دوشنبه, ۱۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د فکر ډولونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د فکر ډولونه

(ژباړه)

پوښتنه

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

د «اسلامي شخصیت» کتاب لومړي جلد په «نن ورځ مفسرینو ته د امت اړتیا» سرلیک په نهمه او لسمه کرښه (ليکه) کې لیکلي: «... د یوه فکري کتاب په توګه چې مستنیر فکر ولري...»؛ ایا دلته د «مستنیر» کلیمه سمه ده؟

ځواب

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته

«مستنیر» کلیمه سمه ده؛ ځکه چې فکر په درې ډوله دی: سطحي، عميق او مستنیر. د دې جزیات د «تفکیر» کتاب د عربي نسخې په ۸۶-۹۲ (انګلیسي ۷۵-۸۰ او پښتو ۹۳-۹۹) مخونو کې موندلی شئ. دلته یې یوه برخه درته را اخلم:

«تفکیر کېدی شي سطحي، عميق او یا مستنیر وي. سطحي تفکیر د عامو وګړو تفکیر دی، عميق تفکیر د علماوو تفکیر دی او مستنیر تفکیر د رهبرانو او دغه راز د عامو خلکو او علماوو له ډلې د مستنیرو کسانو تفکير دی. سطحي تفکیر دماغ ته د خالص واقعیت له لېږد څخه عبارت دی، پرته د نورو مواردو له تعقیب څخه چې له دغه واقعیت سره تړاو لري. د سطحي تفکیر په جریان کې هېڅ هڅه نه کېږي چې واقعیت په دقیق ډول درک او احساس شي. همدارنګه دماغ ته له لېږد وروسته هېڅ هڅه نه کېږي چې له واقعیت سره اړوند نور معلومات په لاس راوړل شي. یعنې په سطحي تفکیر کې واقعیت د لومړنیو معلوماتو په وسيله تفسیر او تعبیر کېږي. دا ډول تفکیر د سطحي قضاوت او پایلې لامل کېږي، چې په هغو افرادو او ډلو کې لیدل کېږي چې د منحطو افکارو خاوندان او يا بې سواده دي او یا هم له ثقافت څخه لرې هوښیار خلک دي...

عميق تفکیر هغه تفکیر دی چې فرد په هغه کې هڅه کوي چې د مسایلو ژورو ته لاسرسی پیدا کړي. د مسایلو عمق تر هغه وخته نشي تر لاسه کولی چې د واقعیت په درک او احساس، اړوندو معلوماتو او له واقعیت سره د هغه په قوي تړاو کې ځانګړی ځواک ونه لري. یعنې ژور تفکیر، د څيزونو مجرد احساس، لومړني معلومات او لومړني ارتباط –لکه څنګه چې په سطحي تفکیر کې پېښېږي- نه مني، بلکې شخص د واقعیت د احساس د تکرار له لارې هڅه کوي چې واقعیت په سمه بڼه درک کړي. دا چاره ممکنه ده چې د تجربو او یا هم د احساس د تکرار په وسیله ترسره شي. په ورته وخت کې شخص په دې ډول تفکیر کې هڅه کوي چې د واقعیت له احساس وروسته د لومړنیو معلوماتو سربېره، نور معلومات چې له یاد واقعیت سره تړاو لري تر لاسه کړي. تر هغه وروسته شخص په دې ډول تفکیر کې بیا هم هڅه کوي چې د معلوماتو او تکرار شوي واقعیت او د هغه د کتنو ترمنځ تړاو د دې تکرارونو له لارې پياوړی کړي. په دغه ترتیب انسان له دغه ډول احساس او د واقعیت په اړه د معلوماتو او د دوی ترمنځ د تړاو څخه په ګټې اخیستنې ژورو افکارو ته رسېدی شي، له دې په پام کې نیولو پرته چې یاد افکار حقایق دي که نه؟ د همدې کړنلارې تکرار او هغه عادت کول داسې څه دي چې په پای کې عميق فکر تولیدوي. په بله وینا؛ عميق تفکیر د واقعیت پر خالص احساس، لومړنیو معلوماتو او له واقعیت سره د دغو لومړنیو معلوماتو پر ربط بسنه نه کوي او غواړي چې د تفکیر دویم پړاو ته ورسېږي. د تفکير دا ډول هماغه د پوهانو او نورو مفکرینو تفکير ګڼل کېږي، مهمه نه ده چې عمیق افراد باید هرو مرو لوستي وي. د وینا پایله دا چې عميق تفکیر یعنې ژور احساس، ژور معلومات او ژور ارتباط.

مستنیر تفکیر؛ داسې تفکیر دی چې مفکر یو بل مورد هم پر تفکیر ور زیاتوي او هغه د هغو څيزونو په اړه تفکير دی چې واقعیت يې چاپېر کړی، ترڅو سمې پایلې تر لاسه کړي. په بله وینا؛ عميق تفکیر یعنې ژوروالی د تفکیر په نفس کې او مستنیر تفکیر یعنې ژوروالی د تفکیر په نفس او ژوروالی په هغو مواردو کې یاد واقعیت په بر کې نیسي او دا کړنلاره د یوه ټاکلي هدف د ترلاسه کولو یعنې یوې سمې او سالمې پایلې ته د رسېدو لپاره پکارېږي. نو په واقعیت کې هر مستنیر فکر عميق فکر دی، خو هر عميق فکر مستنیر فکر نه دی. له سره ممکنه نه ده چې مستنیر فکر دې د سطحي فکر پایله وي. د بېلګې په توګه، هغه پوهان چې د اتوم، کیمیا یا د څيزونو د پيدايښت د څرنګوالي او یا د قوانینو او احکامو په باب څېړنه او مطالعه کوي؛ له ژور تفکیر څخه ګټه اخلي او هر يو په خپل ټاکلي ډګر کې، په تفکیر کې ژوروالی لري، ځکه له دې پرته عالي پایلو ته رسېدنه ممکنه نه ده. خو هغوی د غیر علمي څېړنو په چارو کې، هېڅکله له مستنیر تفکیر څخه کار نه دی اخیستی.

همدا دلیل دی چې پوهان د اتوم د څېړنې او مطالعې په حال کې وینو، خو په ورته وخت کې دوی وینو چې د لرګي يوې ټوټې یعنې صلیب ته عبادت کوي. په داسې حال کې چې کم مستنیر تفکير انسان دې دقیقې او سمې پایلې ته رسوي چې د لرګي ياده ټوټه نه انسان ته زیان رسولی شي او نه هم ګټه. له بل لوري، قاضیان د قوانینو د مطالعې او څېړنې په حال کې وینو، خو په ورته مهال ګورو چې کشیش ته تسلیم دي او له هغه غواړي چې ګناهونه يې وبښي او جنت ته يې دننه کړي. خو که پورتني دواړې ډلې پوهان، په مستنیر فکر تفکير وکړي، بېشکه چې نه لرګي ته تسلیمېږي او نه هم کشیش ته. که څه هم ياد پوهان د اتوم او قوانینو په مطالعه کې په ژوره بڼه تفکير کوي، خو په نورو مواردو کې له ټيټ تفکیره کار اخلي. بل ټکی دا چې که انسان په ژور تفکیر عادت شي، دی په هره چاره کې په ځانګړې توګه هغه چارې چې د ژوند، کایناتو او انسان په اړه د يوه ټولیز لیدلوري په څېر پېچلي دي؛ په ژوره توګه فکر کوي. خو په ده کې د مستنیر تفکیر نه شتون لامل کېږي چې همداسې په سطحي او حتی ټيټ او ناچیز تفکیر عادت شي. نو د ویښتیا او نهضت لپاره یوازې عميق تفکیر بسنه نه کوي، بلکې باید مستنیر تفکیر وي چې انسان په طرز تفکر کې ارتقا تر لاسه کړي او په پایله کې د ده د ويښتیا لامل شي.» پای.

که نور معلومات غواړئ، دغه «تفکير» کتاب ته مراجعه وکړئ. والله معک!

ستاسو ورور

عطاء بن خلیل ابو الرشتة

۱۴۴۵هـ.ق د شعبان ۵مه

۲۰۲۴م کال د فبروري ۱۵مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې