یکشنبه, ۲۶ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
امریکا: یا د حزب‌الله بې‌وسلې کول او یا له لبنان سره حتمي مقابله!

(ژباړه)

خبر:

په دې ورځو کې د لبنان سیاسي فضا د امریکا د بې‌ساري ډیپلوماټیک فشار شاهده ده. بېروت ته د امریکا د ځانګړې استازې «مورګان اورتاګوس» تر داخلېدو وروسته، واشنګټن هڅه کوي چې د لبنان پر چارواکو فشار راوړي، ترڅو د «حزب‌الله» په نامه ډله بې‌وسلې کړي.

د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، د امریکا پیغام روښانه دی: لبنان باید یا له یهودي رژیم سره مستقیمو یا غیرمستقیمو خبرو ته داخل شي او یا باید د یوې پراخې پوځي نښتې د احتمال لپاره ځان تیار کړي؛ داسې نښته چې پر یوې بشپړې جګړې بدلېدلی شي.

اورتاګوس په خپل سفر کې د لبنان له ولسمشر «جوزف عون»، له لومړي ‌وزیر «نواف سلام» او د پارلمان له رئیس «نبیه بري» سره لیدلي او هغوی ته یې دوه انتخابونه وړاندې کړي دي: یا دې د واشنګټن په منځګړیتوب له تل‌ابیب سره مستقیمې خبرې پیل کړي او یا دې د «میکانېزم کمېټې» له لارې غیرمستقیمې خبرې ومني. یعنې خبرې به په مستقیم ډول د لبنان او اسرائیلو تر منځ نه ترسره کېږي، بلکې د یوې منځګړې کمېټې له لارې به پر مخ وړل کېږي؛ داسې ډله چې د ملګرو ملتونو، امریکا او د لبناني او اسرائیلي خواوو له استازو څخه جوړه وي او د دواړو لوریو پیغامونه، وړاندیزونه او ځوابونه به لېږدوي.

لبناني سرچینو هم راپور ورکړی چې د امریکا د بل استازي «باراک» راتلونکی سفر به بېروت ته، د لبناني چارواکو لپاره وروستی فرصت وي. ویل کېږي چې هغه له ځان سره د واشنګټن روښانه پیغام راوړي: د بې‌وسلې کولو د طرحې د پلي‌کېدو موده پای ته په رسېدو ده او که لبنان یې له ترسره کولو ډډه وکړي، نو دغه هېواد به پر خپل حال پرېښودل شي. (سکای نیوز عربي)

تبصره:

موږ مسلمانان خپل افکار او مفاهیم له خپل دین څخه اخلو او سرچینه یې قرآن، سنت، د صحابه‌وو اجماع او شرعي قیاس دی. الله سبحانه وتعالی موږ ته امر کړی چې تر خپلې وسې پورې هر ډول ځواک او د اسونو رکابونه چمتو کړو، ترڅو د همدغه ځواک په مټ دښمن وډار کړو؛ لکه څنګه چې هغه سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا ٱستَطَعتُم مِّن قُوَّةٖ وَمِن رِّبَاطِ ٱلخَيلِ تُرهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُم وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِم لَا تَعلَمُونَهُمُ ٱللَّهُ يَعلَمُهُم...﴾ [الانفال: ۶۰]

ژباړه: هر څومره ځواک او د اسونو چمتو کول مو چې په توان کې وي، له هغوی سره د جګړې لپاره یې تیار کړئ، ترڅو په دې توګه د الله دښمن او خپل دښمن او هغه دښمنان وډار کړئ، چې تاسو یې نه وینئ، خو الله یې ویني.

همدارنګه د خپلو لښکرو د سمبالولو سرچینه باید کفري دولتونه ونه ګرځوو؛ ځکه هغوی وسلې یوازې په داسې شرطونو پلوري، چې له اسلام سره په ټکر کې دي او بل دا چې دغه کار زموږ پر ضد د کفارو لپاره د لارو د پرانیستلو وسیله ګرځي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿...وَلَن يَجعَلَ ٱللَّهُ لِلكَٰفِرِينَ عَلَى ٱلمُؤمِنِينَ سَبِيلًا﴾ [النساء: ۱۴۱]

ژباړه: الله د کافرانو لپاره پر مومنانو د برلاسي کېدو هېڅ کومه لاره نه ده جوړه کړې.

موږ مکلف یو چې په داخل کې د اسلامي احکامو تر پلي کېدو وروسته، هغه بیرون ته هم د دعوت او جهاد له لارې خپاره کړو. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿قَٰاتِلُواْ ٱلَّذِينَ لَا يُؤمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱليَومِ ٱلأٓخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ ٱلحَقِّ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلكِتَٰبَ حَتَّىٰ يُعطُواْ ٱلجِزيَةَ عَن يَدٖ وَهُم صَٰغِرُونَ﴾ [التوبه: ۲۹]

ژباړه: له اهل کتابو څخه د هغو کسانو په خلاف وجنګېږئ، چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان نه راوړي او هغه څه چې الله او رسول یې حرام کړي، هغه حرام نه ګڼي او حق دین خپل دین نه ګرځوي؛ تر دې پورې چې په خپل لاس جزیه ورکړي او ذلیل شي.

خو هغه حاکمان چې په ۱۹۲۴م کال د خلافت تر ړنګېدو وروسته د اسلامي امت پر برخلیک مسلط شول، دوی په حقیقت کې یوازې د استعماري کفارو د لاس وسایل دي. دوی د امت وړتیاوې او سرچینې د هغه د دښمنانو په اختیار کې ورکړې دي، په داسې حال کې چې دغه امت لویې او پیاوړې لښکرې لري؛ هغه لښکرې چې د خپل دیني باور له مخې باید د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړي او په خپلو مالونو او ځانونو سره د الهي رضایت د ترلاسه کولو او هغه جنت ته د رسېدو لپاره چې پراخوالی یې د اسمانونو او ځمکې په اندازه دی، قربانۍ ورکړي.

سره له دې همدغه خاین حکام اجازه نه ورکوي، چې لښکرې له امت سره مرسته وکړي. ښکاره بېلګه یې هغه ورانوونکې جګړه ده، چې یهودي رژیم په غزه کې زموږ د خلکو پر ضد پیل کړې؛ په دې جګړه کې لسګونه زره کسان شهیدان، ورک او ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې اسلامي لښکرو د همدغو حکامو د رضایت لپاره چوپتیا او ذلت غوره کړی دی.

همدارنګه هغه روانه جګړه چې امریکا د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو تر منځ روانه کړې، په یوه بې‌ګټې او ورانوونکې شخړې بدله شوې، چې اصلي قربانیان یې مسلمانان دي.

امریکا اوس غواړي چې په لبنان کې حزب‌الله بې‌وسلې کړي، وروسته تر دې چې له هغه څخه یې خپلې ګټې ترلاسه کړې؛ ځکه همدغه حزب د شام له تښتېدلي طاغي حاکم سره ودرېد، د شام د انقلابي خلکو په وژلو کې شریک شو او بیا یې دا دعوه کوله چې د څو توغندیو په ویشتلو سره یې د یهودي رژیم پر وړاندې د غزې له خلکو سره مرسته کړې ده. کله چې د لبنان پوځ د حزب‌الله د وسلو د کټرول توان نه لري، نو د یوه دولت، یوه ملت او یوه ادعا شوي حاکمیت ساتنه څنګه کولی شي؟

له همدې امله اړینه ده چې د اسلامي امت بچیان -له عالمانو نیولې تر با نفوذه شخصیتونو او د ځواک تر خاوندانو پورې- له حزب‌التحریر سره ودرېږي، ترڅو اسلامي ژوند بېرته را منځته کړي او د نبوي منهج پر بنسټ د خلافت دولت په تاسیس سره هغه راژوندی کړي؛ داسې دولت چې مسلمانان د واحد سیاسي قیادت تر چتر لاندې او د یوه لوی لښکر په واسطه سره متحد کړي، د یهودي رژیم ریښې وباسي، لوټ شوې شتمنۍ بېرته د هغوی اصلي خاوندانو ته ورکړي، د مسلمانانو تر منځ بې‌ګټې جګړې پای ته ورسوي، د کافر استعمارګر لاسوهنې ختمې کړي او اسلامي امت دومره قوي او په دین کې عزتمند کړي چې دښمن ترې وډار شي. لکه څنګه چې حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه فرمایي: «موږ هغه قوم یو چې الله سبحانه وتعالی موږ ته د اسلام په وسیله عزت راکړی؛ نو هرکله چې په بل څه کې عزت ولټوو، الله سبحانه وتعالی به مو خوار او ذلیل کړي.»

 

لیکوال: عبدالله عبدالحمید – ولایه عراق

۱۴۴۷هـ.ق د جمادي‌الاول۱۹مه

۲۰۲۵م د نومبر ۱۰مه

ژباړن: صهیب منصور

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې