- مطابق
(ژباړه)
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، خلیج سیمې ته خپل سفر پای ته ورساوه. دغه سفر سعودي عرب، قطر او امارات رانغاړل. د دې سفر په ترڅ کې، د زرګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شول؛ ټرمپ د سوریې له نوي ولسمشر احمد الشرع سره هم ولیدل، او اعلان یې وکړ چې پر سوریې لګېدلي بندیزونه به لرې کوي. ټرمپ همداراز د غزې، د ایران د اتومي پروګرام، روسیې او نورو مهمو مسایلو په اړه څرګندونې وکړې.
ټرمپ په دغه سفر کې اعلان وکړ چې «زه د غزې په اړه فکر کوم» او ویې ویل: «ډېر خلک په غزه کې د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکوي». هلته بیا د اسلامي خاورو حاکمانو ورته زرګونه میلیارده ډالر ډالۍ کړل، او له قیمتي سوغاتونو سره یې د ټرمپ چاپلوسي وکړه؛ په داسې حال کې چې همدا ټرمپ دی چې یهودي رژیم د مسلمانانو د وژنې، محاصرې، لوږې راوستلو او بېکوره کولو لپاره مجهزوي! او دا حاکمان د غزې مظلومو مسلمانانو ته نه یو ډالر ورکوي، نه یوه مړۍ ډوډۍ، نه یو غوړپ اوبه، نه يې د مرستې لپاره یو سرتېری ورلېږي او نه هم یوه نظامي واسطه! یهودي رژیم د همدغه سفر پر مهال هم له وژنو، ورانیو، محاصرې او لوږې خپرونې لاس وانخیست!
اې قاضیانو او وکیلانو! اې د امت فقیهانو او عالمانو! په دغه سفر کې، حاکمانو خپل سفاهت او ذلت د نړۍ پر وړاندې څرګند کړ. داسې چلند يې وکړ چې له ماشومانو او ناپوهانو یې هم تمه نه کېږي! ستاسې لوڼې یې د الله د دښمن او د مسلمانانو د دښمن پر وړاندې په لوڅو سرونو ونڅولې! د امت شتمنۍ یې د دښمنانو په پښو کې واچولې، او تاسې یې د ملتونو او دولتونو د خندا کړئ؛ دا هر څه یوازې د دې لپاره چې د لیوني ټرمپ له خولې څو دا ستاینې کلمې واوري؛ خو خپل ملتونه یې هيڅ په یاد نه دي، هیڅ یې په اړه فکر نه کوي! آیا له دې ټولو وروسته لا هم نه وینئ چې دا کسان هغه سفیهان دي چې مالونه ضایع کوي؟ آیا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې په زولنو کې محکمو ته کش شي او پر مالونو یې بندیز ولګول شي؟
اې د مسلمانانو په پوځونو کې افسرانو او سرتېرو! آیا د دغو حاکمانو دا حماقتونه، بېعقلي او د دوی لخوا ستاسو د امت سپکاوی نه وینئ؟ آیا د دوی دسیسې او د امت له دښمنانو سره یې ملګرتیا نه ګورئ؟ آیا د غزې او لویدیځې غاړې له خلکو سره مو د دوی خیانت نه دی درک کړی؟ آیا نه مو دي لیدلي چې څنګه د امت مالونه د دښمنانو په ګټه مصرفوي، چې هغوی بمونه، توغندي او چاودېدونکي توکي ترې جوړ کړي او بیا مسلمانان پرې ووژني، بېکوره يې کړي، محاصره يې کړي او له لوږي سره یې مخ کړي؟ نو راپاڅېږئ! په بیړه یې له دغو ورستو ماتېدونکو تختونو راوغورځوئ!
اې مسلمانانو! خپل پوځونه، عالمان، قاضیان او وکیلان دې ته اړ کړئ چې دا سفیه حاکمان له واکه لرې کړي. پر الله قسم، دغو خلکو د نورو ملتونو د خندا کړي یو. اوس يې وخت دی چې دغو سفاهتونو او بیعقلیو ته یې د پای ټکی کېښودل شي.
اې مسلمانانو! حزب التحریر ستاسو په منځ کې دی؛ دا داسې مخکښه رهبري ده چې هیڅکله دروغ نه درته وایي، او د نبوت پر منهج خلافت د قیام نهضت راوړونکې پروژه مخته وړي. دا حزب ستاسو د قضیو غمخور او ستاسو په دردونو ښه پوه دی. د چارو واګې ورته وسپارئ چې د ما انزل الله له مخې حکم درباندې وکړي؛ تاسو په یوه واحد سیاسي جوړښت کې سره متحد کړي، له دغو سفیه حاکمانو، د دوی له بادارانو او د یهودي رژیم له تسلطه مو خلاص کړي، او ستاسو شتمني، عزت، کرامت او د ملتونو په منځ کې ستاسو هیبت بېرته راوګرځوي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۶هـ.ق د ذوالقعدې ۱۹مه
۲۰۲۵م کال د مې ۱۷مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۶/۱۱۵