- مطابق
د ۱۴۴۶هـ د ذوالحجې په دریمه، چې د ۲۰۲۵م د مې له ۳۰مې سره سمون لري، د تونس په پلازمېنه کې د حزب التحریر ولایه تونس له لوري د جمعې تر لمانځه وروسته له جامع الفتح څخه د فلسطین او اسیر اقصی د ملاتړ لپاره لاریون ترسره شو. دغه لاریون چې د "غزه د لوږې له امله مړه کېږي، او بېعقله واکمنان یې محاصره کوي او د امت شتمني ضایع کوي" تر سرلیک لاندې و، د تونس له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر خلکو پکې ګډون وکړ. لاریون د الله اکبر او لا إله إلا الله له نعرو سره پیل شو او د پلازمېنې اصلي سړکونو څخه تېر شو، تر څو د انقلاب سړک ته ورسېد.
په لاریون کې بېلابېل شعارونه پورته شول، چې په اصلي شعار کې د لاریون عنوان لیکل شوی و، او په نورو شعارونو کې لیکل شوي و: "د صهیونیستي رژیم لپاره د امریکې ملاتړ ۲۲ میلیارده ډالر، ۹۰۰۰۰ ټنه نظامي تجهیزات".
لاریون د بلدي تیاتر مخې ته پای ته ورسېد، چیرې چې ګډونوالو د مخلصو افسرانو او سرتېرو د ملاتړ لپاره شعارونه ورکړل، تر څو د غزې مظلومو مسلمانانو ته مرسته ورسوي. وروسته، د حزب التحریر یو غړي، نجم الدین شعیب، وینا وکړه، چې پکې یې د تاریخ له مجاهدینو لکه صلاح الدین ایوبي، خالد بن ولید، عمر بن الخطاب او د امت له عامو خلکو یادونه وکړه، چې په سختو وختونو کې یې د امت مقدساتو، دین او عزت دفاع کړې ده. هغه مخلصو افسرانو او سرتېرو ته یادونه وکړه، چې د خپلو مظلومو وروڼو د ملاتړ له پاره یې غفلت کړی، او که دا غفلت دوام ومومي، نو د الله له خوا به سخت عذاب ورته وي. خو که دوی خپل شرعي مسؤولیت ادا کړي، د ظالمو واکمنانو واک ختم کړي، د اسلامي نظام قیام وکړي او په فلسطین کې جهاد اعلان کړي، نو د الله وعده او د رسول الله ﷺ زېری به پوره شي.
دا لاریون له هغو لسګونو لاریونونو څخه دی چې حزب التحریر ولایه تونس د غزې د مسلمانانو د نسلوژنې پر ضد ترسره کړي، تر څو وښيي چې حزب التحریر ولایه تونس د فلسطین له خلکو سره په ژمنه ولاړ دی او د اسلامي نظام د قیام لپاره خپله دعوتي مبارزه جاري ساتي، چې دا د الله وعده او د رسول الله ﷺ زېری دی.
په ولایه تونس کې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
https://www.hizb-uttahrir.info/pa/index.php/dawahnews/%D9%BC%D9%88%D9%86%D8%B3/4712#sigProIdeffe71e545
د فعالیتونو هشتګونه
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#ArmiesToAqsa
#AqsaCallsArmies
د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې پاڼې وګورئ:
د حزبالتحریر ولایه تونس رسمي وېبپاڼه