جمعه, ۰۹ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت اوومه برخه

  • خپور شوی په سیاسي

د معتصم په وسیله د «عموریې» ښار فتحه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:

د ایمان وروڼو!

د در۳مې هجري پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې دوو سترو قدرتونو پر عباسي دولت یرغل وکړ:

لومړی: د مجوسیانو دولت، چې د "بابک خرمدین" له پيروانو جوړ شوی و او د ۲۰ کالو په اوږدو کې يې ۲۵۵ زره مسلمان ووژل.

دویم: د بیزانس یا ختیځ روم امپراتوري؛ چې د قسطنطنیې او آناتولي پاچا "تیوفیلوس" د زوی میکائیل پر لښکرو یې تکیه کړې وه او له مسلمانانو سره جګړې ته یې تر ۱۰۰ زره زیات جنګي ځواک چمتو کړی و.

کله چې اسلامي پوځ پر بابک فشار راوړ او زیات شمېر نظامیان، چې د جګړو په تاریخ کې یې چا ساری نه و لیدلی، یې ختیځ لوري ته واستول؛ په همدغه وخت کې د اسلام د دوو دښمنانو، تیوفیلوس او بابک ترمنځ پيغامونه رد و بدل شول.

تیوفیلوس په ختیځ کې له بابک خرمدین څخه د فشار کمولو په موخه په شمال کې له مسلمانانو سره جګړې ته راودانګل. کله چې "محمدیه" لښکر په اذربایجان او ارمنستان کې د مجسویانو د رهبر په ځپلو بوخت و، تیوفیلوس هغه اسلامي ښارونه چې د اناتولي پر لاره پراته وو، لکه "ملطیه" او "زبطره" له تېغه تېر کړل؛ مسلمانې ښځې یې بندیانې او د سپين‌ږيرو سترګې يې وایستې. د ماشومانو پوزه او غوږونه یې پرې کول او داسې غمیزې یې رامنځته کړې، چې په ویلو یې د انسان بدن لړزېږي. دا چې د هغې خاورې پوځ له بابک سره پر جګړه بوخت و، تیوفیلوس له فرصته خورا ناوړه ګټه پورته کړه.

د هغو ښځو له ډلې چې د زبطرې او عموریې تر منځ د تیوفیلوس لخوا بندي شوې وې، یوه له بني هاشمو څخه وه، چې د عزت، زړورتیا او شرف بېلګه وه او ښه پوهېده چې خلیفه او امیر المومنین معتصم بن هارون الرشید یې د عزت او وقار ساتنه کوي؛ ځکه هغه د مسلمانانو امام او د لښکر رهبر دی، میلیونونه زړور او غیرتي جنګیالي يې تر امر لاندې دي، د الله دین ته نصرت ورکوي او د هرې سختۍ له منځه وړلو وړتیا لري.

د ایمان وروڼو!

د ۲۲۳هـ.ق/ ۸۳۸م کال په مارچ کې د ژمي د یوې ورځې غرمه امیر المومنین په "سامراء" ښار کې په خپله ستره ماڼۍ کې ناست و، شاوخوا یې درباریان او د ماڼۍ کسان راټول وو. ساتونکی ورته راغئ او ویې ویل، اې امیر المومنینه! یو سپين‌ږیری مسلمان چې د رومیانو له اسارته راتښتېدلی، په دروازه کې دی او د ننوتو اجازه غواړي. اجازه یې ورکړه، راننوت او ویې ویل: اې امیر المومنینه له عموریې راغلم او هلته بندي وم. د زبطرې د بندیانو د یوې ښځې فریاد مې واورېد، چې وامعتصما نارې يې وهلې، که څه هم ستا او هغې تر منځ زیات غرونه او وچې دښتې پرتې دي! زه له زندانه راوتښېدم او زیات خطرونه مې ومنل چې دا غږ تر تاسو راورسوم!

امیرالمومنین معتصم بن هارون الرشید چې د دغه سپين‌ږیري خبرې واورېدې، ژر پورته شو او د هغې ښځې فریاد ته یې لبیک ووایه؛ د بغداد قاضي عبدالرحمن اسحاق، شعبه بن سهل او ۳۲۸ نور عادل کسان یې راوغوښتل او ورته ویې ويل: «زه د الله سبحانه وتعالی په لاره کې ځم څو هغه مسلمانه ښځه وژغورم، چې د روم له ښارونو یې پر ما غږ کړی او ښايي بېرته راونه ګرځم. تاسو دې شاهد وئ چې ما خپله ټوله شتمني په درېیو برخو ووېشله، یوه برخه مې خپل زوی، یوه مې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې او یوه برخه مې خپلو غلامانو ته وروبښله.»

بیا یې امر وکړ چې په ماڼۍ کې د لښکر د عمومي بسیج غږ پورته کړي! بیا یې د خپل اس زین وتاړه، د خپل سفر توښه یې ورسره واخیسته او امر یې وکړ، چې دومره ستر لښکر جوړ کړئ، چې تر اوسه یې په ځمکه کې ساری نه وي لیدل شوی!

لښکریان یو په بل پسې په امیر المومنین پسې روان شول، ځینو آنکارا او عموریې ته د رسېدو لپاره د ساحل لاره ونیوه او د "طرطوس او مرسین" له څنګه تېر شول. ځینو له قونیې څخه ځانونه ورسول او نور لښکریان له داخلي لارو خپل هدف تعقیب کړ. په دغو لارو کې لښکر نه ځایېده؛ ځکه یې له څو لارو برید وکړ. اناتولي او کلاوو ته یې اور واچوه او د ۲۲۳ هـ.ق په ربیع الاول چې له ۸۳۸م سره سم دی، آنکارا ته ورسېدل او ښار یې ویجاړ کړ.

د ایمان وروڼو!

کله چې معتصم د دغه ښار کار یو طرفه کړ، د عموريې په لور روان شو. عموریې د هغه مهال خورا سخت امنیتي تدابیر درلودل او روم ته تر قسطنطینیې هم مهمه وه. له کلاګانو، برجونو او دېوالونو ور ښکته شول او له منجیقونو او نورو وېروونکو وسایلو په استفادې د همغه کال په رمضان میاشت کې ښار ته ننوتل؛ له ننوتو سره د همغې ښځې مرستې ته ورغلل چې د مرستې غږ یې کړی و. له بنده یې ازاده کړه او ورته ویې ویل: لبیک، لبیک!

تاریخ وايي د دغې جګړې مدیریت پخپله امیر المومنین معتصم کاوه؛ لښکریانو ته یې امرونه کول، د جګړې پلان یې جوړاوه او د برید ځای یې ټاکه.

د ایمان وروڼو!

معتصم چې کله د بابک له وژلو او د سیمې له فتحه کولو وزګار شو، فرمان یې ورکړ چې د کشف لپاره داسې مجهز لښکر ولېږي، چې ساری یې نه وي لیدل شوی. له ځان سره یې پرېمانه جنګي وسایل، توښه، اوښان، حیوانات، غوړي، اسونه او کچرې یوړل. د غرونو په څېر لښکر سره د عموریې په لور وخوځېد. د کشف لښکر کې یې خپل مشهور جنګي امیران ګومارلي وو او طرطوس ته نږدې د سیند په غاړه یې واړول.

د روم پاچا له خپل لښکر سره معتصم ته راغئ او دواړه لښکر یو بل ته ډیر نیږدې شول. دا په داسې حال کې وه، چې د مسلمانانو یو رهبر روم ته ننوتی و او د روم لښکر یې تعقیباوه. د روم پاچا خپل یو شمېر لښکریان د مبارزې لپاره ورولېږل او نور له ده سره پاتې وو، په دې توګه د روم لښکر سست او کمزوری شو. د اسلامي لښکرو یو رهبر د روم له پاچا سره جکړې ته ورودانګل او په ټول ثبات له رومیانو سره وجنګېد، تردې چې زیات رومیان یې ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل او د روم پر پاچا غالب شو. د روم پاچا ته خبر ورسېد چې پاتې لښکر تښتېدلی او پاشل شوی. نوموړی ژر بېرته وګرځېد، ویې لیدل چې لښکر یې پاشل شوی، خپلو نږدې کسانو ته په غوسه شو او له قهره یې خپله غاړه پرې کړه!

دا ټول خبرونه معتصم ته ورسېدل او خوشاله یې کړ؛ بیا ژر تر ژره له خپلو لښکریانو سره د آنکارا په لور وخوځېد، کله چې ښار ته ننوت، ټول خلک تښتېدلي وو. بیا معتصم خپل لښګر په درېيو برخو؛ ښي، کیڼ او مرکز ووېشه او د هر لښکر تر منځ واټن دوه فرسنګه و (یو فرسنګ شاوخوا شپږ کیلومتره وي). هر یوه قوماندان ته یې امر وکړ، چې خپل لښکر په ښي، کيڼ، مرکز، مخکینۍ او د لښکر په وروستۍ برخه ووېشي او هر کلي ته چې رسېدل هغه یې نیوه، خلک یې بندي کول او شتمني یې په غنیمت نیوه. د معتصم او آنکارا د لښکریانو تر منځ اوه منزله وو، لومړی کس چې عموریې ته ورسېد د لښکر د ښۍ برخې امیر و. هغه د پنجشنبې په غرمه چې د رمضان پنځه ورځې وتلې وې، هلته ورسېد. یوه دوره يې وکړه وکړه او دوه میله لرې یې خېمه ووهله. بیا د جمعې په سهار معتصم راورسېد؛ ده هم د ښار شاوخوا دوره وکړه او نږدې یې خېمه ووهله.

د ښار خلکو بشپړ تیاری نیولی و او برجونه یې له وسلو او افرادو ډک کړي وو. دا یو لوی ښار و، چې لوړ دېوالونه او ډېر ستر برجونه یې لرل.

معتصم برجونه د جنګ پر امیرانو ووېشل او هر امیر ځان خپل برج ته ورساوه. یو شمېر مسلمانان چې نصراني شوي وو او له نصراني ښځو سره یې ودونه کړي وو، د امیر المومنین په لیدو، اسلام ته راوګرځېدل، ځانونه یې خلیفه ته ورسول او متعصم ته یې د دېوالونو ځينې ځایونه وښودل، چې سېلاب ویجاړ کړي وو او بېرته اساسي نه وو رغول شوي. معتصم فرمان ورکړ چې منجنیقونه د عموریې شاوخوا نصب شي او لومړی ځای چې تخریب شو، هماغه برخه وه چې بندي ورښودلې وه. ښاریانو هغه ځایونه د لرګیو په انبارونو بېرته وصل کړل، خو منجنیقونو پرلپسې بمباري کول او دې چارې هم په درد ونه خوړل او په دېوالو کې هماغه ځایونه وران شول. د عموریې والي د روم پاچا ته د دوو غلامانو په لاس لیک واستاوه او حالت یې ورته بیان کړ. د مسلمانانو لښکر له دغو غلامانو سره مخ شو، د لښکر امیر ورباندې مشکوک شو او ترې ویې پوښتل: څوک یاست؟

ويې ویل: د مسلمانانو د یوه امیر ملګري.

دا دواړه یې معتصم ته وروستل او اقرار یې ورباندې وکړ، چې د والي لیک یې ورسره وموند او په هغه کې د محاصرې حال، د ښار له دروازو څخه د لښکر د ناڅاپي وتلو پرېکړه او له مسلمانانو سره د بوختوونکې جګړې خبرې پکې وې.

د ایمان وروڼو!

معتصم چې له دې موضوع خبر شو، امر یې وکړ چې غلامانو ته ډالۍ او جامې ورکړئ، غلامان ژر مسلمان شول. خلیفه امر وکړ، چې د ښار شاوخوا یې وګرځوئ، پیسې ورباندې وپاشئ. رومیانو دوی دواړه ښکنځل او لعنت یې ورباندې وایه.

بیا معتصم پر روم د ناڅاپي برید تدابیر ونیول. په دې توګه رومیان سست شول او مسلمانانو خپلې محاصرې ته دوام ورکړل او پر دې سربېره د منجنیقونو او نورو جنګي وسایلو په وسیله یې خپل بریدونه نور هم سخت کړل.  

معتصم چې ولیدل خندق ډېر ژور او د کلاوو دېوالونه لوړ دي او منجنیقونه کار نه ورکوي؛ نو د لارې په اوږدو کې زیات شمېر نیول شوي پسونه یې پر خپلو لښکریانو ووېشل او امر یې وکړ چې هر سړی دې یو پسه ذبحه کړي او له خوړلو وروسته یې دې څرمن له خاورو ډکه او خندق ته یې دې وغورځوي. لښکریانو دا کار وکړ او خندق د ځمکې له سطحې سره سم شو. بیا یې امر وکړ چې پر هغه دې خاوره واچول شي، چې جنګي وسایلو ته لار هواره شي او ورباندې نصب یې کړي. الله سبحانه وتعالی په دغه کار د ده اړتیا پوره کړه. خلک د ویجاړ شوي پله پر سر وو، چې منجنیق نړولی و. د دوو برجونو تر منځ دېوال چپه شو، خلکو د دېوال د چپه کېدو له امله ډېر لوړ اواز واورېد او چا چې نه و لیدلی، فکر یې وکړ چې رومیانو حمله وکړه.

معتصم یو څو کسان ولېږل چې په خلکو کې غږ وکړي، چې دا اواز د دېوال د ړنګېدو و، نو مسلمانان ډېر خوشحاله شول. خو دیوال دومره نه و ړنګ چې د معتصم ستر لښکر ترې تېر شي.

رومیانو د هر برج لپاره کس ټاکلی و چې ساتنه یې وکړي؛ هغه کس چې د برج دیوال یې نړېدلی و، کمزوری شو او له نورو یې مرسته وغوښته. خو چا یې مرسته ونه کړه او ورته ویې ویل چې موږ د خپلو برخو ساتنه کوو.

د ایمان وروڼو!

دا کس چې د نورو برجونو د مسولینو له مرستې نهیلی شو، معتصم ته د خبرو اترو لپاره ورغئ او ده ته چې ورورسېد، معتصم خپلو لښکریانو ته امر وکړ، چې له هغه ځایه ننوځي چې له جنګیالیو خالي شوی.

مسلمانان له همغه سوري ننوتل او رومیانو یوازې اشاره ورته کوله، خو له ځانه د دفاع وړتیا یې نه درلوده؛ ډېر مسلمانان دننه شول. رومیان له خپلو ځایونو وپاشېدل او مسلمانانو به چې هر ځای وموندل، وژل یې. رومیان اړ شول چې په یوه خورا ستره کلیسا کې راټول شي؛ دراوزې په زور خلاصې کړې او دننه چې څوک وو، ټول یې ووژل. د کلیسا دروازو ته یې اور ورته کړ او څه چې پکې وو، وسوځېدل! رومیانو ته هېڅ امن ځای پاتې نه شو، یوازې د عموريې د والي ځای امن و، ځکه چې هغه ډېر کلک جوړ شوی و.

معتصم پر خپل اس سپور شو او د عموریې د والي کلا ته ورسېد. پیغام رسوونکي ناره وکړه: افسوس دې وي درباندې اې والي! امیر المومنین درته راغلی. له داخله دوه ځله غږ وشو چې والي نشته.

معتصم په قهر بېرته وګرځېد او امر یې وکړ، چې زینې نصب کړئ. پیغام رسوونکی ورغئ او ورته ویې ویل: هلاک شې، د امیر المومنین فرمان ته تسلیم شه او راښکته شه. نوموړي ډډه وکړه، خو بیا په داسې حال کې راښکته شو، چې توره یې پر اوږه اېښې وه. امیر المومنین ته راوړل شو، امیر المومنین په کمچینه پر سر وواهه او امر یې وکړ، چې دی په ذلت د خلیفه د وهلو ځای ته یوسئ او بندي یې کړ.

مسلمانانو له عموریې دومره مالونه په غنیمت یووړل چې اندازه یې نه شي بیانېدی، څه یې چې وړلی شول یو یې وړل او پاتې نور یې وسوځول. منجنیقونه او نور جنګي وسایل یې هم وسوځول چې رومیان يې ونه کاروي. معتصم په عموریه کې ۲۵ ورځې تېرې کړې او د همدغه کال د شوال په وروستیو کې طرطوس ته ولاړ.

په اناتولي کې پر رومیانو د عباسي دولت دا بری او د بابک په فتنه کې، چې ۲۰ کاله اوږده شوه، پر مجوسیانو بریا د دې خورا صادق دلیل دی، چې الله سبحانه وتعالی له مسلمانانو سره د خپل نصرت د وعدې په پوره کولو کې صادق دی. خو دا نصرت هغه وخت راځي چې مسلمانان په خپل دین کې اخلاص ولري او اخرت تر دنیا غوره وګڼي. الله سبحانه وتعالی خو دې پر هغو ورځو رحم وکړي، چې مسلمانان په ټوله معنی مسلمان وو او هغه سبحانه وتعالی خو دې ژر داسې ورځې راولي چې اسلام او اهل یې عزت پکې ومومي او کفر او اهل یې ذلیل شي.

او په پای کې، اې د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې د روژې میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي؛ د اسلامي امت لپاره د عزت، لویۍ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ دغه هیلې ژر زموږ پر لاسونو د روژې مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار سرتېري مو وګرځوه!

آمین

*  *  *

استاد محمد أحمد النادي

د مطلب ادامه...

روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت شپږمه برخه

  • خپور شوی په سیاسي

د عين جالوت جګړه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:

د ایمان وروڼو!

د عین جالوت جګړه د ۶۵۸ هـ.ق کال د رمضان په ۱۵مه د جمعې په ورځ وشوه. الله سبحانه و تعالی وغوښتل چې د دغې جګړې په واسطه فلسطينيان د تاتاریانو له خطر څخه وژغوري، ځکه هغوی دغه اسلامي خاوره لاندې کړې وه. له دې وړاندې صلاح الدین ایوبي د صلیبیانو پر وړاندې هم دا ډول ډېر بریالیتوبونه تر لاسه کړي وو، چې د مسلمانانو د خاورو د ازادۍ لامل وګرځېدل. هغه داسې چې د مصر سلطان، (قطز) پر تاتاریانو د برید پلان ته دوام ورکړ، ځکه تاتاريانو د شام په ځمکه کې ډېرې ناخوالې رامنځته کړې وې. قطز خپل پوځي مشر الباسل یا رکن الدین بیبرس ته يې امر وکړ، چې د تاتاریانو پر ځواکونو، چې هرې خواته تیت وو، بريدونه وکړي او د هغوی د هغو ګنګوسو مخه ونیسي، چې د خلکو په زړونو کې یې ویره اچولې. بيبرس په دغه کار کې خپل مهارت ثابت کړ، تر دې چې خپل ځواک یې هم وازمویه او د هغوی د راټولېدو پر ځایونو او ټولو خوځښتونو خبر او پوه شو.

بیبرس، قطز ته راپور واستاوه او د عین جالوت په سيمه کې ورسره یو ځای شو. دغه ځای په فلسطین کې د بیسان او جنین ترمنځ واقع دی. قطز په دغه ځای کې شامي او مصري ځواکونه سره منظم کړل او له تاتاریانو سره د جګړې لپاره يې په هر څه سنبال کړل؛ بیا یې د جنګ مجلس راوغوښت. د جنګي ډلګیو مشران راټول شول چې د جنګ پلان جوړ کړي. یو بل ته یې د تاتاریانو پر وړاندې جګړې لپاره روحیه ورکړه؛ د مسلمانانو پر وړاندې یې د هغوی ظلمونه، لکه وژنې، د ښځو تښتول، سوځول، ویره اچول او داسې نور، یاد کړل. هغوی یې وهڅول چې تاتاریان له شام څخه وباسي، د مسلمانانو او اسلام مرسته وکړي او د الله سبحانه وتعالی له سخت عذاب څخه یې وویرول. د قطز خبرې ډېرې اغېزناکې وې؛ تر دې چې امیرانو او قومندانانو وژړل او کلک قسمونه یې وخوړل چې قرباني به ورکوي او جهاد به کوي.

د ایمان وروڼو!

د هلاکو مرستيال، «كتبغا»  چې په شام کې د شامي او مصري پوځونو له تیاري خبر شو؛ جګړې ته یې ځان تیار کړ. هغه د تاتاريانو پوځيانو ته د راټولېدو امر وکړ او خپل صفونه يې د عین جالوت په سیمه کې سره یو ځای کړل.

د ایمان وروڼو!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: امام هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کیږي او ځان ورباندې ساتل کېږي. نو کله چې د دواړو لوريو پوځیان سره مخ شول، سلطان قطز په جګړه کې خپل مهارت او زړورتیا وښودله او د خپل پوځ روحیه یې نوره هم لوړه کړه. د جګړې پر مهال یې اس زخمي شو، نو قطز له خپل اس څخه راکوز شو او جنګېدو ته یې دوام ورکړ. د پوځ یوه امیر چې ولید، خپل اس یې ورته راوست، خو قطز یې له سپرېدو ډډه وکړه. سلطان قطز تر هغې پلی وجنګېد، چې پوځیانو یې بل اس ورته راوست.  

کله چې جنګ نور هم سخت شو، قطز هر څه پرښودل او په لوړ آواز یې وویل: یا اسلام! او خپله په تاتاریانو پسې ورغئ، له دې سره د مسلمانو پوځيانو روحیه نوره هم پورته شوه او پر تاتاریانو یې سخت بريد وکړ؛ تر دې چې د هغوی مشر، کتبغا یې وواژه. له دې سره د تاتاریانو روحیه له منځه لاړه او صفونه یې ګډوډ شول؛ ځکه چې کتبغا د هغوی له غوره جنګیالیو څخه و او ټولو پوځيانو د هغه په نظر، زړورتیا او تدبیر تکیه کوله. هغه له دې وړاندې د فارس او عراق سيمې هم نیولې وې او د تاتاریانو پاچا، هلاکو ډیر باور پرې درلود او مشورې یې تل منلې.

د ایمان وروڼو!

د تاتاریانو حالت یې د مشر په وژل کېدو سخت خراب شو؛ هڅه یې وکړه چې بیا خپل صفونه منظم کړي. پر مسلمانانو یې بیا برید وکړ، جګړه دومره سخته شوه چې د تورو او جنګي الاتو شور زلزلې ته ورته و. د جګړې د بيا پیل لپاره قطز ناره وکړه: اسلام وژغورئ! درې ځلې یې د پوځ د زړورتیا لپاره ناره تکرار کړه. دعا یې وکړه: اې الله! خپل بنده قطز ته دې په تاتاریانو بری ورپه برخه کړه. په پایله کې تاتاریانو سخته ماتې وخوړه او ډیر اتلان یې ووژل شول. په دغه وخت کې قطز له خپل آس څخه راکوز شو او مخ یې د سجدې په حالت کې په خاورو ککړ کړ، خاوره یې ښکل کړه او د شکرانې دوه رکعته لمونځ يې ادا کړ.

د ایمان ورڼو:

له جګړې دوې ورځې وروسته د بري خبر شام ته ورسېد؛ د شام خلکو د خوشحالۍ نارې وهلې او شعرونه یې ویل. تاتاریان وروسته له هغې چې شام يې اوه میاشتې او لس ورځې په خپله ولکه کې ساتلی و، وتښتېدل. له دې وروسته د شام د خلکو زړورتیا او حماسه نوره هم زیاته شوه او د تاتاریانو پر ودانيو او شتمنيو یې بريد وکړ او پر دغو خاینانو یې سخت عذاب نازل کړ. له دې وروسته سلطان قطز دمشق ته روان شو، کله چې طبریه ته ورسید، نو د شام والي ته یې د خپل بري خبر ورکړ او ځایي خلکو ته یې د نظام په لاس کې نیولو او له ګډوډۍ څخه د ځان ساتلو امر وکړ. په رمضان میاشت کې دمشق ته ننووت، ځايي خلکو یې تود هرکلی وکړ او له دغې سترې بریا سره د مسلمانانو شکر دوه برابره شو. قطز چې په دمشق کې و، رکن الدین (بيبرس) یې له یوه ستر پوځ سره د شام شمالي خواته واستاوه چې پاتې تاتاریان وشړي.

دغې سترې فتحې د مسلمانانو روحیه ډیره لوړ او تاتاریان سخت وویرول. تاتاریانو له وړاندې ځان ناکام ګڼلی و. کله چې پوه شول چې د اسلامي لښکر مشري د رکن الدین (بيبرس) پر غاړه ده او حمص ته نږدې شوی دی، ټول مالونه او لوټ کړي سامانونه یې بیرته پرېښودل، بندیان یې خوشې کړل او د ځان ژغورنې غوښتنه یې وکړه. مسلمانانو وکولی شوی چې د تاتاریانو پوځونو ته سخته ماتې ورکړي. هلاکو چې د شام د جنګ پلان یې درلود، هر څه یې له لاسه ورکړل؛ په ځانګړې توګه یې د مرستيال، کتبغا وژل کېدو ټولې هیلې او هڅې له خاورو سره یو کړې.

د عین جالوت جګړه مادیاتو ونه ګټله، بلکې د بریا سبب د مسلمانانو لوړه روحیه وه چې غوښتل یې د الله سبحانه و تعالی په مرسته ځان د تاتاریانو له ظلم څخه خلاص کړي.هېچا د دغې بریا تمه نه لرله. مسلمانانو له ظلم څخه د ځان خلاصون لپاره جهاد وکړ، له تاتاریانو څخه یې خپلې سيمې آزادې کړې او په نړۍ کې یې بېرته خپله دبدبه راژوندۍ کړه. الله سبحانه وتعالی خو دې په مسلمانانو کې بیا هغه روحیه راژوندۍ کړي چې د له ظلم څخه د خلاصون او خپل عزت بیا ترلاسه کولو لپاره کفر بېرته خوار او ذلیل کړي.

او په پای کې، اې د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې د روژې میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي؛ د اسلامي امت لپاره د عزت، لویۍ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ دغه هیلې ژر زموږ پر لاسونو د روژې مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار سرتېري مو وګرځوه!

آمین

*  *  *

استاد محمد أحمد النادي

د مطلب ادامه...

غیبت او بهتان

(ژباړه)

له مطلب بن عبدالله بن حنطب المخزومي څخه روایت دی:

«أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَا الْغِيبَةُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "أَنْ تَذْكُرَ مِنَ الْمَرْءِ مَا يَكْرَهُ أَنْ يَسْمَعَ"، قَالَ: ي"َا رَسُولَ اللَّهِ، وَإِنْ كَانَ حَقًّا؟" قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "إِذَا قُلْتَ بَاطِلًا فَذَلِكَ الْبُهْتَانُ». (موطا، ۱۸۱۲)

ژباړه: یوه کس له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه، چې غیبت څه ته وايي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې د یو کس په اړه داسې څه ووایې، چې اورېدل یې نه خوښوي. سړي وویل: اې رسول الله! ان که خبره مې حق (رښتیا) هم وي؟ ځواب یې ورکړ: که باطل (دروغ) ووایې، نو هغه بیا بهتان (تهمت) دی.

هغه موضوع چې په چټکۍ سره په خلکو کې د فتنې د راپورته کېدو لامل کېږي، غیبت او یا په داسې څه سره د یو شخص یادول دي، چې هغه یې نه خوښوي او د ناارامۍ او ځورېدو لامل یې کېږي. غیبت کول د خلکو په منځ کې د کینې او فتنې اور بلوي، ټولنیزې اړیکې زیانمنوي او ټولنه د فساد په لوري بیایي. له همدې امله اسلامي شریعت له غیبت کولو څخه منعه کوي یو او له غیبت څخه لرېوالي ته مو هڅوي.

نو هره خبره چې خلک د فتنې او تفرقې په لوري بیایي، حرامه ده او په غیبت کولو کې هېڅ ګټه نشته. ځکه خو موږ ته لازمه ده، چې ځانونه ترې وساتو او له ګناه او زیان څخه یې خوندي شو.  

اساسي قاعده دا ده چې پر شریعت او هغو چارو منګولې ولګوو، چې په ټولنه کې سوله او ارامي راولي او خلک له بېلوالي او تفرقې څخه خوندي کوي، ترڅو اسلامي ټولنه یو موټی شي او خلک له خپلو وروڼو څخه ساتنه وکړي؛ یعنې د هغوی عیبونه پټ کړي، ناسم عادتونه یې له ځان سره وساتي او خپل وروڼه په داسې الفاظو یاد کړي، چې پرې خوشاله شي.

موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې له غیبت کولو، تور لګولو او هغو کسانو څخه مو لرې وساتي، چې دا ناوړه عملونه کوي! له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ژوند داسې تنظیم کړي، چې د هغه سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم خوښ وي! الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ عیبونه پټ کړي، موږ او زموږ ډله خو دې خوندي کړي! آمین یا رب العالمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت څلورمه برخه

  • خپور شوی په سیاسي

د مکې فتحه – پاتې برخه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ د مکې په لار کې خپل کاکا، عباس ولید چې له کورنۍ سره یې مدینې ته د هجرت په نيت روان و. کله چې هغه ﷺ «مرالظهران» ته ورسید، هلته يې خپل پوځیان مېشت کړل او هر مسلمان ته یې د اور بلولو امر وکړ چې د پوځ ډېروالی د قریشو پر روان اغېز وکړي او له جنګ پرته تسلیم شي!

په دره کې لسګونه زره لمبې بلې شوې، چې لیدو یې په زړونو کې وېره پيدا کوله او قریش پر هېڅ نه پوهېدل. يوازې درې مشران یې؛ ابوسفیان بن حرب، بدیل بن ورقاء او حکیم بن حزام راوتلي وو چې ځانونه خبر کړي. نو د اور پر خوا روان شول، خو څه یې چې ولیدل، حیران یې کړل. مسلمانان پر خپل پلان روان وو، شاوخوا یې کسان تیت کړي وو څو قریش اړ شي چې له تسلیمدو پرته بله لار نشته. هغوی د قریشو سړي وموندل، ویې نیول او رسول الله ﷺ ته یې راوستل.

د رسول الله ﷺ کاکا، عباس د مسلمانانو له پوځي غونډ څخه د رسول الله ﷺ پر اس سپور وتلی و؛ ابو سفیان او د هغه ملګري یې ولیدل او اعلان یې وکړ چې د مسلمانانو په سیمه کې دي؛ خو ابوسفیان ورپسې راغئ او له رسول الله ﷺ سره یې د لیدو غوښتنه وکړه. دا د عباس لپاره یو فرصت و، د قریشو مشرانو ته یې قناعت ورکړ چې نور اسلام د دوی او د دوی د قوم لپاره تر هرڅه غوره دی او د دوی کینه به قریشو ته هېڅ ګټه ونه رسوي. کله یې چې رسول الله ﷺ ولید، ورته ویې ویل: هلاک شې اې ابوسفیانه! آیا نه پوهېږې، چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل څوک د عبادت وړ نه دی!؟ آیا نه پوهېږې چې زه د الله سبحانه وتعالی رسول یم!؟ ابوسفیان وویل: زما مور او پلار دې له تا قربان شي، ته ډیر حلیم، کریم او  خپلوي‌پالونکی یې! خو د دغه په اړه لا تراوسه زما په نفس کې یو څه شته. عباس ورته وویل: هلاک شې، اسلام راوړه او شاهدي ورکړه چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل د عبادت وړ نشته او رسول الله ﷺ د الله سبحانه وتعالی رسول دی. په دې وخت کې ابوسفیان ته ښکاره شوه چې پر حق شهادت د خلاصون يوازينۍ لار ده، نو اسلام یې راووړ. عباس وویل: يا رسول الله! ابوسفیان فخر خوښوي، هغه ته یو څه ورکړه، رسول الله ﷺ وویل: هو، څوک چې د ابوسفیان کورته ننوځي، هغه خوندي دی، چا چې خپله دروازه بنده کړه، هغه هم خوندي دی، څوک چې مسجد ته ننوتل هغوی هم خوندي دي. رسول الله ﷺ ابوسفیان ته دغه امتیاز ورکړ، ځکه هغه فخر خوښاوه، چې نور نه چا ته ضرر ورسوي او نه خپله ضرر وویني.

د ایمان وروڼو!

کله چې ابو سفیان د بیرته تګ غوښتنه وکړه، رسول الله ﷺ عباس ته وویل: د درې په تنګ ځای کې یې ودروه؛ یعنې کله چې دره پای ته رسیږي، هلته یوه تنګه لاره ده، چې له غره څخه راوځي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی پوځونه تېر شي او ویې ویني. په دغه کار یې ستره پایله لاسته راوړه او هر ځل به چې هره قبیله تېرېده، نو له عباس څخه به یې د هغې په اړه پوښتل او عباس به یې نوم ورته اخیست. هغه به ویل: دوی چا راوستي دي؟ خو کله چې رسول الله ﷺ په زرغونه کتیبه کې له انصارو او مهاجرینو سره تېرېده، نو یواځې د اوسپنو رڼا يې معلومېده، ويې ویل سبحان الله عباسه! دغه څوک دي؟ ورته ویې ویل: دا رسول الله ﷺ دی؛ مهاجرو او انصار ورسره دي. ابوسفیان، چې په زړه کې چې د مقاومت هېڅ فکر نه و پاتې، ویې ویل: له دغو سره هېڅوک د مقاومت ځواک نه لري. والله ابوالفضله د وراره ملک دې ډېر ستر او پراخ شوی. عباس ورته وویل: ابوسفیانه، دغه نبوت دی. ابوسفیان وویل: ډير ښه!

بیا عباس په دغه مناسب وخت کې وویل: ابوسفیانه، خپل قوم ته دې هڅه وکړه؛ یعنې قوم ته دې ورشه. نو ابوسفیان په بیړه او حیرانۍ مکې ته دننه شو او په لوړ غږ یې یې ویل: قریشو! محمد له داسې پوځ سره راغلی چې تاسې یې هېڅ د مقابلې وړتیا نه لرئ؛ څوک چې د ابوسفیان کورته ننوت، هغه خوندي دی.

د هغه مېرمن د عتبه لور هند ځیږه شوه، ابو سفيان يې له ګرېوانه ونیو او ویې ښکانځه، خو هغه یې ښکنځل ونه زغمل، بلکې خپل ټول قوم ته یې وویل: هلاک شئ! په خپلو ځانونو مه تېروځئ، تاسو ته داسې یو پوځ راغلی چې د مقابلې وړتیا یې نه لرئ، څوک چې د ابوسفیان کور ته لاړ شي هغه خوندي دی. قریشو وویل: هلاک شې! موږ ټول ستا په کور کې ځایېږو!؟ بیا ابوسفیان وویل: چا چې پر ځان پسې خپله دروازه بنده کړه، هغه هم خوندي دی. بیا یې وویل څوک چې مسجد ته ننوځي، هغه هم خوندي دی. نو خپلو کورونو او یا مسجد ته بیړه وکړئ. خو ځينو قریشو پر جنګ ټینګار کاوه.

او په پای کې، اې د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې د روژې میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي؛ د اسلامي امت لپاره د عزت، لویۍ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ دغه هیلې ژر زموږ پر لاسونو د روژې مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار سرتېري مو وګرځوه!

آمین

*  *  *

استاد محمد أحمد النادي

د مطلب ادامه...

روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت درېمه برخه

  • خپور شوی په سیاسي

د مکې فتحه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:  

د ایمان وروڼو!

خزاعه او بني بکر قبیلو په جاهلیت کې تل خپلمنځي دښمني لرله، کله چې د رسول الله ﷺ او قریشو ترمنځ د حدیبیې تړون وشو، نو خزاعه له رسول الله ﷺ سره یو ځای شول او بنو بکر له قریشو سره.

یوه ورځ د بني بکر یوه کس د یوه خزاعي په مخ کې رسول الله ﷺ په بدو صفتونو یاد کړ، خزاعي دغه کس وواهه؛ له دې سره پټه کینه بیا راوپارېده او بنو بکر ته پخوانی بدل ورپه یاد شو، نو له خزاعي سره یې غدر او خیانت وکړ. په دغه وخت کې قریشو هغه ته په پټه وسلې او سړي ورکړل، خو د حدیبیې تړون یې له یاده ایستلی و.    

هو د ایمان وروڼو! قریشو د خزاعه پر ضد بني بکر ته د وسلو او سړیو په ورکولو سره د حدیبیې د سولې تړون مات کړ؛ داسې چې «نوفل بن معاویة الدیلي» د بني بکر له یوې ډلې سره چې له هغوی سره د قریشو «صفوان بن اميه» او «عكرمة بن أبي جهل» او «مكرز بن حفص» هم وو، ووت. دوی د مکې لاندې برخې ته چې هلته د خزاعه اوبه وې، ورسېدل او پر هغوی يې په نیمه شپه کې برید وکړ، تر وژنو او ټپي کولو ورسوته وتښتېدل. سهار عمرو بن سالم الخزاعي مدینې ته ولاړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته، چې په جومات کې د خلکو په منځ کې ناست و، ورغئ چې له هغه څه یې خبر کړي چې ورسره شوي وو او د تړون د ماتوونکو پر وړاندې ملاتړ ترې وغواړي. د شعر په ژبه یې وویل:

يَـا رَبِّ إنِّي نَاشِـدٌ محمَّـدا

حِلفَ أبينَـا وأبيـهِ الأتلَـدَا

قد كُنتُم وَلَـداً وكنَّا وَالـدا

ثمَّتَ أسلمنَا فلَـم نَنـزِع يَدَا

فانصُرْ هَدَاكَ اللهُ نَصـراً أعتَدَا

وَادعُ عِبَـادَ اللهِ يأتُـوا مَدَدا

فيهمْ رَسُولُ اللهِ  قَـد تجرَّدا

إنْ سِيمَ خَسفاً وَجهُهُ تَربَّـدَا

في فيلقٍ كالبحرِ يجري مُزبِدَا

إنَّ قريشاً أخلفُـوكَ المَوعِـدَا

ونَقَضُـوا مِيثاقَكَ  المؤكَّـدَا

وجَعلُـوا في كِـدَاءٍ رُصَّـدَا

وزَعَمُوا أنْ لَستُ أدعُو  أحَدَا

وَهُـم أذلُّ وأقَــلُّ عَـدَدا

هُم بَيَّتُونـا بالوتيـرِ هُجَّـدَا

وقتَّلُـونَا رُكَّعــاً وسُجَّـداً

فانصُرْ هَدَاكَ اللهُ نَصراً  أيِّـدا

په دغه شعر کې یې ﷺ ته شکایت کړی قریشو خپل تړون مات کړی او دوی یې د رکوع او سجدې به حالت کې وژلي او ټپیان کړي. له پیغمبر ﷺ یې غوښتي چې مرسته یې وکړي.

رسول الله ﷺ پورته شو، ویې فرمایل: مرسته درسره وشوه، اې عمرو بن سالم! والله هغه څه چې له ځانه یې منع کوم له تا به یې هم منعه کړم. په دې وخت کې قریش پوه شول چې هغوی د خزاعه پر وړاندې اقدام سره د حدیبې تړون مات کړی. نو خپله غلطي یې درک کړه او خپل مشر ابوسفیان یې رسول الله ﷺ ته واستاوه چې د تړون موده تمدید کړي.

کله چې ابوسفیان مدینې منورې ته ورسید، د خپلې لور ام حبیبې کور ته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن وه، ننوت او ویې غوښتل چې پر فرش کیني. لور یې فرش ترې ټول کړ؛ ده ورته وویل: لورې! زه نه پوهېږم چې ته په دغه کار ما له کوره منعه کوې او که یوازې نه غواړې چې پر دغه فرش کېنم. لور یې وویل: دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم فرش دی او ته مشرک یې. ابوسفیان وویل: والله له ما وروسته شر درته رسیدلی دی. په غوسه یې له کوره ووت. له رسول الله ﷺ سره یې خبرې وکړې، خو مناسب ځواب یې ترلاسه نه کړ. له ابوبکر، عمر، علي او فاطمې رضی الله عنهم څخه یې د واسطه کېدو غوښتنه وکړه. ټولو انکار وکړ. حضرت علي رضی الله عنه ته راغۍ چې هغه یوه مناسبه لار ور وښيي؛ دا وخت یې ټولې لارې پر مخ بندې وې. ورته ویې ویل چې بېرته پر خپله لار لاړ شه. ابوسفیان له خپل ماموریت څخه ناکام بېرته لاړ. په دغه وخت کې قریش باوري شول چې جنګ به خامخا کېږي او د حدیبیې تړون یوازې د پاڼې پر مخ رنګ پاتې شو، ځکه دوی د رسول الله ﷺ پر عزم، ځواک او قدرت خبر وو او د هغه صدق، اخلاص او رښتینولي یې له همغه تړونه هم درک کړې وه.

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ پر دغه نظر شو، چې د قریشو د تړون ماتولو په بدل کې غبرګون د مکې فتحه ده. اصحابو ته یې د جنګ د تیاري امر وکړ او د مدینې له شاوخوا عربو څخه یې هم کسان را وغوښتل. کله چې چمتووالی پوره شو او د حرکت وخت راغئ، خپلو نیږدې کسانو ته یې د مکې پر فتح ټینګار وکړ، ترې ویې غوښتل چې خپل خلک د څارنې لپاره وټاکي؛ قریش د مسلمانانو له مسیر څخه خبر نه شي، ناڅاپي ورشي، هغوی بې جګړې تسلیم شي او دا هیله یې چې مکې ته له وینې تویېدو پرته ننوځي، پوره شي؛ له دې سره به یې د مکې د سپېڅلتیا حرمت په پام کې نیولی وي.

مسلمانانو د رسول الله ﷺ دغه امر ته غاړه کېښوده او په مکه کې يې د راتلونکې لیدنې د ځواکونو په تیاري پيل وکړ؛ هغوی پوهېدل چې د مکې له خلکو سره د جدي او برخلیک ټاکونکې جګړې وخت رانیږدې شوی. چمتووالي ونیول شو او د مسلمانانو پوځ له لسګونو زرو پوځیانو سره حرکت وکړ. رسول الله ﷺ چې کله له مدینې روان شو، د روژې میاشتې لس ورځې تېرې وې او د هجرت اتم کال و. له داسې ځواک او تیاري سره یې د مکې پر لور حرکت وکړ، چې عربو جزیرې یې تر دې وړاندې ساری نه و لیدلی. خو د دغه پوځ له ډېروالي، ځواک او اهمیت سره سره د حرکت د لوري راز پاتې شو او هېچا یې په اړه معلومات نه لرل.

د ایمان وروڼو!

اوس د مکې د فتحې په اړه همدومره بس دي او ان‌شاء الله په راتلونکو مقالو کې به یې په اړه نورې خبرې کوو. د روژې میاشتې په دغو مبارکو ورځو کې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړي او موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو ځواکمن او ولي ذات دی.

والسلام عليكم و رحمت الله و بركاته

د مطلب ادامه...

یوازې د خلافت لښکر به یهودو مخه ونیسي!

(ژباړه)

خبر:

د غزې د خلکو پرلپسې ټول‌وژنې، محاصره، لوږه او کړاوونه روان دي؛ خو د یوې اسلامي خاورې د حکامو غږ پورته نه شو!

تبصره:

په غزه کې ټول‌وژنه روانه ده؛ د ورځې سلګونه کسان شهیدانېږي او د ټپیانو شمېر یې له حده واوښت. محاصره او لوږه هم د غزې له مسلمانانو قرباني اخلي خو د اسلامي خاورو د حکامو چوپتیا لږ هم نه ماتېږي او پوځونه یې په اډو کې بېکاره پراته دي. په حقیقت کې دوی په خپل دغه کار د یهودي خونخوار رژیم ساتنه کوي او د اسلامي امت بچیان د یهودو پر وړاندې عمومي بسیج څخه منع کوي. د اسلامي خاورو د حکامو په منځ کې داسې کسان هم شته چې یهودو ته د غزې د خلکو د وژنې لپاره اوبه، خواړه او ان وسلې او مهمات برابروي.

نتنیاهو خپل وحشت ته دوام ورکوي، ځکه پر وړاندې یې څوک نه ويني چې د دغې ګستاخۍ مخه یې ونیسي؛ هغه باوري دی چې د اسلامي خاورو پوځونه د دغو ذلیلو، خاینو او دسیسه‌ګرو حکامو تر بیرغ لاندې د یهودو پر وړاندې وسله نه پورته کوي؛ دغه وحشي قاتل داسې لښکر نه ویني چې پر غاړه یې پښه کېږي، ژبه او لاس یې پرې کړي او د اشغالګر پوځ شر یې د غزې او فلسطین له خلکو لرې کړي.

خو موږ به نهیلي او تسلیم نه شو؛ اسلامي امت او پوځونه به یې تل هڅه کوي چې ځان د دغو خاینو حکامو له منګولو وباسي؛ که خدای کول دا ځنځیرونه به مات کړي، ځان به ازاد کړي او هغه عظیم دولت، خلافت به تاسیس کړي چې یهود او غربي ملاتړي یې لا په خوب کې ترې وېرېږي. هغه وخت به زموږ پوځونه د خلیفه تر شا روان شي او ځمکه به د یهودو له چټلۍ پاکه کړي؛ دښمن ته به داسې ځواب ورکړي چې تاریخ به یې هېر نه کړي! هغه وخت به ظالمان خپل مسیر ومومي!

لیکوال: خلیفه محمد

۱۴۴۵هـ.ق، د مضان المبارک ۲۰مه

۲۰۲۴م کال د مارچ ۳۰مه

د مطلب ادامه...

روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت دوهمه برخه

  • خپور شوی په سیاسي

د بدر ستره غزا

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:  

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ﴾ [آل‌عمران: ۱۲۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی په بدر کې ستاسو مرسته وکړه (او پر خطرناکو دښمنانو یې بری درکړ)، په داسې حال کې چې تاسو (تر هغوی) ناتوانه وئ. نو له الله ووېرېږئ (او د دښمن پر وړاندې د رسول الله د فرمان مخالفت مه کوئ)، ترڅو د هغه سبحانه وتعالی شکر پر ځای کړئ.

اې د ايمان وروڼو!

 د دغه مبارک امت له غوره یادښتونو څخه یو د بدر ستره غزا ده، چې د هجرت په دوهم کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۷مه پېښه شوه. مسلمانانو خپله دنده سمه پای ته ورسوله او الله سبحانه وتعالی پر مشرکو دښمنانو بری ورپه برخه کړ. سره له دې چې د مسلمانانو شمېر تر کفارو بیخي کمه وه؛ خو هغوی د کفارو تیاری او شمېر په نظر کې ونه نیوه. 

 رسول الله ﷺ د هجرت په دوهم کال د روژې میاشت کې د قریشو د قافلې په اړه، چې د ابو سفیان ابن حرب په مشرۍ له شام څخه مکې ته راروانه وه خبر شو. په قافله کې د قریشو مالونه او دیرش تنه قریش وو. نبي کریم ﷺ له دغې قافلې سره د مخ کېدو لپاره پر مسلمانانو امر وکړ او هغوی ته یې وفرمایل: دغه د قریشو قافله ده او په دې کې یې مالونه دي، د هغوی مخې ته ورووځئ، کیدای شي الله سبحانه وتعالی یې ستاسو لپاره غنیمت وګرځوي. ځینې خلک ترې پاتې شول او پر ځینو دغه کار څه نا څه بوج شو، ځکه هغوی ګومان کاوه، چې رسول الله ﷺ به جنګ ونه شي کړائ؛ په پای کې ۳۱۳ تنه تیار شول.

اې د ايمان وروڼو!

کله چې ابوسفیان حجاز ته رانږدې شو، له هر چا یې پوښتنه کوله، تر دې چې د رسول الله ﷺ او د هغه د اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين خبر ورورسېد، چې د دوی د مالونو د نیولو لپاره راوتلی دی. نو خپله لار يې پرېښوده او قریشو ته یې قاصد واستاوه چې مرستې ته یې راشي او خبر یې ورکړ چې رسول الله ﷺ د هغوی د مال د نیولو په موخه راوتلی دی. خو کله چې قافله وژغول شوه، ابو سفیان له ابوجهل څخه وغوښتل چې بېرته وګرځي، ابوجهل ورته وویل: والله! چې بدر ته نه وو رسیدلي، بېرته به لاړ نه شم او هلته به درې ورځې پاتې کېږو، پسونه به ذبحه کوو، شراب به څښو، نجونې به سندرې راته وايي او موږ به ستايي، ترڅو ټول عرب خبر شي او بیا د تل لپاره له موږ سره د مخ کېدو زړه ښه نه کړي!! خو د ستاینې سندرې یې د ویر ساندې شوې.  

زما د ایمان وروڼو!

قریش له زرو سړیو سره چې په وسلو ښه سنبال وو، راووتل. سل آسونه او اووه سوه اوښان ورسره وو؛ خو رسول الله ﷺ د قریشو له دې تياري څخه هېڅ خبر هم نه و او له ۳۱۳ کسانو سره وتلی و. کله چې د بدر د اوبو چینو ته نږدې شو، څو کسان يې د خبر راوړو لپاره تیت کړل؛ هغه وخت پوه شو چې قریش له یوه ستر لښکر سره راوتلي او د بدر چینو ته راځي.

له دغه خبر سره رسول الله ﷺ له خپلو اصحابو سره د جګړې په اړه مشوره وکړه. یو څو اصحابو ډېرې ښې خبرې وکړې. له هغوی څخه ابوبکر، عمر بن الخطاب، مقداد بن الاسود رضی الله عنهم وو. هغوی وویل: په هغه څه چې تاته الله سبحانه وتعالی امر کړی، پر هغه عمل وکړه، موږ له تاسره یو، والله! موږ به تاته هغه خبره ونه کړو، چې بني اسرائیلو موسی علیه السلام ته کړې وه، چې ته او ستا رب لاړ شئ او وجنګیږئ موږ دلته ناست یو. بلکې موږ وايو: ته او ستا رب لاړ شئ، موږ له تاسره یو ځای جهاد کوو. قسم پر هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې، که ته موږ د حبشې ښار ته هم بوزې، موږ له تاسره به یو ځای جهاد وکړو، تر څو چې ته خپلې موخې ته ورسېږې. نو رسول الله ﷺ ورته وویل ډېر ښه او هغوی ته یې دعا وکړه.

اې د ایمان وروڼو!

په دغه ځای کې رسول الله ﷺ د انصارو د نظر په معلومولو د دوو لاملونو لپاره ډېر ټینګار کاوه: یو خو دا چې اکثریت وو او دوهم دا چې هغوی وعده ورسره کړې وه، چې مرسته به ورسره کوي او په مدینه کې به یې له دښمنه ژغوري. رسول الله ﷺ وویل: اې خلکو! ماته مشوره راکړئ. سعد بن معاذ وویل: والله! لکه چې موږ ته اشاره کوې اې رسول الله! ویې ویل: هو.

سعد رضی الله عنه وویل: موږ پر تا ایمان راوړی او ته مو ریښتینی ګڼلی یې او هغه څه چې تا راوړي موږ ګواهي ورکړې چې حق دي او په دې سره مو د اورېدنې او پيروۍ بيعت درسره کړی دی، نو په هغه څه چې الله سبحانه وتعالی امر کړی عمل وکړه، قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه راستولی یې، که مو سمندر ته بیایې درسره ځو، یو به هم نه پر شا کېږو او موږ له دې څخه انکار نه کوو چې له دښمن سره مو مخ کړې. موږ په جنګ کې صبرناک او په خپل کار کې ډېر ریښتیني یو. کېدای شي الله سبحانه وتعالی له موږ څخه هغه څه دروښيي چې سترګې دې پرې خوږې شي. نو د الله سبحانه وتعالی په برکت سره حرکت وکړه. رسول الله ﷺ وفرمایل: د الله سبحانه وتعالی په برکت سره حرکت وکړئ او زیري ورکونکي شئ. الله سبحانه وتعالی له دوو ډلو څخه د یوې وعده راکړې ده او ماته د هغوی پایله یا مسیر راښکاروي.

جنګ ته د وتلو نظر له رسول الله ﷺ سره د ټولو شته کسانو نظر نه و. ځينو د څلورو لاملونو لپاره جنګ بد وګاڼه: لومړی؛ تیار نه وو. دوهم؛ د سړيو او تیاري په برخه کې یې له دښمن سره ډیر توپير و. درېیم؛ جنګ لا نه و فرض شوی او یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري رسول الله ﷺ ته اجازه ورکړل شوې وه او مسلمانانو له رسول الله ﷺ سره په وتلو او ملګرتیا کې اختیار درلود او څلورم دا چې رسول الله ﷺ د قافلې په اړه ویلي وو خو له پوځ څخه خبر نه وو؛ نو هغوی ګومان نه کاوه چې رسول الله ﷺ به جنګ وکړي. د جنګ د مخالفې ډلې سینه ژر پرانیستل شوه او د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ امر یې ومانه. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِن بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ * يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ﴾ [الانفال: ۵- ۶]

ژباړه: لکه څنګه چې ستا رب ته په حقه له کور څخه ایستلی یې، خو له مومنانو څخه یوې ډلې بده ګڼله، کله چې تا حق ورته څرګند کړ، نو دوی مجادله درسره کوله، چې ګواکي ته هغوی د مرګ خواته بيايې او هغوی ورته کتل.

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ روان شو، له قریشو وړاندې د بدر اوبو ته ورسېد او په بدر کې الله سبحانه وتعالی پر مومنانو ډېر نعمتونه را نازل کړل:

لومړی؛ د باران نعمت: وړاندې له دې چې قریش د بدر اوبو ته راورسېږي، ډیر باران وشو او دا باران د مسلمانانو په ګټه و؛ د تنګي شګې یې کلکې کړې او له مسلمانانو سره یې په تګ راتګ کې مرسته وکړه. د دغه باران په اوبو دوی غسلونه او اودسونه وکړل، فعال شول او د شیطان وسوسه چې ښايي د دوی نفسونو ته ننوتلې وای، ورڅخه لېرې شوه. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ السَّمَاءِ مَاءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ﴾ [الانفال: ۱۱]

ژباړه: او له آسمانه یې پر تاسو باران واوراوه، څو تاسې ځانونه پاک پرې کړئ او د شیطان وسوسه له تاسو څخه پرې لیرې کړي، ستاسو زړونه ثابت کړي او قدمونه مو ورباندې ټینګ کړي.  

دوهم؛ په ملایکو د مسلمانانو مرسته: الله سبحانه وتعالی په جنګ کې د مومنانو د پیاوړي کولو او استقامت لپاره ملایکې راواستولې او د هغوی زړه یې ډاډه کړ، ترڅو ورته وښيي چې الله سبحانه وتعالی له هغوی سره دی او هغوی باید یوازې زیار وباسي او ځان تیار کړي او د اسبابو په تیاري کې کمی ونه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُمْ بِأَلْفٍ مِنَ الْمَلائِكَةِ مُرْدِفِينَ﴾ [الانفال: ۹]

ژباړه: یاد کړئ هغه وخت چې کله مو (د بدر په میدان کې ډېرې سختې ناراحتۍ) له خپل رب څخه مرسته غوښته او هغه ستاسو غوښتنه ومنله (او ويې فرمایل) زه له تاسو سره په زرو ملایکو سره مرسته کوم، چې یو په بل پسې به راښکته کېږي.

درېیم؛ د لنډ خوب نعمت: الله سبحانه وتعالی د خوب نعمت پرې نازل کړ؛ د سختې جګړې په شپه یې ارام خوب وکړ. دا یوه معجزه وه، ځکه ټول په یوه وخت ویده او په یوه وخت راپاځېدل. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ﴾ [الانفال: ۱۱]

ژباړه: يه یاد راوړئ کله چې الله سبحانه وتعالی پر تاسې د آرامۍ خوب مسلط کړ او دا د هغه لخوا پر تاسو یو نعمت و.

څلورم؛ د دښمنانو په زړونو کې وېره اچول: الله سبحانه وتعالی د بدر په جنګ کې پر مومنانو یو بل نعمت نازل کړ چې هغه د کفارو په زړونو کې وېره اچول وو. الله سبحانه وتعالی فرمايي:  

﴿أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ﴾ [الانفال: ۱۲]

ژباړه: زه له تاسو سره یم نو هغه چا چې ایمان راوړی باید ثبات غوره کړي. نږدې ده چې د کفارو په زړونو کې به وېره واچوم، ترڅو د هغوی مرۍ پرې کړئ او هغوی بند په بند غوڅ کړئ.

رسول الله ﷺ د مدینې له خوا د بدر اوبو ته نږدې مېشت شو. دلته حباب بن المنذر راولاړ شو او یوه حکیمانه خبره یې وکړه چې که هرو مرو په دغه ځای کې د جګړې امر نه وي شوی، نو دا مناسب ځای نه دی. خلکو ته امر وکړه چې له قوم څخه اوبو ته نږدې شو او هلته مېشت شو او هغه کوهیان چې تر شاه یې دي، په خپل لاس کې واخلو او یو ډنډ به ورته جوړ کړو، له اوبو به یې ډک کړو نو موږ به اوبه ورڅخه څښو او هغوی به یې نه شي څښلی. رسول الله ﷺ ورته وویل: غوره نظر دی. مسلمانانو دغه شپه په ډېر ارام سره تېره کړه او په خوښۍ راپاڅېدل. د هغوی زړونه له باور څخه ډک شول او یو څه استراحت یې هم کړی و.   

پنځم؛ پر دښمنانو د بري د تر لاسه کولو نعمت: رسول الله ﷺ به خلک څارل او د هغوی صفونه به یې برابرول، نصیحت به یې ورته کاوه او د الله سبحانه وتعالی او اخرت یادونه به یې ورته کوله او بیا به خپل تیار شوي ځای ته راګرځېد، چې ورته چمتو شوی و او په عاجزۍ سره به په دعا کې ډوبېده او له الله تعالی څخه به یې مرسته غوښته. رسول الله ﷺ دا دعا ډیره کوله: «اې الله! که دې دغه ډله هلاکه نه کړه، نو له دې وروسته به څوک ستا عبادت ونه کړي، يا الله ته دې خپله وعده پوره کړه، يا الله ستا بری غواړم.» ابوبکر رضی الله عنه یې چې ترڅنګ ولاړ و هم ورسره تکراروله. ابوبکر رضی الله عنه د شفقت له امله خپل څادر پر رسول الله وغوړاوه او ورته ویې يې: (یا رسول الله دعا دې بس کړه، الله به خپله وعده پوره کړي).

ابوبکر رضی الله عنه د الله سبحانه وتعالی له نصرت څخه باوري وو، ځکه چې د الله سبحانه وتعالی وعده رښتینې ده، الله سبحانه وتعالی هېڅکله د خپلې وعدې خلاف عمل نه کوي. الله سبحانه وتعالی له دوو ډلو څخه د يوې ډلې وعده ورکړې وه: یا خو به د قافلې مالونه غنيمت ورکوي او یا به پر خپلو دښمنانو بری ورپه برخه کوي. دا چې قافله د مسلمانانو له منګولو وژغورل شوه، نو له بریا پرته بل څه نه دي پاتې او خامخا به پوره کېږي.  

د ایمان وروڼو!

دواړه ډلې سره مخامخ شوې. جنګ له دواړو ډلو څخه د څو کسانو په واسطه پيل شو. په دې کې بریالیتوب د مسلمانانو په برخه و جګړه پیل شوه، دښمنانو ته سخت زیانونه واوښتل، په دغه وخت کې نبي کریم ﷺ لږ بې هوښه شو او جبراییل او ملائکې یې ولیدې. ابوبکر رضی الله عنه ته یې وویل: زیری! ابوبکره د الله سبحانه وتعالی نصرت راغئ، جبرايیل د آس قبضه چې پر هغه وسله هم وه ونیوله، د مسلمانانو په څنګ کې یې د مشرکانو صفونه کمزوري کړل او هغوی له سختې ماتې سره مخ شول. د کفارو اویا کسان یې ووژل او اویا نور ونیول شول. سعد له څو انصارو سره د رسول الله ﷺ په خوا کې د دفاع لپاره توره په لاس ولاړ و.

رسول الله ﷺ د غنیمتونو راټولولو امر وکړ؛ غنيمتونه راټول شول، خو مسلمانانو اختلاف پکې وکړ. چا چې ټول کړي وو، ویل یې موږ یې حقدار یو او څوک چې له دښمن سره جنګېدلي وو ویل یې چې دا زموږ حق دی، ځکه موږ د دښمن پام اړولی و او تاسو غنیمتونه راټول کړل. چا چې د رسول الله ﷺ دفاع کوله ویل یې دا زموږ حقق دی، موږ دا غنیمتونه تر تاسو مخکې ولیدل او چا ورڅخه منع کولی هم نه شوای، خو موږ پر رسول الله ﷺ وېرېدو چې دښمن ورپسې را نه شي. عباده بن صامت ويل چې موږ د بدر څښتنان یو. د دغه اختلاف پر وخت انفال سورت نازل شو، د مسلمانانو زړونه له غنیمتونو تور شول، لاس یې ترې واخیست او ټول واک یې رسول ﷺ ته ورکړ او رسول الله پر مسلمانانو مساوي وویشل. د بندیانو په مقابل کې رسول الله د مال د بدلې اصل وټاکه او یا دا چې د مدینې منورې ماشومانو ته به زده‌کړه ورکوي. څوک چې د خوشې کېدو وړ وو، له دې وعدې وروسته چې له مسلمانانو سره به جنګ نه کوي، خوشې يې کړل.   

او په پای کې، اې د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې د روژې میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي؛ د اسلامي امت لپاره د عزت، لویۍ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ دغه هیلې ژر زموږ پر لاسونو د روژې مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار سرتېري مو وګرځوه!

آمین

*  *  *

استاد محمد أحمد النادي

د مطلب ادامه...

پرېږدئ چې په دغې مبارکه میاشت کې د پاکستان پوځ، لکه محمد بن قاسم چې زموږ د نیکونو چغو ته ځواب ویلی و، د غزې د ماشومانو چغو ته ځواب ووایي

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال، د مارچ په ۱۲مه، د پاکستان او منځني ختیځ لپاره د امریکا د پوځ څانګې، د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) په ۲۰۲۴۰۳۱۲-۰۱ نمبر مطبوعاتي اعلامیه کې د اردن د شاهي هوايي ځواک په همکارۍ غزې ته د هوا له لارې د بشردوستانه مرستو غورځولو اعلان وکړ. د غزې کړکېچ د زلزلې یا سیلابونو پشان ناورین نه دی؛ بلکې د یهودي دولت له لوري د بې دفاع ملکي خلکو پر وړاندې د سوې ځمکې پالیسۍ یا (scorched earth policy) چې په جګړه کې یو لوری هر هغه څه له منځه وړي چې مقابل لوری یې ګټه ترې اخلي؛ لکه بېخ‌بنسټونه، سرچینې او ...) له مخې ښکاره جګړه ده. دا یوه ويجاړوونکي ټول‌وژنه ده چې د غربي صلیبیانو له لوري یې په بشپړ ډول ملاتړ کیږي. دا یوه ظالمانه محاصره ده؛ مسلمانان په کثافاتو کې فاسد شوي خواړه لټوي او د اوبو د کمښت او لوږې په حالت کې مړه کیږي. دا جګړه په اشغال پیل شوه او له لا ډیر اشغال سره به پای ته ورسېږي. نور بس دي! مسلمان پوځونه باید د فتوحاتو په میاشت، روژې میاشت کې د یهودي دولت د له منځه وړلو لپاره بسيج شي. پرېږئ چې مسلمانان د پاکستان په پوځ کې د خپلو خپلوانو او ملګرو له منځه د نن ورځې محمد بن قاسم راوپورته کړي. پرېږدئ چې په دغې مبارکه میاشت کې د پاکستان پوځ، لکه محمد بن قاسم چې زموږ د نیکونو چغو ته ځواب ویلی و، د غزې د ماشومانو چغو ته ځواب ووایي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ» [انفال: ۷۲]

ژباړه: «کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې نصرت ورکړئ.»

اې د پاکستان مسلمانانو! د پاکستان حکام او د هغوی چاپلوس شیطانان اوس هم ستاسو په پرلپسې او صادقانه غوښتنو ملنډې وهي چې د غزې د ملاتړ لپاره د پاکستان وسله والو ځواکونو د بسیج لپاره یې ترې کوئ. دا ډارن حکام هماغه کسان دي چې له واشنګټن څخه په یوه تلیفوني اړيکه کې د امریکا د ګټو د ترلاسه کولو لپاره زموږ پوځونه د نړۍ هر کونج ته، که لېرې وي که نیږدې، لېږي. خو خبره چې د غزې شي، وايي غزه ډیره لېرې ده! کله چې مسلمانان ملاتړ ته اړتیا ولري واټن خنډ نه شي کېدای. کله چې خبره د هغه دښمن پر وړاندې، چې پر موږ یې برید کړی او له خپلې خاورې مو وباسي، د جګړې لپاره د الله سبحانه و تعالی د امر وي، نو واټن هیڅ خنډ نه شي کېدی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

«وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ» [بقرة: ۱۹۱]

ژباړه: «له هغوی سره وجنګېږئ، تر دې چې پر هغوی برلاسي شئ او هغوی له هغه ځایه وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یئ.»

کله چې خبره د مسجد الاقصی، د اسرا او معراج سپېڅلې خاورې وي؛ نو واټن او لېرې ‌والی هیڅ خنډ نه شي کېدی. د ایمان او د الله سبحانه و تعالی د اطاعت په مسله کې واتن هېڅ خنډ نه شي کېدی. د هغو کسانو لپاره چې له الله سبحانه وتعالی سره تجارت کوي او د جنت لپاره له خپل سر و مال څخه تېر وي؛ واټن هیڅ خنډ نه دی!

اې د پاکستان مسلمانانو! د پاکستان په وسله وال پوځ کې د خپلو خپلوانو او دوستانو هیڅ پلمه مه منئ. که وایي چې دوی په قومانده عمل کوي، وریاده کړئ چې د مسلمانانو لپاره د الله سبحانه وتعالی له حکم څخه پورته هیڅ حکم نشته. ابن ماجه او احمد روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ أَمَرَكُمْ مِنْهُمْ بِمَعْصِيَةِ اللَّهِ فَلَا تُطِيعُوهُ» « که ستاسو له اميرانو څخه چا د الله سبحانه  وتعالی پر معصیت امر وکړ، د هغه اطاعت مه کوئ». که وايي چې د پاکستان فاسد حکام يې مخه نیسي، ترې وغواړئ چې دغه حکام یې له فساد سره له مخې لرې کړي. که وایي چې د عربو حکام به غزې ته دوی د تګ مخه ونیسي، نو د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس غوښتنه ترې وکړئ‎، چې د عجم او عربو ټول جنایتکار حکام به لرې کوي. که وایي چې د رهبرۍ لپاره یې څوک نشته، ورته ووایئ چې حزب التحریر ته خپل نصرت ورکړي. که بل څه وايي، خبر یې کړئ چې الله سبحانه وتعالی ته به ځواب ورکوي او تاسو به د دوی پر وړاندې شاهد اوسئ. بيا هېڅکله هېڅ غوښتنه مه ترې کوئ.

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مسلمانو! تاسو کمزوري نه یئ، ځکه چې الله سبحانه وتعالی د ځمکې پر مخ تاسو یو تر ټولو ځواکمن پوځ جوړ کړي یئ. تاسو د ځمکې له ملاتړه نه یئ بې برخې، ځکه چې اوس دوه ملیارده مسلمانان راپاڅېدلی او باید تاسو هم ورسره پاڅېږئ. تر ټولو مهمه دا چې تاسو د اسمان له ملاتړه نه يئ بې برخې، ځکه ستاسو ملاتړی الله سبحانه وتعالی دی. د تاریخ پاڼې هغه څوک نه بدلوي چې زړورتیا، عزت او ایمان نه لري. دا کار هغه کسان کولی شي چې په خپلو هڅو کې نه ستړي کېدونکي دي او د الله سبحانه وتعالی پر نصرت پوره ایمان لري. حزب التحریر د خپل امیر، شیخ عطاء بن خلیل ابو الرشته تر مشرۍ لاندې له لسیزو راهیسې تاسو ښه پېژني. په تاسو کې یو محمد بن قاسم نشته، بلکې ډېر زیات دي. د اړتیا وړ کار ترسره کولو او د شرعي مکلفیت پوره کولو لپاره تر بس هم زیات دي. نو ګرانو وروڼو! خپل لاس د شیخ عطاء پر لاسونو کېږدئ او پر مخ لاړ شئ. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ‌إِنْ ‌تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ» [محمد: ۷]

ژباړه: « اې مومنانو! که الله تعالي ته نصرت ورکړئ، هغه به تاسو ته نصرت درکړي او ستاسو ګامونه به کلک کړي.»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د رمضان ۵مه

۲۰۲۴م کال، د مارچ ۱۵مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

د فلسطین د مسلې یوازینی او اساسي حل خلافت دی!

خبر:

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان مالتا ته په سفر کې د مالتا د بهرنیو چارو، اروپايي چارو او سوداګرۍ وزیر ین بورګ سره په یوه ګډه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د فلسطین د قضیې لپاره غوره حللاره د ۱۹۶۷ کال په مرزونو کې د دوو-دولتونو حللارې منل دي. (خبري اژانسونه)

تبصره:

د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تر دې وړاندې هم څو ځله ورته خبرې کړې دي؛ په دې وروستیو کې یې په یوه تلویزیوني خپرونه کې هم دا خبره تکرار کړې. هاکان فیدان مالتا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په ګډه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې دوی غواړي په سیمه کې د دوو-دولتونو د حل پر بنسټ یوه تلپاتې سوله راولي؛ داسې به اسرایل او فلسطین دواړه دایمي امنیت ولري او سیمې ته د جګړې غځېدو او ګواښونو رامنځته کېدو مخه به ونیول شي.

هاکان فیدان په جنوري کې د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په لیدنه کې، په غزه کې پر سمدستي اوربند، د بشري مرستو زیاتېدو، د یرغمل شویو کسانو خلاصون او د تلپاتې سولې لپاره د دوو-دولتونو حللارې په اړه غږیدلی و. په لیدنه کې د ترکیې د ضامن کېدو موضوع هم مطرح شوه؛ فیدان په دې اړه وویل: «په دې کې ترکیه هم شاملېږي. خو پرېږدئ چې نور هیوادونه د اسرایلو ضامن شي. یوه داسې توافق ته تر رسېدو وروسته چې دواړه لوري به یې مني، تضمین کوونکي هېوادونه باید د دغه توافق د الزاماتو پوره کولو مسولیت پر غاړه واخلي.» روښانه ده چې فیدان داسې کار کوي چې هم د امریکا د دوو-دولتونو پلان پلی شي او هم د یهودو امنیت خوندي شي. په ورته وخت کې ترکیه، قطر، مصر او روسیه د حماس لخوا له لوري د حماس او یهودي دولت ترمنځ د درې پړاوه اوربند – چې مصر او قطر د حماس او اسرایلو ترمنځ د تش په نامه جګړې د پای ته رسولو لپاره تسهیل کړی- پلي کولو لپاره ضامن هیوادونه نومولي.

لکه څنګه چې ترکیې ته د امریکا له لوري ماموریت ورکړل شوی و چې د سوریې رژیم د مخالفو ډلو پر وړاندې له زوره کار واخلي او له خپلې لارې یې کږې کړي؛ اوس پر حماس د سیاسي فشار اچولو سیاست پر مخ وړي چې حماس د امریکايي پلانونو منلو ته قانع کړي.

دا ټولې ګمراه کوونکې هڅې او په دې برخه کې اخستل شوي ټول ډیپلوماټیک ګامونه د اشغالګر دولت د ساتنې لپاره دي. دا د خیانت هڅې د اشغالګر یهودي دولت په ګټه دي. ترکیه او نور عرب رژیمونه د یهودي دولت امنیت ته ډیر ارزښت ورکوي. دوی خپله ټوله هڅه کوي چې د دغه یهودي دولت –چې د مسلمانانو نسل‌وژنه کوي- له پایښت سره مرسته وکړي. یهودي دولت خپل ۶۰ سلنه نفت له اذربایجان او قزاقستان څخه اخلي. د اکټوبر په ۷مه او تر دې وړاندې، تر یو میلیون بېرلو بیرلو زیات د ترکیې له لارې یهودي دولت ته لېږدول شوي. دا نفت د باکو – تفلیس – جیهان پایپ لاین له لارې د ترکیې جیهان بندر ته او له هغه ځایه د ټانکرونو په واسطه د اسرایلو ایلات بندر ته لېږدول شوي.

که د دغو دولتونو او حکامو مرستې او خیانتونه نه وی، اشغالګر یهودي دولت هیڅکله هم په دې مبارکه خاوره کې نه شي پاتې کېدی. یهودي دولت ځکه د مسلمانانو د ټول‌وژنې جرات کوي چې پر اسلامي خاورو حاکم د امریکا لاسپوڅي چپ دي او ډارېږي. هر وحشت چې د یهودي دولت زړه وغواړي، په غزه کې یې کوي؛ ځکه ډاډه دي چې د اسلامي خاورو حکام پورته هم نه ورته ګوري. نو که په غزه کې لسګونو زره مسلمانان هم ووژل شي، یهودي دولت به د خپلو نظامي او سیاسي موخو لپاره د ټولو ژوندیو او نا ژوندیو موجوداتو له منځه وړلو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې یهودي دولت ډاډه دی چې که په غزه کې خپلو موخو ته ورسېږي، د اسلامي خاورو حکام به داسې ورسره د اړیکو عادي کولو ته دوام ورکړي، لکه هیڅ چې نه وي شوي او نه به د مسلمانانو د دومره وینو تویولو پوښتنه ترې وکړي.

نو، د ۱۹۶۷م کال په پولو کې د دوو دولتونو حللاره د امریکا شیطاني پلان دی. د دغه پلان پلي کول ستر جرم او حرام کار دی. د فلسطین د مسلې حل نه د ۱۹۶۷م کال په پولو کې د دوو-دولتونو حللاره ده او نه د فلسطین په ټوله خاوره کې د سیکولر دولت جوړول؛ بلکې یوازینۍ او اساسي حللاره یې د خلافت دولت تاسیس دی، چې د الله سبحانه وتعالی د نازل شویو احکامو له مخې حکومت کوي!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

یلماز چیلیک

د مطلب ادامه...

د روژې موخه تقوا ده او تر ټولو غوره تقوا د اسلام حاکمول دي

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

الله سبحانه وتعالی د رمضان میاشتې روژه پر مسلمانانو فرض کړې ده او د هغې وروستۍ موخه یې تقوا ټاکلې. تقوا د الهي اوامرو منل او له نواهیو څخه ځان ساتل دي. کله چې مسلمانان په روژه کې احسان وکړي، متقي کیږي؛ الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّیَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾ [بقره: ۱۸۳]

ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! پر تاسو روژه واجب شوې ده؛ لکه څنګه چې له تاسو مخکې کسانو باندې واجب وه؛ که وي چې متقیان شئ.»

مفسرینو د تقوا په اړه ډېر څه لیکلي او ویلي دي؛ خو زه په دې مقاله کې د تقوا په اړه د حضرت علی کرم الله وجهه پر قولونو بحث کوم: «تقوا یعني له جلیل رب څخه ویره، پر تنزیل عمل، پر کمو قناعت او رحیل ورځې ته چمتوالی.» زه دلته په دې جمله بحث کوم: «پرتنزیل عمل».

تنزیل یعني د الله سبحانه وتعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت؛ که چیرې د اسلام په لومړیو کې د امت واقعیت ته وګورو، وینو چې امت پر تنزیل عمل کاوه؛ یعنی اسلام يې د ژوند په ټولو؛ عبادي، اخلاقي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې حاکم کړی و.

لومړنیو مسلمانانو رمضان له الله سبحانه وتعالی سره د اړیکې پیاوړي کولو فرصت باله او تقوا يې د هغو اخلاقي انحرافاتو پر وړاندې ډال ګڼله چې ممکن د کال په اوږدو کې ترسره شي؛ نو هڅه یې کوله چې په رمضان کې هراړخیزه او بشپړه تقوا وکړي. خو کله چې خلافت ړنګ شو، د اسلامي احکامو لمن هم ورټوله شوه او د مسلمانانو حالت بدل شو؛ اسلام د مسلمانانو په نظر یوازې په فردي عباداتو کې ګیر پاتې شو او په ورځني ژوند کې یې د سیاسي، اقتصادي او نورو اسلامي نظامونو څرک نه لګیږي. پر ماأنزل الله حکم نه کېږي، پر ځای یې د استعمارګرو لخوا سیکولر نظامونه حاکم شول چې دین او دنیا بېل ګڼي. له سیاسي صحنې د اسلام لاس لنډ کړای شو او د اسلامي خاورو لاسپوڅي حکام د خپلو امریکايي، انګلیسي او نورو اربابانو د رضایت لپاره کار کوي، ان که دا کار د الهي احکام تر پښو لاندې کولو په بیه هم وي. د استعمارګرو غوښتنو او د نفس هوا د قوانینو بڼه خپله کړې او هغوی دي چې دولتي او سیاسي نظامونو ته حد و مرز ټاکي؛ ریښتنی حاکم همدا استعمارګر دی، پاتې نور ټول حکام د نانځکو په څېر دي چې هر ډول وغواړي، نڅوي يې. اکثریت خلک پر دغه حقیقت پوهېږي؛ خو بیا هم لاس تر زني ناست دي او هېڅ نه کوي؛ دا په داسې حال کې ده چې د الله سبحانه وتعالی کتاب ورسره شته او د هغه سبحانه وتعالی دغه قول هم وایي:

﴿وَ مَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِى فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنکًا وَ نَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَٰمَةِ أَعْمَىٰ﴾ [طه: ۱۲۴]

ژباړه: «او هرڅوک چې زما له یاد څخه مخ واړوي، بې له شکه هغه به (سخت او) تنګ ژوند ولري او موږ د قیامت په ورځ هغه ړوند حشروو.»

هو، نن ورځ موږ مسلمانان په سختۍ کې یو؛ ځکه چې د الله سبحانه وتعالی د منهج او شریعت پرځای مو په کفري قوانینو منګولې ټینګې کړې دي؛ فی سبیل الله جهاد -چې کفارو ته د اسلام رسولو او پر نورو دینونو او ملتونو د اسلام غالبولو او اظهارولو یوازینۍ لار ده- مو پریښی دی او له اسلامي دولت او خلیفه- چې اسلام په کور دننه پلی کوی او بهر یې نړیوالو ته حمل کوي- بې برخې یو؛ دا په داسې حال کې ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث هم وایو:

وَالجِهَادُ مَاضٍ مُنذُ بَعَثَنِی اللهُ إلیَ أن یُقاتِلُ آخِرُ أمتِی الدَجَّالَ، لَا یُبطِلُهُ جَورُ جَائِرٍ، وَ لَا عَدلُ عَادلٍ... الدیلمی عن أنس.

ژباړه: جهاد به تل وي؛ له هغه وخته چې الله زه پر پیغمبرۍ مبعوث کړم، تر هغې چې زما وروستی امت له دجال سره جګړه کوي، د ظالم ظلم او د عادل عدالت هغه (جهاد) له منځه نه شي وړلی.

خو څنګه له هغه چا سره جهاد وکړو چې د هغه ضلالتونه او ګمراهۍ مو منلې او خپل حاکم مو ټاکلی!؟ په بله وینا؛ یو ویده به څنګه بل ویده راویښ کړي!؟

د اقتصاد په برخه کې؛ زموږ اقتصاد د اسلامي احکامو پر اساس پر مخ نه ځي، بلکې پانګوال نظام او سودي بانکونه لکه د پیسو نړیوال صندوق او نورو نړیوال بانکونه يې رهبري کوي او لوری ورکوي. په ټولنیز ژوند (د ښځې او خاوند اړیکه او د کورنۍ احکام) کې استعمارګر غرب غواړي چې مسلمانان د اسلامي احکامو پرځای د «سیداو» تړون پلی کړي؛ هغه احکام چې د ښځې او نارینه ترمنځ بشپړو مساواتو ته دعوت کوي او غواړي چې د نارینه قیمومیت، د واده، طلاق او نور احکام لغوه کړي. په پای کې، غرب غواړي اسلام- چې د اسلامي امت د ژوند چارې تنظیموي- له ورځني ژوند څخه وباسي. هو، د هغه امت له ژوند څخه چې الله سبحانه وتعالی ترټولو لویه او سپیڅلې دنده ورکړې ده؛ هغه دنده چې د انبیاوو میراث پر مخ وړي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ[آل عمران: 110]

ژباړه: «(اې مومنانو) تاسو تر ټولو غوره امت ياست چې د خلکو د ښیګڼي لپاره پیدا شوي یئ (تر  هغه چې) پر معروف امر او له منکر نهې کوئ او پر الله ایمان لرئ!»

رمضان د خپلو کړنو د بیاکتنې لپاره فرصت دی؛ دا یو فرصت دی چې د الله تعالی کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنتو ته وروګرځو چې د اصحابو او تابعینو پشان یې په خپل ژوند کې پلي کړو. نو څنګه وروګرځو؟ اسلام څنګه پلی کړو چې تقوا ته ورسېږو او په داسې حال کې له رمضان سره مخه ښه وکړو چې دغې سترې موخې ته رسېدلي وو؟

که څوک د اسلام احکامو ته وګوري، ويني چې فردي احکام لکه لمونځ، ذکات، حج او نور شته چې خلک هېڅ ستونزه نه ورسره لري؛ اکثریت مسلمانان روژه نیسي، لمونځ کوي، حج کوي او ذکات ورکوي؛ خو ځینې نور احکام شته چې د هغوی پلي کول د خلکو په وس کې نشته؛ لکه د غله لاس غوڅول او مجرد زناکار په دورو وهل-چې فرد او خلک یې نه شي پلي کولی او دا ډول پلي کول د ګډوډۍ سبب کېږي-؛ نو باید یوه داسې مرجع وي چې دا ډول احکام پلي کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله رسول، حاکم او د ټولنې رهبر و چې د مسلمانانو چارې یې تنظیمولې او د الله احکام یې پرې پلي کول. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خپل ځای خلیفه وټاکه چې د خلکو چارو او د اسلام د احکامو پلي کولو ته رسیدګي وکړي؛ د هغه صلی الله علیه وسلم پر ځای حاکمیت مخته یوسي او د اسلام په پلي کولو کې د امت استازی وي. دا هغه څه دی چې نن ورځ اسلامي امت ترې بې برخې دی. هو، خلیفه هغه احکام پلي کوي چې خلک یې په فردي توګه د پلي کولو وس نه لري او هغه د دغو احکامو په پلي کولو کې د ټول امت استازولي کوي. د داسې کس په شتون کې موږ کولی شو پر تنزیل عمل وکړو او تقوا ته ورسېږو.

نو د الله سبحانه وتعالی د رضایت ترلاسه کولو لپاره د اسلامي امت دنده دا ده چې د هغه سبحانه وتعالی احکام د ژوند په ټولو برخو کې پلي او تر یوې برخې منحصر نه کړي؛ دا هغه وخت شونې ده چې له یوه خلیفه سره بیعت وشي.

دا زموږ دنده او مکلفیت دی چې خلافت دولت بیا تاسیس کړو؛ هغه دولت چې استعمارګر کافر ړنګ کړ او کفري احکام ډیموکراسي، لیبرالیزم او نور يې ځایناستي شول. نو پر موږ ټولو لازمه ده چې د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیسولو لپاره د دغې لارې د دعوت له حاملانو سره ګډ کار وکړو!

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې سږ کال رمضان په داسې حال کې تېر شي چې هغه سبحانه وتعالی موږ د نبوت پر منهج راشده خلافت سره کرامت راکړي! یوازې هغه سبحانه و تعالی د دغه کار ولي او پرې قادر دی.

لیکوال: ابراهیم عثمان (أبوخلیل)

د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې