- مطابق
د یهودي مجرم رژیم لخوا د محاصره شوې غزې د مسلمانانو پر وړاندې له دوو کلونو راهیسې د روانې وحشیانه نسل وژنې پر وړاندې، چې تر دې دمه یې له ۲۴۰ زرو څخه زیات مسلمانان شهیدان، ټپیان یا ورک کړي دي، د حزب التحریر ـ ولایه ترکیه لخوا په پلازمېنه انقره، استانبول او شانلي اورفا ښارونو کې پراخ ولسي لاریونونه تر سره شول، چې سرلیک یې دا و:
له میدانو څخه د غزې د دويمې کلیزې په مناسبت واحد غږ:
د غزې په ملاتړ پر واکمنانو واحد غږ:«دوه کاله تېر شول! موږ خبرې نه، عمل غواړو!»
له نږدې يوې پېړۍ راهيسې د اشغال او وژنو پر وړاندې د فلسطين د مجاهدينو لهخوا د پيل شوې «طوفان الأقصی» مبارزې د دويمې کليزې په مناسبت، حزب التحرير ولایه ـ ترکيه په استانبول، انقره او شانلي اورفا ښارونو کې د «پر واکمنانو غږ» تر سرليک لاندې لاريونونه او مطبوعاتي غونډې ترسره کړې.
په غزه کې له ۲۴ مياشتو راهيسې د روانې نسلوژنې، محاصرې او اشغال تر سيورې لاندې د بېسرپرسته مسلمانانو په ملاتړ د «بنسټیز بدلون» سازمان تر مشرتابه لاندې د «غزې لپاره يو موټی شو» تر شعار لاندې ګڼ شمېر اسلامي ټولنيزو بنسټونو ګډ لاريون ترسره کړ، چې پر حاکمانو د «دوه کاله تېر شول، نور وعدې نه، عمل غواړو» له شعارونو سره غږ وشو.
د يهودي رژیم له لوري پر غزه د وحشي محاصرې د ماتولو لپاره د «صمود بېړۍ» ملاتړ هم څرګند شو. په لاريونونو او مطبوعاتي غونډو کې د زرګونو نارينهوو، ښځو، ماشومانو تر څنګ عالمانو، استادانو، خبريالانو، فعالانو او مطبوعاتي کارکوونکو ګډون وکړ.
د ماسپښين تر لمانځه وروسته، په استانبول کې له «فاتح جومات» څخه تر «بېيازيت مېدان» پورې، په انقره کې له «کوچاتپه جومات» څخه تر «صحیه مېدان» پورې او په شانلي اورفا کې له «علي شلي پارک» څخه تر «رابعه مېدان» پورې مسلمانانو د «لا اله الا الله» بيرغونو، تکبيرونو او ترانو تر سيورې لاندې د طوفان الأقصی او د غزې د خلکو هرکلی وکړ او تاريخي صحنې يې جوړې کړې.
د هر لاريون په سر کې د غزې په اړه شعارونه پورته شوي وو. د لاريون پر مهال دا شعارونه ويل کېدل: «غزې ته سلام، مقاومت ته دوام»، «طوفان الأقصی د يهودو مقبره»، «لښکرې د اقصی پر لور»، «صمود روان دی، بېړۍ چېرې دي؟»، «يا غزه وژغورئ يا امت ته لاره خلاصه کړئ»، «اسلامي امت ذلت نه مني»، «غندنه نه! عمل غواړو!»، «مه کښېنه! مه ويده کېږه! حرکت!»، «له امريکا سره کار نه کوم، زه مسلمان يم»، «مرګ دې وي پر خاينو او د کفارو پر همکارو رژيمونو»، «لښکرې دې سره يو شي، اسرائيل دې له منځه يوسي»، «مؤمنان به يو ځای شي، اسرائيل به ماته خوري»، «رښتينی سهار به راخېژي، اسرائيل به تباه کېږي»، «د بشريت وجدان به صهيونيزم ماتوي»، «لبيک لبيک لبيک يا اقصی»، «يو امت، يو دولت، يوه حل لاره: خلافت».
تر لاريون وروسته په مېدانونو کې غونډې او ويناوې وشوې. په استانبول کې مطبوعاتي وينا د حزب التحرير ولایه ـ ترکيه د مطبوعاتي دفتر مشر محمود کار ولوست، په انقره کې د «بنسټیز بدلون» په استازيتوب اسلام بوزتپه او په شانلي اورفا کې سعيد دوغان وينا وکړه.
په مطبوعاتي بيان کې د ترکيې او نورو اسلامي هېوادونو هغو حکومتونو ته چې غزه يې يوازې پرېښې ده، په دې ټکو خطاب وشو:
«تاسو هغه وخت چې سلګونه زره بېګناه انسانان وژل کېدل، يوازې غندنه وکړه، بېګټې ډيپلوماټيکې خبرې مو وکړې. ټويټونه مو وليکل، غونډې مو جوړې کړې. ځينې مو چوپ پاتې شوئ، ځينو مو يوازې خبرې وکړې. تاسو ښه پوهېږئ چې دا يو هم عملي او د نسلوژنې د مخنیوي ګام نه و. ځکه اشغالګر صهيونيستان په خبرو نه درېږي. دا نسلوژنه چې درېيم کال ته داخلېږي، په شعارونو نه ختمېږي. د غزې مظلومان يوازې د خبرو په وسيله نه ژغورل کیږي.
نو اوس د خبرو وخت نه دی، د عمل وخت دی. بايد عملي او د نسلوژنې د مخنیوي ګامونه پورته شي. موږ له تاسو څخه خبرې نه، بلکې عمل غواړو! شعار نه، حرکت غواړو! غندنه نه، بنديز غواړو!»
په بيان کې د غزې لپاره د ترسره کېدونکو کارونو او عملي ګامونو نهه ټکي هم بيان شول. په وروستۍ برخه کې د «اې د ځمکې تر ټولو بزدل او سپک موجوداتو، اې اشغالګرو يهودو» تر سرليک لاندې د اسرائيل صهيوني رژيم داسې مخاطب شو:
«اوس ټولې مسلمانې ميندې خپلو ماشومانو ته ستاسې د دښمنۍ شيدې ورکوي. پلرونه خپلو زامنو ته وصيت کوي چې تاسې دې له دې خاورې وشړل شئ. ځوانان د هغه پوځ لپاره ورځې شمېري چې له تاسې سره به جګړه کوي. له کوچني تر زاړه پورې ټول مسلمانان شپه او ورځ د راشده خلافت د تاسيس لپاره کار کوي، څو تاسې او ستاسې تر شا ولاړ لويديځ استعماري کافر نظامونه له دې نړۍ نه ختم کړي. کله چې دا کار ډېر ژر ترسره شي، د مؤمنانو زړونه به د الله په مرسته ارام ومومي او د ظالمانو څېرې به تورې او زړونه به يې له وېرې ډک شي».
تر بيان وروسته په استانبول کې خبريال او ليکوال احمد وارول، د «توحيد» مجلې استازي اينس يلګون، د «قرآن نبوي دعوت» سازمان استازي احمد تورگوت اولوچاق، د «قرآن نسل» ټولنې استازي شکري حسين اوغلو، اسلامي عالم ډاکټر عبدالرحيم شن، په انقره کې د «بنسټیز بدلون» استازي عبدالله امام اوغلو او د «توحيد» مجلې استازی امين عاقون، او په شانلي اورفا کې د «امام بخاري» مدرسې مشر ملا ابراهيم خليل Kaplan، سيده ملا احمد طوخبي، د «توحيد» مجلې په استازيتوب سليم کندمير، د شانلي اورفا د مدني ټولنو پلټفورم وياند ابراهيم جوشکن، د «رحمت داملا» ټولنې مشر امام خطيب محمد امين کطلواي او د «شېرازي علم او مرستې» ټولنې مشر سيده بنيامين کليچ ويناوې وکړې.
وروسته د غزې او ټولو مظلومو سيمو د مسلمانانو د نجات لپاره دعاوې وشوې او پروګرامونه پای ته ورسېدل.
د حزبالتحریر ولایه ترکیې مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷هـ.ق کال د ربیعالاخر ۶مه
۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۲۸مه
په انقره ښار کې د فعالیتونو ویډیو
په استانبول ښار کې د فعالیتونو ویډیو
په شانلي اورفه ښار کې د فعالیتونو ویډیو
د غزې او ټول فلسطین په ملاتړ د پراخو فعالیتونو انځورونه
https://www.hizb-uttahrir.info/pa/index.php/dawahnews/%D8%AA%D8%B1%DA%A9%DB%8C%D9%87/4799#sigProId41171dab39
- د فعالیتونو هشتګونه -
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#ArmiesToAqsa
#AqsaCallsArmies
د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه ـ ترکیه لاندې پاڼې وګورئ:
د حزب التحریر ولایه ترکیې وېبپاڼه
د حزب التحریر ولایه ترکیې فېسبوکپاڼه
د حزب التحریر ولایه ترکیې اکسپاڼه
د حزب التحریر ولایه ترکیې انستاګرام