شنبه, ۲۱ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۱۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

پاکستاني حکام په ښکاره له امریکا سره مخالفت کوي، خو په پټه کې د امریکا ستراتېژي له ناکامۍ څخه ژغوري!

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د ټرمپ د لنډ مهاله نظامي مرستو د بندولو په غبرګون کې پاکستاني چاروکو  پر امریکایې ضد خبرو سربېره، بیا هم په پټه د ټرمپ له ادارې سره مرسته کوي، چې په افغانستان کې امریکایې ځواکونه له نږدې پېښېدونکې ماتې څخه وژغوري.د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماتیس تایید کړه چې امریکا له پاکستاني چارواکو سره مستقیمې او نه پرېکېدونکې اړیکې لري. کله چې د ۲۰۱۸م د جنوري په ۵مه په یوه مطبوعاتي ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې پاکستان له امریکا سره هېڅ راز اړیکې نه لري، جیمز ماتیس وویل: له پاکستان سره زموږ اړیکې زموږ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دوام لري.

جیمز ماتیس وویل: «جنرال جوزف واتل د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوا سره ټلیفوني اړیکې لري او موږ د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو اړیکو ته دوام ورکوو.» کله چې ترې وپوښتل شول، ایا تاسو د هغو امریکایې ځواکونو د حیاتي کرښې د بندولو په اړه چې د پاکستان له لوري سمبالېږي، اندېښمن یاست؟ په پوره ډاډ یې وویل: « هېڅکله هم موږ د دې چارې اندېښمن نه یو»

 د پاکستاني چارواکو او ټرمپ د ادارې تر منځ پټې همغږۍ ته په پام سره؛ دواړه هڅه کوي چې افغان طالبان د مذاکرې مېز ته راولي. د ټرمپ اداره اړ ده چې له امنیتي تړون څخه کار واخلي ترڅو یې ځواکونه په دایمې توګه په افغانستان کې پاتې شي، له دې پرته مکلفه ده چې لکه د انګلیس او پخواني شوروي د امپراتورۍ په څېر شاتګ وکړي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

پاکستاني حکام موږ د امریکا په غندلو سره غولوي، په داسې حال کې چې د امریکا له مفسدو پوځونو سره چې د حاکمیت ماڼۍ یې د له منځه تللو په حال کې ده، مرسته کوي.

پاکستاني حکام په داسې امریکایي ضد څرګندونو سره غواړي د مسلمانانو قهر کم کړي؛ په داسې حال کې چې په ټول دقت سره د امریکایې ځواکونو د ژوغورلو لپاره له هغوی سره خپله نظامي ستراتیژي همغږې کوي چې هیڅ ډول وسله هم هغوی نه ګواښي. هغوی داسې کسان دي چې غواړي موږ په پرله پسې پر نجواکوونکو لوبو وغولوي؛ په داسې حال کې چې د امریکایي اشغالګرو ځواکونو د تګ او راتګ خط د دوی تر قوي کنټرول لاندې دی. هغوی د امریکا د شړلو پر ځای د هغوی د حضور د تقویت لپاره هڅه کوي. هغوی له دغو ټولو ویجاړیو او بدبختیو سره سره چې د امریکا د حضور له امله پاکستان ورسره مخ دی او په راتلونکې کې به هم ورسره مخ وي،  بیا هم د دې خاورې د خلکو پر وړاندې خپل خیانت ته دوام ورکوي.

د پاکستان خاین چاروکي د داسې دښمن په څېر دي چې له خیات پرته بله تمه ترې نشته، له موږ سره خیات کوي او هر ډول بې رحمه جنایتونه یې زموږ پر وړاندې روا بللي، موږ یې تر ګواښ،سپکاوي او سختیو لاندې راوستلې یو، دغه چارواکي هغه کسان دي چې په ښکاره امریکا ته دښمن وایې او د اړیکو په مقطعي پرېکولو سره موږ غولوي، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی په دې اړه ګواښ کوي:

﴿يخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُون﴾

]بقره: ۹[

ژباړه: هغوی فکر کوي چې الله سبحانه وتعالی او مومنان غولوي، په داسې حال کې چې له خپلو ځانونو پرته بل څوک نه غولوي او دقت نه کوی.

دغه چارواکې هغه کسان دي چې زموږ له دښمنانو سره یې هوکړه کړې او یو ځل بیا هڅه کوي چې خپلې ژمنې ډېرې کړي په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی ګواښ ورکوي:

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِندَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾

[انعام:١٢٤]

ژباړه: ډېر ژر به به هغه کسان چې ګناه یې کړې او خلک یې له حق  لارې منحرف کړي او پر وړاندې یې چل او فریب کوي، د الله پر وړاندې په حقارت او  سخت عذاب کې راګیر شي.

دغه چارواکي هغه کسان دي چې د کفارو له دوستۍ او تړون څخه او له هغو دښمنانو څخه چې زموږ دین ته سپکاوی کوي لاس نه اخلي؛ هغه دښمنان چې له موږ مسلمانانو سره هر ځای جګړه کوي او له هغو کسانو سره چې زموږ مسلمانانو پر وړاندې جنګېږي، مرسته کوي، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَىٰ إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾

[ممتحنه:٩]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی تاسو یوازې د هغو کسانو له اړیکې منع کوي چې د دین په چاره کې له تاسو سره جګړه کوي او تاسو یې  له خپلو کورونو  شړلي یاست او یا یې ستایو په شړلو کې مرسته کړې او هر څوک چې له هغوی سره اړیکه ولري، له شک پرته ظالم دی!

هغوی (کفار) ادعا کوي چې زموږ لپاره سوله او ثبات راولي، په داسې حال کې چې له هغوی سره د دوستۍ او تړون پایله فقر او نابودي راوړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا ۖ وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ ۖ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ

[عنکبوت:٤١]

ژباړه: د هغو کسان مثال چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل څوک خپل ولي ټاکي، د داسې عنکبوت په څېر دی چې ځانته کورونه ټاکي، په داسې حال کې چې تر ټولو کمزوری کور د عنکبوت کور دی، که پوهېدلی!

اې د پاکستان مسلمانانو!

راځئ چې هغوی پرېږدو لکه موږ یې چې پرېښي یو او د هغوی د حاکمیت د له منځه وړلو لپاره د حزب التحریر له ځوانانو سره یوځای شئ.

پرېږدئ چې د هغوی طاغوتي حاکمیت په راشده خلافت بدل کړو چې پکې اسلامي حاکمیت پروت دی او له بل لوري د دنیا عزت او د اخرت اجر لاسته راوړو. په ریښتیا چې د نبوت پر منهج خلافت د مسلمانانو د ځواک ضمانت کوي. داسې قدرت چې د امریکا حضور ته به د پای ټکی کېږدي او هغوی به د مسلمانانو له سیمو څخه په ذلت سره وباسي. داسې قدرت دی چې د امریکا د سفارت دروازه به وتړي او د امریکا نظامي مرستې به بندې کړې او د امریکایې ځواکونو د راتګ کرښه به له منځه یوسي او د «ریموند ډیوید« خصوصي او نظامي اطلاعات به د مسلمانانو له ښارونو وباسي. داسې قدرت دی چې زیاتې زېرمې به د اسلام او مسلمانانو په چوپړ کې ورکړي. په پای کې وایم: خلافت داسې قدرت دی چې هڅه کوي د مسلمانانو اوسني ټوټه ټوټه قدرتونه پر یو نړیوال ځواک بدل کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا﴾

 [نساء:١٣٩]

ژباړه: هغه څوک چې د مسلمانانو پر ځای کافران خپل دوستان ټاکي. ایا ابرو او عزت له هغوی سره لټوي؟ یا دا چې ټول عزتونه الله لره دي؟!

اې د پاکستان مسلمان وسله والو پوځونو!

دغو خاینو چاروکو کفارو ته د نږدې کېدو لپاره د محدودیتونو ټولې پولې ماتې کړې او اوس له هغوی سره د معاملې په درشل کې دي. هغوی هغه کسان دي چې تاسو د خپل دین او عقیدې پر دښمن پلوري او له کفارو سره یې د تړون د تقویت لپاره ستاسو عزت تر پښو لاندې کوي او وینې مو تویوي؛ که تاسو یې پر وړاندې څه ونه کړئ، هغوی به دا کار وکړي. سره له دې چې له امریکا سره یې د ټرون پایله له نابودۍ پرته بل څه نه ده، خو هغوی به بیا هم دا کار وکړي. سره له دې چې ً دغه جګړه د امت جګړه نه ده او د امریکا جګړه ده، خو هغوی به دا جګړه د اشغالګرو په استازیتوب پر مخ یوسي. دښمن (امریکا) د مسلمانانو د سیمه ییزو وسله والو ځواکونو پر وړاندې پاتې راغلې او له هغوی څخه سخته اندېښمنه ده؛ نو هېڅ فرصت نه لري چې ستاسو پر وړاندې ودرېږي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې راویښ شئ، محافظه کاري نوره بس ده!

پوه شئ، هغه ځواک چې الله سبحانه وتعالی تاسو ته درکړی، کولی شئ په واسطه یې په احسن ډول له پاکستانه هر ډول ګواښ لرې کړئ. هغه څه چې له تاسو یې غوښتنه کېږي هغه دا دی چې باید هر ډول کړنه او پلان مو د الله سبحانه وتعالی لپاره وي او حزب التحریر (یوازیني آګاه او مخلص حزب) ته نصرت ورکړئ، ترڅو وکولی شي له دې لارې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړي.

اوس ددې وخت رارسېدلی چې د حزب التحریر له مخلص کاروان سره یوځای شئ او (انصار) ورونه مو په یاد راوړئ او الګو یې ونیسئ، کله یې چې په مدینه کې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره هر اړخیزه هڅه وکړه، لکه: سعد بن معاذ رضی الله عنه کله چې په شهادت ورسېد او مور یې د هغه په سوګ ژړلو او رسول الله صلی علیه وسلم ور ته وویل:

«لِيَرْقَأْ - لينقطع - دَمْعُكِ وَيَذْهَبْ حُزْنُكِ لِأَنَّ ابْنَكِ أَوَّلُ مَنْ ضَحِكَ اللَّهُ إِلَيْهِ وَاهْتَزَّ لَهُ الْعَرْشُ.»

ژباړه: اوښکې دې باید وچې او غم دې پای ته ورسېږي، ځکه زوی دې لومړنی کس و چې الله سبحانه و تعالی ورته خوشحاله شو او عرش یې لړزه کوي.

اې ورونو! ایا د دې وخت نه دی را رسېدلی چې پورته شئ او د اسلامي دولت په تاسیس کې له موږ سره همغږي شئ؟

حزب التحریر – ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...

ږیره او نقاب؛ ازادۍ ته ګواښ!

(ژباړه)

خبر:

د ۲۰۱۸م کال د فبروري په شپږمه د سه شنبې په ورځ  د ډنمارک دولت یوه پیشنهادي طرحه، د بورقې د منع کولو تر سرلیک لاندې، چې له ډېره وخته ورته په تمه و، مطرح کړه. له اساسي قانون څخه پر سرغړونې سربېره یې دغه طرحه د مخ پټولو نور ډولونه او ږېره پرېښودل هم منع کوي. هغوی چې نقاب اغوندي لس زره ډنمارکي کرونه چې له ۱۵۰۰ یورو سره برابر دي، نقدي جریمه پرې راځي.

تبصره:

لاندې مو د ډنمارک له عدلیې وزیر سره د مصاحبې یو څه برخې پرته له لاسوهنې راوړې؛ ځکه چې په ځینو مواردو کې منافقت توضیح ته اړتیا نه لري.

پوښتنه: په یوه بورژوايي حزب کې چې د ازادۍ طرفدار دی، څنګه کېدای شي چې اجازه ورنکړی چې خلک په خپله خوښه جامې واغوندي؟

ځواب: لکه څنګه چې موږ ازادي خوښوو، د ټولو خلکو لپاره ازادي هم غواړو؛ د همدې لپاره موږ ځینې ارزښتونه لرو چې موږ سره یو موټی کوي او دا په دې معنی نه ده چې تاسو پرېښودل شئ چې ټول ځان مو پټ وي او وګرځئ؛ ځکه چې هغوی زموږ د ټولنې برخه نه دي.

پوښتنه: ولې دغه قانون لکه څنګه چې دی نه نوموئ، یعنې د بورقې ممنوعیت!؟

ځواب: دغه قانون نه یوازې هغه خلک چې بورقه اغوندي؛ بلکې هغوی چې د سکي ماسک اغوندي هم هدف ګرځوي.

پوښته: ایا دا په دې معنا ده چې د دغې طرحې اصلي موخه هغه خلک دي چې ستاسو د خوښې خلاف مذهبي جامې اغوندي؟

ځواب: اوس خبره دلته ده چې نه شئ کولای له اساسي قانون سره سم داسې وړاندیز وکړئ. اوس موږ داسې پیشنهاد مطرح کوو چې یوازې دا ډول خلک نه پکې شامېلېږي.

پوښتنه: نو تاسو خپلې موخې ته د رسېدو لپاره اساسي قانون تغیر کړ؟

ځواب: موږ غواړو چې ټول وکولی شو یو بل ته وګورو، په دې ټولنه کې یو د بل سترګې او څهره وګورو؛ نو دا قانون زموږ ټولو لپاره دی چې په ټولنه کې بورقه، نقاب او ماسک وا نه غوندو.

پوښتنه: ایا دا له اساسي قانونه سرغړونه نه ده، ځکه چې هغه څه مو چې نه غوښتل، اجازه یې نه درکوله؟

ځواب: دا د هغو کسانو پر وړاندې یو اقدام دی چې په پټ مخ ګرځي.

پوښتنه: تاسو څه فکر کوئ چې څومره مېرمنې بورقه او نقاب اغوندي؟ او ستاسو له دغه اقدام سره به خپل نقاب لرې کړي؟

ځواب: نه پوهېږم؛ خو باید ووایم: کوم توپیر باید نه وي، قانون، قانون دی او باید رعایت شي.

پوښتنه: فکر کوئ د هغو کسانو شمېر چې بورقه او نقاب اغوندي، لږ دی؟

ځواب: نه پوهېږم چې شمېر یې څومره دی، خو فکر کوم زیات نه دی.

پوښتنه: که د دغو کسانو شمېر زیات نه دی، نو ایا دغه یوازې یو سمبولیک قانون نه دی؟

ځواب: زما لپاره دا یوه ارزښتمنه پالیسي ده. ایا یوه سمبولیکه پالیسي هم ده؟ هو، په یوه ټولنه کې سمبولونه ډېر اړین دي.

لیکوال: جونزکاک

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: عبادالله

د مطلب ادامه...

مصر له فلسطین سره خپل میراثي خیانت ته دوام ورکوي

خبر:

د روان کال د جنوري په شپږمه، نیوراک ټایمز ورځپاڼې د (( غږیز ریکارډونه ښیي چې د مصر مشران د بیت المقدس خوځښت په پټه خوله مني))   تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه. په یاده مقاله کې ویل شوي شوي دي چې کله د مصر دولت د ټولو په مخ کې د ولسمشر ټرمپ په هغه اعلان انتقاد وکړ چې تېره میاشت یې وویل چې امریکا به بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې په توګه وپېژني، د مصر هېواد یوه استخباراتي افسر په هېواد کې دننه  له څو پېژندل شوو ټلویزیوني خپرونو چلوونکو څخه غوښتي وو چې مصریان دې ته وهڅوي چې د ټرمپ دغه پرېکړه ومني. ورځپاڼې ویلي چې داسې غږیز ریکارډونه  یې تر لاسه کړې چې پکې کپټان اشرف الخولي، هماغه استخباراتي افسر ، ټلوېزیوني خپرونو چلوونکو ته وایي چې مصر،  کټ مټ « عربي وروڼه، دغه موضوع غندي» خو «  دا خبره به ریښتیا شي. فلسطینیان مقاومت نشي کولای او موږ نه غواړو چې جګړه وکړو. لکه څنګه چې پوهېږئ خپلې ستونزې مو ډېرې دي» افسر خولي د ټلویزیوني خپرونو چلوونکو ته دا هم وایي چې فلسطین باید د بیت المقدس پر سر جګړه پرېږدي او ځان د رام الـله د لویدیځ بانک ښارګوټي په ښارګوټي راضي کړي چې اوس د فلسطین دولت په واک کې دی. ده زیاته کړه (( د بیت المقدس او رام الـله توپیر څه دی؟)) او (( پرېښودل اړین دي او که موږ بیت المقدس پرېږدو، بیت المقدس به وي – رام الـله به د فلسطین پلازمېنه شي، جګړه به ختمه شي او څوک به نه وژل کېږي،نو موږ باید دا کار وکړو.)) د نیوراک ټایمز په وینا، خولي د بیت المقدس په اړه د امریکا د پرېکړې پر وړاندې غبرګون «خطرناک» او «یو خوځښت» وباله او ویې ویل چې خوځښت به د مصر د ملي امنیت ګټې خوندي نه کړي ځکه چې د خوځښت په پایله کې اسلامپال او حماس را ولاړېږي.)) ( سرچینه : nytimes.com)

تبصره:

د فلسطین له سپېڅلې خاورې سره د مصر سیکولر رژیم میراثي خیانت ټولو ته ښه ثابت شوی دی. په هر حال، نن د مصر د قاتل دېکتاتور او د امریکا تربیه شوي سپي، عبدالفتاح السيسي تر مشرۍ لاندې دغه خیانت یو بل پړاو ته لاړ. د نیتن ترال، چې په بیت المقدس کې د نړیوالو ناورینونو د ډلې (ICG) یو لوی تحلیلګر دی، په خبره،  د یوې غیرې دولتي ادارې تحقیق ښودلي ده چې «د مصر او اسراییلو اړیکي نن داسې ځای ته رسیدلې، چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کېږي» دغه موضوع په سیمه کې ډېری سیاسي شنونکو تایید کړې، دوی وایې چې دا لومړی ځل دي چې د مصر دولت او یهودي اشغالګر په څو لسزیزو کې دومره نژدې اړیکې لري، په ځانګړې توګه په امنیتي او نظامي برخه کې، دوی په ګډه په غزه او د مصر په سینا دښته کې د وسلوالو ډلو پر وړاندې ګډ فعالیتونه کوي.

رسنیو دا خبر هم خپور کړی چې اسراییلو د مصر د دولت په همکارۍ، په سینا دښته کې د بې پیلوټه  الوتکو بریدونه هم کړي. د سيسي تر مشرۍ لاندې د یهودو ترورېستي ښکېلاک سره د مصري چارواکو جرمي دسیسې په غزه کې مسلمانان له منځه وړي، له یهودو سره د تړانګې په محاصره کې د رفاح د لارې په بندلو کې مرسته کوي، له دې امله په غزه کې زموږ  مسلمان وروڼه او خویندې د ژوند لومړنیو اړتیاوو لکه د سونګ توکو، خوراکي توکو، درملو او د درملنې لپاره اساسي توکو ته لاسرسي نه لري، همدارنګه له ظالمو ښکېلاکګرو سره د فلسطین د کانالېزیسیون په له منځه وړلو کې د مصر د دولت همکاري هم ښه څرګنده ده. د بلومبرګ رسنیو له نظره دواړه دولتونه خپلې اړیکې لا هم نیږدې کوي چې د ګازو د څو مېلیونو په ارزښت پروژه تر لاسه کړي او همدارنګه د ۲۰۱۶م کال د مې په میاشت کې د سيسي دولت مصري ښوونځیو ته د «د عربي نړۍ جغرافیه او د مصر عصري تاریخ» په نوم یو نوی کتاب معرفي کړ. په یاد کتاب کې یهودو ته د خورا نیږدې ملګري په سترګه کتل شوي او د یهودو د مجرم رژيم سره یې پر سوله ډېر ټینګار کړی. په دغه کتاب کې همدارنګه له یهودو سره د جګړې تاریخ چې په ۳۲ پاڼو کې تشرېح کېده، اوس په ۱۲ پاڼو کې تشریح شوی. پر دې سربېره د مصر د نهم ټولګي زده کوونکي باید د یهودو او مصر تر منځ د ۱۹۷۹ کال د سولې معاهدې یادې کړي.

محمد سلیمان، چې د قاهرې یو سیاسي شنونکي دي د مصر او یهودي ښکېلاګرو تر منځ اړیکې یې «دوه اړخیزه ملګرتیا، ډیپلوماټیکې کړنې او نه شلېدونکې اړیکې» وبللې، په داسې حال کې چې ولید المدلال د غزې د اسلامي پوهنتون د سیاسي علومو رییس، الجزیرې ته وویل چې پرته له دې چې دغه اړیکې په نظر کې ونیسو، ده ته دا نه ده روښانه چې «مصر به څنګه وکولای شي چې په یهودو فشار راوړي چې د فلسطینیانو حقونه ورکړي» د دې په ځای «داسې ښکاري چې مصر به په فلسطینیانو نور فشار هم راوړي چې خپلې غوښتنې پریږدي ترڅو یهودیان خپلو موخو ته ورسیږي.»

ټول پوهیږو چې د خلافت له را پرځېدو وروسته، له فلسطین سره یوازې د مصر سیکولر دولت نه، بلکې د اسلامي خاورو ټولو حاکمانو او رژیمونو خیانت کړی.  دوی یوازې تش په خوله پر قدس او د دغه خاورې پر اهمیت خبرې کوي، پر دې سربېره اسلامي دولتونه له یهودي ښکېلاکګرو سره مرسته کوي چې د فلسطین ښکیلاک لا ځواکمن شي. په حقیقت کې، دوی یهودو ته د لویې شتمنۍ او قوي دفاعي ځواک په توګه په درد خوړلي. لکه څنګه چې، د ټرمپ له اعلان څو ورځې مخکې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان په یوه ځانګړي پیغام کې د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته ویلي وو چې د دولت په اړه دا نظر ومني چې دولت یې باید د بیت المقدس په ختیځ کې پلازمینه ونه لري. په حقیقت کې د ۲۰۱۷م کال د سپټیمبر په میاشت کې د یهودو مشر نتنیاهو د بهرنیو چارو وزارت کې په یو غونډه کې وویل چې لومړی ځل دی چې د یهودو ښکېلاک په تاریخ کې د عربي دولتونو سره دومره نژدې اړیکې لري.

د یو امت په توګه موږ باید دغو خاینو رژیمومونو ته د پای ټکی کیږدو او ژر تر ژره  پر نبوي منهج خلافت تاسیس کړو، چې د تل لپاره به دغه سپېڅلې خاوره ازاده کړي او د اسلام تر واکمنۍ لاندې به یې راولي او قدس به د مسلمانانو د دولت پلازمېنه وګرځوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو د څانګې مشره

د مطلب ادامه...

د سوچي په کنفرانس مه غولېږئ

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د ۲۰۱۷م د نومبر په ۱۸مه به د سوریې د قضيې د حل لپاره  په سوچې کې کنفرانس تر سره شي. د سوریې مخالفو ډلو او همدارنګه  دې مستورا د دغه کنفرانس له ګډون څخه مخ واړوه. مسکو اړ شو چې د ۳۳  خیالي ډلو پر دعوت سره د کنفرانس نېټه وځنډوي. له اعلان وروسته امریکا واضح ګواښ وکړ چې مسکو په یوازېتوب نشي کولی د سوریې قضیه کې اصلاحات راولي. کله چې د امریکا ګواښ روسیې ته ورسېد، د اوپیک د کنفرانس په حاشیه کې چې د ۲۰۱۷م نومبر په ۱۱مه تر سره شو، لاوروف څرګنده کړه چې کنفرانس تر نامعلوم وخت پورې وځنډېد. د همدې لپاره لاوروف او تیلرسون په ګډه مرکه کې ټینګار وکړ، چې د سوریې د سیاسي بحران د اصلاحاتو لپاره یوازینۍ سرچینه د امنیت شورا پرېکړه لیک او د ژینو د کنفرانس هوډونه دي او روسیه نشي کولی په یوازېتوب د سوریې بحران حل کړي.

د کنفرانس له جوړولو څخه موخه دا وه چې پوتین غواړي د ۲۰۱۸م مارچ  د ۱۸مې په ټاکنو کې ځان کاندید کړي او ویې غوښتل  چې د دغه کنفرانس په جوړولو سره د سوریې په قضیه کې خپله بریا وښیې؛ ځکه له دې اړخه ډېر تر پوښتنې لاندې راغلی. په همدغه دلیل د ۲۰۱۷م نومبر په ۲۲مه پوتین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کې د سوریې د قضیې د سیاسي حللارې پر مسله پرېکړه وکړه؛ لکه څنګه چې د روسیې د اتحادیې د نړیوالو چارو کمټې لومړي مرستیال ولادیمیر جباروف اعلان کړه: «د سوچي په کنفرانس کې به د سوريې د قضي په اړه  واحد او ځانګړي دریځ ته د رسېدلو  لپاره د ملګرو ملتونو په اختیاراتو سره توافق ته ورسېږو.» همدارنګه مسکو له ایران او ترکیې سره په همغږۍ د سوچي د کنفرانس پر بریا خوښ دي. په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میخائیل بوګرانوف په ۲۰۱۷م د دسمبر په ۲۳مه داسې وویل: «د سوریې د ملي خبرو اترو کنګره چې د ۲۰۱۸م اکتوبر په وروستیو کې به ترسره شي موږ به د اساسي قانون د کمټې د جوړښت شاهد وو.» خبرې یې دې ته اشاره کوي چې د کنفرانس ټولو اساسات به د ترکیې او ایران په مشوره تر سره شي.

د ۲۰۱۷م دسمبر په ۲۷مه د سوریې په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي الکس اندر لافرینګوف وویل چې د سوریې په حللاره کې د قضيې اوږدېدلو ته اړتیا نه وه او باید ډېر ژر په سوچي کې د سوریې د ملي خبرو اترو کنګره پیل شي. دا ډول دریځ ښيي چې پوتین غواړي ډېر ژر په سوریه کې مداخله وکړي.

د روسیې دریځ ټرمپ اړ کړ چې خپلې اساسي موخي داسې واضح کړي: «هغه واشنګتن دی چې د سوریې د چارو  په اړه هوډ نیسي، نه بل څوک.» په همدې موخه د ۲۰۱۸م جنوري په ۱۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسون د استانفور په پوهنتون، خپلو خبرو کې د سوریې په اړه د خپل هېواد ټولېزه موخې واضح کړې، هغه په خپلو خبرو کې د پانتاګون د بیانیې هوډ ته چې په کردي سیمو کې د امریکا د ۳۰ زره نظامي عسکرو اډې جوړوي، اشاره وکړه، چې له داعش سره د جګړې په موخه به هلته پاتې شې (سرچینه: میادین ټلویزیون)

د ۲۰۱۸م د جنوري په ۲۳مه د پاریس د کنفرانس په حاشیه کې چې په سوریه کې له کیمیاوي وسلو څخه د ګټې اخستنې او د داسې عمل د ترسره کوونکو د محاسبې په اړه بحث وشو؛ امریکا، انګلیس، فرانسې سعودي او اردن د هغې پاڼې پر اساس اقرار وکړ چې دوه اونۍ مخکې امریکا ترتیب کړې وه. دغه پاڼه چې په ۲۰۱۸م د جنوري په ۲۵مه د ویانا په ناسته کې جوړه شوې وه، د اجرا کولو لپاره یې دی میستورا ته وړاندې شوه. دغې پاڼې ډېرې د حللارې وړاندې کړې وي، لکه: د انتقالي حکومت جوړول، د اساسي قانون لیکل او د ټاکنو د قانون جوړول، د ولسمشر او نوي حکومت صلاحیتونه او د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د امنیتي دستګاه د بیا رغولو اړتیا. په دې معنا چې د سوریې چارې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ مخکې ځي؛ که لږ نیوکې نه وي، اعلان به شي چې د سوريې سرپرستي په مستقیم ډول امریکا په غاړه اخلي. نو د امریکا دا ډول دریځ، د سوچي د کنفرانس د اجنداوو بریا ښکاروي.

امریکا ونه غوښتل چې د پوتین فضا خرابه کړي، ځکه یې د سوچي کنفرانس ته اجازه ورکړه، ترڅو د پوتین د ملګرو فضا نوره هم ښه شي، همدارنګه یې وغوښتل چې کنفراس د دی مستورا په حضور کې پیل شي، په داسې حال چې هغه په لومړۍ جلسه کې نه و. د منځني ختیځ ورځپانې په نقل، د سوچې په کنفرانس کې « د اساسي قانون د جوړولو لپاره د کمېټې جوړول، د سرچینو تشخیص، عملي برنامه او د غړو د ټاکلو څرنګوالی او د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د ژینو د کنفرانس د چارو پر  پلي کولو بحث وشو. کنفرانس د عامې او بې مفهومه بیانیې په وړاندې کولو پای ته ورسېد چې په وروستۍ بیانیه کې یې داسې راغلي و: « ټول د اساسي قانون د کمیسیون په جوړولو پرېکړې ته رسېدلي یو، د ۲۲۵۴ پرېکړه لیک پر بنسټ به د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د اساسي قانون د اصلاحاتو او د سوریې د کړکېچ د حل په موخه به یوه ډله د سوریې د عربي جمهوري دولت په استازيتوب او یوه ډله به د مخالفانو په استازيتوب جوړې شي.»

وروستۍ بیانیې، د ملګرو ملتونو په رول، د سوریې په دولت، محاکمې او د بشر حقوق د ناقضینو، د کیمیاوي وسلو د ګټه اخیستونو او  په سوریه کې د بیګانه امنیتي ځواکونو پر حضور هېڅ بحث ونه کړ. هغه څه چې په دغه کنفرانس کې جالب دي، هېڅ څوک نه پوهېږي چې ۱۳۰۰ ګډونکوونکو څنګه په وروستۍ بیانیې بحث او خبرې وکړې؛ لکه څنګه چې د ۲۰۱۷م په نومبر کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بګدانوف مخکې وړاندوینه کړې وه، چې هغوی د دې بیانیې له لاسلیک کولو پرته بل څه ونه کړل.

مخالفانو ددې لپاره چې ولې یې د سوري دولت بیرغ په کنفرانس کې پورته نه کړه، عجیب کارونه تر سره کړل، کنفرانس ته ورنه غلل او د خپل استازیتوب صلاحیت یې ترکیې ته ورکړ. د دې لپاره یې دغه قضیه د سوریې حیاتي قضیه وګڼله ترڅو پر هغو جرمونو سترګې پټې کړي چې د ژینو په کنفرانس کې یې کړي وو،، خو وروستۍ بیانیې د هغوی دروغ او نفاق داسې بلره کړل، چې ترکیې د اساسي قانون د کمټې د استازیتوب په توګه د مخالفانو له ډلې ۵۰ تنه داسې معرفي کړل: د وروستۍ بیانیې پر بنسټ، په سوچي کې د سوریې ملي خبرې اترې، د اساسي قانون کمېټه به له ۱۵۰ تنو جوړه وي، چې ۵۰ تنه به یې د ترکیې له ډلې او درې نورې ډلې به یې د قاهرې پر تیبیون، مسکو او ریاض پور اړوندې وي.

هغه څه چې د بشر په تاریخ کې څرګند دي، سیاسي مناقشې برعکس بریا ناکاموي او ناکامي بریالۍ کوي. د سوچي په کنفرانس کې د وروستۍ بیانیې خطرناک مواد، د اساسي قانون د کمېټې تاسیس ده، چې بحرام ته یې سیاسي حللارې وړاندې کړې؛ خو په دې حللارو کې د توی شو وینو،کیمیاوي وسلو کارونکو او لسګونه نور هوایې بریدونه چې انسانان یې له خطر سره مخ کړي وو، هېڅ یادونه ونه شوه.

په پای کې اساسې پوښتنه دا ده: اسلامي امت څه وخت خپله اراده د استعماري ځواکونو له منګلو ازادوي؟ هغه استعمارګران چې تل په کمین کې دي ترڅو موږ ته ضرر راورسوي او د اسلامي خاورو د چارواکو لکه: د تهران ملایان، د قدس واکمنان، په انقره کې  د ارطغرل د سیرت حمل کوونکو او د د ډالرو په مقابل کې د پلورل شو ډلو په مرسته، د استانې د کنفرانس هوډونه کله د ترکیې او کله په مستقیم ډول پلې کوي؛ د اسلامي امت پر ضد پلان طرحه کوي.

ډاکتر عثمان بخاش

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي  دفتر رییس

له الرایه جریدې څخه اخیستل شوې

ژباړن: علي عمار

د مطلب ادامه...

د اردن رژیم د حزب التحریر پر شبابو ظلم او د هغوی ځورونې ته دوام ورکوي

  • خپور شوی په اردن

(ژباړه)

له هغه لاریون وروسته چې حزب التحریر په ولایه اردن کې د اردن دولت له خوا د قدس د قضیې له تړلو وروسته د قدس او ټول فلسطین د بري لپاره وکړ، له حزب التحریر او  د دغه حزب له شبابو سره د کرکې دوام زیات شو.  د دغه دولت امنیتي ادارو  د پلازمېنې- عمان په موقابلین سیمه کې د حزب التحریر دوه غړي ونیول. په دغه لاریون کې حزب په اسلامي ځواکونو غږ وکړ، چې د امریکا له خوا د اشغالګرو یهودو د پلازمېنې په توګه د قدس د ټاکلو پر وړاندې د عملي اقدام لپاره د قدس په لور وخوځېږئ. ورور معتصم فایض السالم او علی وصفي حرب، چې د عمومي استخباراتو په زندان کې له بندي کېدو راهیسې یې کورنۍ، خپلوانو او وکیلانو ته د لیدلو اجازه نه ده ورکړل شوې، په دې اړه شکونه زیاتوي چې دوی به سخت شکنجه شوي وي او ټپونه به یې لا نه وي جوړ.

موږ، حزب التحریر ولایه اردن، په پشپړه توګه د علی حرب د امنیت او د حزب التحریر د نورو شبابو د نیولو په اړه د رژیم امنیتي ځواکونه، د عمومي استخباراتو رییس او د څېړنو افسران مسوول بولو. دغو زړورو خلکو رژیم محاسبه کړی او پر بې عدالتیو، دسیسو، فساد او بې پروایۍ یې د اردن ټول خلک خبر کړي. اردن؛ د رښتینو او ځوانمردو خلکو او د پیغمبر صلي الله علیه وسلم د پیروانو ځمکه او سیمه ده.

موږ د اردن د رژیم پر هغو کړنو باخبره یو چې د هغو رښتینو خلکو پر وړاندې یې تر سره کوي چې حقیقت اعلانوي، د اسلامي ژوند د بیا را ژوندي کولو او د اردن د مسلمانانو  د خلاصون لپاره کار کوي او یا هم د اسلامي لښکرو د ویښولو لپاره غږ پورته کوي. موږ ته دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه دوی له سیاسي اړخه ماتې خوړلې، د دوی مخکینۍ ناکامۍ او په هېواد کې پر خلکو تاریخي ظلم څرګند شوی او دا کوم عرب یا عجم غولوونکي سیاسي، امنیتي او یا هم هغه اقتصادي مشران چې پانګوال چټل احاسات لري نه شي پټولی. رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایې:

إِنَّ اللهَ لَيُمْلِي لِلظَّالِمِ حَتَّى إِذَا أَخَذَهُ لَمْ يُفْلِتْهُ»»

الله سبحانه وتعالی ظالم ته موقع ورکوي، خو کله یې چې محاسبه کړ بیا یې نه برېږدي.

حزب التحریر ولایه اردن،له الله سبحانه و تعالی، مسلمانانو او نړۍ سره خپل تړون یو ځل بیا  تازه کوي، چې د نبوت پر منهج به د حق اعلانولو ته ادامه ورکوو او یوه زره به هم له دې لارې کاږه نه شو. موږ د تهمت کوونکو له تهمتونو، د کرکجنو له اخطارونو او د ظالمانو له ظلمونو څخه نه وېرېږو. تر هغه چې الله سبحانه وتعالی په ټولو سیمو کې اسلام حاکم نه کړي او پر مسلمانانو د بري رحم ونه کړي خپل کار ته دوام ورکوو او یا به هم له الله سبحانه وتعالی سره په داسې حالت کې وګورو چې د هغه لپاره په کار بوخت وو. الله او دین ته یې ریښتیني او ژمن یو.

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ * يَوْمَ لا يَنْفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ

[الغافر:۵۱-۵۲]

ژباړه: باور ولرئ چې موږ په دې دنیا کې د خپلو پېغمبرانو او موءمنانو مرسته هرومرو کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي، په هغې ورځ چې ظالمانو ته د هغوی معذرت هیڅ ګټه نه رسوي او پر هغوی لعنت ورېږي او هغوی ته ډېر بد استوګنځی وررسیږي.

د حزب التحریر- ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

ژباړن: علي عسکري

د مطلب ادامه...

د ټرمپ د ولسمشرۍ يو کلنه دوره؛ بريا که ناکامي؟

  • خپور شوی په سیاسي

امريکايان د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړي تلين په تړاو سره ويشلي دي، د امريکا متحده ايالاتو حکومتي ادارې ځکه تړلې وې چې حکومت له کانګريس سره د بودیجې په تصويب کې هوکړې ته و نه رسيد، یعنې ۷۵۰۰۰۰ حکومتي مامورين به له تنخواه پرته په کور کې وزګار ناست وي. ټرمپ ځان ښه لوبغاړی بولي، چې په وينا يې امريکا به بيا ځلې ستره کړي، خو تر يوه کال حکومت کولو وروسته، اوس بايد قضاوت وشي چې نوموړي څه لاسته راوړنې لرلې.

د امريکا د ولسي جرګې غړې لينډا سنچيز وايې: « دوی ثابته کړه چې نه شي کولای د حکومت لومړنۍ دندې ترسره کړې، لکه: د سړکونو پر سر د څراغونو روښانول... نو څرنګه موږ باور کولای شو، چې دوی به هغه ننګونې چې زموږ هيواد ور سره مخ دی، کابو کړي؟ » ټرمپ په خپل ټوېټ کې لیکلي و: « دغه زما د ولسمشرۍ لومړی تلين دی او ډيموکراتانو بايد ما ته يوه ښه ډالۍ راکړې وی.» ډيموکراتان ټرمپ پړ ګڼي او ټرمپ دوی پړ ګڼي!

ټرمپ د تور پوستانو، لاتيني امريکايانو، مکسيکويانو او ځايي امريکايانو پر وړاندې له نژادي توپير ډکه ژبه وکاروله، د دې تر څنګ هغه مسلمانان هم د ده د ادارې موخه دي، چې امريکا ته له بېلا بېلو هيوادونو راغلي نو ځکه دوی ورباندې بندیزونه لګولي دي. د ټرمپ د لوړې د مراسمو په لومړۍ ورځ او له هغې وروسته، د نوموړي پر ضد پراخ لاريونونه او اعتراضونه وشول، چې تاوتريخوالی او مرګ ژوبله هم ورسره مله وه. په يادو اعتراضونو کې هر چا نوموړی په سپکو سپورو يادولو. ډېری امريکايان پر هغه څه چې دی یې وايې، باور نه کوي.

ټرمپ به پر هغو بريد کاوه، چې له ده سره به مخالف وو. ده د خپل هيواد قضايه قوه، څارګر بنسټونه او مطبوعات بدنامه کړل. ده ډېری وختونه د خپل جمهوريپال ګوند غړي، خپل مامورين او د کابينې غړي بدنامه او سپک کړل، نو ځکه يو شمېر روغتيایي چارواکو په ډاګه د نوموړي دماغي حالت تر پوښتنې لاندې راوست.

له بل لوري نوموړي خپلې ځينې ټاکنيزې ژمنې پوره کړې، چې د آرام سمندر د هيوادونو د اقتصادي تړون (Trans Pacific Partnership)لاسلیک، د پاريس اقليمي بدلون له تړون(Paris Climate Accords) څخه وتنه او د متحده ايالاتو پر شرکتونو د پريمانه ماليې کمول پکې شامل دي. په داسې حال کې چې له نړيوالو تړونونو څخه د ټرمپ وتنه به په زياتېدوونکې توګه په څو قطبي نړۍ کې د امريکا مشري زيانمنه کړې. چين خپل سياسي او اقتصادي نفوذ پراخوي. په داسې حال کې، چې امريکا خپله اخلاقي مشري چې په وينا يې تش په نامه د آزادې نړۍ له اصطلاح څخه انکار کوي، له لاسه ورکوي. دا هغه څه دي چې ټرمپ وويل: « امريکا ځواکمنه کړئ. » امريکا متحده ايالاتونو تل امريکا ځواکمنه کړې ده، خو ټرمپ په ډاګه هغه نړيوال نظم چې د نړيوالو بنسټونو او اصولو لکه: د ملګرو ملتونو د ادارې له لوري چې اداره کېږي، له پامه غورځوي.

پخوانيو ولسمشرانو هم دغه کار کاوه، خو هيڅ يو هم دومره مغروره نه و لکه څومره چې ټرمپ دی. د امريکا متحدين او دښمنان په زیاته کچه د نوموړي له پاروونکو او ګواښوونکو ويناوو څخه د امريکا پر وړاندې حساس شوي دي.

د نړۍ رهبران د وينا نه، بلکې د سياسي واقعيتونو پر بنسټ پرېکړې کوي، خو ټرمپ هغه کسانه چې ده ته يې رايې ورکړې دي، د ځينو امتيازونو په ورکړه غلي کړل. همدا رنګه د نړۍ نور رهبران هم د امريکا د غرور له امله د خلکو له راټوکېدونکو فشارونو څخه خلاص نه دي. ټرمپ د چين د وېرولو لپاره د شمالي کوريا کړکيچ را پورته کړ، خو چين د پخوا په څېر خپل اقتصادي او سياسي ودې ته دوام ورکړ او شمالي کوريا د پام وړ توغنديز او هستوي وړتياوي ترلاسه کړې. ټرمپ نور هيوادونه د مکسيکو، وينزیويلا او ايران په ګډون وګواښل، خو په ټوله کې هيڅ يو هيواد هم د نوموړي ګواښونو ته سر ټيټ نه کړ، پرته له ځينو لاسپوڅو عربي هيوادونو څخه چې ډېر ژر سر په سجده شول.

د مې په مياشت کې له سعودي عربستان څخه د ټرمپ د ليدنې په ترڅ کې د ۳۸۰ ميليآردو ډالرو په ارزښت يو ستر تړون لاسليک شو. د ټرمپ د سفر په پای کې د سپينې ماڼۍ اقتصادي سلاکار ګاري کون وويل: ولسمشر وکولی شو چې داسې حيرانوونکي تړونونه وکړي چې په حقیقت کې هيڅکله هم يوې مخکنۍ ادارې نه دي ترسره کړې.

د دغو پيسو راټولول به سعودي عربستان په پښو کېنوي، سعودي عربستان لا تر اوسه د هغو پيسو د پيدا کولو په لټه کې دی، چې په ۲۰۱۲م کال کې یې د اوباما له ادارې سره د ۱۱۲ ميلياردو ډالرو په ارزښت له کاره لوېدلو وسلو د تړون د پيرلو له درکه لاسليک کړې وې. کانګريس تر هغه تضمين وروسته چې يهودي دولت به ډېرې پرمختللې وسلې له امريکا څخه اخلي، دغه تړون تصويب کړ. د ټرمپ په ولسمشرۍ کې ياد تړون د امريکا ستره لاسته راوړنه ده! ياد تش په نامه تړونونه يوازې او يوازې تفاهم نامي دي، چې لازمي بڼه نه لري.

له دې سره سره سعودي عربستان د امريکا د خوښي لپاره ګڼ خدمتونه ترسره کړي دي او وسلې هم په دې موخه پيري چې په يمن کې نور ډېر مسلمانان ووژني او له يهودي دولت سره ځنګ په ځنګ د ايران پر خلاف په جګړه کې د ډېرو مسلمانانو وينې تویې کړي او سرچينې یې ضايع کړي.دا د پيړۍ تر ټولو کرغيړن تړون دی چې پر بنسټ يې ټرمپ بيت المقدس د اسرایيل د پلازمېنې په توګه رسماً وپيژنده او فلسطيني ادارې ته يو ستر سپکاوی و.

 ټرمپ د خپلې يو کلنې دورې په ترڅ کې، خپل هيواد سره وويشلو، د امريکا متحدين يې له ځانه پردي کړل، په نړۍ کې د چين د نفوذ په مخنيوي کې پاتې راغی، هغه بنسټونه یې چې مخکې امريکا پرې تکيه کوله، کمزوري کړل او د اسلامي نړۍ چارواکي يې نور هم غلامۍ ته اړايستل. ټرمپ د ښکېلاکګرې امريکا څېره بربنډه کړه او په دې ډول يې خپلو موخو ته ځان نژدې کړ.

لیکوال:ډاکټر عبدالله روبین

د الرایه ورځپاڼې لپاره، ګڼه ۱۶۶

ژباړن: جمیل خان

د مطلب ادامه...

د بي بي سي څېړنه: ۷۰ سلنه افغانستان د طالبانو تر ګواښ لاندې دی

د بي بي سي يوې څېړنې موندلې؛ د هغو طالبانو د ماتې لپاره چې د امریکا تر ملاتړ لاندې ځواک پرې ملیاردونه ډالر مصرف کړي، اوس په ښکاره توګه د افغانستان په ۷۰سلنه خاوره کې فعال دي. د افغانستان په ګوټ ګوټ کې دغې میاشتینۍ څېړنې موندلې چې په ۲۰۱۴م کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان ډېری سیمي د طالبانو تر ګواښ او یا هم کنټرول لاندې دي. په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو او د اسلامي دولت(داعش) په نامه ډلې وروستیو بریدونو ډېر خلک ووژل. د دغو بریدونو په ځواب کې افغان چارواکو او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره خبرې اترې رد کړې. تېر کال ټرمپ ویلي و، چې امریکایي ځواکونه به تر کمې مودې په افغانسان کې پاتې شي.

د بي بي سي د رپورټرانو شبکې په ټول افغانستان کې د ۳۹۹ ولسوالیو د محلي سرچینو له ۱۲۰۰ کسانو سره خبرې کړي، چې په دغې زماني موده کې د شورشیانو د حملو هر اړخیز انځور تر لاسه کړي. دا خبرې اترې یا په ټیلیفون او یا هم له  دوی سره مخامخ شوي دي. ټول تر لاسه شوي اطلاعات د دوو او په ځینو مواردو کې د شپږو منابعو لخوا کتل شوي دي. په ځینو مواردو کې د بي بي سي رپورټران د اطلاعاتو د بیا کتنې لپاره هغو اډو ته تللي، چې خلک ترې لرې سیمو ته سفرونه کوي. د دغه څېړنیز رپوټ پایله ښيي، چې ۱۵میلیونه تنه یعنې د افغانستان نیم نفوس په داسې سیمو کې ژوند کوي چې یا د طالبانو په کنټرول کې دي او یا هم په علني توګه پکې حضور لري او په پرله پسې د دوی تر بریدونو لاندې دي.

د بي بي سي څېړنه ښيي چې اوسمهال د افغانستان ۱۴ ولسوالۍ(د افغانستان څلور سلنه خاوره) د طالبانو په پوره کنټرول کې ده، همداراز په ۲۵۳ نورو ولسوالیو(۶۶ سلنه افغانستان) کې فعال او علني حضور لري. د طالبانو د قدرت دا کچه له هغې څو برابره زیاته ده، چې مخکې یې وړاندوینه کېده. په هغو سیمو کې چې طالبان فعال او علني حضور لري، شورشیان د دولتي ځواکونو پر اډو؛ د ملي ځواکونو پر کمپونو له ډله ییزو بریدونو نیولې ان د پولیسو او ځواکوتو کاروانونو ته تر کمینونو پورې، په انفرادي او ډله‌ییزه توګه بریدونه کوي.

کلونه کلونه کېږي امریکا او ملاتړي یې هڅه کوي پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ حقیقي انځور پټ کړي؛ خو د افغانستان پر پلامېنه د طالبانو پرله پسې بریدونو یو ځل بیا څرګنده کړه، چې امریکا په افغانستان کې خپل کنټرول او واکمني له لاسه ورکړې ده.

لیکوال: عثمان طه

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

په اردو کې امريکايي "اصلاحات" او په افغانستان کې د قدرت د جوړښت بدلون

  • خپور شوی په سیاسي

په دې وروستيو کې د افغانستان جمهور ريیس د اردو د ۱۶۴ جنرالانو د تقاعد فرمان لاسلیک کړ. د دغه فرمان په ترڅ کې به تر راتلونکو دوو کلونو ۲۰۰۰ جنرالان او افسران، چې د افغانستان د اردو ۷۰٪ لوړ پوړي چارواکي جوړوي، تقاعد کوي او سلګونه نور افسران هم په دې پروسه کې د اداري او نظامي مراتبو د سلسلې له پلوه اغېزمن کېږي.

د افغانستان امنیتي ځواکونه د شوروي اتحاد د اشغال پرمهال د انګلیس او امریکا د ځينو پاتې شونو په ګډون بشپړ د کمونېزم له بې تجربې شاګردانو څخه رامنځ ته شول؛ خو د شوروي اتحاد له سقوط او د مجاهدینو د دولت له تاسیس سره سم ډېر مسلمان او جهادي عناصر د امنیتي ځواکونو په لیکو کې شامل شول. د یادونې وړ ده چې د کورنیو جګړو او د طالبانو دورې په اوږدو کې د هغه مهال د دولتمندانو د ځینو مجبوریتونو له مخې یو شمېر پخواني کمونیستان بیا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې تنظیم شول.

په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا او ناټو ځواکونو له اشغال وروسته د نظامي ځواکونو زیات اراکین هغه پخواني مجاهدین او کمونیستان وو، چې له امریکایانو سره یې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د ځمکني ځواک په حیث مرسته کړې وه. که څه هم په همغه لومړیو کلونو کې امریکایانو د افغانستان مخکینۍ اردو منحل کړې وه، چې په ترڅ کې يې لسګونه زره کسان په تېره بیا هغه کسان چې د شوروي اتحاد پر وړاندې يې په جهاد کې ګډون درلود، د اردو له اډاڼې څخه ګوښه کړل او د یوې نوې اردو بنسټ يې کېښود. نوې اردو هم تر ډېره له مسلمانو عناصرو څخه جوړه شوه، چې تر څنګ یې د امریکا، انګلیس، پاکستان، ایران او کمونیستي شوروي اتحاد له جواسيسو، چې اوس د روسیې د نفوذ په حیث پېژندل کېږي، هم شتون لري.

که څه هم امریکا د ۱۷ کلنې جګړې په اوږدو کې د افغانستان له نوې اردو، د دې خاورې د مسلمانانو د ځپلو په موخه خورا غوره ګټه پورته کړه؛ خو د دغو ټولو خدمتونو تر څنګ بیا هم امریکا د هغې له سیکولر او ډيموکراتوالي رضایت نه درلود او د ځينو جنرالانو، افسرانو او پوځيانو له اسلامي احساساتو یې تل سخت تشویش کاوه. ځکه په ځلونو امریکايي ځواکونه د اردو د قطعاتو دننه تر خونړیو بریدونو لاندې راتلل او وژل کېدل. د همدغه تشویش له امله د افغانستان اردو په تېرو ۱۷ کلونو کې له پرمختللو وسلو او تجهیزاتو بې برخې وه او یوازې د ۲۰مې پېړۍ له خفیفه او توپچي وسلو سره د امریکا د پليو ځواکونو په توګه ترې ګټه اخیستل کېده.

خو له افغانستان سره د امریکا د ستراتيژیکو او امنیتي تړونونو له لاسلیک او د دې خاورې له لارې د سیمه‌ييزو او ستراتيژیکو موخو د تعقیب لپاره د دایمي حضور له تثبیت وروسته امریکا تصمیم ونیو، تر څو هر کال میلیاردونه ډالر او پرمختللي تجهیزات د افغانستان اردو ته ورکړي. له دې امله امریکا سخته اړتیا احساسوله، چې د "اصلاحاتو" په نامه د افغانستان اردو په ټولیزه توګه له مسلمانانو عناصرو، پخوانیو مجاهدینو او د امریکا د رقیبو هېوادونو له نفوذه پاکه کړي او یوه اجیره، پر مصرفه او امریکا ته اړ اردو، چې په مطلق ډول د عقیدې او احساساتو له نظره د افغانستان له مسلمان او مجاهد ولس څخه پردۍ وي، جوړه او د امت د قدرت واقعي مرکزونه، چې د یوه هېواد په پوځ کې راټولېږي؛ د ترکیې، مصر او پاکستان د پوځونو په څېر د امت او د هغه د وېښوونکو اسلامي حزبونو له لاسرسي څخه بهر کړي.

بله موخه چې په امنیتي سکتور کې د "اصلاحاتو" له لارې تعقیبېږي، دا ده چې په تاریخي توګه په افغانستان کې د خلکو نفوذ او واقعي قدرت د قومي او قبیلوي رهبرانو او سیاسي متنفذینو په لاس کې دی. دغه واقعیت په افغانستان کې د قدرت واقعي جوړښت پېچلی کړی او د تاریخ په اوږدو کې يې د دې خاورې کنټرول اشغالګرانو ته ستونزمن کړی. نو لکه څنګه چې امریکایان په افغانستان کې د لږ تر لږه ۵۰ کلن حضور لپاره پلان لري، له قومي او سیاسي رهبرانو سره، چې تر ډېره اسلامي افکار او احساسات لري، د قدرت شتون یو څرګند او پياوړی خطر ګڼي. نو امریکا په تدریجي او اوږدمهاله توګه په دې هڅه کې ده، ترڅو د افغانستان د قومي - قبايلي او سیاسي رهبرانو قدرت کم کړي او دا قدرت د یوې سیکولر او امریکایي فرمان منونکې اردو ته ولېږدوي، تر څو د افغانستان اداره اسانه شي او د امریکا پر وړاندې راتلونکي احتمالي خطرونه خنثی کړي.

نو د افغانستان مسلمان خلک، متنفذین او پخواني مجاهدین باید په دې پوه شي، چې امریکا ته د افغانستان د اردو له لارې ۱۷ کلنو خدمتونو ونشو کولای ترڅو په اردو کې پر مسلمانو عناصرو باندې د يرغلګرو باور ترلاسه کړي. اوس امريکا له دغه اردو څخه د ډېرو ناوړه استفادو وروسته د "اصلاحاتو" تر نامه لاندې دغه عناصر په بشپړه توګه له واکه ګوښه کوي او پر ځای یې هغه ځوانان چې په غربي او سیکولریستي لیدلوري روزل شوي، د قدرت پر ګدۍ کېنوي او یو ځل بیا د افغان ځوانانو له وینو په متفاوت اسلوب خپلو اوږدمهاله او ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو لپاره ګټه اخلي. له دې امله ۱۷ کلنه امریکايي غولونه "له تروریزم سره جګړه"، چې په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه ده، نوره باید ټولو ته افشا شوې وي؛ ځکه هغوی تر دغه پلمې لاندې هڅه کوي، ترڅو په اسلامي خاوروکې د قدرت، اقتصاد ... او د ځواک هر ډول عناصر په بشپړه توګه له منځه يوسي او د اسلامي خاورو د استعمار تر څنګ، د ځان پر وړاندې د راتلونکي اصلي ګواښ چې په سيمه کې د ريښتيني اسلامي دولت "دويم راشده خلافت" ظهور ګڼي، مخه ونیسي.

سیف الله مستنیر

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

د سوډان د ولسمشر مرستیال! د منافقت بیرغ مو د اقتصادي کړکېچ لامل شوی؛ نه د لا اله الله بیرغ

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

د سوډان د ولسمشر ابراهیم محمود حامد، مرستیال په یوه بیانیه کې داسې وویل: د لا اله الا الله بیرغ ته ژمنتیا مو د اقتصادي وروسته والي اصلي لامل دی، چې اوسمهال مو هېواد ورسره مخ شوی دی.

هغه څوک چې د دغه رژیم تر حاکمیت لاندې وي، ښه پوهیږي چې دا رژیم لا اله الا الله ته هېڅ لیوالتیا نه لري، بلکې د دغه بیرغ پر وړاندې ولاړ دی او ان له۱۹۹۰م راپدېخوا هغه کسان چې لا اله الا الله او د هغې حاکمیت ته دعوت کوي، نیسي او بندیانوي یي او د دې خاورې د مسلمانانو د ژوند په صحنه کې د منافقت بیرغ په بیا راوستلو کې د حمال حیثیت لري. لاندې موارد پر دغه امر دلالت کوي.

-آیا هغه قضایي نظام چې د سوډان د حاکمانو له لوري د دې خاورې پر مسلمانانو پلی کېږي، د جمهوريت د حکومت یو ډول نه دی، چې قاضي ته واک ورکوي ترڅو د خپلې خوښې پر بنسټ د قانون جوړونې شوراګانو له لارې قوانین جوړ کړي؟ په داسې حال کې چې د اسلام سیاسي نظام(خلافت) یو اصل دی او له الهي قوانینو پرته بل څه نه تطبیقوي.

-آیا هغه اقتصادي نظام چې د دغه رژیم له لورې پلی کېږي په خورا بده بڼه د پانګوالۍ نظام نه دی، چې سود یې په قطعي ډول مباح ګڼلی، د خلکو پانګې په ناقانوني ډول خوري او د دې خاورې پانګه یې د پانګې اچونې په نامه په کفارو لوټ کړه، چې په پایله کې د دې خاورې اوسېدونکي د ښکاره او پټو پانګو له لرلو سره سره له قحطۍ او لوږې سره مخ شوي دي؟

-آیا دا هماغه رژیم نه دی چې زراعتي او صنعتي پروژې یې لغوه کړې او وروسته یې له حرامې لارې د خلکو پیسې غصب کړې، چې دا کار یې د اقتصادي وروسته پاتې کېدو او له منځه تلو لامل شو؟ د دوی په اړه د حضرت علي رضی الله عنه دا خبره صدق کوي چې وایي:« څوک چې د خلکو توان ته په کتو سره خراج نه غواړي، قطعاً یې ځمکه تباه کړې خلک یې غریبان کړي او په خپله به هم ډېر ژر له منځه لاړ شي.»

هغه څوک چې د لا اله الا الله بیرغ په حق سره پورته کوي، قوانین یې کاروي او افکار یې له دغه بیرغ سره سم تنظیموي، الله سبحانه وتعالی خپل نعمتونه ورکوي او په مال کې یې برکت اچوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾

[اعراف: ٩٦]

ژباړه: که د ودانیو او ښارونو اوسېدونکو ایمان راوړی وی او تقوا یې غوره کړې وی، د ځمکې او اسمان برکتونه مو پرې نازلول؛ خو دوی حق پټ کړ، نو موږ هم دوی ته د خپلو کړنو جزا ورکړه.

او بیا الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ﴾

[طه: ۱۲۴-١٢٣]

ژباړه: کله چې زما هدایت تاسو ته در ورسېد، که چا زما له هدایت څخه پیروي وکړه، نه ګمراه کېږي او نه به هم په غم کې وي او که څوک له ما څخه مخ واړوي، ستونزمن ژوند به ولري او د قیامت په ورځ  یې ړوند حشر وو.

اې ظالمو حکامو او رهبرانو! د مسلمانو ډلو په حق کې مو منافقت او غفلت ودروئ، ځکه خلک ستاسو د حاکم نظام له ستنو او د منافقت بیرغ له رپولو غافل نه دي. له الله سبحانه وتعالی ووېرېږئ او د محشر ورځ مه هېروئ،  قضیه اسلامي امت ته پرېږدئ، چې دوی الله سبحانه وتعالی او پیغبر صلی الله علیه وسلم ته له ژمن کس سره په اخلاص بیعت وکړي، له هغه چا سره چې د لا اله الا الله محمد رسول الله بیرغ ورپوي او الهي شریعت پر نړۍ نافذ کړي او د نبوت پر منهج د راشده اسلامي خلافت په راوستلو سره دا ذلیل ژوند په یوه اسلامي ژوند بدل کړي.

د حزب التحریر-ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

کوزی بایوف سلطان، د ظالم امام علي رحمن د طاغوتي زندان یو بل شهید

(شهادت هغه مقام دی چې د الله سبحانه و تعالی له لوري ورکول کېږي، نه د انسان له لوري)

(ژباړه)

﴿مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾

[احزاب: ٢٣]

ژباړه: په مومنانو کې داسې کسان شته، چې له الله سبحانه و تعالی سره یې پر کړې ژمنه صادقانه ولاړ دي؛ ځیني پر خپل تړون تر پایه ولاړ وي (او په هغې لاره کې د شهادت جام تر لاسه کوي) او ځینې نور  انتظار کوي او هېځکله خپل عهد او پیمان نه بدلوي.

په دې وروستیو کې د حزب التحریر یو بل غړی کوزي بایوف سلطان په تاجکستان کې د علي رحمن په ظالم او طاغوتي زندان کې په حق ورسېد. سلطان چې ۴۷ کلن و، کابو خپل ۱۸ کاله عمر یې د تاجکستان په طاغوتي امنیتي زندان کې تېر کړ. هغه له دې امله زنداني شو چې په تاجکستان کې یې له حزب التحریر سره د اسلامي ژوند د بیا راوستلو لپاره هلې ځلې کولې.

کوزي بایوف سلطان (رحمه الله) په ۱۹۷۱م کال کې زېږېدلی و او د څلورو ماشومانو پلار و. هغه دوه تحصیلي مدرکه درلودل او زندانیانو به ورته دایرة المعارف متحرک ویلو. سلطان په ۱۹۹۹م کال کې له حزب سره یو ځای شو او د اسلام ته یې دعوت پیل کړ. سلطان د ۲۰۰۰م کال د جنوری په ۱۵مه د ظالم علي رحمن د ځانګړو سرویسونو له خوا ونیول شو او د دغه هېواد د امنیتي زندان «۳/۷ بلاک» ته له رسولو وروسته یې ډېر کلک شکنجه کړ.  سلطان په زندان کې ناروغ شو او وروسته یې له شکنجې راپاتې ناروغي د هډوکي په درد بدله شوه چې پښې ته یې نفوذ وکړ، پښه یې عملیات کړه، خو په پای کې همدغې ناروغۍ کمزوری کړ او ترې ومړ.

سلطان په ۲۰۰۴م کې په زندان کې له یوې معایېنې وروسته خوشې شو او له ځنډ پرته یې په تاجکستان کې د اسلامي دعوت د لېږدولو لپاره خپل فعالیتونه پیل کړل. خو په ۲۰۰۵م کې بیا زانداني شو او د اوږدې مودې  لپاره په زندان محکوم شو او د تاجکستان ظالم زندان «بلاک ۳/۳» ته(هغه زندان چې د زندانیانو په عذاب او شکنجه کې مشهور دی) ولېږدول شو. دغه زندان، داسې زندان دی چې زندانیان تل پکې تر څارنې او پوښتنې لاندې وي. همداراز د حزب التحریر ټول غړي په دغه راز زندانونو کې په بې سارې توګه تر شکنجې لاندې دي.  په پای کې سلطان په نري رنځ(توبرکلوز) اخته شو او یو څه وخت یې د زندان په روغتون کې تېر کړ. د رحمن د ادارې یوه کارکوونکي ژمنه وکړه چې سلطان به د یو شرط په منلو سره له ځنډه پرته ازاد کړي او هغه دا، چې سلطان باید ژمنه وعده وکړي چې د اسلام له دعوت څخه لاس اخلي؛ خو دغه مخلص داعي د دغه شرط له منلو ډډه وکړه. هغه ځکه له دغه کار څخه ډډه وکړه، چې په زندان کې یې له ناروغۍ څخه د ځورېدو پر مهال له  ځان سره کلک هوډ کړی و چې په هېڅ شرط او په هر قیمت که وي، ان د مرګ تر شېبو به د اسلام له دعوت څخه لاس وانخلي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د دغه ستر داعي رحمه الله کورنۍ ته ډاډ ورکوي او ورته تسلیت وایې او د الله سبحانه و تعالی له درګاه څخه د مرحوم کورنۍ ته جمیل او جزیل صبر غواړي او همدارنګه له الله سبحانه و تعالی څخه غواړي چې مرحوم سلطان د شهیدانو له ډلې حساب کړي؛ ځکه شهادت هغه مقام دی چې د الله سبحانه و تعالی له لوري ورکول کېږي، نه د بشر! او همداراز د الله له درباره غواړي، علي رحمن او د هغه ظالم رژیم له ټولو لارویانو او همکارنو سره یو ځای له بیخ او بنسټه نابود کړي او هغه مسلمانان زندانيان چې د امام او د امت د ډال(خلیفه) چې تر شا یې جګړه کېږي او هغه ته پنا وړل کېږي، د نسب لپاره کارکوي؛ ډېر ژر ازاد کړي. په رښتیا چې دا کار الله سبحانه و تعالی ته ډېر اسان دی او الله سبحانه و تعالی د هر کار په کولو توانا دی!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

ژباړن: علي عمار

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې