سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۴/۱۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د هرمز تنګي په اړه امنیت شورا ته رجوع کول؛ له الله سبحانه وتعالی، د هغه له رسول ﷺ او مسلمانانو سره خیانت او د کفارو د برلاسي او نفوذ د پیاوړتیا وسیله ده

 (ژباړه)

د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) عمومي منشي، جاسم البدیوي، د ۲۰۲۶م کال د اپرېل په ۲مه له امنیت شورا څخه د یوه داسې پرېکړه‌لیک صادرولو غوښتنه وکړه چې «د ټولو موجودو او اړینو وسیلو کارولو» اجازه ورکړي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې امنیت شورا باید «خپل بشپړ مسوولیتونه پر غاړه واخلي او د اوبو د لارو د ساتنې او د نړیوالې کښتۍ چلونې د دوامداره خوندي او ډاډمن جریان د تضمین لپاره اړین ګامونه پورته کړي». دا ناسته د خلیج د همکارۍ شورا ـ چې سعودي، متحده عربي امارات، بحرین، قطر، کویټ او عمان پکې شامل دي ـ او امنیت شورا ترمنځ په داسې حال کې کېږي چې د امنیت شورا پنځلس غړي د بحرین له لوري وړاندې شوې پرېکړه‌لیک پر مسوده بحث کوي. دغه مسوده یوه هېواد یا یوې ډلې هېوادونو ته اجازه ورکوي چې په (هرمز) تنګي کې د کښتۍ چلونې د ازادۍ د تضمین لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.

د دغه احمقانه سیاسي عمل په اړه ـ چې ان د سیاست نوي زده‌کوونکي یې هم نه کوي او د هغه مسلمان لپاره هېڅ مناسب نه دی چې د الله سبحانه وتعالی رضا غواړي ـ د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لاندې ټکي روښانه کوي:

۱. هرمز تنګی د مسلمانانو په خاوره کې پروت دی، نو پر دغه تنګي حاکمیت یوازې د مسلمانانو حق دی. بل هېڅوک پرې د واکمنۍ حق نه لري؛ او دا په هېڅ صورت جواز نه لري چې امنیت شورا یا د کفري هېوادونو ځواکونو ته د دغه یا د مسلمانانو په خاورو کې د بل هر تنګي او سمندري لارې د کنټرول بلنه ورکړل شي.

۲. د بحرین دا غوښتنه، چې «د خلیج د همکارۍ شورا» یې ملاتړ کړی، د خیانت او ذلت نښه ده. دا د اسلامي نړۍ له هغه غیر نورمال حالت څخه سرچینه اخلي چې په کوچنیو او کمزورو ټوټو وېشل شوې او د رويبضه (بې ارزښته، ناپوه او نالايقه) حکامو – چې پر خپلو ځمکو، فضا او اوبو د کافرانو د کنټرول لپاره لاره هواروي – له لوري اداره کېږي.

۳. د مسلمانانو جګړه او سوله یوه ده. هغوی باید هېڅ کافر ته اجازه ورنه کړي چې د خاورې پر کومه برخه یې برید وکړي. هغوی باید د یوه واحد جسد په څېر د یو بل د دفاع لپاره راپاڅېږي او د تېري مخه ونیسي. خپله خاوره، فضا او اوبه د خپلو وروڼو او خویندو پر وړاندې د بریدونو د پیل د اډو په توګه کارول، په ولله ستره ګناه ده!

۴. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لویو قدرتونو په لاس کې د استعمار وسیله ده. دا جواز نه لري چې د کومې اسلامي خاورې د حاکمیت په اړه د پرېکړه‌لیکونو صادرولو لپاره رجوع ورته وشي.

۵. د نبوت پر منهج خلافت تر چتر لاندې د اسلامي خاورو یووالی د مسلمانانو د ټولو ستونزو یوازینۍ حللاره ده. خلیفه هغه څوک دی چې د مسلمانانو ساتنه کوي او تر شا یې جګړه کېږي. د خلافت دولت شتون، استعمارګر کفار نه پرېږدي چې ان پر کومه اسلامي خاوره د تېري فکر وکړي. که د مسلمانانو خلیفه حاکم وی، امریکا او د هغې روزل شوي وحشي یهودي رژیم به پر هغوی د برید جرأت نه وای کړی.

۶. که د مسلمانانو دغه رويبضه (بې ارزښته، ناپوه او نالايقه) حکام نه وای، امریکا به هېڅکله پر ایران تېری نه وای کړی او نه به یې تر دې وړاندې عراق او افغانستان اشغال کړي وای. نو، موږ پر مسلمانانو غږ کوو چې د حزب التحریر ملاتړ وکړي، ګډ کار ورسره وکړي چې دغه رويبضه حکام له مخې لرې کړو، په خپلو خاورو کې له دغو کمزورو نظامونو خلاص شو او د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړو. خلافت به د ما انزل الله پر بنسټ حکم کوي، زموږ پر خاورو به د کفارو د بریدونو مخه نیسي او نړۍ ته به د اسلام ځلانده نور رسوي.

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د شوال ۲۰مه

۲۰۲۶م کال، د اپرېل ۷مه

د صدور ګڼه: ۰۱/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

Last modified onسه شنبه, 14 اپریل 2026

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې