانې ذخیره خلاصه نه کړه. د دغې ذخیرې خوله د خلکو لپاره نه، بلکې یوازې د سود د ورکړې لپاره خلاصیږي. دلته د حکامو لومړیتوب له خپلو خلکو سره په درد کې شریکېدل نه، بلکې د استعمارګرې بریتانیې د ملکې په مړینه ماتم کول دي.

راشده خلافت ښودلې چې څنګه د قحطۍ او سېلابونو په شان افتونو سره مقابله وکړي. کله چې په ۱۸مه هجري پېړۍ کې په حجاز کې قحطي راغله، ټوله دولتي دستګاه د ناورین د کمولو لپاره بسیج شوه او ټوله رهبري په بشپړه توګه د مرستې رسولو په برخه کې بوخته وه. له مصر او شام ولایتونو څخه د خوراکي توکو او جامو په ګډون پام وړ مرستې ولیږل شوي. خلیفه عمر رضی الله تعالی عنه پخپله په مرسته رسولو کې بوخت و. دا د طبیعي ناورین په ځواب کې د خلافت د پام وړ او د امت پراخ غبرګون و چې له ډیموکراسۍ سره بشپړ توپیر لري. شهباز شریف د نړۍ د تودوخې په اړه څېړنې بیانوي چې په دې پلمه خیرات راټول کړي.

د دغو سېلابونو پر مهال دومره غفلت دا په ډاګه کړه چې اوس د سیکولر ډیموکراسۍ د ښخولو وخت دی. له همدې واکمنانو یوه یې هم تر سېلابونو وړاندې د مسوولیت احساس نه درلود، نو اوس او په راتلونکي کې به یې څه ولري؟ اوس هغه وخت را رسېدلی چې دوی نسکور شي، لرې شي او بېرته خلافت تاسیس شي.

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو افسرانو! د بسیج کېدو لپاره نور کوم دلیل غواړئ؟ په سند او بلوچستان کې د دولتي دستګاه غفلت ښکاره دی. واکمن ګوند او اپوزیسیون د پنجاب صوبې پر سر د واک په جنجال کې ښکېل دي، په داسې حال کې چې د سند او بلوچستان رایې په دغه جنجال کې نه شمېرل کېږي. د ملیونونو خلکو ژوند او راتلونکی ستاسو په پرېکړه، دریځ او عمل پورې تړلی دی. همدا اوس د خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړئ او خپل ولس له دغه ظالم نظام او بې پروا حکامو خلاص کړئ. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا أَنْصَارَ اللَّه...)

ژباړه: «اې مومنانو! د الله تعالی انصار شئ...» [صف: ۱۴]

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

د ظالمانو ملاتړ مه کوئ

خبر:

ولسمشر رجب طیب اردوغان د لومړي ځل لپاره د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) په ۲۲مه غوڼده کې ګډون کوي. دا خبره چې ترکیه د دې سازمان غړیتوب نه لري، خو په خبرو اترو کې یې ګډون کوي او د دغې غونډې له ګډونوالو سره به ګډ عکس هم اخلي؛ د دې لپاره مهمه ده چې له دغو هېوادونو سره د ترکیې اړیکې ټینګېږي او دا یې د اسیا له تر ټولو ځواکمن امنیتي سازمان سره، چې د چین، روسیې او هند پشان غړي لري، خبرې اترې پیاوړې کوي. (۲۰۲۲م کال، د سپټمبر ۱۶مه - خبري آژانسونه) 

تبصره:

د شانګهای همکاریو سازمان ۲۲مه غونډه چې د کرونا وبا پر وخت پیل شوه، د اوکراین له جګړې سره هم‌مهاله وه او د خوراکي توکو او انرژۍ د نړیوال بحران تر سیوري لاندې ترسره شوه، د نړۍ هېوادونه ورته لېواله دي. د دغې لېوالتیا تمرکز پر دې دی چې روسیه د اروپايي هېوادونو د طبعي ګاز او اړتیا وړ خوراکي توکو د پام وړ برخه کنټرولوي چې اروپا سخته اړتیا ورته لري. د اوکراین په اوږده جګړه کې د روسیې ګواښوونکې او له خپلو داخلي تولیداتو د ملاتړ پالیسي له شک پرته تر ټولو ډېر اروپایي هیوادونه ګواښي.

دا غونډه په دې سبب هم یو څه مهمه ده چې امریکا هڅه کوي چې په ځانګړي ډول په اقتصادي او سیاسي برخو کې د روسیې د ګوښه کولو لپاره د خپلې پالیسۍ له مخې روسیه له چین څخه جلا کړي. د امریکا پالیسۍ تر دې دمه روسیه له پوځي، سیاسي او اقتصادي پلوه کمزورې کړې او غواړي چین له روسیې سره په اړیکو کې د ارامۍ احساس ونه کړي. خو که چین په بېلابېلو سیاسي لوبو کې بوخت نه کړای شي، په همدې انګېزه د دې چارې دوام له احتماله لري خبره ده.

په دې غونډه کې اصلي خبره چې باید بحث پرې وشي د مسلمانانو د حکامو او د دوی د بې هویتۍ موضوع ده ... د دې غونډې له ګډونوالو یو يې چین دی چې مسلمانان شکنجه کوي، نسل‌وژنه يې کوي، ګوښه کوي یې او قتل عام کوي يې. یوازې پر دې بسنه نه کوي، بلکې د مسلمانانو عقاید، ارزښتونه او مقدسات تر پښو لاندې کوي او په ډېرو سپکو لارو د دوی عزت او کرامت ته سپکاوی کوي.

بلې خوا ته حکام د روسيې له ولسمشر سره په ورین تندي عکسونه اخلي چې په سوریه کې له ظالم اسد سره ملیونونه مسلمانان سلاخي کوي او له نیږدې لسو کالو راهیسې د دوی د کډوال کېدو سبب ګرځي. همدارنګه ټولو ته د ازبک او قزاق واکمنانو ظلمونه هم معلوم دي، چې پر خپلو خلکو یې کوي. د دغو ظالمو، کافرو او ترهګرو دولتونو له مشرانو سره یوځای کېدل او له هغوی سره په ورین تندي او موسکه خوله عکس اخیستل،  ویاړ نه، بلکې شرم دی. سربېره پر دې، مسلمانان باید د دغو بې عقلانو دغو شعوري کړنو ته متوجه وي؛ ځکه چې دوی دې سیاسی ذلت ته د خپلې سیاسي هوښیارۍ په سترګه ګوري.

هر عاقل انسان پر دې پوهېږي، چې په ختیځ او لوېدیځ کې د غربي کفارو لخوا رهبري کېدونکي او تاسیس شوي سازمانونه، تړونونه او تاسیسات یوازې د کفارو د ګټو ساتلو وسیلې دي؛ خو د اسلامي هېوادونو سطحي فکره حکام دې ته خوشحاله دي چې په یادو سازمانونو کې تشه برخه واخلي. هغه پوښتنه چې هر مسلمانا یې باید له خپلو واکمنانو وکړي دا ده چې؛ له کفارو مو ملاتړ بس نه دی؟ ایا له کفارو سره په ګډه مو پر مسلمانانو ظلم او د دوی ټول‌وژنې بس نه دي؟

په حقیقت کې مسلمانان په هغو عکسونو خوشاله کېږي چې حکام یې له مظلومانو سره د ظالمانو پر وړاندې د درېدو پر وخت اخلي. هغه حکام چې د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو د وینې د یوه څاڅکي بهېدو په سبب د کفارو پر وړاندې ټول پوځونه بسیج کړي. مسلمانان پر دې خوشاله کېږي چې د اسلامي هېوادونو واکمنان باید د چین ظالم رژیم په ناپاکو پیسو خپل لاسونه ککړ نه کړي، ځکه چې ختیځ ترکستان او ورته سیمې د چین د ظالم رژیم له لاسه د مرستې لپاره چغې وهي. مسلمانان پر دې خوشاله کېږي چې حکام یې د خدای د رضا لپاره له پوتین سره، چې لاسونه یې د ملیونونو مسلمانانو په وینو سره دي، د دښمن په توګه چلند وکړي. دا چې مسلمان حکام د امریکا او اروپا په امر او استازیتوب عمل ونه کړي. مسلمانان داسې واکمنان غواړي چې له ټولو کفارو مخ واړوي او د خپلو مسلمانو وروڼو ترڅنګ ودرېږي. دا هغه سیاست دی، چې تاسې به پرې ویاړئ او خپل ارزښت به پیدا کړئ. 

دا کار د خلفاوو دی، هغوی له فرصتونه ګټه پورته کوي، یوازې له الله سبحانه وتعالې څخه ویره لري او خپله شتمني د الله د دین په لار کې لګوي. موږ الله سبحانه وتعالې ته دعا کوو، چې دا ورځې ژر راولي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

احمد سپا

ژباړه: محمد هارون رؤفي

د مطلب ادامه...

مه په غوسه کېږه!

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: جاء رجل فقال: يا رسول الله، أوصني. فقال: لا تغضب. ثم ردد مرارا فقال: لا تغضب. رواه البخاري.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، هغه وايي: یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! ماته نصیحت وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه غوسه کېږه. سړي په تکرار سره دا کار وکړ (د نصيحت غوښتتنه يې وکړه) او رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته همدا ويل چې «مه په غوسه کېږه».

غضب په لغت کې د رضایت ضد دی او په اصطلاح کې د غچ په نيت د وینې په جوش راتلو ته غضب (غوسه) وايي.

پورته حدیث شریف کې ليدل کېږي، چې دغه سړی رسول الله صلی الله علیه و سلم ته د دې لپاره راغی چې هغه ورته پر یوه جامع او کلي خبره نصیحت وکړي. کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وايي چې مه غوسه کېږه، نو سړی فکر کوي چې دا به جزئي خبره وي، له همدې امله سړی خپله خبره تکراروي او بيا بيا د نصيحت غوښتنه کوي. خو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر وار همدا ورته وايي چې «مه په غوسه کېږه» نو سړی هم پوهیږي چې همدا جامع خبره ده. د «مه به غوسه کېږه» قول دوه لويې خبرې رانغاړي:

لومړی: د اسبابو پر چمتو کولو امر: د ښو اخلاقو، صبر او زغم تمرين کول او د خلکو د قولي او فعلي اذيت پر وړاندې زغم کول.

دویم: چې غوسه غلبه ونکړي: که څه هم په غالب ډول انسان د غوسه کېدو مخه نه شي نيولی، يعنې نه غوسه کېدل د انسان په واک کې نه دي، خو انسان د غوسې د نفوذ او غلبې مخه نيولی شي. نو پر انسان لازمه ده چې د غضب پر مهال له هغو حرامو کړنو او خبرو خپل نفس منعه کړي چې غوسه یې ترې غواړي.

کله چې يو څوک خپل نفس له غوسې د ناوړه اثر لرونکو فعلونو څخه وساتي، نو دا داسې ده لکه په حقيقت کې چې نه وي په غوسه شوی. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمايلي:

«ليس الشديد بالصرعة، إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب.»

پياوړی په مقابله او سيالۍ کې زورور شخص نه دی، بلکې پیاوړی هغه کس دی چې د غوسې پر مهال پر خپل نفس کنټرول ولري.

غوسه دوه ډوله ده؛ يوه ناوړه او بده غوسه او بله يې ستايل شوې غوسه. ستايل شوې غوسه هغه ده چې د الله تعالی او د هغه د حرماتو په خاطر وي، يعنې د الله له حرماتو څخه پر کوم حرمت باندې د تېري او تجاوز په سبب، يا د مسلمان د قتل له امله، يا په ناحقه د مال د اخيستلو له امله او يا د نورو هغو محرماتو له امله چې د الله په دين کې ترې نهی شوې ده.

عن عائشة رضي الله عنها قالت: "ما ضرب رسول الله صلى الله عليه وسلم شيئا قط بيده، ولا امرأة ولا خادما، إلا أن يجاهد في سبيل الله، وما نيل منه شيء قط فينتقم من صاحبه، إلا أن ينتهك شيء من محارم الله، فينتقم لله عز وجل" رواه مسلم.

له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی، چې وايي: « رسول الله صلی الله علیه و سلم هېڅکله کوم شی (څوک) په لاس نه دی وهلی، نه ښځه او نه خدمتګار مګر د الله تعالی په لار کې د جهاد په صورت کې. او هېڅکله يې له چا څخه ده ته د رسېدلي اذيت غچ نه دی اخيستی، مګر دا چې کوم چا د الله له محارمو څخه کوم څه تر پښو لاندې کړي وي، نو له هغه څخه يې د الله تعالی په خاطر انتقام اخيتسی او جزا يې ورکړې ده.

ليکنه: عفراء تراب

ژباړه: تميم انصار

د مطلب ادامه...

د شام ګلالي ماشومان مو له نورو کډوالو سره يو ځای په کښتیو کې ډوب شول. له خلافت پرته به نور د څومره کسانو په ویر کېنو؟! Featured

بي بي سي د ۲۰۲۲م کال، د سپټمبر په ۲۳مه راپور ورکړ چې د سوریې سواحلو ته څېرمه په یوه ډوبه شوې کښتۍ کې ۷۱ تنه کډوال په داسې حال کې وموندل شول، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي وو. شل ژغورل شوي کسان د طرطوس ښار یو روغتون ته یوړل شول. په کښتۍ کې د لبنان، سوریې او فلسطین له ۱۲۰ تر ۱۵۰ ښځې او ماشومان وو. زموږ یو مسلمان ورور، مصطفی مستو له خپلو دوو لوڼو او زوی سره ډوب شو. د دغو ماشومانو مور ته دا غم ډېر دروند دی او د دې ناورین د څرنګوالي په اړه د ځواب ویلو لپاره هېڅ نه لري. د هغې په خبره: "هغه له بې وزلۍ او دغه ناوړه حالت څخه وتښتېد چې اوس یې موږ ورته پرېښي یو. سیاستوال مو د ژوند پروا نه لري. هېڅ شی به موږ بېرته سره یو ځای نه کړي او نه به مې ماشومان بیا ووینم."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په وینا، په لبنان کې د اټکل له مخې ۱.۵ ملیونه سوري او نیږدې ۱۴،۰۰۰ د نورو هېوادونو کډوال دي، دا هېواد د نړۍ په کچه د لوی شمېر کډوالو کوربه‌توب کوي. نړیوالو څارونکو ادارو ویلي چې د نړیوال کړکېچ په سبب د کښتیو له لارې په خطرناکو لارو کډوالي تر ۷۰ سلنه لوړه شوې. د لبنان تر ۸۰ سلنه ډېر نفوس خواړه او درمل په سختۍ پيدا کوي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې له دغه هیواد څخه د وتونکو کسانو شمیر د ۲۰۲۰م کال په پرتله په ۲۰۲۱م کې نیږدې دوه برابره شوی.

د زرګونو ډوب شویو کډوالو ناوړه حالت ښيي چې د سمندرونو له خطرناکو او وژونکو لارو کډوالي څومره عامه شوې. ارزانه جعلي جاکټونه او ناقانونه انساني قاچاق په یوه لوی کاروبار بدل شوي او دا کاروبار په بشپړه توګه د نړیوال قانون پلي کوونکو ادارو له کنټرول څخه وتلی. زموږ له معصومو ماشومانو سره د ښه ژوند په هیله چل کېږي؛ دوی باور کوي او په بدل کې یې خیانت او فرېب ویني.

د خلافت په ریښتینې رهبرۍ کې د امت د چارو څارونکی او سمبالوونکی خلیفه به هېڅکله د انسانانو په ژوند کې دا ګواښ او د مایوسۍ اوږد حالت ونه مني. جبري مهاجرت د ناکراره او نهیلو مسلمانانو یو تریخ حقیقت دی. مور او پلار هېڅکله خپل ماشومان له خطر سره نه مخ کوي؛ پرته له دې چې د دوی د ژوند او مرګ د لاملونو په اړه فکر وکړي. له بل اړخه، کوم نارینه سرپرست خپله مېرمن او ماشومان د مرګ غېږې ته استوي؟ ایا تاسو د هغه وحشت تصور کولای شئ چې ډوب یاست، هېڅوک مو غږ نه اوري او ماشومان مو وینئ چې د مرستې لپاره چغې وهي؛ خو هېڅ مو له وسه نه کېږي؟

موږ د الله سبحانه وتعالی دربار ته لاسونه لپه کوو چې له داسې غمونو مو وساتي او ژر تر ژره زموږ ډال او ساتونکى، د نبوت پر منهج خلافت، بیا را تاسیس کړي؛ امت له دې ناورين څخه راوباسي؛ دا ظلمونه او کړاوونه ورک کړي او د مسلمانانو امنیت او خوندیتوب بیرته را وګرځوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ)

ژباړه: «او (هغه وخت رایاد کړه) چې ستا رب پریښتو ته وویل: «زه به په ځمکه کې یو خلیفه  پیدا کوم!» پریښتو وویل: «پروردګاره!» ایا ته پر ځمکه داسې یو څوک ټاکې، چې فساد وکړي او ویني تویې کړي؟  موږ ستا حمد او ثنا وایو او تقدیس دې کوو.  الله سبحانه و تعالی وویل: «زه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ!» [بقرة: ۳۰]

د حزب التحریرـ ښځو برخې مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

بې‌ساری اقتصادي نظام

لومړۍ برخه

د اسلام اقتصادي نظام په اړه پوهې ته جدي اړتیا

د اقتصادي بېدارۍ او پرمختګ عقیدې او افکارو ته ارزښت ورکول د یوه دولت د ځواکمنتیا له هغو مهمو عناصرو څخه بلل کېږي، چې د ټولنې په نېکمرغۍ، د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو، د ژوند له نعمتونو د ګټې اخیستنې او اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لوبوي. یو دولت د خپلې جغرافیې، نظام، داخلي او بهرني امنیت د ملاتړ او همدارنګه د خپل پرمختګ او د پرمختګ د وسایلو د درلودلو لپاره اقتصادي ځواک ته اړتیا لري. که څه هم اقتصادي ځواک په نړیوال سیاسي موقف او د یوه دولت د افکارو په لېږدولو کې ډېره اغېزه لري؛ خو بیا هم اقتصاد د ځواک تر ټولو مهم لامل نه دی، ځکه تر اقتصاد مهم هغه فکر دی چې دولت یې پر بنسټ جوړ شوی وي، امت یې په خپل ژوند کې لېږدوي او د هغوی د ژوند کولو بڼه  رامنځته کوي.

تر اقتصاد عقیده مهمه ده؛ هغه عقیده چې د انسان د افکارو قاعده تشکیلوي، ځکه له دې عقیدې پرته چې کوم افکار رامنځته کېږي د تغییر او له منځه تلو امکان یې شته. همدارنګه د دې عقیدې په نشت سره دولت کمزوری او پاشل کېږي او په ټولنه کې د یووالي عوامل او وسایل له منځه ځي او په دې سره به امت هم خپل هغه افکار له لاسه ورکړي، چې له نورو یې بېل او ځانګړی کړی دی. ان له دغو افکارو پرته به د ژوند لپاره ټاکلې طریقه هم ونه لري، یووالی او د ځواک عناصر به یې له منځه ولاړ شي. یعنې د واقعیت په ډګر کې یې زوال حتمي دی، که ظاهري چوکاټ یې باقي پاتې هم شي. کله چې ټولنه او امت خپل هغه مفاهیم او افکار له لاسه ورکړي، چې د دوی د ژوند چلند او جوړښت یې رامنځته کړی، نو په ډاډ سره ویلی شو چې خپل کلتور او علوم له لاسه ورکوي. دغه راز د خپل تاریخ په اړه به ناخبره وي، هغه به هېر کړي او حتی ترې منکر به شي.

ښکاره بېلګې او شواهد پورته واقعیت په ډاګه کوي او هېڅ شک پکې نشته. د مسلمانانو هغه دولت چپه شو چې د یووالي رمز، د دین او امنیت ساتونکی او د امنیت او عزت سرچینه و. د امت قدرت خلافت (وروسته له دې چې امت د اسلامي افکارو په درک کې کمزوری شو) چپه شو او قدرت یې پای ته ورسېد. که څه هم له اسلام څخه تر لاسه شوي ټول افکار یې له لاسه ورنه کړل. په همدې توګه عقیده، چې د افکارو بنسټ یې و، له لاسه يې ورنه کړه؛ بلکې د اسلامي افکارو په فهم کې له جدي کمزورۍ سره مخ شول او سقوط یې وکړ. په دې ډول اسلامي امت خپل یووالی له لاسه ورکړ، په بېلابېلو برخو ووېشل شو، غیر مسلمانان یې د خپلو چارو رهبران وټاکل، ټولنې یې د ژوند د ډېرو برخو په چلند او افکارو کې له اسلام څخه کفر ته نږدې شوې. همدا راز په امت کې ډېر داسې کسان راپیداشول چې په چل او فرېب سره یې ځان مفکر، رهبر او عالم باله او د حکومت، اقتصاد او قانون جوړونې په برخه کې یې له غیر اسلامي اساساتو کار اخیسته. په ځانګړي ډول په ډېرو ټولنیزو چارو او اړیکو کې یې فتواوې او نظرونه ورکړل، حتی اسلام یې رد کړ، انکار یې ترې وکړ او د اسلام پر افکارو او تاریخ یې برید وکړ. دغه کسان د اسلام لېږدونکي ظالم او تروریست بولي او تل د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې دسیسې جوړوي.‎

نو تر هغو چې مسلمانان د اسلامي افکارو ملاتړ ونه کړي او خپل چلند له اسلامي افکارو سره سم نه کړي، دا حالت به په همدې ډول دوام ومومي. د وحې پر بنسټ د اسلامي افکارو پلي کولو وجوب باید عام شي. په داسې ډول چې ټول وانګیري، چې دا افکار د هغه شریعت دي چې الله سبحانه وتعالی د وحې له لارې رالېږلي او په هېڅ حالت کې جوړجاړی نه شو پرې کولی، د ګټې تر لاسه کولو او د خطرونو او ګواښونو په حالت کې یې له کومې برخې نه شو تېرېدلی. دا افکار د تعدیل وړ نه دي چې د اړتیا، پراختیا او تنوع په پلمه به هېڅ وخت تحریف نه شي. تر هغه چې دا افکار په همدې ډول په عامه رایه بدل نه شي، نو د امت د نهضت لپاره بله هېڅ لاره نشته او دولت به تاسیس نه شي. همدا راز اسلامي ژوند به یې بیا په نصیب نه شي، نړیوالو ته به د اسلام دعوت ونه رسيږي او مسلمانان به د لا اله الا الله محمد رسول الله تر بیرغ لاندې راټول نه شي.

اسلام ته د ژوند په هره برخه کې د شامل او کامل نظام په توګه د امت راګرځېدل:

پر امت ډېر مصیبتونه، بلاوې او سختۍ راغلې، څو څو ځلې وځپل شو، د محوه کولو لپاره یې دښمنانو ډېرې دسیسې جوړې کړې، خو اوس امت یو ځل بیا پر خپل دین منګولې لګولي او بېرته خپل دین ته ورګرځېدلی دی. امت اوس پر دې پوه شوی چې اسلام کهنوتي دین نه دی او نه هم کومه خالي روحي او عبادتي عقیده ده، بلکې یوه داسې عقیده ده چې عقل ته یې قناعت ورکړی او له دغې عقیدې څخه د خلکو فردي او ټولنیزو چارو، دولت، مسلمانانو او غیر مسلمانانو او همدارنګه د ټولو اړیکو د تنظیم لپاره نظام رامنځته کوي. دغه مسئله په مسلمانانو کې پر عمومي رایه بدله شوې او دا هغه څه دي چې د کفارو مشران، د لویو دولتونو حکام او د هغوی مزدوران یې وېرولي او تل په دې فکر کې دي، چې څه ډول د دې مسئلې مخه ونیسي.

د دې مسئلې د اثبات لپاره شواهد نه وړاندې کوو، ځکه زموږ د بحث محورې موضوع نه ده، یوازې پر دې بسنه کوو، چې د اسلامي ژوند بیا راګرځېدو د مخنیوي لپاره لویو دولتونو او د هغوی مزدورانو توجه کړې او ترورېزم ورته وایي. دغو لویو قدرتونو له اسلام سره د مبارزې لپاره قوانین تصویب او نړیوال کړل، هغوی چې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره کار کوي تروریستان او تندلاري یې بولي او له دې لارې دوی او افکار یې له منځه وړي. دغه راز د همدې موخې لپاره یې قوانین جوړ او پر نړیوال عرف یې بدل کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې، چې د سوریې د انقلاب پر وړاندې او خپل قصاب بشار اسد ته پکې برائت ورکوي، د هغوی موخې ښې په ډاګه کوي، چې ویې ویل: «په سوریه کې روان حالت د دېکتاتورۍ پر وړاندې او د ډيموکراسۍ لپاره نه دی، بلکې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې او د اسلامي امت د راپورته کېدو لپاره دی.» دا د نړۍ ستر اواز دی او د خپلو تشویشونو په بدل کې په وحشیانه ډول وژنو ته دوام ورکوي. الله سبحانه وتعالی څه ښه فرمایلي دي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ۳۶]

ژباړه: کفار خپل مالونه د الله تعالی له لارې د خلکو د راګرځولو لپاره کاروي، هغوی دغه مالونه (چې د تر لاسه کولو لپاره یې زیار ایستلی) په دې لاره کې لګوي، خو د خپګان او ارمان لامل به یې شي او ماتې به وخوري. په آخرت کې به ټول کفار دوزخ ته د تلو لپاره راټولیږي.

په حقیقت کې د اسلام، د اسلامي دولت د حاکمیت او همدارنګه د شته تپل شوو نظامونو د له منځه وړلو لپاره عامه رایه رامنځته شوې، خو لا هم د مسلمانانو لپاره د اسلامي نظامونو، د هغو د قواعدو او تفصیل ځينې برخې ګونګې دي. دلیل یې په دولت کې د اسلام د پلي کولو له دوران څخه لرېوالی او د اسلام پر وړاندې د شته نظامونو او دولتونو مبازره ده. بل دلیل یې درباري علماء دي چې مسلمانان یې د خپل دین له واقعیت څخه منحرف کړي او اوسنی حالت یې پرې حاکم کړی دی. مسلمانان له اوسني حاکم حالت او غربي افکارو اغېزمن شوي، اسلامي احکامو ته نه ګوري او نه یې درک کوي. تر ټولو مهم څيز چې مسلمانان یې په اړه په جهل کې دي؛ په اسلام کې د حکومتولۍ او اقتصادي نظام دی.

د اسلام د اقتصادي نظام په اړه ناپوهي:

په اسلام کې د حکومتولۍ نظام او د دغه نظام د قواعدو، اساساتو او ډېرو نورو احکامو په اړه تر یوې کچې عامه پوهاوی رامنځته شوی، البته دغې مهمې برخې ته د دعوتګرانو د تمرکز له امله؛ خو لا هم په اقتصادي نظام کې پوره پوهای نه دی رامنځته شوی. موخه مو عوام مسلمانان نه دي، ډېر علماء، مخور او مسلمان متخصصین او ان د ډېرو اسلامي حرکتونو کې دعوتګران په دې برخه کې ناپوهه او بې خبره دي. دا هغه څه دي چې په فکري جنجالونو کې د کمزورۍ لامل ګرځي او ډېر ژر باید دا ستونزه حل شي. په هېڅ وجه په دې برخه کې غفلت جواز نه لري. اسلامي نظام باید متخصصینو او نورو ټولو کسانو ته وروپېژندل شي او پر عامه رایه بدل شي. د اسلام اقتصادي نظام افکار باید د حقیقتونو او شرعي احکامو په توګه، چې قوي دلایل لري، باید خلکو، ټولنې او نړیوالو ته د ستونزو د حل په توګه وړاندې شي. باید دغه افکار مسلمانو کارپوهانو او متخصصینو لپاره پر مفاهیمو بدل شي.

اوسمهال نړۍ د پانګوال نظام تر ظلم لاندې او په بد حالت کې ده. د داسې یوه نظام تر ظلم لاندې چې مفکوره يې د دین او دنیا د بېلتون پر بنسټ ولاړه ده؛ هغه مفکوره چې په حقوقو او وجايبو کې ترې د عمومي ازادۍ، په حکومتولۍ کې ترې د ډيموکراسۍ او په اقتصاد کې ترې د پانګوالۍ افکار اخيستل شوي دي. که څه هم یو څه وخت غرب په اسلامي خاورو کې د دغو افکارو پر بنسټ بریالی او مسلمانان کمزوري شوي وو او په شرق او غرب کې د کفر مشران له دغه حالته خوښ وو. خو په لنډ وخت کې مسلمانان هوښیار او د غفلت له خوبه پاڅيدل، ترڅو په شرق او غرب کې د کفر له چټلیو ځان وژغوري. دغه راز د ذلت درانه بارونه یې له خپلو اوږو ښکته کړل، د خوارۍ کړۍ یې له خپلې غاړې وایستلې، د ښکېلاکګرو پر وړاندې یې دا ډول شعارونه ورکړل: «نه؛ نه شرقي او نه غربي، اسلامي، اسلامي.» نه ډيموکراسي او نه پانګوالي، بلکې اسلامي خلافت.»

د کفارو له چل او فرېب، د مسلمانانو له قربانیو، سختیو، الله تعالی ته یې له پناه وروړلو او د «یا الله له تا پرته څوک نه لرو!» شعارونو او ستونزو وروسته د غرب او د غرب له مشرانو پرده پورته شوه، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یې کینه، له حق، حقیقت او اسلامي دولت څخه یې وېره په ډاګه شوه. انساني شیطانان او وحشیان ټولو ته په ډاګه شول، د ازادۍ، حقونو، قوانینو او ارزښتونو په اړه یې ګومانونه او باورونه له منځه ولاړل. کفري او وحشي ارزښتونو په خپلو انحرافاتو کې د انساني فطرت ټولې کرښې تر پښو لاندې کړي دي. د خپل شهوت او نفسي غوښتنو غلامان شوي، مادیت پرستي کوي، انساني روحي او اخلاقي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي دي. نفسي غوښتنې پرې لاسبرې شوي او له مادیت پرته نور هېڅ شی هم ارزښت نه ورته لري. حتی په مادیاتو کې یې هم ماتې خوړلې ده، له خپګان، وېرې او ناروغیو سره مخ دي، دغو انحرافاتو نړۍ له بدمرغۍ سره مخ کړې او په دې اور کې  سوځي. د اسلام د ځلېدو، د پانګوالۍ د بحران او د اسلام پر وړاندې د غرب د جګړې په دغه پړاو او لانجو کې یوازې د اسلام اقتصادي نظام له سترګو لوېدلی، چې صحنې ته به راووځي. د پانګوالۍ اقتصادي نظام په زور او چل سره د نړۍ پر اقتصاد برلاسی شوی او غرب په دې ښه پوهېږي، چې که یې د اقتصادي نظام تسلط له لاسه ورکړ، نو ډېر ژر به راوپرځي او اېډیولوژي او د ژوند طریقه به یې له منځه ولاړه شي.

استعمار یوازې اقتصادي تسلط نه، بلکې فکري، سیاسي او نظامي تسلط دی. خو غرب له فکری پلوه سقوط کړی، ځينې غربي رهبرانو او قوماندانانو د مسلمانانو پر وړاندې پر خپلې فکري او سیاسي ماتې اعتراف کړی او دا په ډاګه شوې چې غرب دروغجن او فرېبکار دی. دغه راز د خپلو پروګرامونو، سیاستونو او نقشو د پلي کولو لپاره له پوځي ځواک پرته بل څه په واک کې نه لري. غرب له اسلامي امت سره په پوځي جګړه کې ښکېل دی، مسلمانان وژني او کورونه یې ویجاړوي. خو هېڅ وخت یې جګړه پای ته ونه رسېده او د بریا لامل یې نه شوه. په سیاست کې یې له څېرې پرده پورته شوه او له اخلاقي پلوه رسوا شو. امت د غرب ډېرې خامۍ درک کړي او د خپل دین او ځان په  اړه ډېر پوه شوی دی، د الله سبحانه وتعالی پر نصرت یې باور زیات شوی او د خلافت په بیا راګرځېدو ډاډمن شوی! دغه راز د یووالي پر لور ګړندي ګامونه اخلي او د ښکېلاکګرو کفارو له لوري د اسلامي خاورو تر منځ رسم شوو لیکو ته ارزښت نه ورکوي.

د انساني ستونزو د حل، د انرژۍ د کشف، تولید او له هغې څخه د استفادې، د ژوند په ټولو برخو کې د پانګونې، هر فرد (هغوی چې د دې نظام تر چتر لاندې ژوند کوي) د پانګې د وېش او د دغه پراخ نظام تر چتر لاندې د ټولو اتباعو د احکامو  په برخه کې د اسلام اقتصادي نظام ځانګړتیاوې او نور ټول موارد د غوره ژوند لپاره دي، چې د یوه کامل او شامل نظام تر څنګ به د خلکو د ژوند اقتصادي ستونزې حل کړي. حتی د خلکو عزت، کرامت، امنیت، اخلاق او ارامتیا خوندي کوي. له دغه نظام څخه بې خبري په دې مانا ده چې دعوتګرانو د ځواک یوه سرچینه له لاسه ورکړې او ستونزې به یې پر ځای پاتې شي. له دغه نظام څخه بې خبري ښېکلاکګرو کفارو او دښمن ته د ډېر فرېب چانس په لاس ورکوي، د امت د نهضت د وروسته‌والي او نورو موخو په برخه کې له هغوی سره مرسته کوي.

د اقتصاد په برخه کې د اسلامي احکامو په اړه د ناپوهۍ ځينې نښې:

د دغې ناپوهۍ نښې او د اسلامي امت د انحطاط سرچینې پر مسلمانانو د غربي کفارو د پانګوالۍ اوږدمهاله تسلط دی. دغه راز یوه مشهور عالم اندکي د ۲۰۰۸م، د نړۍ له مالي بحران وروسته وویل، چې امریکا ډېر ژر له بحراني حالت څخه وځي، ځکه پانګوالي، د خپلې ادعا او ګومان پر اساس، بېرته خپل لومړي حالت ته ورګرځي او بیا کتنه کوي. نوموړی د دې پر ځای چې ووايي پانګوالي پر نړۍ د ظلم او د نړۍ د بدمرغۍ لامل ده، خو له دغه حقیقت څخه یې سترګې پټې کړې. په داسې حال کې چې د پانګوالۍ فکري چټلۍ، جنایتونه او ویجاړۍ ټول اسلامي امت ته په ډاګه شوي دي.  

اندکي د دې پر ځای چې د پانګوالۍ حقیقت تشریح کړي ـ چې پانګې یې لوټ کړي، پانګوال یې غریب او غریب یې له منځه وړي او د وحشي حیوان په توګه د خلکو وینې او غوښې خوري او د دې پر ځای چې ښکاره کړي، چې پخپله داسې خپل ځان له منځه وړي لکه اور چې لرګي ختموي او ډېر ژر به پانګوالي د وچو لرګیو په څېر په اور کې وسوځي او ایرې به شي ـ شایعات خپروي چې پانګوالۍ ته بیاکتنه کوي او بېرته لومړي حالت ته ورګرځي؛ ګومان کوي چې پانګوالي د انسانانو تر منځ د عدالت سمبول او د اقتصاد په برخه کې یو نوښت دی.

د جهالت دغه نښې، د خلافت په دولت د تطبيقيدونکي راتلونکي اسلامي نظام لپاره مبارزه، په اسلام کې د اقتصادي نظام او د هغه د قواعدو او احکامو په بيانولو باندې تمرکز او په ځينو عربي هېوادونو کې د انقلابونو د رامنځته کېدو په ترڅ کې د هغه چا لور ته د ولسونو پام اوښتل چې د اسلام د تطبيق هڅه يې کوله، دوې خبرې په ډاګه کوي:

لومړی: ټولو خلکو اسلام غوښت، خو ډېری خلکو د حکومتي او اقتصادي نظام او نړیوالو اړیکو په برخه کې، چې کوم د اسلام  او کوم د اسلام نه دي، توپیر نه شو کولی. دا ستونزه یوازې په عوامو کې نه وه، بلکې په مشایخو، علماوو، رهبرانو او د اسلام په مخکښانو کې هم وه. دا مساله د مصر له اساسي قانون څخه څرګندېږي، چې په ۲۰۱۲م، کې تصویب شو. ډېرو علمي او اسلامي مرکزونو هغه اسلامي اساسي قانون باله، په داسې حال کې چې کفر پکې له ورایه ښکارېده.

دویم: کله چې خلکو د اسلام اقتصادي نظام پلي کول غوښتل او دا مسئله مطرح شوه، سیکولریستي کړیو، رسنیو او مختلفو شخصیتونو اعتراض وکړ او د اسلام اقتصادي نظام د رد او پر هغه د رشخند په موخه يې لاندې پوښتنې سره تبادله کولې: د اسلام اقتصادي نظام څه شی دی!؟ ایا اسلام کې اقتصادي نظام هم شته!؟ ایا له پانګوال نظام څخه پرته چې نړۍ یې پېژني، کوم بل نظام هم شته!؟ له هغه نظام پرته کوم بل نظام هم شته چې د پرمختګ وروستی بريد تمثيلوي او بشري نبوغ ترې سرچينه اخلي!؟

دغه دوې مسئلې د مسلمانانو پر کمزورۍ دلالت کوي، چې د عامو مسلمانانو، علماوو، متخصصینو او دعوتګرانو د مخاطبولو پر مهال باید تمرکز پرې وشي. ځکه د صحیح اسلامي عمومي رایې رامنځته کول، له بلې هرې مفکورې لرېوالی او د هغو په دامونو کې نه لوېدل یوه جدي اړتیا ده. په ځانګړي ډول په هغه څه کې چې غیر اسلامي اساسي قوانین دي، خو د اسلامي ګومان ورباندې کېږي، په داسې حال کې چې په غیر اسلامي حکومتي او اقتصادي نظامونو پورې تړلي دي. اوسنی واقعیت او د کمزورۍ ټکي ډېرې پاملرنې او هڅو ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول د اسلام اقتصادي نظام.

د پانګوالۍ اېډیولوژي مخ پر ځوړ ده، چې پر مسلمانانو د دغه نظام تپل او هغوی ته یې د اسلام د بدیل په توګه وړاندې کول یوازې یو فرېب دی، چې د اسلامي امت ناپوهي او پر مومنانو د اسلام او اسلامي عقیدې اغېزه په ډاګه کوي. یعنې په هغه وخت او حالت کې چې مومنانو له اسلامي افکارو او احکامو څخه ملاتړ کړی او د هغوی لپاره پر مفاهیمو بدل شوي، نو په هغه وخت کې د مسلمانانو پر وړاندې غربي فکري جګړې ډېرې اغېزې نه درلودې، خو د اقتصاد او سیاسي اقتصاد په برخه کې یې اغېزې ډېرې وې. نو اقتصادي نظام د هغو احکامو او افکارو ته باید ډېره پاملرنه وشي، ځکه اقتصاد او اقتصادي قدرت په ژوند، د دولتي قدرت په پروژو او فعالیتونو کې ځانګړی رول لوبوي. اکثریت فردي او دولتي چارې له اقتصاد پرته نه شي تر سره کېدای، لکه څرنګه چې ویل کېږي شتمني او اقتصاد د ژوند شریانونه دي.

د دغه بحث په پای کې باید د اسلام اقتصادي نظام، د غربي پانګوال نظام له بدمرغیو، چل، فرېب او ظلم سره پرتله کړو. دا چې د یوه شي ښه والی د هغه متقابل او ضد ښه په ډاګه کولی شي، نو د اسلام اقتصادي نظام عمومي قواعد او پروګرامونه باید په ډاګه شي او په دې برخه کې د شیخ تقی الدین نبهاني کتاب «د اسلام اقتصادي نظام» یوه غوره سرچینه ده. څومره ژوروالی، ټول‌شمولوالی، محوریت او نبوغ چې په دغه کتاب کې دی، په بل کې یې نه شئ موندلی. دغه راز په دې برخه کې بله غوره سرچينه د شیخ صاحب لخوا د اساسي قانون لپاره ترتيب شوې د اساسي قانون مادې دي چې حزب التحرير د راتلونکي اسلامي دولت لپاره د اساسي قانون د مسودې په توګه وړاندې کړی او پوره جزئيات يې د حزب التحرير لخوا د دغه قانون په شرح «د اساسي قانون شرح او د هغه اړين دلايل» او دغه راز د حزب التحرير نور منشورات دي.  

د دغه قانون موخه د بېلګې په توګه د اسلام اساسي قانون وړاندې کول دي، چې د اسلامي دولت لپاره اساسي قانون شي او هغو کسانو ته چې د اسلام هغه اقتصادي نظام، چې الله تعالی پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحې له لارې نازل کړی نه مني او ردوي یې، ځواب شي. هغه نظام چې احکام او قواعد یې د شرعي اجتهاد له لارې یوازې د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو، شرعي قیاس او صحابه وو له اجماع څخه استنباط شوي دي. نو موږ له ځان سره د اسلام عصري اقتصادي نظام لرو، چې احکام یې زموږ د سلف صالحينو د استنباط په طريقې استنباط شوي او هغه نظام چې باید بې‌ساري اقتصادي نظام ورته ووایو... هغه څه چې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره غواړو په راتلونکې ګڼه کې ورته اشاره وکړو، تر څو مو بحث تکمیل شي.

دوام لري...

لیکوال: محمود عبدالهادي

ژباړن: حبیب الله حبیب

سرچينه: الوعی مجله (۴۳۱) ګڼه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې