سه شنبه, ۱۳ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په هر څه کې احسان لازم دی

ګرانو ملګرو هر چېرته چې یاست (له حدیث شری27ندې کولو سره پیلوم:

له شداد بن اوس رضی الله عنه نه روایت دی چې ویې ویل: دوه شیان مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلی، چې فرمایل یې:

«إِنَّ اللهَ كَتَبَ الْإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ، فَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ، وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذَّبْحَ، وَلْيُحِدَّ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، فَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ» (رواه مسلم)

ژباړه: بېشکه الله سبحانه وتعالی د هر څه په حق کې احسان واجب کړی دی، که مو څه شی وژل، په ښه طریقه یې ووژنئ او که مو څه شی ذبحه کول، په ښه حالت یې ذبحه کړئ، چاړه مو ښه تېره او د ذبحې حیوان ژر ارام کړئ.

د حدیث مفهوم:

دا حدیث شریف د دین مهم قواعد بیانوي، چې هغه د ټولو اسلامي احکامو د تحکیم ضامن دي؛ ځکه د انسان کړنې د ژوند په ټولو اړخونو پورې اړوندېږي، نو دا اړیکه په سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، قضایي، تعلیمي او نورو برخو او څيزونو کې، چې د انسان له عمل سره اړیکه لري، شاملېږي.

پر دغه اساس که د وژلو او د حیواناتو د ذبحه کولو په وخت کې احسان مطلب دی، نو په جګړه کې د اسلام د دوښمنانو د وژلو په وخت کې هم احسان مطلوب دی، یعنې ونه ځورول شي او جسم یې مثله ( غوږ، پزه او د بدن نور غړي یې پرې نه شي) بلکې احسان مراعت شي، لکه څنګه چې په حدیث کې وویل شول: (چاړه مو تېره او د ذبحې حیوان ارام کړئ) کله چې انسان دغه کړنې له شریعت سره سمې په ښه توګه ترسره کړي، په دنیا او آخرت کې د نېکبختانو په ډله کې حسابېږي.

اې مسلمانانو!

په اوس وخت کې اسلام د ژوند له واقعیته ټول شوی او پر ځای یې د امت په ژوند کې کفر خپور شوی، د کفري کارونو د مخته وړلو لپاره حکام ټاکل شوي او دستورونه (قوانین)  ورته جوړېږي، چې د قوانینو له ډېروالي څخه عمل نه پرې کېږي، وار خو له خلکو سره د احسان او نرمۍ شو. پر دې سربېره له مسلمانانو سره د غربي کفارو چلند داسې چلند دي، چې ابهام او پټوالي پکې نشته (ټول پرې پوهېږي) او په دې کې هم شک نشته، چې مسلمانان د دغه دین په خاطر وژل کېږي، بندونه یې پرې کېږي، ګېډې یې څيرېږي او ازادي يې په زور او ظلم اخیستل کېږي. همدا ستاسو لپاره د یویشتمې پېړۍ رهبري او سیادت دی، دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امت له خپل حقیقت نه داسې بې خبره او لرې پاتې شوی، چې اوازه یې د ځمکې څنډو ته رسېدلې او هغه دا چې له خلافت یا اسلامي دولت پرته امت نه شي رامنځته کېدی، هغه خلافت چې څوارلس پېړۍ یې رهبري او سیادت لاره، کومو کسانو یې، چې تر چتر لاندې ژوند کاوه، ډېر خوشبخته او نېکمرغه وو.

اې الله سبحانه وتعالی! موږ د نبوت پر منهج د هغه خلافت له راتلو برخمن کړه، چې د مسلمانانو وحدت پکې نغښتی وي، له هغه څخه ستونزې او بلاوې لرې کړه، یا الله ځمکه د خپل رحمت په نور روښانه کړه.

اللهم آمین آمین

د مطلب ادامه...

یوازې اسلامي خلافت به د پاکستان اقتصاد د چټل ډالر له استعماري دام او سودي پورونو څخه خلاص کړي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

دې ته په پام سره چې د پاکستان مسلمانان د ۲۰۱۹م د جنورۍ په ۲۳مه خپل ځانونه د کوچنۍ بودیجې لپاره تیاروي، اوسنی اقتصادي نظام د هغه ورځ تر بلې خرابېدونکي اقتصادي حالت لامل دی، چې خلک ورسره مخ دي. په ښکاره توګه د اوسني نظام تر چتر لاندې د پاکستان پولي واحد د چټل ډالر په واسطه چې د غربي استعمارګرو لخوا د نړیوالې سوداګرۍ د اساس په توګه تپل شوی او هم د ډالر د بې رحمه ساتونکي، یعنې د پیسو د نړیوال صندوق په واسطه فلج شوی دی. د ډالر د واک د دوام لپاره استعمارګرو د مالیاتو د ډېروالي غوښتنه وکړه، ترڅو په دې سره پاکستان زیات ډالر واخیستلی شي. په همدې توګه روپۍ د ډالر پر وړاندې راټیټه شوه، څو ډالر په لوړ حالت پاتې شي؛ په داسې حال کې چې روپۍ له ناوړه حالت سره مخ ده، نو په دې وروستیو اونیو کې قیمتونه ډېر لوړ شوي دي. سودي پورونه بیا هغه لویې کندې دي چې د پاکستان د پام وړ پانګه پکې لوېدلې ده؛ د دې پانګې ګټه تر ډېره هغو سودي بانکونو ته رسېږي چې د وږو  استعمارګرانو له لوري رامنځته شوي او په ټوله نړۍ کې ترې ګټه اخلي. د پاکستان د دولتي بانک په خبره، په ۲۰۱۸م مالي کال کې د هېواد د پورونو دوسیه دوه تریلیونه روپۍ ده، چې له یوه نیم تریلیون څخه زیاتې روپۍ پکې سیمه ییز او بهرني سودي پورونه دي.

د پاکستان اقتصادي ستوزې د اسلام له پوره پلي کېدو پرته هېڅ شی نشي حلولی؛ هغه ستونزې چې د اوسني نظام تر چتر لاندې په راتلونکو اونیو کې به ښایي نورې هم ډېرې شي. اسلام هغه پولي واحد نه مني چې حکم یې په چټل ډالر پورې تړلی او هغه سیاست ته په پوره قوت سره د پای ټکی ږدي، چې د ډالر ذخیرې ساتي او پر وړاندې یې سیمه ییزې پیسې راټیټوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه اسلامي دولت چې په مدینه کې یې تاسیس کړ، د پولي واحد په توګه طلا او نقره تبني کړل. یوازې د نبوت په تګلاره خلافت دولت په پولي واحد کې ثبات او قوت رامنځته کړی، هغه داسې چې طلا او نقرې خپل ذاتي ارزښت په نړیوال تجارت کې منلی دی. د سودي پورونو تلې ته په پام سره الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا

[بقره: ۲۷۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی بیع روا او سود یې حرام ګرځولی دی.

نو یوازې خلافت له هغو کسانو سره په مالي ملاتړ چې د زراعت، صنعت او له اړو خلکو سره د مرستې په برخه کې پانګونه کوي، د سودي پورونو د سوالګرۍ کاسه ماتولی شي.

اې د پاکستان مسلمانانو! اوسنی رژیم هڅه کوي په خپلو کړنو سره تاسو ته تېر خاین او فاسد رژیمونه ښه ښکاره کړي. که یو ځل بیا د څېرو د بدلون لپاره کار کوئ، دا ستاسو لپاره مرګونې تېروتنه ده؛ په داسې حال کې چې د بشر په لاس جوړ شوي فاسد نظام له منځه وړلو او د نبوت په تګلاره د خلافت بیا تاسیس ته سخته اړتیا ده. هغه لوري ته کار وکړئ چې د الله سبحانه وتعالی حاکمیت یې پر موږ نازل کړی، څو د الله سبحانه وتعالی د رضایت او په ژوند کې مو د پرمختګ لامل وګرځي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الآخِرَةَ وَلاَ تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلاَ تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ

[قصص: ۷۷]

ژباړه: په هغه څه سره چې الله سبحانه وتعالی تا ته درکړي‎، د آخرت کور جوړ کړه او له دنیا څخه هم خپله برخه مه هېروه. نېکي وکړه، لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی له تاسره نېکي کړې. په ځمکه کې د فساد خپرولو هڅه مه کوه، ځکه الله سبحانه وتعالی فساد کوونکي نه خوښوي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

الی‌الله دعوت په حکمت او نېک چلند سره

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ وَ إِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِي ضَيْقٍ مِمَّا يَمْكُرُونَ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ [نحل: ۱۲۵-۱۲۸]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په لاره کې په حکمت او نېک چلند سره دعوت وکړه! له هغوی سره په نېک چلند استدلال او خبرې وکړه! ستا پروردګار تر ټولو ښه پوهېږي، چې څوک بې لارې شوی او څوک پر سمه لاره روان دی. که غواړئ چې خپل غچ واخلئ، په هغه اندازه یې واخلئ څومره چې پر تاسو تېر شوی؛ خو که صبر وکړئ، دا کار د صابرانو لپاره غوره دی. صبر وکړه او ستا صبر یوازې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره د هغه سبحانه وتعالی لپاره دی. د دوی په کارونو مه ځورېږه او په توطیو یې مه خپه کېږه! الله سبحانه وتعالی له متقیانو او نېکي کوونکو سره دی.

د امر کلمه (اُدعُ) په دریو محورنو (دعوتګر، دعوت او د دعوت اسلوب) راڅرخېږي او هر هغه دعوتګر ته چې غواړي د الله سبحانه وتعالی په لاره کې له دغو محورونو څخه برخمن شي، داسې مسوولیت ورسپاري چې ترسره کول یې اړین دي.

د الی‌الله دعوت په حقیقت کې "لااله الا الله محمد رسول الله" او پر اسلامي عقیده ایمان راوړو ته دعوت دی. دا مانا چې یوازې پر الله سبحانه وتعالی، ملایکو، کتابونو، پیغمبرانو، قضاء او قدر ایمان راوړل او پر خیر او شر داسې ایمان راوړل چې یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري دي. الی‌الله دعوت په حقیقت کې د هغه څه لپاره دعوت او کار کول دي چې دا ډول ایمان ورته اړتیا لري؛ د اسلامي ژوند د بیا راوستلو او د هغه اسلامي دولت د جوړولو لپاره دعوت کول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې جوړ کړی و؛ هغه دولت چې اسلامي احکام پلي کوي، د ټولنې خیر او ښېګڼې په پام کې نیسي او د خلکو تر منځ عدل او انصاف رامنځته کوي.

اسلامي دولت په نړۍ کې په چټکۍ سره پراخ شو. همدارنګه نن ورځ د مسلمانانو نفوس نږدې د نړۍ څلورمې برخې ته رسېږي، چې ۱.۸ میلیارده دی. اسلامي خاورې په دریو پېژندل شوو لویو وچو کې پراخه شوې، مسلمانان په ټوله نړۍ کې وګرځېدل او هېڅ کمی یې نه درلود؛ خو کوم شی چې نن ورځ مسلمانان ترې بې برخې دي، هغه دولت دی چې د الله سبحانه وتعالی شریعت پلی کړي، تر خپل واک لاندې د مسلمانانو ټولې چارې په عملي توګه په پام کې ونیسي او د دوی د خاورو او خیر ساتنه وکړي. هغه دولت چې اسلام د ځمکې لرې برخو ته ورسوي، د مسلمانانو لپاره د اسلامي شریعت تر چتر لاندې د ژوند کولو زمینه مساعده کړي او اسلام یو ځل بیا د بشریت په ژوند کې د یوه ژوندي واقعیت په توګه راژوندی کړي. هو، دا په لنډه توګه د دعوت ځانګړتیاوې دي.

 لکه څنګه چې لیدل کېږي، دعوت خپله اصلي تګلاره نن ورځ پرېښې. هغه دعوتګران چې د اسلامي خاورو په ګوډاګیو دولتونو پورې تړلي دي، یوازې د خپلو بادارانو د خدمت لپاره دعوتي اسلوب کاروي. دوی د دعوت له اصل څخه ناخبره دي، ځکه اصلي دعوت له ځان سره کوم ځانګړی ارزښت او مقام نه لري. هغه دولتونه چې دوی ورپورې تړلي دي، د دې پر ځای چې د اسلام پر اساس حکومت وکړي، د استعمارګر پانګوال او ظالمو نظامونو پر اساس حکومت کوي.

لومړی باید دعوتګر په دې پوه شي چې د څه لپاره دعوت کوي او کوم شي ته چې نور کسان دعوت کوي، خپله هم باید ورته ژمن وي؛ په دې معنا چې خبرې یې باید له عمل سره په ټکر کې نه وي.  هغه دعوتګر که شخص یا اسلامي دولت وي، ځکه اسلامي دولت په حقیقت کې د اسلام د پلي کولو استازیتوب کوي او خپل داخلي او بهرني سیاستونه باید د اسلامي عقیدې پر اساس جوړ کړي.

د الی‌الله دعوت د دعوتګر شخص، قوم، د دعوتګر د سیمې او یا بل هر کس او څیز لپاره نه دی؛ بلکې الی‌الله دعوت یوازې د الله سبحانه وتعالی او د هغه سبحانه وتعالی د دین او رسول صلی الله علیه وسلم لپاره دی. دعوتګر یوازې د هغې دندې پر وړاندې مسوول دی چې الله سبحانه وتعالی ورسپارلې او یوازې د الله سبحانه وتعالی د ثابت دین لپاره خلک رابللی شي. دی دا حق نه لري چې ادعا وکړي او په دې دنیا کې د دعوت بدله وغواړي؛ هغه بدله که د ځان او کورنۍ لپاره حکومت او بل هر ډول امتیاز وي، ځکه دعوتګر یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه خپله بدله غواړي. 

په حکمت او ښه چلند سره د دعوت اسلوب چې له نېکو خبرو، د مخاطب حالت په پام کې نیولو، هغه ته له موکې ورکولو او د یو او بل خبرو ته له غوږ نیولو څخه عبارت دی، چې په دې سره مو تر منځ باور او رښتینولي رامنځته شي. د دې تر څنګ په نرمه لهجه خبرې کول، چې په دې سره د نېک نیت ښودنه کوي او حق ته د رسېدو موخه څرګندوي. دعوتګر باید د مخاطب له رټلو او د هغه د عیب او کمي له بربنډولو څخه په جدي توګه لاس واخلي. دوی باید په خپل منځ کې په پوره ارامۍ سره خبرې وکړي او پرته له دې چې د مخاطب پر وړاندې برید، غوصه او چیغې وکړي او هغه بې عزته کړي؛ ځکه له دعوت څخه موخه یوازې د الله سبحانه وتعالی او د هغه سبحانه وتعالی د دعوت په لوري رابلل دي. همدارنګه استدلال باید په شدت سره ونه شي، بلکې خبرې اترې باید د غوره بیان او عملي اخلاص پر اساس د الله سبحانه وتعالی او د حق رسولو لپاره وي.

﴿وَ إِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ...

ژباړه: که غواړئ چې خپل غچ واخلئ، په هغه اندازه یې واخلئ څومره چې پر تاسو تېر شوی.

دا د ورته قصاص قاعده ده، یعنې په غبرګون کې به زیاتوالی نه کوي؛ خو د ورته قصاص له حل لارې سره سره چې په پورته آیت کې یاد شوي، چې قرآن خلک بښنې او صبر ته راغواړي. بښنه او صبر د ورته قصاص په پرتله د اسلام او حقیقت په منلو کې پر مقابل لوري ډېر اغېز لري؛ خو که مخاطب پر خپله ناپوهۍ، سرغړونه او بدله اخیسته ټینګار کاوه او د غبرګون هڅه یې کوله، په هغه حالت کې به بیا په ټاکلې جزا کې له کمي او زیاتي پرته جزا ورکړل شي. دا غبرګون به د اسلامي دولت د ځانګړتیا څرګندونه کوي.

دعوتګر د خپل دعوت موخې ته د رسېدو لپاره صبر ته اړتیا لري او په صبر سره د الله سبحانه وتعالی مرسته تر لاسه کولی شي. صبر او د احساساتو کنټرول د الله سبحانه وتعالی د دغې غوښتنې له منلو پرته بل څه نه دي:

﴿...وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَِ وَاصْبِرْ وَ مَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ...

ژباړه: خو که صبر وکړئ، دا کار د صابرانو لپاره غوره دی. صبر وکړه او ستا صبر یوازې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره د هغه سبحانه وتعالی لپاره دی.

                ﴿وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴾ [یوسف: ٢١]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی په خپل کار کې بریالی دی، خو ډېر خلک نه پوهېږي!

لیکوال: ابراهیم سلامت

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...

په امریکا کې ناندرۍ او سیاسي کړکېچ

د ۲۰۱۹ میلادي کال جنوري پر ۱۹مه د «الجریره نټ» د راپور پر بنسټ د امریکا د استازو د مجلس مشرې نانسي پیلوسي د یاد هېواد ولسمشر ټرامپ افغانستان ته د خپل سفر د جزیاتو په ښکاره کولو تورن کړی دی، چې  کانګریس له یو پلاوي سره یې افغانستان د راتګ هوډ درلود. ځکه نوموړی یې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د یاد هېواد د اوسېدونکو د ژوند له ګواښ سره مخ کېدو مسول وباله.

پیلوسي له هغه وروسته په یوه سوداګریزه الوتکه کې افغانستان ته د راتګ لپاره چمتوالی ونیو چې ټرامپ په نظامي الوتکه کې د نوموړې د راتګ خنډ شو؛ خو د پیلوسي د دفتر د بیانیې پر بنسټ کله چې د امریکا حکومت د نوموړې برنامې ښکاره کړې، خپل سفر یې وځنډاوه. په سپینه ماڼۍ کې یو چارواکي دغه تورونه رد کړل، د ټرامپ او پیلوسي تر منځ دغه اختلافون په امریکا کې د حکومت د ځینو برخو له تړل کېدو سره یوځای دي، چې کابو تر یوې میاشتې اوړي.

د سپینې مانۍ ویاندې ساره ساندرز د دغو اختلافونو د توجیه په اړه وویل: «له شک پرته په حکومت کې د پیلوسي د پاتې کېدو لپاره هڅې او د حکومت د ځینو برخو د پرانیستلو لپاره خبرې له څلورو اونیو راهیسې روانې دي؛ چې د امریکا په تاریخ کې د حکومت د ځینو برخو تړل کېدو تر ټولو اوږد ځنډ دی.» د حکومت د ځینو برخو تړل کېدل د فدرال د ۸۰۰ زره مامورینو د بې معاشه کېدو لامل شوي لامل شوي. دا هغه سیاسي کړکېچ دی چې ټرامپ د خپلې ټاکنیزې ژمنې پوره کېدو لپاره له مکسیکو سره د دیوال جوړېدو لپاره پیل کړی دی.

له بل لوري، ډیموکراټانو ویلي چې د حکومت د ځینو برخو تړل کېدو په اړه هېڅ ډول خبرې روانې نه دي. د پیلوسي ویاند دروهامیل ویلي دي: «د خبرو لپاره له سپینې مانۍ تر اوسه هېڅ بلنه نه ده ورغلې.» د دې ترڅنګ ټرامپ د حکومت د ځینو برخو د تړل کېدو په دوام کې په دولتي الوتکو کې د کانګریس د ټولو غړو سفر منع کړی دی. د امریکا په حکومت کې اوسمهال دا ډول اختلافونه دوام لري، دا هغه څه دي چې د اختلافونو ډېرېدل او د حکومت ټوټې کېدل په ګوته کوي.

ذبیح الله رضوان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د حکم(شرعي دلیل) علت

  • خپور شوی په فقهي

 (ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم، الله سبحانه تعالی دې پر تاسو برکت واچوي!

زموږ شیخه! زما پوښتنه دا ده، چې ایا د حکم(شرعي دلیل) علت له دې څخه استنباط کېدلای شي: (ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ) ژباړه: «دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، ترڅو هغوی (د آزادو او قدر وړ ښځو په توګه) وپېژندل شي او ونه ځورول شي»؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

دا آیت د جلباب د فرضیت د حکمت په اړه دی، نه د حکم د علت په اړه. وضاحت یې په لاندې ډول دی:

۱- لکه څرنګه چې د ۲۰۱۸م د جولای د لسمې نېټې پوښتنې ته په ځواب کې یادونه شوې ده، د دغه آیت د نازلېدو دلیل دا و، چې پرې آزادې(حرایر) ښځې له هغو ښځو څخه چې وینزې(اماء) دي، جلا شي. جلباب پر وینزو ښځو باندې نه دی فرض شوی. ځینو منافقینو پر وینزو ښځو تیری کاوه او بې حیا الفاظ یې ورته کارول، ځکه دوی پوهېدل چې د وینزې ښځې(اماء) ځورول د آزادو ښځو(حریې) په پرتله لږ جزا لري. نو کله به چې کوم څوک له دې امله چې آزادې ښځې ته یې ناوړه الفاظ کارولي وه محکمې ته وړاندې شو نو هلته به یې ویل: ما ګمان کاوه چې دا یو وینزه ده، نو له همدې امله به ده ته لږ جزا ورکړل شوه.

بیا آیت را نازل شو او دوی یې له دې بهانې خلاص کړل، ځکه نو دا پر آزادې مومنې ښځې فرض شوه، چې خپل ځان له وینزو ښځو څخه د جلباب په اغوستلو سره بېلې کړي او د پښو تر کښته برخې پورې یې پر ځان را وغوړوي، بیا به دوی (منافقین) دا نه شي ویلی، چې موږ ګمان کاوه دا یو وینزه ښځه ده او د دوی لپاره جزا نه کمېږي، ځکه دوی ته کومه بهانه پاتې نه شوه.

ابن سعد په طبقات کې روایت کړی چې ابو مالک ویلي: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنې چې به کله په شپه کې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بهر ته وتلې، نو ځینو منافقینو به دوی ته ناوړه الفاظ کارول او ځورولې به یې. کله چې به منافقین له جزا سره مخامخ شول دوی به ویل: موږ یوازې دا کار له وینزو ښځو سره کوو، بیا دغه آیت را نازل شو:

﴿يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ

[احزاب: ۵۹]

ژباړه: اې پېغمبره! صلی الله علیه وسلم خپلو مېرمنو، لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پر خپل ځان باندې د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنچاره ده چي هغوی وپېژندل شي او ونه ځورول شي.

ځکه نو د آیت معنی دا ده چې آزادې ښځې له وینزو ښځو څخه بېلې شي او کښته لوري ته د جلباب خورول د دوی د پېژندلو لپاره دی.

(ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ) ژباړه: «دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، ترڅو هغوی(د آزادو او قدر وړ ښځو په توګه) وپېژندل شي  او ونه ځورول شي.» او دا د دې لپاره نه ده چې وپېژندل شي څوک ده. د تفسیر القرطبي په حواله(14/24).

الله سبحانه تعالی فرمایي:

(ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ) ژباړه: «دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، ترڅو هغوی(د آزادو او قدر وړ ښځو په توګه) پرې وپېژندل شي  او ونه ځورول شي.» یعني الحرایر(ازادې ښځې)، نو ځکه دوی باید له اما‌ء(وینزو ښځو) سره ګډې نه شي... او له دوی څخه غوښتنې پرې شولې او معنی یې دا نه ده چې معلومه شي ښځه څوک ده.

۲- د علت(دلیل) او حکمت ترمنځ توپير شته؛ علت د تشریع( قانون جوړونې) په تړاو باعث(هڅوونکی) رول لري چې له نص څخه هم څوک پرې پوهېدای شي- لکه څرنګه چې مو مخکې څرګنده کړه- خو ځينې نصوص شته چې په هغوی کې د علت مانا د علت د استعمال شویو اداوتو( تورو) یا د ترکیب پر بنسټ له ورایه ښکاري، خو نورې قرینې له ورته نص یا له بل نص څخه د تعلیل یا علت مانا بدلوي او بله مانا ښندي چې د شارع(الله) مراد همدغه مانا ده چې له تشریع څخه یې غواړي او د تشریع لپاره یې له باعث(هڅوونکي) څخه نه غواړي.  دغه موخه یا پایله چې د حکم لپاره د شارع(الله) د ارادې او غوښتنې څرګندونه کوي د اصطلاح یا حکمت په نوم یادېږي، نه د علت ځکه دا باعث(هڅوونکی) د تشریع لپاره نه دی.

له همدې امله علت له معلول سره يوځای د هغه په شتون او نشتون پورې تړلی وي او هیڅکله پټېدلی نه شي، په داسې حال کې چې حکمت داسې نه دی، د بېلګې په توګه:

﴿لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ﴾ [الحج: ۲۸] ژباړه: د دې لپاره چې دوی خپلې ګټې ترلاسه کړي. ترڅو هغه ګټې و ویني چې د دوی لپاره موجودي دي.

﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾ [الذاريات: ۵۶] ژباړه: او ما پيريان او انسانان زما له عبادت کولو پرته بل څه ته نه دي پيدا کړي.

﴿إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنْ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ﴾ [العنکبوت: ۴۵] ژباړه: په رښتیا سره لمونځ (لمونځ کوونکی) له فحشا او بد کارۍ څخه منع کوي.

د یادو نصوصو صیغې(الفاظ) له خپلو قرینو سره یو ځای چې په ورته نص کې یا له بل نص څخه وې، دا ښیې چې د حکم لپاره باعث(هڅوونکی) علت نه شي کېدای ځکه که داسې وای بیا به پټ نه وای. حکم له علت څخه نه شي پټېدای بلکې حکم د علت په شتون او نه شتون کې ګرځي را ګرځي له همدې امله حکم مشروع شوی. په داسې حال کې چې حکمت په ځينو حالاتو کې ښايي ترلاسه شي او په ځينو نورو حالاتو کې ښايي نشي ترلاسه، يانې کله ناکله ښايي پټ وي:

﴿لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ﴾ [الحج: ۲۸]. ژباړه: د دې لپاره چې دوی خپلې ګټې ترلاسه کړي. ... او ګڼ خلک حج کوي خو ګټې نه ترلاسه کوي.

﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ﴾ [الذاريات: ۵۶] ژباړه: او ما پيريان او انسانان زما له عبادت کولو پرته بل څه ته نه دي پيدا کړي.

... او ډېر بنده ګان دي چې د الله سبحانه و تعالی عبادت نه کوي.

﴿إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنْ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ﴾ [العنکبوت: ۴۵] ژباړه: په رښتیا سره لمونځ(لمونځ کوونکی) له فحشا او بد کاري څخه منع کوي.

او ځينې خلک لمونځ کوي خو له بدو کارونو څخه نه دي منع شوي.

له همدې امله پورته يادې شوې بېلګې د حکمت مانا ورکوي، نه د علت، ځکه دلته حکم کېدای شي پټ وي او د هر هغه څه لپاره دا سمون لري چې حکمت پرې د پلي کېدو وړ وي.

۳- اوس راشئ دغه مبارک ايات چې د پوښتنې اصلي منځپانګه ده، غور پرې وکړو:

الف: شرعي حکم له دې لارې په لاس راځي: (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ) یانې په خپلو ځانونو دې څادرونه راتاو کړي، ځکه نو دغه شرعي دليل دی.

ب: د سورت احزاب له ۵۹ ايات څخه څرګنده ده چې (ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ) یانې دا به بهتره وي، ترڅو هغوی وپېژندلی شي او و نه ځورولی شي. دغه د دې حکم لپاره باعث(هڅوونکی) نه دی يانې دغه د جلباب لپاره اړین دلیل نه دی، له همدې امله علت هم نه دی، خو هغه پايله ده چې پر مټ يې جلباب ترلاسه شوی دی، چې همدغه د شارع الله سبحانه و تعالی موخه ده چې اراده یې لري.

ج: دغه پایله ښايې کله کله پټه وي، چې يوه حره(ازاده) ښځه ښايي جلباب واغوندي، خو وینزه ښځه نه وي چې له حرو(ازادو) څخه يې توپير وشي ترڅو ونه ځورول شي.

د: د احزاب سورت په ۵۹ ایت کې راځي: (ذَلِكَ أَدْنَى) یانې دا به بهتره وي، چې دغه خپله يو حکمت دی او د اصولینو په اصطلاح علت نه دی.

پورته ياد شوي هغه څه دي چې زه پرې پوهېږم او الله سبحانه و تعالی تر هرچا د حکمت څښتن او پوه دی.

پوښتونکی: محمد ابو یوسف

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو رشته

د مطلب ادامه...

په سوریه کې وروستي پرمختګونه

  • خپور شوی په سیاسي

د اردوغان له لوري د فرات پر ختيځ باندې د بريد اعلان او د ټرمپ له لوري له سوريې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان

پوښتنه:

د فرات پر ختیځ د بريد په تړاو د اردوغان بیانیه، بیا د بريد ځنډول، ورپسې یې یو ځل بیا د بريد اعلانول او له سوري رژیم څخه د کردانو د ځان ژغورنې له غوښتنې وروسته، په چټکۍ له روسیې څخه په عملیاتو کې د همږغۍ غوښتنه، چې هغوی هم ومنله. همداراز ټرمپ اعلان وکړ چې دی به امریکایي سرتېري د فرات له ختیځ څخه وباسي... او بیا وروسته د تشې ډکولو په اړه خبرې کول او داسې نور... هغه څه دي چې دغه پوښتنې رامنځته کوي: اردوغان ولې د فرات سیند پر ختیځ باندې د بريد په تړاو زړه نازړه دی؟ ایا دغه کړنې او بیانیې له امریکا سره په همږغۍ او یا له همږغۍ پرته کېږي او ایا د ټرمپ او اردوغان د تګلارو تر منځ توپیر په ډاګه کوي؟ او له سوریې څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو انګېزه څه ده؟ د پوښتنې د اوږدېدو له امله بخښنه غواړم الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته په نېکیو سره بدله درکړي.

ځواب:

هغه وخت چې اردوغان د فرات پر ختيځ باندې د بريد اعلان وکړ او ټرمپ له سوريې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، یادې ټولې پېښې تر ننه پورې څېړو:

لومړی: د اردوغان پالیسي د امریکا له پالیسۍ سره همږغې ده او د امریکا له پالیسۍ څخه توپیر نه لري، خو لکه څرنګه چې ده یې ویلي و، په ښه توګه یې پلې کوي، په دې ډول:

۱- د سوریې لپاره د امریکا استازی جیمز جیفري د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۱۲مه انقرې ته له ترکي چارواکو سره د لیدو کتو په موخه ورسېد او د سوريې په تړاو يې د امريکا اوسنی پلان په ځانګړې توګه د منبيج او ادلیب په اړه ورته په ډاګه کړ. جیفري ټینګار وکړ چې د منبيج همکاري  په سوریه کې د سولې لپاره یو بېلګه شوه، «د امريکا او ترکيې له نږدې همکارۍ پرته هلته وروستۍ پرېکړه ناشونې ده». د کردي ملېشو په تړاو ده وویل: «موږ تل وايو چې د سوریې له دیموکراټیک ځواک سره زموږ کار د داعش پر وړاندې لنډ مهاله او تاکتیکي دی...»

 (آر ټي انلاین، ۲۰۱۸/۱۲/۸). له دې کتنې څلور ورځې وروسته اردوغان د تلویزيون له لارې د فرات پر ختیځ باندې د بريد نوی پلان اعلان کړ، ترکي ولسمشر وویل: «موږ به د څو ورځو په ترڅ کې هلته پوځي عملیات پیل کړو، ترڅو د فرات سیند خیتځ لوری له بېلتون غوښتنکو تروریستانو څخه پاک کړو. د ده اشاره هغو سیمو ته وه، چې د خلکو د ژغورنې ډلې (YPG) له لوري اداره کېږي.» (بي بي سي، ۲۰۱۸/۱۲/۱۲)

۲- د فرات سیند په ختیځ کې د ترکیې د نوي پوځي عملياتو له اعلان څخه څو ساعته وروسته د امریکا د دفاع وزارت له لوري يو شمېر بیانیې خپرې شوې، چې د يادو عملیاتو پر ضد وې. د پینتاګون وياند سین رابرټسن په یوې اعلامیه کې وویل: «د سوریې په شمال ختیځ کې به هر ډول یو اړخیز پوځي اقدامات «لوی ګواښ» رامنځته کړي او په دې ډول به په بالقوه توګه هغه امریکایي ځواکونه په خطر کې ولوېږي چې له سوري دیموکراتیک ځواک سره په سیمه کې کار کوي». ده زیاته کړه: «موږ ته دغه ډول اقدامات د منلو وړ نه دي» (نوی ګولپ پوسټ، ۲۰۱۸/۱۲/۱۳). تر دغه مخالفت وروسته ترکيې خپل ځان د دوو بېلو نظرونو، پنتاګون او په سنا کې د  جمهوريت غوښتنکو ترمنځ وليد، چې د دواړو سرچینې له واشنګټن څخه وې. نو د ترکیې پلان د واشنګټن د وروستي نظر تر څرګندېدو پورې وځنډېد! دوشنبه د ۲۰۱۸ م د ډيسمبر پر ۱۷مه، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، چې د ده هیواد ښایي هر وخت په سوریه کې نوي نظامي عملیات وکړي... اردغان د هیواد په مرکزي سیمې کونیه کې د وینا پر مهال وویل: «موږ په رسمي ډول دا اعلانوو چې موږ به نظامي عملیات د فرات سیند په ختیځ کې پیل کړو». ده زیاته کړه: «موږ په دې اړه له ښاغلي ټرمپ سره ږغېدلي یو او د ده ځواب مثبت و.» (رویټرز، ۲۰۱۸/۱۲/۱۷)

۳- ولسمشر ټرمپ چهارشنبې د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۱۹ ناڅاپه اعلان وکړ، چې امریکایي ځواکونه له سوریې څخه وباسي او دا ځکه چې دوی خپله دنده چې هغه د «داعش» ماتول و، پای ته رسولې. ټرمپ وویل: «د داعش پر وړاندې تر تاریخي بریا وروسته اوس د دې وخت دی چې زموږ غيرتي ځوانان کور ته راستانه شي.» (روسي سپوتنیک نیوز اژانس، ۲۰۱۸/۱۲/۲۰). په دې وتلو سره امریکا وښوده، چې دوی د فرات سیند ختیځې سیمې، ترکیې ته ور پرېږدي او  له ځنډ پرته د اردغان پلان نوې ساه واخیسته، د ځینو سرچینو په وینا، د هیواد سوېل ته له سوریې سره پر پوله مېشتو ځواکونو ته د ترکي پوځ له لوري نوي مرستندوی ځواکونه ولېږل شول.

۴- له سوریې څخه د ولسمشر له لوري د ځواکونو د ایستلو پرېکړې په واشنګټن کې د سیاستوالو تر منځ د نیوکو یو طوفان را ولاړ کړ او دا پرېکړه د جمهوريت غوښتونکو ګوند د وتلو غړو له مخالفت سره مخ شوه، د دې پرېکړې له امله د دفاع وزیر ناڅاپي استعفا وکړه. «د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس له خپلې دندې استعفا وکړه. په خپل استعفا لیک کې متېس له ټرمپ سره د پالیسۍ توپیر ته  اشاره کړې...» (بي بي سي، ۲۰۱۸/۱۲/۲۱). د واشنګټن له لوري له دې شرم سره سره ترکي ولسمشر په استنبول کې د وینا پر مهال وویل: «موږ تېره اونۍ پرېکړه کړې وه چې د فرات سیند پر ختیځ لوري به پوځي بريد کوو... موږ د ټلیفون له لارې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې او هلته د دیپلوماتانو او امنیتي چارواکو تر منځ اړیکې شتون لري، امریکا بیانیې خپرې کړي دي، ترڅو موږ اړ باسي چې د یو څه مودې لپاره له زغم څخه کار واخلو». اردغان زیاته کړه: «موږ د "کردي جنګیالیو" پر وړاندې هغه پوځي عملیات وځنډول، چې د فرات سیند په ختیځه څنډه کې پام کې وو. موږ په سیمه کې له سوريې څخه د امریکا د وتلو د پرېکړې پایلې لیدلی شو». (رویټرز، ۲۰۱۸/۱۲/۲۲).

له همدې امله د ترکیې پوځي عملیات د فرات په ختیځ کې د دوو ورځو په ترڅ کې وځنډېده، ځکه ترکیه د واشنګټن راتلونکې پرېکړې ته په تمه ده، چې ښايي عمليات وکړي يا يې ونه کړي. د جيفري تر ليدنې وروسته د بريد اعلانول يا ځنډول په امريکا پورې اړه لري. يانې ترکیه په سوریه کې کومه بېله پالیسي نه لري پرته له دې چې یو څه له واشنګټن څخه ورته راشي، ترکیې داسې حالت غوره کړی چې د امریکا د ګټو پر مدار را څرخي او یو مزدور ته ورته ده. په ترکیه کې رژیم تر خپلو ګټو زیات د امریکا په ګټو پسې ګرځي او دا کار څو ځلې شوی دی، لکه د فرات سپر او د زیتون څانګې په عملیاتو کې! کله چې ترکيې په منبيج کې عمليات پيل کړل، بيرته يې ودرول، ځکه دا د امريکا لپاره سرې کرښې دي او ترکيه له دې سرو کرښو نشي اوښتی!

دوهم: له سوريې څخه د ټرمپ پرېکړې تر شا چې خپل ځواکونه له سوريې څخه باسي لاندې ټکې د پوهېدو وړ دي:

1. د افغانستان او عراق تر نيواک وروسته د امريکا نهيلي د دې لامل شوه چې ولسمشر اوباما د لاسوهنې يوه نوې بڼه چې د امريکايي ځواکونو وتل يا کمول پکې نغښتي وه، خپله کړي او پر خپلو متحدينو يې زړه وتاړه چې دوی به د جګړې لپاره پوځونه تياروي. د سوريې پاڅون له پيل څخه امريکا په سيمه کې خپل لاسپوڅي، لکه ترکيه، ايران، د خليج د همکاريو شورا هيوادونه او همدا رنګه اروپايي اتحاديه وهڅول، چې د اسد رژيم پر خلاف د پاڅون په خنثی کولو کې فعاله ونډه واخلي. کله چې يادې چارې بسنه ونه کړه، امريکا په ډاګه له روسيې څخه وغوښتل چې د ژينوا تړونونو له لارې د سوريې لپاره ديپلوماتيک حل په پيدا کولو کې له امريکا سره مرسته وکړي. که څه هم امريکا په سوريه کې له نظامي ښکېلتيا څخه ډډه  وکړه.

کله چې ټرمپ واک ته ورسېد، ده يادې موضوع ته پاملرنه زياته کړه. د وتلو پرېکړه د ۲۰۱۸ م د ډيسمبر پر ۱۹ نېټه وشوه. ټرمپ د خپلې پرېکړې دفاع وکړه. ده پر خپله ټويټرپاڼه د ۲۰۱۸ م د ډيسمبر پر ۲۰مه څو ټويټونه وکړه: « دی خپله هغه ژمنه چې د ۲۰۱۶ د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ کې یې کړې وه چې له سوريې څخه به خپل ځواکونه وباسي، ترسره کوي». له سوريې څخه وتل هېښوونکي نه دي. ما له کلونو راهيسې او شپږ مياشتې مخکې همدغه هلې ځلې کولې، کله چې ما په رسمي توګه وغوښتل چې ياد کار وکړم، نو پرېکړه مي تر ډېرې مودې وځنډوله. روسيه، ايران، سوريه او نور د داعش ځايي دښمنان دي. موږ هلته خپل کار کړی دی. اوس يې وخت دی چې خپل ټاټوبي ته ستانه شو. ټرمپ په خپله رسمي ټويټر پاڼه ټويټ کړی: «موږ هلته بايد درې مياشتي وای، خو هلته مو اوه کاله تېر کړه- هغه ځای مو پرې نښود». دی زياتوي: «کله چې زه ولسمشر شوم، داعش پياوړی شو. اوس داعش په پراخه کچه ماته خوړلې او د ترکيې په ګډون د سيمې نور هيوادونه بايد په اساني وکولی شي چې د داعش پاتې شونې له منځه يوسي. موږ خپل ټاټوبي ته ستنېږو!» (روسيه ټوډې ورځپاڼه، ۲۰۱۸/۱۲/۲۲)

په ورته وخت کې ده په ۲۰۱۸/۹/۱۷ مه له روسيې، ايران، سوري رژيم او اردغان څخه د هغه ستر چوپړ له امله مننه وکړه چې د ادليب په تړاو د سوچي په تړون کې یې د امريکا لپاره ترسره کړ. ده همدا رنګه دوی ته ور په زړه کړه چې دا دی و، ويې غوښتل چې د سوچې تړون وشي او دوی د ده غوښتنې ته ځواب ووايه... دی پوهېږي چې روسيه، ايران او د هغه ګوند (حزب الله) او ملاتړي یې په لبنان، ترکيه، سعودي عرب او نور ځایونو کې د ده تیار لاسپوڅي دي او کولای شي د امريکايي موخو لپاره جګړه وکړي، د سوريې رژيم د پرځولو مخه ونيسي او د اسلام بيرته ستنولو مخه ونيسي. دوی په په ژينوا، استانه او سوچي کې پټ او ښکاره تړونونه وکړل. امريکا د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د سوريې په تړاو ځانګړې ۲۲۵۴ شمېره پرېکړه وړاندې کړه چې يادو ښکېلو هيوادونو د رايو په اتفاق سره ومنله، دوی او نورو د يادې پرېکړې د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه. موږ د ۲۰۱۸/۷/۲۹ نېټې د پوښتنې په ځواب کې ويلي وو چې دا د امريکا له پلانونو څخه يو و، چې په لاندې ډول يې دلته بيا يادونه کوو:

« پر سيمه ييزو ځواکونو د "سوله ساتې ماموريت" تر نامه لاندې  زړه تړل او دوی ښايي مصري، سعودي او ترکي ځواکونه د يادې موخې لپاره وګماري. دا نوي څه نه دي... د امريکا له انده د سوريې شخړې لپاره حللاره دا ده چې بهرني ځواکونو ته ياد ماموريت وسپاري... د ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې د امريکايي ځواکونو ځای عرب ځواکونه ونيسي، ترڅو په شمالي ختيځ کې د داعش تر ماتولو وروسته هلته ثبات او ټيکاو وساتل شي».

2. ټرمپ يو سوداګر دی، چې د هر څه ګټه او زيان په نظر کې نيسي. دی غواړي چې د امريکايي ځواکونو لګښتونه د امريکا په خزانه کې وسپموي. که څه هم سعودي عرب او متحده عربي امارات د کردي ځواکونو لګښتونه تمويلوي او دوی په وسلو سمبالوي او همدا رنګه د نړيوال ايیتلاف د لګښتونو لپاره هم بسپنه ورکوي: «سعودي عرب او متحده عربي امارات په دې وروستيو کې په سوريه د سړې جګړې ډېر مهم لوبغاړي وو، د هغو راپورونو پر ضد چې ګواکې رياض د ترکيې پر پوله د سوري کردانو ملاتړ کوي» (العربيه مصر، ۲۰۱۸/۱۲/۴). سعودي عرب همدا راز د ۲۰۱۸ م د ډيسمبر پر ۱۴ مه د امريکا په مشري ايیتلاف ته د يوې اندازه پيسو د ورکړې اعلان وکړ. «سعودي عرب ۱۰۰ مېليونه ډالر بسپنه ورکړه، په داسې حال کې چې متحده عربي اماراتو د ۵۰ میليونه ډالرو نوې بسپنې ژمنه وکړه، يادې څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند هايدر نورټ وکړې». (خليج انلاين، ۲۰۱۸/۱۲/۱۷)

که څه هم ده د خپلو پوځيانو د تګ راتګ او وسلو لګښتونه څرګند نه کړه، ځکه دی د يو سوداګر په څېر ياد لګښتونه يو زيان ګڼي او دی غواړي چې خپل دغه رول يو بل چا ته وسپاري. د ۲۰۱۸/۱۲/۲۰ مه د رويټر خبري اژانس په وینا ټرمپ يادې څرګندونې تر هغې پرېکړې وروسته وکړې چې له سوريې څخه به خپل ځواکونه وباسي. ټرمپ زياته کړه: «ايا امريکا غواړي چې د منځني ختيځ ساتونکې شي او هيڅ هم ترلاسه نه کړي، خو زموږ پوځيان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ترېليونه ډالر مو لګولي، د دې لپاره چې نور وساتو او هغه خلک چې زموږ د کارونو يوه کوچنۍ ستاينه هم نه کوي؟ ايا موږ غواړو چې هلته تل واوسو؟ اوس هغه وخت دی چې نور بايد جګړه وکړئ...» د دې ټولو څخه داسې ښکاري چې امريکا له نورو څخه غواړي د هغې جګړې مخ ته يوسي، ترڅو د امريکا پرځای د هغوی وينه توی شي او د هغوی پيسې د امريکا د پيسو پرځای ولګېږي!

3. ټرمپ له نورو غاړو غواړي چې د امريکا له غوښتنې سره سم په سياسي حللاره کې ښکېل شي، خو دی  په اوسنیو حالاتو کې د نورو د پوځي اقداماتو غوښتنه نه کوي. ده د روسيې پوځ او د رژيم ځواکونه پر ادليب باندې د بريد کولو څخه منع کړه، ځکه دی غواړي چې لومړی له خپل پلان سره سم سياسي حللاره پيدا کړي او يادې پوښتنې ته موږ د ۲۰۱۸/۹/۲۲ ګڼه کې په لاندې ډول اشاره کړې وه:

« روسيه د امريکا په دغه تګلاره پوهېږي... له همدې امله هغې خپل هغه بريد بشپړ نه کړ چې په هغه سره د ادليب کړکېچ پای ته رسېده. ترکيه چې امريکا يې ملاتړ کوي له ياد بريد سره مخالفه ده او ايران غلی دی... له همدې امله د ۲۰۱۸/۹/۷ نېټې ناسته په ايران کې د روسيې پلان چې پر ادليب باندې د بريد په تړاو و او په دې سره ياد کړکېچ د روسيې له پلان سره سم پای مونده، له ناکامۍ سره مخ شو. دغه کار يوازې يو څو ورځې مخکې تر هغه وشو چې اردغان او پوتين ناسته وکړه او د بريد پرځای د خوندي سيمو پر جوړولو یې هوکړه وکړه! دا هر څه د امريکا له برکته وه. ناوسټي خبري اژانس د ۲۰۱۸/۹/۱۸ د يوه امريکايي چارواکي له خولې راپور ورکړ، چې هغه یاد اژانس ته وويل: «موږ د ياد تړون هرکلی کوو او روسيه او ترکيه هڅوو چې د اسد رژيم او د هغه متحدين پر ادليب باندې د بريد کولو د مخنيوی په تړاو عملي ګامونه اخلي...»

له همدې امله روسيې پر ادليب باندې خپلې ډزې بندې کړې او خپلې هغه بېړۍ يې چې په مديترانې سمندرګي کې یې تمرينونه کول، ستنې کړې او روسيه تراوسه هم په نيغه توګه يا هم د ترکيې له لارې امريکا ته ننواتې کوي چې د ادليب موضوع تر سياسې حللارې مخکې په پوځي توګه حل او فصل کړي. خو امريکا د ادليب په تړاو د پوځي حللارې پرځای سياسي حللاره غواړي او له دې څخه د يوه فشار په توګه کار اخلي، ترڅو روسيه او د هغې پوځي اډې په سوريه کې بدنامه کړي او په پای کې مخالف ځواکونه راپورته کړي او د روسيې د پوځي اډو شتون د يوې موضوع په توګه په سياسي حللاره کې راپورته کړي... يانې د ترکيې ګټې او د هغې تر شا د امريکا ګټې په دې کې نغښتي دي چې روسيه پر ادليب باندې له بريد کولو څخه منع کړي، ځکه په دې کې د امريکا ګټه ده او دا د دې لپاره نه دي چې د اسد رژيم دي ادليب تر خپلې ولکې لاندې نه راولي او نه هم د ملکي وګړو د ساتنې په موخه دا اقدامات ترسره کېږي. خو امريکا خپله حللاره تپي ترڅو روسيه اړباسي او حللاره ومني. په دغه صورت کې دوی ادليب د وينو، ملکي او غیرملکي وګړو، خوندي او ناخوندي سيمو په تړاو هيڅ اندېښنه نلري... د سوريې په بېلا بېلو برخو کې تاريخ د دوی پر وحشي کړنو شاهد او د دوی جرمونه له هيچا څخه پټ نه دي...» د خبر پای.

له همدې امله د ټرمپ د وتلو پرېکړې ښکېلې غاړې يادې موخې ته نږدې کړي، ده ترکيه تېرايستله او هيله يې ورکړه چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به ترکيه ياده خلا ډکوي... او د کردانو په زړه کې یې وېره خپره کړه چې دوی اوس د ترکيې له ګواښ سره مخ دي. له همدې امله کردانو د خونديتوب په موخه د سوريې رژيم لوري ته منډه کړه، دا هغه څه دي چې رژيم يې غواړي. په منبيج کې د کردانو پر وړاندې د ترکيې ګواښ، رژيم وهڅاوه چې په منبيج کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړي... ځکه روسيه د رژيم ملاتړ کوي او په ورته وخت کې له ترکيې سره هم هوکړه لري، په دې ډول د ترکيې لپاره ستونزمنه ده چې هم په منبيج کې له رژيم سره جګړه وکړي او هم په سيمه کې نوې اړيکې ورغوي... له همدې امله ټرمپ ښکېلې غاړې پرته له غوراوي پرېښودلې، خو دا چې د خبرو ميز ته کښيني او دا هغه څه دي چې امريکا يې غواړي! ځينو لورو په ښکاره خبرې اترې پيل کړي او نور په پټه خبرې کوي:

الف- د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې وويل: «له سوريې څخه امريکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه بايد يوې هر اړخيزې حللارې سره مرسته وکړي، دې يادونه وکړه چې له سوريې څخه د وتلو مهال ويش پټ دی». (عربي سپوټنيک، ۲۰۱۸/۱۲/۲۶)

ب- د المعدوم خبري سرچينې منلې ده چې د منبيج د مهارولو بهیر کوم چې دوې ورځې مخکې اعلان شو، د ترکيې په غوښتنه بند شوی او دا بهیر په دې موخه ځنډېدلی چې ترکيه له روسيې او امريکا سره لا ډېرې خبرې اترې وکړي». (۲۰۱۸/۱۲/۲۷) پای.

په پايله کې ټرمپ په دې وتوانيد چې د ښکېلو غاړو هڅو ته د سياسي حل يو لوری ورکړي او د ځواکونو د وتلو پرېکړې دا چاره شونې کړه. ده وويل: «... ښکېلو غاړو ته هيڅ غوراوی پاتې نشو، خو د امريکا له پلان سره سم د سوريې کړکېچ ته د پای ټکی ايښودل دي.

4. ټاکنيز شعار هم د ټرمپ له مهمو دلايلو څخه دی. ټرمپ د بهرنيو جګړو په تړاو پخوانی شخصي دريځ لري، د ټاکنيز کمپاين له مخې «لومړۍ امريکا» د ده شعار و، چې همدغه شعار دی بريالی کړ. ځکه نو له سوريې او افغانستان څخه د ځواکونو وتل د راتلونکي ۲۰۲۰ ټاکنيز کمپاين په موخه د ده لپاره په شخصي توګه هم ګټور دي. دی اراده لري چې له سوريې څخه ۲۰۰۰ (ګارډين، ۲۰۱۸/۱۲/۱۹) او له افغانستان څخه ۷۰۰۰ (اين پي آر، ۲۰۱۸/۱۲/۲۱) پوځيان وباسي او په دې سره یې د امريکايانو ترمنځ په عمومي توګه شهرت او ملاتړ ترلاسه کړ او په ۲۰۲۰م ټاکنو کې به بيا ځلې ونومول شي.

دریم: ټرمپ له سوريې څخه د وتلو نه مخکې په سیمه کې خپلو اجنټانو او لاسپوڅو ته سرخوږی جوړ کړ. د ټرمپ له پرېکړو نه ښکاري، چې دی خپلو سیمه ییزو وفادارو ته ارزښت نه ورکوي، خو د ده پلویان په دې خبره نه پوهېږي، که پوه شي، لار به ورنه بېله کړي. ده خپل پلويان د خپلو طرحو د عملي کولو په لاره کې استعمال کړل آن روسیه او اروپا يې هم تېر ایستل.

۱: کردان چې د امریکا ډېر پلویان دي، فکر يې کاوه چې امریکا دوی ته روزنه او وسلې له دې امله ورکوي، چې دوی له سوريې نه بېل شي او يو خپلواک دولت ولري، چې د دې دولت د دفاع ضمانت به خپله امریکا کوي. دوی د همدې ارمان په خاطر د امریکا هر امر پر ځای کاوه. دوی د هرې هغې جګړې په لومړۍ کرښه کې جګړه کوله، کومه چې امریکا پیل کوله. د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر د کرد ځواکونو فعالیتونه وستایل او ويې ویل: «کرد ځواکونو له داعش سره د مبارزې په لاره کې له موږ سره ډېره مرسته وکړه. موږ يې هڅې ستایو او مننه ور څخه کوو. موږ ژمن يو چې په سیمه کې د دوی له رول څخه ملاتړ وکړو» (حریت ورځپاڼه). کردانو فکر کاوه، چې امریکا به په پټه او ښکاره د دوی ملاتړې پاتې شي، خو د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېمز جیفري په خپله یوه بیانیه کې وویل: «موږ هر وخت دا خبره کړې چې له کردانو سره زموږ کار موقت دی او د یوه تاکتیک پر اساس دی». (آر ټي آنلاین)

دوی د امریکا لپاره ښه په اخلاص خدمات وکړ او امریکا هم چې هرځای به يې غوښتل دوی به يې د خپلو ګټو لپاره کارول. اوس چې په سیمه کې د امریکا ګټې تامین شوي، پرته له دې چې د کردانو ګټې په نظر کې ونیسي، له سوریې نه يې د وتلو پرېکړه وکړه او کردان يې د ترکیې خطر ته پرېښودل. په پایله کې کردان بیا ځلې د دمشق رژیم مهربانۍ ته اړ شول. امریکا هم غوښتل چې د سوريې حکومت د بیا ځلې د سوریه پر شمال واکمن شي. «کرد مشران د امریکا د متحده ایالاتونو پرېکړې په سختو اندېښنو کې اچولي. دوی چې پر شمالي سوریه واکمن دي، له مرکزي حکومت او له روسي پوځ نه غوښتنه کړې چې د دې سیمې کنټرول دې بیرته په خپله ولکه کې واخلي. دوی د ترکيې له یرغل نه وېرېږي». (سپوتنیک)

د سوريې ډیموکراټیک ځواکونو د امریکا د متحده ایالاتونو د ناڅاپي وتلو د اعلان په اړه په یوې بیانیه کې وویل: «دا زموږ پر شا د چړې يو ګذار وو او د زرګونو جنګیالیو وینو ته يو سپکاوی دی». د سوريې پر حالاتو د څار ډلې په خپلې یوې بیانیه کې له یوې سرچینې نقل قول کړی دی، چې ویلي وو د امریکا ناڅاپي وتل د سوریې له ډیموکراټیکو ځواکونو او کرد ولس سره يوه جفا ده.

۲: د امریکا دې پرېکړې ترکیه هم په شرمونو وشرموله. تر هغه وروسته چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان له ټرمپ سره په ټلیفون خبرې وکړې، ترکيې فکر کاوه، چې په شمالي سوریه کې چې کومه تشه رامنځته کېږي، دا تشه به ترکیه ډکوي. نن روسیې د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۱۹مه راپور ورکړ: «یوه امریکايي چارواکي له رویټرز خبرې آژانس سره په مرکه کې وویل، چې ټرمپ له هغه وروسته له سوريې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه، چې د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره يې د ټلیفون پر لیکه خبرې وکړې. همدې سرچینې وویل چې دا هرڅه تر ټلیفوني خبرو وروسته پېښ شول».

د ټرمپ او اردغان د ټلیفوني خبرو اترو په اړه د ترکيې انادولو خبرې آژانس د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۲۱مه راپور ورکړ: «ترکي ولسمشر وویل: ټرمپ له موږ څخه پوښتنه وکړه: ایا تاسو داعش له منځه وړلی شی؟ اردغان وویل: موږ هغوی له منځه یووړل او په راتلونکې کې هم له هغوی سره مبارزه کولی شو... موږ یوازې ستاسې لوژیستکي مرستو ته اړتیا لرو... په پای کې امریکایان په وتلو شول او اوس زموږ هدف دا دی چې له هغوی سره خپلې ډیپلوماټيکي اړیکې ټینګې وساتو». ځکه نو ترکيې دا فکر کاوه، چې دوی به دا تشه ډکوي. خو کوم څه چې پېښ شول هغه دا وو، چې کردانو له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه ترڅو منبیج ته راشي. «د رژیم نږدې ۱۰۰۰پوځیان چې ټانکونه او درنې وسلې هم ورسره وې پر طیهه نومې سیمه کې راټول شوي او ۴۰ غړي يې د سوريې له ډیموکراټیکو پوځیانو سره يو ځای الاریما ته نږدې الیلاني نومي کلي ته ننوتي. دا د کردانو او سوري حکومت تر هوکړې وروسته د ترکيې او ازادې سوريې پوځونو پر وړاندې لومړني تحرکات دي». (المودون سایټ)

د ۲۰۱۸م د ډیسمبر پر ۲۹مه د ترکيې د دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز په دې اړه سلا مشورې وکړې، خو د ځینو روسي چارواکو غبرګون د ترکيې پر وړاندې پاروونکی و. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخرووا  چهارشنبه د ۲۰۱۸/۱۲/۲۷نېټه وویل: «هغه سیمې چې امریکا ترې وځي باید سوري حکومت يې په واک کې راولي. دا خورا مهمه پوښتنه ده چې د امریکا تر وتلو وروسته به پر دې سیمو څوک واکمن کېږي؟ ښکاره خبره ده چې د نړیوالو قوانینو پر اساس د سوريې مرکزي حکومت به پر دې سیمو واکمن کېږي. موږ له خپلو ترکي همکارانو سره يو ځای پر ګډو پالیسیو کار کوو. موږ دواړو په نظامي او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې يو ځای کار کوو». (المودون سایټ)

وتلې سناتورې لینزي ګراهم هم په خپل یوې څرګندونې کې وویل، چې ټرمپ دې ته ژمن دی، چې ترکیه به د امریکا له وتلو وروسته له کرد ځواکونو سره نښته نه کوي.

وروسته د سوریې د بیا پخلاینې لپاره روسي پوځ د روسیې د همږغۍ مرکز د منبیج ښار په څنډه د المیرا په ښارګوټې کې یو ځل بیا تاسیس کړ حال دا چې روسیه ډېره موده مخکې له دې سیمې وتلې وه.  (المودن سایټ،27/12/2018). دې ټولو د تشې ډکولو لپاره ترکیې ته خنډونه جوړ کړي او جوړوي یې!

۳-  آن روسیه چې په نسبي ډول یو ځواکمن هیواد دی، خو امریکا یې له یوې شخړې څخه بلې شخړې ته بیایي. روسیه پوهېږي چې دوی د سوریې په معما کې هغه مهال غرق شول، چې د ۲۰۱۵ م د اکتوبر پر ۲۹ مه د اوباما او پوتین تر منځ له ناستې وروسته یې په سوریه کې نظامي مداخله وکړه. په بدل کې پوتین هیله درلوده چې د کریمیا په موضوع کې پر روسیې لګول شوي بندیزونه لېرې کېږي، خو هغه څه ونه شول چې تمه یې کوله... د سیاسي حل لارې تر دومره ځنډېدو وروسته بیا روسیې غوښتل ترڅو د ادلیب موضوع په پوځي بڼه حل کړي او د سوریې له پېټي یې اوږې سپکې شي او له دې سخت حالت څخه را ووځي. هیڅ څه به کوم زیان رامنځته نه کړي، تر هغې چې روسیه په سوریه کې له نظامي کړنو څخه بېغمه کېږي، په هر حال امریکا د دې مخه ونیوله او له پخوا یې سیاسي حللاره غوښتله. موږ د ۲۰۱۸ م د اکتوبر پر ۲۲مه پوښتنې ته په ځواب کې همدې ته اشاره کړې وه چې په دې ډول وه: «په دې ډول روسیې د ادلیب له بمبارۍ څخه لاس واخیست او خپلو بېړیو ته وګرځېدل، چې په مدیترانه کې یې نظامي تمرینات تر سره کول او تر اوسه امریکا ته مخامخ او د ترکیې له لارې سوال کوي چې د ادلیب موضوع تر سیاسي حللارې مخکې له پوځي لارې حل او فصل کړي. خو امریکا په ادلیب کې تر هر راز پوځي حللارې مخکې یوه سیاسي حل لاره غواړي، ترڅو له دې څخه د فشار د یوې آلې په توګه کار واخلي او روسیه د دوی د نظامي اډو له امله وګواښي، اپوزیسیون را پاروي ترڅو د سیاسي حللارې پر مهال د روسي اډو موضوع را پورته کړي...»

او بیا له سوریې څخه د وتلو په اړه د ټرمپ د پرېکړې ستونزې، دې زخم ته نور هم زیان واړاوه!!! هغه څه چې تر دې وروسته پېښ شول دا وو چې روسیه په منبیج او د فرات په ختیځ کې د کردانو په سیمه کې د رژیم او ترکیې تر منځ راغله! روسیې د رژیم ملاتړ وکړ، روسیې او ترکیې پخواني تړونونه درلودل او د ترکیې او د رژیم د ځواکونو ډلې ډلې را روانې وې. روسیې ځان د دوی تر منځ ښکېل ولید او فکر یې کاوه چې روسیه به په ستونزه کې واچوي او جګړه رامنځته کېږي... په دې ډول امریکا روسیه له یوې شخړې څخه بلې ته بیایي!

-د اروپا په اړه، ځیني هیوادونو په نړیوال اييتلاف کې برخه درلوده او داسې  فکر کېدو چې دوی به د امریکا له وتلو سره سم په ډاګ او په شرمېدلې حالت کې پاتې شي... هم مهاله دوی غوښتل چې امریکا په سوریه کې وځپل شي او له ورایه په ستونزو کې ښکېل شي! له دې امله دوی نیوکه وکړه او د امریکا له لوري د وتلو پرېکړه یې تر برید لاندې ونیوله. د برتانیې د لمړي وزیرې ویاند وویل: «د داعش پر وړاندې نړیوال اييتلاف ستر پرمختګ کړی، خو لا هم ماموریت بشپړ شوی نه دی او موږ باید د داعش له لوري د پېښېدونکي ګواښ پر وړاندې روحیه له لاسه ور نه کړو، ان كه سیمې د داعش په ولکه کې نه وي بیا هم داعش یو پاتې کېدونکی ګواښ دی، (ايرو نيوز، ۲۰۱۸/۱۲/۱۹) چې دا د ټرمپ د وتلو دلیل نفي او بې اغېزه کوي.  فرانسوي ولسمشر، ایمانویل مکرون هم له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پرېکړه نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د متحدینو تر منځ باید د باور فضا شتون ولري». او ویې ویل: «زه د سورېې په اړه د ټرمپ له پرېکړې څخه بخښنه غواړم». دا په داسې حال کې ده د چاد هیواد له پلازمېنې انجامانا څخه خبرې کولې. دغه راز مکرون زیاته کړه: «د وحدت او یووالي مانا دا ده چې څنګ په څنګ جګړه مخته یووړل شي. فرانسې له چاد سره د جهادي وسلوالو ګروپونو پر وړاندې ډېرې هلې ځلې کړي دي. (بي بي سي، ۲۰۱۸/۱۲/۲۳).

څلورم: په پای کې، دا ډېر دردونکی حالت دی چې ښکېلاکګر کافر زموږ چارې څاري او بیا یې په تړاو پرېکړې کوي... او د اسلامي هیوادونو چارواکي یې پلي کوي... پرته له دې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او له هغه الله سبحانه وتعالی څخه شرم وکړي چې برلاسۍ او د حکمت څښتن دی. خو کله چې دوی ته حقیقت وړاندې شي، نو د خپلو هغو بادارانو د خوشحالۍ  لپاره له هغه څخه لیروالی غوره کوي، چې دوی یې د دغو مقامونو څښتنان ګرځولي. دوی د خپلو مخکنیو چارواکو له برخلیک څخه عبرت نه اخلي، چې د خپلو بادارنو له لوري له ګټې اخستنې وروسته د بوتل په څېر وغورځول شول. هو، دوی په خپل لاس ځان په خپله په دنیا او اخرت کې د تباهۍ کندې ته و غورځاوه، ځکه له حقیقت څخه یې ډډه وکړه چې کله ورته څرګند شو.

﴿وَهُمْ يَنْهَوْنَ عَنْهُ وَيَنْأَوْنَ عَنْهُ وَإِنْ يُهْلِكُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ﴾

 [الانعام:۲۶]

ژباړه: هغوی د دې حق له منلو څخه خلک منع کوي او په خپله هم ورڅخه لیروالی غوره کوي. په داسې حال کې چې په اصل کې هغوی په خپله د خپلې تباهي وسایل برابروي، خو د دې شعور نه لري.

که همدا حالت ته دوام ورکړي، بیا به یې دنیا او اخرت له لاسه ووځي، په رښتیا سره دا یو لوی زیان دی.

۱۴۴۰ هـق، د ربیع الاخر ۲۳ مه

۲۰۱۸م، د دیسمبر ۳۰ مه

د مطلب ادامه...

کورونو ته له ننوتو مخکې اجازه غوښتل

ګرانو ملګرو هر چېرته چې یاست (له حدیث شریف سره اوسئ) خپرونې نوې حلقې ته ښه راغلاست!

خپرونه د اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته په وړاندې کولو سره پیلوم:

«عَنْ أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ رضی الله عنه، أَنَّهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلى الله عَلَيه وَسَلم «الاستِئْذاُن ثَلاَثٌ، فَإِنْ أُذِنَ لَكَ، وَ إلاَّ فَارْجِع» (متفق عليه)

ژباړه: له ابو موسی اشعري رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اجازه غوښتل درې ځله دي، که اجازه درکړل شوه ښه، که نه را وګرځه.

د حدیث مفهوم: د اوسېدو ځایونو ته د ننوتو پر وخت اجازه غوښتل په ژوند کې د لوړو اجتماعي ادابو له ډلې  او د سالمې روزنې، د شخص د پاک نفسۍ او خلکو پر وړاندې د انسان د عزت ساتلو نښه ده. د اجازې په واسطه انسان له هغو خبرو نه چې په پټه د ده په اړه ویل کېږي او همدارنګه پر خلکو له فشار څخه ژغورل کېږي. داسې کسان هم شته چې د نوي مدنیت له شتون او د قلف لرونکو او تړلو دروازو کورونو ته نه یوازې له اجازې او سلام پرته  ننوځې؛ بلکې اطاقونو ته په ناڅاپي او مجلسونو ته له اجازې پرته ننوځي، په داسې حال کې چې اسلام تل د ادابو (اجازه‌غوښتلو) ترسره کولو او مراعاتولو ته انسانان هڅوي او د استئذان د کلمې مفهوم یعنې: هغه کور ته له ننوتو مخکې اجازه غوښتل دي، چې مالک یې نه وي.

د اجازې غوښتلو حکم:

د خلکو کورنو ته له اجازې پرته ننوتل حرام دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ﴾ [النور: ۲۷]

ژباړه: اې مومنانو! له خپلو کورنو پرته نورو کورنو ته تر هغه مه ننوځئ، چې اجازه تر لاسه نه کړئ او پر کورنۍ سلام وا نه چوئ. دا کار ستاسو لپاره ښه دی، ښایي چې تاسې پاملرنه ورته وکړئ.

په اجازه غوښتلو کې حکمت:

په اجازه غوښتلو کې حکمت د ښځو د حرمت ساتل او د کورونو د رازونو نه بربنډول دي، حتی اسلام کورونو ته کتل منعه کړي دي لکه چې په یوه حدیث کې داسې راغلي دي:

له سهل بن سعد رضی الله عنه نه روایت دی چې ویې ویل: یوه سړي له یوه سوري څخه د رسول رسول الله صلی الله علیه وسلم کورته وکتل، په هغه وخت کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لاس کې تېره لرګی یا اوسپنیزه ږمنځ وه، چې سر یې پرې ګراوه، کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ولید ویې فرمایل:

«لَوْ أَعْلَمُ أَنَّكَ تَنْظُرُ لَطَعَنْتُ بِهِ فِي عَيْنِكَ، إِنَّمَا جُعِلَ الاسْتِئْذَانُ مِنْ أَجْلِ الْبَصَرِ» (رواه البخارى)

ژباړه: که پوهېدم چې ته راګورې، هغه مې دې په سترګه درمنډه، ځکه د کتلو په خاطر اجازه غوښتل لازم شوي دي.

د اجازې غوښتلو کیفیت:

له ربعي بن حراش نه روایت شوي چې ويې ویل: د بني عامر یو کس موږ ته وویل، چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه، چې  په یوه کور کې و، د داخلېدو اجازه وغوښته او ویې ویل: ایا زه در شم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خپل خادم ته وویل:

«أُخْرُج إلى هذا فَعَلِّمْهُ الإستئذَانَ فَقُل لَهُ قُل: السَّلامُ عَلَيكُم، أأدْخُل؟» فَسَمِعهُ الرَّجُلُ فقال: السَّلام عَلَيكم، أأدخُل؟ فَأذن له النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَدَخَل» (رواه أبو داود بإسناد صحيح)

ژباړه: له دغه سړي سره ولاړ شه، اجازه غوښتل ور زده کړه او ورته ووایه چې ووایي: اسلام علیکم زه درشم؟ سړي واورېدل او ویې ویل: اسلام علیکم زه درشم؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ننوتو اجازه ورکړه.

په سنن ابو داود کې له عبدالله بن بسر نه روایت دی، چې ویې ویل: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه چا دروازې ته ورغی، دروازې ته به مخامخ نه درېده؛ بلکې ښي یا کېڼ لور ته به درېده او ویل به یې: اسلام علیکم اسلام علیکم.

د حدیث مفهوم:

د کور له خلکو سره د لیدو په وخت کې سلام اچول مناسب او ښه کار دی، ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً﴾ [النور:۶۱]

ژباړه: کله چې کور ته ننوتۍ یو بل ته سلام واچوئ، سلام د الله سبحانه وتعالی له لوري برکت او پاکي ده او پوه شه چې اجر یې ورکول کېږي.

د موضوع شرحه:

امام نووي رحمه الله د مسلم په شرحه کې فرمایي: علما په دې اجماع لري، چې اجازه غوښتل روا دي؛ ځکه د قرآن، سنت او د صحابه‌وو اجماع په دې اړه څرګند دلیلونه دي، سنت هغه دي چې سلام واچوي او درې ځلې اجازه واخلي، چې د سلام او اجازې تر منځ یې جمعه کړې وي.

لکه څنګه چې قران واضح کړې ده او پر دې اختلاف دی چې سلام اچول مستحب دي که اجازه؟ صحیح هغه دي چې په سنتو کې راغلي او محقیقینو هم واضح کړي دي، چې سلام باید مخکې شي او داسې ووایي: اسلام علیکم اجازه ده چې درشم؟ دویم قول دا دی، چې اجازه وغواړئ او درېیم قول دا دی، چې امام ماوردي هم هغه اختیار کړي دی: که اجازه غوښتونکي له ننوتو مخکې د کور څښتن ولید، سلام دې په اجازه مخکې کړي، ځکه د سلام په تقدیم کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دوه صحیح حدیثونه ثابت دي او د اجازې د ثبوت لپاره مناسبې معتمدې نښې شته.

په صحیح مسلم کې له عبد الله بن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: «د تا اجازه اخیستل دادي، چې پرده پورته کړې او زما خبرې واورې، خو دا چې منعه دې کړم» یعنې: ننوتل درته روا دي، چې د کور د خاوند خبرې واورې او په کور کې یې په شتون ډاډمن شې، خو دا چې له ننوتلو دې منعه کړي. البته دا په داسې حال کې ده، چې هغه کور ته د ننوتلو حرمت نه وي او دا په دې خاطر ده چې ابن مسعود په ټولو حالاتو کې د ده صلی الله علیه وسلم خدمتګار و، د اوداسه په وخت کې به یې اوبه او مسواک ورته تیارول، چې کېناسته به پایزار به یې پورته کاوه او د وتلو او ننوتلو اړتیا به ډېره وه.

امام نووی (رحمه الله) فرمایلي دي، چې د ابن مسعود رضی الله عنه دا واقعیت د ننوتلو پر اجازه د باور یو ډول نښې دي او پر اجازه اخیستونکي لازمه ده، چې نوم یې واخلي.

جابر رضی الله عنه وایي: پر پلار مې د پور په خاطر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، ور مې ټک ټک کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک یې؟ ومې ویل:

«منم، فَقَالَ: مَنْ ذَا فَقُلْتُ: أَنَا فَقَالَ: أَنَا، أَنَا كَأَنَّهُ كَرِهَهَا» (مُتَّفَقٌ عَلَيهِ)

ژباړه:  زه یم زه، داسې معلومېده چې رسول الله صلی علیه وسلم مې له ځواب نه خوښ نه و.

د حدیث مفهوم:

ابن جوزي فرمایلي دي: د (زه یم زه) په لفظ کې د کراهیت سبب، د یو ډول کبر احساس دی، چې ګویا ویونکی دا خبره ښکاروي چې زه هغه کس یم چې د نوم او نسب یادولو ته مې اړتیا نشته.

د درې ځلې اجازې غوښتلو حکمت:

له ابوموسی اشعري رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِذَا اسْتَأْذَنَ أَحَدُكُمْ ثَلَاثًا، فَلَمْ يُؤْذَنْ لَهُ، فَلْيَرْجِعْ» (رواه البخاري)

ژباړه: که له تاسې څخه چا درې ځلې د ننوتو اجازه وغوښته او اجازه ورنه کړل شوه، را ودې ګرځي.

د حدیث شرحه:

ابن عبدالبر په تمهید کې وایي: ځينې علماوو ویلي دي: د اجازې لومړۍ مرتبه، د اجازې غوښتنه ده او دویمه مرتبه د مشورې لپاره ده، چې د ننوتلو اجازه کېږي که نه؟ او درېیمه مرتبه د راګرځېدو علامه ده، چې تر دریو ځلو زیاته نه شي. مناسبه ده چې بلوغ ته د ماشومانو د رسېدو په وخت کې د اجازې غوښتو احکام ورزده کړل شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾ [النور : ۵۹]

ژباړه: کله مو چې ماشومان بلوغ ته ورسېږي، نو باید داسې اجازه واخلي لکه د دوی مشران یې چې اخلي.

له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه روایت دی، چې فرمایلي یې دي:

«كَانَ إِذَا بَلَغَ بَعضُ وَلَدِهِ الحُلُمَ لَمْ يَدخُلْ عَلَيهِ إِلاَّ بِإِذن» (رَوَاهُ البُخَارِيُّ فِي الأدَبِ المُفرَدِ)

ژباړه: کله به یې چې ځینې اولادونه ځوانۍ ته رسېدل، له اجازې پرته به نه ورننوتل.

میندو او خویندو ته له ننوتلو مخکې هم اجازه غوښتل لازمي دي:

ابن مسعود رضی الله عنه فرمایي: «عَلَيكُمْ أنْ تَستَأذِنُوا عَلَى أمَّهَاتِكُمْ» (رَوَاهُ الطَّبَرَانِيُّ) ژباړه: میندو ته د ننوتلو په وخت کې اجازه غوښتل در باندې لازم دي.

او له عطاء څخه روایت دی چې ویې فرمایل:

«سَألْتُ ابنَ عَبَّاسٍ رضی الله عنهما فَقُلت:ُ أستَأذِنُ عَلَى أُختَيَّ؟ فَقَالَ نَعَمْ، قُلْتُ: إِنَّهُمَا فِي حِجْرِي؟ قَال: أتحِبُّ أنْ تَراهُمَا عُريَانَتَينِ؟»

ژباړه: له عباس رضی الله عنه نه مې وپوښتل، له خویندو هم اجازه واخلم؟ ویې ویل هو، ومې ویل هغوی له ماسره په یوه کوټه کې دي، ویې فرمایل: دا غوره بولې چې دوی بربنډې ووینې؟

له مسلم بن نذیر نه نقل شوی، چې ویې فرمایل:

«سَألَ رَجُلٌ حُذَيفَةَ: أستَأذِنُ عَلَى أمي؟ قَالَ: إِنْ لَمْ تَستَأذِنْ عَلَيهَا رَأيتَ مَا تَكرَهُ» (رَوَاهُمَا البُخَارِيُّ فِي الأدَبِ المُفرَد.)

ژباړه: یوه چا له حذیفه رضی الله عنه نه وپوښتل: مور ته مې د ننوتلو په وخت کې اجازه واخلم؟ ویې فرمایل: که د ننوتلو په وخت کې اجازه ترې وانخلې، ښایي په داسې حالت کې یې ووینې چې مناسب نه وي.

د مېرمنې کوټې ته د ننوتلو په وخت کې پر خاوند اجازه غوښتل واجب نه دي:

موسی بن طلحه فرمایلي دي:

«دَخَلْتُ مَعَ أبِي عَلَى أُمِّي فَدَخَلَ وَاتَّبعتُهُ فَدَفَعَ فِي صَدْرِي، وَقَالَ: تَدخُلُ بِغَيرِ إِذْنٍ» (رواه البخاري في ادب المفرد)

ژباړه: له پلار سره مې د مور کوټې ته ننوتم، زه مې په پلار پسې وم، په سینه یې ووهلم او ویې ویل: بې اجازې ننوځې؟

مناسبه ده، چې دروازې په زوره ونه ټکول شي:

له انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی چې ویې فرمایل:

«إِنَّ أبوَابَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ كَانَتْ تُقرَعُ بِالأَظَافِرِ» (رَوَاهُ البُخَارِيُّ فِي الأدَبِ المُفرَدِ)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د اجازې غوښتلو پر وخت دروازې په نوکونو ګرولې.

حافظ بن حجر په فتح الباري کې ویلي دي: دغه حالت په ادابو کې مبالغه ده، خو دا کار هغه وخت ښه دی، چې د کور اوسېدونکي دروازې ته نیږدې وي، خو هغه څوک چې لرې وي او نه یې اوري، مستحبه ده چې دروازه تر اړتیا پورې په زوره وټکول شي.

والسلام علی من اتبع الهدی

د مطلب ادامه...

﴿وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَنْ يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ﴾ له مومنانو سره د هغوی دښمني له دې امله وه، چې پر عزیز او حمید الله یې ایمان راوړی و

د بنګله‌دېش خلک په دې پوهیږي، چې د حسینې له خاین حکومت څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د حزب التحریر تر قیادت لاندې د خلافت تاسیسول دي او د فوځ له مخلصو افسرانو څخه غوښتنه کوي، چې دې موخې ته د رسېدلو لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړي. له همدې امله د حسینې وحشي حکومت د خلافت پر پلویانو پسې په ډول ډول لارو را اخیستې، پر خپلو خاینو هڅو، ظلم او غلطو پروپاګنداوو سربېره اوس دا غلام حکومت غواړي، چې د محکمې له لوري د حزب التحریر پر غړو باندې غیر عادلانه حکومنه صادر کړي. تېره دوشنبې، د ۲۰۱۹، د جنوري په ۲۱ مه، د حسینې ظالم حکومت د چپینوببګونج ولسولۍ محکمې ته امر کړی، چې د غاښونو تګړه ډاکټر عمر فاروق فلوک ته، چې د حزب التحریر یو فعال مخلص غړی دی، د ۱۰ کاله بند حکم صادر کړي. نوموړی درې کاله مخکې یوازې له دې امله په ناحقه سره ونیول شو، چې خلک یې اسلامي نظام (خلافت) ته رابلل؛ هغه نظام ته چې مبدا یې د نړۍ د رب (الله سبحانه وتعالی) له لوري ټاکل شوې. په دې اړه الله سبحانه وتعالی د فصلت سورت په ۳۳ ام آیت کې فرمایي:

﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ﴾ [فصلت:۳۳] 

ژباړه: د هغو چا تر خبرو څخه به ښه خبره د بل چا وي، چې د الله (سبحانه وتعالی) لوري ته بلنه او نېک عمل کوي او وایي چې زه مسلمان یم.

یوازې د اسلام او خلافت په اړه د څو پاڼو او کتابونو درلودل، نه کوم جرم بلل کېدی شي او نه کوم ترهګریز عمل. دا هم ښه څرګنده ده چې حرب التحریر د تاوتریخوالي سازمان نه دی. له دې سره سره، د ترهګرۍ ضد تور قانون کې یې د نوموړي پر وړاندې دوسیه جوړه کړه او د حکومت له لوري محکمې ته د هغه حکم صادرولو امر ورکړل شو، چې پخوا ټاکل شوی و. حزب التحریر دغه غیر عادلانه پرېکړه په سختو ټکو غندي او د الله سبحانه وتعالی د دغه بې ګناه بنده د ژر خوشي کولو غوښتنه کوي.

ظالمه حسینه چې کفري امپریالیستانو یې ملاتړ کوي، باید په دې پوه شي چې د راتلونکي خلافت او د هغه پر پلویانو د دې د ظلم یوازې لس کاله کیږي، په داسې حال کې چې په ۱۹۵۳ کې د حزب التحریر له تاسس څخه راهیسې، چې له  ۶۰ کلونو څخه زیات وخت کیږي، چې د حزب التحریر غړي له ظلم، نیولو، محکومولو او پروپاګندو سره مخ دي. د کفري امپاریالیستانو او د هغوی له غلامو حاکمانو سره د سیاسي مبارزې په ډګر کې او پر هغوی د بریالیتوب څخه وروسته به د راشده خلافت د بیا تاسس انتظار پای و مومي ان‌ شاءالله. د حزب التحریر غړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې څخه په ګټې اخیستنې سره کار کوي؛ هغه ډول لکه څرنګه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحاب رضی الله تعالی عنهما د ظلم پر وړاندې نه یوازې مقاومت کاوه، بلکې د دوی ایمان یې نور هم پسې پیاوړی کاوه او دوی د الله سبحانه وتعالی له لوري، پر بریالیتوب ډاډمن وو. خاینه حسینه باید پوه شي، چې د حزب التحریر پر غړو د دې ظلم یوازې د دوی عزم او ایمان پیاوړی کوي او دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر زیري او د الله سبحانه وتعالی پر وعده ټینګ باور لري، چې وایي: «ثم تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» له هغه وروسته به بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره خلافت رامنځته شي. (مسند احمد)

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [نور:۵۵]

ژباړه: ‌الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه له هغو کسانو سره، چې ایمان راوړي او نېک عملونه کوي، وعده کړې چې هغوی به پر ځمکه، هغه شان خلیفه ګان وګرځوي، لکه له دوی څخه مخکې تېر شوي خلک یې چې ګرځولي وو. د دوی لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي، چې الله تعالی ورته خوښ کړی دی او د هغو د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بندګي کوي او له ما سره دې کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همدا کسان فاسقان دي.

د حزب التحریر- ولایه بنګله‌دېش مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د اردن حکومت د دعوتګرو په ازار او شکنجې د الله سبحانه وتعالی او رسول صلی الله علیه وسلم پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوي

(ژباړه)

د اردن امنیتي محکمې په روانه اونۍ کې اسمعیل الوحواح (ابو انس) په یوه سیاسي قضیه کې، چې د حزب التحریر د ځوانانو د نیولو په موخه ترسره کېږي، په یو کال بند محکوم کړ.

استرالیایي وګړی او د استرالیا د مسلمانې ټولنې غړی اسمعیل الوحواح، شپږ میاشتې مخکې د عمان په هوایي ډګر کې له نیولو راهیسې په جسمي او دماغي ډول وځورول شو. ابو انس په اردن کې د کانګورو د محکمو له خوا له دې ټولو بې عدالتیو سره په داسې حالت کې لاس او ګریوان دی، چې د اردن د رژیم پر نامناسب حالت  یې له یوې فیسبوکي نیوکې پرته بل څه نه وو کړي.

په دې وسیله د استرالیاـ حزب التحریر لاندې څو ټکو ته اشاره کوي:

۱ـ حزب التحریر یو سیاسي اسلامي حزب دی، چې د الله سبحانه وتعالی د امر پر اساس د اسلامي ژوند د بیا پیل په موخه جوړ شوي او کار یې له اول نه تر اوسه فکري او سیاسي دی. له دې کبله د اردن رژیم دا چې د حزب التحریر ځوانان غواړي تر الهي شریعت لاندې بیا اسلامي ژوند پیل کړي، دوی یې ځوروي او دا کار جرم بولي.

۲ـ هغه پوچ او احمقانه تورونه، چې د ابو انس پر ضد د فیسبوکي پوسټونو پر اساس له اردن بهر خپاره شوي، د اردن د قوانینو او یا الهي شریعت پر بنسټ په بشپړه توګه بې بنسټه دي. دا چې ابو انس اوس هم تر څېړنو لاندې دی، دا د قضیې  سیاسيوالی ښیي نه حقوقیوالی او په حقیقت کې  دا د حزب التحریر پر وړاندې د مبارزې لویه برخه ده.

۳ـ کله چې د اردن رژیم له هر ډول شک او وېرې پرته دا ټول تورونه زموږ پر ورور باندې تړي، نو دا باید هېره نه کړو، چې دا غرب و چې داسې ظالم رژیمونه یې رامنځته کړل او دا غرب دی چې دا رژیمونه یې خپلو شومو موخو ته د رسېدو په خاطر ژوندي ساتلي دي.

۴ـ همدارنګه باید هېره نه کړو، چې غرب د پولې له هغه لوري پر موږ څنګه عذابونه راوړي. دا چې غرب تر اوسه نه دی توانېدلی چې حزب التحریر په بشپړ ډول او یا هم ابو انس په خاصه توګه محاکمه کړي؛ نو دا ظالمانه دنده اردني حکامو ته سپاري، چې د هغې له لارې د حزب التحریر ځوانان وځوروي.

۵ـ هر مخلص او درک لرونکي مسلمان ته تذکر ورکوو، چې د داسې بې عدالتیو پر وړاندې چوپوالی به زموږ د اعمالو په کتاب کې شرمناک داغ وي. په اسلامي نړۍ کې د داسې ظالمو رژیمونو عمر ان د یوې ثانیې لپاره اوږدول، د الله سبحانه وتعالی د دین په حق کې لوی جنایت دی. ددغو رژیمونو د قربانیانو په برخه کې، چې له هغې ډلې یو ابو انس دی، هېڅ حکمت او مصلحت نشته چې موږ دغو رژیمونو ته هیله من واوسو.

۶ـ په پای کې هغه جنایتونه چې دغه ظالم رژیمونه یا یې غربي کافر باداران په اسلامي نړۍ کې ترسره کوي، هېڅکله به د امت د کار او فعالیت مخه و نه شي نیولی؛ ځکه واقعي اسلامي خلافت، چې د الله سبحانه وتعالی وعده ده او د دغه امت مخلص بچیان یې د تاسیس لپاره مبارزه کوي، ان‌شاءالله ډېر ژر به تاسیس شي.

په پای کې الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو، چې زموږ ورور ابو انس ژر له زندانه ازاد کړي، کورنۍ او خپلوانو ته یې صبر ورکړي او مغفرت ورته وکړي.

د حزب التحریرـ استرالیا مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

امریکا: د راډیکال اسلام خطر یو حقیقت دی

  • خپور شوی په سیاسي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ۲۰۱۹م کال د جنوری په لسمه مصر ته ولاړ او ددغه هېواد له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یې ولیدل او له مصره یې د امریکا ملاتړ اعلان کړ. هغه پر خپل ټویټر ولیکل: «په قاهره کې مې له سیسي سره خبرې ښې وې، د امریکا متحده ایالات په ټول جدیت سره د خپلو هوکړو پر بنسټ د دیني ازادۍ د ملاتړ او له ترورېزم سره د مبارزې په خاطر، چې زموږ ټول ملګري په منځني ختیځ کې ګواښي، له مصر سره ولاړ دي.» همدارنګه هغه له خپل مصري سیال سامح شکري سره یو خبري کنفرانس جوړ کړ او مخکینۍ خبرې یې په دغه کنفرانس کې هم تکرار کړې او زیاته یې کړه: «ولسمشر ټرمپ به تل د مصر او نورو هېوادونو لپاره د یوه ښه شریک په توګه پاتې شي او یقیناً چې امریکا به له ترورېزم سره د مبارزې په لپاره له مصره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»  

بېشکه د راډیکال اسلام خطر یو حقیقت دی. همدارنګه پامپیو د مصر په پوهنتون کې خبرې وکړې، په داسې حال کې چې د اوباما پر سیاست یې نیوکه کوله، وویل: « پرون مو ملګرو موږ ته اړتیا لرله، خو موږ په کافي اندزه د هغې تند لارۍ او د تند‌لارې ایډیالوژۍ د اهمیت خطر کم کړ، چې د تندلارو ډولو د جوړېدو لامل کېده.» هغه وویل: «موږ له خپلو تېروتنو دا زده کړل، چې د امریکا شا تګ به په سیمه کې د ګډوډۍ لامل شي او که خپلو دوستانو ته پام ونه کړو، ستونزې به پیدا شي.» ده زیاته کړه: «موږ د یوه ځواکمن اسرائیل د بقا لپاره هڅه کوو.»

سامح شکري له خپل امریکايي سیاله، له مصر سره د امریکا د ډېرو مرستو غوښتنه وکړه او همدارنګه ټول اسلامي خوځښتونه یې له واحدې ایډیالوژۍ څخه را ولاړ وبلل او د مصر، سوریې او د افریقا په لودیځ کې د هغوی د ځينو د نومونو د اخیستلو په واسطه یې د پاملرنې وړ وګرځول. هغه یاده کړه چې مصر د ثبات د ټيګښت لپاره د امریکا لپاره یو ځواکمن ستراتېژیک شریک دی یعنې د امریکا او مزدورانو د امنیت  ټينګښت، په سیمه کې د امریکا د نفود او د دوی د لاسپوڅو د حاکمیت دوام  او استقرار او د یهودو د دولت استقرار او د هغه قوي ملاتړی.

بېشکه د نړۍ حاکمیت ته د اسلام د بیا راګرځېدو لپاره د مبارزې پر هڅو تمرکز او د هغه له بیا راتګ څخه د امریکا حقیقي وېره په ډاګه کړې ده او پر همدغه دلیل هغه د یوه متشدد، راډیکال او یا ترورییستي اسلام په توګه تعبیروي او امریکا په مصر او سیمه کې د نړۍ حاکمیت ته د اسلام د بیا راتګ سره د مقابلې په خاطر د خپلو مزدورانو ملاتړ کوي. هغوي اسلام ته د امت د راګرځېدل درک کړي دي او له امت څخه د داسې خوځښتونو راوتل، د ژوند ډګر ته د اسلام پر بیا راتلو دلالت کوي او دا هغه څه دي چې دوی ترې وېرېږي او د ورکولو غوښتونکي یې دي؛ خو الله سبحانه وتعالی د هغوی لپاره په کمین کې ناست دی او خپل دین به، که څه هم امریکا، مزدوران او شریکان یې نه خوښوي غوره او بریالی کړي او له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړي او نېک عملونه کوي خپله وعده به، د ځمکې پر مخ د ظالمو او فاسقو حکامو پر ځای د دوی پر ځایناستي کېدو او د امنیت او قدرت په ورکولو سره عملي کړي.

ذبیح الله رضوان

ژباړن: زمری دوست

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې