دوشنبه, ۱۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت اوومه برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه؛ د فتحو او برياوو میاشت اوومه برخه

د معتصم په وسیله د «عموریې» ښار فتحه

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين، أما بعد:

د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژتیانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي؛ پر هغه غوره نبي او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی؛ پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت یې سمه لار موندلې او د قیامت تر ورځې یې د هغه په بلنه دعوت کړی وي. اما بعد:

د ایمان وروڼو!

د در۳مې هجري پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې دوو سترو قدرتونو پر عباسي دولت یرغل وکړ:

لومړی: د مجوسیانو دولت، چې د "بابک خرمدین" له پيروانو جوړ شوی و او د ۲۰ کالو په اوږدو کې يې ۲۵۵ زره مسلمان ووژل.

دویم: د بیزانس یا ختیځ روم امپراتوري؛ چې د قسطنطنیې او آناتولي پاچا "تیوفیلوس" د زوی میکائیل پر لښکرو یې تکیه کړې وه او له مسلمانانو سره جګړې ته یې تر ۱۰۰ زره زیات جنګي ځواک چمتو کړی و.

کله چې اسلامي پوځ پر بابک فشار راوړ او زیات شمېر نظامیان، چې د جګړو په تاریخ کې یې چا ساری نه و لیدلی، یې ختیځ لوري ته واستول؛ په همدغه وخت کې د اسلام د دوو دښمنانو، تیوفیلوس او بابک ترمنځ پيغامونه رد و بدل شول.

تیوفیلوس په ختیځ کې له بابک خرمدین څخه د فشار کمولو په موخه په شمال کې له مسلمانانو سره جګړې ته راودانګل. کله چې "محمدیه" لښکر په اذربایجان او ارمنستان کې د مجسویانو د رهبر په ځپلو بوخت و، تیوفیلوس هغه اسلامي ښارونه چې د اناتولي پر لاره پراته وو، لکه "ملطیه" او "زبطره" له تېغه تېر کړل؛ مسلمانې ښځې یې بندیانې او د سپين‌ږيرو سترګې يې وایستې. د ماشومانو پوزه او غوږونه یې پرې کول او داسې غمیزې یې رامنځته کړې، چې په ویلو یې د انسان بدن لړزېږي. دا چې د هغې خاورې پوځ له بابک سره پر جګړه بوخت و، تیوفیلوس له فرصته خورا ناوړه ګټه پورته کړه.

د هغو ښځو له ډلې چې د زبطرې او عموریې تر منځ د تیوفیلوس لخوا بندي شوې وې، یوه له بني هاشمو څخه وه، چې د عزت، زړورتیا او شرف بېلګه وه او ښه پوهېده چې خلیفه او امیر المومنین معتصم بن هارون الرشید یې د عزت او وقار ساتنه کوي؛ ځکه هغه د مسلمانانو امام او د لښکر رهبر دی، میلیونونه زړور او غیرتي جنګیالي يې تر امر لاندې دي، د الله دین ته نصرت ورکوي او د هرې سختۍ له منځه وړلو وړتیا لري.

د ایمان وروڼو!

د ۲۲۳هـ.ق/ ۸۳۸م کال په مارچ کې د ژمي د یوې ورځې غرمه امیر المومنین په "سامراء" ښار کې په خپله ستره ماڼۍ کې ناست و، شاوخوا یې درباریان او د ماڼۍ کسان راټول وو. ساتونکی ورته راغئ او ویې ویل، اې امیر المومنینه! یو سپين‌ږیری مسلمان چې د رومیانو له اسارته راتښتېدلی، په دروازه کې دی او د ننوتو اجازه غواړي. اجازه یې ورکړه، راننوت او ویې ویل: اې امیر المومنینه له عموریې راغلم او هلته بندي وم. د زبطرې د بندیانو د یوې ښځې فریاد مې واورېد، چې وامعتصما نارې يې وهلې، که څه هم ستا او هغې تر منځ زیات غرونه او وچې دښتې پرتې دي! زه له زندانه راوتښېدم او زیات خطرونه مې ومنل چې دا غږ تر تاسو راورسوم!

امیرالمومنین معتصم بن هارون الرشید چې د دغه سپين‌ږیري خبرې واورېدې، ژر پورته شو او د هغې ښځې فریاد ته یې لبیک ووایه؛ د بغداد قاضي عبدالرحمن اسحاق، شعبه بن سهل او ۳۲۸ نور عادل کسان یې راوغوښتل او ورته ویې ويل: «زه د الله سبحانه وتعالی په لاره کې ځم څو هغه مسلمانه ښځه وژغورم، چې د روم له ښارونو یې پر ما غږ کړی او ښايي بېرته راونه ګرځم. تاسو دې شاهد وئ چې ما خپله ټوله شتمني په درېیو برخو ووېشله، یوه برخه مې خپل زوی، یوه مې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې او یوه برخه مې خپلو غلامانو ته وروبښله.»

بیا یې امر وکړ چې په ماڼۍ کې د لښکر د عمومي بسیج غږ پورته کړي! بیا یې د خپل اس زین وتاړه، د خپل سفر توښه یې ورسره واخیسته او امر یې وکړ، چې دومره ستر لښکر جوړ کړئ، چې تر اوسه یې په ځمکه کې ساری نه وي لیدل شوی!

لښکریان یو په بل پسې په امیر المومنین پسې روان شول، ځینو آنکارا او عموریې ته د رسېدو لپاره د ساحل لاره ونیوه او د "طرطوس او مرسین" له څنګه تېر شول. ځینو له قونیې څخه ځانونه ورسول او نور لښکریان له داخلي لارو خپل هدف تعقیب کړ. په دغو لارو کې لښکر نه ځایېده؛ ځکه یې له څو لارو برید وکړ. اناتولي او کلاوو ته یې اور واچوه او د ۲۲۳ هـ.ق په ربیع الاول چې له ۸۳۸م سره سم دی، آنکارا ته ورسېدل او ښار یې ویجاړ کړ.

د ایمان وروڼو!

کله چې معتصم د دغه ښار کار یو طرفه کړ، د عموريې په لور روان شو. عموریې د هغه مهال خورا سخت امنیتي تدابیر درلودل او روم ته تر قسطنطینیې هم مهمه وه. له کلاګانو، برجونو او دېوالونو ور ښکته شول او له منجیقونو او نورو وېروونکو وسایلو په استفادې د همغه کال په رمضان میاشت کې ښار ته ننوتل؛ له ننوتو سره د همغې ښځې مرستې ته ورغلل چې د مرستې غږ یې کړی و. له بنده یې ازاده کړه او ورته ویې ویل: لبیک، لبیک!

تاریخ وايي د دغې جګړې مدیریت پخپله امیر المومنین معتصم کاوه؛ لښکریانو ته یې امرونه کول، د جګړې پلان یې جوړاوه او د برید ځای یې ټاکه.

د ایمان وروڼو!

معتصم چې کله د بابک له وژلو او د سیمې له فتحه کولو وزګار شو، فرمان یې ورکړ چې د کشف لپاره داسې مجهز لښکر ولېږي، چې ساری یې نه وي لیدل شوی. له ځان سره یې پرېمانه جنګي وسایل، توښه، اوښان، حیوانات، غوړي، اسونه او کچرې یوړل. د غرونو په څېر لښکر سره د عموریې په لور وخوځېد. د کشف لښکر کې یې خپل مشهور جنګي امیران ګومارلي وو او طرطوس ته نږدې د سیند په غاړه یې واړول.

د روم پاچا له خپل لښکر سره معتصم ته راغئ او دواړه لښکر یو بل ته ډیر نیږدې شول. دا په داسې حال کې وه، چې د مسلمانانو یو رهبر روم ته ننوتی و او د روم لښکر یې تعقیباوه. د روم پاچا خپل یو شمېر لښکریان د مبارزې لپاره ورولېږل او نور له ده سره پاتې وو، په دې توګه د روم لښکر سست او کمزوری شو. د اسلامي لښکرو یو رهبر د روم له پاچا سره جکړې ته ورودانګل او په ټول ثبات له رومیانو سره وجنګېد، تردې چې زیات رومیان یې ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل او د روم پر پاچا غالب شو. د روم پاچا ته خبر ورسېد چې پاتې لښکر تښتېدلی او پاشل شوی. نوموړی ژر بېرته وګرځېد، ویې لیدل چې لښکر یې پاشل شوی، خپلو نږدې کسانو ته په غوسه شو او له قهره یې خپله غاړه پرې کړه!

دا ټول خبرونه معتصم ته ورسېدل او خوشاله یې کړ؛ بیا ژر تر ژره له خپلو لښکریانو سره د آنکارا په لور وخوځېد، کله چې ښار ته ننوت، ټول خلک تښتېدلي وو. بیا معتصم خپل لښګر په درېيو برخو؛ ښي، کیڼ او مرکز ووېشه او د هر لښکر تر منځ واټن دوه فرسنګه و (یو فرسنګ شاوخوا شپږ کیلومتره وي). هر یوه قوماندان ته یې امر وکړ، چې خپل لښکر په ښي، کيڼ، مرکز، مخکینۍ او د لښکر په وروستۍ برخه ووېشي او هر کلي ته چې رسېدل هغه یې نیوه، خلک یې بندي کول او شتمني یې په غنیمت نیوه. د معتصم او آنکارا د لښکریانو تر منځ اوه منزله وو، لومړی کس چې عموریې ته ورسېد د لښکر د ښۍ برخې امیر و. هغه د پنجشنبې په غرمه چې د رمضان پنځه ورځې وتلې وې، هلته ورسېد. یوه دوره يې وکړه وکړه او دوه میله لرې یې خېمه ووهله. بیا د جمعې په سهار معتصم راورسېد؛ ده هم د ښار شاوخوا دوره وکړه او نږدې یې خېمه ووهله.

د ښار خلکو بشپړ تیاری نیولی و او برجونه یې له وسلو او افرادو ډک کړي وو. دا یو لوی ښار و، چې لوړ دېوالونه او ډېر ستر برجونه یې لرل.

معتصم برجونه د جنګ پر امیرانو ووېشل او هر امیر ځان خپل برج ته ورساوه. یو شمېر مسلمانان چې نصراني شوي وو او له نصراني ښځو سره یې ودونه کړي وو، د امیر المومنین په لیدو، اسلام ته راوګرځېدل، ځانونه یې خلیفه ته ورسول او متعصم ته یې د دېوالونو ځينې ځایونه وښودل، چې سېلاب ویجاړ کړي وو او بېرته اساسي نه وو رغول شوي. معتصم فرمان ورکړ چې منجنیقونه د عموریې شاوخوا نصب شي او لومړی ځای چې تخریب شو، هماغه برخه وه چې بندي ورښودلې وه. ښاریانو هغه ځایونه د لرګیو په انبارونو بېرته وصل کړل، خو منجنیقونو پرلپسې بمباري کول او دې چارې هم په درد ونه خوړل او په دېوالو کې هماغه ځایونه وران شول. د عموریې والي د روم پاچا ته د دوو غلامانو په لاس لیک واستاوه او حالت یې ورته بیان کړ. د مسلمانانو لښکر له دغو غلامانو سره مخ شو، د لښکر امیر ورباندې مشکوک شو او ترې ویې پوښتل: څوک یاست؟

ويې ویل: د مسلمانانو د یوه امیر ملګري.

دا دواړه یې معتصم ته وروستل او اقرار یې ورباندې وکړ، چې د والي لیک یې ورسره وموند او په هغه کې د محاصرې حال، د ښار له دروازو څخه د لښکر د ناڅاپي وتلو پرېکړه او له مسلمانانو سره د بوختوونکې جګړې خبرې پکې وې.

د ایمان وروڼو!

معتصم چې له دې موضوع خبر شو، امر یې وکړ چې غلامانو ته ډالۍ او جامې ورکړئ، غلامان ژر مسلمان شول. خلیفه امر وکړ، چې د ښار شاوخوا یې وګرځوئ، پیسې ورباندې وپاشئ. رومیانو دوی دواړه ښکنځل او لعنت یې ورباندې وایه.

بیا معتصم پر روم د ناڅاپي برید تدابیر ونیول. په دې توګه رومیان سست شول او مسلمانانو خپلې محاصرې ته دوام ورکړل او پر دې سربېره د منجنیقونو او نورو جنګي وسایلو په وسیله یې خپل بریدونه نور هم سخت کړل.  

معتصم چې ولیدل خندق ډېر ژور او د کلاوو دېوالونه لوړ دي او منجنیقونه کار نه ورکوي؛ نو د لارې په اوږدو کې زیات شمېر نیول شوي پسونه یې پر خپلو لښکریانو ووېشل او امر یې وکړ چې هر سړی دې یو پسه ذبحه کړي او له خوړلو وروسته یې دې څرمن له خاورو ډکه او خندق ته یې دې وغورځوي. لښکریانو دا کار وکړ او خندق د ځمکې له سطحې سره سم شو. بیا یې امر وکړ چې پر هغه دې خاوره واچول شي، چې جنګي وسایلو ته لار هواره شي او ورباندې نصب یې کړي. الله سبحانه وتعالی په دغه کار د ده اړتیا پوره کړه. خلک د ویجاړ شوي پله پر سر وو، چې منجنیق نړولی و. د دوو برجونو تر منځ دېوال چپه شو، خلکو د دېوال د چپه کېدو له امله ډېر لوړ اواز واورېد او چا چې نه و لیدلی، فکر یې وکړ چې رومیانو حمله وکړه.

معتصم یو څو کسان ولېږل چې په خلکو کې غږ وکړي، چې دا اواز د دېوال د ړنګېدو و، نو مسلمانان ډېر خوشحاله شول. خو دیوال دومره نه و ړنګ چې د معتصم ستر لښکر ترې تېر شي.

رومیانو د هر برج لپاره کس ټاکلی و چې ساتنه یې وکړي؛ هغه کس چې د برج دیوال یې نړېدلی و، کمزوری شو او له نورو یې مرسته وغوښته. خو چا یې مرسته ونه کړه او ورته ویې ویل چې موږ د خپلو برخو ساتنه کوو.

د ایمان وروڼو!

دا کس چې د نورو برجونو د مسولینو له مرستې نهیلی شو، معتصم ته د خبرو اترو لپاره ورغئ او ده ته چې ورورسېد، معتصم خپلو لښکریانو ته امر وکړ، چې له هغه ځایه ننوځي چې له جنګیالیو خالي شوی.

مسلمانان له همغه سوري ننوتل او رومیانو یوازې اشاره ورته کوله، خو له ځانه د دفاع وړتیا یې نه درلوده؛ ډېر مسلمانان دننه شول. رومیان له خپلو ځایونو وپاشېدل او مسلمانانو به چې هر ځای وموندل، وژل یې. رومیان اړ شول چې په یوه خورا ستره کلیسا کې راټول شي؛ دراوزې په زور خلاصې کړې او دننه چې څوک وو، ټول یې ووژل. د کلیسا دروازو ته یې اور ورته کړ او څه چې پکې وو، وسوځېدل! رومیانو ته هېڅ امن ځای پاتې نه شو، یوازې د عموريې د والي ځای امن و، ځکه چې هغه ډېر کلک جوړ شوی و.

معتصم پر خپل اس سپور شو او د عموریې د والي کلا ته ورسېد. پیغام رسوونکي ناره وکړه: افسوس دې وي درباندې اې والي! امیر المومنین درته راغلی. له داخله دوه ځله غږ وشو چې والي نشته.

معتصم په قهر بېرته وګرځېد او امر یې وکړ، چې زینې نصب کړئ. پیغام رسوونکی ورغئ او ورته ویې ویل: هلاک شې، د امیر المومنین فرمان ته تسلیم شه او راښکته شه. نوموړي ډډه وکړه، خو بیا په داسې حال کې راښکته شو، چې توره یې پر اوږه اېښې وه. امیر المومنین ته راوړل شو، امیر المومنین په کمچینه پر سر وواهه او امر یې وکړ، چې دی په ذلت د خلیفه د وهلو ځای ته یوسئ او بندي یې کړ.

مسلمانانو له عموریې دومره مالونه په غنیمت یووړل چې اندازه یې نه شي بیانېدی، څه یې چې وړلی شول یو یې وړل او پاتې نور یې وسوځول. منجنیقونه او نور جنګي وسایل یې هم وسوځول چې رومیان يې ونه کاروي. معتصم په عموریه کې ۲۵ ورځې تېرې کړې او د همدغه کال د شوال په وروستیو کې طرطوس ته ولاړ.

په اناتولي کې پر رومیانو د عباسي دولت دا بری او د بابک په فتنه کې، چې ۲۰ کاله اوږده شوه، پر مجوسیانو بریا د دې خورا صادق دلیل دی، چې الله سبحانه وتعالی له مسلمانانو سره د خپل نصرت د وعدې په پوره کولو کې صادق دی. خو دا نصرت هغه وخت راځي چې مسلمانان په خپل دین کې اخلاص ولري او اخرت تر دنیا غوره وګڼي. الله سبحانه وتعالی خو دې پر هغو ورځو رحم وکړي، چې مسلمانان په ټوله معنی مسلمان وو او هغه سبحانه وتعالی خو دې ژر داسې ورځې راولي چې اسلام او اهل یې عزت پکې ومومي او کفر او اهل یې ذلیل شي.

او په پای کې، اې د ایمان وروڼو!

الله سبحانه وتعالی خو دې وکړي چې د روژې میاشتې په دغو غوره ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو سره خوږې کړي، موږ خپل وفاداره او اخلاصمن سرتېري وګرځوي؛ د اسلامي امت لپاره د عزت، لویۍ او مجد ورځې بیرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. الله سبحانه وتعالی خو دې زموږ دغه هیلې ژر زموږ پر لاسونو د روژې مبارکه میاشت کې پوره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو چارو واکمن، ځواکمن او ولي ذات دی.

اې الله سبحانه وتعالی! زموږ سترګې د خلافت دولت په تاسیس سره خوږې کړه او خپل اخلاصمن او وفادار سرتېري مو وګرځوه!

آمین

*  *  *

استاد محمد أحمد النادي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې