سه شنبه, ۱۳ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د خلافت رڼا نشته او کشميري ځوانان د مخدره توکو په تيارو کې ورک دي

خبر:

بي بي سي د جون په ۵مه، په «کشمیر کې د مخدره توکو کارولو د خطرناک زیاتوالي» په اړه یو راپور خپور کړ. د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د درملنې له یوازیني مرکز بهر ډير تنکي ځوانان لیدل کیږي، چې له خپلو والدینو سره په کتار کې ولاړ دي او د رواني او عصبي علومو له انسټیټیوټ IMHANS)) څخه درمل ترلاسه کوي چې بېرته روغ شي او د ساري ناروغیو د لېږد مخه ونیسي. په مارچ کې یوه فدرالي وزیر پارلمان ته وویل چې په جمو او کشمیر کې نیږدې یو ملیون خلک -چې د دغې سیمې د نفوس شاوخوا ۸ سلنه جوړوي- یو ډول مخدره توکي کاروي؛ لکه چرس، اپیوني توکي یا ارام بښونکي. متخصصین وايي چې دا د دندو د کمښت او د جګړې سیمه کې د اوسېدو په سبب پیدا شوو رواني ستونزو په ګډون ګڼ عوامل لري.

تبصره:

متخصصین وايي چې په دې سیمه کې د مخدره توکو ډېر کارول د دندو د کمښت او د جګړې سیمه کې د اوسېدو په سبب پیدا شوو رواني ستونزو په ګډون ګڼ عوامل لري. ښځې هم په زیاتېدونکې کچه په مخدره توکو روږدې کیږي او دا په سیمه کې د کورني جوړښت او د ماشومانو د راتلونکي لپاره لوی ګواښ دی. بله لویه ستونزه د دغې سیمې د قانون پلي کوونکو په منځ کې پراخ فساد او د مخدره توکو له کاروباریانو سره د دوی همکاري ده چې د هند او پاکستان تر منځ د جګړې له امله رامنځته شوي سیاسي کړکېچ لار ورته هواره کړې.

د دغې ټولنیزې ناروغۍ او لویې ستونزې درملنه هغه باثباته او ځواکمن سیسټم ته اړتیا لري، چې د چارو واک هغو جنایتکارانو او فاسدو سیاستوالو ته نه ورکوي چې د قدرت لپاره یوازینۍ انګېزه یې شخصي ګټې دي. مخدره توکي او مسکرات حرام دي او ان د «تفریحي» کارولو اجازه یې هم نشته؛ الله سبحانه و تعالی فرمایي:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ]

ژباړه: «اې مؤمنانو! بېشکه شراب، قمار، بتان او د فال نیولو غشي ټول ناولي او شیطاني کارونه دي، له هغو څخه ډډه وکړئ، ښايي چې بريالي شئ.»[مائده:۹۰]

خلافت دولت به د هغه هر اړخیز تعلیمي نظام ترڅنګ چې اسلامي شخصیتونه روزي او ایماني فضا رامنځته کوي؛ د مخدره توکو پر قاچاق او کارولو جدي بندیز ولګوي او عاملینو ته به یې سخته سزا ورکوي. د خلافت دولت اقتصادي نظام به د بیکارۍ او بې وزلۍ هغه اقتصادي ستونزې هم له منځه یوسي، چې په سیمه کې د فاسدو پالیسیو او ناسم مدیریت له امله رامنځته شوې. په سیمه کې د بشپړ اسلام له پلي کولو پرته د محدودو سرچینو لرونکو انجوګانو کار داسې دی لکه د سرطان پر دانه چې بنداژ لګوې؛ د خلکو هیڅ درد نه دوا کوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

د مطلب ادامه...

د خصومتونو (شخړو) قاضي

په دې اړه ابوداوود په خپل سنن کې له علي رضی الله عنه څخه روایتوي:

عَنْ عَلِيٍّ عَلَيْهِ السَّلَام قَالَ بَعَثَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى الْيَمَنِ قَاضِيًا فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ تُرْسِلُنِي وَأَنَا حَدِيثُ السِّنِّ وَلَا عِلْمَ لِي بِالْقَضَاءِ فَقَالَ إِنَّ اللَّهَ سَيَهْدِي قَلْبَكَ وَيُثَبِّتُ لِسَانَكَ فَإِذَا جَلَسَ بَيْنَ يَدَيْكَ الْخَصْمَانِ فَلَا تَقْضِيَنَّ حَتَّى تَسْمَعَ مِنْ الْآخَرِ كَمَا سَمِعْتَ مِنْ الْأَوَّلِ فَإِنَّهُ أَحْرَى أَنْ يَتَبَيَّنَ لَكَ الْقَضَاءُ قَالَ فَمَا زِلْتُ قَاضِيًا أَوْ مَا شَكَكْتُ فِي قَضَاءٍ بَعْدُ

ژباړه: له علي رضی الله عنه څخه روایت دی، چې هغه ویل؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم یمن ته د قاضي په توګه ولېږلم، ما ورته وویل، اې د رسول الله! ته په داسې حال کې ما لېږې چې زه نوی ځوان یم او د قضاوت په برخه کې پوهه نه لرم. هغه وفرمایل، ډېر ژر به الله ستا زړه ته لارښوونه وکړي او ژبه به دې ثابته کړي، کله چې ستا پر وړاندې دوه متخاصم (شخړه کوونکي) کېني، نو هېڅکله (د هغوی تر منځ) فیصله مه کړه تر څو چې د دویم (خبرې) دې د لومړي کس د (خبرو) په څېر نه وي اورېدېلې، دا کار د قضاوت د څرګندتيا لپاره غوره دی. علي رضی الله عنه وفرمایل: له هغه وروسته زه تل قاضي وم او یا ویې فرمایل: له هغه وروسته زه په هېڅ قضاوت کې له دوه زړی نه شوم.

د خلکو تر منځ د خصومتونو (شخړو) پر مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پخپله قاضي پاتې شوی او هم یې د ځان په نیابت له مسلمانانو څخه نور کسان د قضاوت لپاره ګومارلي دي. لکه څنګه چې په پورتني حدیث کې بیان شوې، چې علي رضی الله عنه یې د یمن د قاضي په توګه وګوماره او علي رضی الله عنه او موږ ته یې دا راوښودله چې د خلکو تر منځ څنګه قضاوت کېږي. علي رضی الله عنه ته یې وویل: «کله چې ستا پر وړاندې دوه متخاصم کسان کېني، هېڅکله (د هغوی تر منځ) فیصله مه کړه، ترڅو دې چې د دویم کس (خبرې) د لومړي کس (د خبرو په څېر) نه وي اورېدلې» په دې ترتیب هغه څه چې موږ له دغه حدیث څخه زده کړي، په لاندې ډول دي:

1-      د خصومتونو په قضاوت کې د مدعي او مدعي‌علیه شتون اړین دی، ځکه همدا مدعي او مدعي علیه دي چې په یوه قضیه کې د مخاصمې دوه لوري ګڼل کېږي او له مدعي پرته هېڅ قضیه محاکمه شوې نه ده او هېڅ دعوه نه پر ځای کېږي.

2-       د محاکمې له مجلس او قضایي غونډې پرته هېڅ قضاوت نه کېږي؛ د قاضي پر وړاندې دواړو خواوو ته د مخاصمو کسانو کېناستل، په حقیقت کې هم د قضاوت د صحت شرط دی او هم د دعوی د طرفینو د اسنادو او مدرکونو د منلو شرط دی، ځکه کله چې دواړه مخاصم لوري د قاضي پر وړاندې حاضر نه وي، نو قضاوت د باور وړ نه دی. دواړه لوري باید په یوه واحده غونډه کې خپل دلیل بیان کړي او وروسته دې بیا قاضي د هغوی تر منځ حکم وکړي.

3-      د مدعي دلیل هغه دلیل دی چې د نوموړي ادعا تاییدوي او دا دلیل ځینې وخت لیکلی سند وي او یا د سند پر صحت باندې د شاهدانو شتون دی او یا د خصومت (شخړې) د موضوع پر واقعیت باندې شاهدي ورکول دي، خو دا په هغه صورت کې کېږي چې له مدعي سره په لیکلې بڼه سند نه وي. په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُبْ بَيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلْ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا فَإِنْ كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنْ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى وَلَا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا وَلَا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلَّا تَرْتَابُوا إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ وَإِنْ تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَيُعَلِّمُكُمْ اللَّهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ}

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! هرکله چې تاسو پخپلو منځونو کې تر ټاکلې مودې پورې راکړه ورکړه کوئ، نو هغه ولیکئ؛ باید یو کس يې په عدل سره ولیکي او هېڅ لیکوال باید له هغه ډول لیکلو څخه انکار ونه وکړي، چې الله تعالی ورته ښودلي دي. نو لیکنه او املا دې هغه څوک وکړي، چې حق ورباندې دی یعنې پور اخیستونکی او هغه دې له خپل رب څخه ووېرېږي او هر څه معامله چې شوې وي، په هغې کې دې کمی او زیاتی نه کوي. که چېرې پور اخیستونکی پخپله ناپوه او کمزوری وي یا املا نشي لیکلی، نو د هغه ملګری دې په پوره انصاف سره املا ولیکي. دوه کسه نارینه دې خپل شاهدان ونیسي او که چېرې دوه نارینه نه وو، نو یو نارینه او دوې ښځې دې شاهدانې ونیسي، داسې چې که یوه یې هېر کړي، هغه بله یې ور په زړه کړي؛ په حقیقت کې دا باید داسې کسان وي چې شاهدي یې ستاسو په منځ کې د منل کېدو وړ وي. کله چې شاهدانو ته د شاهدۍ وویل شي، نو هغوی باید انکار ونه کړي. که معامله وړه وي او که لویه، د هغې نېټه او سند لیکل بې اهمیته مه ګڼئ. د الله تعالی پر وړاندې دا چلن ستاسو لپاره ښه د انصاف کار دی، په دې توګه د شاهدۍ ورکولو په برخه کې اسانتیا راځي او له شک او شبهې څخه ستاسو مخنیوی کوي. که چېرې ستاسو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه لاس په لاس وي، په دې صورت کې یې د نه لیکلو پروا نشته ده. مګر کله چې راکړه ورکړه کوئ، نو شاهدان ونیسئ؛ لیکونکی او شاهد باید ونه ځورول شي او که داسې وکړئ، نو ګناه کوئ. له الله تعالی څخه وډار شئ، الله تعالی تاسو ته سمه لاره در ښيي او الله تعالی پر هر څه پوه دی.

4-      د مدعي د ادعا او د دعوی د ردولو لپاره د مدعي‌علیه دلیل قسم کول دي، یعنې کله چې مدعي د خپلې دعوې د اثبات لپاره کوم دلیل ونه لري، په دې صورت کې قاضي له مدعي‌علیه څخه غواړي چې قسم وکړي، یعنې دا چې هغه دعوی او ادعا دروغ ده چې د نوموړي پر وړاندې شوې ده. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث چې ترمذي له وائل بن حجر څخه او هغه یې له خپل پلار څخه راویت کړی، داسې فرمایلي دي:

عن وَائِلِ بْنِ حُجْرٍ عَنْ أَبِيهِ قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ مِنْ حَضْرَمَوْتَ وَرَجُلٌ مِنْ كِنْدَةَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ الْحَضْرَمِيُّ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ هَذَا غَلَبَنِي عَلَى أَرْضٍ لِي فَقَالَ الْكِنْدِيُّ هِيَ أَرْضِي وَفِي يَدِي لَيْسَ لَهُ فِيهَا حَقٌّ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِلْحَضْرَمِيِّ أَلَكَ بَيِّنَةٌ قَالَ لَا قَالَ فَلَكَ يَمِينُهُ قَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ الرَّجُلَ فَاجِرٌ لَا يُبَالِي عَلَى مَا حَلَفَ عَلَيْهِ وَلَيْسَ يَتَوَرَّعُ مِنْ شَيْءٍ قَالَ لَيْسَ لَكَ مِنْهُ إِلَّا ذَلِكَ قَالَ فَانْطَلَقَ الرَّجُلُ لِيَحْلِفَ لَهُ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَمَّا أَدْبَرَ لَئِنْ حَلَفَ عَلَى مَالِكَ لِيَأْكُلَهُ ظُلْمًا لَيَلْقَيَ اللَّهَ وَهُوَ عَنْهُ مُعْرِضٌ.

ژباړه: وائل بن حجر له خپل پلار څخه روایت کوي، چې هغه ویلي دي: یو کس له حضرموت سیمې او بل کس له کنده سیمې څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل، حضرمي وویل، اې رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کس زما ځمکه راڅخه اخیستې ده، کندي وویل، دا ځمکه چې له ماسره ده، زما خپله ده، هغه په دې ځمکه کې کوم حق نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرمي ته وفرمایل، ایا کوم دلیل لرې؟ هغه وویل نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه بل ته وفرمایل، ته باید قسم وکړې. حضرمي ورته وویل، اې رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کس فاجر دی، د هېڅ شي په کیسه کې نه دی او قسم ورباندې کوي او له هېڅ شي څخه مخ نه اړوي.  رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ته پر دغه کس تر دې اضافه د بل څه حق نه لرې، کندي لاړ ترڅو قسم وکړي، کله یې چې مخ (د تګ په موخه) را وګرځاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه بل ته وویل، که چېرې ستا پر مال قسم وکړي، پوه شه چې پر بې‌عدالتۍ یې قسم کړی او له الله تعالی سره به په داسې حال کې مخ شي، چې له ده څخه به مخ واړوي.

5-      مګر په اسلام او خلافت دولت کې چې ژر به د الله تعالی په مرسته راشي، محکمه څه ډول جوړېږي؟ محکمه به په هغه ډول جوړه شي، لکه څنګه چې حزب التحریر پخپل تبني شوي اساسي قانون کې بیان کړې ده:

6-       محکمه یوازې د هغه قاضي په واسطه جوړېږي، چې په قضاوت کې د فیصلې صلاحیت ولري. مګر دا هم روا ده چې له هغه سره یو او یا له یوه څخه ډېر قاضیان موجود وي، خو دوی یوازې د مشورې او رایې ورکولو صلاحیت لري، په دې توګه د هغوی رایه نشي کولی چې قاضي په قضیه کې پر حکم کولو مکلف کړي. ځکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنلاره ده، چې د یوې قضیې لپاره یې تر یوه ډېر قاضیان نه دي ګومارلي.

7-      دا روا ده چې په یوه ښار او یوه سیمه کې دې د قضاوت لپاره څو قاضیان وګومارل شي او دوی دې په هر ډول قضیو کې د قضاوت کولو صلاحیت ولري، خو کار یې باید په محکمو کې په جدا ډول وي او هره محکمه باید بېل قاضي ولري، چې یوې قضیې ته د رسېدو صلاحیت ولري. همدارنګه یوه قاضي ته روا دي چې په ټاکلو قضیو کې دې د قاضي په توګه وګومارل شي او له هغو قضیو پرته په نورو کې له قضاوت کولو څخه منعه شوی وي، یعنې د هغه لپاره خاص قضیې ځانګړې شوې دي، ځکه قاضي د قضاوت پرمهال د خلیفه نایب دی او پر دې اساس قضاوت کول د وکالت په څېر دي او قضاوت او وکالت توپیر نه سره لري، ځکه قاضي د خلیفه وکیل دی او دا چې خاص وکالت او عام وکالت دواړه روا دي، نو پر همدې اساس دا هم روا دي چې یو قاضي دې د خاصو قضیو لپاره وګومارل شي او همداسې بل قاضي دې د نورو قضیو لپاره وګومارل شي؛ ستونزه نه لري که په یوه ځای کې هم وي، مهمه دا ده چې په یوه محکمه کې یوازې یو قاضي حکم وکړي. همدارنګه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په یوه قضیه کې د قضاوت کولو نیابت شوی، لکه د عمرو بن عاص رضی الله عنه نیابت او همداسې د ټول ولایت په قضیو کې هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نیابت شوی، لکه د علي بن ابي طالب رضی الله عنه نیابت، چې د یمن لپاره د قاضي په توګه وګومارل شو. دا هغه څه وو چې د قضاوت د خصوصي کولو او عمومي کولو پر جواز دلالت کوي.

8-      د قضیو درجه بندي کول او د همدغو درجو پر اساس او په بېلابېلو قضیو کې د قاضیانو د تخصص پر اساس د یو شمېر محکمو جوړول روا دي او دا هغه تنظیمات دي چې مسلمانانو په لومړیو وختونو کې ترسره کړي دي. همدارنګه ماوردي په خپل کتاب (احکام السلطاینه) کې وایي: ابو عبد الله الزبیري وویل: زموږ امیرانو به تل په بصره کې پر جامع جومات یو قاضي ګوماره، چې هغه ته به یې د جومات قاضي وايه، نوموړي قاضي به یوازې د دوه سوو درهمو، شلو دینارو او له هغو څخه په لږ مال کې حکم کاوه او له هغه موقف څخه به یې تېری نه کاوه، چې نوموړي ته ورکړل شوی و.

9-      په اسلام کې قضاوت کول په قضیو کې د حکم کولو له مخې یوه درجه لري. د اسلام په لومړیو او وروسته په خلافت دولت کې د استناف او تمییز محکمې نه وې، کله به چې قاضي خپل حکم وکړ، سمدستي به عملي شو او حکم یې د بل قاضي لخوا نه ماتېده، ځکه شرعي قاعده دا ده چې (یو اجتهاد د هغه په شان بل اجتهاد نه ماتوي).  

نو د داسې محکمو شتون روا نه دی، چې د نورو محکمو احکام مات کړي.

مګر ځینې حالتونه شته دي، چې په هغو کې د قاضي حکم ماتېږي او هغه عبارت دي له:

1-       کله چې قاضي د کفري احکامو پر اساس حکم وکړي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

"من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد"

ژباړه: څوک چې زموږ په امر کې داسې نوی شی رامنځته کړي، چې له دين څخه نه وي، نو مردود دی.

2-      کله چې قاضي پر داسې یوه عمل حکم وکړي، چې د کتاب، سنتو او د صحابه‌وو د اجماع له نص سره په قطعي توګه په ټکر کې وي، لکه څنګه چې ابوداوود له جابر رضی الله عنه څخه په دې اړه روایت کړی دی:

"أَنَّ رَجُلًا زَنَى بِامْرَأَةٍ فَأَمَرَ بِهِ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَجُلِدَ الْحَدَّ ثُمَّ أُخْبِرَ أَنَّهُ مُحْصَنٌ فَأَمَرَ بِهِ فَرُجِمَ"

ژباړه: یوه سړي له ښځې سره زنا کړې وه، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر د دورې حد پرې جاري شو، وروسته معلومه شوه چې هغه محصن دی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د سنګسارولو امر وکړ.

3-      کله چې قاضي یو حکم صادر کړي، خو د قضیې له واقعیت سره په ټکر کې وي، مثلاً د یوه کس د قصاص حکم وکړي، چې ګواکي قاتل دی، خو اصلي قاتل بیا وروسته معلوم شي. عبدارزاق په خپل تألیف کې له ابي حرب بن اسود دیلي څخه چې هغه یې له پلاره روایت کړی، وایي: عمر رضی الله عنه ته یوه ښځه راوستل شوه، چې زوی یې زیږولی و، په داسې حال کې چې له واده څخه یې شپږ میاشتې تېرې شوې وې، عمر رضی الله عنه غوښتل چې سنګسار یې کړي، مګر خور یې علي رضی الله عنه ته راغله او ویې ویل: عمر رضی الله عنه زما خور سنګساروي، که که په اړه یې کوم عذر لرې راته ویې وایه، علي رضی الله عنه وویل: عذر ورته شته دی، په دې سره هغې د تکبیر ناره وکړه، چې عمر رضی الله عنه هم واورېده. وروسته د عمر رضی الله عنه په لوري لاړه او ویې ویل، علي رضی الله عنه په دې باور دی چې زما د خور لپاره عذر شته دی، عمر رضی الله عنه په علي رضی الله عنه پسې کس ولېږه او ویې ویل: د هغې عذر څه دی؟ علي رضی الله عنه وویل: الله سبحانه وتعالی فرمایي:

"والوالدات يرضعن أولادهن حولين كاملين"

میندې باید خپلو اولادونو ته پوره دوه کاله شیدې ورکړي.

او ‌فرمايي:

"وحمله وفصاله ثلاثون شهرا"

او د حامله‌ګۍ او شیدو ورکولو تر ټولو کم وخت دېرش میاشتې دی ...

په دې توګه د حامله‌ګۍ وخت شپږ میاشتې او د مور له شیدو څخه د ماشوم د بېلېدو وخت څلورویشت میاشتې دی، وایي چې په دې سره عمر رضی الله عنه هغه ښځه پرېښوده.

په دې حالت او دې ته ورته حالتونو کې د قاضي حکم ماتېږي او د ماتولو حق یې یوازې د مظالمو له قاضي سره دی.

- په پای کې: ښه دا ده چې د مخاصمو (شخړه کوونکو) د دواړو اړخونو تر منځ له محاکمې وړاندې او وروسته هغوی ته نصیحت وشي. لکه څنګه چې مسلم په خپل صحیح کې له ام سلمه څخه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّكُمْ تَخْتَصِمُونَ إِلَيَّ وَلَعَلَّ بَعْضَكُمْ أَنْ يَكُونَ أَلْحَنَ بِحُجَّتِهِ مِنْ بَعْضٍ فَأَقْضِيَ لَهُ عَلَى نَحْوٍ مِمَّا أَسْمَعُ مِنْهُ فَمَنْ قَطَعْتُ لَهُ مِنْ حَقِّ أَخِيهِ شَيْئًا فَلَا يَأْخُذْهُ فَإِنَّمَا أَقْطَعُ لَهُ بِهِ قِطْعَةً مِنْ النَّارِ»

ژباړه: تاسو ماته د مخاصمې (شخړې) د حل لپاره راځئ، په تاسو کې ځینې ښايي په ښه انداز  او چالاکۍ سره خبرې وکړي او زه د هغه څه پر اساس قضاوت وکړم، چې اورم یې. که ما یو چا ته د هغه د ورور د حق یوه برخه ورکړې وي، نو هغه دې نه اخلي، ځکه ما هغه ته د اور یوه ټوټه ورکړې ده.

 

د مطلب ادامه...

د افغانستان او ایران ترمنځ نښتې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه

د هلمند سیند د اوبو پر سر اوږدو شخړو په سبب د افغانستان او ایران ترمنځ اخ و ډب بیا زیات شوی. هلمند سیند د دواړو هېوادونو لپاره د اوبو اصلي سرچینه ده. دويچه ویله خبري وېبپاڼې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۳مه خبر ورکړ چې: «د ایران او طالبانو سرحدي ځواکونو تېره اونۍ ګډې پولې ته نیږدې سخته نښته وکړه چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه نښته د دواړو خواوو ترمنځ د شخړو زیاتېدو نوې څپه ګڼل کېږي؛ دواړه اړخونه د نښتې د پيلولو پړه د یو بل پر غاړه اچوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هلمند (په ایران کې هیرمند ورته وایي) سیند د اوبو پر سر د کابل او تهران ترمنځ اختلاف زیات شوی. د یادولو وړ ده چې هلمند سیند د دواړو هېوادونو لپاره د اوبو اصلي سرچینه ګڼل کېږي.»

الجزیرې هم د ۲۰۲۳م کال د جون په لومړۍ نېټه په خپله وېبپاڼه کې د "ازویستیا" روسي ورځپاڼې په حواله ولیکل: «د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د طالبانو له مخالفې ډلې "شمالي ټلوالې" د ایران د ملاتړ په سبب د ایران او طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکو هسکې ټیټې لرلې. د اوبو پر سر ستونزو سربېره؛ دواړه هېوادونه مذهبي او سیاسي اختلاف هم لري. په ۱۹۷۳م کال کې د شوې هوکړې له مخې؛ افغانستان باید هر کال له دغه سیند څخه ۸۵۰ ملیونه متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړي. دغه مسله واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته لا پېچلې شوې.»

پوښتنه دا ده چې چې د دواړو اړخونو ترمنځ د دغو ستونزو او نښتو سببونه څه دي؟ پایله به یې څه شي؟ بله دا چې ایا د نړۍ زبرځواکونه په دغو اختلافاتو کې لاس لري او هڅه کوي چې د خپلو استعماري پروژو پلي کولو لپاره ګټه ترې واخلي، که نه؟

ځواب

د دغو نښتو د سببونو د روښانه کولو لپاره او دا چې پایله به یې څه شي؛ لاندې مسایل څېړو:

۱. فارس خبري اژانس د ۲۰۲۳م کال د مې په ۲۷مه وویل: «د ایران او طالبانو سرحدي ځواکونه ګډې پولې ته نیږدې سره ښکېل شوي.» یاد اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله وویل چې «د ایران سرحدي ځواکونه او طالب وسله‌والو لفظي شخړه کړې او دا شخړه د دواړو لورو ترمنځ د ډزو د تبادلې سبب شوې. د ایران د کورني امنیت د عمومي قومندان مرستیال، قاسم رضايي په خپلو لومړنیو رسمي اظهاراتو کې وویل: «تهران له افغانستان سره پر پوله د هېڅ ډول نا خوښه پېښې اجازه نه ورکوي. طالبانو د افغانستان او ایران ترمنځ پر ګډه پوله څو ځله تېروتنې کړې. ګاونډیو دولتونه ته وایو چې زموږ پولې د دوستۍ دي او باید پر دغو پولو کومې نا خوښه او غمجنې پېښې ته اجازه ور نه کړو. طالب ځواکونو نن سهار د ایران لوري ته ډزې کړې او ایراني پوله‌ساتو هم غبرګون ښودلی. نښتې یو څه وخت ودرول شوې؛ خو په دې وروستیو کې بیا زیاتې شوې او تر اوسه دوام لري.» ده وویل چې د ایران د کورني امنیت عمومي قومندان، احمد رضا رادان پوله‌ساتو ځواکونو ته امر کړی چې پر پوله هر ډول سپکاوي او تېري ته جدي غبرګون وښيي» د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" وویل: «د پوله‌ساتو او طالبانو ترمنځ د نن ورځې، ۲۰۲۳م کال د مې ۲۷مې نښتې په پایله کې دوه طالب ځواکونه وژل شوي او دغه راز د دوو ایراني ځواکونو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو سبب شوې.»

۲. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «دوه تنه نن په نیمروز ولایت کې د نښتو په پایله کې ووژل شول؛ یو یې ایرانی او بل افغان دی؛ یو شمېر نور ټپیان شوي. د یادولو ده چې اسلامي امارت له ګاونډیو سره د نښتو پلوی نه دی.» (سرچینه: طلوع نیوز، ۲۰۲۳م کال د مې ۲۷مه). د افغانستان پولیسو د ۲۰۲۳م کال د مې په ۲۹مه ټینګار وکړ چې د افغانستان او ایران ترمنځ لار "د ورېښمو پل"، چې د ۲۰۲۳م کال د مې په ۲۸مه د نښتو په سبب څو ساعته تړل شوې وه، بیا پرانیستل شوه.  

دا ټول په دې معنی دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر سر وضعیت ماتېدونکی دی او هره لحظه د نوو نښتو امکان شته. په تېرو دوو کالو کې چې طالبان واک ته رسېدلي، د ایران او طالبانو ترمنځ تر ۱۰ ځلو ډېرې دا ډول نښتې شوې؛ دا ښيي چې د دواړو اړخونو ترمنځ دغه نښتې نیمه دایمي دي.

۳. د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند یا هیرمند سیند پر سر اختلافات زیات شوي. دغه اختلافات له پخوا وو؛ په ۱۹۷۳م کال کې د دواړو اړخونو ترمنځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې له مخې یې افغانستان باید هر کال ایران ته له دغه سیند څخه ۸۲۰ ملیونه متر مکعبه اوبه ورکړي. خو ایران ادعا کوي چې هر کال یوازې دوه ملیونه متر مکعبه اوبه ورکول کېږي. نو ښکاري چې د دواړو اړخونو ترمنځ تر ټولو مهمه ستونزه اوبه دي چې پیل یې یوې نیمې پېړۍ وړاندې وخت ته رسېږي؛ هغه وخت چې انګلستان دواړه هېوادونه سره بېل کړل. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، موسوي د ۲۰۲۳م کال د مې به ۲۸مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «باید ویښ وو؛ نن چې د زابل-نیمروز پر پوله څه وشول، په حقیقت کې د استعمارګرو د دسیسو دوام دی. که ګولډ سمېټ په خپل چل او فرېب په ۱۸۷۲م کال کې سیستان آباد ننني وضعیت ته راورساوه؛ باید پوه شو چې د نن ورځې وارثین یې غواړي ایران او افغانستان ړنګ کړي. زموږ خلک او د دواړو هېوادونو پوه کسان باید درک کړي چې هر ډول شخړه او نښته به د دواړو هېوادونو د سټراټېژۍ د زیانمنېدو په معنی وي.»

۴. نو د دغې کیسې پیل هغه وخت ته رسېږي چې دواړو هېوادونو د جنرال ګولډ سمېټ په رهبرۍ انګلستاني منځګړي پلاوي ته پناه یوړه؛ یاد پلاوي په ۱۸۷۱م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله رسمول پیل کړل او دغه کار یې په یوه کال کې بشپړ کړ. د افغانستان او ایران ترمنځ اوږده ګډه پوله ده چې د افغانستان، ایران او ترکمنستان ترمنځ د پولې مثلث کې له ذوالفقار تنګي پیلېږي او د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د پولې مثلث کې تر ملک سیاه غره پورې رسېږي؛ ټول ۹۴۵ کیلومتره کېږي.

د هلمند سیند د اوبو پر سر ستونزه له دغه ځایه پیل شوه؛ انګلستان د پولې د وېشلو پر وخت سیستان او بلوچستان سیمې له یو بله بېلې کړې او د درې واړو اسلامي هېوادونو "افغانستان، ایران او پاکستان" ترمنځ یې د دوامداره اختلافاتو پلمه رامنځته کړه؛ استعمارګرو دغه مکر په ټولو هغو اسلامي او نا اسلامي هېوادونو کې کړی چې اشغال کړي یې وو. انګرېزانو اشغال شوي هېوادونه ووېشل او له دې سره یې په وېشل شوو سیمو کې د نښتو او شخړو اور بل کړ. انګرېزانو د درې واړو هېوادونو ترمنځ دغه ټکي کې خپلواکي غوښتونکی خوځښت رامنځته کړ چې د انګلستان دسیسو او مداخلې ته لار هواره شي او درې واړو اړخونو ترمنځ د شخړو دوام ته پلمه وي؛ د دغو سیمو خلک یو بل ووژني او په پایله کې یې انګلستان خپل نفوذ وساتي او د دغو هېوادونو خلک په کمزوري حالت کې پرېږدي چې د انګلستان تر ولکې لاندې وي او که انګلستان خپل نفوذ له لاسه ورکړ، دغه خوځښت یې بېرته ورته ترلاسه کړي.

۵. د پولې دواړوو خواوو ته د دغو هېوادونو ترمنځ اختلاف دوام وکړ؛ په ځانګړي ډول کله چې په ۱۸۹۶م کال کې د هلمند سیند مسیر بدل شو. هلمند سیند شاوخوا ۱۱۵۰ کیلومتره اوږد دی؛ د افغانستان له څو ولایتونو او دغه شان د ایران له سیستان او بلوچستان ولایتونو –چې انګلستان د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ ووېشل- تېرېږي، بلاخره له ایران سره ګډې بحيرې، هاومن ته رسېږي. په ۱۹۰۵م کال کې یو ځل بیا د افغانستان او ایران ترمنځ پوله رسم او د هلمند سیند اوبه ووېشل شوې؛ دا ځل دا کار انګرېز جنرال، هنري مکمهان وکړ. یاد جنرال شرط کېښود چې افغانستان پر هلمند سیند داسې بندونه نه شي جوړولی چې د ایران د اوبو سرچینو ته زیان ورسوي؛ دغه راز یې ایران ته امر وکړ چې یوازې د دغه سیند درېیمه برخه اوبه واخلي. افغانستان د امیر حبیب الله خان په وخت کې یاده پرېکړه ونه منله او ویې ویل چې یاده پرېکړه د ایراني لوري په ګټه شوې.

دغه اختلاف لسګونه کاله روان و؛ بېلابېل پرېکړه کوونکي پلاوي وټاکل شول، ګڼ هوکړه‌لیکونه لاسليک  شول او بېرته تر پښو لاندې شول.

د دواړو اړخونو ترمنځ شخړې په ۱۹۳۴ کې زیاتې شوې او پرېکړه یې وکړه چې د هغې معاهدې لسمې مادې ته مراجعه وکړي چې د دواړو لوریو ترمنځ په ۱۹۲۱ کې لاسلیک شوې وه. یاده ماده وايي: "برېتانیا به د پولې پر سر اختلافونو کې منځګړیتوب کوي". د دې پر ځای دواړو خواوو یوه ترکي پلاوي ته مراجعه وکړه چې په دې اړه پرېکړه وکړي؛ خو یاد پلاوی بریالی نه شو. بیا په ۱۹۳۶ او ۱۹۳۹ کې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې وشوې؛ ایران د کمال خان بند نیمې اوبه وغوښتې، خو افغاني لوري یاده غوښتنه رد کړه او دغه خبرې اترې هم ناکامې شوې. ورپسې د ۱۹۵۱ او ۱۹۵۸ کلونو خبرې اترې هم ناکامې شوې؛ بلاخره په ۱۹۷۳ کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې ایران ته به د دغو اوبو ۱۰ سلنه ورکول کېږي؛ خو د افغانستان پارلمان دغه پرېکړه تصویب نه کړه. په ۱۹۷۸ کې په افغانستان کې کمونیستانو کودتاه وکړه؛ هغوی دغه هوکړه په بشپړه توګه رد کړه؛ افغانستان د روسیې له لوري اشغال شو او د هلمند سیند د اوبو قضیه هم په خپل حال پاتې شوه.

۶. دغه موضوع د روسانو له ماتې، ګډ تړون او له افغانستانه یې له شرمناک وتلو؛ د مجاهدینو د حکومت له تشکیل او په لومړي ځل واک ته د طالبانو له رسيدو – ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱- وروسته وخت پورې هماغسې پاتې وه. بیا امریکا تېری وکړ او افغانستان اشغال شو؛ دغه وخت او په ځانګړي ډول د اشرف غني د حکومت پر مهال په ۲۰۱۴ کې هغه پرېکړه وکړه چې په ختیځ او لوېدیځ کې پر هغو سیندونو ابګردان بندونه جوړ کړي چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي او پرته له دې چې افغانستان ته یې ګټه ورسېږي ګاونډیو هېوادونو ته ځي؛ دی بریالی شو چې ۴۹ بندونه جوړ کړي. په نیمروز ولایت کې له ایران سره پولې ته نیږدې کمال خان بند جوړولو ۴ کاله ونیول او په ۲۰۲۱ کې پرانیستل شو؛ دغه بند د افغانستان له اوبو څخه د ایران پر ونډه ډېر اغېز وکړ. اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل چې که ایران د اوبو په بدل کې نفت ور نه کړي، نه غواړي چې ایران ته یې اوبه روانې وي.

کله چې د ۲۰۲۱م کال د اګېسټ په ۱۵مه طالبان بیا واک ته ورسېدل؛ ایران له دغه نوي حکومته وغوښتل چې د ۱۹۷۳م کال هوکړه‌لیک ته بیا وروګرځي. د یادولو وړ ده چې پخپله ایران هم له ګاونډیو هېوادونو سره ګډې اوبه لري او د اوسنیو استعماري وېشونو د دوام په صورت کې دغه ګډې اوبه د لا ډېرو ستونزو راولاړېدو سبب کېږي.

۷. د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي د ۲۰۲۳م کال د مې په ۱۸مه د سیستان او بلوچستان ولایت چابهار ښار ته په سفر کې د افغانستان حکامو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: «د هیرمند سیند حقابه د سیستان او بلوچستان سیمې د خلکو حق دی؛ په دې اړه معاهدې او هوکړه‌لیکونه صراحت لري.» ده په داسې حال کې چې د افغانستان حکامو ته یې خبرداری ورکاوه وویل: «د افغانستان حاکمان دې پوه شي چې دا یوه طبیعي مسله نه ده. دوی دې دغه مسله جدي ونیسي او موږ خبرداری ورکوو چې د پاکستان په سیستان او بلوچستان په سیستان کې خلکو ته د هیرمند سیند اوبو حق ژر تر ژره ورکړي.» ده زیاته کړه: «حکومت خپله ټوله هڅه کوي چې د عمان له بحر څخه اوبه د ایران ختیځ ته ورسوي، خو دغه پروژه وخت نیسي.» سرچینه: العالم ایران انټرنېټي پاڼه، ۲۰۲۳م کال د مې ۱۸مه)

د ایران "ایرنا" خبري اژانس په افغانستان کې د ایران د سفیر، حسن کاظمي په حواله لیکلي: «که ثابته شي چې په کجکي بند کې اوبه شته او طالبان د ایران ونډه نه ورکوي؛ نو طالبان یې باید مسولیت واخلي، هغه وخت به فرصت نه وي او د ایران حکومت پوهېږي چې څه ډول غبرګون وښيي.» (سرچینه: العربیه، د ۲۰۲۳م کال د مې ۲۵مه)

په افغانستان کې د دغه ایراني ډیپلوماټ له خبرو ښکاري چې ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت د کړکیچن کولو خبرداری ورکوي. ایران پخوا د امریکا د شتون او د هغې د مزدورو حکومتونو پر وخت دا ډول خبرداري نه ورکول او له هغو حکومتونو سره یې اړیکې ښې وې؛ که څه هم د اوبو ستونزه له لسیزو راهیسې شته. نو د ایران د ولسمشر او نورو چارواکو ګواښونه او خبرداري ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت ښه نه دی او ستونزې به همداسې زیاتې وي؛ تر هغه چې ایران د سیستان او بلوچستان سیمې د اوبو ستونزه حل کوي، لکه د ایران ولسمشر چې وویل چې حکومت یې له عمان بحر څخه د اوبو را رسولو باندې بوخت دی؛ دغه اوبه باید لومړی خوږې شي او پر کرنیزو ځمکو ووېشل شي.

داسې ښکاري چې ایراني مسولین غواړي له دغې قضیې په خپله ګټه کار واخلي او د افغانستان حکومت د دغې ستونزې د سبب په توګه وښيي؛ داسې چې هغوی له افغانستان څخه د راتلونکو اوبو مخه نیسي. د دې ترڅنګ باید ووایو چې یاده ستونزه تر یوې نیمې پېړۍ زیاته سابقه لري؛ د سیمې خلک دوی ته د دولت د نه پاملرنې او دولت لخوا د دوی د منزوي کېدو په سبب په ایران کې حاکم نظام ته په غوسه دي؛ په یاده سیمه کې څو ځله د نظام پر وړاندې اعتراضونه او خوځښتونه وشول او داسې کسان شته چې له ایران څخه د بېلتون غوښتونکي دي.

۸. د افغانستان اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۳م کال د مې په ۲۷مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: « کابل پر خپلو ژمنو ولاړ دی؛ خو د سختو وچکالیو په سبب د اوبو کچه کمه شوې.» ده زیاته کړې: «د ایران له لوري په دې اړه نا مناسب اظهارات د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمولی شي. نو ښه ده چې دا ډول څرګندونې ونه شي.» دا یو مناسب او له ګواښ پرته غبرګون دی؛ خو د مقابل لوري ګواښ ردوي او خبرداری ورکوي چې باید تکرار نه شي؛ هغه که د رییسي لخوا وي او که د نورو چارواکو. داسې ښکاري چې افغانستان له ایران سره د اړیکو خرابولو لېواله نه دی.

۹. د افغانستان او ایران ترمنځ پر پوله ګڼ سیندونه دي؛ لکه هلمند سیند، فراه سیند او هریرود سیند. کوچني سیندونه هم شته لکه؛ هاروت، خاش او بودايي؛ دا ټول له افغانستانه سرچینه اخلي او بلاخره پوزک او صبري بحیرو ته تویېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې پولې شاوخوا موقعیت لري. هلمند سیند د سیستان د ځمکو د اوبو اصلي سرچینه ده او د سیستان او بلوچستان ولایت لپاره، چې له سختې او دوامدارې وچکالۍ کړېږي، د ژوند د رګ ارزښت لري.

داسې ښکاري چې د افغانستان سیندونه، په ځانګړي ډول هلمند سیند د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې مهم جیو-سیاسي رول لري او افغانستان کولی شي اقتصادي او سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره د اوبو له مسلې څخه پر ایران او دغه راز پر نورو هېوادونو د فشار د وسیلې په توګه ګټه واخلي؛ په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې د دغو اوبو شاوخوا ۹۵ سلنه د افغانستان د ننه روانې دي.

۱۰. له دغو خبرو داسې پایله اخلو چې د یادې ستونزې بنسټ انګلستان د مسلمانانو په «تجزیه او وېش» اېښی؛ انګلستان د سیستان او بلوچستان سیمه په درېیو برخو ووېشله؛ یوه برخه د ایران خواته، بله د پاکستان او درېیمه د افغانستان خواته. دغه وېش د دې سبب شوی چې د یوې سیمې خلک د یوه سیند پر سر چې له همدغې سیمې سرچینه اخلي او په بله برخه کې یې تویېږي، د درېیو مخالفو لورو په توګه د یو بل پر وړاندې ودرېږي. په داسې حال کې چې که دغو درې‌ګونو سیمو یو اصل او اساس لرلی او لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی امر کړی، د یوه دولت تر چتر لاندې وی؛ دغه ستونزه به ډېره په اسانۍ د حل وړ وه.

د دغې ستونزې - چې تر پوځي شخړې ورسېده- حل تر هغه وخته ممکن نه دی، ترڅو د ایران او افغانستان په نامه دغه دولتونه او په اسلامي نړۍ کې ټول بشري دولتونه لرې نه شي او پر ځای یې یو دولت چې د اسلام پر اساس وي، تاسیس نه شي. دغه واحد اسلامي دولت به ټولو هغو نژادي، مذهبي او د پولې پر سر اختلافونو ته د پای ټکی کېږي چې بنسټ یې انګرېزانو اېښی! نو د ستونزې اساس د اسلامي ځمکو استعماري وېش دی؛ ټول مسلمانان تر نننه پورې د استعمار او د هغو د پایلو په اور کې سوځېږي. ځينو ایراني چارواکو یې یادونه کړې چې موږ پورته اشاره ورته وکړه.

د دغو ستونزو حللاره یوازې دا ده چې اسلامي ځمکې تر استعمار وړاندې بڼه غوره کړي او په یوه واحد دولت بدلې شي چې اساس یې اسلام وي؛ هغه دولت چې ټول اساسات، جزیات او اړخونه یې د ګران اسلام پر بنسټ وي؛ هغه وخت به ټولې اوبه په خپل ځای کې تویېږي او انسانان، حیوانات او نباتات به ښه پرې ماړه شي او د الله سبحانه و تعالی په خوښه به د ځمکو خیر او برکت زیات شي. دغه راز به د نفتو پانګه په سمه توګه او یو شان ټولو ته ورسېږي او په دې توګه به ټول خلک له الهي خیر او برکت څخه برخمن شي او د حنیف اسلام تر حاکمیت لاندې به د نېکمرغۍ او هوساینې احساس وکړي.

له دې پرته هر ډول حللاره به جزي او لنډمهاله وي او هغه ساعتي بم ته به ورته وي چې هره لحظه یې د چاودېدو احتمال وي. نو له ټولو اړخونو غواړو چې په پوره جدیت د نبوت پر منهج خلافت د تاسیس لپاره هڅې وکړي؛ خلافت به اسلامي ځمکې سره یوځای کړي، وحدت به ورکړي او مسلمانان به د اسلام په واسطه خپل ریښتینی عزت ترلاسه کړي او د وروڼو په توګه به د الله سبحانه و تعالی په بندګۍ بوخت وي.

دا هغه حللاره ده چې اسلام مو وربولي؛ هغه حللاره چې عزت، سرلوړي او ابرومندانه ژوند پکې دی! الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا للهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

ژباړه: «ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله او د هغه د رسول بلنې ته لبیک ووایئ چې کله پیغمبر تاسو ته د هغه څه پر لور بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. او وپوهېږئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی. او تاسو به د همغه لوري ته ورغونډ کړای شئ.» [انفال: ۲۴]

۱۴۴۴ هـ.ق کال د ذی القدې ۱۷مه

۲۰۲۳م کال د جون ۶مه

د مطلب ادامه...

محمد صلاح؛ د اسلامي امت ویاړلی شهید!

(ژباړه)

خبر:

په پراخه کچه د مصري شهید محمد صلاح یادونه، چې د «واقعي ویاړلي عرب» لقب یې ورکړ. (سرچینه: عربي ۲۱)

تبصره:

د کنانه مصر ـ صلاح الدین، قطز او بیبرس له خاورې ـ یو ځوان مسلمان سرتېري د غدارانو تړونونه او استعماري پولې تر پښو لاندې کړې، له یهودانو سره یې جګړه وکړه، پر شا نه ولاړ او د شهادت لوړې درجې ته ورسېد. الله تعالی دې پرې رحم وکړي!

دغه ځوان مسلمان سرتېری مسلمانانو ته ثابتوي او دوی ته وايي: «له خپلو پوځونو څخه مو هیلې له لاسه ورنه کړئ؛ ځکه موږ له تاسو څخه یو او تاسو له موږ څخه یئ! موږ ستاسو احساسات احساس کوو او پر غم مو خپه کېږو!»

دغه سرتېری مسلمانو ځوانانو ته وایي: «پر هغه څه بوخت شئ، چې دین او آخرت ته مو ګټه رسوي! د خالي ذهنونو له پیروانو او له هغه څه څخه چې د غرب رسنۍ او پيروان یې وایي لرې شئ!»

دغه ځوان مسلمان سرتېری اسلامي امت ته دا پیغام لري او دوی ته بلنه ورکوي، چې د ذلت ګرد له خپل ځان څخه لرې کړي او له هغو غدارو حکامو څخه پيروي ونه کړي، چې شپه او ورځ د یهودي رژيم په چوپړ کې سبا کوي.

موږ باید دغه پېښه په نظر کې ونیسو او لکه د سیسي او دې ورته رسنیو په څېر هغه له پامه ونه غورځوو او حقیقت یې جعل نه کړو.

الله سبحانه الله وتعالی دې د اسلامي امت پر ویاړلي اتل شهید محمد صلاح رحم وکړي!  

لیکنه: عبد العزیز المنیس

۱۴۴۴ هـ.ق کال، د ذی القعدې ۱۹مه

۲۰۲۳م کال، د جون ۸مه

ژباړه: فریدون محتاط

د مطلب ادامه...

«تر هرڅه وړاندې اقتصاد»؛ یوه حیله چې واکمنان خپله بې کفایتي پرې توجیه کوي

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال، د مې میاشتې په ۲۶مه، د پاکستان مالیې وزیر د نړیوالو مالي تعهداتو ترسره کولو لپاره د امریکا سفیر ته د پاکستان د عوایدو او لګښتونو اړوندو پلانونو په اړه معلومات ورکړل. د پاکستان چارواکي له خپل بادار څخه د تاییدۍ په ترلاسه کولو، اوس یوه بله استعماري بودیجه برابروي چې زموږ اقتصاد به نور هم کمزوری کړي. پر دې سربېره، کله چې له دغو حکامو څخه د اسلامي امت په مخ کې شته ستونزو په اړه پوښتنه کېږي؛ دوی وايي چې لومړی باید د اقتصادي ستونزو د حلولو له لارې خپل هېواد جوړ کړو. د کشمیر د نه ازادولو او د هند پر وړاندې جدي چلند نه کولو لپاره هم همدا پلمه کوي. دغه واکمنان ادعا کوي چې لومړی باید اقتصادي ثبات ته ورسېږو بیا مهم مسایل حل کړو. سره له دې چې زموږ د اقتصادي ستونزو اصلي سبب غربي استعمار دی؛ زموږ واکمنان له هغه څه پرته چې امریکا، د پيسو نړیوال صندوق او تر واشنګټن وروسته اجماع (هغه چې تر واشنګټن اجماع وروسته وشوه/ post-Washington Consensus) یې امر ورته کېږي؛ خلکو ته د وړاندې کولو لپاره هېڅ نه لري. نو د ناروغۍ له سبب څخه د درملنې غوښتنه بې عقلي نه ده؟ دغه بې عقلي هغه وخت په جنون بدلیږي چې زموږ د کړاوونو سبب هماغه زهر یو ځل بیا د درملو او «نسخو» په پوښ کې راکړي چې لومړی ځل کارول یې زموږ د اقتصادي ناورین سبب شول.

هغه کسان چې د اقتصادي ثبات په ترلاسه کولو کې مخلص دي؛ باید د پشتوانې نه لرونکې پیسې، سودي پورونه او مالي تامینات، د عامه سرچینو خصوصي کول، نړیوال بیرته راګرځیدونکي مالیات (یا قهقرايي مالیات چې ټیټ عاید لرونکې کورنۍ تر لوړ عاید لرونکو هغو ډېره مالیه ورکوي)، د خصوصي سکټور په رهبرۍ د پانګونې صنعت وده او بهرنۍ مستقیمه پانګونه روښانه کړي. دوی باید د دغو ستونزو ریښتینې حللاره هم روښانه کړي. دغه پالیسۍ نه یوازې دا چې زموږ د شتمنۍ او سرچینو د غلا کولو لپاره د استعمارګرو وسیلې دي؛ بلکې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د وروستي پیغمبر صلی الله علیه وسلم له اوامرو ښکاره سرغړونه ده. په حقیقت کې، هغه چارواکي چې د "تر هر څه وړاندې اقتصاد" استدلال کوي، پر هغه لار نه دي روان چې د اقتصادي ثبات لامل کیږي. ځکه خو زموږ وضعیت کال په کال لا خرابېږي. څو چې دا ټولې لارې پرې نه ږدو او د الله سبحانه و تعالی له لوري ټاکل شوې مستقیمه لار باندې روان نه شو، وضعیت به همداسې د لا خرابېدو لوري ته روان وي.

د اقتصادي ثبات پر لوري لار له دې پیلېږي چې د اقتصادي چارو په ګډون، د ژوند په ټولو چارو کې اسلام پلی کړو. پیل یې له دې کېږي چې اسلامي اقتصادي پالیسۍ او سیاستونه د پانګوالو هغو ځایناستې کړو. اسلام دا الزامي کوي چې د کرنسۍ سټنډرډ سره او سپین زر وي؛ پر عایداتو مالیه، پر پلور مالیه او عمومي مالیه نه وي؛ په مالي تامین کې سود نه وي؛ عامه ملکیتونه لکه نفت او ګاز عامه پاتې شي؛ د پانګونې صنعت وده د دولت په رهبرۍ وشي او له مستقیمې بهرنۍ پانګونې خپلواکي ترلاسه کړو. یوازې اسلام کولی شي چې موږ د ډالرو له شر او زموږ پر اقتصاد د استعمار له واکمنۍ خلاص کړي؛ د دې تر څنګ اسلام له بېوزلو سره لویه مرسته کوي او کرنیز او صنعتي تولیدات پیاوړي کوي.

هغوی چې د اقتصادي خپلواکۍ په غوښتلو کې مخلص دي؛ باید پوه شي چې په دنیا او آخرت زموږ د بدبختیو د ختمولو یوازینۍ لار د خلافت له لارې د اسلام پلي کول دي. په حقیقت کې، له اسلام پرته راحت نشته؛ یوازې ستونزې او سخت ژوند دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

[وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى]

ژباړه: «او څوک چې زما له ذکر (د نصیحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.» [طه: ۱۲۴]

نو اې مسلمانانو! د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیس کولو لپاره له حزب التحریر سره ګډ کار وکړئ.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

ژباړه: فریدون محتاط

د مطلب ادامه...

له ناورین څخه د پاکستانۍ کلدارې د وتلو لپاره د اسلام نقشه

  • خپور شوی په پاکستان

له څه وخت راهیسې په پاکستان کې د واک څښتنان د پاکستاني کرنسۍ له ناورین سره مخ دي. دوی له دغه ناورین څخه د وتلو روښانه لار نه شي پیدا کولی. د بودیجې لپاره تیاری د دې یو ثبوت دی. په پاکستان کې د کرنسۍ اوسنی ناورین د دغه هیواد د مشرانو له لوري د یوه ځانګړي پولي چارچوکاټ د پلي کولو پایله ده. پاکستان د بې پشتوانې کرنسۍ ماډل پلی کوي او د خپلې کرنسۍ ارزښت یې له امریکایي ډالر سره تړلی دی. په دغه ماډل کې د کرنسۍ ارزښت د اقتصاد په تولیدي ظرفیت، د بهرنیو اسعارو زېرمو او د دغو اسعارو په ترلاسه کولو کې د پاکستان په وړتیا پورې تړلی. کله چې د پاکستان د ودې کچه راټیټه شي، د ډالر تر اغېز لاندې بهرنیو اسعارو زېرمه یې هم کمېږي او د بهرنیو اسعارو د تولید وړتیا هم ورسره راټیټېږي. له دې سره د پاکستانۍ روپۍ ارزښت رالوېږي او د پاکستان مسلمانانو ته د انفلاسیون د ستونزو څپې راوړي.

سره له دې چې د مالیې وزیر د وضعیت د ښه کېدو ډاډ ورکړ، خو پلانونه به یې ناکام شي. د پاکستان د کرنسۍ ناورین به په ځانګړې کچه د ډالر- کلدارې د تبادلې نرخ ټاکلو یا د بازار پر اساس د تبادلې نرخ په کارولو سره حل نه شي. دا دواړه مفکورې د بې پشتوانې اسعارو د یوه پولي ماډل دوې نسخې دي؛ په دې کې کرنسي له ځانه هېڅ داخلي ارزښت نه لري؛ بلکې خپل ارزښت له نورو فکټورونو اخلي، لکه د هېواد اقتصادي ځواک، د هېواد د نړیوالې سوداګرۍ جوړښت او د ډالرو ارزښت او لاسرسي‌والی. نو د واک او قدرت څېښتنان هېواد د کرنسۍ له دغه ناورین څخه نه شي ژغورلی.

اسلام خپل پولي چوکاټ لري. اسلام دا لازمي کړې چې د دولت کرنسي باید د قیمتي فلزاتو پشتوانه ولري؛ دا د انفلاسیون اصلي لامل او د کرنسۍ ناورین ختموي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د سرو زرو سکې یا دینار (چې وزن یې ۴.۲۵ ګرامه و) او د سپینو زرو سکې یا درهم (چې وزن یې ۲.۹۷۵ ګرامه و) د دولت د کرنسۍ په توګه تایید کړې. سره او سپین زر له ځانه ارزښت لري او ارزښت یې د یوه هېواد په اقتصادي ځواک او د بهرنیو اسعارو د زیرمو په کچه پورې اړه نه لري. کله چې په سوداګرۍکې کسر رامنځ ته کېږي او د دولت سره او سپین زر له دولت څخه د باندې وځي، د سرو او سپینو زرو کچه ورسره کمیږي او د دولت په داخل کې بیې ورسره راټیټېږي. د بیو دغه ټیټېدل د دولت د صادراتو په لوړېدو کې مرسته کوي او په پایله کې یې د دولت خزانو ته پرېمانه سره او سپین زر راځي. نو سره او سپين زر له ځانه اصلاحي مېکانېزم لري او په سوداګرۍ کې د کسر ستونزه په اتومات ډول پخپله حلوي.

مسلمانانو ته د دې جواز نشته چې د کرنسۍ د ناورین د ستونزې لپاره د اسلام حللاره د ډیموکراسۍ له لارې پلې کړي. په ډیموکراسۍ کې بشري پرېکړې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اوامرو لوړې ګڼل کېږي. یوازې د اسلام د حکومتولۍ سیستم، خلافت دی چې د مسلمانانو د ستونزو د حل لپاره د اسلام حللارې پلې کوي. د نبوت پر منهج خلافت به دینار او درهم د اسلامي دولت د کرنسۍ په توګه وټاکي؛ د پاکستان د کرنسۍ ستونزې به د تل لپاره حل کړي او د باثباته پیسو دود کولو له لارې به سوکاله ژوند راولي. نو اې مسلمانانو، د نبوت پر منهج د خلافت د بيا تاسیس لپاره له حزب التحرير سره کار وکړئ. اې د پاکستان په وسله والو ځواکونو کې مسلمانانو! حزب التحریر ته همدا اوس نصرت ورکړئ چې هغه بدلون راولئ چې ټول اسلامي امت ورته په تمه دی او دعا ورته کوي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

ژباړه: فریدون محتاط

د مطلب ادامه...

د مظالمو قاضي

(ژباړه)

ابو داود په خپل سنن کې روايت کړی چې:

عَنْ أَنَسٍ قَالَ النَّاسُ يَا رَسُولَ اللَّهِ غَلَا السِّعْرُ فَسَعِّرْ لَنَا فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمُسَعِّرُ الْقَابِضُ الْبَاسِطُ الرَّازِقُ وَإِنِّي لَأَرْجُو أَنْ أَلْقَى اللَّهَ وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنْكُمْ يُطَالِبُنِي بِمَظْلَمَةٍ فِي دَمٍ وَلَا مَالٍ

ژباړه: له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې: خلکو وویل، اې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بازار قېمتونه لوړ شوي دي، تاسو موږ ته قېمتونه وټاکئ. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ د قېمتونو ټاکونکی، د رزق ورکوونکی، کموونکی او زیاتوونکی الله سبحانه وتعالی دی، زه هيله لرم چې له الله سبحانه وتعالی سره په داسې حال کې مخ شم، چې په تاسو کې هېڅوک داسې نه وي، چې له ما څخه د وینې او یا مال په برخه کې د مظلمه غوښتنه وکړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د حاکم لخوا د قېمتونو ټاکل ظلم بللی، ځکه د قېمتونو ټاکل د حاکم حق نه دی او که یې داسې کار ترسره کړ، نو په حقیقت کې یې له خپل حد څخه تېری کړی او له خپل رعیت سره یې ظلم کړی دی. له همدې امله د عمومي حقونو ټولې قضیې چې تنظیم یې د خلکو لپاره د دولت په واسطه کېږي، د مظالمو قاضي لخوا ارزول کېږي، مثلاً که چېرې د خلکو د مصلحتونو لپاره یو اداري نظام جوړ شي او د رعیت یو کس په دې نظر وي، چې دغه نظام پر نوموړي ظلم کوي، په دې صورت کې د هغه قضیه د مظالمو د محکمې لخوا ارزول کېږي. ځکه دا ناخوښي له هغه اداري نظام څخه ده، چې د دولت لخوا د خلکو د یوه مصلحت لپاره ټاکل شوی دی، د بېلګې په توګه؛ دولت د کروندو د اوبه کولو لپاره له عمومي اوبو څخه د کروندګرو تر منځ په دوره‌یي ډول یو نظم جوړوي، اوس که چېرې یو کروندګر ویني چې دغه نظام پر نوموړي ظلم کوي، نو خپله ستونزه له خلیفه یا د مظالمو د محکمې له هر هغه قاضي سره شریکولی شي، چې د خلیفه استازیتوب وکړي، ترڅو وارزول شي او د ادعا له اثبات وروسته له مظلوم څخه ظلم لرې شي.

امام مسلم پخپل صحیح کې روایت کړی چې:

عَنْ عُرْوَةَ بْنِ الزُّبَيْرِ أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ الزُّبَيْرِ حَدَّثَهُ: أَنَّ رَجُلًا مِنْ الْأَنْصَارِ خَاصَمَ الزُّبَيْرَ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي شِرَاجِ الْحَرَّةِ الَّتِي يَسْقُونَ بِهَا النَّخْلَ فَقَالَ الْأَنْصَارِيُّ: سَرِّحْ الْمَاءَ يَمُرُّ، فَأَبَى عَلَيْهِمْ فَاخْتَصَمُوا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِلزُّبَيْرِ: اسْقِ يَا زُبَيْرُ ثُمَّ أَرْسِلْ الْمَاءَ إِلَى جَارِكَ، فَغَضِبَ الْأَنْصَارِيُّ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَنْ كَانَ ابْنَ عَمَّتِكَ، فَتَلَوَّنَ وَجْهُ نَبِيِّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثُمَّ قَالَ: يَا زُبَيْرُ اسْقِ ثُمَّ احْبِسْ الْمَاءَ حَتَّى يَرْجِعَ إِلَى الْجَدْرِ، فَقَالَ الزُّبَيْرُ: وَاللَّهِ إِنِّي لَأَحْسِبُ هَذِهِ الْآيَةَ نَزَلَتْ فِي ذَلِكَ

ژباړه: له عروه بن زبير څخه روايت دی، هغه وايي چې عبد الله ابن زبير رضي الله عنه ده ته ويلي چې: یوه انصاري کس له زبیر بن عوام څخه د اوبو د هغې ویالې په اړه چې د خورماوو باغونه به یې اوبه کول، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ. موضوع داسې وه چې دغه انصاري کس زبیر ته وویل: پرېږده چې اوبه (ستا له باغ څخه) تېرې شي (او زما باغ ته را ورسېږي)، خو زبیر ونه منله. په پایله کې یې خپله ستونزه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بیان کړه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم زبیر ته وفرمایل: اې زبیره، باغ دې اوبه کړه او له هغه وروسته اوبه پرېږده چې ګاونډي ته دې ورشي، انصاري په غوسه شو او ویې ویل: اې رسول الله! دا چې د عمه زوی دې و، نو دغه ډول قضاوت دې وکړ. د دې خبرې په اورېدو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم رنګ بدل شو او ویې فرمایل: اې زبیره، باغ دې اوبه کړه او اوبه وساته چې پر دېوالونو وخېژي، زبیر وایي فکر کړم چې په همدې اړه دغه آیت را نازل شو:

 {فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا}

ژباړه: ستا په رب مې دې قسم وي، دوی تر هغه وخته مومنان کېدای نه شي، تر څو د خپلو خپلمنځي شخړو حل تا ته وړاندې نه کړي او بيا (ستا پر پرېکړه باندې) په زړه کې حرج هم ونه لري.

له دغو دوو حدیثونو څخه ښکاري، چې که چېرې پر یوه کس هر ډول ظلم وشي، هغه که د حاکم، د دولت د بنسټونو او یا فرمانونو لخوا وي، ظلم ګڼل کېږي، چې موضوع یې خلیفه یا د مظالمو د محکمې یوه قاضي ته چې د خلیفه نایب وي، وړاندې کېږي، ترڅو د هغې په اړه قضاوت وکړي.

د مظالمو قاضي هغه قاضي ته ویل کېږي چې د دولت لخوا او د دولت تر حاکمیت لاندې د کېدونکي ظلم د مخنیوي لپاره ټاکل شوی وي، دا توپیر نه کوي چې هغه کس د دولت رعیت دی او که نه او یا دا چې دا شکایت له خلیفه څخه دی او که د هغه تر لاس لاندې حاکمانو او چارواکو څخه.

د مظالمو د قاضي ټاکل:

د مظالم قاضي د خلیفه او یا د قاضي القضات لخوا ټاکل کېږي، ځکه مظالم د قضاء یوه برخه ده او هر ډول قاضي د خلیفه لخوا ټاکل کېږي. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم به هم ټول قاضیان پخپله ټاکل، نو د مظالمو قاضي هم د یوه قاضي په توګه د خلیفه لخوا ټاکل کېږي او همداراز دا هم روا ده چې د قاضي القضات لخوا وټاکل شي؛ په دې شرط چې خلیفه دا چاره هغه ته سپارلې وي.

د مظالمو د مرکزي محکمې د رئیس په مشرۍ د دولت په مرکز کې د مظالمو محکمه جوړېږي، چې د خلیفه د لرې کېدو صلاحیت لري او د هغې لپاره په نورو ولایتونو کې فرعي محکمې هم جوړېږي.

د مظالمو د محکمې صلاحیتونه:

د مظالمو محکمه دا صلاحیت لري، چې هر ډول ظلم ته رسیده‌ګي وکړي، لکه:

1-      د دولتي دستګاه او کسانو اړوند شکایتونه؛

2-      د شرعي احکامو پر وړاندې د خلیفه د مخالفت اړوند شکایتونه؛

3-      په اساسي قانون، قوانینو او نورو قانوني مقرراتو کې چې خلیفه تبني کړي، د یوه مفهوم اړوند شکایتونه؛

4-      د رعیت د ګټو لپاره د اداري قوانینو اړوند شکایتونه چې رعیت ته پکې زیان رسېدلی وي؛

5-      د مالیاتو د وضع کولو او داسې نورو په اړه شکایتونه؛

دا هم روا ده چې د مظالمو د مرکزي محکمې کار دې محدود شي او یوازې د خلیفه، د هغه د وزیرانو او د قاضي القضات شکایتونو ته دې رسیده‌ګي وکړي او د والیانو، کارکوونکو او د دولت د نورو کارمندانو په اړه فرعي شکایتونه دې د ولایتونو د مظالمو محکمو لخوا وارزول شي.

د مظالمو د محکمې د قاضي ټاکل او لرې کول:

خلیفه اجازه لري چې د ولایتونو د مظالمو فرعي محکمو د قاضیانو د ټاکلو او لرې کولو صلاحیت دې د مظالمو مرکزي محکمې ته ورکړي.

د مظالمو د مرکزي محکمې اساسي غړي یوازې خلیفه ټاکلی او لرې کولی شي.

مګر د مظالمو د محکمې د رئیس په اړه چې د خلیفه د عزل کولو لپاره رسیده‌ګي کوي، باید ووایو چې د هغه لرې کول په اصل کې د خلیفه په واک کې دي، مګر په يو حالت کې خليفه نه شي کولی چې هغه عزل کړي؛ هغه دا چې کله چې د خليفه، يا وزيرانو او يا قاضي القضات (په هغه صورت کې چې خليفه قاضي القضات ته د هغه د ټاکلو يا عزل کولو واک ورکړی وي) پر وړاندې قضيه مطرح شوې وي او دوسيه يې د مظالمو محکمه کې تر څېړنې لاندې وي. ځکه په داسې حالت کې د خليفه په لاس کې د هغه د عزل کولو د واک پاتې کېدل، په ډېر احتمال سره د حرامو لامل کېږي. ځکه دا پر حکم اغېز کوي او په پایله کې د قاضي توانايي د خلیفه او د هغه د مرستیالانو د لرې کولو په برخه کې محدودوي او د لرې کېدو دا ډول صلاحیت د حرامو لامل کېږي، یعنې په داسې حالت کې د هغه پاتې کېدل حرام دي، د دغې شرعي قاعدې پر اساس: هغه څه چې د حرامو لامل کېږي، پخپله هم حرام دي.

په نورو حالتونو کې حکم پخپل اصلي حالت پاتې دی، یعنې د مظالمو د قاضي د لرې کولو صلاحیت له خلیفه سره دی، لکه څنګه یې چې ټاکل په هغه پورې اړه لري. ځکه په دې دواړو کې هېڅ توپیر نشته دی. د يادولو وړ ده چې په هر ډول شکايت کې ـ پرته له دې چې موضوع نوعيت يې په پام کې ونيول شي ـ د شکايت کوونکي يا مدعي عليه احضار (حاضرولو) ته اړتيا نه شته. پر همدغه سبب شرط نه ده چې شکايت ته د قضاء په مجلس کې رسېدنه وشي، ځکه د مظالمو پر محکمې واجب ده، تر څو هغه ظلم هم وڅېړي چې په اړه يې چا دعوا نه وي کړې او څه ډول چې د مضالمو قاضي د قضاء د مجلس په تشکيل نه دی مکلف، دغه راز د مدعي عليه په احضار هم نه دی مکلف. بلکې د ظلم له واقع کېدو سره سم مکلف دی، چې هغه ته رسیده‌ګي وکړي او د وخت او ځای له محدودیت پرته باید حکم صادر کړي.  

په پای کې د واک او صلاحیتونو له نظره د دغې محکمې د باور لپاره دا ستونزه نه لري، چې د دغو محکمو ظاهر دې په ښه شان و شوکت سره جوړ شي، یعنې د هغوی لپاره دې لوی او شانداره کور جوړ شي، ځکه دا کار مباح دی؛ په ځانګړې توګه که چېرې دغه چاره د عدالت د لویوالي ښکارندويي وکړي. د مصر او شام د حکامو په وخت کې د حاکم مجلس ته چې په هغه کې به مظالمو ته رسیده‌ګي کېدله، بیت العدل ویل کېده او د هغه لخوا به هلته استازي ځای په ځای کېدل او فقهاوو به پکې ګډون کاوه. مقریزي د (السلوک الی معرفة الملوک) کتاب کې یادونه کړې، چې «سلطان ملک صالح ایوب» پر خپل ځای په بیت العدل کې استازي ګومارلي وو، چې د مظالمو د حل لپاره به کېناستل او شاهدان، قاضیان او فقهاء به هم ورسره وو.

ژباړه: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

په سیاسي جوړښت کې د لاسوهنې ناکامي او د بدلون لپاره ریښتینی فرصت

خبر:

عمران خان له خوشي کېدو وروسته لومړۍ عمومي وینا کې وویل وویل:«نن زموږ ډیموکراسي په یوه تار راځړیږي». نوموړي هغه کسان «مافیا» وبلل چې د ده په نیولو پسې راغلي و. د خان دغه خبرې د ټلویزیون له لارې خپرې نه شوې. (ګارډین)

تبصره:

پوځي ځواک د ۵۰مې لسیزې له وروستیو راهیسې د پاکستان په سیاسي سیسټم کې لاسوهنه پیل کړه چې د خپلې خوښې پایلې ترلاسه کړي. دا لړۍ د جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ پر مهال چټکه شوه؛ خو په ۱۹۹۰ کلونو کې، چې د ډیموکراسۍ دوره وه، یې ریښې وغځولې.

پوځ د سیاسي لوبغاړو د اداره کولو لپاره ځینې وسیلې رامنځته کړې؛ لکه د فساد تورونه، بلک مېل کول، شکنجه، رشوت، برمته کول، ترور او ... . دغه وسیلې وروسته بیا پر معیاري مېتودونو، اقداماتو او تکتیکونو بدلې شوې چې له لارې یې ملکي لوبغاړي واک ته راولي، د واک پر مهال یې مدیریت کړي او کله یې چې د پوځ موخې پوره کړې؛ له واکه یې لرې او بې اعتباره کړي.

پوځ دغه ټول مېتودونه او تکتیکونه د بوټو او شریف کورنیو د واکمنۍ پرمهال پاخه او کمال ته ورسول؛ دواړه لوري یې یو د بل پر وړاندې ولوبول. پوځ له دغو مېتودونو، اقداماتو او تکتیکونو سره عادت شو او افسرانو یې دا ډول تګلارې د بوټو او شریف کورنیو د فساد د کنټرول لپاره ومنلې چې خپلې بنسټیزې ګټې پرې وساتي.

د پوځ په خوښه سیاسي پایلو ترلاسه کولو لپاره د دغو وسیلو کارول درې لیسزې په بریالۍ توګه مخته لاړل؛ خو باجوه د عمران خان د پورته کولو، مهار او بیا له واکه لرې کولو په برخه د غو وسیلو کارولو ته دوه ځلي او ژور فکر ونه کړ. عمران خان د پوځ پر مشر نیوکه وکړه چې د کنټرول هڅه یې کوي او پر وړاندې یې ودرېد؛ په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې عمران خان لرې کړای شو، د ده د چوپولو او بدنامولو لپاره یې د پوځ د مشر هڅې افشا کړې.

دغه هڅې همداراز د پوځ د ننه او عامه افکارو کې د حیرانتیا لامل شوې. دا ځکه چې ډيرو عمران خان ته د خانداني او میراثي سیاستوالو د ژور فساد او په سیاسي جوړښت کې د پوځ د پرلپسې لاسوهنو په پرتله، د یوه پاک او صادق کس په سترګه کتل.

پر دې سربېره، خان وکولی شول چې په پاکستاني ټولنه کې د امریکا ضد پټو احساساتو څخه ګټه واخلي؛ په ځانګړي توګه د هغو ځوانانو له احساساتو چې له ۹/۱۱ پيښې وروسته نړۍ کې را لوی شوي؛ دوی هم د پراخ فساد په سبب له سیاسي رهبرۍ خوابدي وو او هم د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا جګړې ته د ډېرو امتیازاتو ورکولو په سبب له پوځ څخه خوښ نه وو.

باجوه او ورپسې منیر فکر کړی و چې د دوی پخې وسیلې به د عمران په مهارلو کې د دوی مرسته وکړي. دوی خان، له خان څخه د پاکستاني ټولنې د ځوانانو ملاتړ او په متقاعدو پوځيانو کې د خان پلویان له پامه غورځولی و.

له دې امله، هېواد اوس په نامعلوم وضعیت کې دی. هغه وسیلې چې په سیاسي جوړښت کې د لاسوهنې لپاره رامنځته شوې وې، نه یوازې دا چې ماته يې خوړلې؛ په پوځ کې د اندیښنې را پیدا کېدو لامل هم شوې. دغه وضعیت منیر د خان په مسله کې له نرمۍ راګرځولی. سربېره پر دې، له خان او PTI پرته، د پاکستان له ډیموکراټیک خوځښت سره هېڅ د پام وړ مخالفت نشته. د دې لپاره چې ټولټاکنې ومنل شي او د باور وړ وي؛ پوځ باید د تېر پشان د حاکم ګوند پر وړاندي مخالف اړخ رامنځته کړي. که داسې ونه شي، خلک به د ټاکنو پایلې و نه مني.

پخوا به چې په سیاسي جوړښت کې د لاسوهنې پایلې ناکامې شوې؛ پوځ مداخله کړې. خو د پوځ پر وړاندې شدید مخالفت، د خان په مهارولو کې د پوځ ماتې او ورپسې سیاسي حماسې او کمزوري اقتصاد ته په کتو؛ د پوځي حکومت اعلان نه یوازي دا چې ستره تېروتنه ده، بلکې د ډېرو په اند پرته له دې چې نورو بې شمېره لانجمنو مسایلو ته پام وکړي، په لوړه بیه په واک کې د پاتې کېدو لپاره د منیر نهیلي کوونکې هڅه ده. دغه وضعیت د عمران خان لپاره هم نامعلوم دی. خان د پخوا په پرتله ځواکمن را څرګند شو؛ خو کله چې په واک کې و، نهیلی و، پخواني وضعیت ته یې شرموونکی دوام ورکړ، د بدلون لپاره یې هر اړخیز پلان نه درلود او شاوخوا یې په فساد ککړ سیاستوال او مشاورین دي؛ لکه د پاکستان ډیموکراټیک خوځښت کې چې دي.

نو په راتلونکو ورځو او اونیو کې به د پاکستان سیاسي وضعیت همداسې د بدلون په حالت کې وي، دا د راډیکال او اساسي بدلون غوښتونکو ته غوره فرصت برابروي؛ هغه بدلون چې ریښه یې په اسلام کې ده؛ غواړي چې اوسنی نظم د صلاح او خیر پر لور بوزي او پاکستان ته عزت او وقار راوګرځوي.

 [مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيب]

ژباړه: «... د الله نصرت به کله راشي؟ پوه شه! چې د الله نصرت نیږدې دی!» [بقره: ۲۱۴]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عبدالمجید بهاټي

د مطلب ادامه...

د تنفیذ وزیران

(ژباړه)

امام ترمذي پخپل سنن کې داسې روایت کړی دی:

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "مَا مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا لَهُ وَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ السَّمَاءِ وَوَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ الْأَرْضِ فَأَمَّا وَزِيرَايَ مِنْ أَهْلِ السَّمَاءِ فَجِبْرِيلُ وَمِيكَائِيلُ وَأَمَّا وَزِيرَايَ مِنْ أَهْلِ الْأَرْضِ فَأَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ".

ژباړه: هر نبي به دوه وزیران په آسمان او دوه وزیران په ځمکه کې لرل، پر همدې اساس په آسمان کې جبریل او میکائیل زما دوه وزیران دي او په ځمکه کې بیا ابوبکر او عمر زما وزیران دي.

په «تحفة الاحوذي» کې په دې اړه راغلي دي:

دا خبره: «مَا مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا وَلَهُ وَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ السَّمَاءِ وَوَزِيرَانِ مِنْ أَهْلِ الْأَرْضِ» وزیر، همکار (بار وړونکی) دی، په دې دلیل چې هغه وزِر یا بار له خپل امیر څخه اخلي. معنی یې دا ده چې کله به پیغمبر صلی الله علیه وسلم کوم کار پیل کاوه، نو له خپلو دوو وزیرانو سره به یې مشوره کوله. لکه څنګه چې یو حاکم له ستونزې سره مخ شي، نو له خپلو وزیرانو سره مشوره کوي. په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَاجْعَل لِّي وَزِيراً مِّنْ أَهْلِي(29) هَارُونَ أَخِي(30) اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي) [طه: 29-31]

ژباړه:  له کورنۍ څخه مې ورور هارون زما مرستیال کړه او د هغه په مرسته زما مټ پیاوړی کړه.‏

په النهایه کتاب کې بیان شوي، چې وزیر له هغه کس څخه عبارت دی چې له امیر سره مرسته کوي او د هغه ځینې درانه کارونه مخته وړي او یا هغه څوک دی چې امیر د هغه رایې او تدبیر ته ارزښت ورکوي، نو وزیر د امیر له مرستيال څخه عبارت دی.

د وزیر کلمه په لغت کې د همکار او مرستیال په معنی ده او قرآن کریم هم د وزیر کلمه په همدې لغوي معنی راوړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي: (وَاجْعَل لِّي وَزِيراً مِّنْ أَهْلِي) دلته وزیر د همکار او مرستیال په معنی راغلی دی.

په دغه حدیث کې دا کلمه پخپله لغوي معنا یعنې همکار یا مرستیال او همدارنګه په مطلق ډول راغلې ده، چې په ټولو چارو کې هر ډول مرسته او همکاري پکې شاملېږي، لکه د خلافت په مسوولیت او نورو چارو کې له خلیفه سره مرسته کول. حزب التحریر له دغه حدیث څخه لاندې احکام اخیستي دي:

۱ـ خلیفه حق لري چې د ځان لپاره مرستیالان وټاکي، ترڅو د خلافت د کارونو او دندو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړي.

۲ـ د مرستیالانو د شمېر جواز؛ یعنې خلیفه کولی شي، چې له خپلې اړتیا سره سم یو یا څو مرستیالان وټاکي.

۳ـ خلیفه حق لري چې د ځان لپاره د حکم په برخه کې او د حکم له برخې پرته مرستیالان وګوماري. په آسمان کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وزيران حکومتي مرستیالان نه وو، نو دا څرګندوي چې خلیفه کولی شي چې د ځان لپاره په غیرحکمي چارو کې هم مرستیالان وټاکي، ځکه دا په خلافت دولت کې د درېيم جهاز د مشروعیت ښکارندویي کوي، چې هغه د تنفیذ مرسیالان (د تنفیذ وزیران) دي:

1-    د تنفیذ مرستیال هغه وزیر دی چې خلیفه یې د تنفیذ، تعقیب او اجرا په برخه کې د خپل مرستیال په توګه ټاکي او د خلیفه اړیکه له رعیت، دولتي برخو او پردیو خلکو سره ټینګوي او د دوی تر منځ د یو پل مثال لري. یعنې د خلیفه اوامر تر نورو خلکو رسوي او د نورو خلکو غوښتنې تر خلیفه پورې رسوي، ځکه نوموړی د چارو په ترسره کولو کې مُعین دی، خو سرپرست او مسوول نه دی؛ پر همدې اساس کار یې اداري دی، نه د حکم اړوند. د هغې برخې اداره کول یې مسوولیت دی چې خلیفه یې د داخلي او بهرنیو اړخونو لپاره مطرح کوي او د هغه څه مطرح کول یې مسوولیت دی چې د همدغو چارواکو لخوا ورسپارل کېږي. په حقیقت کې هغه د خلیفه او نورو تر منځ د اړیکو د پل حیثیت لري؛ یعنې د خلیفه اوامر تر نورو خلکو رسوي او د نورو خلکو غوښتنې تر خلیفه پورې رسوي.

2-     نوم اېښودنه:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشده خلفاوو په وخت کې د تنفیذ مرستیال ته کاتب ویل کېده، وروسته د رسالو او مکاتباتو د دیوان څښتن بلل کېده، چې له هغه وروسته یې د انشاء کاتب او یا د انشاء د دیوان څښتن نوم پرې کېښود او بیا د فقهاوو تر منځ د تنفیذ وزیر وبلل شو.

3-    د تنفیذ مرستیال ته د خلیفه اړتیا:

خلیفه هغه حاکم دی چې د امت د چارو حکم، تنفیذ او رعایت ته رسیده‌ګي کوي او دغو ټولو چارو ته رسېده‌ګي بیا اداري کارونو ته اړتیا لري او دې اړتیا ته په پام سره د خلیفه تر څنګ باید د چارو د اداره کولو لپاره یوه ځانګړې برخه وي، چې هغې ته د خلافت د مسوولیتونو د ترسره کېدو لپاره اړتیا ده. له همدې امله د تنفیذ لپاره د مرستیال پر ټاکلو پرېکړه شوې، چې خلیفه یې پخپله ټاکي، ترڅو یوازې اداري کارونو ته رسیده‌ګي وکړي، نه د حکم اړوند کارونو ته. پر همدې اساس هغه د حکم اړوند هېڅ کار د ترسره کولو حق نه لري، نه والي او نه کوم کارکوونکی ګوماري او نه هم د خلکو چارو ته رسده‌ګي کوي، بلکې کار یې یوازې اداري دی او یوازې هغه حکم او اداري امرونه عملي کوي، چې د خلیفه او یا د تفویض د مرستیالانو لخوا صادرېږي. په همدې دلیل هغه ته د تنفیذ مرستیال وایي او فقهاوو هغه د تنفیذ وزیر یاد کړی دی.

4-    د تنفیذ د مرستیال کاري ځانګړنې:

أ‌-        له خلیفه سره مستقیمه اړیکه لري، لکه د تفویض مرستیال.

ب‌-   د خلیفه پر محرمو مسایلو خبر وي او کار یې په هغه پورې تړلی وي.

ت‌-   دا چې هغه له خلیفه سره تګ راتګ لري او د شپې او ورځې لخوا هر وخت ورسره لیدلی شي، له همدې امله دا مسوولیت د ښځې لپاره مناسب نه دی، نو ځکه د تنفیذ مرستیال باید نر وي. همدارنګه روا نه ده چې د تنفیذ مرستیال دې کافر وي، بلکې باید مسلمان وي، ځکه هغه د خلیفه د رازونو محرم دی. په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآَيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ) [آل عمران،118]

ترجمه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! خپل رازونه مو له خپلو خلکو پرته نورو کسانو ته مه وایئ، هغوی تاسو ته د شر او فساد رسولو په برخه کې هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي. هغوی ستاسو د رنځ او کړاو هیله (په خپل زړه کې) لري او ستاسو په اړه دښمني یې له خولې څخه معلومېږي او هغه څه چې په زړه کې یې لري، تر دې هم لوی دي. موږ هغه نښې (چې تاسو خپل دوستان له دښمنانو څخه پرې بېل کړئ) تاسو ته بیان کړې دي، که چېرې تاسو عقل او پوهه ولرئ.

5-      د تنفیذ مرستیالان له یوه کس څخه زیات هم روا دي. یعنې د اړتیا او هغه کار له مخې، چې د خلیفه او نورو خلکو تر منځ پکې د اړیکې د پل حیثیت لري.

6-      هغه چارې چې د تنفیذ مرستیال پکې د خلیفه او نورو خلکو تر منځ د پل حیثیت لري، څلور موضوعات دي:

أ‌-      نړیوالې اړیکې: توپیر نه کوي چې خلیفه یې په مستقیم ډول پر غاړه اخلي او که د هغو لپاره بهرنۍ اداره ګوماري.

ب‌-  پوځ یا لښکر.

ت‌-  له پوځ پرته نورې دولتي برخې.  

ث‌-  له رعیت سره اړیکې.

دا د تنفیذ مرستیال او د هغه کاري واقعیت و؛ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته د خلافت دولت ژر را په برخه کړي، ترڅو دغه اساسي برخه له نورو دولتي مواردو سره یو ځای په څنګ کې ووینو او خپلې سترګې پرې خوږې کړو او زړونه مو په دې سبب پرې ډاډه کړو، چې د خپل رب فرض مو پر ځای کړی او د هغه شریعت مو حاکم کړی دی. آمین

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

اردوغان خپله بریا په سندره ولمانځه

(ژباړه)

خبر:

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د خپل سیال، کمال قلیچدار اوغلو پر وړاندې دویم ځل ټاکنو تر ګټلو وروسته په استانبول کې د خپلو پلویانو په منځ کې سندرې زمزمه کړې. اردوغان په داسې حال کې د خپلې ښځې ترڅنګ د یوه بس پر سر راښکاره شو چې د ده او د ده د حزب د بریا لپاره جوړه شوې سندره یې له خپلو پلویانو سره یو ځای بلله.  (سرچینه: العربیه وېبپاڼه)

تبصره:

دغه خبر ماته د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه خبرې را په یاد کړې؛ هغه چې د مسلمانانو خلیفه شو، ویې ویل:

«يا أيُّها الناس، قد وُلِّيت عليكم ولست بخيركم، فإن رأيتموني على حقٍّ فأعينوني، وإن رأيتموني على باطل فسدِّدوني، أطيعوني ما أطعتُ الله فيكم، فإذا عصيتُه فلا طاعة لي عليكم، ألا إنَّ أقواكم عندي الضعيف حتى آخذ الحقَّ له، وأضعفكم عندي القويُّ حتى آخذ الحقَّ منه، أقول قولي هذا وأستغفر الله لي ولكم»

ژباړه: «اې خلکو! زه ستاسو د چارو سرپرست شوی یم؛ خو تر تاسو غوره نه یم. که مو د حق پر لاره ولیدم؛ مرسته مې وکړئ او که مو ولیدل چې په باطل کې یم؛ نو مخه مې ونیسئ. څو چې د الله سبحانه وتعالی اطاعت کوم، زما اطاعت وکړئ. که مې د الله سبحانه وتعالی له امر څخه سرغړونه وکړه؛ نو اړ نه ياست چې اطاعت مې وکړئ. ستاسو تر ټولو پیاوړی زما پر وړاندې تر ټولو کمزوری دی تر څو (د کمزوري) حق ورته واخلم. او کمزوری مو زما پر وړاندې تر ټولو قوي دي، تر څو (له ظالم) څخه د هغه حق ترې واخلم. دا خبره کوم او د خپل ځان او تاسو لپاره له الله سبحانه و تعالی څخه د بښنې غوښتنه کوم.»

دغې کیسې اړ کړم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلیفه؛ د هغه د خطبې او هغو سترو کارونو او خدمتونو ترمنځ پرتلنه وکړم چې د اسلام او مسلمانانو لپاره یې کړي؛ لکه: له مرتدینو سره قتال، د اسلام پلي کول او د عدالت خپرول او د خلکو د چارو غوره تنظیم. ان عمر رضی الله تعالی عنه یې په اړه وویل: «اې ابوبکره، له ځان وروسته خلفاوو ته دې ستونزې جوړې کړې (یعنې خلک به د همدومره خدمت تمه ترې لري)!»

د ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه کیسه د دغه خبر تر اورېدو یاد ته راغله چې د یوه ستر اسلامې هېواد مشر سندرې وايي! کاش د ابوبکر صدیق رضی الله تعالی لسمه برخه کار دې کړی وای! کاش چې اسلام دې پلی کړی وای! کاش د خلکو چارې دې ښې تنظیم او رعایت کړې وای! کاش د الله سبحانه وتعالی له امر څخه دې سرغړونه نه وای کړې! کاش لږ تر لږه دې د مسلمانانو د نصرت او د اسلام د لېږد لپاره خپل پوځ بسیج کړی او په حرکت راوستلی وای...! کاش!

کاش چې دا قوم پوهېدلای!

لیکوال: خلیفه محمد

۱۴۴۴هـ.ق کال، د ذی القعدې ۱۰مه

۲۰۲۳م کال، د مې ۳۰مه

ژباړه: فریدون محتاط

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې