جمعه, ۱۶ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الواقیه تلویزیون: په ژوندۍ بڼه خبرې اترې «د وینې او سیاست سوداګر، د شام له عام وژنې د خاشقجي تر وینې!»

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر له رییس دکتور عثمان بخاش سره د الواقیه تلویزیون په ژوندۍ بڼه خبرې اترې، عنوان: «د وینې او سیاست سوداګر، د شام له عام وژنې د خاشقجي تر وینې!» 

 ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۲۱مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۹مه 

د مطلب ادامه...

ولایه ترکیه: د استاد محمود کاراونیره خبري ناسته ۲۰۱۸/۱۱/۲۷

د حزب التحریر-ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر د رییس استاد محمود کار اونیزه خبري ناسته
به دغې ناسته کې بحث شوي موضوعات:
اسلام ښځې ته په هر وخت او هر ځای کې غوره مقام ورکړی، په داسې حال کې چې پانګوالۍ د ښځې ارزښت یوازې په یوه ورځ منحصر کړی دی.
د بشر حقونه، د اروپا په محکمه کې د بشر حقونه لومړيتوب نه لري.
اانگلیس سیاسي موخو ته د رسيدلو لپاره له هغه وخت چې له اوروپایي ټولنې سره یوځای شوی تر اوسه د تروا د اسپ په توګه ګټه اخلي.
۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۹مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۷مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: فوري پیغام «الله سبحانه وتعالی دې د علماوو سلطان رحمت کړي!»

وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره (ابو همام) مبارکه خاوره (فلسطین)                   

                          ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۲۴مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د دسمبر دویمه

د مطلب ادامه...

مبارکه خاوره: د جمعې خطبه «ناوړه علما د ظالمو او جبریه چارواکو جنایاته توجیه کوي!»

د ښاغلي شیخ عصام عمیره (ابو عبد الله) د جمعې خطبه  مبارکه خاوره (فلسطن)                     

                             ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۲۲مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۳۰مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د «زموږ وینه ارزانه نه ده!» تر عنوان لاندې خبرې

وړاندې کوونکی: د حلب د لودیځې حومې، په کفر ناصح کلي کې د حزب التحریر-ولایه سوریې غړی استاد احمد القاصر                                                         ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۸مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۶مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د شام پر انقلاب او په ازادو شوو سیمو کې زموږ پر اهل باندې د نړیوالو لارو د پرانستلو خطرونه

چمتو کوونکی: د حزب التحریر -ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر                                           

                 ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۵مه، ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۳مه

د مطلب ادامه...

د خپلواکۍ اصلي مانا

  • خپور شوی په سیاسي

له شکه پرته موږ په لبنان یا له لبنان ور ها خوا په بله اسلامي خاوره کې د کفر ښکېلاکي نظامي واک نه خوښوو. د فرانسې، برتانیې او امریکا تر منځ چې اسلامي خاورې یې تر مستقیم یا غیر مستقیم اغېز او ولکې لاندې دي؛ هیڅ توپیر نشته. بیا هم لاندې پېښو ته اشاره کوو:

ــ خپلواکي دا مانا، چې موږ ښکېلاکګر ځواک ته اجازه ورنه کړو، ترڅو مو سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري نظامونه تر خپل اغېز لاندې راولي. د دغو نظامونو له کره کتنې وروسته موږ دې پایلې ته ورسېدو، چې نوموړي نظامونه پر موږ تپل شوي دي او د یو دولت په څېر د لبنان منځ ته راتګ او  له اسلامي دولت څخه یې بېلتون د ښکېلاکګر دښمن چل و. له ۱۹۲۰م کال څخه وړاندې او مخکې له دې چې د فرانسې پوځي جنرال «ګوارډ» د لبنان د دولت د تاسیس اعلان وکړي؛ لبنان د عثماني خلافت یو ولایت و. د بیروت ولایت نږدې ۳۰۰۰۰کیلومتره مربع مساحت درلود او د حایفه، عکا، تریپولي او لاتیکیا سیمې یې په بر کې نیولې.

د لبنان اوسنی دولتي نظام د فرانسې له سل کلن زوړ اساسي قانون څخه اخیستل شوی دی، چې په بشپړ ډول د انسان په لاس جوړ شوی نظام دی.

تعلیمي ډګر له ښکېلاکي کلتور څخه ډېر ژور اغېزمن شوی ، ان تر دې  چې کیمیا، فزیک او مثلثات په فرانسوي ژبه تدریسېږي.

اوس هم د ښکېلاګر ځواک اغېز په حاکم سیاسي نظام کې په پیاوړې توګه تر سترګو کېږي، ان ځینې په دې اند دي چې فرانسه د لبنان مور او د دې نظام سمبالونکې ده. دغه راز د برتانیې او امریکا په څېر نور ښکېلاکګر ځواکونه د لبنان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو ښکاره اغېز لري.

لبنان تر اوسه د یو دولت په توګه ځان نه دی ثابت کړی، ځکه چي د نظام جوړونې له اساسي عناصرو څخه بې برخې دی. له کوم وخته چې د لبنان دولت خپله آزادي اعلان کړې ده، له هماغه راهیسې ډلې او ډلبازۍ شروع شوي او په خپلو مینځونو کې سره په جګړه اخته د ي او ژور اختلافات لري. پر دې سربېره د لبنان دولت د خلکو د اساسي اړتیاوو، لکه: برېښنا، اوبو، سړکونو او داسې نورو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی او بله لا دا چې دولت شاوخوا ۱۰۰ میلیارده ډالر پوروړی دی. فساد په ګڼو اداراتو کې خپلې ریښې ځغلولې دي. که په لنډ ډول ووایو، د لبنان اوسنی اقتصادي نظام په بنسټيز ډول له فساده ډک او پر فاسد پانګوال نظام ولاړ دی. دولت د مهمو برخو، لکه: کارخانو او کرهڼې پر ځای خپله ټوله پاملرنه سود او سیاحت ته اړولې. حال دا چې سود د الله تعالی د نارضایتۍ سبب ګرځي.

فرانسې د لبنان ډېری وګړي هغوی ته د آزادۍ د اعلاميې پر بنسټ سره وېشلي وو، ګڼو مسلمانانو، دروز(یوه سیاسي او فقهي ډله) او عیسویانو نوموړې اعلامیه ردوله او غوښتل یې چې دوی دې له شام سره یوځای شي.

کله او څه ډول ریښتینې آزادي ترلاسه کولی شو؟

آزادي هغه وخت ترلاسه کېږي، چې په خپل هیواد کې غربې نفوذ ته د پای ټکی کېږدو، هغوی ته اجازه ورنه کړو، چې زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي، د هغوی په لاسونو راکښل شوي سرحدونه له منځه یوسو، د هغوی فاسد اساسي قانون رد کړو او خپل تعلیمي نظام د هغوی له اغېزه پاک کړو.

خپلواکي هغه وخت ترلاسه کېږي، چې موږ یو ځلې بیا خپل پخواني اصل ته ستانه شو، د ستر امت یوه برخه شو، د یوه پراخ دولت هغه برخه شو چې تر اوږدې مودې د نړۍ پیاوړی او لارښود ځواک و. بیا نو پرته له دې چې د خلکو مذهب او قوم په پام کې ونیسو، د هغوی روغتیایي، تعلیمي او اقتصادي ستونزې حلولی شو. بیا نو هیواد له درنو قرضونو څخه خلاصولی شو، فساد او غلاوې له منځه وړلی شو. پرته له دې چې د چا قوم او مذهب په پام کې ونیسي برېښنا او عام المنفعه چارې به یې ډاډمنې کړي، ټولو ته به په مساوي سترګه کتل کېږي، د عرب او غیرعرب تر منځ به توپیر نه وي، خو د توپیر معیار به یوازې او یوازې  تقوا وي.

خپلواکي هغه وخت ترلاسه کېږي، چې په واقعیت پوه شو او ګډ کار وړکړو، ترڅو لبنان بېرته خپل پخواني اصل ته ور وګرځي یانې له شام سره یې يو ځای کړو. ټیکاو او نیکمرغې یوازې هغه وخت ترلاسه کېدای شي، چې د نبوت پر طریقه راشده خلافت رامنځته کړو. خلافت به د الله سبحانه و تعالی حکمونه پلي کوي، فساد او د فساد ریښې به له منځه وړي، هغه ورځ د الله د مهربانۍ لمخې نږدې ده او په هماغه ورځ به د غرب او د هغوی د لاسپوڅو واکمنانو او سیاستوالو د شر له خلاصون څخه او له خپلواکۍ څخه خوند واخلو. خلک به د هغه نړيوال رامنځته کېدونکي اسلامي دولت د بیا تاسیس لمانځنه کوي، چې د اندونیزیا له ختیځه نیولې بیا په غرب کې تر مراکش پورې پراختیا لري.

د حزب التحریر- ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

لیکوال: شیخ ډاکټر محمد ابراهیم

ژباړن: جمیل احمد

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې