پنجشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 ذولقعده 1446

میلادی نېټه :     سه شنبه, 29 اپریل 2025 م

شمېره:      ۳۹/ ۱۴۴۶


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې د پاکستان پوځه! غزه خپلې وروستۍ ساګانې اخلي؛ د ځان لپاره د جنت او دوزخ تر منځ انتخاب ستاسو په لاس کې دی؛ حرکت کوئ او که چوپ پاتې کېږئ!

(ژباړه)

د ۲۰۲۵م کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې، یهودي رژیم د غزې تړانګې پر مخ د خوړو رسولو ټولې لارې بندې کړې دي. د دې کړنې پایله دا ده چې هره شپه له یو میلیون ډېر ماشومان وږي ویده کېږي او تر اوسه لږ تر لږه پنځوسو ماشومانو د لوږې له امله خپل ژوند بایللی. غزه د مرګ خواته روانه ده، وروستۍ ساګانې اخلي او د غزې او لوېدیځې غاړې مسلمانان یوازې د دې لپاره ځورېږي چې د مسلمانانو لومړۍ قبله، مسجدالاقصی او د هغې مبارکې سیمې پرېښودو ته تیار نه شول. بیت‌المقدس، درېیم حرم شریف، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج ځای او د پیغمبرانو ټاټوبی دی؛ دا هغه مبارکه سیمه ده چې عمر رضی الله عنه فتح کړه، صلاح‌الدین ایوبي رحمه الله ازاد کړه او اسلامي خلافت یې ساتنه وکړه. خو نن، د مسلمانانو ټولو حکامو او د پوځ مشرانو دغه سیمه یوازې د خپل بې ارزښته او ذلیلانه تاج او تخت د بقا لپاره خرڅه کړې.

نن مسجدالاقصی د مسلمانانو پر پوځونو غږ کوي. دا د امت، په ځانګړي ډول پوځونو ازموینه ده: یا خو د خاینو حکامو په راپرځولو او د خلافت په اقامه کولو سره جنت ته ځي او یا په چوپتیا او بې‌پروایۍ سره دوزخ خپلوي!

اې د پاکستان پوځه! نور هېڅ پلمه نه ده پاتې؛ ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې شوې دي؛ ستاسو سیاسي او نظامي رهبري خاینه ده. هغوی چې وایي "فلسطین رانه لیرې دی"ورته ووايئ: کشمیر خو درته نږدې و، چې د مودي لمنې ته مو غورځاوه. ټول امت به د هغه پوځ تر شا درېږي چې د فلسطین د مرستې لپاره راپورته شي؛ امت به له خپل ځان، مال، اولاد او اقتصادي ځواک سره مرسته ورسره وکړي. له اندونیزیا تر المغرب پورې به د امریکا غلام حکام، عرب او عجم، د امت له قهر او غضب څخه وېرېږي.

اې د مسلمانانو پوځونو! راپورته شئ او پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړئ! د خپل امت له ځواک سره یو موټی شئ، الله سبحانه وتعالی به پر خپلو ملایکو امر وکړي او د بدر پشان به مو مرسته وکړي. یهود په اور او باروتو بدرګه کړئ؛ همدوی دي چې ستاسو میندې او خویندو یې بې عزته کړې، وروڼه او بچیان مو یې وسوځول او ټول‌وژنه یې وکړه. پاڅېږئ، ځکه الله سبحانه وتعالی ستاسو سره دی:

﴿فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَـٰكِنَّ اللهَ قَتَلَهُمْ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَـٰكِنَّ اللهَ رَمَى﴾ [انفال: ۱۷]
ژباړه: «نو تاسې (په خپل ځواک) دوى (کفار) نه دي وژلي؛ بلكې الله (په غیبي مرستو) وژلي او چې تا ویشتل (اى پېغمبره! چې خاورې او شګې دې پرمخ ورشيندلې) نو تا نه دي ویشتلي؛ بلكې الله ویشتل (چې کافران وډار کړي)»

د جګړې لمبې تر اسمانه پورته کېږي. د واشنګټن فرعون، ټرمپ او د هغه یهودي قوماندان، نتانیاهو، تاسو ته د جګړې بلنه درکوي. نو راپورته شئ او خپل شرعي مکلفیت تر سره کړئ!

اې اسلامي امته! حزب‌التحریر په ترکیه، اردن، مصر، اندونیزیا، بنګله‌دیش، تونس، سوډان، الجزایر، مالیزیا، شام او د اسلامي نړۍ په نورو سیمو کې یو نړیوال کمپاین پیل کړی، څو د پوځونو لخوا د خلافت د اقامې او د فلسطین د ازادۍ لپاره د نصرت غوښتنه وکړي. د حزب‌التحریر زړور شباب له لسیزو راهیسې د ظالمو حکامو پر وړاندې درېږي او هغوی د الله سبحانه وتعالی د احکامو پر بنسټ حاکمیت ته رابولي. تاسو هم ورسره شئ! خپل زامن او وروڼه چې په پوځ کې دي، د یهودو پر ضد جګړې ته راوبولئ او هغوی د خلافت د اقامې لپاره حزب‌التحریر ته نصرت ورکولو ته وهڅوئ؛ د دغه حزب تر رهبرۍ لاندې، چې مشر یې ستر عالم، زړور سیاستوال او د اسلامي اقتصاد متخصص، عطا بن خلیل ابو الرشته دی. دا زړور زمری کولای شي چې د اسلامي خاورو پوځونه سره یو کړي، غزه، مسجدالاقصی، ټول فلسطین او کشمیر ازاد کړي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾ [انفال: ۲۴]
ژباړه: «اې مؤمنانو! د الله او رسول بلنه ومنئ، چې كله مو د ژوندبښونکي څيز لوري ته رابولي ...»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶هـ.ق کال، د ذوالقعدې ۱

۲۰۲۵م کال، د اپرېل ۲۹مه

د صدور ګڼه: ۳۹/ ۱۴۴۶

ژباړن: اسرار تکل  

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې